د حافظ مُلائیت
د ټصوف پہ اتو خصلتونو کښې دوہ خصلتونہ صبر او رضا دی ۔ د ایوب؏صبر او د اسماعیل؏ رضا د پېغبرانو سنت دے ۔ او یو صوفی پہ دغہ سنت باندې کلک ولاړ وی ۔ خو د حافظ پہ کلام کښې داسې اشعار موندے شی چې د یو صوفی د شان مطابق نۂ دی لکہ
کہ تمام علم اولیاءحاصل کہ سُود ئې څۂ دے
چې حافظ یوسی ارمان دے پہ ګور نتلی راشی
دا شعر حافظ د خپل د ځوی پہ جدائې کښې وائی او راتلو ارمان کوی ۔ اولیاء سبق پہ خاطر پہ ھندوستان کښې وی ۔ دلتہ حافظ د یو عام انسان غوندې د ځوی پہ جدائې کښې دومرہ بې صبرہ او ناقرارہ شی چې د علم غوندې لوے دولت کښې ورتہ ھم سُود نۂ ښکاری ۔ پہ شعر کښې نا امیدی ھم دہ چې د صوفیاو شېوا نۂ دہ
کہ د راتلو خبر پہ ما د اشنا تللی راشی
لکہ پہ ښو پھو صحت د پرھر ژلی راشی
اشنا پہ لار د ژوندو تلے رجا نۂ پرېکوم
طوطیان خوږې مېوې د باغ اوخوری نمانځلی راشی
دغہ شان ورکوم تہ خېرې رسولِ کریم تہ چې چا آزار رسولے ھغۂ ورلہ دعا کړې دہ ۔
سوال کہ د حافظ د پاک ﷲ پہ در قبلېږی
اور وھلے چوب دې شی ورکوم چې بیا شین نۂ شی
داسې ګڼ اشعار د حافظ پہ کلام کښې موجود دی ۔خو زۂ پہ یو څو باندې اکتفا کوم
عنکبوت غوندې اسیر پہ نری تار یم
عزیز عمر مې تېرېږی پہ خوارۍ کښې
بې لشو ترې حاصل ھیڅ کولے نۂ شم
کہ لاس اومنډم د شھدو ډارۍ کښی
رنځ نیستۍ زھیر کړم پہ پیرۍ ناراضہ نۂ یم
تل خو تازہ نۂ وی د ځوانۍ بھار دلشادہ
در ګوھر بالۂ شوم اوس مې قدروقیمت نیشتے
نیشتے جوھریان ګیلہ بہ څۂ کړم لہ احدادہ
د حافظ پہ کلام کښې ډېر داسې کلام موجود دے چې پہ ھغې کښې د قصیدې پہ شان زور خو وی شاعرې کمہ اوچ پند ترې جوړ شی ۔ دا یو کلام بہ د مثال لۂ پارہ کافی وی
بندہ خبر شہ ستا پہ سر بندونہ ګران پراتۂ دی
قبر تورتم سوال وجواب صراط میزان پراتۂ دی
د ګور خوارۍ د دشوارۍ کوہ زارۍ مولا تہ
بې حدہ تور بل پکښې زور لړم ماران پراتۂ دی
کوہ ھمت چې ندامت بیا پہ قیامت اونۂ کړې
د پاک حبیب دین پہ ترتیب عجب مھران پراتۂ دی
ځان کہ محکم پہ شرع سم اخلہ قدم پہ فکر
درسرہ مل ډک لۂ چل ول نفس وشيطان پراتۂ دی
د دنیا وار نۂ کړې قرار د نېکۍ کار کوہ تل
لۂ تانہ ډېر خاورو کښې ګېر ښائستہ ځوانان پراتۂ دی
جدا جدا بندی تنھا د مرګ ضابط د لاسہ
پہ حال زبون د فریدون غوندې شاھان پراتۂ دی
چې بہ لښکر د بحروبر ورتہ پہ در ولاړ وۂ
ھغہ اوس خوار لکہ نیستګار پہ ډېر ارمان پراتۂ دی
پہ ډېر غربت ډک لۂ حسرت د سلطنت لہ تختہ
پہ خاورو خړ د مرګ پہ تړ دارا خاقان پراتۂ دی
چې پہ بستر بہ نازپرور شام و سحر اودۂ وۂ
ھغہ نیازبین اوس بې بالین خوارو حېران پراتۂ دی
چې بہ سیال د ژوند پہ حال د ملک ومال نۂ وو څوک
لاړ شۂ قارون شداد ملعون بند پہ زندان پراتۂ دی
قبر مقام دے د انعام د نېک فرجام لۂ پارہ
بدکار نمرود فرعون مردود ټول پہ نېران پراتۂ دی
پاتې دنیا آخر لۂ تا د خداے رضا کړہ مدام
پہ سکرات کښې خطرات پہ څو څو شان پراتۂ دی
حافظ غریب دیدار زبیب د پاک حبیب د پارہ
غواړی ھر دم فضل وکرم ستا بی پایان پراتۂ دی
دا ھغہ قسما شاعری نۂ دہ چې پہ ذھن کښې د شاعر یو ښکلے خیال راشی۔ او ھغہ ئې اولیکی ۔ بلکې دا ھغہ شاعری دہ چې شاعر پہ ارادہ ورتہ کېنی او مختلف واقعات ، فرمودات او وعیدونہ راغونډ کړی ۔ دا د خالصہ شاعرۍ پہ زمرہ کښې نۂ راځی د جدید روح نہ خبر پوھان د حافظ داسې شعر تہ ھغہ مقام نۂ ورکوی ۔چې کوم د عوام او کم لوستو خلقو پہ ذھن کښې دے ۔