د پرمختګ لارې چارې اوږدہ ے
پہ باړہ ګلۍ کښې پښتو اکېډېمۍ درې ورځنے کانفرس “د پښتو د پرمختګ لارې چارې“ پہ نوم منعقد کړو ۔
پہ کانفرس کښې ھر مقالہ نګار تر خپلہ وسہ خپلې مقالې سرہ محنت کړے وۂ ۔ خو ھغہ مقالې چې پہ کومو کښې دپښتو ژبہ د ذریعہ تعلیم جوړولو،ددفتري او مارکیټ ژبہ ګرځولو تجاویز وو دډېرې ستائنې وړ دي ۔ پہ دې تجاویزو باندې پوھان او عالمان متفق وو خو پہ اوږدہ ے باندې د لرې او برې پښتون خوا د عالمانو او پوھانو اختلاف ختم نۂ شو او دا فېصلہ بلې موقع د پارہ اوځنډولے شوہ ۔ دا فېصلہ د منطق پہ خاے د اناپرستۍ ښکار شوہ ۔
زما چې د برې پښتون خواعالمانو او پو ھانو سرہ خبرې اترې شوې دي لکہ حبیبﷲ رفیع، اصف صمیم ، محمد نبي تدبیر او عبداظاہر شکیب وغېرہ د ټولو دا خیال دے چې د “ے”تورے لرې پښتون خوا کښې د اردونہ اخستے شوے دے ۔ ددې وجود پہ پښتو ژبہ کښې نيشتے ۔ اردو ژبہ دومرہ اوږد تاریخ نۂ لري دا د محمودِغزنوي د حملو نہ ورستو پہ ھندو پاک کښې پہ وجود کښې راغلې دہ ۔ ددې خپل تاریخ دے ۔ خو عربي ژبہ د خلیفہ مامونُ الرشید پہ دور کښې افغانستان یا د پښتون خوا سیمو تہ رسېدلې دہ ۔
د حروف تہجي پہ حقلہ پہ عربۍ ژبہ کښې ھم اختلاف موجود دے ۔ د ابوالعباس نحوي مطابق د عربۍ ژبې اتویشت(۲۸ )توري دي او نورو قرا ؤ پہ نیزد یو کم دېرش( ۲۹) دي ۔ نوراني قاعدہ چې پہ ديني مدارسو کښې طالب علمانو تہ دقرأت دپارہ لولو لے شي کښې دغونډې “ی” سرہ اوږدہ “ے” ھم لیک دہ دا ھسې نۂ دہ لیک دا اواز پہ قران مجیداو پہ عربۍ کښې موجود دے لکہ سورۃ فرقان ایت نمبر ۴۹
لِنُحۡیِ ےَ بِہٖ بَلۡدَۃً مَّیۡتًا
سورۃ اعراف ایت نمبر ۱۹۶
اِنَّ وَلّیِ ےَ ﷲ الَّذِیۡ
سورۃ النمل ایت نمبر ۳۵
فَمَآ اٰتٰنِ ےَ ﷲ خَيۡرُ
دا خو پہ قران مجید کښې ښکارہ “ ے “لیک دہ
سورۃ ھودایت نمبر۴۰
بِسمِ ﷲ مَجرٖھَا وَمُرسٰھَا
پہ نوراني قاعدہ کښې د مَجرٖھَا “ر “ تہ( ۱ )نمبر ورکړے شوے دے بیا پہ حاشیہ کښې تشریح داسې دہ دې ر تہ را امالہ وائي او دا بہ د قطرے پہ شان ادا کېږي ۔ داپہ قران مجید کښی د “ے “اواز دے۔ دقران مجید قرأت پہ ۷ لہجو کښې کېږي ۔ پہ دې لہجو کښې یو لہجہ دہ چې پہ ھغې کښې “ے “ډېرہ زیاتہ مستعمل دہ۔ لکہ
“وَالضُّحٰی وَ الّيَلِ اِذَا سَجٰی” دا بہ لوستے کېږي
والضحے واليلِ اذا سجے ۔
زرادي (چې دصرف کتاب دے )کښې لیک دي الف د دوہ زبرونو نہ جوړ دے ۔ واو د دوو پېښونو نہ او يې یا” ی” ددوو ز ېرونو نہ جوړہ دہ ۔ د “ی” نہ مخکښې توري لاندې کۂ زېر وي دې تہ یا مدہ وائي او کۂ ی نہ مخکښې توري لاپاسہ زبر وي دې تہ یاِ لین وائي پہ زرادي کښې نور ډېر قواعد دي خو مونږ لہ د “ ی “پہ حقلہ قواعد ذھن کښې ساتل پکار دي مونږہ لږہ مودہ مخکښې پورې دې د دِ پہ شکل لیکلہ د دال لاندې یو زېر اچولو سرہ دې جوړیږي او دوہ زېرونو سرہ دي خو دے د جوړېدلو ھيڅ قاعدہ قانون نیشتے کۂ “ی“ لاندې زېر او لاپاسہ زبر واچوو مونږ تہ بہ یَِ حاصل شي او کۂ دا یِ مونږ ے سرہ ظاھر کړو او ے نہ مخکښی “د” واچوو مونږ تہ بہ دے حاصل شي ۔
ي،ې،ئ ،اوۍ داڅلور واړہ یېګانې د غونډې ی نہ مشتق دي ۔ زرادي د قاعدې مطابق “ ی”دوہ زېرونو نہ حاصليږي ۔ خو د یا فعلي “ئ “ او یا تانیث “ ۍ “لۂ پارہ د دوو ز ېرونو قاعدہ سمہ نۂ دہ ۔ ددوي پہ غږونو چې غور اوکړے شي یو د زېر غږ دے او بل غږ مختلف دے دې لہ پارہ پہ زرادي کښې څۂ قاعدہ خو موجودنۂ دہ خو مونږ یو زېر او یو زبر نہ اوږدہ “ے “ حاصلولے شو کۂ غور پرې اوکړے شي اوږدہ ے د یو زېر او یو زبرنہ جوړہ دہ ۔ یاِ معروف ، یاِمخصوص ، یاِفعلي او یاِ تانیث ھم د باړہ ګلۍ د ۱۹۹۲ ء د فېصلې نہ حاصل کړے شوې دي ۔ دا پخوانۍ املا کښې موجود نۂ وې ۔
د غونډې ی مخرج د ژبې د منځ نہ د حلق طرف تہ دے او د اوږدې ے دژبې د منځ نہ د غاښونو طرف تہ ۔ غونډہ ی او اوږدہ ے د یو بل مترادف نۂ شي کېدے ۔ د غونډې “ی “او د یا معروف “ي” اوازونہ مماثل دي ۔ ډېر عمر غونډہ ی د واړې ی پہ نوم پېژندے شوې دہ ۔ دا بہ اوس ھم د مغالطې سبب جوړیږي کۂ مونږ واړہ ی د لوې ے پہ شکل کښې استعمالہ وو ۔ لۂ دې نہ بہ داسې غورہ وي چې مونږ لویہ ے یا اوږدہ ے خپل پہ ځائے و ساتوو ۔د برې پښتون خوا او د لرې پښتون خوا پہ لہجہ کښې فرق دے لکہ مونږہ وائیو څوک دے( sok day )پہ برې پښتون خوا کښې څوک دی( sok dai )۔
د شمس العلماء قاضي میر احمد شاہ رضواني د علمیت او قابلیت نہ څوک انکار کولے شې قاضي صېب د افغان قام پہ شان کښې یوہ اوږدہ قصيدہ لیکلې دہ چې عنوان یې دے
قصیدۃ الرضوانے فی بنی افغان د قصيدې نھم بېت دے
ویالھم من ببورقے بنیَر و فے سوادہ عقابین بجیلاس
پہ بېت ببورقے او فے اوږدې ے سرہ لیکلې دہ خو د غور نقطہ بلہ دہ ۔ رضواني د بنیَر پہ ی باندې زبر اچولے دے چې د بنیر صوت BUNIAR جوړ شو خو د بنیر صوت دے bunair . رضواني قواعد نویس وۂ ھغہ بہ پہ دې باندې پوھېدۂ چې د لفظ بنېر پہ “ ن” باندې زبر واچولے شي د bunair صوت بہ حاصل شي خو زما ګمان دے چې رضواني تہ د بنیر اواز مختلف محسوس کېدۂ ۔ دې لہ پارہ د بنیر پہ ی باندې زبر واچوۂ ۔ د ھغۃٔ پہ ذھن کښې دې لہ پارہ قاعدہ کلیہ نۂ دہ وضع شوې ۔ یاد دې وي چې پہ پښتو کښې زبر، زېر او پېښ نيشتے دا چې کوم الفاظ د نورو ژبو نہ اخستے شوي دي پہ ھغوي استعمالېدے شي خو خالص د پښتو پہ لفظ نہ شي ۔ بنېر خالص دپښتو لفظ دے او اسم دے د بنېر صوت دے
(ب و ن ے ر)خېټہ او نېټہ علاوہ د خ او ن نہ د املا پہ لحاظ یو شان الفاظ دي پکار دہ چې ہم قافیہ وے خو ھم قافيہ نۂ دي دلتہ ھم د ی او د ے د صوت فرق دے ۔ پہ نېټہ کښی یې د بونېر د یې صورتحال پېدا کوې نېټہ او برېټہ ھم قافیہ دي خېټہ او سمېټہ داھم قافيہ دي ۔ زین د زرادي قاعدې مطابق پہ “ز “باندې چې زبر واچولے شي ی بہ یا لین شي او صوت بہ یې zainشي پہ عربۍ کښې خو قاعدہ موجود د ہ خو پہ پښتو کښې ورلہ قاعدہ موجود نۂ دہ ۔ کۂ مونږہ زَین دزېن پہ شکل لیکو د زېن او zain پہ صوت کښې واضح فرق دے د zain صوت بہ پښتو کښې وي (ز ے ن ) او دغسې دلېن (ل ےن)دېن ( دےن )وغېرہ معاملہ ھم دہ ۔ اوس کۂ مونږ زېن ، لېن ،دېن غېر او بنیر وغېرہ لیکو نو دا یوہ قاعدہ غېر ارادي طور باندې وضع شوې دہ ګني صوت یې د لیک مطابق نۂ دے ۔ سړے ،لرګے،سپے خسے وغېرہ د صوت مطابق لیکلے کیږي ۔ دا غونډې ی سرہ لیکل ھیڅ جواز نہ لري ۔
پہ ځنې نورو سیمو کښی د ژبې نور مسائل دي واحد بہ تانیث وي چې جمع جوړہ کړے شي مذکر بہ شي ۔ پہ یوسفزۍ لہجہ کښې ګناہ دے او جنوبي اضلاعو کښې ګناہ دہ ۔ د ژبې املا دې ټولو لہجو تہ سمول اسان کار نۂ دے ۔ اردو کښې ھم چې څوک خبرې پہ کومہ لہجہ کښې کوي نثر او نظم بہ پہ ټکسالي ژبہ کښې لیکي ۔ ھغوي ورلہ ستنډرډ مقر ر کړے دے۔ مونږ لہ یوہ اتھارټي جوړول پکار دي چې ھغہ دې دا فېصلہ کولو مجاز وي چې دا املا سمہ دہ یا غلطہ ۔ مونږ دزمانې نہ څنګہ لیکو او زمونږ اکثریت څنګہ لیکي ھغہ دې زمونږ سټنډرډ اوګرځولے شي ۔
پہ کال ۱۹۹۲ء کښی پہ باړہ ګلۍ کښې چې کومہ فېصلہ اوکړے شوہ ھغې سرہ مونږ د پښتو ژبې املا نورہ ګنجلکہ ، ګرانہ کړہ او د تورو تعداد خامخا زیات کړو ۔ خو اوس یې رواج موندے دے بیا زړې املاتہ واپس کېدل مناسب نۂ دي ۔ انګرېزي ترقیافتہ ژبہ دہ خو ھغوي ھم حروف نۂ دي زیات کړي- چې ماشومانوتہ زدہ کول ګران نۂ شي ۔ جملہ پخپلہ پہ املا کښې دیوشان الفاظو وضاحت وکړي ۔ دا کمے پہ پښتو ژبہ کښې د ۴۴ تورو نہ باوجود نۂ دے پورہ شوے ۔ مونږ بہ نور ھم حروف تہجي زیاتہ وو ؟مثال بہ واخلو کوڼ او کونړ مونږ د باړہ ګلۍ د فېصلې نہ مخکښې یو شان لیکل خو جملې نہ وضاحت کېدۂ لکہ
احمد کونړ دے
او احمد د کونړ دے
جملې واضح کړہ چې احمد ناوري او احمد د کونړ اوسېدونکے دے خو مونږ ورپسې د ڼ تورے زېات کړو ۔ دغہ شان مونږ د یوې غونډې “ی” نہ څلور کړې یاِ معروف ، یاِ مخصوص یاِ فعلي او یاِ تانیث ۔ داکار پہ یو اصول باندې کېدے شو چې یا معروف لاندې بہ څنګ پہ څنګ دوہ نقطعې اچوو یامخصوص لاندې بہ لاندې باندې د یا فعلي لپاسہ ء او د یاتانیث سرہ بہ لکۍ جوړہ وو ۔ د حروف تہجي پہ فہرست کښې بہ یو غونډہ ی موجود وے ۔ توري بہ نۂ زیاتېدل ۔ اوسہ پورې دامتحاني پرچہ پہ سر لیک وي چې پہ نوې املا یا پہ زړہ کښې لیکئ دا اجازت دے ددې دا مطلب شو چې پہ زړہ املا اوس ھم ضرورت تر سرہ کېږي ۔نوې املا سرہ مونږ کوم راویات د لاسہ ورکړل ۔ د خوشحال بابا ، حسېن ،رحمان بابا ، حمید بابا، کاظم خان شېدا ، علي خان ټول زاړۂ دوانین نیمګړي شول ۔د ټولو استاددانو غېر منقوطہ غزلې منقوطہ شوې لکہ د علي خان د مشہور غېرمنقوطہ غزل د مطلعې اولنۍ مصرع
دا مے دم کۂ مے ہمدم کۂ دل آ رام لاړ
اوس بہ داسې شي
دا مې دم کۂ مې ہمدم کۂ دل آرام لاړ
داسې نور
دا ټول دلائل پہ دې دلالت کوي چې اوږدہ ے پہ عربۍ، فارسۍ او اردو ژبو کښې موجود دہ ۔ عربي زمونږ مذھبي او فارسي د پښتو خور ژبہ دہ ۔ چې پښتو پہ عربۍ او فارسۍ کښې اوږدہ ے موجود دہ نو پہ پښتو کښې ناشونې خبرہ نۂ دہ ۔
دې باندې ډېر اوږد بحث کېدے شي ۔ پہ اخرہ کښې پښتو اکېډېمۍ تہ د کامیاب کانفرس پہ انعقاد مبارکي ورکوم ۔