د رحمان بابا تعلیعات
تعلى په ادب کښې لا فې يا خپلې بډائى بيانول ته وائى ـ په زمانِه جاهليت کښې هم د تعلى درک موندے شى ـ شاعرانو به خپلې قصيدې به د خانه کعبې دېوالونو سره زوړندې کړې او نورو شاعرانو ته به يې دعوت ورکړو چې څوک ددې جواب اوکړى ـ دا سبعِ معلقه مونږ ته دغسې رارسېدلې دى ـ
په اولسى ادب کښې د تعلى رواج نور هم په حاد شکل کښې موندے شى ـ دنوره دين په دې سر باندې "دزاغ دواړه څانګونه دې د مخ نه کړۀ چاپېر"چاربېته وئيل ـ او يوه بله چاربېته کښې
پېښور تر ننګرهار
دبدباؤ د بټيارى
دتعلى شکلونه دى ـ سېد قبول اخون ته پنځوس جرېبه زمکه على ګوهرخان له طرفه ورکول چې اوس هم په هواګلۍکښې د اخون په سېرۍ باندې ياديږى ـ دبونېر،سوات او سمې شاعرانوته د مقابلې دعوت په ريکارډ باندې موجود دى ـ د سمې يو شاعر سره چې د هغه کومه مقابله شوې وه هغه چاربېته د هغه په کتاب " دوصال جام "کښې په صـ٩٥ باندې موجود ده ـ
د مقابلې يو بل شکل هم وه ـ شاعرانو به معمې وئيلې او بيا به يې د هغې معنې مقصد تپوس کولو ـ په دې عمل کښې دهزارې دقاضى ګل څوک ثانى نۀ وۀ ـ په دستى وېنا کښې عبدالله جان منلے شاعر وۀ ـ
خو دا لوبه په لېکلى ادب کښې هم کېدله ـ دروښانيانو په دوره کښې شاعرانو به يو بل او ځانونه ستائيل لکه مُلا ارزانى زمونږ اولنے صاحبِ ديوان شاعر دے۔
د فقير پښتو خبرې ـ لکه مينې ملغلرې
او دولت لواڼے وائى
بې مرزا بې ارزانى بې مخلص ياره
بل شاعر برابر نۀ دے پښتون ستا يو
دروښانيانو په دور کښې چې تعليات شوې دى په هغې کښې دچا شاعر نوم نۀ دے اخستے شوے ـ خو خوشحال بابازرورسړے وۀ نواب وۀ د هغه سترګه په چا نۀ ډکې ده دهغۀ په کلام کښې د تعلياتو شمېر نور هم زيات دے او سم دم يې د شاعرانو نومونه اخستى دى۔
د مرزا ديوان مې اومنډۀ په ګوډى
مسخره مې ارزانى خويشکى زمند کړ
کۀ دولت وۀ کۀ واصل وۀ کۀ دا نور وو
په خبرو مې د هر يو رېشخند کړ
په يو بل ځائے کښې په دې ډؤل وېنا کؤى ـ
چې لا ف وهى د شعر
نن په دا دور دى ډېر
خداې دې نۀ کا چې به وائيم
حال دديو تېر او بېر
څوک پاوے څوک نيم پاوے دے
قلندر پکښې نيم سېر
بل دولت فقير درې پاوه
زۀ ترې څو سر شاهى تېر
دا نور شاعران څۀ مړۀ وو او څۀ پرې غلى پاتې شول خو قلندرنه زغم اونۀ شو او هغۀ داسې تعلى او کړه ـ
د پښتو ژبې مې اب ورکړو په شعر
د فارسۍ شعر چې نۀ وائيم افغان يم
نوے طرز مې پښتو ژبه کښې اوکړو
دافغان په شاعرانو کښې سلطان يم
او دا يو فطرى عمل وه ـ نن زما د خوشحال بابا تر منځه د پېړو فرق دے ـ او زۀ خوشحال بابا له د پښتو نه ددنيا په څو لويو شاعرانو کښې شمارم ـ ما دهغۀ په يو نظم کښې چې سواتے قام دتعداد په لحاظ ډېر کم دے او په مېئو ماشو يې ياد کړو ـ اولوستل ټينګ پاتې نۀ شوم ـ ما په خپل يو غزل کښې د خوشحال بابا جواب اوکړو ۔
مشرانو ته مې قام شمله په سر کړه
ښه مظبوط په حواله دشجرې يم
خوشحال ولې په سرونو خپل نازيږى
زۀ سلطان يم غلام نه چې بې شمېرې يم
په نسب باندې څۀ فخر دے اقباله
چې سواتے يم د اوګۍ د هزارې يم
په دې کښې سلطان اشاره ده سلطان پکهل،سلطان بهرام ،سلطان ارغش ،سلطان داؤد، سلطان اوېس وغېره ته چې سواتى ووـ څلور سوه کاله يې د کشمير باره مولې نه تر دره کونړ افغانستان پورې د پکهلۍ نوم په رياست يې حکومت اوکړو ـ په کوز سوات يې د يوسفزى نه شکسټ اوخوړـ بر سوات باندې مقيم پاتې شو کله چې داخون سالک په مشرۍ کښې راجمع شو ـ شمالى هزاره ، شمالى کشمير ،چلاس ،کوهستان کښې يې غذاګانې وکړې ډېر کافران يې مسلمانان کړل په ډېره لويه خاوره اوس هم قابض دے او داموجوده د پکهلۍ سيمه د هغې يادګار دے ـ(حواله تاجک سواتى اور سلطنت ګبر )د خوشحال بابا نه د قلندر په مذکوره تعلى باندې صبر او نۀ شوـ او هغه د قلندر قام سړبنى پسې تېر وت
سل سړبنى دې دا تر يوۀ غزل ځار شى
نن چې دا پښتو ده کرلا ڼى خوشحال وائيلې
دا ښکاره ده چې رحمٰن بابا دخوشحال بابااو دقلندر نه کشر وه خو د هغوى همعصر وه او په قام سړبنے وه ـ ترکومه پورې چې د قلندر د ذات خبره وه ـ رحمٰن بابابه غلے پاتې شوے وى ـ خو کله چې خبره قام ته شوه دخوشحال بابا جواب يې اوکړو۔
يو خوشحال يو کم سل نورخټک په طبيعت کښې
ځـار شـه د رحـمٰـن سـړبـنـى لـه يـوه فـرده
زما خيال دے چې غېر معروف شاعرانو او عام خټکوبه درحمٰن دې جواب باندې به څۀ نه څۀ وائيلى وى ـ چې رحمٰن بابا له داسې وائيل پرېوتل ـ
خوشحالا او دولتا مې غلامان دى
زه رحمٰن په پښتو ژبه عالمګير يم
کۀ يې شعر د رحمٰن مومند تر غوږ شى
غوږ به نۀ باسى په شعر د خوشحال څوک
شېر افضل خان بريکوټے په خپل کتاب د شعروادب تاريخ کښې په صـــ٣٥٠باندې يې ډېره د کار نقطه پورته کړې ده ـ چې د خوشحال باباځامن چې درې پکښې د اولې درجې شاعران دى کۀ نورڅۀ ېې نۀ شُو کولے درحمٰن بابا جواب خو به يې کړے وے ـ بلکې اشرف خان هجرى او عبدالقادر په خپلو اشعارو کښې ستائيلے دے لکه هجرى۔
د رحمٰن په شعر ځائے د لقب نيشتے
چې يې ما شعرمنظورکړو معتبر دے
عبدالقادرخان خټک
زه خټک د يار په غم تازه تازه شم
غورياخېل رحمٰن کۀ شو ورځنې ستړے
په صـــــ٣٤٩ باندې ليکى چې رحمٰن بابايو وسيع الدماغ اوتنهائى پسند شاعر وه ـ د محترم کتاب ته د پښتو د شعروادب تاريخ وائيلو باندې زما لږ تحفظات دى ـ دا داحمدشاه رضوانى په خپل مشهور نظم کښې ستائيلى استادانو شاعرانو د فن تفصيلى جاج دے ـ چې ليکچرران او د ايم اے لېول طالب علمان ترې په ازاد مټ اسفاده کوى ـ ليکوال اکثر عمر د ملک نه بهر تېر کړے دے ـ هر څو کۀ مطالعه يې ډېره ده ـ خود ادب د بهير نه بهر پاتې کېدو لۀ کبله د ډېرونوو رحجاناتوناخبرى يې په ليک کښې محسوس کېږى۔
د رحمٰن بابا په حقله دا خبره سمه نۀ ده چې هغه تاراک الدنُيا او ګوشه نشين شاعر وه ـ د هغۀ د ديوان دداخلى شهادتونو نه په ډاګه کيږى چې دهغه دټول هندوستان په اړى ګړى،خپل چاپېريال ،په سوکړه ،دمريضانو په بيمارۍ،او خپله بې وسى په شعرکښې وړاندې کړې دى ـ دا بيله خبره چې زمونږ څېړنکار انو د بابا دې اړخ ته توجه نۀ ده کړې ـ
خوشحال بابا او د هغۀ ځامن( کله چې خوشحال بابا د مغل قېد نه ازادشو) مغل سره او کورنۍ کشالو کښې داسې بوخت شو چې د رحمٰن بابا د ديوان او تعلى به څۀ خبر وو ـ دحمٰن باباديوان هغۀ په خپل ژوند مرتب کړے وه چې له دې شعر نه يې پخښلے کېږى ـ
يو کتاب په سړبن کښې چا اونۀ کړو
بې رحمانه چې يې جوړ کړو دا کتاب
رحمٰن باباد اشرف خان هجرى نه کشر او دعبدالقادرخان همزولے دے ـ او د خوشحال بابا ديوان دهغۀ نمسى افضل خان چې کله هغه د قام سردار شو مرتب کړو ـ داسې د رحمان بابا ديوان د خوشحال بابا د ديوان نه مخکښې مرتب شوے دے ـ رحمٰن بابا د خوشحال بابانه زيات اومخکښې عام اولس او ادبى حلقو کښې شهرت موندلے وه ـ ګڼو شاعرانو درحمٰن سبک خپل کړے وه او په غېب اللسان باندې ملقب وه ـ خوشحال بابايوازې دخپل خاندان او خټکو شاعرانو ياد کړے دے ـ قاضى مير احمد شاه رضوانى وړمبنےغېر خټک شاعر او اديب وۀ ـ چې د خوشحال باباادبى حثيت نه خبر وۀ ـ خپل په نظم کښې يې دخوشحال د شاعرۍ محاسن ښکاره کړل ـ دخوشحال بابا نمسى نوازخټک دحمان بابا د تعلياتو جواب کړے دے ـ چې شجره يې په دې ډول ده ـ نوازخټک ابنِ خوشحال شهيد ابنِ سعدالله خان ابنِ افضل خان ابنِ اشرف خان ابنِ خوشحال خان ـ په ورکه خزانه کښې همېش خليل دنوازخټک دشاعرۍ زمانه ١١٩٧ هـ ښودلې ده چې رحمٰن بابا د شاعرۍ د زمانې نه ډېره لرې نه ده ۔
د نواز خټک تعليات دا دى
په لحد کښې به توبه کاندى له شعره
دا غزل کۀ مې څوک اولولى رحمٰن ته
چې په غوږ کا څوک ګوهرزما د نظم
درحمن ديوان به او منډى په جېب
له دې نه صفا جوتېږى چې مذکوره تعليات د رحمٰن بابا خپل دى ـ بل چا د هغۀ په ديوان کښې تر تعلياتوپورې تصرف نۀ دے کړے ـ
د خوشحال بابااو د رحمٰن په دې شعرونوکښې د سوال اوجواب واضع عکس موجود دے ۔
سل سړبنى دې دا تر يوۀ غزل ځاريږى
نن چې دا پښتو ده کرلا ڼى خوشحال وائيلې
يوخوشحال يوکم سل نورخټک په طبيعت کښې
ځار شه د رحمٰن سربڼى لۀ يوۀ فرده