مہم کار
د ملګري اسماعیل ګوہر ټول ادبي سفر زما د سترګو مخکښې دے ۔د ھغہ تر دې دمہ دولس کتابونہ چاپ دي پہ دوي کښې زما پہ نظر کښې“مسکا”او د سندروپېرزونہ”غېر معمولي کارونہ دي۔ مسکا دھغۀ ھاغہ شاعرۍ دہ چې د ہائیکو پہ صنف کښې دہ ۔ دې کښې د ھغہ دہلکوالي سوچہ معصومانہ شاعري دہ چې لااوس یې ہم پہ ادبي حلقو کښې انګازې اورېدی شي ۔ ځوان کہول یې ډېرہ خوښوي ۔ پہ ګنج مخفي چې د پټې خزانې پہ اردوکښې ترجمہ دہ ۔ او پښتون بني اسحاق کښې ملګري عبدالصبور اېډوکېټ سرہ شریک شوی دے او تعلیقات یې لیکلي دي ما اسماعیل ګوہر لہ مشورہ ورکړې وہ چې دا متنازعہ مضوعات دي چې ختمي خبر نۀ شې کولې ځان پرې مۀ خورہ ۔ “د سندرو پېرزونہ” د بر صغیر اولني نوبل انعام یافتہ شاعر او ادیب ټېګور د “ګیتان جلي”پہ پښتو کښې منظومہ ترجمہ دہ۔ ګیتان جلي پہ بنګالۍ ژبہ کښې د ټېګور صوفیانہ سندرې دي ۔ د ګیتان جلي پہ انګرېزۍ کښې ترجمہ ټېګور پخپلہ کړې دہ دا ترجمہ پہ نثر کښې دہ خو د شاعرۍنہ ھم خوږہ او خوند ورہ دہ ۔ د سندرو پہ پېرزونہ باندې
اسماعیل ګوہر ډېرہ ښکلې جامع محققانہ انداز کښې مقدمہ لیکې دہ پہ دې کښ زۀ باک نۀ محسوسوم چې لۀ دې نہ مخکښې چا پہ پښتو ادب کښې د تېګور پہ حقلہ دغہ ھومرہ معلومات نۀ دي ورکړي۔ مقدمہ پہ مختلفو عنواناتو وېشل دہ لکہ
- د تېګور خانداني پس منظر
- د تېګور ژو
- د ټېګور شخصیت
- د تېګور تعلیمي او ادبي خدمتونہ
- د ټېګور مصوري
- د تېګور خطابات
- د ټېګور بہرني سفرونہ
- ګیتان جلي
- د ګیتان جلي ترجمې
- ١د ګیتان جلي مختلف نومونہ
لۀ دې عنواناتو نہ اندازہ لګېدے شي چې ګوہر پہ ګیتان جلي او ټېګور باندې څومرہ زړۀ پورې کار کړی دے ۔زۀ پہ ټېګور باندې څۀ وئیل نۀ غواړم ځکہ چې دا ھر څۀ د کتاب مقدمہ کښې موجود دي ۔پہ ګیتان جلي باندې د اسماعیل ګوہر نہ مخکښې دې پښتنولیکوالو قلم اوچت کړے دے ۔ ١ عبدالروف بېنوا افغانستان ٢ ډاکټر یار محمحد مغموم د ښائست د لار مسافر “دي پلګرم اف بیوټي “پښتوترجمہ ٣ دنواز طائرمنظومہ ترجمہ ،خو دې ټولو باندې اسماعیل ګوہر تہ اېج دی چې یو خو دھغۀ شاعران استعداد د نورونہ زیات دے او بل د اسلام اباد غوندې سنټر کښې ناست دے چرتہ پہ ټېګور باندې پہ اردو کښې ګڼ معلوماتي کتابونہ دستیاب دي۔ ګوہر چونکې داردو شاعر ادیب ھم دے پہ دې وجہ د ہغۀ داردو د ژبې ډېرو انټیلیکچول سرہ تعلقات دي دضرورت پہ وخت خپلې لائبریرۍ اسماعیل ګوہر تہ وا کړي۔
د غني خان شاعري
د کتاب تړون د غني خان پہ نوم دی زۀ ضروري ګڼم چې لږہ رڼا د غني خان پہ شاعرۍ واچوم ۔ کلہ چې د ازادۍ تحریک د شلمې پېړۍ پہ ابتدا کښې د خان عبدالغفار خان پہ سر براہۍ کښې شروع شو د غني خان شاعري لکہ د عبدالکبر خان اکبر ،فضل احمد غر او د محمد اکبر خادم وغېر پہ رنګ لړې وہ ۔ د ازادۍ نہ ورستو د غني خان پہ شاعرۍ کښې د ټېګور ،علامہ اقبال ، د مغرب د روماني شاعرانو لکہ د ورډز ورتھ،کولرج ،شېلی ،جان کیټس ،بائرن وغېرہ د ټولو پہ شریکہ اثرات موندے شی۔
ہندوازم، بدہ ازم ، یہودیت او عېسایت د رہبانیت پرچار کوي اوپہ ښہ نظر ورتہ کتے شي۔ د ہندو ازم مذہبي کتابونہ دخدائې د واحدانیت درس ورکوي ورستو د مذہب ټېکہ دارانو پنډتانو د مورتیانو د بتانو د پرستش لار پېدا کړہ ۔ ټېګور د ژور نظر خاوند و ہغہ پہ خپلې ټولې شاعرۍ کښې ہغہ یو او لوی ذات تہ د رسېدو پہ ہڅہ کښې دی ۔ دې لۀ پارہ ہغہ تنہائي خوښوي ۔د فطرت د مظاہرو مشاہدہ کوي د صحرا او ځنګل لار ښائي ۔د ټېګور شاعري داسې نغمہ دہ چې سړي لہ خوب راولي ۔ بې عملۍ طرف تہ بیائي ۔د علامہ اقبال شاعري د عمل پېغام ورکوي۔ اسلام قوي مومن لہ پہ ضعیف مومن باندې ترجیع ورکوي پہ معاشرہ کښې ښہ اعمالو سرہ ژوندتېراول غورہ ګڼي۔ خودي د علامہ اقبال د شاعرۍ روح دے ۔ہغہ یوازې د اردو ژبې لوی شاعر نۀ دے د فارسۍ ژبې ہم لوی شاعر دے ۔ پہ ایران کښې ورتہ د قومي شاعر درجہ حاصل دہ۔ د رومانیت بنیادي نقاط روحانیت ،د ہئیت خیال نۀ ساتل ،او د راویت نہ بغاوت کول دي ۔ د غني خان پہ شاعرۍ کښې د روحانیت د رومانیت پہ سبب دے ۔ غني خان صوفي نۀ دے د ہغۀ ټول ژوند زمونږ د سترګو مخکښې دی ۔د ټېګور شاعري د علامہ اقبال شاعري اود مغرب رومانیت چې یوځائی کړی شي د غني خان د شاعرۍ خمیر ترې ساز شي ۔ خو پہ فني لحاظ د غني خان شاعر ډېرہ کمزورې دہ ۔غني اکثر شاعري پہ معرا نظم کښې دہ ۔ معرا نظم کښې د وزن او د بحر دواړو پابندي ضروري دہ نظم کۀ ازاد ہم وي وزن یې اولنۍترجیع دہ ۔ دا د سردارعلي ټکر کمال دے چې ہغہ د غني خان بې وزنہ او بې بحرہ شاعرۍ لہ د نغمې رنګ ورکړي خو دا د غني خان عېب چې د ے چې نور فنکاران د غني خان د شعر پہ وائیلو کښې دقت محسوسوي ۔ ګني د قواعدو ضوابطو مطابق شوې شاعرۍ نہ غنایت او موسیقت پخپلہ څاڅی۔
مسدس؛
سامعین بہ پہ سوچ کښې شي چې د مسدس پہ دې مقالہ کښې څۀ کار دے
اسماعیل ګوہر د ګیتان جلي منظومہ ترجمہ پہ مسدس کښې کړې دہ دې لہ پارہ پہ مسدس باندې رڼا اچول ضروري شي ۔ مسدس د نظم ہغہ قسم دی چې ہر بند یې پہ شپږو مصرعو مشتمل وي ۔ د مسدس دوہ اقسام دي راویتي مسدس او مسدس حالي پہ راویتي مسدس کښې داولني بند شپږ واړہ مصرعې ہم قافیہ ددوئیم بند پنځۀ مصرعې ہم قافیہ او شپږمہ مصرعہ د اولني بند د مصرعو ہم قافیہ دغہ ہئیت پہ ټول نظم کښې وی ۔ دا یو ګران ہئیت وۀ پہ دې کښې بہ شاعر د قافې پہ چکر کښې بہ اونښت د زړۀ مدعا بیانول بہ ورتہ ګران شو ۔مولانا الطاف حسېن حالي یو ہئیت اېجاد کړو چې دا ہم مسدس وۀ خو لږ بدل ۔ ددې اولنۍ څلور مصرعې ہم قافیہ وي او ورستۍدوہ پہ څان کښې ہم قافیہ وي ۔او درجوع ضرورت نۀ وي ۔ حالي ،اقبال او پہ پښتو کښې خان میر ہلالي اکثر شاعري دنظم پہ دغہ قسم کښې کړې دہ څنګہ ما مخکښې اووئیل چې د ګیتان جلي منظومہ ترجمہ دګوہر مہم کار دے ۔دغہ مسدس د ګوہر منظومې ترجمې تہ نقصان رسوي
پہ ص ١٨٩ باندې ٥٩ نمبر نظم دی
yes I know this is nothing but my love ,
o beloved of my hert .this golden light that
dances upon the leaves , these idle clouds
sailing across the sky ,this passing breeze
leaving its coolness upon my forehead
the morning light has flooded my eyes –this is
the massage to my hert ,thy face is bent from
above, thy eyes look down on my eyes, and my
hert has toched thy feet
ترجمہ:
او ماتہ معلومہ دہ چې دا ہیڅ شی نۀ دی مګر زما د زړۀ مینہ دہ ای زما د زړۀ مینې دا سنہري رڼا چې پہ پاڼو باندې ګډیږي دا اوارہ وریځې چې پہ اسمان کښې لامبوګانې وہي دا تېرېدونکې سیلۍ خپل یخوالی زما پہ وچولي پرېږدي د سحر د رڼا زما پہ سترګو کښې سېلاب راغی د ہغۀ څہرہ برہ نہ پہ کتہ زما پہ سترګو کښې ګوري او زما زړہ د ہغۀ قدمونہ ښکلوي
د ګوہر منظومہ ترجمہ:
ای خوږہ ربہ دجہان خو بس رښتیادغہ دي
دلتہ ہیڅ نیشتی ربہ ستا د محبت نہ بغېر
دغہ وریځې د سحر ساړۀ ساړۀ بادونہ
نیشتی دی ہیڅ ہم دلتہ ستا د عنایت نہ بغېر
دا ښکلي ښکلي منظرونہ پر خمارہ ہوا
نۀ دہ دا ستا د عنایت او د کرم نہ سېوا
دا ستا کرم دی ای مالکہ دا بخښنہ دہ ستا
سحر چې سترګې غړوم پکښې رڼا پرتہ دہ
ہمہ اثار دي ربہ ستا او زېری ستا راکوي
پہ ہر یو څیز کښې تۀ موجود یې ستا ځلا پرتہ دہ
نظر مې موړ ستا د کرم پہ منظرونو ربہ
سترګې زما دي پہ سجدہ کښې ستا د پلونو
د مسدس نظم ګېدا ارتہ دہ ۔ ددې پہ ہر بند کښې شپږ مصرعې وي کۀ چرې متن مطلب پہ څلورومصرعو ادا شو باکي دوہ مصرعو لہ لاس او پښې وہل پرېوځي ۔ د مسدس ګېډا ډکولو لہ اسماعیل ګوہر لہ ډېر الفاظ د ځانہ اېډ کول پرېوتل
چې د کومو ذکر د نظم پہ متن کښې دسرہ موجود نۀ دے ۔ مفہوم خو ادا شو د اصل متن نہ لرېوالی ډېر دے ۔ د زمان مضطر صېب کتاب مراتہ رحمان لہ اباسین ارټس کونسل ګولډ مېډل ځکہ ورکړی وۀ چې ددې منظومہ تر جمہ پہ پہ نسبت د حمزہ بابا، رضا ہمداني، او طہ خان د منظومو ترجمو اصل متن تہ ډېرہ نېزدې وہ ۔ مضطر صېب پہ منظومې ترجمہ کښې د رحمان باباد قافیې او د ردیف د استعمال کوشش کړی دے چې ډاکټر شېر زمان طائرزي پہ فرنټیئر پوسټ کښې ہم ستائیلی وۀ
پہ ص ٢٩٠ باندې ٩٦ نمبر
when I go from hence let this be my parting
word, that what I have seen unsarpassable,
I have tasted hidden honey of this lotus
that expands on the oceon of light ,and thus
am i blessed let this be my parting word
in this play house of infinite forms I heve had my
play and here heve I caught sight of him that is
fomless
my hole body and my limbs hve thrilled with
his touch who is beyond touch if the end
comes here let it come , letthis be my parting
word
ترجمہ:
زۀ چې ددې دنیا نہ کلہ ځمہ دا دې زما الوداعي الفاظ وي ما چې څۀ لیدلي وو لا ثاني وو ما پہ دې نیلوفر کښې پټ ګبین څښلي دي ۔ ہغہ کنول چې د د رڼا پہ بحر خوارۀ وو او ایا داسې پہ مامہرباني وکړے شوہ ؟ دغہ دې زما الوداعي الفاظ وي ما پہ دې لا محدودہ مکان کښې خپل رول اولوبو۔ ما دہغہ نندارہ وکړہ چې ہغہ تشکیل شدہ نۀ دی زما ټول وجود او لېنګي رپېږي د ہغۀ لمس سرہ چې د لمس شاتہ څوک دی۔ کۀ دلتہ زما خاتمہ کېږي اوداسې دې اوشي دا دې زماالوداعي الفاظ وي
منظومہ ترجمہ:
د تلو پہ وخت مې د پہ خلۀ دغہ کلام وي ربہ
چې مې لیدلی دے ہر شی، ولاثاني دلتہ کښې
ګبین څښلی دے خفي پہ نیلوفر کښې چې وۀ
چې ټوکېدلے پہ چینہ وۀ نوراني دلتہ کښې
چې ستا پہ یاد کښې دے تېر شوی ذوالجلالہ زما
نو ځکہ ژوند داسې تېر شوی دے خوشحالہ زما
ددې جہان لوبو کښې لوبہ زما ختمہ شولہ
شکلونہ ډېر راتہ ہر خوا خوار ۀ وارۀ ښکاریږي
سترګو مې ہغہ صورت ہم لہ خېرہ اولیدلو
کۀ یې لیدل غواړي دنیا کښې چاتہ نۀ ښکاریږي
لمس یې لا کلہ زۀ زغملے شم رپېږمہ زۀ
ځان ورتہ کلہ ټینګولے شم رپېږمہ زۀ
کاشکی ژوندون دې زما دلتہ سر تہ اورسي اوس
د تلو پہ وخت دغہ لفظونہ دې پہ خلہ شي زما
چې ستا پہ مخہ دې ساہ اوخېژي اختر دے زما
اوس دې لہ خېرہ دا ژوندون مې دې ختمیږي ربہ
ہغہ دې نن اوشي صبا بہ چې څۀ کېږي ربہ
د اولني بند پنځمہ مصرعہ د یاد ذکر ماتہ د ټېګورد نظم پہ متن کښې نۀ شي لیدے ۔ کۀ لیدل غواړي دنیا کښې چاتہ نۀ ښکاریږي ۔ دا مصرعہ اضافي دہ ۔ چې ستا پہ مخہ دې ساہ اوخېژي اختر دی زما دا مفہوم یې څۀ نہ اخستی دی ۔ who is beyond touch د دې الفاظو مفہوم ہډو اخستی شوی نۀ دے۔ دا کمی بېشی قریبا پہ ہر نظم کښې موجود دے ۔ کہ چرې اسماعیل ګوہر معرا یا ازاد نظم ترجمې لۀ پارہ استعمال کړی وے دومرہ بہ د کمي بېشي نۀ ښکار کېدۀ ځکہ چې ددې ہئیتونو ضروریات ډېر کم دي شاعر نخښې پسې پہ اسانہ تلے شي ۔ خو منظومہ ترجمہ ګران کار دی ۔دیو ژبې روزمرہ ، محاورہ، تلمیحات او ضرب الامثال د ہغہ خوږلت سرہ بلې ژبې تہ اړول جوې شیر راوستل دي کۀدا لږ ډېر کمی بېشی پہ ډډہ کړی شي اسماعیل ګوہر د تېګور د منظومې ترجمې نہ خوږہ نغمہ جوړہ کړې دہ۔ مسدس کۀ یو طرف تہ د کمي بېشي سبب جوړ شوی دی نو بل طرف تہ تغزل او ترنم یې ہم پېدا کړی دے۔ دا د اسماعیل ګوہر مہم کار دے چې پښتو ادب یې د ټېګور د افاقي او مترنمې شاعرۍ نہ خبر کړو۔ د اسما عیل ګوہر نہ علاوہ بل څوک ماتہ دې مہم کار لہ موزون نۀ ښکاري۔ چې ہغہ د اردواو پښتوپہ شاعرۍ یو شان دسترس لري۔