د حافظ ځوانی او پیری
د حافظ د کلام پہ مجموعہ کښې ځائے پہ ځائے نور ھم اشعار موندے شی چې د حافظ د ځوانۍ او پیرۍ پہ ژوند رڼا اچوی خو دوہ قصدې داسې دی چې بیخی پہ دغہ موضوع دی ۔ لۂ دغہ قصیدو نہ د حافظ د ځوانۍ او پیرۍ نقشہ ټولہ پہ مخہ راځی ۔حافظ ځوانی ښہ پہ مزہ کښې تېرہ کړې دہ ۔ پہ ځوانۍ کښې ښہ سېلونہ کړی دی ۔ امام پاتې شوے دے قرآن مجید درس یې ورکړے دے ۔ پہ عالمانو کښې جیّد عالم وۂ ۔ څوک چې بہ د حافظ کور تہ ملاقات راتۂ نو ځان سرہ بہ ډالۍ راوړہ تش لاس بہ نۂ راتۂ ۔ پہ کور کښې پریمانہ پریمانی وہ ښہ خوشحالہ ژوند یې تېراوۂ ۔ خو پہ پیرۍ کښې چې دا ھر څۂ ختم شی شاکی شې چې د یو عالم او د ولی شان نۂ دے ځکہ چې د ایوب؏ صبر ددوی د سترګو مخې تہ وی ۔ د پېغبر مقام تہ رسېدۂ ګرانہ دہ ځکہ چې د باری تعالٰی غورہ کړے شوے بندہ وی ۔ زما حلقہ کښې ځنې ملګری حافظ تہ صوفی پہ نظر نۂ ګوری وائی چې حافظ یو مُلا دے ۔
خو زما پہ نظر کښې حافظ یو شاعر ھم دے او شاعر پہ نسبت د عام انسانانو زیات جذباتی وی ۔ خو د حافظ پہ مرشدِ کامل باندې او مختلف بزرګانو ،او صوفیانو سرہ عقیدت دا ښکارہ کوی چې ھغہ د علم سرہ د معرفت او تصوف د لارې مسافر ھم وۂ ۔ د زمانې نہ د خلقو حافظ سرہ سینہ پہ سینہ عقیدت راروان دے ۔او بزرګ یې ګڼی ددې شاتہ بہ ضرور څۂ نہ څۂ وی ۔
تن مې خوار زبُون شۂ لۂ دردونو لۂ فریادہ
درېغہ پیرۍ خم کړې د ځوانۍ سمہ شمشادہ
لوے نعمت ځوانی وہ لوے نعمت تندرست وجود وۂ
دواړہ ئې لہ ما یوړو څنګہ ئې اووتم لۂ یادہ
زۂ سېلی طوطی وم پہ خوږو مېوو مې ګشت کړو
اوس بېنوا ناست یم دھن اوچ خاطر ناشادہ
زړۂ مې ھوا خوری پر مې پیرۍ رنځونو مات کړۂ
نۂ رسی مارغۂ شکستہ پر تر خپل مرادہ
ملک راتہ فراخ وۂ پېښېدم پہ قدردانو
پریستم پېرۍ لکہ مردہ لہ لادہ بادہ
سېر بہ مې کاوۂ پہ دغہ ھسې عاجزۍ کښې
تنګ راغے مېدان د عمر نۂ ئې کړم کشادہ
وخت چې د ځوانۍ وۂ جیّد مُھر مروّج اومہ
اوس مې پہ پیرۍ کښې رواج نیشتہ بې کسادہ
رنځ نېستۍ زھیر کړم لۂ پیرۍ ناراضہ نۂ یم
تل خو تازہ نۂ وی د ځوانۍ بھار دلشادہ
در ګوھر بالہ شوم اوس مې قدروقیمت ورک شۂ
نیشتہ جوھریان ګیلہ بہ څۂ کړم احدادہ
لاندې شو تر خاورو مھرې ځکہ لیدے نۂ شی
تللی چرتہ نۂ دی چې بہ راشی لہ ھېوادہ
درېغہ دنیا ټګې رنګا رنګ بازۍ دې زدہ دی
چاتہ سور انګار شې چاتہ ډاګ سپېرۂ بې زادہ
چاتہ پہ خندا شې ورکوې ګنج نعمتونہ
چاتہ جبین غوټہ غصہ ناکہ شې بې دادہ
مۂ غولېږہ نادانہ پہ خندا ددې مکارې
څۂ وفا یې اوکړہ لہ دارہ لہ کېقبادہ
تۂ چې غرہ پہ خپل قوت یې کم دلیلہ
واؤرہ د قوت قیصہ لہ عادہ لہ شدادہ
ښې لوړې ماڼۍ مرګ زائلې کړې حافظہ
څو بہ ستا جونګړۍ وی د دنیا پہ مخ ابادہ
چې میشتہ مې د مھرویو پہ دېرې وہ
وظیفہ مې د اقبال د ثُرّې وہ
د عشرت مے مې کړۂ نوش د بخت لۂ جامہ
عجب صافہ مې سینہ لۂ خطرې وہ
د عزت پہ کرسۍ ناست پہ ناز طرب وم
تازګی مې پہ مې پہ ھر حال کښې د بشرې وہ
ھر ګفتار مې قدرناک لکہ سرۂ زر وو
د پدول خبرہ بې ارزہ ایرې وہ
زۂ د وصل لہ نعمت بھرہ مند وم
طائفہ د حسودانو بې بھرې وہ
تنزل مې نۂ لیدۂ د نامرادیو
ترقی مې د مراد پہ منارې وہ
پہ حجلہ د بخت کښې ناست د بختَ ورو
د نېستۍ نقطہ مې دور لۂ دائرې وہ
دست خالی بہ کم راتلۂ زما زیارت لہ
د نیازمنو زلمو ځلہ تر حُجرې وہ
ھغہ تېر ساعت کۂ غواړم رابہ نۂ شی
چې سودا مې لہ خوبانو ھر چرې وہ
ساقی جام پہ لاس ولاړ مطرب نغمې کړې
چاپېرہ حلقہ د ګلو پہ څېرې وہ
د وصال ،ښاپېرۍ مخ راتہ ښکارہ کہ
بیا یې پټ کہ د ھجران د دېو لہ رېوہ
ھغہ شمع د ھجران پہ سیلۍ مړہ شوہ
زائل کړې یې چې تیارۂ د شب ګیرې وہ
زړۂ زما ډکہ حُقہ وہ د ګوھرو
بېلتانۂ پہ سنګ ویشتہ ذرې ذرې وہ
پہ صر صر د بېلتانۂ شولہ نسکورہ
بالا سروہ ایستادہ پہ زيب ستارې وہ
سېلانۍ قمری پہ باغ ھوا ھوس کړہ
ناخبرہ بند د ھجر پہ پنجرې وہ
ھیڅ د حال وئیلو وار مې نۂ سازېږی
زړۂ مې غم اونیوۂ خولۂ ګونګہ لہ غرېوہ
د دنیا ساعت حباب بقا ئې نیشتہ
د حافظ اندېشہ خوشې د اسرې وہ