Copyright © 2023, Muhammad Iqbal Khan, all rights reserved
You are free to redistribute this book in pdf format. If you make use of any part of this book you must give appropriate credit to the author. You may not remix, transform, or build upon the material without permission from the author. You may not use the material for commercial purposes
تړون
د اجمل خټک بابا په نوم
نظم
پسرلے
اے ګلِ نرګسہ
تۂ پہ تورہ سلہ ګل شوې
تا دا پېغام راوړۂ چې پسرلے بہ راځی
بوډګان غرونہ بہ سپین سرونہ تور کړی
پہ مړو بربنډو لغړو ونو کښې بہ بیا ساہ پریوځی
ګلدستې پہ لاس نیولې
د پسرلی استقبال بہ کوی
طوطکے بہ راځی
سحر سحر بہ سبق لولی
تورڼکہ بہ راځی
پہ نیمہ شپہ بہ غمژن غمژن اوازونہ کوی
ګوګوشتو
او کوئل بہ د ګڼو ونو
پہ پاڼو کښې پټ غږونہ کوی
د زمکې مخ بہ زېړ شی
پہ ھر طرف بہ د شړشمو بھار وی
لکہ چې د نکریزو شپہ وی
بیا بہ غازہ اولږی
سرخی بہ اولږې
ناوې بہ شی
پہ ھرې پولہ پټی
لالہ او غانټول بہ ټوکېدلی وی
پہ باغ کښې بہ د ګلاب رامبېل چامبېل خوشبو خورہ وی
خارونۍ او چنچنړې بہ جالې جوړوی
ګډبا او بيزوګر بہ خوشحالہ وی
چې د ھغوی ګډې بیزې مړیږی
ځلمی بہ ټولګی ټولګی سیلونہ کوی
جونې بہ ساګ آنړوی
خو پہ دې کښې بہ
ځنې مرغۍ د سېلہ پاتې شوې وی
ځنې سترګې بہ پخښې پټې شوې وی
او دا منظر بہ نہ شی لیدے ۔
ګوډ ملخ
د مګر میاشت دہ
ساړۂ ډېر شوي دي
خلقو دننہ دننہ کوټو کښې اورونہ بل کړی دی
د بانډو ورونہ شوړہ کوی
چرتہ څارو لہ ساړۂ اونۂ شی
زمیدارو پہ ټوپونو ښاښۍ راخښکل دی
جوار یې پہ توڼو کښې اچول دی
ونې بربنډې لغړې ولاړې دي
زېړې پاڼې پہ پټو کښې خورې دي
ماران چیندښې سوړو تہ شوې دي
بې حسہ بې حرکت پراتۂ دي
پہ اوګد خوب اودۂ دي
یو ګوډ ملخ د ګیری پہ زيرہ پاڼہ ناست دے
د شپې یخنۍ وھلے دے
پہ خوارو حرکت کوی
دا سوچ کوی
کۂ دا د ژمی موسم د خېرہ تېر شی
زۂ بہ بیا د ملګرو سرہ
دجوارو او د شولو
د فصل پاڼې خورم
تر اوتازہ بہ شم
خو خبر نۂ دے
چې لا بہ پوہ راځی
د ورځې بہ وریځ وی
بیا بہ پھګڼ شي
تودې تودې واؤرہ بہ وی
ورپسې د انډک سونډک ساړۂ باددونہ
د چېتر د ږلۍ سیلۍ ګډ باران
ددې دومرہ مصیبتونو نہ ورستو بہ سپرلے راځی
پہ دې کښې یوہ خارو خرامہ خرامہ راشی
ملخ پہ مښوکہ کښې واخلی
او پہ مزہ یې تېر کړی
ائین تہ ائینہ
زمونږ پہ واش روم کښې
قدِ ادم اېینہ دہ
څوک داسې نیشتی
چې دا ائینہ ماتہ کړي
رېز مرېز کړي
دا ائینہ زما دښمنہ دہ
زۀ چې واش روم تہ ننوځم
دا ماتہ وائي
چې تۀ بډہا شوې
ستا ږيرہ سپینہ دہ
ستا پہ خولہ کښې غاښ نیشتی
تاسرہ اوس څوک مینہ نۀ کوي
مینې لہ ښائستہ صورت پکار دے
تۀ د لوی کار جوګہ نۀ یې
لوی کار لہ
د تکړہ مټو ضرورت وي
ماد DEPRESSION او ANXIETY
ښکار کړي
خو ائینہ نۀ دہ خبر
چې مینہ ښائستہ زړۀ سرہ شي
او لوی کار
پہ لوېو مازغو
مرګ
زۀ بډہا یم
زہ مړیم
زہ د ټول کور پہ اوږو بار یم
زۀ د چا پکار نۀ راځم
زۀ د ھغوي پہ ځنو کارونو کښې
خنډشم
خو زۀ څۀ وکړم
زندګي ډېرہ خوږہ دہ
او مرګ پہ نېټہ
زۂ څوک یم ؟
زۂ بې وسۍ باندې ژړلے شمہ
سقراط د زھرو پیالہ څښلےشہ
پہ مټو غر سورے کولے شمہ
تندے تېشہ باندې وھلے شمہ
زما نہ نۂ کېږی چې بل مړکړمہ
خو خپل ځان بل لہ وژلے شمہ
نقصان دبل چا زغملے نۂ شم
نقصان د خپل د ذات کولے شمہ
پہ دې دنیا کښې ھنر نۂ دے زدہ
خیالی دنیا کښې اوسېدلے شمہ
تشې خبرې زۃٔ کولے شمہ
تشې سندرې زۂ لیکلے شمہ
ملګرو زۂ چرتہ شاعر خو نۂ یم
نظم
زما مينه په يو خيال ده
په بې مثلَ يو جمال ده
څۀ مثال د مينې ورکړم
بې تصويره بې مثال ده
لېونے نۀ يم ښه روغ يم
خو خبره د کمال ده
په تيارۀ کورکښې د زړۀمې
رڼائى د يو مشعال ده
زندګۍ ته چې نظر کړم
ارزو د يو وصال ده
د دنيا دومره قيمت دے
قربان عشق کښې په يو خال ده
ډېره ښکلې فلسفه ده
هم په سر ده هم په تال ده
پرواه نشتے کۀ روژه ده
خو صبا مياشت د شوال ده
د اقبال د زړۀ ژړا ده
په خندا کښې د هلال ده
نظم
تۀ شراب د مجاز ستائې لېونيه
تا شراب د حقيقت څښکلى نۀ دى
ستا شراب چې له انګورو نچوړيږى
ارزان بېع ډېر وېړيا داموندے کېږى
دا نشه ستا د شرابو
د يو څو لمحو نشه ده
عارضى ده او بې خونده
چې نشه شى کله کوزه
ټول بدن وړۀ وړۀ شى
سر خوږېږى
پښې رپېږى
ستا شراب دى داسې زهر
چې چا اوڅښل هغه مړ شو
ستا د يار شونډې شرابو کښې پرتې دى
هم خوږې دى هم پستې دى
خو زما د يار په شونډو کښې شراب دى
چې خوږۀ دى هم ترياق دى
چې چا اوڅښکل امر شو
ستا د يار وصال نيمګړے
چې انجام يې په هجران دے
خو زما د يار وصال
د هجران غم نه بې غمه
مرګے هم ورته بې وسه
په دنيا کښې هم وصال دے
په اخر کښې هم وصال دے
راشه راشه پېاله واخله
دا د مينې شراب نوش کړه
چې نشه يې ابدى ده
چې نشه يې سرمدى ده
زما مینہ
زما مینہ داسې عامہ مینہ نۂ دہ
ټکېدلی زر دی خامہ مینہ نۂ دہ
زما مینہ دہ پہ خپلې دائرہ کښې
زما مینہ بې لګامہ مینہ نۂ دہ
زما مینہ دہ روا پہ ھر مذھب کښې
زما مینہ څۂ حرامہ مینہ نۂ دہ
زما مینہ دہ صادقہ او لۂ زړۂ دہ
زما مینہ بد فرجامہ مینہ نۂ دہ
زما مینہ بہ رسېږی تر منزلہ
زما مینہ بې مرامہ مینہ نۂ دہ
زما مینہ ښہ پورہ پہ ھر لحاظ دہ
زما مینہ ناتمامہ مینہ نۂ دہ
زما مینہ دہ زما د زړۂ پہ خوښہ
زما مینہ لۂ ناکامہ مینہ نۂ دہ
زما مینۂ ورکېدۂ دی پہ جانان کښې
زما مینہ نوم لۂ نامہ مینہ نۂ دہ
زما مینہ کامیابی د دواړو کونو
زما مینہ څۂ ناکامہ مینہ نۂ دہ
زما مینہ پہ دې واړہ کائنات دہ
زما مینہ لۂ یو بامہ مینہ نۂ دہ
زمامینہ بہ زۂ څۂ ستائیم اقبالہ
د بل چا دغہ ھمرہ تامہ مینہ نۂ دہ
نوحہ
ھسې ګپ شپ دے شاعری نیشتہ دے
شور و غوغا دہ موسیقی نیشتہ دے
کہ دا میعار د ادب وګرځېدۂ
لہ دې نہ نورہ بیا پستی نیشتہ دے
استعارہ ، تشبیہ او خیال څہ شو
قافیہ ردیف او پابندی نیشتہ دے
د غزل لاړلہ معنیٰ بدل شوہ
ھائیکو کښې کومہ بې ھودګی نیشتہ دے
استعمالېږی دغہ کو مہ ژبہ
علم د سر نہ د قاری نیشتہ دے
نامہ دانش او عامیانہ شعرونہ
شېدا اوس ستا اُستاکاری نیشتہ دے
خوشحالہ ستا پہ حکمت څہ چل کوم
ماڅخہ دومرہ فرھنګی نیشتہ دے
رحمانہ کېدہ ھغہ سوز دې سنبال
چرتہ اخلاق نیشتہ صوفی نیشتہ دے
پښتو پښتو تکرار حمزہ دې څلہ
مړۂ پښتانۂ شو ھغہ ځلمې نیشتہ دے
خاطرہ ستا غزل بہ څلہ اورم
چې ھغہ درد مې د زړګی نیشتہ دے
سائلہ ستا سندرې خوند نہ کوی
د کلیوال ژوند سادګی نیشتہ دے
فن لہ فنکار لہ فنکارۍ اوواتۂ
لہ دی نہ زیاتہ کج فھمی نیشتہ دے
باد دې چې راغلل لاړۂ تېر واتۂ
اثر یې پاتې پہ زړګی نیشتہ دے
چې شاعرانو پورې ټوقې کوی
لہ دوی زیات څوک لېونې نیشتہ دے
زړۂ د اقبال دشاعرۍ نہ تور شۂ
دا د یوټیوب نہ ګندګی نیشتہ دے
نظم
وژنی مې دنیا ټولہ چې زۂ یو مسلمان یمہ
ولې ترې نہ ھېر دی چې دا زۂ ھم یو انسان یمہ
شام کہ فلسطین دے کۂ عراق کہ بوسینیا ګورہ
زۂ پہ خپلو وینو لمبېدلے شان پہ شان یمہ
ګوری څہ نہ څہ فتنہ پہ ځان کښی جنګوی مونږہ
وېرہ یې لہ ما کېږی پہ نسل چې افغان یمہ
زۂ پہ روہنګیا کښې قتل شوے بې ګناہ یمہ
زۂ پہ خپل کشمیر جنت نظیر کښې بندیوان یمہ
روس اوچین کښې غږ کولے نۂ شم دومرہ جبر دے
څومرہ بې توقیرہ ګورہ زۂ پہ ھندوستان یمہ
چرتہ کښې شیعہ چرتہ سنی یم پہ سازش د چا
پخپلہ خپل ګریوان شلؤم دښمن د خپل ځان یمہ
سوچ اوکړو چې دا چارې نن ولې راتہ پېښې دی
ولې غورزېدلے بلندو نہ د اسمان یمہ
دا د ورکېدو لارې دی ولې نۂ پوھېږمہ
دا پہ کومو لارو باندې نن چې زۂ روان یمہ
قام مې بې شعورہ دے د علم رڼا نۂ لری
نن خو پہ ما پوھہ شہ اقبال اسان اسان یمہ
د شاعر ژوند
ما وئيل چې ژوندون څۀ د ے
فلسفي وئيل چې راز دے
ما وئيل چي ژوندون څۀ د ے
سا ئينسدان وې تجربه ده
ما وئيل چې ژوندون څۀ د ے
مصور وې تماشه ده
ما وئيل چي ژوندون څۀ د ے
مغني وې چي نغمه ده
ما وئيل چي ژوندون څۀ د ے
ممتحن وې امتحان دے
ما وئيل چي ژوندون څۀ د ے
محتسب وې احتساب دے
غرض دا چي څومره خولې وې
همره ډېرې وې خبرې
خو
آخر پوې شومه پخپله
چي ژوندون خو يو مقصد دے
خصوصًا بيا د شاعر ژوند
داخو عينِ عبادت دے
کۀ دے مينه خوروي
قام لۀ سترګې ورکوي
مینہ نۂ مری
زۀ به مړ شم
تۀ به مړه شې
خو زمونږه مينه نۀ مري
ما ستا په مينه کښې
ابدي سندرې وئيلي دي
کله چي يؤ زلمے به زما په سندرو کښي
د خپلې محبو بې عکس ويني
هغه به زما په لفظونو
هغه به زما په خيالونو
خپلي د محبوبې تعريفونه کؤي
شونډې ‘ زلفې‘ سترګي به ستائي
الفا ظ به ز ما و ي ‘ خيال به زما وي
هغه درد‘ غم ساز به زما وي
زه به زلمے يم
اؤ ته به پيغله
دواړه به رقص اؤ په ګډا يو
مستي به وي ‘ خمار به وي
نشه به وي ‘نشاط به وي
مينه به بيا بيا خپل اظهار کؤي
مينه ازل دے مينه ابد دے
مينه روح دے
اؤ وجود ‘خاؤري
وجود فاني دے
مينه باقي ده
چرګ
يو د ژمي اوګده شپه ده
بل ميده ميده باران دے
د څادرو لږ لږشور دے
انګيټۍ کښي اور بليږي
د شنيل ګرمه بړستن ده
ښه د فوم نرمه ګده ده
ښکلے يار هم راسره دے
چرګه مۀ وايه بانګونه
انديښنه
زه روان يم
خو چرته روان يم
په دغي نۀ پوهيږم
زما مزل کوم دے
زمامنزل کوم دے
زما پښې وينې وينې دي
زۀ پۀ يو بې مقصد منډه کښې شامل يم
خو ماته احساس نيشتے چي زۀ څۀ کوم
څوک مسيحا نيشتے چې زما علاج وکړي
څوک رهنما نيشتے چي ماته لار وښائ
هسې نه چې زۀ په تيارو کندو کښې
ګوزار شم
اؤ لکه دمړ ستوري
زما نوم نشان هم پاتې نۀ شي
پروپوزل
دا زمااؤ ستا پتنه ده
دا پتنه ډيره زاړه ده
تۀ زروريې زۀ کمزورے
ته مې هر ساعت وهې
تۀ مې هره ګهړۍ وژني
خو زما هم
چي لاس رسي
خواه مخواه دي شوکومه
دوه کنځل درته کومه
پہ مخ لاړې دې تُوکمہ
ستا د زړۀ نه دغه ويره
تر هغي وتلے نه شي
چي مي څو پوري وجود‘
په دنيا باندي باقي وي
کۀ ته غواړې چي ما ورک کړې
دا زما وجود فنا کرې
خو ته دا کؤلے نۀ شې
د غه ستا په وس کښي نۀ ده
دې نه داسې به ښۀ نۀ وي
چي زما وجود تسلم کړې
بيا انصاف راسره وکړې
تۀ به هم شې په قرار
زۀ به هم شم په آرام
خوشې ګډا
مونږ څخه روغه ډوډۍوه
آ‘ډوډۍزمونږنه بڼ کښي
شادوګانو وتښتوله
مونږ په منډو اؤ په ترړو
يوسپک ترينه واپس کړه
اوس په هغه خوشحالۍ کښې
په هغې ورځې د کال
ډير په شوق اؤ ډير په وياړ
مونږ د جشن اهتمام کړو
چامبېل
زموږ په انګڼ کښې
د چامبيل زيله
پوره د ځوانۍ په آب و تاب کښې ده
په څټوڅټو ئ ګلونه نيولي دي
خوشبوي ئ زمونږ د کورپه ګوټ ګوټ خوره ده
خو زما طبيعت دروند دروند
اؤ زړۀ مي ملال ملال دے
کۀ ستا ياد وي
تابه زلفې
د چامبيل په تيلو غوړؤلې
خوږۀ خوږۀ
اونشه ايزه خوشبوبه خورېده
اوس چي ته لاړې
د وعدو نه په شاه شوي
راشه دا د چامبيل زيله
زما له پاره عذ اب دے
په خپلو لاسوئ اوباسه
اطاعت
يو بې ادبه مقتدي
په جماعت کښې آواز وکړو
چي د جمعي وخت تيرېږي
امام وکتل په برندو
لږ ساعت به دمه وکړوُ
لامو خان راغلے نه دے
احتجاج
چرته چرته دې ياديږي
کۀ بيخي اوس درنه هيردي
هغه مونږه چي واړۀ وۀ
مونږه يؤڅاے په ميرو کښې به مالونه څرول
کورکي به جوړول
چينتوګاني به کؤلې
د ټپو وار به ا يښو
تۀ ملګړي به زما
د هري لوبې خامخا وې
کومۀ ورځ چي به رانغلم
تۀ به ټوله ورځ خفه وې
نه په مينه دې ډوډۍ
نۀ به لوبې چاسره کړي
بيا هغه وختونه راغلۀ
چي تۀ پيغله زۀ زلمے شوم
تا پخښلے ټکلے سمبال کړو
ما پټي کښې يوې بيل
اوس د ژوند لوبې د پاره
بيا ملګري جوړيدل
تا د بل په لاس کښې لاس
په اسانه باندې ورکړو
نۀ دي ضد وکړوجانانه
نۀ يوه خوله اختجاج
حسد
خلق وائ صبا اختر دے
هر سړے بوخت دے سوداکښې
څوک بنګړي اؤ څوک نکريزې
څوک جامې اؤ پيزاراخلي
د مټيانو اؤ د غوښو
دکانونوباندې چُور دے
زۀ د لري ورته ګورم
چي د هر يؤ شي قيمت
کړي اسمان سره خبرې
په اسمان باندې وريځي
نا ناڅاپه راښکاره شوې
ما وې خدايه باران وکړې
چې زما په شان د ټولو
اختر ګډوډ شي صبا له
چي زما په شان له ټول
په زاړو جامو کښې ګرځي
وېرہ
تۀ د تولو جونو ميره
په زلمو کښې زۀ مثال وم
د خپلوانو يو وادوکښي
ستا زما ملاقات وشوو
دا زمونږه ملاقات
شو بدل په محبت کښې
مونږه داسې مينه وکړه
چي ليلا نه مخکښې لاړې
ما مجنون پريښودو شاته
يو وړي غوندې خبرې
يوې نۀ غوندې خبرې
ته او ځان کښې خفه کړو
ته اؤ زۀ ځان کښې جدا کرو
تا هم بل څوک جانانه نۀ کړو
ما هم بل څوک ليلا نۀ کړه
مونږه دواړه اوس زاړه يؤ ، مونږ ته څوک هم
په هغۀ نظر نۀ ګوري
چي ځوانا نو ته کتے شي
خو دا زۀ له دغه ويرې
ستا په وړاندې نۀ درڅمه
چي زما هغه تصوير
د ځوانۍ هغه تصوير
ستا په سترګو کښې خراب شي
چي دا ستا سترګو کښې جوړ دے
نا امیدی
مرګے زما پسي څۀ زر زر قدمونه اخلي
يقين مې نه راځي چي بيا به جانان ووينمه
حالات څه دا رنګې خراب شو چي سمون نۀ خوري
زما د مرګ نه ورستو ووايې جانان ته زما
ما ستا په مينه کښې يؤ خس هم کمے نۀ دے کړے
ستا په ارمان ارمان مې ساه ورکړلو
کۀ حساب غواړې نو په ورځې د محشربه وکړو
جواب
زما هر سحر چاؤدنې
زما هر ماښام ويرونه
د ګرانۍ نه مي ملا ماته
ماله زوړ اؤ نوے يؤ دے
نوے کال دې مبارک شه
پښتنہ
ماديت نه متاثر
يو ملګري راته ووې
مينه بل نوم دهوس دے
چې دا دوه څاڅکي اوبۀ
د وجود نه اخراج وکړي
هغه ښکلے مرمرين
اؤ ښايسته بدن سړي ته
د ګندګۍ ډيران ښکاريږي
طبيعت ځينې بيزار شي
خو پښتنه دا زما ده
چې دا خلق په مذهب
په خپل قام ولې قربان شي
په وطن ولې نثار شي
دلته کوم کردار دڅاڅکو دابو دے
چې سړے لمسوي مرګ ته
سړے مرګ ته غاړه کيدي ؟
خوب
ماسخوتن چې خلق دم شي
اطمينان مې د زړۀ و شي
چې اودۀ به خلق ټول وي
غلے غلے په تيارۀ کښې
ستا د کټ په لور روان شم
زړۀ مې ويرې نه درزيږي
وائم درنګ له څوک ويخيږي
چې دې کټ ته ورنيزدې شم
د زړۀ ويره مي شي کمه
زۀ په زړۀ کښې شم خوشحاله
چې مې پوه په ښکالو شې
ځاۓ په کټ کښې راته جوړ کړې
دواړه مونږ غاړه غړۍ شو
ستا د ساه په حرارت ببا
زړۀ زما ژوندے ژوندے شي
د خولو په خوشبوۍ دې
معطر زما مازغۀ شي
ستا د زلفو په ځنګل کښې
ورک په شان د ليوني شم
بيا شورو مونږ مشغوله کړو
د راتلونکي وخت بنا کړو
تقدير مونږ سره خندا کړي
ګوره مينې ليونو ته
صفدر لېونے
زمونږ
آقا خفه دے
چې مونږه شوشل نۀ يو
مونږ ترقي نۀ غواړو
مونږ رجعت پسنده يو
مونږ انتها پسنده يو
مونږه څوارلس سوه کاله مخکښې
زمانه کښي اوسو
مونږه تيارو کښي اوسو
خو دې نۀ ګوري چې
مونږه څو جمهور نواز يو
مونږه څو جمهور پسند يو
چي زمونږه ليوني هم
اليکشن ته ودريدے شي
رهبران مو جوړيدے شي
شکست
ټول رقيبان يو ځاے شو
ټول غمازا ن يو ځاے شو
ټول دښمنان يو ځاے شو
پردي خپلوان يو ځاے شو
مونږ ئ جدا کړو دواړه
لۀ تانه هيريم کۀ نه
زمانه نۀ هيريږې
خو يوه خبره ده جانانه زما
نۀ د رقيب ويره ده
نۀ دغماز ترهه ده
دي زمانې رانه شکست وخوړو
تا مې دزړۀ نه څوک ايستلے نۀ شي
په دې شکست د زمانې باندې خوشحاله يمه
اوچتې سترګې په هر لور ګرځمه
لۀ فخره خور ګرځمه
ښاپيرۍ
مامينه نۀ پيژنده
زمونږ ګاوند کښي ښاپيرۍ اوسيده
هغه لکه په فرصت کښې
خداې
په خپلو لاسو جوړه کړي وه
د هغې سرۀ ويختۀ
لکه دسرو زرو تارونه
دهغې روښانه جبين
لکه نمر
دهغې شنې سترګي
په توره شپه کښې
دباران نه ورستو ستوري
دهغي شونډې
لکه دګلاب دګل پاڼې
دهغې هسکه غاړه
لکه د زاڼې
دهغې دلاسونو ګوتې
لکه لوبياو پلي
دهغې مرمرين بدن
لکه تاج محل
د کلي هر زلمے دهغې په طمع وۀ
خو دهغې اوګدۀ اؤ ګڼ باڼۀ
دحيا نه چاته نۀ پورته کيدل
هغه زما نه
څلور پنځۀ کاله مشره وه
زۀ او دهغې
کشر ورور به يو ځاے لوبيدو
زۀ بۀ دهغوي کورته اکثر تلم
هغې به دخپل ورورنه
په ما زيات سود کاوۀ
په المارۍ کښې به ئ
زما دپاره څۀ نه څۀ پټ کړي ؤه
په خپلو لاسو به ئ زما سر غوړ کۀ
ګومز به ئ کړو سټائل به ئ سيټ کرو
هغه به هر ورځ زمونږ کور‘ ته په څۀ نه څۀ بهانه راتلله
ما سره به ئ ټوقې وشتې وکړلي يوه ورځې
زۀ د هغوي کور ته لاړم
هغه اکي يوازې وه
هغي زۀ ځان سره په کټ کيناولم
په دواړه مخه ئ ښکل کړم
دليچو نه بالخت جوړ کۀ
خپل مخ کښي اودۀ کړم
سينې سره ئ داسې کلک کړم
چې تر منځه هوا هم نۀ شوه تيريدے
زما هم اودې جذبې ويخيدۀ شروع شوې
چې دکومو زۀ نا خبره وم
زما لاسونه دهغي ممنوعه اعضاؤ ته تلل شروع شو
خو هغي زۀ منعې کړم
ماته ئ وئيل چي دا هر څه ستا دي
ستا امانت دے
ستا تر زلميتوبه پوري
ستا امانت کښي
دمثقال برابر به فرق رانۀ شي
ورځي شپې تيريدلي ښاپيرۍ نظره شوه
ملايانو‘ طبيبانو چارې وکړې
خو ښاپيرۍ والوتله
اؤ تورابان په پنجه کښې ګيره شوه
خلاصے ئ قيامتي شو
زه ډيرې ورځې خفه وم
ما به د هغې پنجرې له ګلونه وړل
خو زمانه بي ګناه خفه وه
زۀ هم دهغې نه مرور شوم
وخت تيريدۀ زه زلمے شوم
ما دښاپيرو لټون شورو کرو
ما يوي کښې هم دهغې مينه
د هغې نخښې نخښانې ونۀ ليدې
کۀ ښاپيرۍ ډېرې وې
خو د ملوک بدرۍ خوښه وه
زۀ بهرام هم نۀ وم
چې ما د تورابان نه ګل اندامه خلاصه کړے وے
دا تورابان ډير زرور دے
څوک دې تورابان سره زور نۀ شي ازمائېلے
زۀ صبر شوم
خو دا څنګه صبر دے
چې هغه اکثر زما په خوبونو کښې راشي
زما د ذهن په دريچو کښې اوسي
زما بله ارزو اؤ بله تمنا نيشتے
ستومانی
ټوله ورځ مزدوي وکړم
هر هډوکے مي ثنا وائ
مازيګر چې کور ته ځمه
دوه داني په جيب کښې پټې
د خوږو ځان سره واخلم
زما لور په دروازه کښې
راته ناسته انتظار وي
په ليدو مې دا نعره کړي
هاغه دے زما بابا جان راغے
دا په منډه منډه راشي
لۀ پنډو مې شي چاپيره
زۀ ئ اوچته کړم په غيږ کښې
دواړه مخه باندې ښکل کړم
دوه دانې چې د خوږو
په تلي کښې ورله کيدم
دا په منډه په هوا شي
خوشحالۍ نه په ګډا شي
زما ټوله ستوماني
په ساعت کښې ځي کافور شي
صحرا نوردی
يوه ورځې مې زړۀ تنګ شو
لار مې ونيوه صحرا ته
د ورځي د غنډاسکي
بې مقصده ګرځيدمه
چې پنډو زماکار پريخود
لږ شان کيناستم دمې ته
په يو ګل مې نظر ودريد
دغه ګل چي اک يواځې
وه ګل شوے په صحرا کښې
په څو رنګا ښائسته وه
په څو قسما خوشبوداره
زۀ الفاظ نۀ لرم داسې
چې بيان ئ درته وکړم
خو خفه شومه په دې چې
ګل د رنګ او د ځوانۍ نه
هيڅ څوک هم خبر نۀ وۀ
داسې نور به څو ګلونه
غوړيدلي وي صحرا کښې
چُټی
قادره خدايه
د قدرتونو ربه
ته کن فيکون ئ
الحي القيوم ئ
لا تاخذه،سنته و لا نوم ئ
تۀ رحمان ۍ ته رحيم ئ
تۀ مالک د کل جهان ئ
بې پايابه بې پايان ئ
ستا دنعمتونو شمار نيشتے
ستا د بندګۍ نه غاړه نۀ غړوم
کله کله سستي وکړمه
دهغې درنه معافي غواړمه
آخر انسان يمه
کمزورے يم
په يو حال نۀ يم
ایواړډ
زۀ څۀ ماشوم نۀ يمه
چې ټافۍ باندې غوليږم
کهلونې ته خوشحاليږم
زما خپل کار سره کار دے
نۀ صله د چانه غواړم
نۀ انعام ونۀ اکرام څۀ
زۀ يو داسې کار کول غواړمه
چې بل څوک کولے نۀ شي
دغه کار زما پهچان شي
زما مرګ نه ورستو هم
زمانه مې يادوي
چي اقبال چرته څوک هم وۀ
Question Mark
په سکڼي سکڼي ماښام کښې
د جوما ت په دروازه کښې
يو ښائسته غوندې ماشومه
پيزارونه سموي
ورسره سره د خولې نه
څۀ الفاظ هم را اوباسي
د ماشومې ماشوتيا
د ماشومې بوﻻتوب
زما خيال کۀ خپل طرف ته
زۀ ئ څنګ ته ورنزدې شوم
ما تپوس له جوړه وۀ ځان
چې مې واؤريدۀ پخپله
خدايه ماله هم ورور راکړې
خدايه ماله هم ورور راکړې
زۀ په زړۀ کښې ډيرخفه شوم
زما خدايه لويه خدايه
ستا په دومره لوے جهان کښې
بې ارمانه به څوک هم وي
بې له غمه به څوک هم وي ؟
تفاوت
مقبره کښې تيريدمه
په يو قبر مې نظر شو
څۀ پري ډير نقش ونګار وو
په کتبه باندي يې لوے لوے
القابونه نوشته وو
ورسره په خواه کښې بل وۀ
چې د زمکې سره زمکه
ګهايه ګانې پرې زرغون وې
بس د سر يوه خاځه وه
په سينه باندې خالصه
د خونۀ وونه ولاړه
زۀ لږ فکر واخستم
ډير خفه شومه په زړۀ کښې
چې امير اؤ په غريب کښې
دلته هم دا تفاوت دے
يوتاثر (٢٠٠٥ د زلزلې نه ورستو)
کنډر کنډر کلے
دا لوټې لوټې کلے
دا ګټې ګټې کلے
دا موهنجوډارو کلے
دا هړپه کلے
دا زما کلے نۀ دے
هغه جومات څۀ شو
هغه حجره چرته ده
هغه کوټې نيشتے
هغه چمونه نيشتے
هغه کوڅې څۀ شوې
دلته وله وه يوه
دلته چينه وه يوه
دلته مې مور اوسيده
دلته مې پلا ر اوسيدۀ
دلته مې ورړڼه قجير
دلته مې خويندې ښکلې
دلته پيدا ومه زۀ
دلته مې لوبې کړې
دلته لوے شوے ومه
دلته وه مينه زما
دلته يادونه زما
هغه ټول چرته لاړل
اوږي نهنګ تير کړل
بډها اسمان وخوړل
کۀ په دې زمکه خخ شو
اوس يوه نخښه نيشتے
زۀ څنګه ومنمه
چې دا زما کلے دے
دا زما کلے نۀ دے
دا زما کلے نۀ دے
ګلاب
زمونږ دکور په لان کښې
هغه کيارۍ
چي ما اؤتا جوړه کړې وه
پکښې دهر رنګ
د ګلاب قلمونه لګولي وو
تور،سپين،زيړ ، سور
د هر رنګ ګﻻ ب موجود دے
کۀ تۀ راغلې
د سپرلي حسن به يو په دوه شي
ګني زما د زړۀ زخمونه
د ګﻻب په شان به وسپړدے شي
څوک خبر دے
چې تر راتلونکي سپرلي پورې،
به زۀ يم اؤ کۀ نه
بلنہ
جوار ډير
شوملې ډيرې
ساګ پريمانه
د نرګس نه زيارتونه
د غانټول نه ميرې ډکې
د سپرلي راتګ راتګ دے
زړۀ مې روغوندې په غوږ کښې
هسې شان سرګوشي وکړه
يار ميلمه کړه
خو چې دې خپلو ماتو چاؤدو
ديوالونو ته مې پام شو
دغه خيال مې زړۀ له کوره
د روازه باندې بهر کړو
هسې نه چرته له ويرې
ستا تمامه شپه شوګير شي
امید
ستا تصوير
زما په سترګو کښې
خړ پړ دے
ستا نقشونه
زما نه بيخي هير دي
تۀ چې تلې ئ عمرونه وشو
ستا راتلل ډير ګران دي
ګران څه چې محال دي
خو زۀ بيا هم
دروازه بيرته ساتم
هسې نه چې تۀ راشې
اؤ
زمونږ ور پورې وي
دیدن
چې انسان څنګه پيدا شي
د مرګ کومے ورته واز شي
خو د نن په دې ماحول کښې
دغه ويره يو په دوه ده
بې دريغه ګولې ووري
په ټريسرو اسمان سور دے
دوست دښمن پيژندے نۀ شي
ټول وطن د جنګ ميدان دے
ډاکه قتل اؤ تاوان نن
يو معمول د زندګۍ دے
څوک ئ مټ نيولے نۀ شي
دا نظام ورته بې وس دے
داسې حال کښې چې له کوره
په وتو باندې مجبور شم
ستا ديدن ګڼمه فرض
وائم ځه کۀ چرته مړ شوم
دا ارمان خو به مې نۀ وي
چې مې تۀ ليدلې نۀ وې
خوښہ
شين اسمان
د ستورو عنچکونه
د څورلسمې سپوږمۍ
په پيؤ لميدلې زمکه
دا د هاغه چا به خوښ وي
چې اشنا يې په غيږ کښې وي
زما خو ګړه ګوړه. ګوپ تيارۀ
د زول باران شپه خوښه ده
چې په راتلوکښې دې څوک نۀ ويني
ښکالو دې نۀ اؤري
د قدمونو ښاپي دې وران کړي
نېوې کډہ
زما ږيره کښې سپين لږي
تۀ د شپږو وړو مور يې
خو زۀ اوس هم چې دا ستاسو
په کوڅه باندې تيريږم
زۀ د زوړ عادت تر مخه
پښه نيولے غوندې شمه
لکه تۀ د ور په وت کښې
يا ديوال لۀ سره ګورې
ګني زۀ تري ښه خبر يم
چې اوس ستاسوپه دې کور کښې
يوه نيوې کډه اوسي
تقدیر
هغه د سپين رنګ زوړ کونتر
د يوې نيوې پيغلې برګې کونترې جوړه دے
دواړه د بلۍ په سر کيني
يو بل له په مخوکې کښې مخوکه ورکړي
ښه ډيره مينه وکړي
د جذباتو يو طوفان پورته شي
کونتره دوه درې ځله کيني
زمکې سره زمکه شي
خو کونتر کښې دومره دم نيشتے
چې د کونترې اوګو ته ټوپ کړي
کونتره لرې ﻻړه شي
په څانګ کښې سر ور کړي
لکه په خپل تقدير چې صبر شي
وار
دا زلمي زمونږ دکلي
دا منلو ته هيڅ کله تيار نۀ دي
چې زۀ هم ښائسته زلمے وم
چرته زۀ غښتلے ځوان وم
دا سپين سرې په ملا ټيټې
دا همزولې چې زما دي
چرته وې د چندڼ لختې
د دوي سترګې هم ډيوې وې
د دوي شونډې هم خوږې وې
د دوي زلفې هم عنبر وو
دوي هم مينې کړې دي
يارانې پاللې دي
ولې
زۀ د ژوند هغه حدونو کښې داخل شوم
چې جذبات مې ساړۀ يخ لکه ګلۍ شو
تورې سترګې نۀ سرې شونډې پسخوي مې
نۀ د زلفو نه ماران راته جوړيږي
نۀ ګلاب مې زړۀ خپل ځان ته راکاږي
نۀ خوږه خوږه خوشبومې د چامبيل زړۀ
په هيجان اؤ مستۍ کښې راولي څۀ
نۀ جذبات مې راپاريږي
احساسات مې رالړزيږي
لکه کاڼي په مثال شومه بې حسه
ګني زړۀ مې هغه شان د غوښې جوړ دے
خو دا ستا جورړې مخ اؤ پيکه رنګ
د کچړي په شان له سپينې تورې زلفې
يخ لاسونه يخې سترګې لکه واؤرې
د جذباتو احساساتو نه خالي
تۀ چې چرته هم زما څنګې له راشې
يوه لږه شيبه کينې هم خاموشه
دا ځوانان په سترګو سترګو کښې موسکيږي
پتې پتې اشارې کؤي يو بل ته
ائین
د ائين په مخکښې ناسته
چې سينګار ئ مکمل کړو
په ځوانۍ ونازيدله
په ښائيست باندې شوه غره
خو ناڅاپه چې نظر ئ
په ټيبل پورته په ګلدان شو
چي پکښې يو څو ګلونه
پروني مړاوې پراته وو
دا انجام ې د ځوانۍ
او د ښائيست چې داسې وليد
شوه خفه ډيره په زړۀ کښې
سترګې ډکې شوې د اوښکو
بې اختياره ﻻرې ﻻري
اننګو باندې ئ راغللې
ډول سينګار ئ ټول خراب شو
خواري ﻻړه اوبو يوړه
بې حسی
په جومات کښې اعلان کيږي
راځئ قبر کنستو له
د چا غوږ پري نۀ رپيږي
هر سړے ځي خپل کار له
نه اواز د وير ژړا شتے
نه د ديګ نه بړهاس خيژي
نه پګړئ سپينې ځليږې
نه څادرې رنګا رنګ شتے
مقبره کښې څو کسان دي
چې لږيا دي قبر کني
علامو نه معلوميږي
څوک غريب کلي کښې مړ دے
ھزارہ
زۀ منم چې سوات ښائسته دے
مري هم ترې کمه نۀ ده
دزيارت هم خپل مقام دے
د چترال اؤ دګلګت
د انګورو خمارونه
رنګني د سوئيزر لينډ
روم يونان د ساحلونو
د شملې هم صفت اؤرم
د هلمند ښه دي بادونه
کۀ کشمير جنت نظير دے
خو
شړشم چې ګلونه
ټوپنړي شي شنۀ خيدونه
الوچې اشاړي ګل شي
بټنګان ټنګۍ ئ ملۀ شي
هزاره خو هزاره ده
دا موسم ئ د ليدو دے
تۀ بيا راشه هزارې ته
لاسونہ
نني خبرونه دا دي
چي کشميرکښې مسلمان مري
بوسنيا کښې قتلان کيږي
لوټې لوټې مو کابل شو
فلسطين په اور کښې سوزي
هندوستان کښې تالان جوړ دے
په عراق بمباري کيږي
ايسټ تيمور ئ رانه بيل کړو
دا نقطه د پوهيدو ده
ولې بې د مسلمانه
څوک اباد په دنيا نۀ دے
دغه پټ لاسونه کوم دي
چي پراتۀ مو دي ګريوان کښې
دعوت
چې يوې خټې نه جوړ يو
چې د يو بابا اولاد يو
چې يوه نامه ده پورې
چې د وينې رنګ مو يؤ دے
بيا مونږ ولې په حدونو،
په قامونو کښې تقسيم يو
راځئ ټول په يو لړۍ شو
راځئ ټول په يو مذهب شو
راځئ ټول چې په يو دين شو
هغه دين چې همه ګير دے
هغه دين چې افاقي دے
هغه دين د محبت دے
هغه دين د انسانيت دے
یتیمہ ارزو
زما پلاره
زما خپله پلاره
تۀ په اديره کښې
بېغمه اودۀ یې
ما دکلي ماشومان په کوڅو کښې وهي
په ما کمزوي هم زرور دي
ځکه چې دهغوي پلاران
په ما سترګې اوباسي
زۀ په تيارۀ کښې ويريږم
مونږ سم لۀ ماښامه ور پورې کؤو
زۀ لۀ بړستنې مخ نۀ رڼا کؤم
ما تورې بلاګانې خوري
زۀ لۀ تانه هيڅ نۀ غواړم
نۀ خواږۀ
نه د اختر دپاره جامې پيزار
تۀ کور ته راشه
خو تۀ تۀ کور ته راشه
ټوقہ
هغه سحر به زما څنګه هير شي
چې ويخول له زما راغلې
لاسونه پښې دې زما و خوز ول
ګيډه اؤ ترخ دې راله وتخنول
ما خپل ځان لۀ قصد ښه اودۀ کړو
په داسې شان چې لکه مړ وي سړے
تا چې په مخ سپړې کيخودلې
په کټ کښې پاڅيدمه نيغ کيناستم
خو يوښائيسه راز ئ ښکاره کړو په ما
چې تۀ زما سره څو مينه کؤې
ملامتہ
زۀ چې وړکے وومه
زۀ لږ ښائسته غوندې و م
زۀ لږ تکړه غوندې وم
د خپلې موراؤ د پلار
بس اک يوازې اولاد
ماله هر څۀ ډير وۀ
ماله هرڅۀ پرېوانه
ځکه لږ زر لوے شوم
په خپل کلي کښې زۀ
راجه اندر غوندې وم
هم آواره غوندې وم
زما د فلرټ عادت وۀ
چې يوې سيرس واخست
چا ئ تپوس وکړو
هغې انکار وکړو
ماپه مستۍکښې هغه
غريبه هيره کړله
هغه زما په پت کښې
ده لا تراوسه ناسته
دسر ويختۀ ې سپين شو
هغه ځواني ئ لاړه
هغه ښائيست نيشتے
مونږ چې يوځاے شو دواړه
زۀ د هغې په مخکښې
دومره کچه يمه چې
زۀ د هغې سترګو ته
اوچت کتلے نۀ شم
چې لا تراوسه پکښې
زما خوبونه اوسي
بې وختہ
چې ځواني وه ناپوهي وه
خر مستي وه ليونتوب وۀ
چې وار تير شو، عقل راغے
هنر راغے. فکر راغے
خو زما د څۀ ښيګړې
چې اعصاب مې شو ستومانه
هر مهم
اؤ لوے کار له
د ځوانې مټې پکار دي
وصال
زما جانانه
زۀ داسې نۀ غواړمه
چې تۀ زما شې ګله
د څولمحو دپاره
دڅوکالو دپاره
بيا دې مرګے راشي
زۀ دې جدا قبر کښې
تۀ دې جدا قبر کښې
د اسرافيل د شپيلۍ
پۀ انتظاراودۀ شو
داسې وصال غواړمه
لکه مو زړونه يو دي
داسې ځانونه يو شي
داسې روحونه يو شي
نه په دنيا جدا شو
نه په آخر جدا شو
خو
دا ممکن نه ده
مجاز د مينې انجام
په بيلتانۀ باندې دے
پېرزو
زما ښائيسته محبوبې
زما ګل ګل محبوبې
ستا د ښکله نه قربان
دا ستا په شان له مينه
نه به ليلا کړې وي
نه به بل چا کړې وي
نه به پخوا شوې وي
نه به څوک اوس وکړي
ستا د پښتو نه قربان
ستا دحيا نه قربان
ستا د وفا نه قربان
خو زۀ يو عرض کؤمه
ما سره مينه مۀ کړه
زما غمونه مۀ خوره
چې زۀ يو مړاوې ګل يم
د ريژيدلو يمه
ستا په اوربل باندې مې
مړاوې ګل نۀ دے پيرزو
سوال
زما جانا نه
زما ښائسته جانانه
زما په زړۀ کښې
اکى يو ارمان وۀ
چې تۀ زما شوے
خو زۀ اوس
دژوند په هغه سټېج يم
کۀ تۀ زما شې نو څۀ خېر
ځوانى لاړه ،مستى لاړه
ښائست لاړ
زۀ اوس دا سوال
هم نۀ شم کؤلے
چې تۀ زما شې
کۀ تۀ زما شې
هسې نه چې
ستا په زړۀ کښې
زمادپاره کوم محبت دے
هغه په نفرت بدل شى
وصیت
کۀ ستا ياد وى
زۀ ستا په وصال باندې
چرته نۀ يم موړ شوے
زۀ ستا د دائم وصال طالب يم
خودا ممکنه نۀ ده
هجران ظالم دے
بېلتون زرور دے
زماجانانه
زما يو وصيت دے
چې کله مړ شم
غاسلان مې اولمبوى
او کفن مې کړى
دخپلو زلفو څو تارونه
زما په سينه کفن کښې پټ کړه
کله چې زما وجودخاورې کېدۀ
ستازلفې به زما په سينه خاورې شى
انتظار
زما جانانه لۀ تانه هېر دى کۀ ياد ؟
دا يو خبره به تا ما وته اکثر کؤله
تا دې خداې زر بډها کړى
خلق په مونږ باندې به شک نۀ کؤى
زۀ به د لاسه تا نيولے ګرځوم
تاله په خولۀ کښې به نمړۍ درکؤم
ستا به پوزے او جاه نماز سمؤم
تاله به ږيره کښې منګز وهمه
تاسره ناست به په ګنټو ګنټو خبرې کؤم
زۀ د ژوندون تر هغه حده رسېدلے يمه
دا تۀ به کله راځې
په انتظار يمه زۀ
دوخت اواز
پرون چې ستا دست نګر وو هغه
بلاواسطه حکمراني کړي په تا
پرون چې تا وحشي جاهل ګنل څوک
ممتاز ځانونه خپل ګڼي لۀ دنيا
ړڼا د علم ورته تا وښوده
هغوي حاصل کړله خپله مدعا
لۀ تانه ورک دے پۀ تيارو کښې منزل
د خپل د کور په ناچاقو کښې منزل
امام ې خداې د کل جهان ټاکلے
ملکيت زمکې اسمانونه دي ستا
دخپل منصب نه راګذار ځکه شوې
د بل چا نۀ دي ګناهونه دي ستا
سر دي کړه ټيټ ګريوان کښې خپل وګوره
پکښې بې حجابه خپل مخونه دي ستا
د تباهۍ دې زمه دار څوک دے
رښتيا به وائي چې ګنهګار څوک دے
چې د کتاب په ځاے دې جام واخستۀ
ځکه دې عقل فکر کار پريښودۀ
توره دې زنګ شوه په نيام دننه
د ننګ ناموس چې دې شعار پريښودۀ
منجمد وينه دې رګونو کښې شوه
د زندګۍ دې کاروبار پريښودۀ
لۀ تانه هير ولې عظمت دے خپل
نن نيلام کړے دي عزت دے خپل
کله به پوهې شې د غليم په لوبه
کله به وغړيږي ستا سترګې
کله به ويخ شې دغفلت دخوبه
کله به کړې خپلې ړنا سترګې
کله به غم د ملت خپل وګڼې
کله د زړۀ به کړې پيدا سترګې
کله به دوست اؤ دښمن وپيژني
باغ کښې به زاغ و زغن وپيژني
د وخت اواز دے اتحاد مسلمه
دا ځان ځاني د ورکيدو سبب دے
د اقتدار هوس له زړۀ اوباسه
نفرت نفاق دغرقيدو سبب دے
علم حاصل کړه د سائنس په مينه
دا په دنيا د پوهيدو سبب دے
هسې نه پاتې شې ورستے منډه کښې
دا د قامونو د نړۍ غنډه کښې
دوہ رنګی
چې نمونه ده په دنيا دجنت
هغه جنت نه نن دوزخ جوړ دے
وينې بهيږي سرې لمبې بليږي
دا بازار ګرم له مودو زوړ دے
هډو دنيا پرې څۀ پروا نۀ لري
لکه غريب غوندې ئ وير سوړ دے
پرون ايران چې څوکسان بنديان کړۀ
په امريکه کښې غلبلا جوړه وه
پرون عراق چې حمله وکړه په کويت
تيلو د پاره څۀ غوغا جوړه وه
مړۀ څو کسان شو هوائ سفر کښې
سخته يې ټوله په ليبيا جوړه وه
د پاکستان د ايټمي پروګرام
څومره غندنه په دنيا کښې کيږي
لټون د عراق د تنصيباتو وشو
د مسلمان طاقت ئ نۀ خوښيږي
د ادوياتو ليبارټري د ليبيا
دغم باعث دامريکې جوړيږي
بهارت ده کړې ايټمي تجربه
قدغن څۀ ولې په بهارت نه لږي
اسرئيل هم ئ استعداد لري
دځوي بد پرې حقيقت نه لږي
ښکاره دے حال د جنوبي افريقې
ګولۍ د تورو په صورت نۀ لږي
په دوه رنګۍ باندې حيران پاتې يم
څنګه انصاف اؤ انسانيت دے دغه
هرڅۀ جائز دي خپل مفاد د پاره
دټول جهان نن سياست دے دغه
فرق دانسان دحيوان څۀ پاتې دے
څنګه ټهذ يب اؤ معاشرت دے دغه
د کراچۍ ښار
اے د غريبو موراو پلاره دا په تا څۀ اوشو
را معلوميږى راته داسې چې نظر شولې
دا د نېستۍ وهلے خلق چې به تا له راغے
تۀ به د هر چا غمګسار د زړګى سره شولې
مړاؤې بشرې به يې خېرازه لږو ورځو کښې شوې
تۀ مهروبان به پرې د مور اوپدره شولې
اوس درکښې پاتې هغه مينه مروت نيشته دے
اوس دې په زړۀکښې هغه زوړشان محبت نيشته دے
ستا د بهار رنګونه وو دا رنګا رنګ وګړى
لکه چې خوند کا ګلدسته کښې رنګارنګ ګلونه
څوک د سرحد څوک پنجاب څوک د مهران راغلى
لکه د لاس ګوتې برابر وو تاته ټول قامونه
تادهريو په خپل ځاے دارو مدار کړے دے
تا دهر يو برخه ده کړې په هريوسودُونه
داد نفرت او تعصب تخم چې چا کرل دے
داسې ښکاريږى په کوڅه يې ستا کرل دے
روان دوان دې ورځ شپه دواړه په يو شان له وو
سم د ماښام دې ويران ويران سړکونه ښکارى
چې په ګردش به پکښې ووتمامه شپه جامونه
اوس دې خالى خالى سنسان هغه کلبونه ښکارى
شپه به شوقدر ورځ به ستا وه د اختر په شان له
په خوشحالۍ باندې حاوى دې اوس غمونه ښکارى
تږے د ورور د وينوورور دلته په څۀ باندې شو
راته ښکاريږى چرته تېر د اغيار خوله باندې شو
اورم ګولو او د بمانو اوازونه درکښې
ستا په فضا باندې هروخت وريځ د غم خوره ده
د خوشحالۍ چرته کښې نښه نخښانه نيشته دے
هره کوڅه کښې علامه دې د ماتم خوره ده
هر يو زړګے د وسوسو او د شکونو ډک دے
بوګنيږى هرڅوک دلته ويره دم په دم خوره ده
د سپېلنى در لوګے شمه چې نظر دې مات شى
تاله تعويذ په چا کؤمه چې نظر دې مات شى
تا کښې به بيا هغه زاړۀ خويونه څنګه راشى
چا څخه لاړ شم څوک به ما دغه چل پوهه کړى
دا د حالاتو غوټه ورځ تر ورځه لاسختېږى
کوم يو خوا خوږے واکداران به دې ول پوهه کړى
ستا اوسېدونکو له به کله عقل راشى اخر
دوى په معنٰى دې خداې د صبروتحمل پوهه کړى
خداې دې په تا هغه زاړۀ رڼګونه بيا راولى
ستا په چمن دې د سپرلى بادونه بيا راولى
کلید
په معيار ددې دنيا
بې ساخته راشي خندا
بې ګناه دے ګنا هګار
ګناهګار دے بې ګناه
چاته مخ ګرځول جرم
په چا ظلم دے روا
د يؤۀ په مرګ خفګان
په زرګونو بې پروا
زرور چې کړه وهل
کړي کمزورے به کنځا
د سرې وينې بهيدل
هر سحر او هر بيګا
سرۀ اورونه لږيدل
هم په ښار هم په بيديا
کۀ دنيا کښې امن غواړې
ډله مۀ کوه د چا
تۀ انصاف دلته قائم کړه
شي جنت به دا دنيا
کۀ بدل دا قانون نۀ شي
دغه جنګ به وي لږيا
اے دامن دعوې داره
دا وينا واوره زما
د تهذيب علمبرداره
دغه رنځ دا ئ دوا
ارمان
امزرى د بڼ په خوب باندې اودۀ دى
د شاهين نه هېر په ښکار غوټه کېدۀ دى
د هيلو بچو کړې هېرې لامبو ګانې
پروانوپرېښودى اور کښې سوزېدۀ دى
چې ټوپک تورې لۀ پاره وو جوړ شوى
آ ،شډل لاسونه اوس په خوږېدۀ دى
چې په شاړه زمکه اودۀ به وو بې غمه
په پالنګ باندې خوبونه يې تراخۀ دى
ترک کړى مونږ خپل رسم و رواج دى
شروع کړى د اغيار په قد م تلۀ دى
د ښو بدو تميز مونږ دے ختم کړے
دمغرب بدپه نظرکښې زمونږ ښۀ دى
خپلو سرو ته به د کُوټ په نظر ګورو
د بل کوټ هم په نظر کښې زمونږ سرۀ دى
چې ملاح يې رو ګودر نه خبر نۀ وى
خود بېړۍ له د سيند مينځ کښې دوبېدۀ دى
اميرکړى عېش وعشرت غريب له څۀ کا
کۀ د لوږې يې بچى په ژړېدۀ دى
داسې ونه به لا څۀ شى ثمرداره
چې له زمکې نه يې زېلې په واتۀ دى
کۀ ځان او پېژنُو واخت لا تلے نۀ دے
پوشيده په دغه کان کښې ډېر ډېر څۀ دى
ما اقبال دغه خامۍ کړلې په ګوته
کاش چې دُور شوے ارمانونه مې په زړۀ دى
شریعت
زۀ مسلمان يم په وطن کښې خپل اسلام غواړمه
شريعت نظام غواړمه
زۀ مسلمان يمه بل ازم خپلولے نۀ شم
د مارکس ،لينن تعليم بچو له ورکوے نۀ شم
زۀ د مغرب آذادي کښې کور پريښودلے نۀ شم
دمساوات محمد ملک کښې قيام غواړمه
شريعت نظام غواړمه
د انسانيت دومره پستۍ ته غرزيدلے نۀ شم
تميز د ښځې خور په منځ کښې ختمه ولے نۀ شم
قفل په خولۀ باندې د جبر لګولے نۀ شم
د حق وينا په سر د دار بر سر عام غواړمه
شريعت نظام غواړمه
داسلام نوم باندې جوړ شؤے دے زمونږه وطن
مونږ ابياري به کړو په خپلو وينو خپل دچمن
سترګې به ئ اوباسو کۀ بد نظر ساتي پرې دښمن
سر بلندي سرفرازي زۀ د خپل قام غواړمه
شريعت نظام غواړمه
دا نۀ سندهے نۀ پنجابے اؤ نۀ پښتون يمه زۀ نۀ يم بلوچ فقط د خاورې خپل
مجنون يمه زۀ بس طلبګار يو د عزت غيرت ژوندون يمه زۀ
د پاکستان په درست جهان کښې لوړ مقام غواړمه
شريعت نظام غواړمه
دے پاکستان زما وطن زۀ ترې قربان شمه
زار ئ د غرونو د سيندونو د ميدان شمه
يو معمولي غوندې ماليار يې د بوستان شمه
د ترقۍ دعا اقباله صبح و شام غواړمه
شريعت نظام غواړمه
افغان شہید تہ
افغان شہيده په همت دې دا طوفان واړه وۀ
د شوشلزم دي يلغار له پاکستان واړه وى
پرونه پورې لوے طاقت ئ چې خپل ځان ګڼلو
وه په غرور کښې ډير کمزورے ئ افغان ګڼلو
په قدمونو کښې خپل ئ ټول جهان ګڼلو
د لارې خنډه مټ ئ تا ډير په ښه شآن واړه وۀ
ټکړې ټکړې دې دغه بت کړو د محمود فرزنده
تاريخ په وينو دې عبارت کړو د محمود فرزنده
ښکاره دنيا ته حقيقت کړو د محمود فرزنده
ګټې له راغے سوداګر دې په تاوان واړه وۀ
په دې دنيا باندې دې بيا يو ځل ثابته کړله
جذبه د ايمان دې ماديت باندې اوچته کړله
د بهادرانو د زړګي دنيا دې فتحه کړله
هر مسلمان باندې د وينې دې احسان واړه وۀ
دا چې د صلحې نن صبا اورې خبرې کوي
مجرمان شاه مدام خبرې بيا اوترې کوي
هر ځۀ چې دي شهيده دا د خپلې ويرې کوي
د خاورو څلے ورله تا په لوے ارمان واړه وۀ
په دې غيرت پاکستانيان دې مونږ مننه کوو
ستا د عظمت په ټول جهان کښې به ستائنه کوو
ستا د دوستۍ به هميشه مونږه پالنه کوو
اقباله مونږ د به ښې نه يو کۀ مونږ ځان واړه وۀ
شېخ محترم
وروڼه عزيزان دې په سرو وينو کښې لمبيږي
دا ستا ملي غيرت به وايه کله بيداريږي
تۀ په کومه خوله باندې خپل ځان ټه مسلمان وائې
ځان ته محافظ ته د حرم اؤ د قران وائې
امين د محمد رسول الله آخر زمان وائې
خداې خبر سړه وينه دې ولې نۀ ګرميږي
تۀ ناست ئ محلونو کښې کوې عيش و عشرت
پردې دي په سترګو ئ نشه کښې د دولت
تراوسه دې اخستے نۀ دے هيڅ نه هم عبرت
نظر نۀ کړې چاپيره چې دنيا کښې څۀ جوړيږي
کابل باندې روسيانو کړے وګوره يلغار دے
جوړ کرے فلسطين باندې يهودو څۀ ناتار دے
څادر د لوڼو خويندو دې کشمير کښې تارپه تار دے
هر ځاے کښې مسلمان څومره بي دريغه نن قتليږي
زړۀ جوش و جذبه دې د ماضي کړه را پيدا
خالد اؤ د طارق دوباره بيا وکړه احيا
ثابته کړه مړانه په دنيا باندې نن بيا
د ظلم ديوالونه چې هر خواه ته ونړيږي
داستا ملي غيرت به وايه کله بيداريږي
نظم
پہ لاسونو کښې د خرو دے دا وطن
ھمېشہ خلہ کښې د سپو دے دا وطن
محافظ دې خداے پخپلہ د وطن شی
پہ ولقہ کښې تل د غلو دے دا وطن
غریب تل لکہ سپګۍ پکښې وړېږی
چې د بډو د پېسو دے دا وطن
نۂ پوھېږمہ د چا ورتہ دعا دہ
تېر لۂ سختو مرحلو دا وطن
زۂ حېران یمہ چې څۂ رنګې ژوندے دے
مونږ وھلے پہ چړو دے دا وطن
څوک بہ کومہ کومہ لرې کړی د لارې
ډک کیکرو لہ ازغو دےدا وطن
دسرونو عصمتونو قربانی دہ
حاصل کړے چې زړو دے داوطن
قدر مونږ لہ ئې زدہ نۂ دے اقبالہ
ګنې سم د تماشو دے دا وطن
پېغام
تبدلی نہ اوس انقلاب غواړی
د غلو بې رحمہ احتساب غواړی
د ازمری پہ شان ھمت غواړی
نظر بہ تېز لکہ عقاب غواړی
چا چې لوټلے دا چمن دے زمونږ
د ھر یو زاغ سرہ حساب غواړی
معافی جنرل او جج د پارہ نیشتے
د سیاستدان نہ بہ جواب غواړی
پہ دواړو لاسو چې لوټی بابوګان
لر کول مخ نہ یې نقاب غواړی
د مُلا کار د مونځ جنازې سرہ دے
شر ختمول بہ د محراب غواړی
زمکہ اسمان زما د خداے میراث دے
بند بہ د خان او د نواب غواړی
چې تختېدلی لہ دې ملکہ دی څوک
نوم یې ایستل لہ دې کتاب غواړی
ځنې بہ مروُ ځنې بہ وژنوُ رونړو
خاورہ د سرې وینې سېلاب غواړی
دا ګند د عمر پہ اوبو کلہ ځی
غسل د پارہ بہ تېزاب غواړی
کہ تن اذاد دے ولې سوچ غلام دے
پورہ کېدۂ څنګہ د خواب غواړی
څوک چې ډالرو تہ د ټینګې نۂ دی
لۂ ھغۂ خلقو احتساب غواړی
چې پټې لوبې یې پہ ملک کړې دی
پورتہ کول بہ یې حجاب غواړې
اقبالہ وینې او د اور دے خو
پورې کېدۂ بہ لۂ دریاب غواړی
یو تاثر
باچا خان آخر د جېلہ را بھر شو
آذادېږی نۂ د ذھن غلامان
طالبانو پہ دنیا باندې ثابت کړہ
کہ طاقت دے نو جذبہ دہ د ایمان
یو سړے وۂ میر صادق چې مخ ئې تور شۂ
یو سړے وۂ امزرے ټېپوُ سلطان
پہ ښہ نوم باندې یادېږی تل ښاغلی
کاڼی کرښہ دہ وېنا دخوشحال خان
قانون
زما پہ ملک کښې دځنګل قانون دے
دلتہ د ھر سړی خپل قانون دے
د زرورو محافظ قانون دے
دخوار غریب پہ پښہ کښې ول قانون دے
قاضی صاحب د ھر چا جېب تہ ګوری
امیر لہ یو غریب لہ بل قانون دے
د چا پہ غاړہ کښې رسۍ شی د دار
د چا د پارہ څومرہ شل قانون دے
ھزار شکلونہ ھزار رنګونہ لری
پہ ھر مقام بدل بدل قانون دے
ځنې پکښې دی مقدس غواګانې
ځنو د پارہ پل پہ پل قانون دے
لعنت اقبالہ پہ ھغوی باندې شہ
چا جوړ کړے دا غوجل قانون دے
قطعات
په داناو کښې کم عقل ناست دانا شي
نابيناؤ کښې بينا هم نابينا شي
چې همت اؤ عمل ونۀ کړي اقباله
د اعلےا و نه اعلےا آخر ادنےا شي
کۀ څوک زر کاله ژوندے وي خو آخر مري
په دې نۀ ده چې به ورستو کۀ به زر مري
دا دنيا دارالعمل دے کۀ پوهيږې
چې څو رخت به کړي د لارې او بشر مري
تش په تدبير باندې څۀ نۀ جوړيږي
دے له تدبير سره عمل ضروري
منزل په کور کښې چا موندلے نۀ دے
منزل له پاره دے مزل ضروري
وخت شو بدل، بدل انداز غواړي
نوې نغمې اؤ نوے ساز غواړي
دا فرسوده رسمونه ختم کړئ نور
د زمانې سره پرواز غواړي
زۀ حيران يمه د خپل وطن نظام ته
هر عضو ئ لکه اوښ غوندې بد رنګ دے
کۀ کوږوالے د يو لوخي وے نو خير وۀ
دلته حال د پجې ټولې په يو رنګ دے
شروع شو نقل په سکولونو کښې اوس
څوک څله سر خوري کتابونو کښې اوس
اوس نالائقه لائق يو شان له دي
ډګرۍ خرسيږي دوکانونو کښې اوس
آذادي ښائسته نعمت دی په جهان کښې
د قيدي نه تپوس وکړه په زندان کښې
کۀ پنجره ورله د سرو زرو کړې سازه
طوطي خوښ دے په ځنګل اؤ بيابان کښې
دغه عشق به څۀ پۀ عشق حساب کاندې
چې هوس اؤ اور د ګېډې ئ کړي لاندې
عاشقي د سرې اور دے ټوقه نۀ ده
په روح څله د کوهکن اؤ مجنون خاندې
دواړه سترګې مې نيول دي ستا په لارو
سرۀ ګلونه مې ښيندل ستا په لارو
زۀ اقبال دې د مودو نه انتظار کړم
ازغي ولې چا کرل دي ستا په لارو
مخ خو مخ مې د جانان دې چې مخ بولم
نور مخونه راته شو توره بلا
عشق احساس مې د هوس دزړۀ نه وويست
په ځان نۀ پوهېږم مرد يم کۀ هيجړه
چې چرته ګورمه ارزانې نن زما وينې دي
خو سوچ پکار لږ په دې چې آخر بيا وينې دي
چې توياوې د پردۍ وينې ولې دا هېره وې
د هر چا خپلو په رګونو کښې هم دا وينې دي
چې یې نظر پاس په اسمان باندې وى
ښکاره د نمر لکه جهان باندې وى
لکه شاهين په اوچت غرونو اوسه
توقير د زاغ کله ډېران باندې وى
کوم ځائے ته لاس کومه هلته تار خوزى
ګوډاګے څومره مزېدار خوزى
مونږه لا دوست او دښمن نۀ پېژنو
ششت مو خطا زمونږ ګوذار خوزى
مونږ د اندېش وصيت نۀ غورزه وو
ملګرو مونږه روړه کوټ کړو غزل
پخپله خپله څهره نۀ پېژنى
داسې د دوړو لاندئ پټ کړو غزل
امن زمونږه د بقا ضامن دے
امن زمونږ د روڼ صبا ضامن دے
بغېر د امن نه ورکېږو روڼو
امن مو ملک کښې د ښکلا ضامن دے
څوک دى زمونږ کور کښې لاسونه وهى
څوک دى زمونږ زېلې ښاخونه وهى
ښاپېرکان او زاغان څوک دى اخر
زمونږ تنکۍ غوټۍ ګلونه وهى
امن د هرې مسئلې حل دے
امن د لوې د واړې حل دے
بغېر د امن نه دوزخ دے جهان
امن اوبۀ دى د لمبې حل دے
هر خواه نعرې د امن امن وهم
امن د چا لاس کښې دے څوک راکړى
فهم په ګېډه دانشور اوخوړو
هغه جواب مونږ له ډوک پوک راکړى
نوم په خوله د امن اخلى
مونږه جنګ ته ټېل وهى
د ټګۍ لاس راکوى
ښه ګړنګ ته ټېل وهى
زۀ په چا اوکړم اعتبار
زۀ په چا اوکړم يقين
هر سړے د خپل مطلب دے
امريکه ده او کۀ چين
چې خانان وو نوم یې ورک دے
فقیران وو نوم یې یاد دے
دغہ حال د بل چا نہ دے
زما جد او د اجداد دے
ماتہ خواږۂ پہ خوا کښې مۂ ږدہ زۂ بیا پال نۂ کوم
ستا پہ دیدن چې ایښودے شی د سر خیال نۂ کوم
دخپلو سترګو نہ چشمې لږ د حسد لرې کړہ
تہ پہ قسم اووایہ دا چې زۂ کمال نۂ کوم ؟
یو امیر لہ سزا نیشتے غریب ګېر دے
چوپټ راج دے زما ملک کښې څۂ اندھېر دے
جج، فوجی ، لیډر لہ پارہ قانون نیشتے
عام سړی لہ پارہ جوړ دغہ ھېر پھېر دے
چې پوھہ نۂ وو د غزل پہ مزاج
ھغوي غزل روان کہ خپل پہ مزاج
نہ اشارہ نہ کنایہ پېژنی
چرتہ رېښم ‘خامتا شډل پہ مزاج
ھسې ټوپ مۂ وھہ سر تہ
چې راپرې نۂ ووځې بېرتہ
مېځنۍ لارہ اختیار کا
خوار بہ نۂ شې تۂ ھیچرتہ
ګوھر تہ
ملګریا تۂ ھم ځې لہ کارہ اوځې
چرتہ د راز صاحب پہ لارہ اوځې
پہ ھر تقریب کښې ګډون ګران کار دے
بیا بہ ھر لیک نہ پہ ھوارہ اوځې
خلیل تہ
دومرہ خدمت کول ھم ګران کار دے
پرېښے مې خپل درتہ ھر وران کار دے
دومرہ بارونہ بہ دې ملا ماتہ کړي
پہ سر دې ھر یو د تاوان کار دے
دغہ یو سړے چې څومرہ پھلوان دے
دے یواځې بل طرف تہ ټول جھان دے
کۂ پہ ژوند یې نظر واچوې شروع نہ
د یو جہدِ مسلسل نوم عمران خان دے
د غلو ملګری تہ بہ غل وایُو
پہ کومہ خُلہ بہ ورتہ خپل وایُو
پټې کړو سترګې حقیقت نہ څنګہ
لس جمع لسو تہ بہ شل وایُو
دا خېر خواہ دي د اولس کۂ دښمنان دي
چې د غلو سرہ ولاړ څوک پہ مېدان دي
چې پہ تلہ کښې ئې فرق ښکارہ ښکاری
یقین څنګہ اوکړم صاحبِ میزان دي
دا دروغ دی کۂ څوک وائی جمہوریت دے
د شروع نہ پہ دې ملک کښې امریت دے
راج د یؤ او څہرہ بلہ وی پہ مخہ
زما وروڼو دغہ څۂ منافقت دے
چې زغملے شې صبا دغہ ھمرہ ژور کا
دا فلک بہ دې د کبر جام نسکور کا
پہ پوہ ماہ کښې بہ شې لیکہ اباسینہ
دا چې اوړی پشکال کښې دومرہ شور کا
ھغہ پہ زور رانہ عزت غواړی
بدل د بدو محبت غواړی
خویونہ واړہ د بادشاہ سلامت
سر باندې تاج د جمہوریت غواړی
یقین مې نۂ راځی چې تاج مړ دے
د بډھا پلار د زړۂ علاج مړ دے
مرګیہ لږ شان بہ دې وار کړے وے
ډېر دې بې وختہ پہ تاراج مړ دے
څۂ تعجب دے چې دې خپل ژاړی
پردی دې ھم ځوانی غندل ژاړی
پہ انړولی ګل دې لاس واچؤۂ
ګلچینہ باغ دې پہ یرغل ژاړی
لا جوړ شوی چرتہ ہغہ شاہکار نۀ دے
لاس ایستلی کاریګر چې لہ کار نۀ دے
تخلیق کېری نوی نوی جھانونہ
ښکارہ شوے ورتہ زوړ مزېدار نۂ دے
شعر کار د هر چا نۀ دے علم غواړى
د شاعر نه خلوت غواړى بزم غواړى
دخوشحال وېناده شعردسالک کاردے
شاعرۍ باندې پوهېدۀ هم فهم غواړى
مونږہ خپلې د انا وژلے خلق
د دنیا ھم د اشنا وژلے خلق
خپل د جرم نہ خبر نۂ یو چې څۂ دے
بې تقصیرہ بې ګناہ وژلے خلق
ناڅاپہ راشہ چې بھار راشی
زړۂ ناقرارہ لہ قرار راشی
ځما لہ ځانہ پاسېدل دے اعتبار
ځما پہ ځان باندې اعتبار راشی
دلتہ کښې غاړہ غړول جرم دے
د صاحب حکم ماتول جرم دے
دلتہ منې نو بس طاقت بہ منې
د خداے حکم ھم منل جرم دے
یو سړے دے ټول نظام سرہ پہ جنګ دے
کہ پوھېږې پرې اے قامہ ستا پہ ننګ دے
سرۂ او سپین یې پہ نظر خاورې ایرې دی
د دوھې پہ غاړہ ناست دے خو اورنګ دے
دومرہ ھم مۂ زیاتوہ دا د نفرت اور
مړ بہ نۂ کړې کہ لہ سرہ شۂ اوچت اور
کہ یو ځل چرتہ پہ زړونو کښې اور کوز شو
تر قیامتہ بہ کم نۂ کړی بیا حدت اور
وطنہ غم دې د جانان ھېر کۂ
سر پہ تا ږدم مانہ دې ځان ھېر کۂ
د بچہ ثقہ بچی لہ کومہ راغلل
د نادر شاہ افشار تالان ھېر کۂ
دا د بادشاہ سلامت خیال کښې ځیناور دے خلق
خو وخت بدل دے اوس د ھر څۂ نہ خبر دے خلق
ھر سړے پېژنی خپل حق او خپل حق غواړی
ډېر غولېدلے د دروغو پہ منتر دے خلق
زۂ ھیڅ نۂ یمہ جانانہ تا اسمان کړم
زۂ ورخاړے پہ چمن کښې تا رېجان کړم
ما کښې څۂ دی زۂ چې ځان تہ نظر اوکړم
د غر کاڼے وم تا لعل د بدخشان کړم
وطنہ ستا حالات بہ څنګہ ښۂ شی
د ساز و غل فرق چې دلتہ نۂ شی
څوک ټوپ واښۂ اورېبی یا اوسېزی
دواړہ برابر دې چې انجام بہ څۂ شی
رباعی
مینہ خداے دے او خداے مینہ
رڼہ خبرہ دہ صفا سپینہ
سجدہ خداے او یار تہ یو شان لہ دی
دا مې زدہ کړہ لہ خپل دینہ
چرتہ حسېن دے چرتہ مشال دے
کۂ یو غمے دے بل قوتی لال دے
اختر حیاتہ زما ملګریہ
بډھا سړے یې کچہ دې خیال دے
مہ خوشحالېږہ چې دې دښمن مری
پاتې بہ نہ شی ھم بہ څختن مری
د دنیا وار دے کہ نن پہ بل دے
صبا بہ ستا ھم خپل بدن مری
ډنډ چې ولاړ وی اوبۂ يې سخا شی
روانې لږې اوبۂ صفا شی
مۂ ورکوہ تہ مال لہ غوټہ
څوک څۂ خبر دے نصیب دچا شی
خوړ چې لږ راشی ھمرہ بہ شور کا
اباسین ډک دے دغہ ھمرہ زور کا
ډېر چې غرېږی کم بہ ورېږی
پہ لږ ساعت کښې باد بہ یې خور کا
چا کۂ پہ خوند چا پہ عذاب تېرہ کړہ
زندګی ھر سړی جناب تېرہ کړہ
مقام ھم یو دے منزل ھم یو دے
چا پہ دمہ چا پہ شتاب تېرہ کړہ
مسلسل درد دے مسلسل غم دے
زندګی څۂ دہ ماتم ماتم دے
پہ چا کۂ نن دے پہ چاصبا دے
خو پہ نصیب کښې د بنی ادم دے
مینہ خداے دے او خداے مینہ
رڼہ خبرہ دہ صفا سپینہ
سجدہ خداے او یار تہ یو شان لہ دی
دا مې زدہ کړہ لہ خپل دینہ
چرتہ حسېن دے چرتہ مشال دے
کۂ یو غمے دے بل قوتی لال دے
اختر حیاتہ زما ملګریہ
بډھا سړے یې کچہ دې خیال دے
مہ خوشحالېږہ چې دې دښمن مری
پاتې بہ نہ شی ھم بہ څختن مری
د دنیا وار دے کہ نن پہ بل دے
صبا بہ ستا ھم خپل بدن مری
ډنډ چې ولاړ وی اوبۂ يې سخا شی
روانې لږې اوبۂ صفا شی
مۂ ورکوہ تہ مال لہ غوټہ
څوک څۂ خبر دے نصیب دچا شی
خوړ چې لږ راشی ھمرہ بہ شور کا
اباسین ډک دے دغہ ھمرہ زور کا
ډېر چې غرېږی کم بہ ورېږی
پہ لږ ساعت کښې باد بہ یې خور کا
چا کۂ پہ خوند چا پہ عذاب تېرہ کړہ
زندګی ھر سړی جناب تېرہ کړہ
مقام ھم یو دے منزل ھم یو دے
چا پہ دمہ چا پہ شتاب تېرہ کړہ
ھائیکو
دا ھرہ ورځ خبرونہ ځلہ واؤرم
یوہ خبرہ دہ بیا بیا ئې کوی
وائي بہ پټرول او بجلی ګرانہ شولہ
زمونږہ چرګې ھګۍ اچوی خو
زمونږہ خپلې پہ نصیب کښی نشتے
مونږہ پرې پتې د ھټۍ نہ راوړو
مُلا بانګی بہ شکرانہ کښې در کړم
مالہ تعویذ داسې زرور اوکړہ
چې راپسی پہ پارچانګۍ کوزہ شی
سوچہ غواړی ، غنم او کنډ ورسرہ
زمونږ اشر دے خامخا راشہ
ګنی مرۍ نہ بہ مې نہ تېرېږې
شملہ کړہ ھسکہ او ټوپک پہ غاړہ
زۂ پښتنہ یمہ د لوړو غرونو
دا ښځونک ځوانان مې نہ خوښېږی
د ژمی مینځ د دسمبر میاشت دہ
مونږہ اېښودې سندلۍ دہ راشہ
خپلې قیصې د ماشومتوب بہ کوو
ورک دې شې اوړے ځما ژمے خوښ دے
لہ تانہ لږہ چې بړستن لرې شی
غاړہ غړۍ راسرہ ښہ جختہ شې
مینہ د سترګو نہ مې زړۂ تہ کوز شوہ
لہ ھېوادونو پناہ یارہ ځما
زۂ دې دیدن د زړۂ پہ سترګو کوم
زہ پہ راشپېل باندې بہ جوار الوزوم
تہ پہ جارو باندې شتۍ لر کوہ
د زړہ خبرې لږ ساعت بہ وکړو
جوارو ډوډۍ چټنی شُملې ورسرہ
چې د انځر پہ سیوری کېنی دھقان
خانانو دا مزہ لیدلې نہ دہ
پہ پسرلی کښې مې ښائست دے کلے
خزان کښی دغہ ھمرہ بدلون راشی
لکہ فظرت پہ پټو زر وشیندی
د غرۂ پہ څوکو واورې ورېدې
ژمې خپلې نخښې باندې کړلې
د لرګو غم پہ ھر سړی باندې دے
په سرو لمبو کښې چينارونه سوزي
د چا ځانونه دچا زړونه سوزي
امن پسندې ژبې ګونګ ولې دي
بربډې لېچې مې په څنګ تېره شوه
ما وئيل ښه ده زۀ پرې پوهه شومه
بنګړي به راوړم د اختر دپاره
د هاړ د ورګو ماشو څۀ به وايم
خو مازيګر ئ د مېلې غوندې وي
جونې چې پنډې شي په يخې چينه
چا راته وې چې اختر څۀ ته وائي
ما وې امير چې خوشحاليږي پکښې
غريب له نوي حسرتونه راوړي
بيګاله توره به يوه سترګه کړې
چيتر ختميږي رانيزدې شو بېساک
د نمل سر ته به ګوچو له ورځو
هر فرمائيش دې په سر سترګو باندې
دا مجبوري مې په نظر کښې ساته
چې زۀ مزدور يمه د دېرشو روپو
زندګي وائ هغه خوب ته
چې په ويخه ليدے کيږي
سترګې پټې شي نو مات شي
د مرګي نه لا څۀ ويره
دا د هر چا ضرورت دے
بې محله کۀ را نۀ شي
کۀ زما مينه په تا ده
تۀ ښائسته يې ستا ځواني ده
ولې زۀ ماما کاکا يم
کۀ دې څۀ چال چاپلوسي زدۀ وي
د ترقۍ له پاره غم مۀ کؤه
علم هنر دې په ګولۍ ولږي
ځار شم دستوره د ناڅاپه وطن
چرته ناځاپه څوک ناڅاپه راشي
حق د حقدار نه به ناځاپه يوسي
چې د هاړ په سرۀ غرمه کښې
جوارٰ شملې پټي له راشي
نعمتونه به دې هېر کړي
په جولا اؤ پښتون نۀ ده
دا د هيچا ميراث نۀ دے
غېرت هر سړي کښې خپل دے
دهقاني مې د پلار وکړه
سرۀ غرمه به د روټۍ
په بهانه ديدن راوړمه
چې ځوانان لکه د ښځو
اهتمام د ډول سينګار کړي
څۀ به توره کړي ميدان کښې
د غــــــــنمــــــــو لــــــــــــؤ ګــــــــــډيـــــــــــږي
بيا به سرۀ اؤ سپين مخونه
په غرمو باندې توريږي
لوټه سر د لاندې کيدي
په سوړ سيوري کښې اودۀ شي
غريبي څۀ بي غمي ده
ده خاني کۀ بادشاهت
چې اوړۀ لرګي واښۀ وي
دا د ژمي فراغت
اے مـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــحــــــــــــــــــــــبتـــــــــــــــــــــه
خلاص لۀ پښتو دِکړمه
هـــــــــــــم لــــــــــــــــۀ غــــــــــــېــــــــــرتـــــــــــه
دنــــــــــــــــــخـــــــــــــتـــــــرو خــــــــــــــــــوشبــــــــــــــوي
دســـــپــــرلـــي غــــــــونـــــدې سيـــــــــــلـــــۍ
مــــــنــــتــــــظــــــر دي کـــــــــــــۀ راځـــــې
لــــــــړې پــــــــرېــــــوتـــې پــــــــــه غـــــــــرونـــــو
عــــــــــــلامـــــــــــــــې د پشــــــــــــــــــکال دي
جـــــــــــــــونــــــــو واچــــــــــــــول ټــــــــــالــــــونــــــه
څومره نوم د انسان اخلي
همره وينې د انسان څښي
راکوي ګړه کښې زهر
( امريکه )
نه نوے فکر" نه څۀ نوے مضمون
نه پۀ موسم کښې څۀ بدلون راغے
زۀ کۀ هائيکو ليکم پۀ څۀ وليکم
مکارۍ ته چې ئ ګورم
زړۀ مې تور شي د دنيا نه
مرګ ښائسته راته ښکاره شي
نن موسم ډېر د مزې دے
پۀ اسمان وريځ خوره ده
اشنا سېل اؤ د څښو ورځ ده
دا زما کيږدۍ په غرۀ کښې
ستا د اے سي کور نه ښه ده
چې هوا ې خو تازه ده
نوټ
ما ته چې کله په پښتو فوک ادب کښې دهائيکو پۀ شان نمونې پۀ لاس راغلې ما هائيکو ليکل پرېښودل لکه اؤ په "القلم" کښې مې پرې يو مضمون هم وليکه چې د هائيکو په شان له صنف په پښتو ادب کښې دمخکښې نه موجود دے.
۱
اے ګلې نرګسه
لاړې اووتې دجونو
لۀ مجلسه
٢
اے ګلې خاش خاشه
چې په توره سله ګل شم
تۀ بيا راشه
٣
دخونۀ لرګيه
تۀ څۀ خبر يې
د ځوانانو لۀ مرګيه
٤
اوښه
څۀ دې سم دى
چې پاتې سوخه