١
تۀ د بل په اوږو بار جوړېږه مۀ
امزرے شه د بل ښکار جوړېږه مۀ
محنت اوکړه خولې اوباسه له ځانه
د اکبر بادشاه نېست کار جوړېږه مۀ
د نېکۍ بدل نېکى کړه بدۍ مۀ کړه
خوى خصلت کښې لکه مار جوړېږه مۀ
په پره کښې د مظلوم سره ودرېږه
د ظالم تۀ طرفدار جوړېږه مۀ
نارينتوب دې ورښکاره کړه په ميدان کښې
تش په ډُوزو ته تورمار جورېږه مۀ
چې د وسه دې بهر وى پرې پوهېږې
د هغه څيز طلبګار جوړېږه مۀ
لېونے به دِ عالم بولى اقباله
زيات له حد هم هوښيار جوړېږه مۀ
۲
د دوستۍ مۀ ورکؤه لاس هغه چاته
چې په ښۀ نظر نۀ ګورى واؤره تاته
مطلبى اؤ خودغرضه نه کنار شه
مخا مخ چې دې صفت کړى غيبت شاته
هغه خلق چې ځان غټ حسابوى خپل
مۀ ور درومه تۀ د هغه خلقو خواته
د خپل د زړۀ رضا کؤل اسان دى
مزه هله چې د بل ګورې رضا ته
دا رښتيا دى چا دروغ نۀ دى وئيلى
مينه نۀ ګورى نسب نه دين دنيا ته
د اقبال کلام د هر چا ځکه خوښ دے
چې پوهېږى هر سړے پرې بې لغاته
۳
د ټپس جاله کښې باز مۀ لټَوه
د کارغۀ اواز کښې ساز مۀ لټَوه
د اصيل سره دې راز د زړۀ شريک کړه
په کم اصلو کښې همراز مۀ لټَوه
کۀ پوهېږې خداې دِ خپل زړۀ کښې موجود دے
هسې خاؤرې د حجاز مۀ لټَوه
اے نادانه سوداګره د ګوهرو
دوکانونه د بزاز مۀ لټَوه
د نېکۍ بدل د خداې په زمه پرېږده
لۀ بنديانو يې اغزاز مۀ لټَوه
چې انجام يې صبا بد خېژى اقباله
نن د هغه فعل اغاز مۀ لټَوه
۴
خولې له جوړه کړه بوکه وائيږه مۀ
د کوکرى غوندې هر وخت غپېږه مۀ
د موجونو له مزاجه ځان اشنا کړه
بې ګودره په درياب ګډېږه مۀ
سر دې ټيټ کړه چې انګور غوندې عظيم شې
د اسمان لکه اچر سيالېږه مۀ
لکه ګُړه مۀ خوږېږه بل دې تېر کړى
د زقم په شان له هم ترخېږه مۀ
کۀ دې خوږ خپل عزت وى په دنيا کښې
ته د بل عزت سره لوبېږه مۀ
د اصيل يارى خطا نۀ وى اقباله
د کم اصلو په لباس تېرېږه مۀ
۵
چې د خپل ذات او نسب نه منکرېږې
په دنيا د نادانانو کښې اوسېږې
خلق ټول دے يو ادم نه زېږدلے
غټ نرى په دې کښې نيشتے کۀ پوهېږې
تۀ د بل پلار نيکۀ نه خپل جوړ کړې
چې غريب دے په دې خپل باندې شرمېږې
غريبى څۀ کنځل نۀ دى اے اقباله
کۀ غريب شوې په دې ولې خفه کېږې