د حافظ کرامات
د حافظ نواسے فضل الودود د خېبر نیوز سرہ پہ مرکہ کښې وائی چې حافظ د دوابې نہ سوات خوزاخېلې تہ دعلم حاصلولو لہ پارہ راغے ۔ پہ اولہ کښې پہ سترګو ړوند وۂ ۔ پہ جومات کښې ترې طالبان تنګ شول یو خوړ تہ ئې بوتلو ھلتہ ئې پرېښود ۔ ھلتہ پرې خضر ؏ پېښ شو دعا ئې ورتہ اوکړہ بینا شو ۔ د قرآن مجید حفظ ئې اوکړو ۔ د سوات نہ بونېر تہ لاړ او د بونېر نہ الپورۍ اوھلتہ پوخ میشتہ شو ۔ دا د ھغوی خاندانی روایت دے د حافظ پہ دیوان کښې ذکر نیشتے ۔ فضل الودود یوہ واقع بیانوی چې الپورۍ پہ خوا کښې یو تنګوړے دے ھغۂ د حافظ نہ د ھغۂ پڼہ رغړولې وہ حافظ ورتہ خېرې کړې وې ھغہ تنګوړے اوس اوچ دے صرف پہ ۲۰۱۰ء پہ سېلاب کښې پکښې اوبۂ راغلې وې ۔ پہ دې تنګوړی باندې د حافظ شعر دے
تُندی تېزی غورہ کوہ د ھاړ سوہ بہ راشی
کوتاہ تنګوړے ئې ستا دې بیا تڼا او زوګ اوخېژی
د حافظ بل نواسی عبدالباقی د لټون ټی وی اینکر بختیار خټک سرہ پہ مرکہ کښې د رکوم واقع بیان کړې وہ ۔ چې رکوم د حافظ شاګرد وۂ ھغۂ د حافظ پہ شان کښې ګستاخی کړې وہ ۔ حافظ ورتہ خېرې اوکړې رکوم اور واخست ۔ پہ رکوم د حافظ اشعار داسې دی
نۂ دی چا کرلی زوز پہ باغ کښې د ګلونو
ما چې نھالہ وۂ اوس بہ لالہ یاسمین نۂ شی
مل پہ شېطانت کښې د ابلیس رکُوم پېدا شۂ
اوس بہ پہ ھامان پسې ارمان د لعین نۂ شی
ځان مې زېراوۂ پہ ناقابل پسې بې ځایہ
زاغ بہ پہ تعلیم د مشکارانو شاھین نۂ شی
پوست د خربېشوی کہ پہ سېحون جېحون اووینځې
پاک بہ پہ مذھب دامامانو د دین نۂ شی
رب دې بریدہ کړی ھغہ طمع چې ددۂ دہ
تر دې د کوټہ پہ لاړو ټوکے ریښمین نۂ شی
سوال کۂ د حافظ د پاک ﷲ پہ در قبلېږی
اور وھلے چوب دې شی رکُوم چې بیا شین نۂ شی
جان محمد خان د بټګرام عُرف جانُو خان یو رښتینے او سېلانی سړے دے ۔ تر څو پورې چې دھغۂ صحت اجازت ورکوۂ ھغہ بہ ھرکال سوات تہ سېل صفا د پارہ تلو
د ھغۂ عادت وۂ چې کلہ بہ پہ الپورۍ تېرېدۂ د حافظ پہ مزار بہ ئې حاضری ورکولہ
ھغۂ ماتہ دا قیصہ کړې وہ چې حافظ لہ چا څۂ زمکہ ورکړہ ۔ حافظ ھغہ ځان څخہ اونۂ ساتلہ قبرستان د پارہ وقف کړہ ۔ د حافظ د کلام نہ صفا ښکارہ دہ چې ھغہ یو صوفی دے یو عارف دے ۔