د زرچې بی بی چاربېتہ

د سحر حسن زی تالیف د تور غر چاربېتہ چې ۲۰۱۹ع کښې چاپ شو ۔ پہ ھغہ کښې پہ ص۵۶ باندې د زرچې بی بی چاربېتہ دہ د ھغې پہ حقلہ سحر حسن زی دعویٰ وکړہ چې زرچہ بې بې د ھزارې اولنۍ چاربېتی شاعرہ دہ ۔ خو ما پہ بټګرام کښې پہ یو پروګرام کښې چې د اسماعیل ګوھر سرہ د ترقی پسند ادبی ملګرو مانځلے ؤ وضاحت اوکړو چې زرچہ بې بې د پښتو ادب اولنۍ چاربیتی شاعرہ دہ ۔ پہ نورې پښتون خوا کښې دا قسمہ چاربېتہ نۂ شی موندے ۔ یوہ چاربېتہ د ارسلا نومې شاعر چې تعلق یې د سمې سرہ دے پہ “ھاروبھار” کښې موجود دہ او پہ ھارو بھار کښې ورتہ چاربېتہ نہ دہ لیک خو پہ ھاروبھار کښې نورې چاربېتې ھم موجود دې چې ورتہ چاربېتہ نہ دی لیکلی شوی لکہ پہ ص۸۶ د محمود شاعر چاربېتہ او پہ ص ۱۴۴ د عیسیٰ ګل اخونزادہ چاربيتہ وغیرہ ۔ د زرچې بی بی چاربېتہ پہ ص۶۰ باندې داسې لیک دہ ۔

سر

زما د غېږې مرور تلے جانان دے
ښہ پرې پوھېږم چې پہ نېت د ھندوستان دے
زما د غېږې

کړہ

زما دغېږې مرور تلے پرون
اوس شومہ پوھہ چې پہ ما راغے بیلتون
سرمې دے اېښے ،،،، ځکہ مدام پہ خپل زنګون
مسلمانی راتہ ښکاری چې ډېر ګران دے
زما د غېږی

کړہ

مسلمانی دہ ورتہ ودرېدم سرتورہ
پہ ښکتہ مۂ ځہ زما دې جولۍ ګورہ
بغېر لہ تانہ ،،،، شوہ رڼا ورځ راباندې تورہ
یواځې زہ بہ شم ستی اور د نیران دے
زما د غېږې

کړہ

پہ تورو زلفو ورلہ لاړم ننواتې
لالے مې نۂ کړو د دکن د خیالہ پاتې
نۂ منې کېږی ،،،، سوال نامنظور شۂ د نېک ذاتې
پہ مخ د اوښکو مې شېبې راغلې باران دے
زما دغېږې
الخ

دا د سحر حسن زی خپلہ اختراع دہ ګنی پہ ھزارہ کښې ددې کړہ داسې لیکلې کېږی

کړہ

زما د غېږې مرور تلے پرون
ځکہ ځان ژاړم چې پہ ما راغے بېلتون
سرمې د ے اېښے
ځکہ مدام پہ خپل زنګون
مسلمانی دہ راتہ ښکاری جانان ګړان دے
زما د غېږې

اوس د چاربېتې ستر شاعر قاضی ګل پہ خپل کتاب مشکل کشاۓ‬ طالبان کښې پہ ص۶ باندې چاربېتہ دہ

سر

نہ بہ ژوندے یم نہ بہ بیا پہ ما اختر راشی
نہ بہ دنیاتہ محمد نبې سرور راشې

کړہ

نہ بہ ژوندے یم نہ بہ بیا ھغہ دوران اوینم
نہ نبی سرہ جوړۍ څلور یاران اوینم
نہ مسافر بہ پہ لنګر کښې د عثمان اوینم
نہ پہ دلدل باندې بہ سور علی حېدر راشی

کړہ

نہ پہ جھان بہ د علی د تورې شور اوینم
نہ بہ جنډې د اسلام باندې کور پہ کور اوینم
نہ پریشانہ بہ کافر زہ لور پہ لور اوینم
نہ بہ حمزہ صاحب مېدان لہ برابر راشی

اوس دا د ھزارې والې پہ شکل لیکلے او پہ مجلس کښې مجلسیان یې وئیلے ھم شی

سر

نہ بہ بیا پہ ما اختر راشی
نہ بہ دنیا تہ محمد نبی سرور راشی
نہ بہ ژوندے یم

کړہ

نہ نہ بہ ژوندے یم نہ بہ بیا ھغہ دوران اوینم
نہ بہ نبی سرہ جوړۍ څلور یاران اوینم
نہ مسافر
بہ پہ لنګر کښې د عثمان اوینم
نہ پہ دلدل باندې بہ سور علی حېدر راشی
نہ بہ ژوندے یم

کړہ

نہ پہ جھان بہ د علی د تورې شور اوینم
نہ بہ جنډې د اسلام باندې کور پہ کور اوینم
نہ پریشانہ
بہ کافر زۂ کور پہ کور اوینم
نہ بہ حمزہ صاحب مېدان لہ برابر راشی
نہ بہ ژوندے یم

قاضی ګل د شملائی د نواب پہ مدحہ کښې پہ مشکلل کشا‫ۓ‬ طالبان کښې د شرعې پہ ص ۵۹ باندې چاربېتہ وائیلې دہ۔

سر

د سخاوت اواز یې خور پہ کل جھان دے
سخی بې مثلہ شملائی کښې رستم خان دے
د سخاوت

کړہ

د سخاوت اواز یې خور پہ کل زمین کښې
ثانی یې نشتے پہ خطا ختن پہ چین کښې
ورشئ وګورئ
لکہ ګورئ مخ ائین کښې
لنګر جاری یې پنج وختہ پہ ھر زمان دے
د سخاوت

کړہ

لنګر جاری دے ورکوی دے پولاوُنہ
ښہ صفا غوښې ھ٘م کباب راتۂ سیخونہ
پہ ماسپښین کښې
ورکوی چائې سرہ کېکونہ
قدر کؤی د مېلمنو ډېر قدردان دے
د سخاوت
الخ

د احمد دین طالب مشھورہ چاربېتہ دہ

سر

ھغہ دم زما د زړۂ صبرتمام لاړۂ
مرور چې مې لہ غېږې دل آرام لاړۂ

کړہ

ھغہ دم زما لہ زړۂ کاوکې خېژی
چې باغچہ مې د وصال پہ خزان رېژی
معشوقې عاشق لہ ھروختې غم بېج دی
نن د لاسہ مې نسکور د نصیب جام لاړۂ
اوس دغہ چاربېتہ مونږ د ھزارې والې پہ چوکاټ کښې لیکو
ھغہ دم زما د زړۂ صبر تمام لاړۂ
مرور چې مې لہ غېږی دل آرام لاړۂ
ھغہ دم

کړہ

ھغہ دم زما لہ زړۂ کاوکې خېژی
چې باغچہ مې د وصال پہ خزان رېژی
معشوقې
عاشق لہ ھر وختې غم بېج دی
نن د لاسہ مې نسکور د نصیب جام لاړۂ
ھغہ دم

اوس د زرچې بی بې چاربېتہ مونږ د قاضی ګل د اولنۍ چاربېتې چې پہ ص ۶ باندې دہ پہ چوکاټ کښې لیکو

سر

زما د غېږې مرَور تلے جانان دے
ښہ پرې پوھېږمہ چې پہ نېت د ھندوستان دے

کړہ

زما د غېږې مَرور تلے پرونَ
اوس شومہ پوھہ چې پہ ما راغے بیلتونَ
سر مې دے اېښے ځکہ مدام پہ خپل زنګونَ
مسلمانی دہ راتہ ښکاری جانان ګران دے

کړہ

مسلمانی دہ ورتہ ودرېدم سرتورہ
پہ ښکتہ مۂ ځہ زمادې جولۍ تہ ګورہ
بغېر لہ تانہ شوہ رڼا ورځ را باندې تورہ
یواځې زہ بہ شم ستی اور د نیران دے
الخ

کہ دې ټولو مثالونو تہ وکتے شی دامربع چاربېتہ دہ چې ھزارہ کښې پہ بدل رنګ کښې لیکلےاو وئیلےشی ۔

د تور غر پہ چاربېتہ کښې پہ ص ۶۰ د زرچې بی بی چاربېتہ ، پہ ص۷۰ د طوطی استاد چاربېتہ، پہ ص ۷۲ د طوطی استاد بلہ چاربېتہ ،پہ ص ۱۲۵ د عبد الرحیم اخون چاربېتہ ، پہ ص د محمد صدیق چاربېتہ ، پہ ص د محمدی جان چاربېتہ ،پہ ص ۴۸ ۱ د عبدالقیوم چاربیتہ ، پہ ص ۱۸۰ د رازی مت خان چاربېتہ، پہ ص۲۷۱ د محمد اقبال (د ریل ،تناول ) د ګوجرو چار بېتہ، پہ ص ۲۹۲ د بھادر خان چاربېتہ ، پہ ۳۰۰ د رحمت صبر چاربېتہ پہ ص ۳۰۹ د مسافر شاہ چاربېتہ دا ټولې چاربېتې ھزارې والې چاربېتې دی چې راقم الحروف پہ خپل کتاب “ چاربېتې پوھنہ” کښې پہ ص ۱۱۰ باندې پرې بحث کړے دے ۔ دا د مربع چاربېتې بدل شکل دے ۔ مربع ددې مور چاربېتہ دہ ۔د چاربېتې لوازمات پورہ کوی۔ سر لری، کړہ یې پہ څلورو مصرعو مشتمل دہ او د کړې اخرې مصرعہ سر تہ راجع کېرې ۔ مربع د ھزارې والې او ھزارې والہ د مربعې پہ چوکاټ کښې لیکلے او اھنګ کښې وئیلے کېدے شی۔ خو ھزارې والہ صرف ھزارہ او پہ شانګلہ کښې موجود دہ ۔