Copyright © 2022, Muhammad Iqbal Khan, all rights reserved
You are free to redistribute this book in pdf format. If you make use of any part of this book you must give appropriate credit to the author. You may not remix, transform, or build upon the material without permission from the author. You may not use the material for commercial purposes
تړون
د نورہدین اخون،احمددین طالب قاضی ګل ، عبدﷲ استاد او د عبدﷲ جان شاعر پہ نوم
نعت
نصيب مې دومره کوم دے چې مسکن زما طېبه شى
پرهر زړۀ به مې روغ شى کۀ حضرت مې مسيحا شى
را ياد چې راته خپل شى ګناهونه اوبوګنېږم
خوشحال شم چې نظر په شفاعت د مصطفى شى
شاهان د زمانې ورته په سترګو کښې هېچ ښکارى
د زړۀ له صدقه څوک چې محمد د در ګدا شى
دى څومره بختاورې په دنيا کښې هغه سترګې
چې غم د محمد کښې کومې سترګې په ژړا شى
طالب دے د بخشيش ربه تۀ عفه ورته اوکړې
اقبال ډېر خطا کار دے په قدم قدم خطا شى
چاربېته
١
تورې زلفې دِ په سپين مخ وهي ټال ځي راځي
په جلب کښې د عاشق زړګے سمبال ځي راځي
تورې زلفې دِ په مخ باندې ټالونه دي
په لنډۍ زنه دِ ايښي شنۀ خالونه دي
تورې سترګې دِ ګولۍ دي کۀ بمونه دي
تا ويشتلي پرې خوران دي بې مجال ځي راځي
تا ويشتلي پرې خوران دي نۀ رغيږي اوس
د هجران په سرو لمبو باندې سوزيږي اوس
صبراومه زړۀ زما کله صبريږي اوس
تصور کښې مې دا ستا د زنې کال ځي راځي
تصورکښې مې دا ستا حسن انيس غوندې دے
په بشر کښې دې کشس د مقناطيس غوندې دے
ټيک دِ ډهال دے په تندي باندې رائيس غوندې دے
سوداګر دِ هر طرف نه ډېر په خيال ځي راځي
سوداګر نۀ يم د حُسن شېدائي يمه ستا
د مجنون په شان له عشق کښې سودائي يمه ستا
نظر وکړه چې په در کښې ګدائي يمه ستا
ځان خبر کړه ستا دربار ته خان اقبال ځي راځي
۲
ستا په محبت کښې مې کباب د زړګي غوښې دي
رنګ مې سوے سکوردے ښکاره دا د ظلم نخښې دي
ستا په محبت کښې مې کباب شۀ اندرون ګوره
څيرې مې ګريوان دے تر لمن حال د مجنون ګوره
درد مې نۀ کميږي ځي زياتيږي روزافزون ګوره
ټوله شپه ژړېږم شوګېرې زما د برخې دي
ټوله شپه ژړېږمه ورک شوے دے اوس خوب زما
تلې آوازې په هر طرف د ليونتوب زما
په ژبه د هر چا دي افسانې د مئينتوب زما
تېرې چړې د هجر مې د زړۀ په څوکه خخې دي
تېرې چړې د زړۀ نه مې ختلې تېرو بېر دي
خيالونه ستا د زلفو مې د زړۀ نه را چاپېر دي
يو خس خوشحالي نيشتے دے غمونه دِ ډېر ډېر دي
نور هيڅ وائيلے نۀ شم ياره هر څۀ ستا د مخې دي
نور هيڅ وئيلے نۀ شم تۀ پرې ښه يې خبردار
اشنا د سوي زړۀ مې بس کړه نور مۀ اخله ازار
اقبال وائي چې يو ځل مې ته موړ کړه په ديدار
نور هر څۀ مې پرېښودي باقي ياره ستا په خوښې دي
۳
ستا د حسن پہ اطرافو باندې شور شور دے
پورې کړے دې زما پہ زړګی اور اور دے
ستا د حسن ھر طرف تہ انګازې لاړې
شام و مصر چین ماچین تہ اوازې لاړې
ستا پرې څۂ کۂ ګورستان تہ جنازې لاړې
تۂ پہ خپلې ځوانۍ مستہ ډېر دې زور زور دے
تۂ پہ خپلې ځوانۍ مستہ چاتہ پام نۂ کوې
یو ساعت لہ قرارے پہ سر د بام نۂ کوې
د دیدن دې پہ ما خس غوندې انعام نۂ کوې
نظر ولې پہ ما نۂ کړې حال مې نور نور دے
نظر ولې پہ ما نۂ کړې زۂ عاشق یمہ ستا
ھیڅ کمے نۂ وینم ځان کښې ښہ لائق یمہ ستا
نۂ رغېږم مبتلا د عشق پہ دق یمہ ستا
زړۂ قلا می درپسې ګلې نسکور کور دے
زړۂ قلا مې درپسې رانړدلے دے
ما چې کلہ نہ دا ستا بشر لیدلے دے
تر لمنې مې ګریوان ګورہ شلېدلے دے
ښہ پوھېږمہ اقبال چې ځائے مې ګور ګور دے
۴
رب د پارہ مھروبانہ شہ پہ ما باندې
کړ ے داسې ظلم چا دے خپل اشنا باندې
رب د پارہ لږ پہ ما باندې نظر وکړہ
ستا پہ لارو کښې یم پروت پہ ما ګذر وکړہ
پېرزو ماباندې د شونډو د کوثر وکړہ
کړوې مې بېګناہ پہ کوم ګناہ باندې
کړوې بې ګناہ او بې تقصیرہ پہ څۂ
رانہ ګرځې لرې لرې ھواګیرہ پہ څۂ
پہ عالم کښی دې زۂ کړمہ بې توقیرہ پہ څۂ
معلومیږ ی د غماز درومې رضا باندې
معلومیږی د غماز سرہ دې لار دہ کنہ
چې غصہ دې ھمېشہ پہ ټنډہ بار دہ کنہ
امزری غوندې دې سترګہ سرہ انار دہ کنہ
نۂ مړېږې یو ساعت لہ پہ جفا باندې
نۂ مړیږې ھر ساعت ظلم ستم کاندې
ښہ بہ نۂ وی چې یو ځل قیصہ مې تم کاندې
زۂ یې څۂ کړمہ دنیا لہ کۂ مرھم کاندې
داقبال سترګې خو سرې دی پہ ژړا باندې
۵
تاد اوربل پہ کنارو باندې
ایښی ګلونہ څنګ پہ څنګ دی کنہ
زړګے مې غوڅ شو کټارو باندې
جامې مې ستا پہ تھمت رنګ دی کنہ
تۂ د اوربل نہ جورئ چتر
راځی د عطرو ترې دماغ
پہ داسې مېچ ورکوې وتر
لکہ مالی چې ساتی باغ
سپینہ کوکۍ ساتہ پہ ستر
چرتہ جُوټہ نۂ کړې پہ زاغ
درتہ ولاړیم پہ زارو باندې
څښکلی مې ستا د مینې بھنګ دی کنہ
څښکلے مې ستا د مینې جام دے
ځکہ ھر وخت نشہ نشہ ګرځمہ
پہ دوہ لاسی زما سلام دے
غلے ھمېش دې پہ کوڅہ ګرځمہ
چې مې د مینې څۂ انجام دے
پہ دې سودا پہ تلوسہ ګرځمہ
دېرہ مجنون شوم پہ مېرو باندې
ملګری نور دې د پالنګ دی کنہ
پہ نورو نۂ کوم نظر
زما نظر دے یو پہ تا باندې
چرتہ مې مور نۂ شی خبر
تعویذ پرې وکړہ پہ ملا باندې
شپې لہ پرېږدمہ لرې ور
راځہ پالنګ لہ مې پہ غلا باندې
مړوم دې شونډو چوارو باندې
ھلکہ خورہ لاچی لونګ دی کنہ
ھلکہ خورہ شونډو سرونہ
تالہ ساتلي مې پہ پال دي
ډېر ورتہ کړی زړۂ کښې سوچونہ
بغیر لۂ تا مې کلہ سیال دی
اقبالہ ولیکہ شعرونہ
سترګې غزال زلفې بنګال دي
اوړہ سینو پہ منجرو باندې
درتہ بخښلې مې قلنګ دی کنہ
۶
ما چې وليدۀ دا ستا جبين روښان
زړۀ مې اووت لۀ کلبوته هغه درنګ
اماني بدن زما شو په لړزان
چې مې تېره په نخرو شولې د څنګ
ما چې وليدۀ دا ستا حُسن رنګين
زړۀ مې دام کښې ستا د زلفو شو اسير
خال دِ ستورے په لنډۍ زنه تک شين
مقناطيس لرې په سترګو کښې تاثير
بل به نۀ وي ستا په شان له څوک حسين
کږې وروځې دې کمان باڼۀ دِ تير
لونګين دِ په سينه دے حکمران
تورې زلفې فولادي تورې کړي شرنګ
لونګين دِ په سينه کړي حکومت
حسن غږ دِ په تمام جهان کښې خور دے
خاص و عام دِ کؤي هر ځاې کښې صفت
چين ماچين پورې دا ستا د حُسن شور دے
پلو لرې کړه لږ پرېږده حجابت
مقابل کۀ دِ سپوږمۍ شي مخ يې تور دے
منور دِ په شغلو دے ټول جهان
سرۀ اننګ دې د اشفاق ښکاري رنګ
ده شفق نه دِ په مخ کښې سرخي ډېره
هسکه دنګه صراحي غندل دِ غاړه
ټيک دِ ډهال دے په تندي نيولے تېره
الُول دِ په سينه دي زلفې دواړه
کۀ مې ستا د نرمو لبو خوند کړو تېره
پوهه شه چې د هجران تبه مې لاړه
شي پوره به مې د زړۀ هله ارمان
چې ملګرے دِ يو ځل شم د پالنګ
چې ملګرے دِ يو ځل شومه د خوب
شي پوره زما د زړۀ به ارمانونه
وچ به شي زما د سترګو نه اشوب
په ګرېوان به ترينه نۀ راځي رودونه
ورک به کړې زما د عمر ليونتوب
کۀ پاښۀ دې راسره وکړۀ لوظونه
اقبال نۀ کړي متازي د بل انسان
چې ولاړه ورسره يې تۀ په ننګ
۷
ځي دلبر زما نه اخلي رخصتونه
نيت يې کړے دے صبا د بل وطن
ځي د اوښکو مې په مخ باندې رودونه
سختې جوړې دي په ما د ځنکدن
ځي دلبر زما ضرور نۀ پاتې کېږي
هيڅ کؤلے نۀ شم دا ده مقرر
زړۀ ټوټې مې د کمر غوندې نړېږي
د فراق لمبو ستي کړم سراسر
هر طرف ته د هجران غشي ورېږي
پېوست کېږي په ځيګر مې برابر
د خزان راوالوتل سپېرۀ بادونه
ورانوي زما د مينې دا چمن
د خزان په هر طرف دؤر دوره شوه
زړۀ بلبل مې کړي ماتم په چغو سر دے
دا ناسازه ډېره زياته ما سره شوه
زړۀ د حاله زما يو الله خبر دے
د ژوندون چې زما ورکه آسره شوه
داسې ژوند نه خو خدايه مرګ بهتر دے
نۀ به زۀ يم نه دلۍ دلۍ غمونه
نه به زړۀ وي هميشه زما غمژن
نۀ به زۀ يم نه به کړمه زوګ سوران
نۀ به يار کؤي په ما باندې ستم
نۀ به ګوتې وهي منځ کښې غمازان
هر سړے به شي خپل په ځائې کښې دم
نۀ به خواه يخئ په ما تل رقيبان
دښمني به راسره نۀ کړي عالم
زۀ به يوسمه پۀ زړۀ سوي داغونه
ستا پۀ عشق کښې به واغوندم کفن
زۀ به يوسمه پۀ زړۀ باندې ارمان
تاله قدر به زما ورستو پېدا شي
دواړه لاسه کۀ بيا مروړې له خفګان
څۀ به بيا ستا پۀ لاسونو باندې را شي
زۀ اقبال به د لحد يم بنديوان
در معلومه به زما درته وفا شي
تۀ په قبر به زما کړې افسوسونه
روح زما به ستا په حال وي خنده زن
۸
راشه پښتنې له مې ياره
ولې مې سېزځې
ستي دِ کړم په سور انګاره
ولې مې سېزځې
راشه تپوس له مې يو ځل
اوکړه لږ نظر
ځواني زما دې کړه جلبل
اوکړه لږ نظر
د مانه ولې ګرځې بيل
اوکړه لږ نظر
ترس په ما اوکړه نګاره
ولې مې سېزځې
ترس په ما اوکړه شيرينه
کوم مې دے قصور
خبره ماته اوکړه سپينه
کوم مې دے قصور
په تن کښې اوچه مې شوه وينه
کوم مې دے قصور
ظلم په ما کؤې بېسياره
ولې مې سېزځې
ظلم په ما کؤې نيک بختې
اے د ګلو څانګې
د مرګ په ما تېريږي سختې
اے دګلو څانګې
د چا به شې د ګلو لختې
اے دګلو څانګې
ورک شې زما نصيبه خواره
ولې مې سېزځې
ستا به نصيب شمه دلبره
نور مۀ خفه کېږه
د زړۀ نه لرې کړه خطره
نور مۀ خفه کېږه
اقباله ستا يم د زړۀ سره
نور مۀ خفه کېږه
خال مې ساتل دے ستا د پاره
ولې ځان سېزځې
۹
جينۍ د بام په سر ولاړه
صراحي هسکه دنګه غاړه
اوربل يې بيا په تېلو غوړ کۀ
د عاشقانو رنګ يې زېړ کۀ
جينۍ په بام کړي نظارې
په دوپټه يې ستارې
قميص يې تور پرتوګ يې سپين دے
بل يې په غاړه لونګين دے
د چا به خونه کړي ويجاړه
صراحي هسکه دنګه غاړه
ښکاريږي نيت يې چاته خړ کۀ
د عاشقانو رنګ يې زيړ کۀ
ښکاريږي نيت يې چاته نور دے
چې د بنګړو يې داسې شور دے
خالونه يې ايښي دي څلور
محنت پرې ډېر کړے دے مور
زلفې يې زانګي په مخ دواړه
صراحي هسکه دنګه غاړه
سم يې د مينې په ما خوړ کۀ
د عاشقانو رنګ يې زيړ کۀ
سم يې په اور کړمه ستي
په کلي کور کښې شوم زياتي
چې مې د عشق اوموند مرض
هيڅ څوک په نۀ کړي غرض
داسې په ما اوشوه پيشاړه
صراحي هسکه دنګه غاړه
جوړ د هجران يې په ما هړکۀ
د عاشقانو رنګ يې زيړ کۀ
هجران په برخه دے زما
زړۀ ورته نخښه دے زما
هيڅ نۀ پوهېږمه په بند
ارزو مې نيشته دے ژوند
کانې يې اوکړې په ما لاړه
صراحي هسکه دنګه غاړه
اقبال يې بې اجله مړ کۀ
د عاشقانو رنګ يې زيړ کۀ
۱۰
سپينې لېچې دِ صفا سنګِ مرمر دي
خوند پرې ډېر کؤي د سرو زرو بُوګان
په اوربل کښې دِ ګلونه د ستبر دي
تورې زلفې دِ خوړل کؤي ماران
تورې زلفې دِ په مخ باندې خورې دي
لکه ګُورې شي وريځې په قمر
په بشر کښې دِ ښکاره د نُور ذرې دي
نيغ کتلے درته نه شم برابر
تېرې څُوکې د پېزوان لکه ارې دي
خخې کړې دِ زما دي په ځيګر
په خفت دِ قد ته سروه صنوبر دي
د مخ ګل ته دِ هوس کړي بوراګان
د مخ ګل باندې مې ډېر دي عاشقان
د يارۍ مې چا سره نيشته دے خيال
ډېر په در کښې مې پراتۀ دي ملنګان
چاته نه ښائيمه د غونډې زنې خال
هسې ځان به خوراوي دي احمقان
کړم د پلار هسکه شمله څنګه پائمال
مقفل مې دروازې د زړۀ د در دي
ځه ورځه کۀ عافيت غواړې ځان
لاړ به نۀ شم ستا له دره بې نوا
ما شمارلے دے په تېره باندې ځان
لګؤم به زۀ د عشق نعره ستا
کۀ برده غوندې مې غوڅ کړي څوک زبان
عاشقي څۀ جُرم نه دے دلربا
نۀ هغه فعل چې شمه پرې پښمان
هر عاشق له عشق کښې سختې مقرر دي
ځکه سوزي په لمبو کښې پتنګان
ځان دِ مۀ سېزځه په اور باندې پتنګه
را معلومه شوه رښتيا زما عاشق يې
نن د شپې به مې ميلمه يې د پالنګه
اوس پرې پوې شوم چې د مينې مې لائق يې
را په خولۀ يې کړه اقباله سرۀ اننګه
لۀ مودې دې ورته وينم چې شائق يې
نرمې شونډې مې نابات دي کۀ ثمر دي
ريژوه پرې نن د خپل د زړۀ ارمان
۱۱
سرې سترګې جادوګرې ـ سپين مخ دِ کمالي
دوروځو په پېوند دِ شنۀ وهلي دي خالونه
سرې شونډې دِ جامونه
سرې سترګې دِ خُمارې ، ښائيسته دي مزې دارې
کاواکه نشه دارې
دخولې نه دِ تويږي په خندا کښې مرغلرې
سرې سترګې جادوګرې
خندا کښې دِ نغمې ـ دحُسن مجسمې
راځي درنه وږمې
اوربل کښې دِ کرلي معلوميږي کشمالي
سپين مخ دِ کمالي
اوربل نه جوړئ چترـ په زلفو لږئ عطر
ساتې يې ښه په ستر
ديدن دِ ارزومند پري پېکرې دي ډېر زړونه
سرې شونډې دِ جامُونه
ديدن مې پرېږده خيال ــ په تېغ به شې حلال
خبر شه په دې حال
پارئ ځان پسې څله تۀ د سرو مچو لښکرې
سرې سترګې جادوګرې
د ځان کړې دښمني ــ کړې خوي د ليوني
دادا مې نۀ مني
ګنډېر به کړې په ځان باندې دا خپله خوشحالي
سپين مخ دِ کمالي
ګنډېر به دِ کړې ژوند ــ بې عقله واخله پند
وائيم درته سرګند
موندے نۀ شې هيڅ کله داسې زلفې مې ټالونه
سرې شونډې دِ جامونه
زلفان به دِ کړم خپل ــ يا سر به پرې کړم دل
نۀ وېريږم له اجل
د زړۀ پتنګ مې سوې ستا په حُسن دي وزرې
سرې سترګې جادوګرې
په حُسن دې شېدا يم ــ په غم کښې مبتلا يم
ورګډ په واوېلا يم
ښکاره راته يو ځل کړه دغه حُسن مثالي
سپين مخ دِ کمالي
ښکاره دِ کړه جبين ــ صفا لکه ائين
خوږې شونډې ګبين
پوره زما د زړۀ کړه اے ناترسې ارمانونه
سرې شونډې دِ جامونه
پوره به دې کړم خيال ــ دمه اوکړه يو کال
پۀ پلار مې کېده پال
جرګې ورباندې اوکره يو دوه درې ښه زرَورې
سرې سترګې جادوګرې
په جرګو به شي رضا ـ صلاح کړه مور زما
دستور دے دُنيا
هالۀ به تا سره شمه هلکه وصالي
سين مخ دِ کمالي
لېلٰى کېښوده غاړه ـ اقباله اوس مۀ ژاړه
دغم موده دې لاړه
ټکور به دې شي اوس د ژوبل زړۀ ژوَر زخمونه
سرې شونډې دِ جامُونه
۱۲
جوړه کړه بهانه جينۍ راځه زمونږه کور ته
اومې منه سوال
غوښې دې زما د زړۀ نيولې دي سُوراور ته
اومې منه سوال
جوره کړه بهانه چې څوک خبر نۀ شي په حال
ستا په انتظار يم
زرۀ عواړي زما چې درته تېر کړم ټول احوال
ستا په انتظار يم
لږ به مې خبر کړې د خپل د زړۀ په خيال
ستا په انتظار يم
نور ټينګېدے نۀ شم د ظالمې مينې زور ته
او مې منه سوال
نور صبر محال دے لۀ ما نۀ کېږي دلبره
ډېره موده اوشوه
کله به د باز پنجو راشي دا کونتره
ډېره موده اوشوه
څو پورې به زړۀ کښې ګرځَوم پټه خبره
ډېره موده اوشوه
شتے مې دلالان منت ځاري کؤي ستا مور ته
اومې منه سوال
شتے مې دلالان مور به راضي کړي ستا په چل
د سرو ګلونو څانګې
خداې کۀ زمامل شي د پالنګ به دِ شم مل
د سرو ګلونو څانګې
زۀ په تا مئين يم ستا د حسن نۀ يم غل
د سرو ګلونو څانګې
نۀ لرم پرواه کۀ ستا په سر لاړم شمه ګور ته
او مې منه سوال
نۀ لرم پرواه لکه منصورکۀ شم په دار
عشق کښې داسې کېږي
ستا طلب به پرې نۀ ږدم وائيم درته په جار
عشق کښې داسې کېږي
زۀ اقبال لۀ تانه مستې غواړمه اقرار
عشق کښې داسې کېږي
غوږ مې په کوڅه کښې دے دا ستا د پائيل شور ته
او مې منه سوال
۱۳
قيصه واوره دخوندَه ، ښه پوهه کړه پرې ځان
اودۀ وي نهه مياشتي په لسمه شي بېدار
په حکم د غفار
قيصه واؤره عجيب ،غوږ ماته کړه قريب
دغوښې په کسوړه تېرَوي دننه ژوندَه
قيصه واؤره د خوندَ ه
کسوړه تکه سپينه ــ خوراک وي ددۀ وينه
روټۍ اؤ د اوبو نه وي بې نيازه په هر شان
ښه پوهه کړه پرې ځان
لۀ هرڅۀ بې پرواه وي ــ پردي په ساه يې ساه وي
يو ورځ کسوړه اوچوي شي بهر ترې په قرار
په حکم د غفار
کسوړه چې شي چاکه ، ژړا کؤي چلاکه
غمونه د دُنيا چې ورته شي کله سرګندَه
قيصه واؤره د خوندَه
د غم نه نا خبر ــ د عقل نه قاصر
وړومبے غم پرې دګيدې حمله اوکړي ناګهان
ښه پوهه کړه پرې ځان
په ګېډه چې مړيږي ، ورو ورو هله غټيږي
چې درې مياشتې پوره شى په مسکا شي مزېدار
په حکم د غفار
پوره شي پنځه مياشتې ،زده کړي چل د ناستې
په وومه کښې غاخونه را اوباسي عقلمندَه
قيصه واؤره د خوندَه
پوره شي کله کال ــ په څلورې کؤي چال
تويږي يې د خولې نه بيا ښائيسته درو مرجان
ښه پوهه کړه پرې ځان
کري دے مرغلرې ، خوږې خوږې خبرې
طوطي اؤ دمينا نه به وانۀ ؤرې داسې شمار
په حکم د غفار
کالونه ځي تېريږي په عقل پخته کېږي
کالونه چې پنځويشت شي ښه پوره شي بند په بندَه
قيصه واؤره د خوندَه
څلويښت چې شي کالونه ،پۀ کته مخ راځينه
شپېتو کښې يې دلختې نه بغېر نۀ شي ګُزران
ښه پوهه کړه پرې ځان
اتياؤ سلو قريب ، څوک رسي په نصيب
اقباله داسې تېر به شي پۀ هر چا باندې وار
په حکم د غفار
۱۴
باڼۀ دي تېرۀ غشى ،ابرو لکه کمان
اننګ دې سرۀ انار دى د کابل او قندهار
سينه لرې ګلزار
باڼۀ دې لکه تير ، خخيږى په ضمير
عجب لرى تاثير
له شرمه دې جبين سړے نېغ کتلےنۀ شى
باڼۀ دې تېرۀ غشى
جبين دې چمکدار ، ښائسته دے مزېدار
سرو ټيک پرې انګار
ځليږى لکه ستورے خاص په مينځ کښې د اسمان
ابرو لکه کمان
ځليږى لکه نمر ، ښائسته لکه قمر
برېښېږى ترې نظر
پېزوان دِ په سرو شونډو د سرو زرو شعله دار
سينه لرې ګلزار
پېزوان دِ کؤى پړک ـ په شونډو لګى شړک
په عشاقو لګی چړک
زلفان چې دې خوارۀ په جهان باندې تيارۀ شى
باڼۀ دې تېرۀ غشى
زلفان دِ دى ماران ،جوهر دِدى دندان
شکرې دِ لبان
پېالې دى کۀ جامونه د شرابو دِ چشمان
ابرو لکه کمان
پېالې دى شرابى ـ سرئ شونډې عنابى
څهره دې کتابى
پېدا به چرته نۀ شى ستا په شان له حسن دار
سينه لرې ګلزار
داستا غوندې حسين ،په دې روې زمين
موندے نۀ شى په چين
ستا حسن لا ثانى دے نور بحثونه دى ټول خوشى
باڼۀ دې تېرۀ غشى
ستا حسن لا ځواب ،تۀ ګل يې د ګلاب
په وخت کښې دشباب
تۀ شمع د محفل يې کړى طواف دې پتنګان
ابرو لکه کمان
تۀ شمع د محفل يې ،ښائسته ډېره له ګل يې
زړۀ څوکه د بلبل يې
کؤم درته سوال چې نور مې وانخلې ازار
سينه لرې ګلزار
کؤم درته سوال ، چې ما نۀ کړې ملال
زۀ ډېر يمه لېوال
مالک مې د سينې کړه چې ټول غم مې اواره شى
باڼۀ دې تېرۀ غشى
مالک مې کړه د باغ ، شاهى تخت دے فراغ
ځه اوشړه ترې زاغ
ما کړے انتظار ورته مودې نه مې ارمان
ابرو لکه کمان
ارمان مې کړه تر سره ، زما ښائسته دلبره
د چانه مۀ کړه ويره
اقباله خوشحالېږه چې راضا دِ شو دلدار
سينه لرې ګلزار
۱۵
چاربېته زنځيرۍ
تور زلفان ښاماران د جانان الول
سپين رخسار سُور انار مې د يار ښې شي
تور زلفان کفرستان شامدام کړه ستم
زۀ به څو ترې امان د خپل ځان غواړم
په جهان ظالمان داسې نيشتے قسم
لږ دهيان د جانان په ارمان غواړم
کشته ګان شهيدان وژنى ما زۀ پرې مرم
سپين دندان درمرجان سرۀ لبان غواړم
په هر آن په کوم شان ناګمان الول
تور زلفان ښاماران د جانان الول
ستا ګوذار تېز دھار په تلوار ښې شى
سپين رخسار سُور انار مې د يار ښې شى
ستا نظر مازيګر په ګودر باندې
تېرېدم نۀ پوهېدم هيڅ په ځان قربان
هم په سر په ځيګر په لښکر باندې
وېرېدم غورزېدم په مخ وران قربان
دا قمر دا منظر برابر باندې
لمبېدم شوشکېدم په باران قربان
چې جانان په ما ګران يو زمان الول
تور زلفان ښاماران د جانان الول
په قرار مزېدار مې اظهار ښې شى
سپين رخسار سُور انار مې د يار ښې شى
هغه دم په کرم شو مسکا راته
ما وئيل په مکان لامکان يمه زۀ
شو مرهم مې پېهم په ادا راته
په بوستان ګلستان ښه روان يمه زۀ
جامې جم په سرګم په ګډا راته
شاعران غلامان دى پرې خان يمه زۀ
په افغان په ايران خراسان الول
تور زلفان ښاماران د جانان الول
په چغار په ګفتار په بهار ښې شى
سپين رخسار سُور انار مې د يار ښې شى
۱۶
د خوشحالۍ غږ سراسر اولګېد
بهټو پهانسي شۀ دا خبر اولګېد
ظلم يې ډېر کړے په قام دے
د خپلو بدو يې انجام دے
دا د بهټو چې حکومت راغے
په ملک کښې دور د زلالت راغے
قتل زينا کېدل سرګنده
جرائيم زيات په څو چنده
جرائيم زيات شُو په هر لور
چرس او افيم وۀ پکښې زور
وه د شرابو ارزاني
د بد معاشانو وه خاني
د بد معاشانو هر ځاې راج وۀ
د بې شرمۍ داسې رواج وۀ
شريف سړے وۀ پکښې تنګ
پروردِګار پرې اوکړو ننګ
ناڅاپه کاڼے يې په سر اولګېد
بهټو پهانسي شو دا خبراولګېد
د اليکشن جوړ انتظام دے
د خپلو بدو يې انجام دے
د اليکشن شو بندوبست
نهه پارټۍ شولې پېوست
وې کړو په ځان کښې اتحاد
دوي به بهټو کاندي برباد
بهټو چې اوليد خپل هار
مشنري يوز شوه د سرکار
په انتخاب کښې اوشو چل
ځان يې جيتاؤ کړو په اټکل
ځان يې جيتاؤ کړو په دروغه
ليونے بولي خلق روغه
داسې شورو شولو تحريک
لوې واړۀ وُۀ پکښې شريک
اور کراچۍ تر خېبر اولګېد
بهټو پهانسي شو دا خبر اولګېد
را پورته شوے تول عوام دے
د خپلو بدو يې انجام دے
راپورته شوے دے مفتي
اصغر يې اوکړه ملګري
بنديان په جېل کښې شُو جنابه
نصرالله خان لکه عقابه
نصرالله خان اوکړله توره
لاهور شو تود لکه تنُور
يو ورځ کښې مړي اوشُو شل
پنجابيان اوس غړېدل
چې په پنجاب کښې جوړ شو زور
تخت د بهټو شو را نسکور
په لالُوکهېت کښې مهاجر
دي پښتانۀ د ټولو سر
درې مياشتې وخت پرې مقرر اولګېد
بهټو پهانسي شودا خبر اولګېد
اوس د ضياء صاحب پرې پام دے
د خپلو بدو يې انجام دے
ضياء په لاس کړو حکومت
ختم شو دور د سياست
پۀ ملک کښې راغله مارشلاء
خلقو قبول کړه په صلاح
خلق خوشحاله شو ډېر زيات
شروع شو عمل د مقافات
مقدمه شوه پۀ دۀ سازه
قصوري اوکړو پرې آوازه
د غريب پلار يې وۀ وجلے
د قصوري بدل کښې تلے
جرم شو دۀ باندې ثبوت
وۀ شهادت پرې ښه مضبوط
د څلورم اپرېل چې نمر اولګېد
بهټو پهانسي شو دا خبر اولګېد
په نيمه شپه يې کار تمام دے
د خپلو بدو يې انجام دے
پۀ نیمه شپه يې کړو پهانسي
دا فېصله وه تاريخي
بل څوک به نۀ کړي داسې کار
هغه حاکم چې وي هوښيار
هغه حاکم د پاکستان
کۀ عافيت غواري د ځان
داسې به نۀ کؤي ظلمونه
خلق به نۀ ازاره وينه
کړي به د خلقو احترام
مذهب زمونږه دے اسلام
حاکم د خلقو وي خادم
وي بادشاهت به يې قائيم
اقباله غشے دې برابر اولګېد
بهټو پهانسي شو دا خبر اولګېد
ډک د عبرت نه دِ کلام دے
د خپلو بدو يې انجام دے
۱۷
عجب لرې دبدب زۂ رزو شب ستا پہ دربار کښې
ولاړ یمہ سرتورہ حال مې ګورہ لېونے شوم
عجب لرې جمال چې پہ کمال تۂ ځان سمبال کړې
حېرانې پرېشانې ستا ښائست تہ ښاپېرۍ شی
پہ زلفو د سرو جال چې راخورې لکہ د ټال کړې
خندانې شاہ خوبانې جخت ګډے پہ ملا نرۍ شی
شین خال ورځې ھلال چې نرۍ جوړې د شوال کړې
نادانې در دندانې نخښې واړہ د بدرۍ شی
طلب دې کړې عرب ثانی دې نیشتے پہ سینګار کښې
عجب لرې دبدب زۂ روزوشب ستاپہ دربار کښې
لږ ګورہ عشق د زورہ شنہ لوخړہ سپېلنے شوم
ولاړ یمہ سرتورہ حال مې ګورہ لېونے شوم
لږ پام کړہ دل ارام حالات مې نور دی لہ مودې
نظر مې پہ ځیګر کړہ پرې داغونہ دی بې شمارہ
ناکام صبر تمام شوې د دروغو دې وعدې
خطر مې شو دسر پہ ھسې رنګ یمہ بیمارہ
یو جام کړہ را انعام دخپلې خاصې مېکدې
دلبر زما ټټر لہ تندې اوسو شوم ناچارہ
قول فعل دې مذبذب نیشتے ادب ستا پہ تکرارکښې
عجب لرې دبدب زۂ روز و شب ستا پہ دربار کښې
خطا شو رانہ لورہ کری کورہ غرسنے شوم
ولاړیمہ سرتورہ حال مې ګورہ لېونے شوم
خطا شو زما وار اوکړہ تلوار دارو زما کړہ
رنځېږم نۂ رغېږم زۂ لۂ دې ګرانہ مرضہ
رخسار دې سور انار یو بو سہ پہ مینہ را کړہ
پوھېږم نۂ صبرېږم کړہ پورہ زما غرضہ
انکار مۂ کړہ دلدار راسرہ لوّظ د وفا کړہ
وېرېږم خو وئېږم واورہ دا زما عرضہ
عقرب زلفې دې جب در دې پئیلی پہ ھر تار کښ
عجب لرې دبدب زۂ روز و شب ستا پہ دربار کښې
اخستے مې دے اورہ زۂ شبکورہ وچ لرګے شوم
ولاړ یمہ سرتورہ حال مې ګورہ لیونے شوم
اخستے مې دے اور کوم انګور پہ ھر طرف
راځہ چې غاړہ غاړہ دواړہ سملو پہ پالنګ
ارمان مې نیشتے نور ما پہ دې طور کړہ مشرف
د باغ سروہ ولاړہ جُو پہ غاړہ زۂ پتنګ
انځور د زړۂ ټکور مې کړہ داخل خپل پہ صف
ایراړہ وږمہ لاړہ ستا د زلفو مې پہ څنګ
الفاظ مې مرتب لکہ کوکب پہ خپل مدار کښې
عجب لرې دبدب زۂ روز و شب ستاپہ دربار کښې
اقبالہ ډېر مې شورہ کور او کورہ ابادے شوم
ولاړیمہ سرتورہ حال مې ګورہ لېونے شوم
۱۸
یو ځل د ھغہ یار وصال دې خداے زما نصیب کړي
بیا مرم کہ پاتې کېږمہ پہ دې مې سودا نیشتے
یو ځل دھغہ یار شمہ ملګرے پہ پالنګ
د ټول عمر ګیلې بہ دخپل زړۂ کړم ورتہ وړاندې
منظور بہ چرتہ سوال شي یوہ ورځی دملنګ
تر کومہ بہ پہ حال باندې زما نصیبہ خاندې
حالات د زمانې نۂ پاتې کېږي پہ یو رنګ
خزان وھلې لختې پہ سپرلي باندې شی تاندې
بډھا بہ بیا ځلمے شمہ کہ ما ځان تہ قریب کړي
یو ځل د ھغہ یار وصال دې خداے زما نصیب کړي
د ھجر نہ دنیا کښې بلہ لویہ بلا نیشتے
بیا مرم کہ پاتې کېږمہ پہ دې مې سودا نیشتے
د ھجر پہ لمبو باندې ستي شو م سر تر پایہ
تر څو بہ رانہ ګرځې ښکلیہ یارہ دورہ دور
خوړلے مې ګوذار دے پہ ځیګر باندې بې ځایہ
دا زمکہ اسمان دي راباندې ھر وختې تنور
چې کوم زما قصور دے اشنا تۂ راتہ اوښایہ
بنګړي پہ شان لہ زړۂ دې رالہ مات کہ چورہ چور
حالات د ھغۂ دا وي چې قصاب د چا طبیب کړي
یوځل د ھغہ یار وصال دې خداے زما نصیب کړي
جفا دې ھمېشہ دہ یو ذرہ دې وفا نیشتے
بیامرم کہ پاتې کېږمہ پہ دې مې سودا نیشتے
جفا دې ھمیشہ دہ ھمیشہ کړې ظلم زور
پہ دغې نۂ پوھېږم چې اشنا لمسہ د چا دہ
پخوا خو داسې نۂ وې شۂ بدل دې ولې طور
پہ دې باندې مې پوې کړہ چې دا ستا کومہ رضا دہ
اشنا ختمول غواړې راسرہ تعلق نور
اېښودې غمازیانو دا ګېټۍ د مرګ زما دہ
ھغہ بہ چرتہ لاړ شی چې ستم پرې خپل حبیب کړي
یو ځل د ھغہ یار وصال دې خداے زما نصیب کړی
راغلے پسرلے دے خو د زړۂ مې ھوا نیشتے
بیا مرم کہ پاتې کېږمہ پہ دې سودا نیشتے
راغلے پسرلے دے بلبلان وھي نعرې
لالہ دي غواړېدلی پہ چمن او پہ مېرو
چقړې د زرکانو تاروګان وھي ګېرې
خوړونہ دي پہ موج کښې واؤرہ شور د شرشرو
کوچیانو اچولې ځاے پہ ځاے باندې دېري
دي چوړو تہ روانې یو بھیر دے د رمو
اشنا کہ دې کښې راشې نو رقیب پہ صلیب کړي
اقبالہ خوشحالی مې دې نہ بلہ سېوا نیشتے
۱۹
امریکہ ماتې باندې لاړہ
د خوشحالۍ نہ راکړہ غاړہ
ﷲ ذلیلہ مو غلیم کړو
د پښتانۂ زور یې تسلیم کړو
امریکہ راغللہ پہ زور کښې
نېټو ملکونہ وو پہ شور کښې
ماڼۍ یې ورانې کړې پخپلہ
ګوتہ یې مونږ تہ اونیولہ
پہ پاکستان یې راوست زور
ھوائی ډګر راکہ فی الفور
پہ افغانستان کوم حملہ
مشرف بائیلہ حوصلہ
بېسونہ یې ورکړۂ ولہ دواړہ
د خوشحالۍ نہ راکړہ غاړہ
پورہ طاقت صرف رجیم کړو
د پښتانۂ زور یې تسلیم کړو
شروع شوہ سختہ بمباري
د مسلمان وہ ناچاري
مخہ یې چا نیولې نۂ شوہ
د حد نہ ډیرہ زیاتہ وۂ شوہ
بې ګناہ خلق مړ شو ډیر
خځو واړو نۂ وۂ څۂ شمېر
زور لہ څۂ نیشتہ دے قانون
مات یې خپل کړي پہ مضمون
سیمہ زمونږ یې کړہ ویجاړہ
د خوشحالۍ نہ راکہ غاړہ
زمونږ یې نۂ ګناہ عظیم کړو
د پښتانۂ زور یې تسلیم کړو
طالبان ملک کښې شو خوارۂ
چا پہ ټوپک چا پہ لارۂ
جنګ یې شروع کړو پہ رو رو
ډېرہ کمي وہ د روپو
رو رو نیولو یې طاقت
پہ امریکہ بہ شي آفت
ډېرې صوبي یې کړلې لاندې
امریکې اوس شروع کړې ساندې
جنګ کړي ټپوس سرہ خراړہ
د خوشحالۍ نہ راکہ غاړہ
پاس یې څۂ دا رنګې سکیم کړو
د پښتانۂ زور یې تسلیم کړو
پہ ملک کښې جوړ شۂ حکومت
برائے نام جمہوریت
کرزے د ملک شو وړومے صدر
نۂ کمېدۂ پہ ملک کښې غدر
طالب لږیا وۂ پہ خپل کار
غوڅېدې زېلې د سرکار
کرزی پورہ کړو خپل وخت
اشرف غني یې کړو اوچت
دۂ وہ موندلې ښہ مراړہ
د خوشحالۍ نہ راکہ غاړہ
کښت یې لا ښہ زیات د افیم کړو
د پښتانۂ زور تسلیم کړو
انډیا غني لہ ورکہ لاس
ددۂ خپل وۂ مشن خاص
پہ پاکستان کښې لاس وھل
د خپل دښمن نقصان کول
د پاکستان فوځ وۂ بېدار
ټټوان شو ډېر پکښې مردار
مراد ددوي نۂ شو حاصل
جاسوسان ډېر یې ونیول
افغانستان شو ورتہ جاړہ
د خوشحالۍ نہ راکہ غاړہ
رو رو بدل یې خپل تھیم کړو
د پښتانۂ زور یې تسلیم کړو
امریکہ تنګہ شوہ لہ جنګہ
غواړي واتۂ اوس پہ ھر رنګہ
د پاکستان شوہ سلامي
ورتہ ښکارہ دہ ناکامي
طالب عمران کہ امادہ
مزکرات شو پہ دوھہ
د فوځ واتۂ یې وټاکل
دېرشم جولائی شو میعاد کل
دا پہ غنی اوشوہ پیشاړہ
د خوشحالۍ نہ راکہ غاړہ
پلار ترې نہ لاړ دے یې یتیم کړو
د پښتانۂ زور یې تسلیم کړو
غنی ویشتي بہ ډېرې لافې
وې د طالب خبرې صافې
لس ورځې او یې نۂ کړہ ټینګہ
پہ تېختہ لاړ پاتې خلۂ چینګہ
طالب پہ لاس کړو اقتدار
افغانستان شو پہ قرار
اوس دې ﷲ ورکړی ھمت
ښہ د انصاف شې حکومت
غټ غټ حالات بیان شو واړہ
د خوشحالۍ نہ راکہ غاړہ
اقبال سبب ربِ رحیم کړو
د پښتانۂ زور یې تسلیم کړو
۲۰
پسرلے شو پہ چمن کښې بھار راغے
بې لہ یارہ خلقہ ما باندې خزان دے
خوشبوي دہ پہ موسم کښې خمار راغے
اور مې بل زړۂ کښې دننہ د ھجران دے
پسرلے شو چمن اوسپړدل ګلونہ
یخہ یخہ ھوا لګی مزېدارہ
د غانټول او د ردي دي غنچکونہ
د لالہ او د نرګس مۂ کوہ شمارہ
بنفشې او د سوسن بدل رنګونہ
سمہ غرښکاري یو شان لہ سبزہ زارہ
نمېر لوے سړے یو خس کہ حیصار راغے
اباسین پہ موج چپې چپې روان دے
اباسین پہ غاړہ غاړہ زېړ غنم
وي غمے لکہ د زرو پہ ګوتۍ کښې
لکہ الوځي قطرې چې د شبنم
کہ سفر دې چرتہ راشې پہ بېړۍ کښې
لرې لارہ پہ ځنګل کښې پېچ وخم
وېرہ ډېرہ شي کمر او پہ چړۍ کښې
ناګمانہ کہ مې ښکلے دلدار راغے
ما منلي نفل ختم د قرآن دے
ما منلي د بونېر غوث لہ بہ ځمہ
د زربفتو غوړوم بہ پرې څادر
زر روپۍ بہ پہ نادارو کښې وېشمہ
کہ مرام زما پورہ شو برابر
بام د پاسہ کہ سپوږمۍ لہ اووینمہ
محرم کښې بہ پہ ما راشي اختر
دا اودۂ بخت مې لہ کومہ بېدار راغے
پېدا شوے د څو ورځو نہ امکان دے
پېدا شوے دے امکان چې یار راځي
راکوي نخښې خوبونو کښې ښارو
پہ دې خیال مې زړۂ لہ ھم قرار راځي
څۂ اثر مې پہ یار اوشو د زارو
پہ دمہ دمہ د زړۂ پرھار راځي
نۂ ډکېږي زخم یو ځل پہ دارو
لېوني اقبال لہ ځکہ اعتبار راغے
پہ قسم یې ورسرہ کړے زبان دے
۲۱
زۀ محافظ د پاکستان يمه
جنډا به يې هسکه تر قيامت لرمه
زۀ لا پرواه د سُود او زيان يمه
فقط پرواه د خپل عظمت لرمه
زۀ محافظ د خپل وطن يمه
په خپلې خاؤرې باندې سر ورکؤم
توره د پاره د دښمن يمه
دښمن له غږ په هر ډګر ورکؤم
پېدا لۀ موره زۀ تورزن يمه
چې يم ژوندے کله سنګر ورکؤم
داسې بې کچه مسلمان يمه
جذبه هر وخت د شهادت لرمه
داسې بې کچه مې جذبې دي زړۀ کښې
تاريخ زما د قربانو ډک دے
چپې د سيند مې ولولې دي زړۀ کښې
عالم مې ټول د نخښانو ډک دے
بلند وبانګ مې حوصلې دي زړۀ کښې
خېر کۀ جهان د زولنو ډک دے
تل د منزل پۀ لور روان يمه
د خپل مرام سره الفت لرمه
منزل حاصل به کړم يقين دے زما
کۀ مې په لار کښې خنډو خار راځي
د خپلې نخښې تعين دے زما
سودا مې نشته دے کۀ دار راځي
خوب د جنت په شان حُسين دے زما
کرکه دوزخ مې بېسيار راځي
داعي د امن د امان يمه
جنګ وجدال نه سخت نفرت لرمه
داعي د امن يمه زۀ جهان کښې
دا کمزوري دې څوک زما نۀ بولي
د ګلو کر غواړمه زۀ بوستان کښې
يمه بلبل په زاغ دې ما نۀ بولي
قصيدې وائيم د وطن په شان کښې
هسې خبرې دې دنيا نۀ بولي
خادم اقبال يې په هر شان يمه
خپلې وېنا کښې صداقت لرمه
نوټ
خپلې دشاعرۍ په ابتدائي دور کښې ما ٣٨ چاربېتې ليکلې وې ځکه چې ما له د لويو سټو تر منځه ځائې جوړول وُۀ ـ خو ورستو مې ورله تيلے ورکړوځکه چې د چاربېتې موضوع په اکثريت ډؤل رومان وي ـ او تکرار زما طبعې سره سمون نۀ خوري ـ زما درئيمه برخه کۀ نۀ وي څلورمه برخه شاعرى خامخاله ماضائع شوې ده ـ شعر به په د باران په څېر وارېدۀ ـ هر شے چې ډېر شي بې قدره شي ـ اوس هم پۀ مجلسونو کښې زما چاربېته ،غزل اووائيلےشي ماسره ليک نۀ وي ـ او نه مې ياده وي ـ دا دعوهٰ نه ده حقيقت دے چې زمانه زيات کثيرالاصنا ف شاعر نۀ پخواه وۀ اونۀ اوس په نظر راځي ـ د مستقبل علم الله سره دےـ ځېنې داسې يُو نيک خدمتونه اوکارونه دي ـ چې هغه يوازې زما ذات سره تړلي دي ـ پۀ ګوته کؤمه نه څېړنکارانوله پکار ده چې وې لټَوي ـ تر کومه د چاربېتې د نومونو سوال د ے برغه ،سوارۀ ، او روانه دا هډو د چار بېتې د جوړښت درک نۀ ورکوى ـ دا نومونه مجلسيانو ورکړى دى ـ البته بګتۍ او نيمکۍ دا خاصيت لرى ـ خو هلته مونږ څخه بګتۍ او نيمکۍ د لوبو سندرو په شکل کښې موجود دى ـ ډېرې مقبول هم دى ـ زنځيرۍ د هم قافيه الفاظو لۀ کبله زنځير جوړه وى ـ دا په هر جوړښت کښې وئيلےکېدے شى ـ په دې مجموعه کښې هر قسم له چاربېته موجود ده ـ په چاربېته دې هٰغه نقاد نيوکه کوى ـ چې پخپله چاربېته ليکلے شى ـ ګنى هسې د جزياتو نه خبرېدۀ ګران دى ـ انشاءالله کتاب ته مې خيال د ے ـ چاربېتې له به مناسب نومونه ورکړے شى ـ
ګنج وومه اقباله پټ اوپټ به شمه پاتې
څوک هم خبر نۀ شو چې يې غر زمامسکن کۀ
هيڅ يو کار مې په خپل وخت باندې اونۀ کړو
وې يې کړمه خو مونځ هم رانه قضا شى
اقبال
لوبه
١
په سرۀ غرمه د يار ديدن له ځينه
خدايه وريځ کړې چې پېروے رنګ يې تور نۀ شي
خبر پرې مور نۀ شي
ــــــــــــــــ
غارمۀ د جېټ او د هړ ـ پراتۀ ملکونه دي شړ
شګې تاؤدې شوې دخوړـ په سرۀ غرمه يارديدن له ځينه
په دې وېريږي چې اشنا ترينه مرور نۀ شي
خبر پرې مور نۀ شي
ــــــــــــــــ
لوظ يې دلبر سره دےـ د زړګي سر سره دے
ناست چې ګودر سره دے ـ په سرۀ غرمه د يار ديدن له ځينه
د يارانې اواز يې ګېر چاپېره خورنۀ شي
خبر پرې مور نۀ شي
ــــــــــــــــ
څوک چې مئين وي رښتياـ کله پرواه کؤي بيا
چې څۀ به وائي دنيا،پۀ سرۀ غرمه ديارديدن له ځينه
ترڅو چې زړۀ يې په تودو شونډو ټکور نۀ شي
خبر پرې مور نۀ شي
ــــــــــــــــ
اقباله سوال دے زما ـ په تا يو پال دے زما
زړۀ کښې يو خيال دے زما ـ په سرۀ غرمه ديار ديدن له ځينه
سترګې دِ ګوره چې بل چا سره څلور نۀ شي
خبر پرې مور نۀ شي
۲
تا تعويز د صبر څنګه اوکړو ځانه له
زۀ خو نۀ صبريږم معلوميږي راته ګرانه
اشنا اوکړه باور
ــــــــــــــــ
ستا په محبت کښې اوسومه په اور
سيند د پشَکال دے نور هم کؤى زور
زۀ لکه ققنس تل کؤم انګور
اوښکې مې د سترګو سمې ځي ګرېوان له
زۀ خو نۀ صبرېږم معلوميږى راته ګرانه
اشنا اوکړه باور
ــــــــــــــــ
زۀ چې را په ياد کړم تېر هغه وختونه
ستا هغه وعدې کړى قسمونه
زړۀ زما شروع کړى خواږۀ خواږۀ دردونه
پۀ وخت د مازيګر کښې چې تلُو به ګُلستان له
زۀ خو نۀ صبريږم معلوميږى راته ګرانه
اشنا اوکړه باور
ــــــــــــــــ
بس کړه اے اقباله يار دې بې وفا دے
خوى يې د لولېانو هر چاته مسکا دے
ستا کېدلے نۀ شى دا خيال دې خطا دے
قبر خپل په لا سو او کنه ارمان له
زۀ خو نۀ صبريږم معلوميږى راته ګرانه
اشنا اوکړه باور
۳
نلکې دې ماتې شى ويران شول ګودرونه
لېلا مې کور دننه بند شوه
ــــــــــــــــ
لېلا مې کور شوه بنديوانه
ديدن يې ډېر شۀ راته ګرانه
نشته دے خوند نشتے زاړۀ مازيګرونه
لېلا مې کور دننه بند شوه
ــــــــــــــــ
نيشته دے هاغه رنګينى
د مازيګر تماش بينى
اوس د هئيلو په ګودر نۀ لږى سېلونه
لېلا مې کور دننه بند شوه
ــــــــــــــــ
د ګودر غاړې شولې ويجاړې
زړګيه دا څۀ اوشې غاړې
د صبر اوکړه اقباله زړۀ له تعويزونه
لېلا مې کور دننه بند شوه
۴
په زيارتونو باندې ګرځى کړى سوالونه
خدايه د زړۀ حاجت يې سر کړې
ــــــــــــــــ
په زيارتونو ګرځى ښارو
ستړې نيازبينه شوه په زارو
د مينې يار سره يې کړى دى لوظونه
خدايه د زرۀ حاجت يې سر کړې
ــــــــــــــــ
د مينې يار لۀ خدايه غواړى
ګرېوان يې لوند همېشه ژاړى
دومره نازک زړګى ته مۀ ښايه دردونه
خدايه د زړۀ حاجت يې سر کړې
ــــــــــــــــ
زړۀ يې اشنا مۀ شه لۀ درده
دا ائين پاک ساتې لۀ ګرده
نۀ ښائي ګل باندې د شمکو ګُوزارونه
خدايه د زړۀ حاجت يې سر کړې
ــــــــــــــــ
ګلان مزه کا پۀ اوربل کښې
يا ګلستان يا په محل کښې
خامته رېښم په ځان کښ ناخلى پيوندونه
خدايه د زړۀ حاجت يې سر کړې
۵
زۀ ډېر بې وسه بې اسرې يم
په دې څلور کنجه دنيا کښې
ستا په ستم ذرې ذرې يم
په دې څلور کنجه دنيا کښې
ــــــــــــــــ
ظلم په ما کيږي ډېر زيات
ګرانيږي ورځ تر ورځ حالات
پيدا په څۀ ورځې سپېرې يم
په دې څلور کنجه دنيا کښې
ــــــــــــــــ
چاته د زړۀ اووائيم حال
غمونو ډېر کړم بې مجال
د باد په مخ لکه ايرې يم
په دې څلور کنجه دنيا کښې
ــــــــــــــــ
هر يو اندام مې کړي دردونه
را دې کړل داسې په زړۀ زخمونه
ګُوذار د عشق لۀ تا ترې يم
په دې څلور کنجه دنيا کښې
ــــــــــــــــ
چې د اقبال واؤرى بيان
خفه زهير شي هر انسان
مړے ژوندے د اديرې يم
په دې څلور کنجه دنيا کښې
۶
هار د ګلو راؤړه مالى
نن به مې اشنا راځى
ــــــــــــــــ
راؤړه زېړ ګلونه تۀ ـ رنګ په رنګ رنګونه تۀ
باغ د محبت کړه خالى ـ نن به مې اشنا راځى
ــــــــــــــــ
اوغوړوئ لا روکښې ـ سترګې ورته خاؤرو کښې
جوړ کړئ ورته جشن مثالى ـ نن به مې اشنا راځى
ــــــــــــــــ
ډېر عمر په اور اوسم ـ بيا بيا لکه سکور اوسم
اوس کۀ مې نصيب شى خوشحالى ـ نن به مې اشنا راځى
ــــــــــــــــ
دا مې درته سوال دے ـ نوم دې خان اقبال دے
جوړه کړه يو لوبه کمالى ـ نن به مې اشناراځى
۷
ستا د يادونو په اسره بادندې زۀ پائيم
په غم کښې مبتلا يم وامې خله خبر
ــــــــــــــــ
ستا د يادونو محلونه زۀ روزوشب جوړَوم
په تصور کښې تصويرونه د خپل مطلب جوړَوم
لار رانه ورکه مسافر ورک په صحرا يم
ــــــــــــــــ
لا ر رانه ورکه پاتې شوے زۀ لۀ کاروانه يمه
غوڅ شوے ډور پتنګ اسمان کښې پريشانه يمه
چې چرته اوړى مې اوس په مخه د هوا يم
ــــــــــــــــ
چې چرته اوړى زما په ځان باندې څۀ وس نيشته دے
ناترسې ترس دِ ما باندې يو خس نيشته دے
دا مې نصيب دے په نصيب باندې رضا يم
ــــــــــــــــ
بس کړه اقباله زياتَوې د زړۀ دردونه څۀ له
نوکونه ووړې تازه کؤې زاړۀ زخمونه څۀ له
مجبوره يمه داسې نه چې بې پرواه يم
۸
نوے سينګار جوړَوى
د چا د قتل اراده مستې لېلا کړې ده
په مازيګر
ــــــــــــــــ
سينګار يې جوړ کړوپه هنر تازه په ډمې
ګلان يې کېښول د ستبر تازه په ډمې
نوے سينګار جوړَوى
په چکر ځى همزولو ځان کښې بيا صلاح کړې ده
په مازيګر
ــــــــــــــــ
همزولې واړه خوشحاليږى ور درومى په سېل
ټولې د يو بل نه ځاريږى ور درومى په سېل
نوے سينګار جورَوى
د ګوتو يې ځار شم دوپټه يې چې هر چا کړې ده
په مازيګر
ــــــــــــــــ
په دوپټه يې دى ګوټې ذرذرى ختلې
کړى خلقې يې تماشې ذرذرى ختلې
نوے سينګار جوړَوى
د ملاقات وعده يې يار سره بېګاه کړې ده
په مازيګر
ــــــــــــــــ
يار ورته ناست په انتظار دے په څنګ د ګُودر
زخمى په زرۀ ډېر ناقرار دے په څنګ د ګُودر
نوے سينګار جوړَوى
اقباله پوې شه دا يې ټوله ستا رضا کړې ده
په مازيګر
۹
خدايه لا دا څنګه اختر دے
بئيل رانه دلبردے زما
لوند مې دے په اوښکو ګريوان
ــــــــــــــــ
خدايه دا څنګه خوشحالي ده
اشنا زما نيسته دے
جولۍ زما ترينه خالى ده
اشنا زما نيشته دے
چاپېره څۀ ښکلے منظر دے
ــــــــــــــــ
چاپېره جشن بهارونه
جونه طبلونه وهى
خلق خندا هوس کوينه
جونه طبلونه وهى
کوټه زما دا مقدر دے
ــــــــــــــــ
کوټه مې دے نصيب له ځايه
چانه ګيله اوکړمه
رحم په ما اوکړې خدايه
چانه ګيله اوکړمه
راته د غم پټے په سر دے
ــــــــــــــــ
غمونو کړمه بې مجاله
راځه راځه شيرينې
نوم مې دے خان محمداقباله
راځه راځه شيرينې
کلے مې تراؤړې اګرَور دے
بئيل رانه دلبر دے زما
لوند مې دے په اوښکو دے ګريووان
۱۰
پورہ دې نۂ کړۂ راسرہ کړي لوظونہ
وعدہ خلاف یې زما یارہ
ــــــــــــــــ
یادہ کړہ ھغہ زمانہ
چې جوړېدہ مو یارانہ
تا راتہ ښودي څنګہ څنګہ وو خوبونہ
وعدہ خلاف یې زما یارہ
ــــــــــــــــ
تا وې بنګلہ بہ جوړومہ
تا بہ محل کښې زۂ ساتمہ
موټر ولاړ بہ درتہ وي کړو بہ سېلونہ
وعدہ خلاف ېې زما یارہ
ــــــــــــــــ
مور او پلار وم پہ ناز ساتلې
چرتہ کښې دا بانډۍ غوجلې
چرتہ کښې زۂ چرتہ کښې دا مصیبتونہ
وعدہ خلاف یې زما یارہ
ــــــــــــــــ
سوچ مې او نۂ کړو پہ اول کښې
راغلمہ ستا د ټګۍ ول کښې
اقبالہ تېر وخت پسې مروړمہ لاسونہ
وعدہ خلاف یې زما یارہ
۱۱
نرۍ خندا د لېونۍ مې په زړۀ اور لګؤى
خالونه تور لګؤى
ــــــــــــــــ
نرۍ خندا اثرى ـ شال يې په سر زرزرى
په مازيګر کښې سرې لمبې دچا په کور لګؤى
خالونه تور لګؤى
ــــــــــــــــ
په مازيګر اووته ـ سېل له بهر اووته
اوربل يې ډک دے د فولېل عطر پرې نور لګؤى
خالونه تور لګؤى
ــــــــــــــــ
بچ به اقباله نۀ شې ـ زړۀ کښې خوشحاله نۀ شې
هريوه نخښه محبوبه ډېره په غور لګؤى
خالونه تور لګؤى
۱۲
بيا مې را ياد شوے د اشنا د مخ ديدار دے
ځم د يار ديدن له ځم
نۀ صبريږي دا بې صبره زړۀ مې ناقرار دے
ځم د يار ديدن له ځم
ــــــــــــــــ
دا څهره د چا وه چې مې سترګوکښې مسکۍ شوله
ماته اشارې کؤى
ځکه مې تازه د زړۀ د باغ مړاوې غوټۍ شوله
ماته اشارې کؤى
هر خواه ته چې ګورمه موسم د نوبهار دے
ځم د يار ديدن له ځم
ــــــــــــــــ
مسته ده فضا مستې وږمې ښائيسته ګلونه دى
زړۀ مې غورځنګونه کړى
پوه په ځان نۀ يمه مستى او خمارونه دى
زړۀ مې غور ځنګونه کړى
زړۀ کښې مې دننه پټ د مينې بل انګار دے
ځم د يار ديدن له ځم
ــــــــــــــــ
څومره خوند به اوکړى کۀ پوره مې د زړۀ خيال شى
دا زما ارمان دے
اقباله کۀ نصيب د ښکلى يار زما وصال شى
دا زما ارمان دے
کړے ورته ما په عمر عمر انتظار دے
ځم د يار ديدن له ځم
۱۳
زما د رنځ علاج خو تا څخه دے ياره
اشنا د خداې د پاره پرسان اوکړه زما
ــــــــــــــــ
نور طبيبان کله پوهيږى
چې رنځ زړۀ په څۀ ښه کيږى
آوختے يمه په ناجاڼو وَ هوښياره
ــــــــــــــــ
څوک وائي مِرګى څوک وائي پېريان دى
په خپل خپل عقل ګويان دى
د ګڼو منځ کښې زۀ تنها يمه نا چاره
ــــــــــــــــ
په مدينه کښې يې روضه ده
هغه د لوې خداې معشوقه ده
ما اقبال بوځې ورله يو ځله غفاره
اشنا د خداې د پاره پرسان اوکړه زما
۱۴
دا دنياګۍ خلق مې نۀ پريږدى ستا خواه ته
اے زما دلبره
زۀ د خپل د سوى زړۀ بړاس اوباسمه چاته
اے زما دلبره
ــــــــــــــــ
وس مې نۀ رسيږى د الله پۀ کړو بې وسه يم
مۀ ګڼه ته داسې ګنى زۀ دومره بې حسه يم
کړې وعدې څنګه غورزَولے شمه شاه ته
اے زما دلبره
ــــــــــــــــ
هر وختې پهرې په ما ولاړې د غمازو دى
مور له مې پکارې بهانې څۀ د ناسازو دى
خوله مې نۀ جوړيږى څنګه جوړه کړم خندا ته
اے زما دلبره
ــــــــــــــــ
پریږدئ چې ژړېږمه ژړا دی مقدر زما
نه رسي اقباله ښکلي یار ته چې خبر زما
سختې دي هر وځتې نه وينم په سترګو راته
اے زما دلبره
۱۵
چې مازیګر ګودر تہ ځی ښکلې سینګار کوی
ھر مازیګر ښکار کوی
ــــــــــــــــ
ګودر تہ ځی چې ھغہ ښکلې
ورتہ راټولې شی بلبلې
پہ مخ خورې زلفې سنبلې
سترګې کړې تورې شونډې سرې پہ زړۂ کښې لار کوی
ھر مازیګر ښکار کوی
ــــــــــــــــ
سترګې کړی تورې اثری
څادر پہ سر کړی زرزری
پہ اوربل ښہ وکړی خواری
لکہ د زرکې پہ قدم باندې رفتار کوی
ھر مازیګر ښکار کوی
ــــــــــــــــ
لکہ د زرکې پہ مکېز
نوې راغلې دہ پہ خېز
‘لکہ چې لُور وی د انګرېز
حرام کۂ شرم بہ یو خس د چا لۂ پلار کوی
ھر مازیګر ښکار کوی
ــــــــــــــــ
حرام کۂ خس بہ دا شرمېږی
ھسې بہ خاندی او ھنړېږی
اقبال پہ دې باندې پوھېږې
اخر بہ ګېرہ شی ترڅو بہ دا انکار کوی
ھر مازیګر ښکار کوی
۱۶
زما په تا دغه همره پال دے
دهوکه اعتبار له مې ورنۀ کړې
د پاکې مينې په نوم سوال دے
چې سُور انګار له مې ورنۀ کړې
ــــــــــــــــ
ستا لېونى حسن ته ګورم
زړګے زما کؤى تړکونه
د ګلو ډک ګلشن ته ګورم
لکه بلبل وائيم صوتونه
په لنډه زنه دې شين خال دے
ګوره اغيار له يې ورنۀ کړې
ــــــــــــــــ
مړ به شم ياره بې اجله
کۀ دې زما طرف ته شاه کړه
هېره وعده دې کړله خپله
د رقيبانو دې رضا کړه
تاته معلوم مې د زړۀ حال دے
د غم ښامار له مې ورنۀ کړې
ــــــــــــــــ
په ځان دې هر يو قېد منمه
په عشق کښې نۀ منم رقيب
سر قدمونو کښې دِ ږدمه
عرض منظور کړه د غريب
صادق په مينه کښې اقبال دے
ټګۍ بېوپار له مې ور نۀ کړې
د پاکې مينې په نوم سوال دے
چې سور انګار له مې ور نۀ کړې
۱۷
پټ محبت لرمه پټ يې رازونه
چاته وئيلے نۀ شم د زړۀ حالونه
ــــــــــــــــ
په داسې اور دې اوسم زما شرينې
په تن کښې اوچې کړلې تا زما وينې
په زړۀ دې راکړۀ ماله بې شمار داغونه
ــــــــــــــــ
ماته معلوم دے خپل دا نصيب خوار
د غم سودا کؤمه د غم بازار
غم مې خوراک شو ياره غم مې ژوندونه
ــــــــــــــــ
ګوره چې هېر دې نۀ شى هغه ساعت
لاس دې په لاس کښې را کړو د محبت
زيات دې د زړۀ کړۀ زما ياره تړکونه
ــــــــــــــــ
دا زۀ اقبال کړم مدام عشق کښې فرياد
زما په شان له مۀ شه بل څوک برباد
تباه تباه دې کړمه ورک شې بيلتونه
بګَتۍ
۱
تور دې قميص دے په لمن يې ستارې
سترګې راواړوه يو ځله خمارې
ــــــــــــــــ
تور دې قميص دے بل په غاړه دِ امېل
په تور اوربل کښې دِ ګلونه د رامبېل
په مازيګر کښې راوتلې يې په سېل
سُورکے پېزوان دِ لګَوى په زړۀ ارې
ــــــــــــــــ
سُورکے پېزون دِ جوړَوى په زړۀ کښې لار
په لوړه پوزه دِ چارګل دے پرې دار
په سپينو لېچو د بنګرو دِ شنړ هار
لکه د لارډ درته ولاړې دى پهرې
ــــــــــــــــ
لکه د لارډ کيږى هر وخت دِ سلامى
دا تورې سترګې دِ نرۍ دى بادمى
کله به راکړې راله شونډې انعامى
سپينې سينې دِ دنګې دنګې منارې
ــــــــــــــــ
سپينې سينې په باغيچه مې کړه دېره
سوال مې منظور کړه ګنى اوبه کړم خېره
اقباله اوس دِ رانه واچوله ګېره
کۀ خورې مې خوره دا خواږې شونډې چوارې
سترګې راواړه وه يو ځله خمارې
(طرز ماخوزاز ڈوب جائے جو قسمت کا تاره )
سندره
١
اُف الله اوسم اوسم په اور کښې
ترس نيشتے په يار ظلم خور کښې
ــــــــــــــــ
زۀ به څۀ اوکړم يار بې وفا دے
په لمسُون د غمازو جدا دے
د عشق اور مې دے بل د زړۀ کور کښې
ــــــــــــــــ
زندګى مې تباه کړله خپله
تۀ په لاس زما رانغلې ګله
لټؤم څۀ له مے جام نسکور کښې
ــــــــــــــــ
وائي اقبال چرته لاړلے غلے
په دې سترګو مې څوک نۀ ليدلے
ورک شوے ورک د ځنګلو په شور کښې
ترس نيشتے په يار ظلم خور کښې
( طرز ماخوز ازدو هنسوں کا جوڑه )
۲
قدم په قدم مې ستا غم ژړاوى
دا ستا ناکردۍ مې هر دم ژړاوى
ــــــــــــــــ
زۀ چې راياد کړم هغه وخت چې جوړېدله مينه
د زړۀ په کور کښې نوې نوې ټوکېدله مينه
يادونه مې ستا په هر دم ژړاوى
ـــــــــــــــ
کړى چې ما سره وُۀ تا کوم د وفا لوظونه
پۀ يو ساعت کښې درنه هېردى اوس اشنا لوظونه
سرې وېنې په ځائے مې د نم ژړاوى
ـــــــــــــــ
همېش د پاره به دا ستا حُسن شباب نۀ وى
زما په شان له به ستا عشق کښې څوک خراب نۀ وى
يؤه ورځ به د خپل دا ستم ژړاوى
ـــــــــــــــ
کۀ راکؤے ماله سزا خوښ په سزا يمه زۀ
اقباله يار کۀ پرې رضا دے نو رضا يمه زۀ
فقط بې رخى مې قسم ژړاوى
دا ستا نا کردۍ مې صنم ژړاوى
۳
ستا غمونه دى زورـ زۀ دې اوسم په اور
ظلم مۀ کؤه نورـ خوږه ياره راځه
ــــــــــــــــ
مۀ کړه داسې ستم ـ زۀ دې کړم پېچ و خم
ځى د سترګو مې نم ـ په فراق کښې دې مرم
شه د زړۀ مې ټکور
ـــــــــــــــ
د غماز په لمسون ـ شۀ تباه مې ژوندون
تا زما کړو طاعون ـ حال زما شۀ زبُون
رانه پاتې دے کور
ــــــــــــ
کۀ مې واؤرې فرياد ـ شى حاصل مې مراد
کور دې اوسه آبادـ زۀ اقبال به شم ښاد
بيا به نۀ کړم انګور ـ زۀ دې اوسم په اور
ظلم مۀ کؤه نور ـ خوږه ياره راځه
(طرز ماخوز از: روتے هيں چم چم نین)
۴
د ديدن لارې دِ شوې بندې ـ اشنا په مخ مي کندې
د فراق اوښکې جوړه وى
ـــــــــــــ
ستادديدن شومه لېوال ــ مياشتې شوې تېرې نيزدې شوکال
سترګې دې بيا نۀ کړې څرګندې
ــــــــــــــ
ماپه وصال باندې کړه موړـ کۀاورد زړۀمې شى چرته سوړ
د سيند په غاړه مرم له تندې
ــــــــــــــــ
کۀ مې دلبر د مينې راشى ـ پوره د زړۀ ارمان زما شى
دل د بيلتون شومه پۀ ژرندې
اشنا په مخ مې کندې ـ د فراق اوښکې جوړه وى
۵
په نوم مې ستا د مينې ژوند خپل ليکلے دے
قربان دې شم لېلا
ـــــــــــــ
مالک د خزانې وے يا زۀ شاه وے د جهان
جوړ کرے يو محل به ما ښائيسته وۀ عاليشان
ګلونه به پکښې وُۀ رنګا رنګ د ګلستان
تصوير دې پکښې ما په سترګو خپل ليدلے دے
قربان دې شم لېلا
ـــــــــــــ
افسوس دے مګر نۀ لرم په لاس کښې سيم وزر
موندے د فقيرانو کور کښې کله شى ګوهر
زما د غريبۍ او د هستۍ نه يې خبر
دا ځان مې ياره ستا شو تاته ما بخښلے دے
قربان دې شم لېلا
ــــــــــــــ
نصيب دې خوشحالى شه ستا غمونه دې زما شى
په برخه کښې چې ستا دى ټول دردونه دې زما شى
خندا دې زما ستا شى ستا دردونه دې زما شى
هر ظلم هر ستم مې په خندا منلے دے
قربان دې شم لېلا
ـــــــــــــ
ګېله به له تا اونۀ کړم دا ستا د ظلم زور
پرواه نيشتے کۀ پاتې شى له مانه کلے کور
قبول مې هر تهمت دے قبول مې هرپېغور
اقبال درته صفا د زړګى حال وائيلے دے
قربان دې شم لېلا
۶
لويه خدايه څنګه دا معاشره شوه
د ژوند په غريب تنګه دائره شوه
ـــــــــــــ
رشوت بډې دى نن په هر ځائے کښې
خرڅيږى ممبر په اسمبلۍ کښې
دا څنګه هوا ملک کښې خوره شوه
ـــــــــــــ
اسمګلنګ شفارس زمونږ روزګار دے
ملوث په دې کښې هر با اختيار دے
اوس ټول پاکستان راته دره شوه
ــــــــــــــــ
امير دې کؤى پکښې مزې
غريب دې ګرځى خورى دې ګسې
چې اوږې ګېډه هم ورسره شوه
ـــــــــــــ
اقبال لرمه زۀ يو ارمان
نظام دا نۀ وے د پاکستان
سودا په ذهن مې دا سوره شوه
۷
څنګ له زما نۀ راځى د لرې نه موسکيږى دا
دا لا څنګه خوى د ښکلى يار دے نۀ پوهېږمه
ــــــــــــــــ
کله د اقرار نظر کله د انکار نظر
کله په خندا شى کله مانه اوشرميږى دا
ــــــــــــــــ
ما په سُور انګار سېزى بيا بيا مې دوبار سېزى
پوې به په رموز شى د يارۍ کۀ نه پوهيږى دا
ــــــــــــــــ
دا ده ښاپېرۍ د چين ښکلې ده بدرۍ د چين
هر وخت په خيالون کښې زما خلقه اوسيږى دا
ــــــــــــــــ
زۀ اقبال دلګير يمه شاکى له خپل تقدير يمه
په کومه طريقه باندې به خلقه زما کيږى دا
(بطرزِ اردو)
ملى نغمه
۱
وطن زما د ګلو باغ زۀ يې ماليار يم
هر وختې زۀ تيار چې څۀ خدمت راځى
ــــــــــــــــ
وطن زما د زړګى غوښې ـ پکښې زما د نيکۀ نخښې
د ميراثې يې زۀ امين او څوکيداريم
ــــــــــــــــ
د ملک به ښه کؤم خدمت ـ کۀ شى يې د وينې ضرورت
ښه به ترې نۀ کړم زۀ بېشکه تابعدار يم
ــــــــــــــــ
چې مې په ملک کړى بدنظرـ خداې به هغه کاندى ابتر
په سازشونو د دښمن ښه خبردار يم
ــــــــــــــــ
د اقبال زړۀ کښې تمنا ده ـ ترڅو قائيمه دا دنيا ده
آباد دې اوسى زۀ به هم ګل وګلزار يم
۲
د ملک په نوم شهيد ستا په پت به ناسته يمه
وَ زما ياره پُښتُونه
مزار به دې په زلفو باندې زۀ جارو کؤمه
وَ زما ياره پُښتُونه
ــــــــــــــــ
د ملک د پاره تا چې کله خپلې وينې توې کړې
بلند به سر زما کړې
قربان په هغه مور شه چې په غيږه کښې لوې کړې
بلند به سر زما کړې
د فخر نه همزولو کښې به هسکه غاړه وړمه
وَ زما ياره پُښتونه
ــــــــــــــــ
دښمن له سينه ورکړه په شاه اونۀ خورې ګوذار
مړانه دِ ښکاره کړه
نيکۀ نوم دې ياديږى د خالد بابا نامدار
مړانه دِ ښکاره کړه
په خپلو په سندرو کښې هر وخت به دې ستائيمه
وَ زما ياره پښتونه
ــــــــــــــــ
شهيد چې په وطن شى په ژوندو کښې حسابيږى
کۀ فکر ورته اوکړې
بيا نوم يې تر قيامته په عزت اخستے کيږى
کۀ فکر ورته اوکړې
محاذ باندې به ډاډ درله پخپله درکؤمه
وَ زماياره پښتونه
ــــــــــــــــ
سامان د جنګ دِ اخله ځه ورځه مۀ ايسارېږه
الله باندې توکل کړه
صرفه په دښمن اونۀ کړې ته باز پرې شغله کېږه
الله باندې توکل کړه
اقباله سپيلنى غوندې لُوګے به درته شمه
وِ زما ياره پښتونه
۳
پا څه شاه زلميه د غزا طبل غږيږى
بيا د مسلمان په وينو سرو کشمير لمبيږى
ــــــــــــــــ
پاڅه شاه زلميه مۀ کړه ډهيل ـ په وطن ننګ دے
ظلمونه کړى هندو رزيل ـ په کشمير جنګ دے
دنيا په خوله والے دے سيل ـ قانون يې ګونګ دے
ظالم نه ځان به دِ خپلو مټو خلاصيږى
ــــــــــــــــــ
مۀ کؤه طمع د هيچانه ـ په خداې توکل کړه
مشال د لا رې کړه قرآنه ـ باندې عمل کړه
وخت دے ښودل غواړى مړانه ـ توره صيقل کړه
مۀ کړه پرواه کۀ پۀ دې لا ر ګرانې پېښيږى
ـــــــــــــــــ
تاؤ دې له سره کړه کفن ـ اوځه مېدان ته
يې بهادر زلمے تورزن ـ مۀ ګوره ځان ته
اقبال دے ستا په غمژن ـ غوږ شه فغان ته
د اذادۍ د ناوې خال ايښودے کيږى
۴
مجهادانو پاڅئ ـ سرفروشانو پاڅئ
نن په کشمير غزا ده ـ پاڅئ غازيانو پاڅئ
ــــــــــــــ
داسې ظلمونه کيږى ـ وينې هر خواه بهيږى
د مظلمومانو فرياد ـ هيچاته نۀ رسيږى
د خداې په لاره کښې نن ـ مسلمانانو پاڅئ
ــــــــــــــ
هغه عظمت هم څۀ شو ـ هغه عزت هم څۀ شو
ټولى ټولى ولې يې ـ ملى وحدت هم څۀ شو
نوے تاريخ رقم کړئ ـ تاريخ سازانو پاڅئ
ــــــــــــــــ
غازى قاسم چې څۀ شو ـ چرته محمود اوګورئ
د سومنات د مندر ـ بيا څۀ بهبود اوګورئ
ځار د اسلام د شمعې شئ ـ پتنګانو پاڅئ
ـــــــــــــ
چې حقه لاره کښې مړ ـ شى په ژوندو حساب دے
دا دے فرمان د رسول ـ ګواه د خداې کتاب دے
اقباله ډهيل مۀ کؤئ ځئ باتورانو پاڅئ
۵
ستا خړې خاؤرې مونږ زر مونږ له لا لونه
ځارشم له تا وطنه له تانه ځار
ــــــــــــــ
ډک دا د واؤرو غرونه دا قهرژن سيندونه
دا لق ودق ريګستان دا شنۀ شاداب باغونه
په خپله خوله بيانَوى ستا عظمتونه
ـــــــــــ
دا د سرحد شاه زلمى ـ دا د پنجاب امزرى
دا بلوچيان او سندهيان دى باتوران مېړانى
په بهادرۍ يې خبردار دى عالمونه
ــــــــــــــ
محافظان د چمن د مورو پلار د وطن
په خپل محنت جوړَوى د ملک نه باغِ عدن
دښمن د پاره د اسمان دى تندرونه
ـــــــــــــ
اقبال په تا نازيږى دېر زيات په تا خوږيږى
کۀ ضرورت درپېښ شو تانه به دےځاريږى
په خپلو وينو به سېراب کړى ستا فصلونه
ځار شم لۀ تا وطنه لۀ تانه ځار
اولسى رُباعيات
١
تۀ د بل په اوږو بار جوړېږه مۀ
امزرے شه د بل ښکار جوړېږه مۀ
محنت اوکړه خولې اوباسه له ځانه
د اکبر بادشاه نېست کار جوړېږه مۀ
د نېکۍ بدل نېکى کړه بدۍ مۀ کړه
خوى خصلت کښې لکه مار جوړېږه مۀ
په پره کښې د مظلوم سره ودرېږه
د ظالم تۀ طرفدار جوړېږه مۀ
نارينتوب دې ورښکاره کړه په ميدان کښې
تش په ډُوزو ته تورمار جورېږه مۀ
چې د وسه دې بهر وى پرې پوهېږې
د هغه څيز طلبګار جوړېږه مۀ
لېونے به دِ عالم بولى اقباله
زيات له حد هم هوښيار جوړېږه مۀ
۲
د دوستۍ مۀ ورکؤه لاس هغه چاته
چې په ښۀ نظر نۀ ګورى واؤره تاته
مطلبى اؤ خودغرضه نه کنار شه
مخا مخ چې دې صفت کړى غيبت شاته
هغه خلق چې ځان غټ حسابوى خپل
مۀ ور درومه تۀ د هغه خلقو خواته
د خپل د زړۀ رضا کؤل اسان دى
مزه هله چې د بل ګورې رضا ته
دا رښتيا دى چا دروغ نۀ دى وئيلى
مينه نۀ ګورى نسب نه دين دنيا ته
د اقبال کلام د هر چا ځکه خوښ دے
چې پوهېږى هر سړے پرې بې لغاته
۳
د ټپس جاله کښې باز مۀ لټَوه
د کارغۀ اواز کښې ساز مۀ لټَوه
د اصيل سره دې راز د زړۀ شريک کړه
په کم اصلو کښې همراز مۀ لټَوه
کۀ پوهېږې خداې دِ خپل زړۀ کښې موجود دے
هسې خاؤرې د حجاز مۀ لټَوه
اے نادانه سوداګره د ګوهرو
دوکانونه د بزاز مۀ لټَوه
د نېکۍ بدل د خداې په زمه پرېږده
لۀ بنديانو يې اغزاز مۀ لټَوه
چې انجام يې صبا بد خېژى اقباله
نن د هغه فعل اغاز مۀ لټَوه
۴
خولې له جوړه کړه بوکه وائيږه مۀ
د کوکرى غوندې هر وخت غپېږه مۀ
د موجونو له مزاجه ځان اشنا کړه
بې ګودره په درياب ګډېږه مۀ
سر دې ټيټ کړه چې انګور غوندې عظيم شې
د اسمان لکه اچر سيالېږه مۀ
لکه ګُړه مۀ خوږېږه بل دې تېر کړى
د زقم په شان له هم ترخېږه مۀ
کۀ دې خوږ خپل عزت وى په دنيا کښې
ته د بل عزت سره لوبېږه مۀ
د اصيل يارى خطا نۀ وى اقباله
د کم اصلو په لباس تېرېږه مۀ
۵
چې د خپل ذات او نسب نه منکرېږې
په دنيا د نادانانو کښې اوسېږې
خلق ټول دے يو ادم نه زېږدلے
غټ نرى په دې کښې نيشتے کۀ پوهېږې
تۀ د بل پلار نيکۀ نه خپل جوړ کړې
چې غريب دے په دې خپل باندې شرمېږې
غريبى څۀ کنځل نۀ دى اے اقباله
کۀ غريب شوې په دې ولې خفه کېږې
غزلونه
دا غزلې زما د ابتدائي دورشاعرۍ سره تعلق ساتى ـ جذباتيت غنايت اؤروانى ښه پوره لرى ـ يو دوه پکښې د رېډيو په طرز وائيلے شوې دى ـ څو پورې هغه طرزونه په ذهن کښې نۀ وى ـ تحت لفظ کښې سکته اؤ سوخته محسوس کېږى ـ
١
مۀ پټَه وه ماته خبره کؤه
په خوله کۀ نۀ وى لۀ نظره کؤه
خواږۀ اشنا ورسره لا زياتېږى
د عشق قيصه راته لۀ سره کؤه
غارمۀ د هجر دى خورې کړه زلفې
د وصال سیورے مې دلبره کؤه
غمازه لاس راپڅې ولې اينځې
ظالمه خداې نه زړۀ کښې وېره کؤه
د بڼو غشى په اقبال وره وه
تپوس يې چا وې له ځيګره کؤه
۲
په مخه مۀ ځه لږ په شاه اوګوره
زخمى زخمى زړګے زما اوګوره
چې لوټې لوټې ستا د لاسه شوله
ورانه زما د زړۀ دنيا اوګوره
د مينې دا څۀ اپوټه دستور دے
زما وفا خپله جفا اوګوره
ياد به دې وى بهار زما د چمن
نن يې خزان باندې تالا اوګوره
چې څومره غم اوګتۀ اقبال په عشق کښې
دا مال متاع يې خامخا اوګوره
۳
باده زما دومره پېغام يوسه
ښکلۍ دلبر ته مې سلام يوسه
حال مې د زړۀ واړه بيان کړه ورته
ډېر په عزت او احترام يوسه
د هجر اور کښې دې لوخړه شومه
ايرې زما د يار په نام يوسه
چې ابتدا يې هغه يار کړې وه
د آ" خبرې نن انجام يوسه
ګندې اقبال باندې څۀ رحم اوکړى
د عاجزۍ يې دا پېغام يوسه
غاړه مې اېښې ده تيار يمه زۀ
دا ستا د مينې ګنهګار يمه زۀ
د رغېدو مې څۀ اميد نشته دے
د عشق په ګران مرض بيمار يمه زۀ
ډېر عمر اوشو چې اشنا رانغے
لارې څارم په انتظار يمه زۀ
کۀ ځان مې ځى ورستو کېدلے نۀ شم
د تور اوربل دې خريدار يمه زۀ
اقباله ګل مې په نصيب کښې نيشتے
هسې په طمع له بهار يمه زۀ
۴
په دې سوچونو کښ ژوندون تېراوم
تۀ به زما شې کۀ کُنتون تېراوم
ستا د مړوند خوب به نصيب شى زما
کۀ په اميد هسې بېلتون تېراوم
چرته تېر کړے يو عاشق دے داسې ؟
عمر چې زۀ په کوم مضمون تېراوم
زما د حاله يو الله خبر دے
څنګه زۀ شپه تر صباون تېراوم
اقباله رنګ مې سوے سکور ځکه دے
د عشق لمبې په اندرون تېراوم
۵
دا تۀ مې هم يادئ کۀ زۀ ياداوم
په وېښه څۀ چې دې اودۀ ياداوم
ماته د ساه نه خپل قريب ښکارېږې
په هر يو تړک سره د زړۀ ياداوم
تانې بانې مې د ياد تا سره دى
هميش دې لېچې تور ويښتۀ ياداوم
زما د ژوند هغه منحوسه ګهړۍ
ستا جدائ په هر يو پله یاداوم
اقبال دې ياد سره عادت شو داسې
وخت نۀ تېريږى چې دې نۀ ياداوم
۶
هر وخت مې خيالونو کښې راځې ولې
ياره سور انګار کښې مې مې سېزي ولې
اووايه صفا ماته کۀ نۀ راځې
خوب کښې راکؤې بيا اشارې ولې
قتل دې وړمبے د خپله لاسه کړم
اوس ښکلئ د قبر مې خازې ولې
راشه چې مې زړۀ کښې شى تازه مينه
دومره منځ کښې اړَوې مودې ولې
زۀ اقبال خبر يم چې يار نۀ راځى
بيا شوګيراومه ورته شپې ولې
۷
ځان مې کړو تالا خو يار مې خپل نۀ کړو
خوى د غمازانو مې بدل نۀ کړو
ګرځم سرګردان د ژوند صحرا کښې زۀ
ځان له مقرر مې څۀ منزل نۀ کړو
تا په تورو سترګو چې ويشتلے دے
پورته دې زمکې نه بسمل نۀ کړو
سوے د هجران په غرمو تا يمه
سیورے دې په ما د خپل اوربل نۀ کړو
څۀ نه څۀ جوړ شوى به اقباله وو
تۀ وې کم همته تا توکل نۀ کړو
۸
قاصد څومره ښکلے زېرے دې په ما کړے دے
چې راتللو قصد زما ښکلى اشنا کړے دے
اوغوړه څۀ غواړې چې زېرے درله زۀ درکړمه
د خولې نه اوباسه چې څۀ باندې نيت تا کړے دے
سر مې حاضرٰ مال مې حاضر څۀ باندې لاس اچَؤه
هيڅ پوله نيشته دے زړګى مې اواز دا کړے دے
څوک اندازه د خوشحالۍ مې لګولے نۀ شى
د سمندر په شان له موج زړګى زما کړے دے
ښائيسته لمحې اقباله ژوند کښې کله کله راځى
ډېر انتظار ورته په صبر صبر ما کړے دے
۹
ستا جولۍ دې وى د خوشحالو ډکه
تېره به په ما شى د سلګو ډکه
ولې به لمن زما تارتار نۀ وى
ګله ستا دنيا ده د ازغو ډکه
ورځ کړم ټوله تېره انتظار کښې ستا
شپه راشى د غم د شوګېرو ډکه
شونډو مې تک تور پترى نيولى وى
خوله مې هر وخت داسوېلو ډکه
ګرځه اے اقباله لېونے پکښې
ښکارى دا دنيا د لېونو ډکه
بيا دِ الله راوله په دې لارې
سترګې مې څارى هغه زړې لارې
ډېره موده اوشوه چې بيا رانغلې
ولې درته دومره شوې اوږدې لارې
نۀ تر سره کيږى پۀ اسانه دا
غواړى تر منزل پورې مودې لارې
د عشق په لاره هر قدم په خيال ږده
لۀ تېغه کمې مۀ ګڼه تېرې لارې
زۀ اقبال چې ستاسو کور ته ځم پرې
څومره ښکلې ښکارى د مزې لارې
۱۰
زۀ تا پسې تۀ په ملکونو ورک يې
زما اشنا په څۀ خيالونو ورک يې
زۀ ستا په غم کښې سرګردانه ګرځم
اووايه تۀ په څه غمونو ورک يې
ما ټوله ورځ په انتظار تېره کړه
اوس راښکار شوې لۀ وختونو ورک يې
زړۀ بې وفا غوندې ليدے شى راته
هغه چې تۀ يې په مخونو ورک يې
اقباله ښکلو وفا کړې نۀ ده
کم عقله تۀ يې په لوظونو ورک يې
۱۱
چا ته ور ښکار کړم لېونے زړګے
يو ځل مې لوګے شو سپېلنے زړګے
هر څو کۀ راکئ غمونه ماله را
نا به درته نۀ کړى ډېرانے زړګے
شور مې د محفل په غوږ چړې لګی
خوښ دی په ځنګلو بدیا نی زړګے
وړلې به ئ چې ستا ټولې کږې سمې
راوړمه لۀ کومه پخوانے زړګے
پرېږدئ چې نن بيا زخمى زخمى يې کړى
وړم ورله اقباله بېګانے زړګے
۱۲
خيالونه دې په زړۀ کښې لۀ خپل ځانه سره وړم
خوشحاله زړۀ مې راوړۀ لۀ خفګانه سره وړم
په طمع د ګلونو لۀ بهاره ومه زۀ
نصيب زما ازغى شو لۀ خزانه سره وړم
پۀ حسن مۀ نازېږه دومره مۀ کوه غرور
يو ورځ به دې سرې شونډې لۀ پېزوانه سره وړم
منم چې تا سره معجزه د مسېحا وى
پرهرپرهر زړګے درنه لۀ ارمانه سره وړم
اقباله مرَور يار به مې څنګه را پۀ خولا شى
جرګې او ننواتې لۀ تاوانه سره وړم
۱۳
ستا په کوڅه کښې لېونو سپو زۀ خورلے يمه
په څو څو ځل، بې نوا تا لۀ در شړلے يمه
تۀ پۀ محفل کښې چې رقيب ته شوې مسکاسترګو کښې
دغې خندا دې بې اجله زۀ وژلے يمه
د عمر قېد يمه خلاصون راته خپل ګران ښکاريږى
پۀ زولنو د تورو زلفو دې تړلے يمه
پاړو په دم به دې اونۀ شى عبث مۀ کړه خوارى
د عاشقۍ ښامار د زړۀ په سر خوړلے يمه
اقباله درېغه چې اوس بيا هغه وختونه راشى
لکه د اوبو غوندې لۀ ورخه اؤړېدلے يمه
بطرز ( لکه ماشوم چې په ځانګو کښې ښپې لاسونه وهى)
۱۴
تا چې کله تورې نرۍ سترګې په رنجو کړلې
غوښې دې ستى زما د زړۀ په سرو لمبو کړلې
جوړ دې کړو سينګار نوے سېل د حرم لاړې
حېرانې خلقې دې ځان ته مستې په نخرو کړلې
زۀ سحر وختى چې د ګلشن طرف ته لا ړمه
باغ کښې بلبلانو دې خبرې په نغمو کړلې
ګُورې دې وريځې جوړې دې تيارې کړلې
تورې تورې زلفې چې خورې دې په اوږو کړلې
سم چې قدمونه دې په زمکه باندې نۀ لګى
اقباله ساقى مست چرته د مئيو په پيالو کړلې
(بطرز سترګې مې ستا خوښې دى اشنا په ټول بدن کښې
قېصه
۱
(ديويهودى حضرت عمر پسې دمرګ له پاره تلل او مسلمانېدل)
يو قيصه به درته اوکړمه د خوند
عاقلان به ترينه واخلى ځان له پند
د عمر په زمانه کښې زما جانه
د يهودو يو بادشاه اوکړو اعلانه
کۀ چا سر د عمر راؤړو واؤرئ ماله
زۀ به ډېر د هغه کس نه شم خوشحاله
خپله لور به ورله ورکړم خوبصورته
هم به ورکړم ورسره نيم سلطنته
عقيله يو يهودى غټ پهلوان وۀ
مشهور پۀ دغه وخت کښې دغه ځوان وۀ
دۀ وئيل چې زۀ به اوکړم دغه کار
د عمر پۀ سر به زۀ کؤمه وار
توره يې واچوله روان شولو په مخه
کيږى هغه د الله وى کومه خوښه
د مکې په ښار چې دے شو وردننه
يو بوډۍ نه يې بيا اوکړله پښتنه
بادشاه ستاسو چې عمر باندې ياديږى
په کوم ځائے کښې به دے ماته موندے کيږى
بوډۍ وې چې زمونږ نيشته دے شاهان
خليفه دے چې زمونږ دے نګهبان
اشاره يې د يو ونې لور ته اوکړه
عمر هلته دے ګړندے ځه سستى مۀ کړه
يهودى خپل په زړۀ کښې خوشحاليږى
زرۀ کښې وائي چې کار اسان رامعلوميږى
وى قسمت به دا زما کار اسان کړے
چې په دشته کښې دے خداې عمر راکړے
د شاهانو سره وى همېش لښکرې
دے يوازې بل د کور نه هم دی لرې
يهودى شو کله ونې ته قريب
تماشه يې اوليدله څۀ عجيب
عمر خوب باندې اودى دے برقرار
امزرے يې پښو ته ناست دے څوکيدار
يهودى په ونه اوختۀ له ويرې
تماشه په ونه ناست کؤى لۀ برې
امزرى کړې سترګې ټينګې په يهود
زلزله يې د يهود کړه په وجود
لۀ هېبته يهود پرېوتۀ را ښکته
دغه درز سره عمر شو را اوچته
امزرے په يو ساعت کښې وۀ غائب
د يهود سره عمر شو مخاطب
يهودى قيصه شورو کړله د وېښه
اے صاحبه دا واقعه شوه په ما پېښه
پوهه زۀ شوم وم تراوسه په تيارو کښې
ښه به دا وى کليمه راته شورو کړې
اے اقباله يهودى شو مسلمان
په حکمت څوک نۀ پوهيږى د سبحان
۲
مدينه کښې وۀ راهب نومې کافر
د الله د ذاته وۀ هغه منکر
يوه ورځ يې کړۀ را ټول مسلمانان
بيا تقرير کړو شورو پۀ داسې شان
زۀ به کړم صرف په تاسو څلور سواله
جوابونو چرې را کړۀ تاسو ماله
زۀ به راوړم په الله باندې ايمان
په مذهب باندې به ستاسو شم روان
کۀ رانۀ کړۀ چرې تاسو جوابونه
بيا به ږدئ زما په لاره قدمونه
په دې غونډه کښې وُۀ لوے لوے عالمان
بې شماره پکښې ناست وُۀ عاقلان
دوى وئيل چې دغه شرط دے ستا منظور
جوابونو به کوشيش کړو مونږ ضرور
راهب وې چې وړومبنے سوال مې دا
کار په دغه وخت کښې کوم کؤى الله
دوئيم سوال دے چې د الله نه مخ کښې څۀ وُ
ثبوت راکړئ چرې هيڅ ترې مخکښې نۀ وُۀ
درئيم خداې ګڼئ هر ځائے تاسو موجود
دغه وخت لرى په کوم ځائے کښې وجود
څلورم رخ د الله دے په کوم لور
اے محفله دا پوره شو ټول څلور
دې سوالونو جلسه ټوله کړه حېرانه
هيڅ په بند يې نۀ پوهېږى هوښيارن
دې محفل کښې وۀ موجود زمونږ امام
دولس کاله يې عمر نۀ وۀ لا تمام
امام واخست د جلسې نه اجازت
جوابونه به زۀ ورکړم دا ساعت
راهب اوخندل وئيل اے ماشومه
جوابونه تاته څۀ به وى معلومه
امام وې چې زۀ به اوکړمه محنت
تسلى به دې کړم زرۀ په هر صورت
تۀ سائل وې نو ولاړ وې په ممبر
جوابى يمه زما دے اوس نمبر
راهب کوز شۀ امام اوختۀ چې بره
فرمائي په داسې شان له دلاوره
لا تراوسه پوهه نۀ شولې کافره
چې کوم کار اوکړو زما غنى قادره
تۀ يې کوز کړې پۀ ممبر يمه ختلے
دغه کار د خداې په سترګو شې ليدے
راهب شۀ په دې خبره لاجوابه
شرمنده شۀ په محفل کښې بې حسابه
دوئيم سوال جواب دې واؤره ښه په غور
خداې مې يو دے شريک نۀ لرى څوک نور
د لاس ګوتې تر پنځو پورې کړه شمار
د پنځو تر يوې راشه دوبار
څۀ رنګ يو عدد نه وړاندې نيشتے بل
داسې خداې مې دے د هر چا نه اول
درئم دا چې ته کؤې دغه اقرار
روح دې دے په ټول بدن کښې په رفتار
وايه کوم اندام کښې دے دا وخت مقيم
دا ادنے مثال پېښ کړے دے کريم
څلورم لږ شان په شمع اوکره غور
رڼا څنګه ورکؤى دا په هر لور
رخ د الله داسې هر خواته برابر دے
کائينات ي پېدا کړے دے قادر دے
اے اقباله هغه منکر شولو تائب
د اسلام حلقه بګوش شولو راهب
ټپې
زۀ به دې څنګه خولا در شم
لارو کوڅو کښې غمازان څوکۍ کؤينه
ستا محبت به رسوا نۀ کړم
کۀ د منصور غوندې په دار ټالۍ وهمه
يوازې چا چاته پوره شم
دا ګڼې خولې ګڼې خبرې دى مئينه
په تورو زلفو کښې مې پټ کړه
چراغ په لاس بېلتون ظالم مې لټَوينه
زلفې د ډېرو جينکو دى
دې لېونۍ له مور ماران ساتلې دينه
زلفې يې بيا په مخ خورې کړې
لکه سپوږمۍ باندې وريځې خورې شينه
باريک نقشونو نه دې ځار شم
چا مصور لکه په خيال جوړ کړى وينه
د تلو ساعت د مرګ نه ګران دے
مرګ ته څوک کله په اسانه غاړه ږدينه
دا سکڼے رنګ مې د يار خوښ دے
سپينو غواګانو باندې څۀ پرواه لرمه
دا تور قميص به ځان له اوکړم
جانان مې تور دے ځکه تور رنګ خوښه ومه
دا زما ستا صادقه مينه
لېونے خلق څۀ له نور ګمان کؤينه
وجود مې يو ځائے دليل بل ځائے
د لېونى غوندې په لار ګوتې شمارمه
دليل مې تانه را چاپېر دے
زۀ بې دليله کور کښې خپل ګزران کؤمه
زۀ په حساب دې پوهه نۀ شوم
مينه دې هشتې کۀ زما زړۀ ساتې مئينه
يا به د پلار شملې ته ګورې
يا به پالې اشناسره کړى لوظونه
زما ديار زړۀ اباسين دے
د اباسين پاياب به څوک معلوينه
په داسې ګل الله مئين کړم
نه زما کېږى نه ترې صبر کولے شمه
زۀ چې سحر وختى راپاڅم
دا وړمبے نوم مې د اشنا خولې له راځينه
د مينې اور رانه چاپېر دے
د سر واخله تر پښو پرې لمبه شومه
کۀ د بنګال جادو مې زده وے
ما به د ستنې په پټۍ کښې ګرځَولې
مخ دې مودې نه پس ښکاره کړو
پوکے دې مړو لمبو له بيا ورکړو مئينه
بېګانۍ شپه مې ديار کور وه
لکه د اور په خواه کښې ښه ستى کېدمه
حال د زړګى څنګه بيان کړم
چې ملګرتيا ورسره ژبه نۀ کؤينه
شپه مې دا ستا غم کښې شوګير شى
تمامه ورځ مې بيا خوبونه ځانګوينه
نشه د مينې چې چا اوکړه
بله نشه ورله بيا خوند نۀ ورکؤينه
نن د وصال آخرى شپه ده
مُلا د خداې دپاره مۀ وايه بانګونه
زړګيه سوزه لمبه کېږه
ليونۍ ځى تا د هجران اور کښې پرېږدينه
مبارکى راکرئ عالمه
افغانستان نن روسيان په ماتې ځينه
کشميره تا به رب آذاد کړى
ستا شاه زلمو د سر نه تاؤ کړل کفنونه
بغېر له عشقه چې څوک شعر کا
په تش کدو کښې لکه ګټې کرړَوينه
خلق شهرت له شاعرى کا
اقبال په شعر باندې زړۀ ټکورَوينه
الف نامه
ا الله دې زما مل شى
رقيب غماز باندې به سر اوګرځومه
ب په باغونو باندې ګرځم
د مخ دګل په شان له ګل دې نۀ وينمه
ت په توبه باندې توبه ده
ما د لَين دمکره اوساتې رحيمه
ټ ټګى دې او کړله جانانه
په نيمه لار کښې دې يواځې پرېښودمه
ث کۀ ثبوت راسره اوکړې
د عشق په باب کښې به اوچتې سترګې يمه
څ څۀ لېونے يمه جانانه
چې له بُوکياڼې د مڼې طمع ساتمه
ج جادو دې څه راباندې اوکړو
چې لېونتوب مې ورځ تر ورځې زور کوينه
چ چاؤدے د زړۀ مې راشه ګوره
خپل تصوير به پکښې اووينې مئينه
ح حليمه طبع اوبۀ کړه
چې اور د پاره سزا اوګرځې مئينه
خ خوږ مې د زړۀ لالا زياتيږى
جانانه راشه چې مې راشى پرهرونه
د دا لېونے جانان زما دے
په کوم هنر به لېونے هوښياره ومه
د په ددانو کښې اوسېږم
وينې څټى غوښې لۀ يو بل تښتوينه
ډ د ډاندت په شان له يار مې
د زړۀ مالوچ راله مېده مېده وهينه
ذ ذکر کوه د زړۀ په مينه
چې بې حسابه دې نصيب شى جنتونه
ر رحمان ، رحيم او هم غفور دی
بنده يې کله شى شمارلے نعمتونه
ړ ړونددې د زړۀ په سترګونه شي
چې نۀ وينې د الله دومره قدرتونه
ز زماد ګل په شان جانانه
لکه چينار ځوانى زۀ تاته زړومه
ژ ژوندون نه طمع مې هيڅ نيشتے
ما په دعا کښې يادوه په طمع يمه
ځ ځم له وطنه چرته ځمه
داشنا ظلم دزغم نه بهر شونه
س دسيند په غاړه غاړه ګرځم
په کوم ګودر به د عشق سين نه پورې شمه
ش شړشم ګلونه شو سپرلے شو
ولې مې پام لاله ځيګر ته نۀ کوينه
ښ ښنې د بدن مې په مزه خورى
په امزرى د عاشقۍ اوختے يمه
ص صادق چې وى په عاشقۍ کښې
خداې به هغه هيڅ کله نۀ بدرنګه وينه
ض ضعيفى مې راشه ګوره
چې درښکاره دعشق د رنځ شى شدتونه
ط په طٰهٰ يٰس در ياده
په لويه ورځ د شفاعت طمع لرمه
ظ ظلم کوه چې زړۀ دې يخ شى
بيابه دې څوک دغه همره ډېر وړى ظلمونه
ع زماپه حال باندې عالمه
يار د دروغو لګؤى په ما تورونه
غ په غلامانوکښې مې شمار کړه
د مرتبو مې درنه نيشته دے غوښتنه
ف فقيرۍ کښې بادشاهى ده
بهلول پرېښودى بې ګناه نۀ دى تختونه
ق څۀ قاعده قانون دې نيشته
عشقه سزادې هر مئين له بيله وينه
ک د کتو يمه جانانه
چې ستا په عشق کښې په ما څۀ تېر شوى دينه
ږ ږيره مې سپينه لکه واؤرې
ستاد يارۍ توبه مې خولې نۀ راځينه
ګ د ګل رنګ جانان د لاسه
د دنياګۍ د لادو بادو وتے يمه
ل د لا اله ورد مې په خوله کړې
ګرانه کړۍ دځنکدن مې سهل کړې نه
م لا ماشوم ومه ناپوهه
د محبت مې په زړۀ اوشُوګُزارونه
ن په نامۀ د هغه ښکلى
پلِ صراط باندې مې پورې کړې مئينه
و په وعده راسره ټينګ شه
ستورى د اسمان به دې جولۍ کښې واچؤمه
ه همايون به شم جانانه
کۀ ستا د زلفو سيورى لاندې شوم مئينه
ي ستا به يادېږمه کۀ هېر شوم
زۀ په اسره ستاد يادونو ژوند کؤمه