د حافظ تصوف

د صوفی تعریف علماؤ څۂ داسې کړے دے ۔ صوفې ھغہ کس تہ وئیلے شی چې پہ خپل محنت اخلاق رزیلہ ترک کړی او اخلاقِ جمیلہ خپل کړی چې پہ دنیا ئې مدحہ او قیامت کښې ورتہ اجر بیا موندے شی ۔

تصوف ھغہ لارې ، اسلوبِ عمل تہ وئیلے شې چې صوفی د خداے معرفت حاصلولو لہ پارہ خپلوی ۔ تصوف تہ پہ فقہ کښې تزکیہ النفس او پہ حدیث کښې احسان وائی د تصوف نور ګڼ تعریفونہ د تصوف عالمانو کړی دی ۔

صوفی ازم پہ نورو مذھبونو لکہ پہ یہودیت ، عیسایت ، ھندوازم ، او بدھ مت وغېرہ کښې د مخکښې نہ موجود وۂ۔ پہ اسلام کښې اولنے صوفی ابو محمد ہاشم تہ وئیلے شوی دی ۔ د اسلام اولنو صوفیاؤ لکہ اوېس قرنی ، ابو ہاشم ، حسن بصری ، فضېل عیاض ، معروف کرخی وغېرہ زھد اختیار کړے دے خو رھبانیت نۂ دے خپل کړے او پہ شریعت باندې کلک ولاړ وو ۔ د تصوف بنیاد پہ اتو خصلتونو باندې دے سخاوت ، رضا ، صبر ، اشارہ ، غربت ، صوف پوشی ، سیاحت اوفقر ۔

د تصوف موریخینو څخہ د تصوف او صوفیاؤ شپږ طبقې دی

د تصوف ابتدا د ۳۷ھ نہ شوې دہ ۔ پہ دې کښې چې کوم بزرګان شمارلے کېږی ھغہ دی اوېس قرنی ، حسن بصری ، حضرتِ مالک بنِ دینار، فضېل بنِ عیاض ، او حضرت ابراہیم بنِ ادم ۔ پہ دې بزرګانو کښې د خداے نہ پہ وېرہ ډېر زور وۂ ، توبہ استغفار بہ ډېر ډېر وۂ ۔ پہ انفرادی عباداتو باندې مشغول نۂ وو ۔ او نۂ ترېنہ چاپېرہ د مریدانو حلقې وې ۔

دوئمہ طبقہ ھغہ دور سرہ تعلق لری چې کلہ یونانی فلسفہ او عقلیت زور اونیوۂ

جنت ، دوزخ ، معجزات او معراج وغېرہ د عقل پہ تلہ تللے شُو ۔ پہ دغہ دور کښې بایزید بسطامی ، جنېد بغدادی ، ذوالنون مصری پہ عشق باندې زور ورکړو ۔ د عقلیت خلاف اواز اوچت کړے شو ۔ صوفیاؤ خشیت الہی پہ ځاے پہ عشقِ الہی باندې زور راوست ۔

پہ څلورمہ صدۍ ھجری کښې درئمہ طبقہ پہ وجود کښې راغلہ ۔ دې طبقې د فقہې پہ ګنجلکونو کښې د بوخت کېدو پہ ځاے پہ فقہِ باطن او پہ اخلاقیاتو باندې ډېرہ توجہ ورکړہ ۔ پہ دې دور کښې ابو نصر سراج “اللمع “ د ابو ظالب مکی “ قوت القلوب “ د عبدالرحمٰن السلمی “السسنن “ وغېرہ کتابونہ پہ مخہ راغلل ۔ پہ دغہ دور کښې حلقې او سلسلې جوړېدل شروع شُو ۔

څلورمہ طبقہ پہ دې دور کښې د عبدﷲ ھروی مناجات او دعلی ھجوېری کشف المحجوب پہ عوام کښې مقبول شُو او د صوفی ازم د مقبولِ عام کېدو سبب اوګرځېدل ورسرہ ابو نعیم اصف “حلیہ اولیاء “ او ابو قاسم قشېری “ رسالہِ قشیری ھم ډېرہ پزیرائی اوموندہ ۔ شریعت ، طریقت ، حقیت او کشف و مکاشفہ اصطلاحات پہ دغہ دور کښې پہ مخہ راغلل ۔

پنځمہ طبقہ پہ شپږمہ صدۍ ھجری کښې پہ وجود کښې راغلہ د شېخ عبداقادر ګېلانی دوہ کتابونو “غنی الطالبین او فتوح الغېب “ ډېر زیات مقبول شُو۔ ابو حامد الغزالی ابو طالب مکی او ابُو قاسم قشېری اولوستل او جذب ئې کړل او “ احیاء العلوم ئې اولیکۂ د تصوف اصطلاحت ئې وضع کړل ۔ پہ ومہ(۷) صدۍ ھجری کښې محی الدین ابن العربی دا نظریہ پېښ کړہ چې پہ کائنات کښې چې ھر څۂ دې دا باری تعالیٰ د ذات برخہ دہ ۔ دې نظرې پہ صوفیاؤ کښې ډېرہ زیاتہ پزیرائی اوموندہ چونکې غزل فارسیبانو د عربۍ قصیدې نہ اخذ کړے وۂ ۔ او د فارسۍ پہ لارې غزل پښتو ادب تہ رسېدلے دے شاعرۍ سرہ سرہ تصوف ھم پہ پښتو شاعرۍ کښې ځان لہ مقام پېدا کړو ۔ پہ پښتو شاعرۍ کښې د غزل دابتدا نہ مخکښې د قطب الدین بختیار کاکی ، د عیسیٰ مشواڼی دیو څو نورو شاعرانو پہ شاعرۍ کښې د تصوف څرک موندے شی خو د روښانیانو روغې ډلې ملا ارزانی ، مرزاخان انصاری ، علی محمد مخلص ، دولت لوانړی ، میاں واصل ، کریم داد او قادرداد وغېرہ ټولہ شاعری پہ تصوف بنا دہ ۔ خصوصاً د مسئلہ وحدت الوجود نہ ګېر چاپېرہ ګرځی ۔ خوشحال بابا د شاعرۍ رخ بدل کړو د تصوف نہ علاوہ نور موضوعات ئې رومانیت ، مزاحمت ، اخلاقیات ،حکمت او پښتونولی د غزل برخہ او ګرځول ۔ د خوشحال بابا نہ واخلہ تر حمزہ بابا پورې زمونږ پہ ټولو کلاسیکی شاعرانو کښې پہ تصوف باندې اشعار موندے شی خو رحمٰن بابا ، عبدالقادر خان خټک ، خواجہ محمد بنګش او حافظ زمونږ د دغہ دور صوفیان شاعران دی ۔ ځکہ چې ددوی د شاعرۍ غالبہ برخہ تصوف دے ۔ خو دحافظ د تصوف ددې ټولو نہ مختلف دے ۔ دا نور ټول د وحدت الوجُود یا د وحدت الشہُود قائل دی ۔ شېخ ، مُلا ، زاھد مُحتسب تہ بد رد وائی ۔ ځنې تر دې حد تېروځی ۔

ادم کا بت بنا کے اس میں سما گیا ہوں
ویسے بھی میں خدا تھا ایسے بھی میں خدا ہوں

پہلے میں لامکاں تھا اب ہوں مکان والا
ادم مېرا مکاڼ ہے اب اس مېں رہ رہا ہوں

علی حېدر وائی

اناالحق چې منصور وې مراد ئې بل وۂ
زمانې او خېژہ وۂ پہ دار د عشق

وحدت الوجود سرہ ډېرہ زیاتہ ګمراھی خورہ شوہ ۔ حضرتِ مجدد الف ثانی تہ مسئلہ وحدت الشہود د وړاندې کولو ضرورت محسوس شۂ ۔

خو حافظ د تصوف اولہ درجہ شریعت منی ۔ دشریعت نہ بغېر ټصوف پہ تیارو کښې پښې لاسونہ وھل دی ۔

جوګیان ډېر کوشیش کوی بغېر لہ شرعې
پہ دغہ کوشیش بہ خلاص لہ سعیر نۂ شی
کہ کمال د شریعت دے ۔۔ طریقت کۂ حقیقت دے
کہ روزی د چا وصلت دے ۔۔ ھم د شرعې پہ دولت دے
بل رو نشتہ معتبرہ ۔

پہ دې بند کښې څلور نومونہ اخستے شوی دی (۱ شریعت ) شریعت داچې ظاھر بدن ، خوراک ، پوشاک ، وېنا ، ناستہ ولاړہ د خداے او د خداے د رسول حکم مطابق شی (۲طریقت) ) طریقت دا دے چې پہ زړۂ کښې عشق و محبت ،اخلاص ،شکر ، صبر ، تقویٰ ، دنیاسرہ بې رغبتی ښہ اخلاق پہ سړې کښې پېدا شی ۔ (۳حقیقت ) حقیقت دا چې دا دواړہ درجې برابر شی د بندہ پہ زړۂ کښې نور پېدا شی چې کومو څیزونو نومونہ پہ دنیا کښې اورېدے شی چا لیدلی نۂ دی لکہ د قبر عذاب ، پل صراط ، جنت ، دوزخ، معراج یا نور داسې څیزونہ پہ ھغوی د سړی پوخ ایمان راشی (۴وصلت )وصلت دا دے چې یوہ ګړۍ ھم بندہ د خپل خداے د یاد نہ غافلہ نۂ شی ۔ پہ ھندکو کښې یو متل دے ھت کار ول دل یار ول ۔

ث ثابت پہ شریعت شہ ۔۔د نبی پہ طریقت شہ
مجتنب لہ کل بدعت شہ ۔۔ د دیندارو پہ قربت شہ
ھر مجلس لری اثر

ش شراب د عرفان نوش کړہ ۔۔ زړۂ د عشق پہ مے مدھوش کړہ
غېرہ چارہ فراموش کړہ ۔۔ د جرس نعرې تہ ګوش کړہ
ھر دم کا د کوچ خبر

چې پہ مخکښې ئې رھبر مُجّرب نۂ وی
کۂ خود رو تر ګړنګ لوېږی عجب نۂ وی
د اسلام د امامانو پہ لار درومہ
و مقصود تہ رو بېرون لہ مذھب نۂ وی

حافظ شریعت او د رسولﷲ سیرت د نجات ذریعہ ګڼی ۔ او دہ ھم داسې پہ کائنات کښې کومہ ھستی د رسولِ کریم د نُور او د تعلیماتو برابری کولے شی

حافظ داسې فرمائی

نفی اثبات مدام پہ لاس تېرۂ خنجر اونیسہ
رسۍ محکمہ د صاف دین د پېغمبر اونیسہ

منګُلې ټینګې لګوہ پہ شریعت د نبی
مۂ اؤرہ د نفس وشیطان ترېنہ حذر اونیسہ

چې پہ ټولی د انبیاؤ کښې سردار یادیږی
لمن د ھغہ مصطفےٰ خېرالبشر اونیسہ

چې د لولاک تاج ئې پہ سر سایہ ګُستر دے مدام
پہ صبح شام متابعت د پاک سرور اونیسہ

حافظ د کامل پېر قائل دے د ناقص لہ کبلہ لار ګډہ وډہ شی ۔ خو داسې شعر پہ درست دیوان کښې نۂ موندے کېږی چې څوک ئې خپل پیر تسلیم کړے وی

ھر ناقص د پیرۍ لاف کہ پیر ھغہ دے
چې راعی غوندې رمہ ساتی پاسبان وی

بې راعی رمہ خوراک شی د ګُرګانو
بې کاملہ خراب حال د مریدان وی