ھائیکو

د ھائیکو معنیٰ دہ image یا snap مقصد یې دا دے، یو خیال یوې لمحې لہ تصویر کول۔ دا جاپانی صنف دے۔ ددې ابتدا پہ ۱۴۲۱ ء پہ جاپان کښې وشوہ۔ دا د رینګا(Renga) نومې نظم نہ جدا کړے شوہ۔ د رینګا او ټنکا(Tanka) جوړښت یو دے۔ (۵،۷،۵،۷،۷) خوپہ رینګا او ټنکا کښې فرق دا دے چې ټنکا یو شاعر لیکی اورینګا دوہ یاد دوو نہ زیات، ھائیکو د رینګا نہ اولنۍ درې مصرعې چې پہ ۵،۷،۵ چپو باندې مشتمل وې راجدا کړے شوې او Hukku بہ یې ورتہ وئیل ورستو ورلہ ھائیکو نوم ورکړے شو۔ ھائیکو پہ جاپان کښې پہ یوہ عمودی کرښہ کښې او پہ انګرېزۍ نورو ژبو کښې پہ درېو متوازی کرښو کښې لیکلے کېږی۔

د ھائیکو خصوصیات:

پہ ھائیکو درې بنیادی خصوصیات دی چې ھائیکو پرې د نورو پہ دریو مصرعو مشتمل نظمونو لکہ ثلاثی او درئیزې وغېرہ نہ جدا کېږی۔

  • پرېکړہ cutting پہ ھائیکو کښې بہ دوہ خیالونہ څنګ پہ څنګ ایښودے شی بیا بہ یې تر منځہ پہ دلچسپ غوندې انداز کښې غوڅہ کولے شی لکہ دا د پښتو ھائیکو:
پہ سرو لمبو کښې چنارونہ سوزی
د چا ځانونہ د چا زړونہ سوزی
امن پسندې ژبې کونګ ولې دی
  • د چنار استعارہ کشمیر لہ پارہ استعمالیږی پہ اولنو دوو مصرعو کښې وئیلے شوی دی چې پہ کشمیر کښې اور بلیېږی ځوانان مری مېندې خوئیندې پرې ژاړی، پہ دریمہ مصرعہ کښې پرېکړہ اوشی خیال بدل شی نورہ دنیا پرې خاموشہ ولې دہ.پہ جاپانۍ ژبہ کښې دی تہ kireji وائی د دې ډېر اقسام دی دا د ھائیکو پہ منځ یا پہ اخرہ کښې استعمالولے شی ۔

  • ھائیکو بہ پہ ۵، ۷، ۵ پہ چپو کښې لیکلے شی ، چپو تہ پہ جاپانۍ ژبہ کښې on یا morae وئیلے شی ۔ د انګرېزۍ دولس(۱۲) syllables د وولس (۱۷ )on برابر وی ۔ پہ جدیدہ ھائیکو کښې د ۵،۷،۵ جوړښت باندې اوس پابندی ضروری نۂ دہ بلکې پہ راویتی ھائیکو کښې پخواھم کمے بېشے بہ اوشو لکہ دا ھائیکو:

fu.ji.no.ko.ze.ya
o.u.gi.ni.ne.se.te
e.do.mi.ya.gi

دا ھائیکو پہ اتلسو چپو مشتمل دہ انګرېزی ترجمہ یې داسې دہ:

the wind of fuji
I have brought on my fan
the gift from edo

ځنې پوھان د چپو دا تقسیم سم نۂ ګڼی دا پہ واړہ مصرعو کښې د ۵،۷،۵، د ترتیب نہ مختلف کېدے شی۔

  • د ھائیکو درئیم ضروری عنصر فطرت یا موسم ګڼلے کېدۂ خو پہ جدیدہ ھائیکو کښې دا پابندی ھم ضروری نۂ ګڼلے کېږی اوس ھائیکو پہ ھرې موضوع باندې لیکلے شی۔

د ھائیکو پېدائش پہ ۱۴۲۱ ء کښې پہ جاپان کښې وشو. Mastuo Basho د ھائیکو پلار دے۔ د باشو دور دے ۱۶۴۴–۱۶۹۴ پورې باشو تہ د کلاسک درجہ حاصل دہ۔ دۂ پہ ھائیکو کښې د juxtaposition د ۵،۷،۵ د جوړښت او د Kido پورہ پورہ خیال ساتلے شوے دے۔ باشو پسې رحجان ساز شاعر دے Yusa Buson ددۂ دور دے ۱۷۸۱-۱۷۸۹۔ Kobayashi Issa چې دور یې دے د۱۷۶۳-۱۸۲۷ پورې دې ټولو شاعرانو خپل خپل پہ دور کښې پہ ھائیکو کښې تجربات کړی دی، ځنو پکښې د نثر او مصورۍ حصہ ھم ګرځولې دہ۔ خو چا چې ھائیکو د دنیا او جدت سرہ اشنا کړې دہ ھغہ دے Mosaoka Shiki ددۂ دور دے ۱۸۶۷-۱۹۰۲ پورې Shiki پہ ھائيکو باندې پخپلہ مضامین ولیکل پہ ھرہ میاشتہ کښې بہ یې پرې غونډې او اجلاسونہ کول۔

پہ ټولو کښې اول ھائيکو د جاپان نہ انګلېنډ تہ سفر وکړو۔ پہ انګلېنډکښې Ezra Pound پہ کال ۱۹۱۳ کښې ”In a Satation of Metro“ ولیکلہ خو پہ انګرېزانو کښې د نۂ ھېرولو کار د Blyth, Yasuda,Henderson دے د انګلېند نہ ھائیکو امریکہ، فرانس، سپېن او مکسیکو وغیرہ تہ خورہ شوہ۔ برصغیر تہ ھائیکو تہ د انګرېزۍ پہ ذریعہ راغلہ دلتہ د ټولو نہ مخکښې ھائیکو نوبل انعام یافتہ شاعر ادیب رابندر ناتھ ټېګور پہ بنګالۍ ژبہ کښې اولیکلہ، ټېګور پہ ګجراتی او ھندی کښې ھم تجربې وکړې، Sneharshami ھائیکو پہ ھندوستان کښې مشھورہ کړہ۔ پاکستانی شاعر عمر ترین پہ ھائیکو کښې ښہ نوم پېدا کړو۔ پہ کال ۲۰۰۸ د فرورۍ میاشتہ کښې پہ بنګلور کښې پہ ھائیکو باندې عالمی festival منعقد کړے شو چې پکښې د دنیا د مختلفو برخو نہ د ھائیکو شاعرانو او مئينانو حصہ واخستہ۔

پښتو ادب تہ ھائیکو د اردو نہ راغلہ۔ رب نواز مائل دعویٰ ګیر دے چې پہ پښتو ژبہ کښې ھائيکو د ټولو نہ اول ھغۂ لیکلې دہ، پہ اولس کوئټہ ۱۹۸۲ جنورۍ کښې چاپ شوې دہ ،خو ریګارډ یې نیشتے۔ د نوموړی شاعر ادیب ښاغلی اسماعیل ګوھر ھائيکو پہ ھزارې ګلونہ نومې تذکرہ کښې پہ کال ۱۹۸۸ کښې چاپ دی۔ پہ ۱۹۹۰ کښې د قاسم بنوی او د علی کمېل قزلباش د دواړو ھائیکو پہ انعام مردان کښې چاپ شوې۔ د قاسم بنوی ځنې نورې ھائیکو پہ ۱۹۹۱ کښې پہ نورنګ رسالہ کښې چاپ شوې۔

پہ کال ۱۹۹۴ کښې د اسماعیل ګوھر د ھائیکو کتاب مسکا چاپ شو۔ دا د ھا ئیکو اولنے کتاب دے۔ واړہ غوندې مجموعہ دہ خو د نہ ھېرېدو شاعری پکښې موجود دہ د فطرت، موسمونو د یو teenager د جذباتو عکاسی پکښې موندے شی۔ ځنې ھائیکو ګانې یې زدِ عام دی لکہ

چا راتہ وې چې د سپرلی ورځو کښې
ھغہ تر لرې ګرځی ساګو پسې
ځکہ پټی کښې مې شړشم وکرل

دې پسې د اظھارﷲ اظھار درې مجموعې چاپ شوې. د اظھار پہ مجموعو ځائے پہ ځائے ښہ ھائیکو ګانې پہ نظر راځی خو اظھار دیو ښکلی ښہ خیال انتظار نۂ دے کړے مقدار لہ یې پہ معیار ترجیع ورکړې دہ۔

د ناھید سحر د ھائیکو مجموعہ د خپلو د خوبو تعبیر لټؤم نوی خیالات او خځینہ جذبات لری۔

پہ کال ۲۰۱۸ کښې د قاسم بنوی د ھائیکو مجموعہ پہ مارکیټ کښې راغلہ قاسم بنوی د راویتی ھائیکو پلوی دے خو صرف د ۵،۷،۵ جوړښت تر حدہ پورې۔ دجاپانی ژبې د morae او زمونږ د چپو نظام کښې فرق دے۔ کلہ چې یو غټ کټ سړی لہ لنډہ تنګ جامہ اچولو لہ ورکړے شی ھغہ پکښې تنګسیا ضرور محسوس کوی د قاسم بنوی ځنې ھائیکو داسې دی خو دھغۂ مجموعہ کښې ښکلې ښکلې نمونې ھم موجود دی۔ ډېرې ھائیکو د اورد نتیجہ دہ لکہ دا ھائیکو د پښتو متل دے:

چې چرتہ ډب وی ، ھلتہ ادب وی

لۂ دې متل نہ یې ھائیکو جوړہ کړہ۔

چرتہ چې وی ډب
داسې پښتانۂ وائي
ھلتہ وي ادب

یو یې خو متل وران کړو داسې پښتانۂ وائی پکښې لۂ لۂ کومہ راغے۔ بلہ زبردستی ښکارہ دہ۔ پہ پښتو کښی ژبہ کښې نور بلھا شاعران ھائیکو لیکی خو کتابونہ دغہ پہ مخہ راغلي دي۔ ظفر خان ظفر او ساجد افغان پہ ھائیکو کښې مزاحیہ رنګ داخل کړے دے خو ځنې پکښې ناشائستہ دي۔