د ګوھر بې ځایہ ځاے تنقید
پہ کال ۲۰۱۸ د اکتوبر میاشت کښې داسماعیل ګوھر دتنقیدي او تحقیقي لیکونو مجموعہ اختر حیات قمر تدوین او چاپ کړہ۔ دکتاب سریزہ او لیک پرې باالترتیب اختر حیات قمر او ډاکټر پروفیسر خلیل الرحمان خلیل کړے دے۔ پہ دواړو باندې زۂ څۂ لیکل نۂ غواړم ځکہ چې دواړو اول ځل پہ چا قلم اوچت کړے دے۔کتاب کښې چې کوم لیکونہ شامل دي پہ دوي کښی ځنې د پښتو تر حدہ نوي او معلوماتي لیکونہ دي لکہ د غني خان او د ټېګور د فکر او اسلوب مماثلتونہ، پښتو منډاري ،رحمان بابا اوادبي عمرانیات او د ازادۍ جنګ او ھزارې اولسي ادب۔ خو ھاغہ لیکونہ چې مخکښې پرې کار شوے دے پہ ھغوي کښې چې ګوھر د خپل علمیت ښکارہ کولو کوشش کړے دے پہ ھغوي کښی ترې تیروتنې شوي دي۔
اول راخلو "د خیرالبیان لساني مطالعہ" پہ صفحہ نمبر ۲۴ باندې ګوھر لیکی چې د کابل چاپ نسخہ لغت نامہ کښې پوھاند عبدالشکور رشاد د مټ دوہ معنې ورکړې دي۔ یوہ د خوړونو دتل پستہ او چوڼلې غوندې خاورہ او دوئیمہ خم ۔ ګوھر پہ مخہ لیکی چې رشاد صیب نہ د پښتو مټۍ او د ھندی ماټی کښې فرق نۂ دے شوے او کوم د ھندی او اردو اشعار ورکړے دي وضاحت ترې نۂ دے شوے ۔لکہ دکبیر داس شعر دے
ماٹی کہیےکمہار سےتو کیا روندے مو ہے
اک دن ایسا ہووے گا کہ میں روندوں گی تو ہے
پښتو کښې یې تشریح داسې کړې دہ
ماټۍ کولال تہ وئیل تۂ ولې ما مږې یوہ ورځ بہ راشی چې زۂ بہ تا مږم دلتہ رشاد صیب د کبیر داس د شعر نہ نېغ پہ نېغہ لفظ ماټۍ راخستے دے ګوھر ترې مټکے څنګہ اخذ کړے دے ؟۔ مټۍ او مټکے دواړہ د پښتو ژبې الفاظ نۂ دي دا د ھندی او د یا د ھندکو الفاظ دي۔ پہ پښتو کښې خم ، منګے او منګوټے دي ۔ ګوھر چې څۂ تہ مټۍ وائي ھغې تہ ټېنکۍ وائي ۔ پہ پکلۍ کښې بہ ورتہ مټۍ وائ چې ھلتہ پښتو سرہ ھندکو ګډہ دہ ۔
خلقت تمام گردش افلاک سے بنی
ماٹی ہزار رنگ کی اس خاک سے بنی
د بل شعرد رشاد صیب د پښتو عبارت ګوھر نۂ دے ورکړے چې دلتہ رشاد صیب ماټۍ د منګی پہ معنٰی کښی اخستے دہ ۔ دلتہ سمہ خبرہ دا دہ رشاد صیب د مټ معنی تہ رسېدلے دے او معنی یې خاورہ او خم اخستې دہ ۔ خو مټ معنیٰ صرف خم دے خاورہ نۂ دہ مثال پہ توګہ تورہ کۂ د تورې معنٰی مونږ اوسپنہ ورکوو غلطہ دہ بېشکہ تورہ د اوسپنې نہ جوړہ دہ ۔ دغہ شان کرسۍ کۂ کرسۍ تہ مونږ لرګے وایو دا ھم غلطہ دہ ۔ مټ یا خم دا د خاورې نہ جوړ دے خو دا دجوړولو نہ ورستو پہ پجہ کښې پہ اور باندې پخولے شي دا ھاغہ لوښے دے چې اوبۂ،شراب سرکہ یا نور څۂ پکښې خوندی کېږی ۔
پہ صفحہ نمبر۲۶باندې د خېر البیان عبار ت دے
زۂ لہ حرصہ اوږدہ امیدواري، نان کوري، تاریکي د زړۂ پېدا کړم ۔ لہ کبرہ غرګي بې راھي پېدا کړم ۔ حافظ عبدالقدوس د غرګي نہ دھوکہ معنٰی اخستې دہ او ګوھر غرور صحیح ګني د غرګي پہ پښتو کښې بلہ معنی ھم دہ د سیند د غاړې غونډ غونډ کاڼي چې پہ منګل کښې راځي پخوا بہ کورونو کښی بہ تورہ پلنہ ګټہ (سېل) مرچکے ، رانجۂ وړولو او چټنی کولو د پارہ استعمالیدل۔خو د ګوھر غرور معنٰی سمہ نۂ دہ لۂ کبرہ غرور پېدا کېدۂ څۂ سمہ خبرہ نۂ دہ کبر او غرور دواړہ یو معنیٰ لری ۔ د حافظ عبدالقدوس صېب تشریح درستہ ښکاری ۔ پہ صفحہ نمبر ۳۰ باندې د خېرالبیان عبارت دے کۂ دریابونہ شی څو پہ کړندر د مخلوقات ، ترو واړہ دریابونہ توري شي یا کۂ لہ دغو پہ کړندر زیات شي ۔ اویازرہ کاتبان یا لہ دغو پہ کړندر زیات شي۔
قلندر مومند د کړندر معنٰی شمېر اخستې دہ او صدیقﷲ ریښتین کړاؤ د عبارت نہ صفا څرګندہ دہ چې کړندر شمېر دے ګوھر د قلندر صېب پشتي کړې دہ چې درستہ دہ۔
د مضمون پہ اخرہ کښې یو لفظ اکھر باندی بحث کړے دے رشاد صیب اکھر aksar mala ھندي ژبہ کښې الفبې یعني حروف تہجی تہ وائي ګوھر یې درستګې کړې دہ چې اکثر مالا کرښې تہ وائي او الفبې تہ اکثر چې تلفظ چ سرہ دے( اچھر ) خو ګوھر د اکھر معنٰی نہ دہ ښودلې د اکھر معنٰی دہ تندخوی ،ګرم مزاجی ،اکھرہ غصیلہ، اکھرہ پن، غصیلہ پن ۔د چا د څھرې یا د څاروی ظاھری تاثرات وی۔
"سوکیا څوک ؤ "
جیمز ډار مسټېټر یو فرانسیسے محقق او لیکوال ؤ ھغۂ د انګرېز پہ دورہ کښی د پښتو ژبې پہ اولسي شاعرانو یو کتاب "ھاروبھار " اولیکۂ پہ دې کښی ډارمسټېټر دسوکیا د پېدائش مقام ټاکوټ سوات ښائي ۔ قاضي عبدالعلیم اثر پہ خپل کتاب باغ وبھار کښې د طورومردان او تور غر ادبي جرګې پہ خپلې تذکرہ کښې د تور غر کنار ښودلے دے ۔پہ دوي کښی مستند تحقیق د ډارمسټېټر دے ځکہ چې ھغہ د سوکیاھم عصر دے ۔ د ھاروبھار توضیحات پہ افغانستان کښی مجروح صیب کړي دي سوکیا تہ سوګیہ اوټاکوټ تہ ټکوټ لیکل دومرہ لویہ غلطي نۂ دہ دا د یوې ژبې نہ بلې ژبې تہ اړولو کښې کمے بېشے اوشي ۔ تر کومہ پورې چې سوکیا ھندو ؤ یا سکھ ؤ د ګوھر دومرہ اوږد تحقیق نہ ورستو بہ یې مونږ اومنو چې سکھ ؤ ولې د بټګرام دغہ خلق اوس ھم پہ ھندوانو بللے شي او کړۂ وړۂ یې د سکھانو نۂ دي ۔ ټاکوټ د ډارمسټېټر پہ وخت کښ یاغستان کښې ؤ ضلع بټګرام او ضلع تور غر یاغستان یادېدۂ ۔ اذادہ سیمہ وہ د چا عملداري پرې نۂ وہ ۔ ضلع بټګرام د پاکستان جوړېدو نہ لس اتۂ کال ورستو د پاکستان حصہ وګرځېده ۔ اوس ټاکوټ پہ ضلع بټګرام او ھزارہ ډويژن کښې واقع دے ۔ د ډارمسټېټر پہ وخت کښې ټاکوټ نہ پہ سوات کښې ؤ او نہ پہ ھزارہ کښې ۔محمود د مرغز د دارمسټېټر پہ وخت کښې ضلع مردان کښې ؤ خو نن صبا پہ ضلع صوابۍ کښی دے ۔ دا د لیکوال زمہ واری وی چې زوړ تاریخ او زړې جغرافې نہ ځان خبر کړی ۔
"د ھائیکو مقدمہ "
د ھائیکو تعریف اسماعیل ګوھر غلطہ کړے دے ۔ ګوھر لیکي د ھائیکو معنٰی دہ مختصر کلام ۔ د ھائیکوhaikuمعنٰی دہ image عکس یا snap پہ ھائیکو کښې د یو لمحې تصویر کول مقصود وي دجوړښت پہ لحاظ،۵ ،۵،۷، اود ګوھر ھائیکودواړہ مستعل دي ۔ د ګوھر د ھائیکو پہ شان ھائیکو مثال یې د انګرېزۍ دا ھائیکو وګورئ
in the amber dusk
each island dream its own night
the sea swams with gold
د باشود ھائیکو د انګرېزۍ ترجمہ
old pond
frog leaps in
water sound
دابلہ
the frist cold shawer
even the monkey seems
a lettle coat of straw
پہ دې لیک کښې ګوھر خپل ځان اولنے ھائیکو نګاراو اولنے د ھائیکو د چاپ کتاب څختن ثابت کولو ھڅہ کړې دہ۔ دا کار د راتلونکي د وخت د محقق دے عارف تبسم او علي کمېل قزلباش ددې ګوھان دي چې د ربنواز مائل ھائیکوپہ ۱۹۸۲ کښې پہ اولس کوئټہ کښې چاپ دي(ریکارډ یې موجود نۂ دے ) د قاسم بنوي ھائیکو پہ انعام مردان کښې ۱۹۹۰ کښې چاپ دی او د ګوھر ھائیکو پہ ھزارې ګلونہ کښې پہ کال ۱۹۸۸ کښی چاپ دي چی ریکارډ يې موجود دے ۔ پہ اولہ کښی ماھم ھائیکو لیکلہ خو کلہ چې القلم د پارہ د د ھزارې تېر ھېر شاعران پہ عنوان مې لیکل شروع کړل ماتہ معلومہ شوہ چې د پښتو پہ اولسی ادب کښې د ھائیکو پہ شان درې مصرعیزي نظمونہ د مخکښی نہ موجود دي ۔ لکہ
د خونۂ لرګیہ
تۂ څۂ خبر یې
د ځوانانو لہ مرګیہ
خو زۂ د ھائیکو اولنے معلوم شاعر فقیر ګل اخون ګڼم چې ھائیکو یې دہ
راغلے یم لہ کنار
نۂ خورمہ د چړ ډوډۍ
اودۂ بہ شم نھار
چې دانګرېز د دورشاعر ؤ دا ټول واقع پہ القلم کښی چاپ دہ او نورې نمونې پکښې ھم موجود دي ۔ لۂ دې نہ ورستو ما ھائیکو تہ ثلاثی لیکل شروع کړل ځکہ دا د پښتواولسی ادب خپل پېداوار دے ۔ لۂ دی نہ ورستو شرین یار یوسف زي څۂ نورې نمونې پہ لیک کښې را پہ مخہ کړې او درئیزې نوم یې ورلہ ورکۂ ځنې پکښې درئیزې نۂ وې ګو ھغۂ درئیزو تہ سمې کړې وې۔ بېشکہ اوس ھائیکو ډېرہ ترقي کړې دہ خو دې نمونو نہ ھم څوک سترګې نۂ شي پټولے ۔نورې نمونې پېدا کېدے ھم شي او لیکل ھم ګران نۂ دي ۔ پہ جاپان کښې ھائیکو بہ یوہ کرښہ کښې لیکلې شوہ دا د دریو مصرعورواج ورستو پرېوتۂ دے ۔ لکہ اے ګلٍ نرګسہ لاړې اووتې د جونو د مجلسہ ۔ خو پہ اولہ مصرعہ اے ګلٍ نرګسہ پسې cutting
یا مخاطبہ لکہ د ماھې غوندې لازمي دہ ۔
اوس یې مونږ داسې لیکو
اے ګلٍ نرګسہ
لاړې اووتې
د جونو د مجلسہ
اے ګلٍ خاشخاشہ
چې پہ تورہ سلہ ګل شم
تۂ بیا راشہ
"د چاربېتې ابتدا او ارتقا"
پہ کتاب کښې دا لیک د ټولو نہ نیمګړے لیک دے۔ دچاربېتې وجود ګوھر پہ پښتو ژبہ کښې د اسلام نہ مخکښې وېني او توضیح پېش کوی چې د چار لفظ د فارسۍ نہ علاوہ پہ ھندوی ،نېپالی او تبتی ژبو کښې موجود دے ۔ دا ناممکن خبرہ نہ دہ ځکہ چې پہ دوي کښی اکثر خلقو بېخ بنیاد یو دے ۔ خو د چاربېتې وجود د اسلام نہ مخکښې امکان نہ لری ځکہ چې بېت لفظ د عربۍ دے ۔ او دبېت معنٰی دہ مصرعہ یا کور ۔ خو ګوھر چاربېتہ د چاربيتي نہ ماخوذ ګڼلے دے او د بيتي معنٰی یې کلام لیکلې دہ ۔ حالانکې د بيتي معنٰی دہ تېردل( ګزرنا )لکہ اپ بيتي جګ بيتي وغېرہ وغېرہ۔ ما پہ چاربېتہ پوھنہ کښې د تائیمني دچاربېتې ۶۵۰ ھ ذکر کړے ؤ دا چاربېتہ ما د پښتانۂ شعرأ نہ راخستې وہ ددې جوړښت د چاربېتې دے سر ، کړہ ۔او رتیب یا جوړ او د چاربېتې اھنګ لري ۔ دوئیمہ زاړہ چاربېتہ د اکبر زمینداور دہ وخت یې دے ۷۵۰ھ ۔ اکبر زمینداور پہ ټولو کښې متنازعہ شاعر دے د قلندر صېب پېروکاران او ترقی پسندہ ډلہ ددې شاعر د وجود نہ انکاریان دي ۔پہ غزل ورلہ ھم د شکوک و شبھاتو اظھار کولے شي ۔پہ ډیوہ رېډیو د غزل پہ پروګرام کښې ډاکټر راج ولي شاہ ، ډاکټر یار محمد مغموم ، ډاکټر پروېز مھجور څوک ھم د اکبر د وجود او د اکبر غزل اولنے منلو تہ تیار نۂ ؤ ۔ د لیک پہ عنوان کښی دچاربېتې د ارتقا ذکر شوے دے .ولې پہ دې موضوع باندې دوہ ټکې نۂ دی لیکلي شوي۔
(دا لیک د کتاب د مخ کتنې پہ تقریب کښې اورولے شوے دے)
نومبر ۱۶ نېټہ ۲۰۱۸
اقبال