شاعری او حسن

سینټ ټامس ایکوټیناس پہ نیز حسن ھغہ دے چې د کوم نظارې سرہ زړۂ تہ خوشحالی رسی۔ پہ حسن کښې دوہ عناصر وی، وجدانی علم او لذت۔ د حسن علم حاصلول عمل پخپلہ لذت بخښونکے وی او د علم حاصلولو وسیلہ عقل دے۔ کۂ حسن عقل تہ لذت بخښی نو ددې معنیٰ داشوہ چې پہ حسن کښې د اعلیٰ درجې تناسب موجود دے۔ ځکہ چې پہ تناسب باندې عقل مئین دے۔

د قرون وسطیٰ مکتبی فلسفیانو د صورت جلوہ حسن ګڼۂ ؛

خو حسن د وحدت، حقیقت او د خېر پہ شان د ماورائی اقلیم ساکن دے۔ دا ټول د وجود حثیتونہ او شکلونہ دی، څنګہ وجود ھر ځائے کښې موجود دے او پہ ھر ځائے کښې پہ مختلف رنګونو،شکلونو، حثیتونو او پہ کېفتونو کښې خپل ځان ښکارہ کوی دغہ شان حسن پہ ھر څیز محیط پہ ھر څیز کښې جاری او ساری او د ھر څیز نہ صادر کېږی او د حسن د شہود لا تعداد صورتونہ دی۔ حسن د سبب اول یعنی د ذاتِ باری تعالےٰ صفت دے چې کوم د ھر کمال ازلی او اصلی مثال دے۔ خو جمالیاتی حسن او ماورائی حسن دوہ علیحدہ څیزونہ دی۔ د جمالیاتی حسن ادراک پہ حواس او عقل حاصېلږی۔ د جمالیاتی حسن نقط نګاہ سرہ ھر شے حسین نۂ وی ځنې حسین او ځنې قبیح وی خو د خدائے او د صوفیاؤ پہ نظر کښې ھر شے حسین دے۔ فن پہ خپل ځان ددی پاکیزہ روحونو د پاک بینۍ د تقلید کوشش کوی پہ دی معنو ھغہ د قبیح څیزونو نہ حسن اخذ کوی او پہ نورو الفاظو کښې ھغہ د ماورائی او د جمالیاتی حسن د تمیز ختمولو خواھش مند وی چې جمالیاتی حسن لہ پہ ماورا ئی حسن کښې ضم کړی۔ بودلیئر دې نقطې لہ داسې بیانوی:

"دا د شاعرۍ او د ھغې د معاون موسیقۍ پہ طفېل دہ چې روح د بعدالممات د جلوو نظارہ کوی۔ د حسن دا قابلِ تحسین او غير فانی وجدان ھغہ شے دے چې د کوم پہ سبب دا زمکہ او د ھغې مظاھر اسمان او دھغې عکسونہ معلومیږی"

حسن محض د کمال نوم نۂ دے۔ ھغہ شے (پہ خپل ځان کښې) چې کامل وی ھغہ زمونږ د کمال جوئی ذوق لہ نۂ پارہ وی او مونږ تہ احساس نۂ پېدا کوی چې پہ دې کښې څۂ کمے دے ھغہ دې پورہ کړے شی۔ دا فن کار دے چې د اشیاؤ نقائص پہ کمال کښې بدل کړی۔ کوم شے بې عېبہ وی ھغہ د د فن د احاطې نہ بھر وی۔ حسن د شاعرۍ مقصود نۂ دےبلکې منتہا ' ماوراے منتہادے۔ د شاعرۍ څۂ مقصد نۂ وی۔ دا د روح یو بې غرضہ او ازادانہ عمل دے ددې محرک یو شے وی ،یعنی د ھغہ علم اظھار چې کوم د شاعرانہ وجدان پہ ذریعہ حاصلېږی۔

حسن د شاعرۍ مقصود(transcedental correlative) نۂ دے پہ ماورائی اقلیم کښې کوم حثیت د حسن دے ھم ھغہ حثیت د شاعرۍ د ادراک اود عقل پہ سلطنت کښې دے حسن د شاعرۍیو صفت نۂ دے بلکې شاعری او حسن دواړہ ھم ذات او ھ٘مزاد دی۔ د حسن پرستۍ مذھب یعنی د حسن تحصیل پہ شعوری طور د شاعرۍ مقصد جوړول د شاعرۍ وسعتِ مشرب لہ محدود کول دی۔

شاعر چې کوم وجدانی علم پہ خپل کلام کښې مجسم کوی د ھغې یو بنیادی عنصر د ھغۂ عرفانِ خودی وی ، یعنی د خپل شخصیت سربستہ اسرار پورہ پورہ واقفیت۔ دې نقطې لہ Rimbaud پہ دې لاندینو مبالغہ امېز بلکې خوف انګېز الفاظو کښې بیانوی:

"کوم سړے شاعر جوړېدۂ غواړی ھغۂ لۂ پارہ ډېرہ ضروری دہ چې ھغہ خپل ځان پہ مکمل ډول وپېژنی شاعر د خپل روح پہ تلاش کښې وی، روح لہ کنګالوی ھغې لہ پہ امتحانونوکښې واچوی او دھغی علم حاصلوی کلہ شاعر روح لہ وپېژنی بیا د ھغې تربیت کوی۔ ضرورت ددې امر وی چې شاعر روح لہ یوہ طاغوتی ھستی جوړہ کړی۔ شاعر د یو اوږدې شدید او مدلل طریقې سرہ خپل حواس مختل کړی او پہ ځان کښې بصیرت پېدا کړی ھغہ خپل ځان لوئے مریض، مجرم او ابلیس(چې څوک د ټولو نہ لوے عارف دے) جوړ کړی۔"

خو فرض کرئ لہ دې ګرانو او ویرونکو لوړو نہ د شاعر پښہ وښویږی د ھغې نتیجہ بہ څۂ وی؟ دغہ شان شاعری چې د کومې مقصد محض د شاعر د نفس مطالعہ وی لار خطا کړی او د منزل نہ ډېر لرې وځی ۔ داسې شاعری د سائنس ادنیٰ الہ جوړہ شی۔ یا خپل ځان تصوف، سریت او باطنیت کښې ورک کړی۔

پخپلہ مرکزِ انائیت چې پہ شاعرۍ کښې کوم صورتونہ پېدا کړل پہ ھغې کښې یو انتہائی صورت دا ؤ چې شاعر دخپلې خودۍ پہ معاملہ کښې ځان یو اتل غازی مجاھد ثابتولو غلط کوشش وکړو۔ د ھغۂ خودی ګویا د ھغۂ دپارہ د نوعِ انسانی تمثال جوړ شو، خپلې خودۍ لہ ازادی ورکول د ھغۂ نصب العېن جوړ شو۔ ددې ابتدا د رومانی تحریک سرہ وشوہ ټولو فنکارانو دا فېصلہ وکړہ چې فنکار دې یو اتل وی۔ بائرن(Byron) وکټر ہیوګو(Victor Hugo) او ګوئتے ددې ذھنیت غټ مثالونہ دی۔ څۂ مودہ ورستو چې شاعرانو وکتل چې د اتل رول د د ھغوی نہ نۂ تر سرہ کېږې ھغوی د لا اوبالی ھیرو(Hero Mnaque) او د مردود شاعر(Mauldit Point) کردار خپل کړو او دځان پہ شان فرضی کردارونہ یې د خپل تخلیقاتو مرکز جوړ کړل۔ کلہ چې دعلامتی تحریک او فن برائےِ فن دور راغے نو فنکارانو د ھیرو پہ رول باندې مکمل قبضہ وکړہ د ټولو نہ لوئے صفت زکاوتِ حس ؤ او دې لہ د ھیرو د حثیت نوم ورکړے شو ھیرو مجسم اظھار ؤ داسې اظھار چې کوم لہ د محرک ضرورت ؤ او نۂ د ضمیر پرواہ۔ ھٰغہ مسئلہ چې کومہ فنکار تہ پېښہ وہ د ټول نوعِ انسانی مسئلہ جوړہ شوہ یعنی پورہ ازادۍ سرہ د اظھار و اثبات د خودۍ مسئلہ۔ فنکار پہ مختلف قوتونوکښې ګېر یو روحانی مجاھد چې د کوم وسلہ اظھار دے د ھغۂ د جھاد مقصد دا دے چې یو بې ضمیرہ معاشرې لہ ضمیر عطا کړی۔

د رومانیانو پہ نیز شاعرانہ عمل د مطلقاتو پہ اقلیم باندې حملہ کول دی د ھغې نتیجہ کشف دے ،یعنی ھغہ حقیقی کشف نہ چې پہ شاعرانہ علم کښې پټ وی بلکې یو قسم جعلی پېغمبرانہ کشف چې کوم جادو او د الفاظو پہ ذریعہ کېمائی تغیر پېدا کولو سرہ تعلق لری۔ شاعر ګویا یو روحانی پېشوا، یو صاحبِ کرامت ولی او ورسرہ سرہ یو شعبدہ باز وی د شاعر کار نہ ځان د خپلې خودۍ پہ صحرا کښې ورکول دی، نہ خپل د نفس څلی نہ پہ لټولو بڅری رایستل او پہ پوکو پوکو بیا ژوندی کول دی، نہ د جعلی الھام دعوې کول او الفاظو پہ شعبدہ بازۍمعجزې ثابتول، بلکې د حسن ھغہ وجدان چې کوم د حقیقی شاعرۍ پہ عرفان خودۍ کښې پټ وی پہ خپلو تخلیقاتو کښې مجسم کول دی۔ اېډګر ایلن پو دې لہ پہ لاندینو معنی خېزو الفاظو کښې بیانوی:

"یو غېر جبلی صفت چې د انسان د روح پہ اعماق کښې پټ دے حسِ جمال دے۔ یواځې د ادراک کردہ حسن عکاسی چې د فن توصیف لۂ پارہ پورہ نۂ دے۔ د فن کار د نوی سر نہ د حسن تخلیق کول دی۔ د حسن جستجو د انسان د غېر فانی کېدو یو ثبوت دے۔ دا یواځې دحسن خوښولو ا ودھغې د داد ورکولو معاملہ نۂ دہ، بلکې د حسن مجنونانہ لټون دے چې د نظر نہ پټ د عالمِ بالا مکین دے۔"