کلاسکیت

پروفېسر یوسف سرمست د کلاسک څۂ داسې تعریف کوی۔ پہ یونان کښې سماجی ژوند پہ پنځۂ طبقاتو کښی وېش دے۔ ھرې طبقې تہ کلاس وائی۔ پہ لاطینی ژبہ د کلاسزمعنٰی دہ جماعتونہ یا طبقې د انګرېزۍ لفظ کلاس لۂ دغې نہ جوړ شوے دے۔ د یونانی یا پہ رومی سماج کښې اوچتې طبقې پہ کلاسېز پېژندے شی۔ د څۂ وخت نہ ورستو د کلاسک لفظ د اعلٰی درجې ادب د پارہ استعمالېدل شروع شو۔ ټی ایس ایلیټ وائی کلاسک ھغہ وخت پېدا کېږی چې کلہ یو تہذیب کامل شی۔ د دغہ تہذیب ژبہ کاملہ، ادب کامل شی، ورسرہ دا د یو کامل دماغ تخلیق وی۔ دراصل دا د یو کامل تہذیب او ژبې اہمیت او ورسرہ سرہ د یومنفرد شاعر جامعیت وی چې یو تخلیق لہ افاقیت درجہ ورکړی۔

فرانسیسی ادیب او نقاد سانت بیوکے داسې وائی پہ صحیح معنو کښې ھغہ لیکوال د کلاسک پہ زيل کښې راځی چا چې انسانی ذھن لہ ترقی ورکړې وی۔ پہ فکری سرمایہ کښې اضافہ کړې وی۔ پہ واضح طریقہ اخلاقی صداقت برسېرہ کړے وی۔ انسان کښې دائیمی جوش وجذبہ پېدا کړې وی۔ پہ خپل فکر او مشاھدہ انسانی ذھن لہ وسعت او عظمت او بخښې۔ کو م پہ مخصوص انداز کښې د ټولو سرہ مخاطب وی۔ چې د کوم طرزِ انداز داسې وی چې ټول ځان تہ متوجہ کوی۔ چې کوم بغېر د بدعت نہ جدت معلومیږی چې کوم کښې نوے او زوړ دواړہ ګډوډ شې او یو محسوس کیږی، د ھغې پہ طرزِ ادا کښې دا خصوصیت وې چې ھر دور ھغې لہ خپل طرزِادا وګڼی۔

د انګرېزۍ لفظ کلاسک نہ کلاسکی او کلاسکیت غوندې لفظونہ وضع کړے شو۔ کلاسکیت د کلاسېزم پہ ځائے مستعمل دے۔ ادب او فن پہ دنیا کښې د کلاسک تصور د زړې زمانې نہ موجود دے خو د کلاسکیت اصطلاح د جدید دور پېداوار دے۔

پہ دولسمہ پېړۍ کښې پہ یورپ باندې مسلمانانو غلبہ بیا موندہ د کومې لۂ کبلہ د کلاسکیت زور کم شو ۔ خو د یورپ نشاۃ الثانیہ نہ ورستو د کلاسکیت بیا احیاء اوشو چې کوم تہ د نو کلاسکیت نوم ورکړلے شو۔

پہ فرانس کښې ولسمہ او اتلسمہ پېړۍ کښې او پہ انګلستان کښې د ۱۶۶۰ء نہ واخلہ ۱۷۸۰ء پورې د نو کلاسکیت دور دے۔ نو کلاسکیت د ارسطو او ھورېس پہ نظریاتو او پہ اصولو باندې ولاړ دے ډرائیډن، پوپ، جانسن اېډیسن او ګولډ سمتھ د نوکلالسکیت پہ علمبردارانو کښې ښکارہ نومونہ دی۔

د نوکلاسکیت ضروری اصولونہ دا دی۔

  • جذبہ او تخیّل د اذادۍ پہ نوم ګمراھی دہ

  • تعقل، تعدیل، ھم اہنګی توازن صحیح او جامع دی

  • شاعری دتخلیق پہ ځائے باندې فن دے، چې د ھئیت پہ سختو اصولونو تحت سر تہ رسی او علویت قائمہ وی

  • د حسن د ټولو نہ لوے جوھر ددې صداقت دے۔ د فن د ټولونہ لوے قیمت ددې پہ خوشحالۍ بخښلو کښې پټ دے۔ سبق اموزی پہ دوئیمہ درجہ راځی

  • د انسانی فطرت دائیمی عناصرو نقالی اصل فنکاری دہ

د ھر مصنف خپل شاخت وی دې لہ پارہ دا دھغۂ پہ انفرادی خصوصیاتو تحت قبلول پکار دی۔ دا پہ یو بل کښې ګډوډول د عقل او اصول خلاف دی۔

پہ عالمي معلوم ادب کښې یونان کښې پہ ټولو کښې اول د کلاسکیت بنیاد پرېوت۔ د یوناني کلاسکیت دورانیہ دہ ۵۰۰ BCE نہ واخلہ تر ۳۲۰ BCE پورې پہ دې دوران کښې پہ شاعرۍ کښی Homer او Sappho۔ پہ ډرامہ کښې Sophocolese او Euripidese او پہ فلسفہ کښې سقراط ،افلاطون ،ارسطو وغېرہ پېدا شو۔ یونان پہ دغہ دور کښې مجسمہ سازۍ کښې ھم د پائې فنکاران پېدا کړي وو۔ Homer خپلو Epics نظمونو دپارہ Sappho خپلو Lyrical نظمونو لۂ پارہ تر اوسہ مشہور دي۔

د رومن کلاسیکیت دورانیہ دہ ۷۰ BCE واخلہ تر۱۸ BCE پورې پہ دې کښې Dante، St.Paul او Virgil پہ شان قد اور شخصیات پېدا شو۔ د ټی۔ایس۔ایلټ پہ نظرکښې ورجل دټولو نہ مکمل کلاسک ؤ۔ ھادی حسین پہ مغربی شعریات کښ Virgil او Sophocolese تہ دغہ اشارہ کړې دہ۔ پہ فرانس کښې د کلاسکیت دور دے د ولسمې صدۍ دوئیمہ نیمائي چې پکښې بوالو او راسین پېدا شو۔ پہ انګلستان کښی د کلاسکیت دور دے د ۱۶۶۰ نہ واخلہ تر ۱۷۱۴ پوری چې درئیډن، شیکسپئیر او ملټن اوزېږدل۔ پہ مشرق وسطیٰ کښې امرألقیس۔ بوالنواس متنبی او ولید ښکارہ دي۔ دغہ شان پہ فارس کښې سعدی، رومی حافظ او فردوسی وغېرہ۔ ھندوستان یو مختلف الزبان خطہ دہ پہ دې کښی فارسۍ، ھندی، پنجابۍ، اردو، سندۍ او پښتو ټولو ژبو خپل کلاسک زېږولي دي۔ پہ فارسۍ کښې عبدالقادر خان بېدل، غنی کاشمیری، نعمت خان سرحدی او شوکت بخاری پہ دوی کښې بېدل داسې شاعر دے چې مرزا غالب د ھغۂ انداز خپلول غوښتۂ خو ناکام پاتې شوے ؤ او ډیر کلام یې ضائع کړے ؤ۔ پہ پنجابۍ کښې بابا فرید، بابا نانک، شاہ حسېن، بلھے شاہ، سلطان باھو، وارث شاہ، میامحمد بخش او خواجہ غلام فرید قابل ذکر نومونہ دي۔ خو پہ دوي کښې وارث شاہ داسې نوم دے چې د ھغۂ ثاني د دنیا پہ ادب کښې د ګوتو پہ شمار دي۔ پہ ھير وارث شاہ کښې وارث شاہ د پنجاب ټول کلچر ښکارہ کړے دے۔ اول یې د رانجھا او د ورڼو تر منځہ د جائداد حرص او د ویشکونکو غېرمنصفانہ او طرفدار ہ رول پہ ډاګہ کړے دے۔ بیاد مسافرۍ دوران کښې دملاپہ جومات کښې د رانجھا سرہ معتصبانہ رویہ د پنجاب پہ کلچر کښی د جوګیانو کرداراو توہم پرستی دا ټول پہ ګوتہ کړي دي۔ پہ داستان کښی د تصوف چاشنی غم، درد سوز او اختتام ټرېجک ھیر وارث شاہ لہ یو لازوال فن پارہ جوړہ کړی۔ ھیر پہ عوام او خواص دواړو کښې مقبول دہ۔ او پہ مغربی او مشرقی پنجاب دواړو کښی پہ سندر غاړو کښې د ھیر د وینا مقابلې منعقد کېږی۔ پہ اردو کښې میر تقی میر، میر درد، رفیع سودا، ابراھیم ذوق، غالب دا ټولہ د کلاسک شاعرانو لړۍ دہ۔

پہ پښتو کښې کلاسکیت صرف پہ شاعرۍ کښې دے۔ زمونږ نثری ادب ماشوم دے دې دا سې څوک نۂ دي پېدا کړي چې مونږہ یې دعالمی نثری ادب پہ تناظر کښې وګورو۔ او دکلاسک درجہ ورلہ ورکړو۔ مرزا خان انصاری زمونږ اولنے د غزل کلاسک شاعر دے۔ دولت، واصل، رحمان بابا، اشرف خان ھجری، قادرخان خټک، خواجہ محمد سائل، حمید بابا، کاظم خان شېدا، علی خان دا اوږدہ لړۍ دہ۔ پہ دوی کښی علی خان زمونږ ورجل دے پہ علی خان کښې د خوشحال بابا جذبہ د رحمٰن با با او دحمید بابا درې واړو رنګ موندے شی۔ د روایاتو پاسداری تعقل پسندی د ھٔیت پورہ پورہ پابندی د صنائع بدائع استاد ټول دیوان انتخاب پہ یو شعر کښې غرابت پہ نظر نۂ راځي۔ ځنې ذھنونو کښې بہ دا سوال پېدا کېږی چې خوشحال باباډېر لوے شاعر دے ھغہ دې فھرست کښې ولې شامل نۂ دے پہ خوشحال بابا کښی کلاسکیت او رومانیت دواړہ موجود دي۔ رومانیت د کلاسکیت ضد دے پہ رومانیت کښې شاعر د خپل تخیل تابعداري کوی د ھئیت او د روایت پرواہ نۂ ساتي۔ خوشحال بابا تر دې غزل او قصیدہ چې روایتی اصناف دي روایت نظر انداز کړي۔ مثال پہ توګہ غزل کښې مطلع، مقطع او د شعرونو تعداد د پنځو نہ کم بہ نہ وی۔ پہ دوي کښې کۂ یو توکی کښې کمے راغے غزل نیمګړے حسابیږی او روايت پورہ نۂ شي۔ اوس دخوشحال بابا دا غزل وګورئ:


پہ جھان کښی څلور قسمہ دے نعمت
عاقلان یې دي خبر پہ حقیقت

لمړنے نعمت دعلم د ښہ خلق دے
دا نعمت پہ دواړہ کونہ دے راحت

بل نعمت پہ دا جھان کښې ډېر دولت دے
چې ھر شان پرې ابلہان کا فراغت

بل نعمت د ریاضت دے کۂ یې ګورې
پہ ھغہ جھان راحت دلې محنت

دا د خوشحال بابا پہ کلیات کښې د غزلیاتو پہ برخہ کښې د ت پہ پټۍ کښی درج دے۔ یو خو مقطع نۂ لری نیمګړے دے بل د نظم پہ شان مسلسل دے او د نظم پہ شان ارتقا کوی او خیال ھم یو دے۔ خوشحال بابا پہ قصیدہ کښی روايت یعنی د تشبیب، ګریز او د مدعا پرواہ نۂ ساتي چې څنګہ پرې امد شروع شی لیکل شروع کړي۔ دا بل مثال د سبکِ ھندی د استاد شاعر دکاظم خان شېدا د غزل دے۔


څۂ رنګ راشی پہ نظر ایہ دِ تا
وینی څوک لکہ پری سایہ دِتا

خوابیدہ فتنہ یې اولیدہ ناګاھ
چې پہ مھد کړۂ نظر دایہ دِتا

غم بہ ھیڅ د پرېوتو ورسرہ نۂ وی
کۂ شی پستہ لکہ خاک پایہ دِتا

تورې خاورې یې پہ سر شوې تمام عمر
مۂ شہ دفن لکہ ګنج مایہ دِ تا

دا اخرنۍ مصرعہ کۂ داسی وے سمہ بہ وے
دفن مۂ شہ لکہ ګنج مایہ دِ تا

شیدا د عروضو شېدا دے، ھغۂ پہ یو نظم کښې دا وینا ھم کړې دہ چې پښتو ژبہ بې نظامہ بې انصرامہ دہ کلہ چې د عروضو پہ میزان وتللے شی ټولہ دړې وړې شی۔ خوشېدا د پښتو ژبې شاعرۍ لہ د فارسۍ او اردو شاعرۍ سرہ تلی، د پښتو ژبې شاعری د سېلابونو پہ نظام ولاړہ دہ۔ زمونږ د جدید نظم لوے شاعر سمندر خان سمندر خپلې شاعرۍ تہ پہ عروضو نقصان رسولے دے۔ د کاظم شیدا پہ کلام کښې دا قسمہ مصرعې نورې ھم لیدے شی۔ کاظم خان شېدا ډېر زیات مشکل پسند دے تخیل یې ډېر زیات اوچت وی، کلاسکیت نوم دے د شاعرۍ پہ ټولو عناصرو کښې د توازن د علی خان پہ درست دیوان کښې توازن دے دروايت دھئیت او د شاعرۍ نورو عناصرو د ھر څۂ پورہ پورہ خیال ساتی۔

زمونږ پہ چار بېتہ کښې نورہ دین اخون، احمددین طالب، امانت مالیار، محمددین تېلی، عبدالمنان ملا، قاضی ګل، عبدﷲاستاد او میرحسن بابا وغیرہ کلاسک دي۔ پہ دوی کښې احمدین طالب د ھٔیت، د روايت او د میزان پورہ پورہ خیال ساتلے دے۔ او چې د چاربېتې څومرہ اقسام دي پہ ټولویې طبع ازمائي کړي دہ۔ پہ جدید دور کښې چې یو غزل، نظم یا چاربېتې تہ چې اوئیلے شي چې داکلاسک غزل نظم یا چار بېتہ دہ ددې مقصد دا وی چې پہ دې کښې د کلاسک دور بې عېبی دہ پہ اوسنی دور کښې زمونږ ډېر شاعران موجود دی چې کلاسک غزل لیکی خو دوي تہ مونږ د کلاسک درجہ نۂ شو ورکولے ځکہ چې ھغوی پہ بل مقام د رومانیت ښکار شی او رومانیت پکښې پہ حاد شکل کښې موجود وی۔ البتہ د چاربېتې رواج کم شوے دے۔ غزل زمونږ اولسی شاعری لکہ چاربېتہ، لوبہ، نیمکۍ، بدلہ وغېرہ اوخوړۂ دا زمونږ ناپوھی دہ ګنی د اولسی ادب مقام د لیک ادب نہ اوچت دے۔