چینارونہ

د ھزارې د نوم د تاریخی پسِ منظر نہ علاوہ ھزارہ د یو ګل نوم ھم دے ۔ دا ھغہ ګل دے چې د ګل زر پاڼې وی ۔ ھزارہ د ګڼو قومونو ټاټوبے دے او پہ دې کښې ګڼې علاقائی ژبې وئیلے کېږی ۔ د پښتو نہ علاوہ نورې ژبې پہ ارتقائی عمل کښې پہ خپلو ابتدائی مدارجو کښی دی ، خو پښتو دلتہ د شېر بھادر خان پنې (دتاریخ ھزارہ مصنف) مظابق د ۱۶۰۵ ع نہ وئیلے کېږی ۔ پښتو د ھزارې پہ شمال مغرب کښې وئیلے کېږی چې انتھائی دشوار ګزارغرونہ دی ۔ پہ دې کښې د عام ذھنی سطح شاعر او ادیب ورک نومے پاتې شی تر څو چې ھغہ د غېر معمولی صلاحیتونو مالک نۂ وی۔ پہ ھزارہ کښې پخواہ د چاربېتي او غزل ښہ ښہ شاعران موجود وو او اوس ھم دی ۔پہ دوی کښې ځنې داسې سټې دی چې ھغوی پہ پښتو ادب کښې د ځنو اصنافو ابتدا کړې دہ د پښتو ادب تاریخ ھغوی لہ ھیڅ کلہ نۂ شی ھېرولے ۔ حسېن ملک پوری ددی عظیم شاعر تعلق د ھزارې د ضلع مانسھرې سرہ دے ۔ حسېن د عمر پہ لحاظ د رحمٰن بابا او د عبدالحمید بابا دواړو نہ مشر دے پہ پښتو ادب کښې سبکِ ھندی ابتدا دحسېن نہ کېږې ۔ سبکِ ھندی ابتدا پہ اېران کښې بابافغانی کړې وہ ، د اېران نہ دا سبک ھندوستان تہ لاړ او ھلتہ یې ډېرہ زیاتہ ودہ او موندہ دا د شاعرۍ یو اسلوب دے چې پکښې تشبیھ در تشبیھ ، استعارہ در استعارہ ، نازک خیالۍ ، مشکل پسندۍ، د ابھام ګویۍ خیال ساتلےشی عبدالقادر بېدل ، صائب ، غنی کاشمیری ، نعمت سرحدی طائر بخاری دفارسۍ مشھور شاعران وو پہ پښتو کښې حسېن پسې عبدالحمید بابا ، کامګار خان خټک ، کاظم خان شېدا، علی خان او حنان بارک زی دا لار خپلہ کړہ او دا سبک یې خپل معراج تہ ورسوۂ ۔ کلہ ھمېش خلیل دحسېن دیوان پہ کال ۱۹۵۸ ء چاپ کړو د دیوان پہ مقدمہ کشې یې ولیکل چې د ظابطہ خان انرری مجسټرېټ پہ عدالت کښې د سید حسېن نمسی د حسېن د دیوان قلمی نسخہ د شھادت پہ طور پېش کړہ چې دا د ھغۂ نیکۂ سید حسېن د دیوان قلمی نسخہ دہ ۔ دقلمی نسخې د مطالعې نہ ورستو عدالت پہ دې نتیجہ ورسېد چې دا قلمی نسخہ د پکلۍ دیو شاعر حسېن دہ د سید حسېن نہ دہ ۔ دويمہ نقطہ ھميش صېب دا واضح کړہ چی حسین د خوشحال بابا ھم عصر دے ۔ درېمہ نقطہ چې پہ قلمی نسخہ باندې د عبدالقادر خان خټک د لاس مھر ثبت دے ۔ چې دې طرف تہ اشارہ چې حسېن د عبدالقادر خان خټک ، رحمان بابا ، او د عبدالحمید بابا نہ مشر دے ۔ قاضی عبدالحلیم اثر یو معتصب لیکوال وۂ ۔ھغۂ چې د حسېن عظمت تہ وکتل حسېن یې خپلې خاورې سرہ تړل خوښہ کړہ ۔ پہ علی خان باندې دعبد الحلیم اثر او د عقاب خټک تر منځہ قلمی جنګ بہ ډېرو ملګرو تہ بہ یاد وی ۔ اثر صېب و لیکل دا لفظ پکلۍ نۂ دے کوکړۍ دے او کوکړۍ پہ سوات کښې دہ ۔ د کتابت غلطی پہ یو مقام کېدې شې۔ پہ دوہ مقامہ د منلو وړ خبرہ نہ دہ

د اثر صیب جواب ھمیش صېب پہ خپل کتاب ساھو ادب کښې د حسېن پہ باب کښې کړے دے ۔ کلہ چې ما پہ حسېن باندې خپل تحقیقی او تنقیدی کتاب وړاندې کړو ځنې کاواکہ خولې بیا پرانستے شوې خو ددیوان د اخلی شھادتونو پہ موجود ګۍ کښې حسېن د پکلۍ ملک پور خانزادہ نہ علاوہ څہ کيدے شی ۔ حسېن پہ خپل درست دیوان کښې د سېد لفظ نہ دے استعمال کړے ۔ د ملک پور پہ نوم باندې کلوټی پہ سوات بونېر او اکوړی سرہ خواوشاہ موجود دی خو پکلۍ ملک یو دے چې ډېر لوے ارت بېرت میدان دے ۔ نیم پاکستان تہ ګوبی ، پیاز الو ټماټر سپلائی کوی

چې پېدا شوې پکښې ستا ملالې سترګې
ځکہ پاتې لہ حسېنہ ملک پور شو
چې پېدا شو پکښې مښک ځما د شعر
دا ختن دے نۂ پوھېږم کہ پکلۍ

پہ معنیٰ کښې ستا خاکروب حلقہ بګوش یم ګنې ملک مې دے پکلۍ ستوګنہ سوات

خانزادہ حلقہ بګوش یم
لا جوابہ بې حجتہ

مولوی محمد اسماعیل خان

د مولوی محمد اسماعیل تعلق ھم د ھزارې ډویژن ضلع مانسھرې د ډھوډیالو کلی پکلۍ سرہ دے ۔پہ کال ۱۸۸۶ ءفرانسیسې ادیب جیمز دار مېسټېټر دپښتو اولسی ادب اولنے کتاب (ھاروبھار)چاپ کړو ۔ ددې کتاب منشی توب مولوی محمد اسماعیل کړے وۂ ۔ دا یو ګران کار وۂ اول شاعر پیدا کوہ بیا د ناخواندہ شاعر نہ د ھغۂ کلام سرہ د ټولو لوازماتو لیکل، اوس ھم ددې کتاب ‘د پښتو ھاروبھار ‘ معیار زمونږ پہ مخہ دے ۔ د مولوی محمداسماعیل پہ حقلہ ډاکټر خالد خان د پښتو ګڼې جنورۍ ، فرورۍ، مارچ کال ۱۹۹۶ ء پہ ص ۸۳ باندې لیکی

د کال ۱۸۹۰ ء نہ پس تراوسہ پورې ډېر ګرامرونہ ولیکل شول چې دلتہ زمونږ د بحث نہ خارج دی څنګہ چې ددغہ فھرست نہ ظاھرہ دہ اکثر کتابونہ پہ سطحی ډول لیکلے شوی دی فقط دوہ قواعد نویس داسې دی چې کار یې اھمیت لری ۔ یو نور محمد قندھاری چې ګرامر یې چاپ نہ شو پہ لندن کښې تراوسہ د چاپ پہ انتظار پروت دے دوئیم د محمحد اسماعیل”قواعد افغانی “۱۸۶۷ ء (۱۲۴۶ چې چاپ شو خو بیا ھم ګمنام پاتې شو بلا شبہ چې دغہ میعار ګرامر بل تراوسہ او نۂ لیکلےشو ۔ دا پہ فارسۍ ژبہ کښې دے یوہ نایاب نسخہ زما لاس تہ د ټېری د نواب صبح صادق خان صادق مرحرم د کتب خانې نہ رسېدلې دہ او غواړم چې ډېر زر ئې خلقو تہ ور وپېژنم “

د ډاکټر خالد خان ورکړی د دغہ ګڼې پہ ص ۸۲ باندې د مولوی محمد اسماعیل د دریو نورو کتابونو ذکر دے ۔ کتابونہ دی ګفتګوِافغانی (پښتو اردو )اېبټ ابادچاپ کال ۱۸۸۳ء،ائینہِ الفاظِ افغانی (پښتو اردو)ھم دغہ کال ايبټ اباد چاپ او خزانۂ افغانی( پښتو اردو انګرېزی ) کال ۱۸۸۹ ء د لاھور چاپ ، مولوی محمد اسماعیل د ھېډ ماسټر صېب غلام فرید خان نیکۂ وۂ چې زما د انګرېزۍ استاد وۂ پہ اوګۍ ګورنمټ ھائ سکول کښې ډېر وخت یې تېر کړے وۂ ۔

فدا ګل عرف پېډیا بابا

ښاغلے ھمایون ھمدرد د فرید ګل نہ راویت کوی چې فداګل د صوابۍ نہ لالو ګلۍ ھزارې تہ پہ کډا تلے وۂ او ھلتہ یې ژوند کوۂ ۔ ماپہ پہ خپل کتاب “ چاربېتہ پوھنہ “ کښې ھم دغہ شان لیکی دې خو زما پہ زړۂ کښې ھاغہ وخت ھم دې وسوسې سر وھۂ چې د فداګل بابا او او د فریدګل استاد تر منځہ د عمر ډیر لوے فرق دے پہ دې راویت باندې سړے څومرہ تکیہ کولے شی ۔ فدا ګل کہ د صوابۍ وی ھم خو پېدائش د صوابۍ نۂ دے د ھغۂ پلار کډہ لالوګلۍ تہ راوړې وی ، ځکہ چې پہ ھزارہ کښې رواج دے چې د وړو نوم نہ ورستو د مینې پہ خاطر یا زیات کړی ، لکہ مشتاق مشتیا ، عاشق عاشقیا زمان خان مانیا وغېرہ وغېرہ دغہ شان فدا ګل نوم نہ بہ فدیا جوړ شوے وی او فدیا بہ پہ پښتو کښې پہ پيډیا کښې بدل شوے وی ځکہ چې پښتانۂ “ ف “ ادائیګی پہ “ پ “ سرہ کوی ۔

د کړہ بندې چاربېتې ابتدا د پېډیا بابا نہ شوې دہ ۔ چاربېتہ د اوسنی دور د کړہ بندې چاربېتې پہ شان نۂ دہ ، اوس کړہ بندہ چاربېتہ سر سرہ پہ دریو ځایونو تړلے شی او دباباچاربېتہ پہ یو مقام سر سرہ تړلے شوې دہ ۔ خو دا قسمہ چاربېتې پہ یو مقام اوکہ پہ درې مقامہ سر سرہ تړلے کېږی ټولې یو سر لاندې پہ یو اھنګ د ساز سرہ پہ ترنم کښې وئیلے کېدے شی ځکہ د یو کور یا قسم چاربېتې دی ۔ د بابا چاربېتہ دہ

سر

مالیار شہ بېدار ، ګلشن دې تالا کېږی
زاغان لکہ طوطیان خوری د سرو شونډو چوارې
پراتۂ پہ خراسان

کړہ

کارونہ د اورنګ ، ھمہ واړہ بد رنګ ۔ ناحق غواړی قلنګ
پښتون یم پہ اجداد باندې لرم تورې تېرې
مئین نہ یم پہ ځان

کسر

یولس سرہ شمار کہ ، دوہ کم اتیا پرې بار کہ، فدا ځان دې تیار کہ
عصا دې لاس کښې رپی سوچ کوہ د ھدیرې
فانی دے دا جھان

د چاربېتې زمانہ پخپلہ شاعر پہ کسر کښې ښودلې دہ ۱۱۷۸ ھ چې ترې ۱۷۴۵ ء جوړېږی دا د غزل د سبک ھندې سرہ تړلی مشھور شاعرانو محمدی صاحبزادہ ، د کاظم خان شېدا او دعلیخان دور جوړېږی ۔ پہ چاربېتو کښې دا یواځې چاربېتہ دہ چې د پښتو د ژبې خپل پېداوار دے ګنی نور اقسام یا کورونہ د مختلفو نظمونو نہ اخذ کړے شوې دی لکہ مثنوی چاربېتہ د مثنوی نظم نہ مربع چاربېتہ د مربع نظم نہ او معشر چاربېتہ د معشر نظم وغېرہ نہ ۔ داسې فداګل بابا پہ صحیح معنو تخلیق کار دے چې یو داسې قسم یې پہ وجود کښې راوست چې د ھغې وجود دسرہ موجود نۂ وۂ ۔ دنورو چاربېتو پنځۂ اقسام دې ۔ مشتاق مجروح پہ زرکاڼی کښې ھم پېدیا بابا چاربېتې سرہ شپږ ښودلی دی ۔ د چاربېتې اکثر شاعران عالمان ملایان او طالبان وو پہ فارسۍ ډېر ښہ دسترس لرۂ ۔فارسی د درس او تدریس ژبہ وہ ۔ زمونږ زاړۂ کتابونہ لکہ تذکرۃ ابرار ، حالنامہ وغېرہ فارسۍ کښې دی ۔ پہ ادب کښې ورکړۂ راکړۂ د شروع نہ کېږی د فارسۍ د نظمونو نمونې موجود وې یو د سر او جوړ اضافې سرہ چاربېتہ پہ وجود کښې راغلہ ۔ تراوسہ پورې د پښتو ژبې اولنې معلومہ چاربېتہ ښہ ښہ پوھانو پہ مثنوی شمارلہ ۔

قدرت علی عرف قاضی ګل

د قاضی ګل تعلق ھم د ھزارې سرہ دے ۔ پہ کال ۱۸۶۸ ء کښې د ھزارې درې علاقہ ټکرۍ درہ چې ھغہ وخت علاقہ غېر وۂ د انګرېز پہ عمل دارۍ کښې نہ وۂ پېدا دے ۔ قاضی ګل یو زبرست قادر الکلام شاعر وۂ چې پہ پښتو ادب خصوصاً د چاربېتې پہ قادر الکلامۍ او پہ معمہ کښې د ھغہ ثانی نیشتے ۔ دھغۂ اوښی مولوی ګل زمان عرف د ټکرۍ ملا صېب او خوری مفتی خلیل الرحمان بہ ھغۂ تہ د فقہې مسائل ښودل او قاضی بہ ورلہ د چاربېتې شکل ورکوۂ او بیا پہ چاربېتہ کښې ھم د معمې چاربېتې چې یو ګران عمل دے ۔ پہ دې لړ کښې قاضی ګل د سر سړے دے او څوک یې ھمسری نۂ شې کولے ۔ د قاضی ګل پہ کتاب مشکل کشا‫ۓ‬ طالبان کښې د دینی علم سرہ سرہ دنیاوی علم ھم پہ ډېر مقدار کښې پروت دے خو د ھغۂ لوے کار دا دے چې د ھغۂ کتاب مشکل کشا‫ۓ‬ طالبان پہ کال ۱۹۳۷ ء چاپ دے چې د چاربېتې اولنے چاپ کتاب دے۔

محمحد اقبال خان

محمد اقبال خان د مانسھرې ضلعې داوګۍ تحصیل پہ تراوړہ نومې کلې کښې پہ کال ۱۹۵۲ء کښې سترګې غړولې دی ۔ پہ ۱۹۸۹ء کښې یې خپل دیوان مکمل کړو ۔ چې د باړہ ګلۍ د املا مطابق پہ ۴۴ حروفو مکمل دیوان دے چې پکښې د “ژ “ پټۍ ھم موجود دہ ۔ لہ دې نہ مخکښې د کلاسک ټول دوانین پہ ۳۲ تورو باندې مشتمل وو او د ژ پټۍ چا ھ٘م نہ دہ استعمال کړې۔ امکان لری چې دا پټۍ د فارسۍ او د اردو پہ دوانینو کښې ھم موجود نہ وی ۔ بیا یې د کوکې پہ نوم پہ پښتو کښې ماھیا اولیکلہ پہ ھزارہ کښې ښہ پورہ مقبول دی ۔ لہ دې نہ علاوہ یې شکرې پہ نوم یې د پښتو ادب پہ غېږہ کښې یو بل صنف واچوۂ ۔ شروعات یې د څلورو سېلابونو د لفظ نہ کېږی لکہ د ټپې غوندې لیکلو تہ اسان او د موسیقۍ نہ ډک صنف دے ۔ د چاربېې پہ صنف باندې پہ مختلف کتابونوکښې ضمناً مضامین خو لیکلے شوی دی د چاربېتې پہ صنف باندی اولنے مکمل کتاب د “چاربېتې پوھنہ ‘دا محمد اقبال خان دے ۔ پہ حسېن ملک پوری چې سبک ھندی ابتدا ترې کېږی پہ پښتو کښې اولنے تحقیقی او تنقیدی کتاب “حسېن ملک پوری تحقیق او تنقید “د محمد اقبال خان دے ۔

اسماعیل ګوھر

اسماعیل ګوھر پہ ۱۹۵۶ء کښې ضلع مانسھرې پہ مشھور کلی بفہ کښې پېدا شو ۔ د اسماعیل ګوھر نہ مخکښې د ھزارې پہ پښتو ادب یو قسم لہ جمود خور وۂ ۔ دا اسماعیل ګوھر وۂ چې ھغۂ پہ ھزارہ کښې مشاعرو ابتدا وکړہ پہ کال ۱۹۸۸ء کښې د ھزارې د شاعرانو تذکرہ د “ھزارې ګلونہ “پہ نوم یې کتاب چاپ کړو۔ پہ دې تذکرہ کښې د څو غزلو نہ علاوہ د اسمعیل ګوھر درې ھائیکو چاپ دی ۔ ھسې دا خبرہ مشھورہ دہ چې د ھائیکو ابتدا پہ پشتو ژبہ کښې د رب نواز مائل کړې دہ خو ریکارډ یې نیشتے ۔ ددې مثال داسې دے چې ځنې محققین وائی چې “ تکل” نوم انشأې لہ دوست محمد خان کامل ورکړے وۂ خو تحریری ریکارډ موجود نیشتے او اکثریت پہ دې متفق دې چې تکل نوم قلندر مومند ورکړے دے ۔ ځکہ چې ریکارډ یې موجود دے ۔ اسماعیل ګوھر بہ ھائیکو د ۱۹۸۸ء نہ څومرہ مخکښې لیکلې وی ددې تعین ګران دے “ بیا پہ ۱۹۹۲ءکښې د ھغۂ د ھائیکو کتاب “ مسکا” چاپ شو ۔ دا پہ ھائیکو پہ پښتو ژبہ اولنے کتاب وۂ۔ داسې اسماعیل ګوھر پہ پښتوادب کښې د ھائیکو بابا ادم دے ۔ تر دې دمہ د اسماعیل ګوھر اتلس معیاری کتابونہ چاپ دی ۔ د اسماعیل ګوھر پہ کار کښې کوم ماتہ اپیل کوی ھغہ د ھغۂ پہ کتاب د سندرو پېرزونہ پہ سریزہ کښې د ټېګورپہ ژوند تحقیقی کار دے چې ددې نوعیت کار چا پہ پښتو کښې مخکښې نہ دے کړے ۔ دوئیم د ھغۂ اوس راغلے کتاب “درې قیصې درې شاعرانې “ پہ دې کتاب کښې ګوھر د مثنوی پہ صنف زړۂ پورې کار کړے دے ۔ د اسماعیل ګوھر ګنجِ مخفی ادببی ارزښت لرې دا د پټې خزانې پہ پہ اردو نثر کښې ترجمہ دہ ۔ ھر څو پټہ خزانہ زما پہ نظر کښې یو متنازعہ کتاب دے پہ دې غږېدو لہ پارہ ما څخہ ډېر مواد دے خو پټہ خزانہ پہ نصاب کښې شامل کتاب دے طالب علمان د پټې خزانې پہ پښتو باندې پہ اسانہ نۂ پوھېږی ۔ پہ لرې پښتونخوا کښې ترې ډیرہ ښہ استفادہ کېدے شی ۔ د ھزارې چاربېتہ او مذکورہ شخصیات داسې دی چې ددوی د ذکر نہ بغېر د پښتو تاریخ نیمګړے دے ۔