رښتیا څۂ دي

پہ لغت کښې د سرخېل معنیٰ دہ د یو کار ابتدا کولو والا ۔ پہ ضلع بټګرام کښې د ډېر وخت نہ دا بحث شروع د ے چې پہ ھزارہ کښې د ادب ابتدا چا کړې دہ ؟ زۂ د ھغوي پہ مدعا باندې پوھہ یم چې پہ ھزارہ کښې اولنے تنظیم کوم جوړ شوے دے او د مشاعرو ابتدا د چا پہ کاوشونو شوې دہ ۔ تر کومہ پورې د ادب د شروعاتو خبرہ دہ ۔ مونږ څخہ وړومنے کس دے ، حسېن ملک پوري چې پہ تقریباًڅۂ لپاسہ پنځو زرو اشعارو باندې مشتمل دیوان یې پرېښے دے ۔ د دیوان د داخلي شھادتونو نہ ثابت دہ چې حسېن د اورنګزېب عالمګیر او د خوشحال خان بابا ھم عصر دے ۔ میر عبدﷲ سواتے عصر یې دے د ځلمي ھېواد مل مطابق ۱۱۳۰ھ---۱۱۹۸ھ دیوان یې پریښے دے ۔ (۴۳ دعبدالحمیدمومند دیوان مرتب ځلمے ھېواد مل ) ۔ مولوی محمد اسماعیل خان عصر یې دے نولسمہ پيړۍ د فراسسي مصنف جېمز ډارمېسټېټر منشي وۂ د پښتون خوا ھاروبھار کښې یې د ډارمېسټېټر لوے مدد کړے وۂ ۔ د ھاروبھار د چاپ کال دے ۱۸۸۶ء مولوی اسماعیل د ډاکټر خالد خان لیک مطابق (۸۲پښتو ګڼہ فروري،مارچ کال ۱۹۹۶ء ) څلور کتابونہ پرېښي دي (۱) قواعد افغاني) (۲) ګفتګوِافغاني (۳) ائینہِ الفاظِ افغاني(۴)خزانہِ افغاني ۔ سېدقبول اخون د ھواګلۍ د علی ګوھرخان د دربار شاعر وۂ ۔ پہ نولسمہ صدۍ کښې پېدا او شلمې صدۍ پہ اوائل کښې مړ دے اکثر کلام یې ضائع شوے وۂ څۂ لږ ډېر یې نمسي جمشېد صوبہ دار سمبال کړے وۂ چې ما د وصال جام پہ نوم تدوین کړے او چاپ شوے دے ۔ محمدعمر د شاہکوټ دا ھم د علي ګوھر خان د دربار شاعر دے۔ سېد قبول اخون او عمر بہ دواړو یو ځاے مجلسونہ کول خو د سېدقبول اخون حثیت مسلم وۂ ځکہ چې ھغہ عالم وۂ پہ اخون بللے کېدۂ ۔ محمدعمر کلام د ھغۂ ځوي محمحد نبي تہ یاد وۂ چې کتا ب ترې اوشو ۔ کتاب د محمد نبی زوم حېدرنظیر (ملوګہ )د ګلزارِنبی پہ نوم چاپ کړے دے چې لیک پرې داور خان داؤد کړے دے ۔ حضرت غلام د شاعرۍ کتاب سوے ګلشن زما پہ لائبرېرۍ کښې موجود دے چاربېټې ،حمد او نعت ډېر ښہ شاعر دے پہ یو حمد کښې د ﷲتعالیٰ یو کم سل نومونہ ډېر پہ عالمانہ انداز کښې بیان کړي دي چې کم ازکم زما لہ نظرہ مخکښې نۂ دي تېروتي ، دغہ شان محمدؐسل نومونہ یې د نعت زینت جوړ کړي دی لھجہ ډېر خواږۂ او عالمانہ دہ ۔ دا شاعران او ادیبان دي چی کتابونہ یې موجود دي ۔پہ ھاروبھار کښې د ھزارې د چاربېتي شاعرانو محمدجی لېونے دپکلۍ ، برھان ډوډیال پکلۍ ، حمیدګل د پکلۍ ، ګل محمدترنګړو پکلۍ ، عېسیٰ ګل اخون زادہ ، نواب خان، احمدشاہ ملا ، سوکیا ھندو ، میر افضل دېشاني ، صدیق د ایچړو ذکر او چاربېتې موجود دې ۔ پہ تور غر چاربېتہ چې د سحر حسن زۍ تالیف دے کښې د احمدګل ملا ، ازاد بابا ، غلام احمد خان تائب ګل ملا ، اشرق ، زرچہ بی بی ، طوطی استاد ،امان ګل ، استاذ احمدګل ، کشمین خان عمبر شاہ ملا(د عمبر مُلا قلمي نسخہ ماڅخہ دہ ) ، رحمتﷲ ، عبدالقادر ، سکندرخان ، جمت باز ، عبدالرحیم اخون ، محمد صدیق ، کېوان باچا ،محمدی جان چاربېتي موجود دي ۔ لہ دې نہ علاوہ ګڼ شاعران لکہ شمروزګلابی ، عبدﷲجان ، سائیں فقیر ، داؤدجان ، انورشاہ ، فضل رحیم ، پیر زمان شاہ ، اقا چار بېتې اختر حیات قمر جمع کړې دي امید دے زر بہ چاپ شی ۔ ما شېر ګړھ د قاضیانو پہ ذاتي لائبرېرۍ کښې د قاضي عبدالحلیم فضلي پہ معیت کښې د قاضي محمد علي او د قاضي عبدالسلام قلمي نسخې لیدلې دي ۔ پہ قاضي عبدالسلام باندې القلم کښې زما یو مضمون ھم چاپ شوے وۂ ۔ دا ھغہ شاعران ادیبان دي چې د زرین پرېشان او د اسماعیل ګوھر نہ ډېر مشران دي ، ما پہ بټګرام کښې د یو ادبي پروګرام دوران کښې ملګرو سرہ وعدہ کړې وہ چې ددې بحث خاتمہ بہ زۂ پہ پښو سندونو کوم ۔ زۂ چې د بټګرام نہ واپس شوم علي اکبر لالہ څخہ لاړم ، علی اکبر لالہ یو خو مشر دے ، بل پښتو ادب لہ پارہ یې پہ ھزارہ کښې ښہ قلمي ،مالي او بدني تعاون کړے دے ۔ اوس ھم د “ھزارہ علم وادب” بفہ سرپرست دے ۔ ما لالہ تہ خپلہ ټولہ مدعا بیان کړہ ۔ لالہ راتہ وې چې دا ټول ریکارډ د ادارې پہ دفتر کښې موجود دے ۔ اصل نۂ شم درکولے فوټو سټېټ بہ درتہ در اولېږم ۔ فوټو سټېټس اوس ماڅخہ پراتۂ دي کۂ څوک یې کتل غواړي بېشکہ کتے شي ۔

د ادارہ علم ادب بفہ قیام پہ ۱۹۷۶ء کښې چې د ګلِ صحرا پہ صفحہ ۲۸ باندې پہ پښتو برخہ کښې د ھزارې دګلونہ عنوان لاندې شوے دے ۔ د ادرہ علم وبفہ پہ ریکاړډ کښې دکال ۱۹۷۶ء نہ تر کال ۱۹۷۷ ء پورې د عھدارانو نومونہ پہ دې ډول دي

  1. صدر : جناب ماسټر ګل رېخان صاحب بفہ بېلہ

  2. سنئیر نائب صدر : جناب سید سلطان شاہ صاحب بفہ کلاں

  3. نائب صدر : جناب حق نواز صاحب بفہ خورد

  4. جنرل سېکټري : جناب بابو محمد اسماعیل فېروز بفہ کلاں

جائنټ سېکټري : جناب شاہجہان صاحب بفہ کلاں

  1. پرېس سېکټري : جناب ماسټر حمیدالحق صاحب اېنډ فېروزخان

صاحب بفہ کلاں

  1. پروپېګنډہ سېکټري : جناب سید عبدﷲشاہ مظہر صاحب ، جناب

سید ظاہر شاہ صاحب جناب نور الاسلام صاحب و ماسټر ولی محمد صاحب

  1. خزانچي : جناب مختیار احمد طاہر صاحب اېنډ جناب سعیدالرحمٰن صاحب بفہ کلاں

چېکېنګ کمېټۍ ممبران:

  • ماسټر رسول خان صاحب محلہ لغماني
  • جناب محمد طارق عزیز صاحب محلہ تیتوال
  • جناب صوفي درایمان صاحب محلہ خواجہ خېلي
  • عزیزالرحمٰن صاحب بفہ خورد
  • جناب ماسټر محبوب الرحمٰن جانی صاحب بفہ خورد

منظور عام پرېس اېبټ اباد

دلتہ دا خبرہ د نوټ کولو دہ علی اکبر لالہ او عثمان شاہ ملاجان پہ کابینہ کښې شامل نۂ وو چې د عمر او دعہدې پہ لحاظ پاخۂ سړي وو ۔ اسماعېل ګوھر د شلو کالو ځلمے دے د ادارې د کابینې جنرل سېکټري ټاکلے کېږي ۔ دا د اسماعل ګوھر د صلاحیتونو ثبوت دے ۔ پہ دې کابینہ کښې عبدﷲشاہ مظہر د اردو ژبې شاعر او صوفي دراېمان او اسماعیل ګوھر د پښتو ژبې شاعران دي ۔ اسماعیل ګوھر پہ ھغہ وخت فېروز تخلص کوۂ ۔

ورستو د شاعرانو ادیبانو پہ وېنا خپل د والد صېب د نوم اولنۍ برخہ ګوھر (ګوھرالرحمٰن )یې تخلص وګرځوۂ ۔

د ګلِ صحرا پہ صفحہ( ۲۸) باندې لیک دې چې ”کہ د پکلۍ پہ تاریخ مونږ نظر واچؤو د مغل باچا اورنګ زېب عالمګیر پہ زمانہ کښې محمد حسېن ،لېونے محمد جی تېر شوي دي ۔ دغسې د وخت د تېريدو سرہ سرہ حمید شاعر ،ادم خان ، الف دین ،نظیر (شاہ خېل) ، فریدون زرین خان، محمد ریاض ، محمد دین ،منشي جانس او ځنې نور داوچتې پائې شاعرانو پہ دې علاقہ کښې د شعر وسخن ډیوې بلې کړې دي۔ د علاقې د تېر ھېر شاعرانو پورہ حالات او کلامونہ بہ زر شائع کولے شی ۔ دغہ ادبي بڅري د علاقې د خلقو پہ سینو کښې د مودې راسې پراتۂ وو او پہ ۳۰ نومبر کال ۱۹۸۱ کښې ترې نہ شغلې راولاړې شوې ۔ پہ دغہ نېټہ د پښتو اولنۍ باقاعدہ مشاعرہ اوشوہ چې پکښې د علاقې د پښتوګڼو شاعرانو ګډون اوکړو ۔ او دغہ موقع ما (اسماعیل ګوھر) پہ ادارہ علم وادب بفہ کښې د پښتو د یو بېلې څانګې قائمولو اعلان اوکړو ۔”

یوہ بلہ د اخبار ھفت روزہ جائزہ مانسہرہ د۲۹مئ ۱۹۸۵ءا تراشہ دہ۔ چې پکښې ګورنمنټ ھائی سکول بفہ کښې دیوې مشاعري احوال دے ۔ پہ دې مشاعرہ کښې دې شاعرانو ګډون کړے وۂ ۔ علي اکبرخان ، زرین پرېشان ، عثمان شاہ ملاجان ،اسماعیل ګوھر ،دوست محمد مالکي ، ملک جان ملیار، جاوېد شاہ مستانہ ، قمر صحرائی، صوفي درایمان ، نظیر ، نظیرثانی محب جان او صداقت ، پہ دې موقع چې زرین پرېشان کومہ قطعہ د بفې خلقو تہ پېرزو کړې وہ ھغہ داسې وہ

چې کتلے مې ادبہ ستا مقام دے
نن زما ورتہ سر ټیټ پہ احترام دے
زرین وائی مبارک شہ مبارک شہ
د بفې خلقو پہ تاسو مې سلام دے

ښاغلے دوست محمد ناشاد د خپل کتاب نکرېزې پہ صفحہ ۱۴ باندې د بټګرام ادبي سفر د عنوان لاندې لیکي ”د بټګرام پہ ګل ورینہ سیمہ کښې د ادب پټے دمخکښې نہ ښېرازہ وۂ ۔ پہ دې سېمہ کښې د ادب پہ حوالہ ګڼ شمېر نوموړي شاعران او ادیبان موجود وو ، خو دا شاعران پہ ورکو شمېر وو د دوي کلامونہ بہ سندرغاړو د خلې اولس ضرور اورېدل خو نورہ پېژندګلو ئې عام اولس سرہ نۂ وہ ۔ ھم دغہ وجہ وہ چې ددوي څۂ منظم تنظیم نۂ وۂ ۔ پہ کال نولس سوہ پنځۂ اتیا(کښې (۱۹۸۵ء) کښې ارواښادزرین پرېشان د بټګرام سیمہ اولنے یو فعال تنظیم پښتو ادبی څانګہ بټګرام بنیادي ګټہ کېښودہ ۔”د ھزارہ پښتو اکېډېمۍ بنیاد پہ نولس سوہ څلور نوي (۱۹۹۴ ) کښې اېښودے شوے وۂ ۔ قمر صحرائی ، فقیر محمدفقیر او دوست محمد مالکي دري واړہ د ھزارہ پښتو اکېډېمۍبنیادي ممبرانو کښې شامل وو ۔ پہ ائین باندې بحث ومباحثہ او منظوري زمونږ پہ کور کښې ورکړلے شوې وہ ۔ چې درې کالہ ورستو زرین پرېشان د سعودي عرب نہ واپس راغے پہ کال نولس سوہ وۂ ( ۱۹۹۷ ء) کښې د اباسین اکېدېمۍ بنیاد کېښودے شو ۔

پہ ګلِ صحرا کښې د د علي اکبر لالہ ، عثمان شاہ مُلاجان ، اسماعیل ګوھر ، صداقت ، غلام حسېن وغېرہ نظمونہ ، غزلونہ قطعات او لیکونہ چاپ دي ۔ د اسماعیل ګوھر یو تکل پہ ھفت روزہ جائزہ کښې پہ ۱۲ فرورۍ کال نولس سوہ شپږ اتیا ۱۹۸۶ کښې د ” پیر ودھائی غسل خانې “چاپ دے –

نتیجہ

پہ کال ۱۹۷۶ء کښې ادرہ علم و بفہ جوړہ شوې دہ ۔

پہ کال ۱۹۸۱ء کښې دپښتو ژبې اولنۍ مشاعرہ منعقد شوہ ۔ او ادارہ علم وادب کښې د پښتو یوہ بیلہ څانګہ جوړہ کړے شوہ ۔

پہ کال ۱۹۸۵ء کښې د پښتو ژبې دوئمہ مشاعرہ پہ ګورنمنټ ھائی سکول بفہ کښې اوشوہ چې زرین پریشان ، دوست محمد مالکی ، قمر صحرائی او جاوېد شاہ مستانہ پکښې ګډون ھم کړے وۂ ۔

پہ کال ۱۹۸۵ء کښې د پښتو ادبی څانګہ بټګرام بنیاد کېښود ۔

پہ کال ۱۹۹۴ء کښې د پښتو اکېډېمۍ ھزارې بنیاد کېښودے شو ۔

پہ کال ۱۹۹۷ء د اباسین پښتو اکېډېمۍ تیګہ کېښودے شوہ ۔

لۂ دې پخښو سندونو نہ ښکارہ دہ چې کوم تنظیم پہ ھزارہ کښې اول جوړ شوے دے ، کوم ځاے د اولنۍ مشاعرې انعقاد شوے دے او د چا پہ ھزارہ کښې د پښتو ادب لہ پارہ ھلې ځلې ډېرې دي ۔