اخون دروېزہ او حافظ

د اخون دروېزہ تاریخِ پېدائش ۹۵۶ھ وفات ۱۰۴۸ھ دے ۔ دروېزہ نوم د پلار نوم اخون ګدا د نیکۂ نوم سعدی تعلق د کابل ننګرھار سرہ ۔ کلہ چې د اخون دروېزہ نیکۂ سعدی پہ ننګرھار کښې شہید کړے شو د دروېزہ پلار راغے پہ مہمندو کښې اباد شو ۔ د اخون دروېزہ د ژوند ابتدائی دور پہ مہمندو کښې تېر شوے دے ۔ دروېزہ تہ ماشوم والی کښې خوفِ الہی ډېر زیات وۂ ۔ د قبر د عذاب، د قیامت او دوزخ خیال راتلو سرہ بہ ئې ډېر زیات ژړل او کلہ کلہ بہ ئې دومرہ ډېر ژړل چې پلار بہ پہ څپېړہ اوواھۂ ۔ د زړۂ ناقراری ئې د ماشوم والی نہ وہ۔ چې د مدرسې د داخلولو شو پلار مُلا مصری احمد تہ حوالہ کړو ۔ د مُلا تعلق د پاپین خېل ساداتو سرہ وۂ چې د ولیِ کامل سید محمود اولاد دے ۔ دروېزہ تہ شروع نہ د علم حصول ، اتباع سنت ، زھد و ریاضت او ترکِ بدعت شوق وۂ ۔ دروېزہ پہ اول کال کښې قرآن مجید حفظ کړو ، ابتدائی کتابونہ ئې اولوستل پہ دوئیم کال کښې متوسط کتابونہ اولوستل حافظہ ئې دومرہ تېزہ وہ چې کوم کتاب بہ ئې اولوست ازبر بہ ئې شو ۔ نور علم ئې د جمال الدین ھندوستانی نہ حاصل کړو ۔ ۷ کالہ د ھغوی پہ خدمت کښې پاتې شو ۔ د فراغت نہ ورستو د حصولِ معرفت سعی شروع کړہ ۔ د ھغہ وخت یو جامع شریعت او طریقت عالم مُلا سنجر تہ ئې اظہار اوکړو ۔ مُلا سنجر دروېزہ د سید علی ترمذی عرف پیر بابا پہ خدمت کښې حاظر کړو ۔ او د دروېزہ د خواھش اظہار ئې ورتہ اوکړو ۔ پیر بابا پہ دروېزہ باندې تجدیدِ توبہ اوکړہ ، نصیحت ئې ورتہ اوکړو او پہ ځنو عباداتو باندې د ھمیش ګیرۍ تلقین ئې ورتہ اوکړو ۔ د پنځو کالو انتظار نہ ورستو د مُلا زنګی پاپېپنی پہ وسیلہ ئې بیا پیر بابا تہ عرض اوکړو چې اوس دې دروېزہ تہ ذکرو اذکار اوښودے شی ۔ پیر بابا د دروېزہ درخواست منظور کړو او پہ طریقہ عالیہ چشتتیہ کښې داخل کړو او وې فرمائېل چې ھغہ وختہ پورې انتظار اوکړہ چې ستا زړۂ د ذکرِالہی نہ معمور شی ۔ دروېزہ د تصوف ځنې کتابونہ د پیر بابا نہ اولوستل ۔ بیا ورتہ حکم اوشو چې اوس داسې علاقو تہ سفر اوکړی چې کوم ځاے کښې کفر ، الحاد ۔بدعت او غلط رسمونو رواجونہ ډېر وی د ھغې خلاف امر بالمعروف او نہی عن المنکر شروع کړی ۔ دروېزہ د ګرانو غرئیزو علاقو سفر اوکړو قاشقار تہ لاړ د قاشقار نہ کشمیر تہ لاړ چې لہ دې اوګد سفر نہ واپس شو پیر بابا خپل ماذون او ټاکلو ۔د اخون دروېزہ دور د رقص و سرود، الحاد ، بدعت او زندقہ دور وۂ ۔ پیر بابا او اخون دروېزہ د بې عملہ عالمانو او د جعلی پیرانو خلاف عَلم پورتہ کړو ۔ پہ دوی کښې مشھور نومونہ دا دی ۔پیر پہلوان ، بابا قلندر رافضی ، پیر طیب غلجے ، پیر ولی بړیڅ ، کریم داد ملحد (چې پښتو ادب کښې کریم داد روښانی باندې یادېږی دغزل ډېر ښہ شاعر وۂ (بل کریم داد د اخون دروېزہ بابا ځوے دے دے ھم شاعر دے خو الف نامې ئې لیکلې دی ) ، مُلا رکن الدین ، شېخ حسن تیراوی ، خواجہ خضر افغانی ، حاجی عمر غوریہ خېل ، شېخ قاسم غوریہ خېل ، میر قاسم او بایزید انصاری الملقب پیر روښان ۔ پہ دوی کښې د دوو فرقو خلاف اخون دروېزہ د خپل پیر پہ معیت کښې شریک شوے دے ۔ نورې ټولې معرکې ھغۂ یواځې تر سرہ کړې دی ۔ کۂ اخون دروېزہ یواځې د بایزید انصاری خلاف مناظرې کړے وے نو بیا خو مونږ وئیلے شُو چې دا بہ د مغلو پہ ایما وې ولې اخون د بې شمېرہ جعلی پیرانو خلاف جہاد جاری ساتلے دے ۔ بیا خو پہ پښتون قام کښې یو دستور جوړ شوے وۂ چې چرتہ بہ څوک نوے پیر پېدا شو پښتنو بہ ورپسې اخون دروېزہ راوبالۂ چې پہ شرع بہ برابر نۂ وۂ د خپلې علاقې نہ بہ اوشړۂ ۔ پہ پیر بابا او اخون دروېزہ باندې د مغلو د اېجنټۍ تور بې بنیادہ دے ۔ د پیر بابا مغلو سرہ رشتہ داری وہ ۔د پانی پت جنګ کښې سرہ دپلارہ بابر لہ ئې تورې وھلې دی ۔ خو د ھغۂ طبیعت تصوف طرف تہ مائلہ وۂ ۔ ځکہ ھغہ د بونېر غوندې غرئیزہ او پسماندہ سیمہ کښې دېرہ شو ۔ کۂ مونږ د اخون دروېزہ او د بایزید انصاری د شخصی ژوند جاج واخلو نو اخون دروېزہ خپل دینی علم پورہ کړے دے پہ کالونو د مستندو عالمانو د سېوری لاندې پاتې شوے دے او د تصوف پہ لارہ ئې دیو مرشد کامل پہ رھبرۍ کښې سفر کړے دے ۔ د شریعت پابند ژوند ئې تېر کړے دے ۔ د ھغې پہ مقابلہ کښې د بایزید انصاری دینی او روحانی تعلیم دواړہ نیمګړی دی ۔ د شریعت پابندی ئې نۂ کولہ د رقص او موسېقۍ دلدادہ وۂ ۔ تارکِ سنت وۂ تر دې پلار او ورور چې ملایان وۂ د بایزید خلاف شُو ۔ او لہ کورہ ئې اوویست ۔ بایزید چې مذھبی جنګ پہ اخون دروېزہ بائیلود سیاسی او فوجی ګُندئې جوړ کړو شوکې بہ ئې کولې حاجیان او قافېلې بۂ لوټلې پہ علاقہ کښی بدامنی شوہ ۔ مغل حکمرانان وو ۔ امن قائم ساتل د ھغی زمہ واری وہ ۔ د مغلو او پیر روښان تر منځہ جنګ شروع شۂ ۔ د پښتون زړۂ د مغل نہ ډک وۂ ھغوی د پیر روښان مرستیال شو ۔ داسې یو غېر پښتون د پښتنو مشر شو ۔ پیر روښان د مغلو سرہ پہ جنګ کښې مړ شو ۔ ځامنو او نواسو دا جنګ یوې صدۍ پورې جاری اوساتۂ او بیا صلح اوکړہ ۔ ﷲداد د نواب رشید احمد خان پہ نوم پہ ھند رشید اباد کښې ژوند تېر کړو ځنې ملګری ورسرہ ھلتہ دېرہ وو ۔خو پیر بابا او اخون دروېزہ پہ ھغہ علاقہ کښې میشتہ وو چې چرتہ د مغلو راج نۂ وۂ ۔ د ھغو -اولادونو څخہ چې اوس کوم جائیدادونہ دی ھغہ ھغوی پہ خپل مټو ګټلی دی یا یوسفزی او سواتی قام ورلہ ورکړی دی ۔ تراوسہ پورې چا ھم پہ پوخ ثبوت نۂ دہ ثابت کړې چې مغل پیر بابا او اخون دروېزہ لہ څۂ مراعات ورکړی دی ۔ اخون دروېزہ او حافظ دواړہ د یوې بېړۍ سوارۂ دی ۔ دواړہ د شریعت پابند ، اھلِ سنت او د تصوف معرفت لاروی دی ۔ حافظ اخون دروېزہ تہ پہ داسې نظر ګوری ۔

بزرګ اخون دروېزہ بل مشال د شرعې
منکر ړوند دے غلط پل پہ بل جہت ږدی

پښتانۂ دی د اخون د حق د لاندې
عنید عاق شی پہ مرشد استاد خفت ږدی

لکہ نېت پہ کل پښتون وۂ اخون ایښے
مشفق پلار پہ زوزاد کلہ ھمرہ نېت ږدی

ھر چې وائی د اخون حق پہ ما نیشتے
د سېلاب پہ مخکښې خپل عمل طاعت ږدی

پښتنو تہ د دین لار اخو ن رڼا کړہ
مرد و زن ئې پہ خپل ځان بار د منت ږدی

لۂ تیارې نہ ئې پښتون رڼا تہ اوویست
اوس قدم ثابت ددۂ پہ برکت ږدی

بل مرشد ولی رڼا کا خپل مجلس تہ
پہ ھر ځاے چرتہ چراغ د شریعت ږدی

پہ ھر ځاے اخون چراغ د شرعې بل کړو
چې پہ نُور ئې راست قدم اھلِ سنت ږدی