کُوکې

نه خاني نه شاهي غواړم
د کونينو سرداره لۀ تا
ستا د در خاکروبي غواړم
هم طهٰ هم يٰس تۀ يې
سروري د دنيا ستا ده
اولين آخرين تۀ يې
نعت ليکل کار اسان نۀ دے
څۀ الفاظ چې دنيا کښې دي
يو لائق ستا د شان نۀ دے
د ښائيست دې مثال ورکړم
چې پيدا ستا لۀ مخه ده
څومره ښکلے به خيال ورکړم
مدينې ته چې ځې باده
زړۀ مې ډېر ناقراره دے
دغه عرض به مې وړې باده
مدينې ته راتلل غوارم
خپل حضور ته مې وباله
سترګې اوس سړول غواړم
مينه څۀ دي اورونه دي
چې د اور سره لوبې کؤي
ليوني هغه زړونه دي
څو لمحې د قربت راکړه
لا ختلې ځواني ده د يار
مرګه دومره مهلت راکړه
پۀ هر خيال کښې مې تۀ ګرځې
داسې وګڼه ياره زما
چې پکښې مې د زړۀ ګرځې
د کټ سر کله پښو له ځم
شپه د هجر مې مات مات کړي
سحر بيا غم د وړو له ځم
چې د شپې کټ ته خيژمه
دنينې غوندې هجر کښې
لکه تود بټ ته خيژمه
نه مې خوب آرام شته دے
ستا د هجر دوزخ کښې زما
نه سحر نه ماښام شته دے
د مرغو آوازونه دي
ستا وعدې يادوي تاته
پسرلے دے ګلونه دي

محبت ماله څۀ راکړل
مدام اوښکې په سترګو کښې
څۀ داغونه په زړۀ راکړل
محبت کښې مې لار نۀ وځي
چې په زړۀ کښې زما مات دے
په هيڅ شان هغه خار نۀ وځي
نۀ وريځ نۀ باران راځي
څۀ سپيرۀ کال د بره شو
نۀ زما خوږ جانان راځي
په بلۍ مې کارغه شوري
د راتلو دې اميد نيشتے
بې ګناه زما زړۀ زوري
ښکلے يار مې لا ست غواړي
زندګي مې ترې زار کړله
څنګه نور محبت غواړي
تکه سپينه کونتره ده
د بيلتون دې زما زړۀ کښې
پرته بل شان ويره ده
جوړې ستا به ګُذران کيږي
ستا په هجر کښې يار زما
څۀ ناشنا چل په ځان کيږي
يو زياتے به مې يار وکړي
بل منت به لۀ ما غواړي
څوک به څو داسې کار وکري
اخستو ته مې ساه پريږده
د يار غمه قربان شم لۀ تا
کله کله خو ما پرېږده
محبت کښې توکل ښۀ دے
رنځېدو نه د ټول عمر
اشنا مرګ د يو ځل ښۀ دے
يو ساعت مې قرار نيشتے
ستا د هجر له زندانه
چرته لار د فرار نيشتے
اوس په دوؤ کښې يوه وکړه
يا د ورور پلار عزت پاله
يا د تلو حوصله وکړه
په انګڼ کښې د کور ګرځي
هيڅ خبر مې په حال نۀ شوه
چې په زړۀ کښې مې اور ګرځي
ښۀ شوه دا چې شوې تۀ صبر
نور به څۀ کيږي مړ به شم
چرې نۀ شومه زۀ صبر
حالات مخکښې نه نور ګران شو
ما اؤ تا چې ليدل دواړو
آ خوبونه زموږ وران شو
ما به نور کړې مجنون داسې
يا انکار يا اقرار وکړه
نۀ تېريږي ژوندون داسې
کوم وطن کښې مې يار اوسي
باده لږ يې خبر راوړه
زړۀ مې ډېر ناقرار اوسي
ژوند مې عشق کښې خراب تېر شو
ستا وصال مې نصيب نۀ شو
په مثال د عذاب تېر شو
نۀ پوهېږم چې څۀ اوکړم
زۀ د خلقو رضا اوکړم
کۀ رضا خپل د زړۀ اوکړم
لکه هاړ کښې ولې اوچې
ستا د هجر محنت کښې زما
چرته نۀ شوې خولې اوچې
نۀ پوهېږم چې څۀ غواړي
هغه لار مې سهي نۀ کړه
راسره چې پرې تلۀ غواړي
نن مې زړۀ حد نه ډېر تنګ دے
ما ليدلے د يار په مخ
څۀ بدل څۀ بدل رنګ دے
چې مئين شوم هلک وومه
لا نيمزالے ترې خلاص نۀ يم
څومره دې رنځ ته کلک وومه
بې همته به وۀ نۀ شي
حال بٌدليږي د هغه خلقو
چې بدلون ته ېي زرۀ اوشي
زړۀ زما دومره ډېر خوږ کړه
چې هر غږ زما کُوکه شي
لۀ کڼې ځنې هېر خوږ کړه
ياره ستا به تېريږي وخت
مجبوري ده زما ياره
چې زما نۀ تېريږي وخت
کۀ خالي مې لاسونه دي
نور لۀ خدايه هيڅ نۀ غواړم
ماله بس ستا يادونه دي
ژونده دومره وفا وکړه
چې د يار په ديدن موړ شم
بيا دې خپله رضا وکړه
لکه ستا او زما مينه
دومره ډېره کېدے نۀ شي
په دنيا د بل چا مينه
اباسين په چپو درومي
د ځوانۍ په نشه مسته
په غورځنګ په نشو درومي
په هيڅ بند نۀ پوهېږمه
عاشقي عجيبه رنځ دے
نۀ ترې مرم نۀ رغېږمه
بې ګناه شو اشنا خفه
داسې لږي په ما باندې
لکه ټوله دنيا خفه
اوبۀ چړ نه په شور دانګي
چې مې څومره نزدې راشي
هومره زړۀ مې په زور دانګي
لکه ګل د ګلاب ښائسته
په مخونو کښې مې مخ د يار
په مثال د آفتاب ښائسته
لکه زړۀ چې کړو تا صبر
هغه چل ماته وښايه
چې دا زړۀ شي زما صبر
ماله خپل محبت راکړه
ليونتوب کښې مثال شمه
دومره غم کښې شدت راکړه
دنيا څۀ ده غمونه دي
چې سرشار ستا په مينه کښې دي
په قرار هغه زړونه دي
په چمن کښې بهار راغے
خوند به زيات يو په دؤه کاندي
ورسره کۀ مې يار راغے
سرۀ غرمه د چينار سيورے
مئين زړۀ مې په هر حال کښې
رانه غواړي د يار سيورے
د مئينو کمے نشتے
چې نظر ګېر چاپېره وهم
زيات لۀ ما ليونے نيشتے
عشق کښې زړۀ چې زما خوږ دے
کۀ څوک وائي دروغ وائي
په دنيا د بل چا خوږ دے
غرۀ په سر سر نرۍ لار ده
ستا په هجر کښې يار زما
زندګي په اوګو بار ده
وولې وونه په څنګ د ګودر
زما خدايه ليلا راولې
ځي تېريږي پيکه مازيګر
په دېوال د انګُور څانګې
باغ کښې پېعلې په ټال باندې
په مزه په مزه زانګې
د غرۀ سر يا د سين غاړه
بل هيڅ څوک هلته نۀ وے څوک
يک يوازې وې مونږ دواړه
ځه سپوږمۍ شه پناه غر نه
د لېلا مې راتلل ګران کړې
نوې نۀ شې لۀ بيا سر نه
خورې زلفې ماران ساتي
جمع څنګه خاطر شي زما
چې هر وخت يې پريشان ساتي
ستا ديدن له بهانه نيشتے
پخوا خلق ساده وۀ ډېر
اوس هغه زمانه نيشتے
پشکال کښې اچر ووري
کال و سر مې دا ستا غم کښې
ګوره سترګې تر تر ووري
چې ورکوټے اشنا لري
هغه ما غوندې زړۀ کښې به
غم دوچند خامخا لري
د اشنا د راتلو غږ دے
کاڼي بوتي سندرې وائ
په ټوپونو مې رګ رګ دے
لکه يار چې زما ښې شي
د ابادې دنيا په مخ
داسې څوک به د چا ښې شي ؟
نرے باد د خزان والوت
بړبوکۍ کښې په څېر د بڼې
لاړ د زړۀ مې ارمان والوت
لاس يې لاس کښې په ناز راکړو
ټول بندونه به مات کړمه
کۀ دې مينې آواز راکړو
راخورې کړه په ما زلفې
د دوران له غرمو ځنې
يو اسره مې دي ستا زلفې
ښکلے يار مې هغه نۀ دے
ليونتوب يې د مينې اوس
په شلمه حصه نۀ دے
عشق کښې ژوند مې برباد تېر شو
څنګه راغے اؤ څنګه لاړ
پوهه نۀ شومه باد تېر شو
وعده اوکړي اؤ را نۀ شي
د بې لوظه جانان سره
محبت دې د چا نۀ شي
مۀ منه هيڅ زما نوره
لا مې واک ياره خپل نۀ دے
مجبورۍ ته زما ګوره
نور دې مرګ ته قريب کړمه
په پوښتنه مې راشه اوس
دومره ډېر دې غريب کړمه
څومره ښکلي وختونه وُۀ
په ګاونډ لوئيدو دواړه
څۀ وېړيا ديدنونه وُۀ
د زوړ عمر قاتل عشقه
سيند کښې شلې چې مټې شي
چا موندل دے ساحل عشقه
کڼه بڼ کښې وهي کوکې
ګرانه لار د جانان کلي
نازه ځي لګوي نوکې
په رو رو دې هېرېږمه
تسلي راکوې خط کښې
ولې زۀ ښه پوهېږمه
نن مې سترګه رپيږي څۀ
يو جانان ته دې خېر وي زما
نور به ګورو چې کيږي څۀ
لويه خدايه را پيښ خېر کړې
څۀ سبب دے چې خوب نۀ راځي
د اشنا مې ژوندون ډېر کړې
بيا ديدن له د يار ځمه
د زړۀ اور پرې تازه ساتم
نور راؤړو له انګار ځمه
کۀ پټکے دې د پلار ګران دے
پۀ ژوندون څۀ باور نيشتے
دومره ډېر انتظار ګران دے
يا د زړۀ مې بورجل وران شو
يا د لاسه د خپلو بچو
ښکلے ښار د کابل وران شو
څوک مې يار له خبر يوسئ
تر راتلو به دې يم يا کۀ نه
دا پېغام مختصر يوسئ
په هر خيال کښې مې تۀ ګرځې
داسې وګنه يار زما
چې پکښې مې د زړۀ ګرځې
د اسُو په غرمو سوزي
برغې مېښې يې د پلار مړې شه
زړۀ زما په لمبو سوزي
مرګه ويره مې دا کيږي
وړاندې وروستو به مونږ کاندې
نوره خس کۀ زما کيږي
په پټي کښې شړشم آڼئ
نا خبره خبره نه ده چې
ورسره زړونه سم آڼئ
ځي تېريږي به دا سختې
چې دا تۀ هم سفر يې زما
هيڅ پرواه نيشتے بيا لختې
کۀ مې تللې ځواني راشي
عقله ستا به وانۀ ورمه بيا
عشق کښې ﻻ دې ګراني راشي
نيمه شپه کښې ليلا راشه
ور به لرې پرېږدم درته
د موزي نه په غلا راشه
شين اسمان د چېتر موسم
ځه چې ځو د بونېر غوث له
چرته تېر به شي زر موسم
شين څادر د بخمل خور دے
يار ټپه مې د تللو کؤي
پسرلے راته سُور اور دے
نا ناڅاپه په بام راغله
څوارلسمه خو نۀ وه چې
سپوږمۍ خپل په مقام راغله
خپل ښائېست کۀ ليدل غواړې
زما سترګو کښې مۀ ګوره
بيا به آئين ماتول غواړې
په تور غر کښې نمېر ګُل شُو
د مستۍ نه شُو ډک زړونه
پېغلو سترګو کښې زيات مُل شُو
اننګي يې موسکيږي اوس
په معنٰى د يارۍ باندې
زما خيال دے پوهيږي اوس
نرے باد د سپرلي لږي
نن صبا د بلبلو سېل
په هر پوله پټي لږي
څۀ سړې پلوشې د سپوږمۍ
په کوټه باندې کټ سم کړي
غريب واخلي مزې د سپوږمي
اميري کۀ ښائيسته ژوند دے
څوک زمانه تپوس اوکړئ
غريبۍ کښې هم خپل خوند دے
ليوني ته خپل ځان هيچ دے
عاشقۍ کړم امير دومره
داسې ماته جهان هيچ دے
په دروغو دې ډېر لاړم
ستنيدۀ مې اشنا ګران شو
دومره ډېر حد نه تېر لاړم
اوس زغمل دې ستم ګران شو
چرت مخ سر انغاړمه ځم
اوسېدۀ دې په چم ګران شو
ستا په کلي کښې څۀ دي نور
چې دا ستا سترګې لرې کړې
زما څۀ لوې واړۀ دي نور
پۀ اوبو کۀ مهے موړ شي
ستا د مينې انګار به هم
زما زړۀ کښې اشنا سوړ شي
لکه سيند کښې مهے تږے
د وصال په وصال کښې دې
هسې زړۀ دے زما اوګے
ماله ښار نه بنګړي راؤړه
تشې لېچې اشنا ګرځؤم
هم ګل کړي منګي راؤړه
کۀ هر څو راته سم ګوري
هغه سترګې دې خاورې شي
چې لالي ته مې کم ګوري
دراتلو ورته نۀ وائيم
ګورم دا ځل چې څۀ چل کؤي
په صلاح درته زړۀ وائيم
چې په زړۀ کښې زما څۀ دي
نه زما نه بيان سم شو
نه پري پوې شو اشنا څۀ دي
سړې يخې اوبۀ د چينې
چې نلونه په کور کور شو
سؤزوي د مئينو سينې
واؤره ووري کنداؤ بند شو
هيڅ خبر مې د يار نيستے
په لمبو کښې زما ژوند شو
ياري ګرانه د بل کلي
هر سړے په صبا باندې
ښۀ پوهيږي د خپل کلي
په تپوس کۀ زما راشي
په دعوه باندې وائيم چې
تللے ساه به مې بيا راشي
نه د ژوند په حساب پوې شوم
نه د يار په مطلب باندې
زۀ غبي يو اعراب پوې شوم
هغه ما چې غمخور ګڼۀ
هميشه راله غم ګوري
دے څۀ نور ما څۀ نور ګڼۀ
يو مې زړۀ ما يو ځل ورکړو
حق حيران کړم هغو خلقو
چې هر چاله يې بيل ورکړو
نه دې خط نه خبر راغے
خوشحاليږي دې نور خلق
زما څۀ کۀ اختر راغے
ما سره کۀ څانګونه وے
ما په غېږ کښې به واخستے
ټکانه به مو غرونه وے
دغه ستا د راتلو لارې
نورو خلق له لارې دي
ماته سپينو د سرو لارې
کۀ هر څو وې ګيلې زياتې
د اشنا په راتلو باندې
زړۀ کښې وې زړۀ کښې شوې پاتې
ډېر الوتي بادونه دي
خو د کلي چينار باندې
ليک زمونږ ﻻ نومونه دي
اوسنۍ څۀ اخترې دي
نه څوک ټالٰ نه مېله لږي
نۀ د جونو سندرې دي
ورک دې جېټ شي چې بيا راځي
په غرمو به ګوډيا کؤې تۀ
ساه پوټي به په ما راځي
ستا په مينه کۀ بل ګوري
شي ړندې دې زما سترګې
په تيارو کښې دې تل ګوري
يو وعده دې وفا نۀ شوه
زندګي په خلاصي شوه زما
لا دې خلاصه جفا نۀ شوه
په چنه کښې ښکالو وه څۀ
خوشحالۍ نه مې زړۀ ټوپ کړو
جوړې پور په کالو راغله
په نصيب کښې مې غم ليک دے
زۀ کۀ ډېر ستا وصال غواړم
ولې څۀ وکړم کم ليک دے
لږېدلے په غر اور دے
کۀ دې ايښے جبين باندې
مشکي خال د رنجو تور دے
څوک په عشق کښې همراز کړمه
په دنيا مې باور نيشتے
قيصه چاته اغاز کړمه
ستا د چل ول عادت نۀ ځي
ولې څۀ وکړم زړۀ سره
چې ترې ستا محبت نۀ ځي
زړۀ مې خوږ خوږ خوږيږي تل
پکښې ستا د يارۍ سُورمل
خوږه ياره سوغيږي تل
ستا يادونه خوبونه شول
خامخا به راتلې خوب کښې
اوس نېټې دې کلونه شول
هرې لارې له سل لارې
کۀ دا ستا زړۀ خپل غواړي
ګرانې نۀ دي ايستل لارې
د رحيم نه رحمان اخلم
زۀ چې ويښ شم سحر سحر
اول نوم د جانان اخلم
مينه څوک وائ اسان کار دے
په صراط تېريدل غواړي
ماشوړې نه هم وران کار دے
عاشقي ده بلا خلقه
چې يې سيورے په چا وشي
روغ ليدلے دے چا خلقه ؟
څۀ بې خونده سپرلے تېر شو
يار د مينې مې رانغے
له مرۍ مې ازغے تېر شو
اوس چې څۀ کؤې تۀ کؤه
زما وس دس کښې هيڅ نيشتے
تۀ رضا خپل د زړۀ کؤه
هسې شان دې تنها کړمه
لکه زاڼه له سېل دې
توره شپه کښې جدا کړمه
لکه تۀ شوې لۀ ما صبر
هسې شان زۀ لۀ تانه شوې
په پخه بې وفا صبر
په ژړا په ژړا باندې
دواړه سترګې مې سپينې شوې
هيڅ اثر نۀ شي تا باندې
هر شپه مې په اور کښې ده
نۀ منم چې د هجر نه
زياته سخته په ګور کښې ده
چې ساتلے مې شاه نۀ شي
يار کۀ ډېر قسمونه خوري
خو باور پرې زما نۀ شي
آخستو ته مې ساه پرېږده
د يار غمه په وار راځه
لږ روزګار ته هم ما پرېږده
تورې تورې وريځې دي
خوند به زيات شي کۀ تۀ راشې
څۀ نشه نشه ورځې دي
لکه ستا د خولې خوشبو
يو عطار به کشيد نۀ کا
هسې رنګ د مزې خوشبو
راغلې بيا د ګوچو ورځې
مستې جونه خوشحاله دي
د زلمو د مزو ورځې
هغه يار مې خبر نۀ دے
داسې درد به د عشق نه وي
چې مې تېر په جيګر نۀ دے
اکثر شپو کښې مې خوب ورک شي
باور نشتے چې ټول عمر
دا د عشق لېونتوب ورک شي
ما په غېږ کښې اودۀ کړه لږ
تل څپړې د وخت خورمه
دلاسه راله زړۀ کړه لږ
هغه وخت چې ستا ياد راشي
په کنډر کنډر سترګو کښې
يو جنت ښار اباد راشي
هائ افسوس هائ ارمان خدايه
نور دې هر څۀ راکړي دي
رادې نۀ کړو جانان خدايه
مازيګر ده ګودر غاړه
چې راجمع پرې جونه شي
يادوي مونږ اکثر دواره
کۀ راتلل په دنيا بيا وے
تۀ يقين په خداې وکړه
انتخاب به زما بيا وے
مرګه دومره مې کار وکړه
وړاندې ورستو مو نۀ کاندې
تۀ بېشکه تلوار وکړه
ژونده دومره وفا وکړه
چې په مينه د يار موړ شم
بيا دې خپله رضا وکړه
دنيا خوري د ژوندون فکر
ما سره دے جانانه زما
په اخر د بيلتون فکر
الول د باران شيبې
ستا د ياد مې په زړۀ ووري
شپه او ورځ هسې شان شيبې
لکه ژرنده وړيږي ځي
په مثال د دانو خلق
وار په هر چا تېريږي ځي
چې موسم د سپرلي راشي
ورسره ستا يادونه هم
رنګا رنګ لېوني راشي
سرۀ لاسونه اخپې ګرځي
زما قتل نه ورستو هم
څۀ ډاډه په مزې ګرځي
پشکال دے ګرمي ډېره
د شيبې غوندې راشه اوس
زړۀ مې زغم کړه سختي ډېره
څوک په حال مې خبر نۀ دے
چې په زړۀ مې تېريږي څۀ
لاس زما د دلبر څۀ دے
تورڼکې فرياد مۀ کړه
هيله سترګه مې پټه شوه
رقابت او عناد مۀ کړه
يار ته وائيې چې زر راځي
بس دے ساه په وتو شۀ زما
يو غوټه ده اکثر راځي
په اسمان کښې سپوږمۍ ستوري
رقيبان شي زما واړه
ښکلي مخ ته چې ستا ګوري
اشنا زړۀ نه مې هېر نۀ کړې
دغه شتۀ غم مې ښۀ ډېر دے
نور لۀ دې نه هم ډېر نۀ کړې
مينې دا دې احسان کم دے
زړۀ زما ډک له سوزه شۀ
هره کُوکه مې غم غم دے
د ديدن دې قحطي راغله
لا مې زړۀ ورته جوړ نۀ وۀ
چې په منډه دستي راغله
اوس په ويخه خو نۀ راځي
دا پۀ ما دې احسان کم دې
چې پۀ خوب کښې مې تۀ راځې
لکه موم ويلي کېږمه
دومره ما وته ووايه
داسې ستا هم يادېږمه
د غمونو نه خلاص نۀ شوم
په قلاره مې نۀ پرېږدي
ستا يادونونه خلاص نۀ شوم
لۀ حالاتو چې تنګ شمه
لاس په بل چا مې نۀ رسي
ځان سره خپل په جنګ شمه
د اشنا بې وفا خاورې
هله پوې شوم په تا باندې
چې ژوندون شو زما خاورې
په کوڅه دې تېرېږمه
يو نظر دې ليدل غواړم
په بهانه رو رو کېږمه
د هجران په لمبو سوزم
يار زما د چينار سيورے
زۀ د هاړ په غرمو سوزم
بې نېټې څوک اشنا نۀ مري
ګني مړ به پخوا وے زۀ
څوک د غمه د چا نۀ مري
د هر خيال مې محور ته يې
دا دنيا کۀ هر څۀ وائي
زما زړۀ او ځيګر ته يې
ستا به هېر کۀ به ياد يمه
ستا لۀ رنګه خو نۀ ښکاري
لکه زۀ چې برباد يمه
اوس لۀ مانه صنم تختي
کوم ګناه داسې ما وکړو
چې لۀ سیوري مې هم تختي
هيڅ اختيار مې په ځان نۀ وۀ
چې په ور کښې مې وليدې
بيا د تللو مې توان نۀ وۀ
خپل ګناه هم پۀ ما تپي
دا د ښکلو عادت زوړ دے
خپل ګناه په بل چا تپي
ياره ستا د پښتو نۀ يم
طبيبانو جواب راکړو
راشه زۀ د درتلو نۀ يم
اميدونه ختميږي ځي
الودع ياره خوب راغے
زما سترګې پټيږي ځي
رخصتي له زما راشه
واپسي مې راتلۀ نيشتے
اخر وار دے اشنا راشه
چې دې څوک خريدار نۀ وۀ
يو سړے به ياديږي ستا
چې يې مينه بېوپار نۀ وۀ
نۀ څۀ لار نۀ رواج شته دے
بې لۀ مرګه د زړۀ درده
بل دې کله علاج شته دے
په کفن کښې مې مخ ګوري
ګوذار خپل د غمزې تورې
په ځيګر کښې مې خخ ګوري
تا پسې مې نظر چورلي
نۀ پوهېږم دنيا چورلي
کۀ مې تا پسې سر چورلي
آئينه کۀ کتل غواړې
زما کُوکې په لاس واخله
آفرين به وئيل غواړې
زلزله باندې وران کلے
بس يو څو ورځې مخکښې وۀ
څومره ښکلے ودان کلے
ستا زما د نيکونو کور
په لمحو کښې ډېرے جوړ شو
د بچپن د يادونو کور
چې کنډر کنډر کلے دے
کډه څنګه ترې اوتړم
دا مې زړۀ ځيګر کلے دے
لاس په سترګو اېږدمه ځم
زلزلې ستا د لاسه زۀ
جانان کلے پرېږدمه ځم
مونږ بچي ددې غرونو يُو
کۀ هر څو قهرېدلي دي
مونږ عادت د قهرونو يُو
وران د خوارو کورونه شول
چې پوهېدل يې په چل باندې
د هغوئي اخترونه شول
زلزله باندې څان لاړو
خو خفه ډېر په دې يمه
په امداد مې ايمان لاړو
د قيامت منظرونه وۀ
هر خوا ړوړې بشاړې وې
ځان ځاني وه ځانونه ؤۀ
پۀ ژړا باندې څۀ مومې
چې دې زمکې خوړلي دي
آِ،ياران دې اوس نۀ مومې