خالص شاعری

(د Henri Bremond د دتقریر د مخلص ترجمې نہ ترجمہ)

راپېن(Rapin) د شاعرۍ یو پسې بل صفت بیانولو نہ ورستو داسې وائی چې پہ شاعرۍ کښې ځنې اوصاف داسې ھم دی چې ھغہ د بیان نہ بھر دي۔ او دھغوی توجیہ یا توصیف نۂ شی کېدے، دوي تہ د شاعرۍ سربستہ رازونہ وئیل پکار دي۔ داسې څۂ الفاظ موجود نیشتے چې د شاعرۍ دغہ لطافتونہ او دل پزیر خوبیانې بیان کړی، چې کومې بغېر څۂ د واضح ادراک نہ پہ زړۂ باندې د جادو اثر کوی۔

پہ دې عبارت کښې چې کوم لفظ قابلِ توجه دے ھغہ دے، ھم، ګویا پہ شاعرۍ کښې د شاعرۍ پہ جوھری خصوصیاتو یو مستہزاد خصوصیت موجود دے چې د ھغې تخصیص نۂ شی کیدے۔ نن صبا مونږ دا نۂ وایو چې پہ نظم کښې د محاکاتو ژوندۍ نمونې موجود دي، اوچت خیالات، لظیف جذبات او ناقابلِ توصیف خوبی دہ۔ ددی پہ ځائے مونږ وایو چې پہ نظم کښی خارج از بیان صفت دے چې کوم نظم تہ وحدت بخښی، ھر نظم کښې دیو پراسرار شی موجودګی، جلوہ ګری او تغیر انګېز وحدت افرینی د عمل منت بار وی۔ دغہ پراسرار شے ھغہ دے چې کوم تہ مونږ خالص شاعری وایو۔

کلہ چې مونږ یو نظم لوستل شروع کړو نو شاعرانہ کېفیت پېدا کولو لہ ضروری نۂ دہ چې مونږ دې ټول نظم اولولو ھغہ دې څومرہ وړکے ولې نۂ وی چې کومہ صفحہ زمونږ پہ مخکښی پرانستې وی مونږ ځغلندہ نظر واچوو او دوہ درې شعرونہ اولولو کۂ پہ ھغوی کښې د شاعرۍ حقیقی جوھر موجود وی د ھغې جادو پہ مونږ باندې ډېر زر اثر وشی او باقی نظم لہ قبلولو تہ تیار شو ۔بودلیئر د د دلاکروا د تصویرونو پہ حقلہ وائی کہ تاسو د ھغۂ تصویر لہ دومرہ دلرې نہ ھم ګورئ چې د ھغې موضوع ستاسو پہ پوھہ کښې نۂ راځی پہ دې صورت کښې ھم د تصویر اثر پہ تاسو باندې ډېر زر اوشی۔ تاسو چې پہ کوم ځائے کښې یېٔ ھلتہ بہ ولاړ پاتې شیٔ تاسو لہ د تصویر د نیزدې کېدو ھډو ضرورت پاتې نۂ شی، او ھم دغہ وجہ دہ چې د ځنې دسر شاعرانو کلام مسلسل لوستل ګران وی۔ مثال پہ طور دانتے۔ ستاسو نظر چې د ھغۂ د کلام پہ کوم ځائے پریوت تاسو پہ ھغې کښې ډوب شیٔ او بیا بیا یې لولیٔ۔

کوم نظم لہ چې څنګہ لوستل پکار وی دھغہ شان د لوستلو دپارہ دا کافی نۂ وی بلکې ضروری ھم نۂ وی چې تاسو د ھغۂ پہ مطلب پوھېږئ جیرار د نرول(Gerard de Nerval ) د خپلو سانټونو پہ حقلہ وائی چې زما سانټونہ د ھېګل د ما بعد الطبیعات نہ مشکل الفھم نۂ دی کۂ ددوی تشریح اوکړے شی (بشرطِ کۂ دا عمل ممکن وی) ټول خوند بہ لاړ شی۔ د ھر ملک اولسی سندرې عموماً مھمل وی کۂ ټولې نۂ وی څۂ حدہ پورې ضرور وی، ددوې دمقبوليت سبب ھم دغہ وی۔ پہ شاعرۍ کښې ملاوټ وئیل پکار دی چې زمونږ نہ فی الفور د سطحی عمل تقاضا کوی، مثلاً عقل، تخیل، حسیت او ھغہ شے چې شاعر یې اظھار کوی یا کول غواړی یا مونږ تہ داسې معلومیږی چې ھغہ مونږ پوھول غواړی، ھر ھغہ شے چې د صرف ونحو پہ قواعدو سرہ د نظم نہ جدا کېدے شی، ھر ھغہ شے چې پہ ترجمہ کښې پہ ځائے ساتلے کېدے شی، دا ټول څیزونہ شاعرۍ لہ غېر خالص جوړکړی ځکہ چې دا ددې جوھر نۂ دے عوارض دی۔ د حېوان ذی عقل پہ طور شاعر د کلامِ ناطق دعامو قوانینو مثلاً د ژبې د قواعدو متابعت ضرور کوی خو دشاعر پہ حثیت نۂ کوی۔ شاعرانہ کلام لہ پہ کلامِ ناطق تحویل کول یو خلافِ فطرت عمل دے، ځکہ چې شاعری د کلامِ ناطق ضد دے داسې شاعرانہ کلام چې څومرہ کلامِ ناطق وی دغہ ھمرہ خلافِ قیاس وی۔ د کلاسکی تنقید علم بردار راپېن ھم وائی چې ھر کلہ اشعار څۂ وائی د ھغې نہ د اظھار عنصر خارج کړے شی ھیڅ اثر نۂ پریوځی۔ لۂ دې نہ نتیجہ اوځی چې پہ اوچتې نہ اوچتې شاعرۍ کښې د اظھار ځائے موجود نۂ وی خو ددې پہ خوا خوا کښې ماوراے اظھار څیزونہ موجود وی چې د شاعرۍ حقیقی جواھر دي۔

اوس سوال پېدا کېږی کۂ اظھار مہمل ھم وی، پہ دې کښې معنې څۂ اھمیت نۂ لری، یا د معنویت نہ پُر وی مونږ تہ داسې خوند رابخښی چې د عقل دوس کار نۂ وی، خواہ ھغہ د روزمرہ پہ الفاظو مشتمل وی، ھغہ کوم عمل دے چې پہ شاعرۍ کښې نوے تاب وتوان پېدا کړی چې کلام د نثر نہ جدا شی، او ځان پکښې پریوځی؟

ډېر نقادان چې پکښی د اعلیٰ درجې لائق او فھیم خلق دے ، مثال پہ توګہ پول والیری وائی چې کلہ شاعر د تحمل او چابک دستۍ نہ کار واخلی او اتفاق سر ہ د ژبې فطری موسېقی ورسرہ شامل شی دا کیمائی تغیر پخپلہ ظھور پزیر شی یعنی اظھار شاعرانہ او کلام دشاعر شی۔ ددې نظرې مطابق شاعر د موسیقۍ پہ فنکارانو کښی یو فنکار دے۔ او شاعری او موسیقی دیو څیز دوہ نومونہ دي۔

چې خالص موسیقی د خالص شاعرۍ نہ کمہ پر اسرارہ نۂ دہ۔ زۂ دا سوال کوم چې دا د غېر معروف تعریف د غېر معروف سرہ نۂ دے کۂ مونږ دا اومنو ھم چې شاعری لسانی موسیقی دہ بیا ھم دا نۂ شی وئیلے کېدے چې ھرہ لسانی موسیقی شاعری وی داسې ډېر اشعار موجود دی پہ ھغوی کښی دغہ ھمرہ موسیقی موجود وی چې څومرہ عروض تقاضا کوی۔ پہ دوی کښې ځنې داسې دی بلکې د ھغوی تعداد زیات بہ وی چې د کومو د خوش اھنګۍ مونږ ځکہ تعریف کوو چې دھغوی د دلفرېبۍ مونږ نورہ څۂ توجیہ نۂ شو کولے۔ پہ دې بنا باندې زما عقیدہ دہ چې مونږ لہ د شاعرۍ د ماھئیت لۂ دې کاھلانہ تاویل نہ اجتناب کول پکار دی۔ زما دا ھم مطلب نۂ دے چې مونږ لۂ دې نظریاتو نہ قطع تعلق کول پکار دي چې موسیقۍ تہ د شاعرۍ جوھر وائی ،ځکہ چې دا نظرې چې چې کومې عقل تہ د شاعرۍ قدرتی جوھو وائی خلاف زمونږ ملګرې دي۔ اظھاری او لسانی موسیقۍ لہ پہ دې کثافتونو پہ دې زمرہ کښې د شاملولو پہ ځائے چې دکومو نثر واحد مدعی دے (مثلاً افکار، تماثیل، جذبات) مونږ ددې تائید کوو چې لسانی موسیقی د شاعرۍ نہ نۂ شی جدا کېدے۔ داسې څۂ شاعرانہ کلام نیشتے چې پہ ھغې کښې لږہ قدرې لفظی شاعری موندے شی او لفظی موسیقی د اورېدونکو غوږونو تہ رسېدو سرہ لفظی شاعری جوړہ شی۔ مونږ زر تر زرہ پہ دې دا اضافہ کول پکار دی چې یو داسې ادنیٰ شے (د ھوا د څپو ارتعاش) زمونږ د روح د دومرہ ډوبې تجربې یو ضروری عنصر نۂ شی کېدے۔ د قافې بیا بیا غږدونکې ټلۍ، د یو بل نیزدې د د ګڼو الفاظو د یو توری نہ بیا بیا شروعات زیل او بم ھغہ ترتیب سرہ یا بې ترتیبہ، چې د روح پہ ژورہ کښې د اسمانی اجرامو موسیقی اورېدے شي دې صوتی شعبدہ بازۍ تہ څوک غوږ نیسی؟ پہ دې حالاتو کښې دا بہ څنګہ وشی چې یو څو لفظونہ د روح د ژورتیا نہ اوځی اھنګ، وزن او دقافې مدد سرہ پہ مونږ د نوې دنیا دروازہ پرانزی ؟او کۂ یو شاعر خپلہ تجربہ مونږ تہ منتقل کول غواړی ھغۂ لہ د دومرہ ادنیٰ وسائیلو نہ کار اخستل پریوځی؟ دا څنګہ کېدے شی یو غېرفانی روح پہ دې اب وګل باندې دومرہ منحصر وی چې دکوم وجود دې لہ پارہ زندان دے او د کوم وجود د ھغې نہ بغیر ناممکن دے؟

دا امر یقني معلومیږی چې دروح او د وجود پہ دې جامعِ ضدېن تعاون کښې دالفاظو عمل مرئی یا سمعی حسن یعنی د ھغوی قوتِ تصویر انګېزۍ یا پہ صوتی دل پذیرۍ باندې منحصر نۂ وی ۔ھغہ کۂ ھر څومرہ خوشحالی ورکولو جوګہ ولې نۂ وی۔ مونږ ددې د ګرېز یا ارتعاش نہ خوند نۂ اخلو بلکې مونږ غواړو چې لہ دې نہ یو پراسرارہ څپہ راوځی او زمونږ پہ وجود کښې داخل شی۔ الفاظ محض ھغہ تارونہ دی چی کوم دې څپې لہ منتقل کوی، ددوی خپل صفات لطافت شوکت څۂ اھمیت نۂ لری۔ افلاطون پہ خپل کتاب کښې د ارسطو زبانی د یو جادو د ګوتۍ ذکر کوی۔ دغہ شان یوریپیډیز(Euripides) د جادو د یو کاڼی ذکر کوی چې کوم تہ ھغہ مقناطیس وائی چې کوم څیزونو لہ صرف ځان طرف تہ راکاږی نہ بلکې خپل قوت پہ ھغہ څیزونو کښی داخل کړی۔ الفاظ چی کومې برقی څپې لہ پہ وجود کښې منتقل کوی پہ ھغې کښې ھم دغہ شان پټ تاثیر موجود وی د دغہ پټ تاثیر وضاحت د وضاحت پرست عقل دوس کار نۂ دے۔ د نثر الفاظ زمونږ د ذھن عمل پہ حرکت کښې راولی او یو ھېجان پکښی پېدا کوی خو د شعر الفاظ یو سکون پېدا کړی۔ شاعری چې کوم کېفت پېدا کوی ھغہ د مراقبې کېفت دے چی کوم صوفیانو تہ محبوب دے، یعنی یو مکمل سکون چې ھغہ لہ دې نہ زیاتہ مونږ نہ ھیڅ تقاضا نۂ کوی چې مونږہ ځان ھغې تہ وسپارو پہ دې سپارخت عالم کښی یو لوے او برتر ذات پہ مونږ باندې قبضہ وکړی او مونږہ مصروفِ عمل کړی شاعری یو باطنی یاد یو درنہ روحانی تجربہ(چې څنګہ ورډزورتھ وائی) یو مقدس حرارت (چې څنګہ کیټس وائی) پہ زړہ باندې د ابدیت احساس دروند بار دا احساس مونږ رو رو د خپلې منبع و مبداء یو ما فوق الفطرت ذات پہ مخکښې ورسوی (والټر پیټر وائی) چې ټول فنون د عبادت درجہ حاصلولو پہ کوشش کښې وی او دا د دوی معراج ھم دے۔