سريزه
د محمد اقبال خان کوکې
ستا د حسن له تعريف له برکته
د رحمان د شعر کوکې په عالم دى
کوکه په پښتو ادب کښې د پنجابۍ ماهې د متعارف کولو اولنے کوشيش دے ـ ماهيا دپنجابۍ ژبې د ټولونه زيات مقبول عوامى صنف دے ـ چې محمد اقبال خان ورله کوکه نوم اېښے دے ـ دماهې مضامين د حسن عشق سره سره د فلسفې او د نفسياتو هم احاطه کوى ـ خو اهم موضوع يې هجر،دردوغم او فرياد دے او په دغه نسبت اقبال خان ورله کوکه نوم خوښ کړے دے ـ د پنجابۍ کوک او کوکه يوه معنٰى لرى ـ پنجابۍ ژبه کښې د کوک معنٰى اه و زارى ده ـ په پښتوکښې د کوکې مترادف ټکى کوکاره ،کريکه اوچغه دى ـ فارسۍ کښې کوک اوچت اواز ته وائى ـ په هندى کښې د فرياداو د اوچت اواز په معنو کښې استعماليږى. په هندى کښې دتور رنګ يوې مرغۍ ته کوئل وائى او ددغې مرغۍ اواز ته کوک او په اردوکښې کوئل کا کوکنا وائى ـ لکه اسماعيل ميرټهى وائى:
کوئل ترى کوک نرالى
ترى رنگت کالى کالى
بولى ترى بھولى بھالى
ددغه مرغۍ اواز د فرياد او اه و زارۍ د پاره په ګڼو ژبو کښې استعمال شوے دے - کوکه او کوکاره په پښتو کښې هم په دغه معنو کښې اخستے شوى دى ـ په کومو معنو کښې چې په نورو ژبوکښې استعمال شوے دے ـ
شېخ اسدسورى چې سورى خاندان په بادشاهۍکښې ډېر عزت لرلوـ د غور دحکمران امير محمدسورى په مرګ په خپله قصيده(و له فى قصيده ) کښې د کوکار ټکے داسې راوستے دے ـ
د فلک د چارو څۀ اوکړم کوکار
زمولوى هرګل چې خاندى په بهار
هر غانټول چې په بېديا غوړېدۀ وکا
رېژوى يې پاڼې پاڼې تار په تار
قطب الدين بختيار کاکى(متوفى٦٣٣ هجرى) هم کوکه په دغه معنو کښې اخستې ده او وائى:
ډېر مې زړۀ سورے سورے کړو راته وګوره ملوکې
په بېلتون کښې د اوباسم له خوږمنه زړګى کوکې
رحمان بابا کوکه او کوک دواړه استعمال کړى دى ـ
اے رحمان چې عاشق شى
ځان دې ژاړى کوک په کوک
ستا د حسن له تعريف له برکته
د رحمان د شعر کوکې په عالم دى
د افغانستان نوموړے شاعر نصرالله حافظ خپل يو نظم ( د شمساد له هسکې څوکې ) کښې کوکه د اوچت اواز،نعرې او چغې په معنو راوستے دے
دشمشاد له هسکې څوکې
د خېبر د زړۀ له نوکې
هرې خوا ته وهم کوکې
د هزارې يو پخوانى شاعر قدرت على قاضى ګل هم په خپله چاربېته کښې دا ټکے دفريادى چغو په معنو استعمال کړے دے ـ
سرې منګلې سرې يې نوکې
لکه بدرۍ ځى په سلوکې
همېش له غمه وهم کوکې
سرۀ نارنجان د پېښور دواړه اننګ ساتى
او حمزه بابا وائى:
زړۀ مې مينه کا منزل ته
اے جرسه ستا کوکار
د مزاج دموضوعاتوپه حواله ماهې دپاره په شاعرانه سطح لۀ دې زيات موزون نوم بل نۀ شى کېدے پنجابۍ کښې ماهيا محبوب ته وائى او ښکارى دا د ماهى چې سپوږمۍغوندې ښکلى محبوب ته او يا مېښې څرونکى محبوب ته وئيلے شى ـ يو قياس دا هم دے چې داد مهيوال بدل شوے شکل دے ـ
بهر حال د محبوب يادونه او غمونه د هجر دردونه ،د وصال ارمانونه او د بېلتانۀ فريادونه د ماهې غالب موضوعات دى ـ او اقبال خانه په کوکه کښې هم په تخليقى سطح ددغسې کېفيتوتونو نه تېر شوے دے
او د موضوع مزاج په لحاظ کوکه دکوکې په مزاج کښې په ليکلو کښې کامياب شوے دے ـ اقبال خان دچاربېتې، غزل، پابندنظم، ازاد نظم، هائيکو سره سره ددې صنف ضرورت ولې محسوس کړو ؟ او په وړمبى ځل د پنجابۍ يو عوامى صنف يې پښتو ته ولې راواړؤ؟په عمومى توګه په نوى نوى اصنافو کښې د طبع ازمائيلوفېشن او يا يو صنفى رحجان وئيلے کېدے شى ـ خو اقبال خان د فېشن په طور نه بلکې خپل د ملک د شپږو ژبو ديو صنف د مقبولتيا په سبب دې ته توجه کړې ده ـ ماهيا د پنجابۍ ، هندکو، سرائيکى، پهاړى ژبو اولسى صنف دے ـ او ګڼې مجموعې پکښې چاپ شوې دى ـ براهوى ژبه کښې هم د عزيز مېنګل د ماهيو کتاب :"بېلى" چاپ شوے دے ـ سندهى کښې نياز همايونى، رشيد احمد لاشارى، نور شاهين او د نورو شعراؤ ماهې ليکلې دى ـ زمونږ هغه علاقې چرته چې پښتو سره هندکو او ګجرى ژبې وائيلے کېږى هلته پښتانۀ هم ماهيا ښه ذوق شوق سره اؤرى ـ دصوبې ځنو نورو علاقو لکه پېښور،کوهاټ او ډېره اسماعيل خان په شان د هزارې په يوطرف ته پنجاب پروت دے او بل طرف ته ازاد کشمير چې هلته پهاړى ژبه وئيلے کېږى ـ او دغه سبب د ے چې ماهيا د هزارې د پښتنو د پاره څۀ نا مانوسه صنف نۀ دے ـ هزارې په اولسى محفلونو کښې د اردو او هندکو سندر غاړى په شپږو وؤ طرزونو کښې ماهيا وائى ـ د پښتو ځنو سندر غاړو ته د پښتو ماهې ضرورت پېښ شو ـ اقبال خان دغه ضرورت پوره کولو ته غاړه کېښوه ـ نوم يې ورله کوکه کېښو، ددې صنف د خپلولو نه پس يې ددې په جواز کښې ليک اوکړو دغه کتاب کښې شامل نۀ کړو او ماهيا يې هائيکو ته په تقابل کښې ودرؤله ا په درې وجوهاتو کوکه د هائيکو نه غوره او ګرځوله (١) چوکاټ يې د روايتى هائيکو په شان لند تنګ نۀ دے (٢) د کوکې موضوعات د هائيکو نه وسيع دى صرف موسمونو پورې محدود نۀ دى ـ د تحريرى هيئت او مماثلت له کبله د کوکې او هائيکو تقابل کړے دے ګنى کوکه ليکلو دپاره د څۀ ضرورى نۀ ده دا زمونږ د شپږو ژبو يو مقبول صنف دے ـ مونږ چې نور ډېرنثرى او شعرى اصناف د بهرنو ژبو نه اخستى دى نو کۀ مونږ د خپل د څو ژبو يو مقبول صنف پښتو ته راواړؤ دا زياته د قدر وړ جذبه ده ـ د پښتو ټپه چې په يو بله ژبه کښې او ليکلے شى او يا ترجمه کړے شى نو يقيناََ چې مونږ پښتانۀ پرې فخر کوؤ او هغه ترجمه کؤنکى سره عقيدت پېدا شى دغسې زمونږ چې يو شاعر،اديب نقاد عام لوستونکو د پاره د عقيدت او د احترام لائق اوګرځى نو په دې هم هر پښتون له خوشحالى پکار ده ـ د پښتو ټپه چې پنجابۍ او هندکوکښې په دغه نوم او په براهوى کښې د ټپو په نوم ليکلے شى نو مونږ له خپل د صنف په دې ترويج د خوشحالۍ څرګندؤنه کوؤ او د دې شاعرانو د فکر او دنظر دوسعت ستائينه کوؤ نو دغسې خوشحالى او ستائينه زمونږ د شاعر هم کېدے شى خو دلته اهم سوال دا پورته کېږى چې کوکه به ديو صنف په توګه پښتو ژبه کښې لار او مومى؟ ماهيا چې کومو ژبو کښې ليکلے کېږى او وائيلے کېږى ددغه ژبو صوتى نظام او شعرى مزاج يو دے او يو بل ته ډېر نيزدې دے خو د پښتو شعرى مزاج ددې نه بدل دے او په دغه وجه د پښتو کوکه ليکل دټپې، هائيکو او د قطعې وغېره يوه ګرانه تخليقى مرحله ده خو محض فنى اسانتيا هم د يو صنف د ترويج او د مقبوليت سبب نۀ شى کېدے ـ نثرى نظم زيات فنى اسانتيا لرى خو فضل محمود روښان نه ورستو چاهم دې ته توجهه او نۀ کړه ـ دکوکې، ټپې اوهائيکو غوندې د لنډ هئيت صنفونه دهر قسمه شعرى تجربې بار نۀ شى پورته کؤلے ـ اوس کۀ څوک يو اولسى او وړوکى صنف نه دا توقع لرى چې دا به د عامو شاعرانو توجه ځان ته راګرځوى نو دا توقع بې ځائے ده ـ
کوکه کۀ په خپل اهنګ برابر نۀ وى نو دا به کوکه نۀ شى ګڼلے ـ اردو کښې د ماهي ابتداد کال۱۹۳۴ء نه شوې ده خو د کال د ۱۹۸۰ء دا اولسى صنف د يو ادبى صنف په طور واخستے شو ماهيا ډېره اوليکلې شوه او ګڼې مجموعې چاپ شوې خو ځنې شاعرانو د ابتدائى کوشيش په نتيجه د ماهې د مخصوص لے د پابندۍ نه بغېر داسې درې مصرعېزه نظمونه او ليکېل ـ د هغۀ ماهې په هفت روزه شيرازه لاهورپه ٢٤جولائ ١٩٣٨ء کښې هم چاپ دى ـ
ساون کا مهينه هے
ساجن سے جدا هو کر
جينا کوئى جينا هے
د هندوستان د فلم انډسټرۍ مقبول نغمه نګار او ډائريکټر همت رائے شرما د اردو فلم خاموشى دپاره ماهې اوليکلې ـ دا فلم ١٩٣٩ ء کښې رېليزشوے دے ـ قمر جلال ابادى او ساحر لدهيانوى د اردو ماهې په شاعرانو کښې اهم نومونه دى همت رائےشرما په وؤ ژبو پنجابى، اردو، ګجراتى، هندى، بنګالى، مراټهى او فارسۍ کښې ماهې ليکلې دى ـ دفارسۍ يوه ماهيا دا ده
ايں محفل ياراں است
گلبن گل مے کند
چه فصلِ بهاراں است
د پنجابۍ او د هندکو په اولسى ادب کښې ماهيا او ټپه بيل بيل صنفونه شمېرلے شى ـ خو د هئيت موضوع او د اهنګ په لحاظ يو صنف دے ـ صرف د وئيلو موقعې او طرز بدل کېدے شى ـ نوموړى محقق خداې بخښلى فارغ بخارى سرحد کښې لوک ګيت کښې د هندکو کومې ټپې نقل کړې دى هغه د هئيت او اوسلوب په لحاظ ماهې دى، لکه دا يوماهيا
بدل آے کالے نى
نکے جے دل اوتے
تیرے هجر دے چالے نى
ترجمه تورې تورې وريځې راوختې په وړوکى غوندې زړۀ باندې مې ستا د هجر تڼاکې ختلې دى دغه ماهې چې فارغ بخارى چې ورته ټپه وائى نورو نقادانو د ماهې د نمونې په طور درج کړې دى ـ دغه شان هغوى د هزارې چې کومې ټپې درج کړې دى هغه هم په هزاره کښې د ماهې په نوم مقبوله دى ـ په هزاره کښې په هندکو د ټپې نوم هډو مستعمل نۀ دے ـ هغوى د هندکو د يو لفظ کمى بېشى سره د ټپې په نوم درج کړې دى ـ دغه کمے بېشے يا خو د سابقه مطبوعاتو د غلطيانو نتيجه ده يا اورؤنکى پکښې کړې دى، لکه دا ماهيا
ہتھ لال زنجیری آ
اناں فوجیاں نوں پانی ديو
جیڑا ٹھندا کريڑی آ
ددې ترجمه (اردو کښې )داسې ليک ده په لاس کښې سرۀ زنځيرۍ ده هاغه فوجيانو له اوبۀ ورکړئ کوم چې مړۀ کېږى ـ
د ماهې په دوئيمه مصرعه کښې د(اناں) ټکے زيات دے او صحيح ترجمه يې داسې ده په لاس کښې سرۀ زنځيرۍ ده فوځيانو له اوبۀ ورکړئ چې کومې يخې لکه ږلۍ دى پنجابۍ او هندکو کښې ماهې ته ټپه هم وائى او په پنجابۍ کښې ورته بګړو هم وائى ـ د فارغ بخارى خيال دےچې ټپه دپښتو نه تلې ده ـ د ماهې ټيکنيک تر ډېره حده د پښتو ټپې سره سمون خورى ـ دواړه په يو نيمه مصرعه کښې مکمل شى ـ دواړوکښې زيات تر اظهار د ښځو له طرفه کېږى بنيادى طور د دواړو موضوعات عشقيه وى د دواړو مترنمه وېنا انداز يو دے ـ دومره مماثلت نه پس د ټپې په موجودګۍ پښتوته دکوکې څۀ ضرورت دے؟ دا سوال خپل په ځائے خو د پښتو ټپه د هئيت او اهنګ دلږ شان بدلون پس په مختلفو ژبو کښې له نوى نوم سره يو اولسى صنف او ګرځېدو او اوس اقبال خان دغه صنف نوى هئيت او اهنګ سره يو ځل بياخپلې پښتو ته راواړؤ نو دا کوشيش يې د پښتو شعرى سرمائې ته د وسعت ورکؤلو مخلصانه جواز پېدا کؤى ـ کوکه يو اولسى صنف دے او مترنمه وېنا سره زيات تعلق لرى
دا د صنف د عروضى بندشونو او د سختو فنى ضوابطو د لاندې نۀ دے ـ خو ددې نه باوجود يو لے او اهنګ لرى او په تخليقى سطح او هم د لوستو په وخت کښې د خپل يو مخصوص ردم تقاضه کوى په پنجابۍ ژبه کۀ نرموالے او لچک دے خود کوکې اهنګ د پښتو په لفظونو کښې ښه پوره راښکون پېدا کوى خودا راښکون هله پېدا کېږى چې کوکه د ماهې په مخصوص اهنګ کښې او وائيلے شى ـ داقبال خان د يوې کوکې اولنۍ مصرعه داسې ده:
د مرغو اوازونه دى
په ترنم کښې د وائيلو په وخت به لفظ اوازونه هائے مخفى(ه) به په (ا) الف کښې بدل شى لکه د
د مرغو اوازونا دى
کوکه چې په خپل تخليق ساخت د لفظونو فنکارانه او مترنمه ترتيب او تړون تقاضه کوى اقبال خان هغه ډېرې فنى پختګۍ سره تر سره کړى دى د کوکې اهنګ پوره ښکلا سره ترسره کؤلو نه پس زۀ دا وائيم داسې به کوم اهنګ وى چې پښتو به يې خپل نۀ کړى؟ اقبال د کوکې وزن اتۀ چپې اېښے دے هره مصرعه اتۀ چپو ته او اهنګ ته برابرؤل لوے فنکارانه هنر او رياضت غواړى هغه په داسې فنى رياضت ستومانه کېږى نه خو ددې صنف په مصرعه کښې کمے زياتے کېدے شى خو شرط دا دے چې اهنګ کښې فرق را نۀ شى لکه دا يوه کوکه
مينه څۀ دى اورونه دى
چې د اور سره لوبې کړى
لېونى هغه زړونه دى
ددې کوکې منځنۍ مصرعه کۀ داسې شى چې داور سره لوبې کوى نو يو چپه به زياته شى خو دهم اهنګ کښې فرق نۀ پېدا کوى او مصرعه هم عوامى لهجې ته برابر شى او يا دا کوکه:
په رو رو دې هېرېږمه
تسلى راکوې خط کښې
ولې زۀ ښه پوهېږمه
په دې کښې د قافې دوئيمه برخه ..ږمه ..د لوستلو او د وائيلو وخت به دعام انداز نه لږه زياته راښکل غواړى دا راښکون د پښتو نورو اصنافو په اهنګونو کښې شته خو کوکه يو نوے صنف دے ـ ځکه د لفظونو راښکون به لږ ناشنا غوندې لږى خو کۀ مونږ د کوکې وزن اتۀ چپې کښې لږ کمے بېشے او کړو داسې راښکلى لفظونه خپل سم حالت هم راړؤلے شو د مثال په طور دې برنۍ کوکه کښې د رديف زۀ اضافه کولے شو داسې به کوکې په وزن کښې به فرق پرېوځى خو په اهنګ کښې فرق نۀ پرېوځى لکه داسې:
رو رو دې هېرېږمه زۀ
تسلى راکوې خط کښې
ولې ډېر ښه پوهېږمه زۀ
د اقبال دکوکې نه مخکښې په پښتو ادب کښې د کوکې هيڅ وجود نيشتے ما د نن نه دېرش کاله وړاندې د يو سندر غاړى ملګرى محمدصادق خان نه په يو محفل دوران کښې يو څو مزاحيه ماهې اورېدې وې چې کومې هغه پخپله ترتيب کړې وې يوه پکښې تر ننه زما په حافظه کښې محفوظه ده اودسې ده:
چېنک کښې چاه نيشتے
ماله ځان سره بوځه
لېنګو کښې مې ساه نيشتے
ددې نه دېرش کاله پس کۀ د پښتو ماهې اورېدې دى نو هغه مې د اقبال کوکې اورېدې دى ـ پنجابۍ، هندکو ،سرائيکى، ګوجرى او پهاړى ژبو کښې ماهيا د ټپې په شان په دوؤ مصرعو کښې ليکلے هم شوې ده يعنى اوله مصرعه لنډه او دپښتو د چپو په شمېر اتۀ چپې اودوئيمه تر شپاړلسو اوږده ده خو تحريرى هئيت يې د دريو مصرعو رائج دے نو ځکه اقبال د کوکې تحريرى هئيت د دريو مصرعو اېښے دے اقبال د کوکې هره مصرعه په اتو چپو کښې ليکلې ده او دغه يې روايتى وزن دے خو دا يو اولسى صنف دے او ترنم سره وئيلے کېږى نو په يوه مصرعه کښې د يوې چپې کموت زياتوالے هم زغمى ـ اردو کښې د شاعرانو او نقادانو ډله د يو مخصوص وزن په تعين زور لږوى او وائى د ماهې اولنۍ او اخرنۍ مصرعه به برابر وى خو منځنۍ مصرعه به دوه چپې کمه وى خو اولسې ماهې د منځنۍ مصرعې کموت د فنى ضابطې په طور نه شى موندلے ـ کله درې واړه برابر وى او کله په درې واړو مصرعو کښې يوه مصرعه يوه چپه کمه يا زياته وى خو مخصوص اهنګ ته برابروى ـ په پنجابۍ او نورو ژبو د ماهې وړمبۍ مصرعې دنورو دواړو مصرعو سره څۀ معنوى تعلق نۀ وى په اوله مصرعه کښې قافې برابرؤلو د پاره هسې يوه عامه او خوند ناکه خبره ادا کولے شى لکه دا کوکه:
تکه سپينه کونتره ده
د بېلتون دِ زما زړۀ کښې
پرته بل شان له وېره ده
اصل ماهيا ورستنۍ دواړه مصرعې وى ـ خوکله چې درې واړه مصرعې په خپلو کښې معنوى ټرون لرى خوند يې نور زيات شى لکه دا کوکه:
يو ساعت مې قرار نشتے
ستا د هجر له زندانه
چرته لار د فرار نشتے
داقبال خان ټولې کوکې په درې واړو مصرعو کښې د موضوع وحدت لرى او ځکه زيات خوند پېدا کوى ـ
د کوکې د مخصوص هئيت او خارجى خدوخال پابندۍ سره سره ددې د داخلى اوصافو پوهېدنه او نظر کښې ساتنه ضرورى ده ـ ددې د موضوعاتو دُنيا د ټپې په شان وسيع ده خو دا اظهار طرز يې منفرد او اهنګ يې مخصوص دے په دې کښې د زمانو زمانو د عشق نفسيات، اولسى دانش، فکر او فلسفه د ساده باده خلق ارمانونه، ارزوګانې، ګېلې، فريادونه او نور ډېر څۀ رانغتى پراتۀ دى اقبال خان ددې باطنى اوصافو پوره پوره حق ادا کړے دے ـ بلکې د پښتو په حواله پکښې يې څۀ ښکلې اضافې هم کړې دى ځنې داسې څيزونه، موسمونه، روايتونه چې پنجاب او پنجابۍ سره يې څۀ تعلق نيشته هم په کوکه کښې د پنجابى ماهې روايتى او کلاسيکى خوږلت سره يې بيان کړى دى او د پنجاب د خاورې هاغه څيزونه او رسمونه يې ذکر کړى دى چې پښتو او پښتنو سره تعلق لرى د اقبال ځنې لفظونه، تشبيهات او تلميحات ډېر بليغ او جامع دى، يوه کوکه کښې وائى:
ماله ښار نه بنګړى راوړه
تشې لېچې اشنا ګرځوم
هم ګل کړى منګى راوړه
خپلو تشو ليچو له بنګړى غوښتل څۀ نوې خبره نۀ ده او ګل کړى منګى غوښتل هم څۀ زياته خوندوره مطالبه نۀ ښکارى خو اقبال خان دا خبره د خپلې علاقې د ثقافتى ژوند په حواله کړې ده ـ ګل کړى منګى سره د هزارې دهندکو ويونکو قبيلو دوادۀ يورسم ...بير ګهړه... تړلے دے دغه رسم د هزارې په ځنو پښتنو سيمو کښې هم رائج دے په دې رسم کښې د وادۀ د هلک خويندې او د کلى نورې جينکۍ يو وړوکے ښائسته منګے راواخلى ښه کشيده کړے رومال پرې واچوى په سندرو سندرو ګودر يا چينې ته ورشى منګے د اوبو ډک کړى او په سندرو سندرو بيرته کور ته راشى دغه منګے د کلى د جومات په کوهى کښې واړوى او يا يې دکور په خوا کښې په شنه ګياه واړوى وير يا بير په هندکو کښې ورور ته او په دغه نسبت دې رسم ته بير ګهړۍ يعنى د ورور منګے ډکول وائى په پنجاب کښې دغه رسم ته ګهړولى بهرنا وائيلے شى ـ دا د وادۀ يو ډېر زوړ رسم دے د هړپه او موهنجوډړو د تهذيب نه هم مخکښې ددې د موجودګۍ درک لږېدلے دے ددغه تهذيب نه مخکښې دلته منډا قبيله اباده وه ددې قبيلې د وادۀ په رسمونو کښې يو رسم دا آو يعنى د منګى ډکولو په نوم موجود وۀ کم و زياته پنځه زره کاله پخوانے د منډا قبيلې دا رسم پنجاب ته د هزارې هندکو ويونکو قبيلو ته او د هغوى د ځنې پښتنو ته منتقل شو د بير ګړۍ ځان له سندرې دى او په پښتو کښې جينکو ورسره ځان له سندرې جوړې کړې دى ـ اقبال هم دغه رسم ادا کولو دپاره ګل کړے منګے غواړى ـ دپښتو په سؤنو ټپو او سندرو کښې د منګى ذکر ګڼو صورتونو کښې شوے دے خو ...ماله منګے راؤړه... په خپل شاه پروت دغه رسم ته اشاره ده ـ د اقبال خان ځنې کوکې دغسې خپل مخصوص ثقافتى پسِ منظر لرى ځنې لفظونه، متلونه، ښېرې او دعاګانې خپل مقامى رنګ لرى ـ دچېتر موسم کښې پير بابا له تلل، تور غر کښې نمېر ګل کېدۀ، زړۀ کښې سورمل سوغېدۀ او برغې مېښې مړې کېدل کۀ عامو پښتنو د پاره ناشنانۀ هم وى خو يو رنګ او خوند لرى دټپې په شان په کوکه کښې هم اشاريت او رمزيت بنيادى او ضروى عناصر دى پښتو اشاره، کنايه، رمز او طنز هغه په سماجى ژوند کښې وى او کۀ په شعرو ادب د نورو ژبو نه زيات بليغ، ذومعنى او همه ګير وى ـ د اقبال خان په کُوکُو کښې طنز، رمز، اشاره او کنايه خپلو تهذيبى او ثقافتى خصوصياتو سره موندے شى او ځکه دا د پښتو مزاج او ثقافت ته زياتې نزدې دى ـ اقبال پُرګو شاعر دے هغه په نورو ګڼو صنفونو کښې شعر کوى او ورسره سره واړۀ واړۀ او اولسى خيالونه په کوکه کښې نظم کوى ـ هغه کوکه په مزه مزه ليکى ـ د هائيکو او کوکې غوندې دا واړۀ صنفونه ځنې شاعران د تک بندۍ او قافيه بندۍ په شغل کښې را ګېر کړى چې هيله يې يو خيال زړۀ کښې راوګرځى نو زر يې منظوم کړى چې نوې قافيه برابر شى نو زر يې فټ کړى چې هغه څۀ معقول تخليقى جواز هم نۀ لرى ـ او دا شان ځنې صنفونه د شاعرانو د تادۍ په سبب غېر سنجيده فکرى ماحول ته راؤځى ـ دکوم شاعر تخليقى قوت په مياشتو غزل او نظم نۀ تخليق کوى هغه په هفته نيمه کښې پنځوس شپېته هائيکو څنګه تخليق کوى او کۀ کوى نو کوم معيار غزل او نظم ته نۀ شى ور کولے نو دې وړوکو صنفونه ته به څنګه ورکړى؟
کۀ مونږ ددې خيالونو نظم کؤلوله پاره ددې وړکو صنفونو انتخاب به کؤو نو زياتے به کوو ـ کوکه هاغه شاعر کاميابۍ سره ليکى چۀ ماهيا يې خپل اهنګ سره په شعور کښې پرته وى ـ صرف درې مصرعې ليکل کوکه نۀ ده بلکې د کوکې په اهنګ کښې درې مصرعې ليکل کوکه ده ـ اقبال خان دغه صنف ددې د مخصوص فنى فکرى غوښتنو سره پښتو ته اړولے دے دا د پښتو او محمد اقبال خان د صلاحيت ثبوت دےـ
ډاکټر اسماعيل ګوهر
اووم اپرېل ٢٠٠٦ء
بفه هزاره