قافیہ

د قافېې لغوی معنیٰ دہ ورستو راتلونکے ۔ اصطلاحي معنیٰ دہ د شعر پہ اخر کښې راتلونکي ھم اواز الفاظ ( ضروري نۂ دہ ھم وزن ھم وي ) ردیف لغوي معنیٰ دہ پہ سوارلۍ ورستنے سور دا یو لفظ ھم کېدے شي او د یو څو الفاظو مجموعہ ھم ۔ مطلع د غزل ، قصیدې اولني دوہ شعرونہ چې دغزل یا قصیدې ابتدا ترې کېږي ۔ یو غزل د مثال پہ توګہ اخلو ، غزل دے

تا د زړۂ نہ اوویستمہ کۂ دې یاد یم
ستا پہ مینہ کښې لا ھٰغسې برباد یم

تا خویونہ د شرينې پېدا نۂ کړل
پېدا شوے لہ ازلہ زۂ فرھاد یم

پېښاور کہ پہ تیراہ باندې اباد دے
د زړۂ سرہ زۂ پہ تا باندې اباد یم

کۂ ستا مینہ مې حاصل نۂ شي څۂ نیشتے
کۂ زۂ دون د زمانې یم کېقباد یم

دا دنیا خواږہ د مینې پہ سبب دہ
زۂ اقبال پېدا پہ دغہ اعتقاد یم

پہ غزل کښې یاد ، برباد ، فرھاد ، اباد ، کېقباد او اعتقاد قافیہ دہ ۔ قافیہ د مطلعې پہ دواړو مصرعو او د نور غزل د شعر پہ ھرې دویمې مصرعہ کښې راغلې دہ ۔ او یم ردیف دے چې ھرې قافیې پسې راروان دے

ردیف بہ پہ ټول غزل کښې یو وي ۔ د قافیې او ردیف تعین د مطلعې نہ کېږي ، لکہ د غزل مطلع دہ

نېټہ مې نۂ وہ خو زۂ تا مړکړم
زما اشنا تا پہ جفا مړکړم

د مطلعې نہ دا او ټاکلے شُو چې د غزل نورې قافې بہ د تا ، جفا ھم اواز الفاظ وفا ، ژړا ، خندا ، حیا ، خطا ، سزا ، رضا وغېرہ بہ وي ۔ او دغہ شان پہ ټول غزل کښې یو ردیف مړ کړم تر مقطعې پورې چلېږي ۔ پہ غزل کښې نوآموزہ شاعر لہ د اسانې قافې استعمال پکار دے ۔ نیاواتہ او ګرانې قافیې د استادۍ تقاضا کوي ،

قافیہ د عربۍ ،فارسۍ او د اردو ژبې پوھانو پہ دوہ صفونو کښې وېشلې دہ

غلطہ قافیہ او درستہ قافیہ ۔ خو ما څخہ دا وېش پہ څلورو صفونو کښې دے

(۱) غلطہ قافیہ (۲) درستہ قافیہ (۳) بہتر قافیہ (۴) بہترین قافیہ

مثال پہ توګہ

مئین توب او مکتُوب غلطہ قافیہ دہ ۔

مئین توب او خوب ، درستہ قافیہ دہ ۔

مئین توب او مېړنتوب بہتر قافیہ دہ ۔

ختا او خطا بہترین قافیہ دہ

زارۍ ، دل ازارۍ بہترین قافیہ دہ (تجنیسي قافیہ د حرف روی نہ علاوہ نور حروف پکښې ھم |یو شان لہ وی)

د قافیې بنیاد پہ حرفِ روي دے مثال پہ توګہ وفا ، جفا ، خندا ، خطا ، نوا او جدا وغېرہ کښې یو حرف مشرک دے ھغہ دے الف (ا) ۔ دغہ مشترک حرف تہ حرف روی وائي ۔ خو دلتہ یوہ خبرہ یاد ساتل پکار دي کہ پہ مطلع کښې وفا او جفا اوتړلے شو نو بیا بہ قافیہ شي وفا ،جفا ، شفا ، خفہ ، صفا ، اکتفا وغېرہ ۔ ا او ہ د دواړو حرفِ روي الف (ا) دے یعني رضا ، ژړا ، تمنا ، تماشہ ، افسانہ ، وعدہ وغېرہ پہ ځان کښې ھم قافیہ دي ۔

د قافیې د حسن دارومدار پہ نہہ (۹) حروفو دے ۔ چې څلور د حرفٍ روي نہ مخکښې او څلور د حرفِ روي نہ شاتہ دي ۔ حروف دي ۔

حرفِ ردف ، حرفِ قيد، حرف تاسیس ،حرفِ دخیل

حرفِ روي

حرفِ وصل ، حرفِ خروج ، حرفِ مزید او حرفِ نائرہ

حرفِ ردف = --- ھغہ حروفِ علت تہ وائي (ا،و ،ی ) چې کوم د حرفِ روي نہ مخکښې بلا فصل راځي لکہ نُور ، طُور ، حور ، دستور ، مجبور وغېرہ ددې تکرار لازمي دے ۔

حرفِ قېد = ---- ردف نہ علاوہ د ھغہ حرف ساکن نوم دے چې حرفِ روي نہ مخکښې بلا فصل واقع کېږي خو دا علت نۂ وي ددې تکرار ھم لازمي دے ۔ لکہ قبر ، صبر ، جبر ، زبر وغېرہ ۔

د قبر تقطیع بہ داسې کېږي ق ب ب ر او دغہ شان د صبر ص ب ب ر ۔

تاسیس =--- ھغہ ساکن الف دے چې کوم او د حرفِ روي تر منځہ یو حرف متحرک فصل وي ھغې تہ تاسیس وائي لکہ حاصل ، جاھل ، عاقل او شامل وغېرہ ۔ د تاسیس تکرار ضروري نۂ دے خو ددي تکرار سرہ د قافیې حسن زیاتېږي ، لکہ قاتل او دل پہ ځان کښې ھم قافیہ دي ۔

دخیل =---- ھغہ حرفِ متحرک چې د حرفِ روي او تاسیس تر منځہ واقع کېږي لکہ د حاصل ، او عاقل تر منځہ ص او ق دي

وصل = --- د حرفِ روي نہ عېن ورستو راځي لکہ خالي ، پالي مالي ، سوالي وغېرہ ۔ پہ دې قافیہ کښې ي وصل دے ۔ ددې پېژندګلو دہ کہ وصل حذف کړے شي قافیہ بہ بیا ھم بمعٰنی پاتې کېږی ۔ کہ د خالي، پالي ، مالي او سوالي نہ ي حذف کړے شي ، پاتې بہ شي خال ، پال ، مال او سوال چې کوم بمعٰنی دي

خروج =---ھغہ حرف چې پہ قافیہ کښې د وصل نہ شاتہ بغېر د فصل نہ راځي

مزید =---- ھغہ حرف چي د خروج نہ شاتہ بلا فصل راځي ۔

نائرہ =---- ھغہ حرف چې د مزید نہ شاتہ بلا فصل راځي ۔ مثال بہ واخلو مئینتوب ، لېونتوب ، مېړنتوب پہ دوي کښې ن حرفِ روی دے ، ت حرف خروج دے و حرفِ مزید دے او ب حرفِ نائرہ دے ۔

پہ پښتو شاعرۍ کښې د قافیې صورتِ حال ښہ نۃ دے ۔ کوم حروف چې مونږ د عربۍ نہ اخستي دي د ھغوي ادائېګي مونږ صحیح نۂ شُو کولے لکہ ف مونږ پہ پ بدل کړو خفہ خپہ شې د ص ، ث او س د اواز تر منځہ فرق

نۂ کوو د ص او س قافیہ ګډہ وډہ کړو۔ لاس ، لباس سرہ خاص بہ ھم قافیہ وګرځوو ۔ ک او ق پہ املا کښې اکثر غلط استعمال شي ۔ پہ ھشنغر او ملاکنډ کښې د اوږدې ( ے ) او یاِ مخصوصہ (ې) ادائیګي پہ صحیح ډول نۂ کېږي زمونږ ښہ شاعران ھم تېر اوځي ۔ سړے ، بنجارے او ستړې ھم قافیہ کړي ۔ د غږ خیال نۂ ساتُو ۔ اوس د خوشحال بابا دا شعر دقافیې نقص لري

د چترال سرحد د سوات سرہ قریب دے
غر او سم ئې ابادان جرېب جرېب دے

ډغہ شان د رحمٰن بابا شعر

خو زما پہ ورمېږۂ ماتول شېر ئې
کۂ پہ مرګ د رقیب ھم ھسې شمشير ئې

د علي خان د غزل څو اشعار دي

غم او نۂ چاوۂ یواځې د بلبل زرۂ
قِسم قِسم خواري ګورہ د بل بل زړۂ

کہ ئې زړۂ د عندلیب د بورا اوسو
خزان چرتہ سلامت پرېښود د ګُل زړۃٔ

ھزارہ ھزار پارہ شوہ لہ افسوسہ
د رېدي غریب ئې وریت کړو پہ داغل زړۃ

بلبل، بل بل ، ګُل او داغل د قافیې فرق لري ۔ خوشحال بابا ، رحمان بابا ، عبدالحمید بابا، کاظم خان شېدا او علي خان دا ھغہ شاعران دي چې علامہ قاضي میر احمدشاہ رضواني استادان بللي دي ۔ پہ پښتو شاعرۍ باندې د کاظم خان شيدا دا وېنا سل پہ سل برابر دہ

د پښتو ژبہ تمامہ دہ بې نظمہ بې نظامہ
لہ اوزانہ مختلفہ لہ میزانہ منحرفہ
پہ میزان باندې چې راشي ھر کلام تہہ وبالا شي
پہ تقطییع باندې چې راشي ګھې طعن ګاہ تشنیع شي
نا واقف لہ سلیقې دي نا بلد د طریقې دي
د ھر وزن منافي دي څۂ خبر پہ قوافي دي

خو د کاظم خان شېدا لہ دې وېنا سرہ زما اختلاف دے ۔ ھغۂ پہ ھندوستان کښې د فارسۍ او د اردو ژبې لوے لوے شاعرانو تہ کتل ۔ خو د عربۍ ، فارسۍ او اردو مزاج بدل دے ۔ ددې ژبو د شعر نظام پہ عروضو باندې ولاړ دے چې اول عربۍ کښې پېدا شو ۔ د عربۍ نہ فارسۍ خپل کړو او د عربۍ او فارسۍ نہ اردو تہ منتقل شو ۔ چې اوس ترې د اردو ژبې شاعران لمن خلاصول غواړي ځکہ چې لفظ بہ روزمرہ او لیک کښې یو شان لہ وي او ھغوي لہ ادائیګي د عروضو مطابق کول پرېوځي ۔ کلہ طول ورکوی او کلہ رالنډہ وي ۔ چې فطري عمل نۂ دے ۔ دا د اصول منافي دہ ۔ چې پہ شعر کښې محاورې ، روزمرې او د ضرب المثل خيال نۂ ساتې ۔ روزمرہ ، محاورہ او ضربالمثل بہ ہُو بہو بہ پہ اصلې حالت کښې پېښ کول پریوځې ۔ دغہ شان پکار د لفظ ادائیګي پہ صحیح ډول اوشي ۔ پښتو اریائې ژبہ دہ دا د اوستا ، سنسکرت ، فارسۍ خور ژبہ دہ ۔ ددې د شاعرۍ نظام د دنیا د اکثر ژبو پہ شان پہ سېلابیز نظام ولاړ دے ۔ د قافیې د نقص نہ بچ کېدو لہ پارہ پہ دریو خبرو عمل کول پرېوځي (۱) د پښتو ژبې املا د باړہ ګلۍ فېصلي مطابق زدہ کول ۔

خو دلتہ دې الفاظو باندې غور اوکړئ

نېټہ او خېټہ چې املا تہ اوکتے شي پکار دہ چې ھم قافیہ وي خو نۂ دي ۔ دې لہ پارہ د څۂ بل شي ھم ضرورت دے ھغہ دے (۲) پہ صوت باندې فکر کول ۔ پہ دې دواړو قوانینو باندې چې عمل اوکړے شې پہ پښتو شاعرۍ کښې د قافیې د نقص امکان نۂ پاتے کېږي ۔