د حافظ د ژوند حالات د ھغۂ د کلام پہ ائینہ کښې
حافظ الپورۍ تعلق د دوابې ھشنغر سرہ وۂ ۔ حافظ د دوابې نہ الپورۍ تہ لاړ او ھلتہ میشتہ شو ژوند یې پہ الپورۍ کښې تېر کړو او اوس ھلتہ دفن دے ۔ د حافظ نوم عبدالصمد وۂ ۔ د قامہ یوسفزے مندڼ وۂ۔ پېدائش تاریخ یې د رحیم شاہ رحیم مطابق ۱۱۵۶ ھ او د وفات ۱۲۱۵ ھ دے ۔ نۂ پوھېږم چې رحیم شاہ رحیم دا تاریخ د کوم ځاے نہ ایستلے دے ګنی د حافظ د مزار پہ کتبہ باندې تاریخ نۂ دے لیکلے ۔ د حافظ بابا پہ نواسو کښې ماسټر فضل الودود د خېبر نیوز او د لټون تی وی پہ دوؤ ډاکومنټریانو کښې د حافظ بابا ددې شعر نہ د حافظ د عصر تعین کړے دے ۔
اورنګ زېب داراشکوہ شاہ جھان لاړۂ
پاتې تۂ بہ څو مقیم بہ دا جھان ئې
چې ماتہ صحیح نۂ ښکاری ۔ حافظ پہ خپل دیوان کښې د نورو مشھورو شخصیاتو ذکر کړے دے چې د ھغوی زمانہ د شاہ جھان ، داراشکوہ او د اورنګ زېب نہ ډېرہ ورستۍ دہ ۔ لکہ احمد شاہ ابدالی ، تېمور شاہ ، فېضﷲ خان اومیاں عمر
چې ھند سند یې ګېرہ وہ ایران طہران احمدشاہ
د سلطنت د باغہ لاړ پہ فرار پاتې نۂ شۂ
د احمد شاہ ابدالی تاریخ پېدائش دے ۱۱۳۵ھ او وفات ۱۱۸۰ھ دے ۔ د احمد شاہ ابدالی ځوی تېمورشاہ سرہ فېض ﷲخان د مشھور کلاسیکی شاعر معزﷲ خان ځوې د معستجاب مومند کړوسې ډغرہ اخستو کوشیش کړے وۂ چې ځان یې نېست نابُود کړو د حافظ شعر دے ۔
فېضﷲ پہ تېمور ځان نیست و نابود کہ
د کرړو د نہنګ جنګ وتہ څۂ توان دے
د تېمور شاہ د پېدائش دے ۱۱۵۸ھ او د وفات نېټہ دہ ۱۲۰۳ھ او مستعجاب مومند خوشحال بابا داسې یاد کړے دے
مستعجاب مومند کۂ چرګہ د مغل دہ
زۂ خوشحال خټک یم باز ځاے مې غر
حافظ پہ خپل شعر کښې د څوکنو میاں داسې یاد کړے دے ۔
رند د خټکو غروب اوکړو لکہ نمر د عصر
چې شاہ غریب ترې خوشبُو وړہ عطار پاتې نۂ شۂ
د میاں عمر ځوے د محمدی صاحبزادہ د مرګ تاریخ قلندر مومند د علی خان لۂ دې شعر
سن د ھجر غر وۂ سر د کاڼی ترې کم تر وۂ
ورځ د دیارلسم د ذې الحجې وہ پہ تحریر کښې
نہ ۱۲۲۰ ھ اخذ کړے دے ۔ د علی خان یو غزل دے چې مطلع یې دہ
چې د خیال پہ لاسو تن د دلبر نیسم
د ھلک پہ دود پہ لاس کښې قمر نیسم
د حافظ د غزل مظلع دہ
زۂ چې زلفې پېچ وتاب د دلبر نیسم
د جلاد و تېرو تُورو تہ سر نیسم
د علې خان یو نظم دے چې نعتیہ کلام دے
اے پہ حق د حق رھبرہ ۔۔ لاس د خداے دپارہ راکړہ
ھم تر ټول مخلوقات غورہ ۔۔ لاس د خداے د پارہ راکړہ
اے نبی پاکہ مرسلہ ۔۔ پہ مرسلو کښې افضلہ
ھم اخرہ ھم اولہ ۔۔ لاس د خداے د پارہ راکړہ
دا د حافظ نظم دے
اے داعی ھادی برھانہ ۔۔ پہ دیدار مې مشرف کړہ
نورانی بدرِ تابانہ ۔۔ پہ دیدار مې مشرف کړہ
دا دنیا دہ کۂ عقبیٰ دہ ۔۔ ستا د مخ پہ نور زېبا دہ
اے منیرہ درخشانہ ۔۔ پہ دیدار مې مشرف کړہ
علی خان او حافظ ھم عصر شاعران دی دواړہ د ھشنغر دوابې دی ۔ کوم یو د بل نہ متاثر شوے د ھغۂ پہ زمکہ یې غزل لیکلے دے ؟ خو زما خیال دے علی خان د غزل ډېر ښہ شاعر دے ۔ د ھغۂ د غزلیاتو پہ زمکو محمدی صاحبزادہ او قبر علی خان ھم تظمینونہ کړی دی ۔ حافظ غزل کم او قصائد ډېر لیکلی دی ۔ کاظم خان شېدا ، علی خان ، محمدی صاحبزادہ او حافظ د یو عصر شاعران دی ۔ فضل الودود پہ وېنا پسې کۂ ځُو بیا خو حافظ افلاطون او سکندر اعظم ھم یاد کړی دی ۔
دینی تعلیم یې پہ خوزاخېلہ سوات کښې حاصل کړے وۂ ۔ قران مجید یې حفظ کړے وۂ پہ دې سبب پہ حافظ باندې مشھور وۂ ۔
حافظ بې مالہ غنی دے کۂ شاکر شی
چې پہ زړۂ یې قرآن ، سبع المثانی دہ
پہ اخلاص مې پہ قران لاس لګولی
نېک جلیس انیس خوش طبع یار زما دے
د حافظ بابا بل نواسی عبدالباقی د لټون تی وی سرہ پہ مرکہ کښې اووئیل چې حافظ د اخون دروېزہ بابا ځوی میاں کریم داد نہ لاس نیوہ کړې وہ ۔ حوالہ یې ددې شعر ورکړہ
یو عالم وې بل شھید شوې عجیبہ درِفرید شوې
د کانجو میاں کریم دادا ما نیولې لمن ستا دہ
د میاں کریمداد شھادت نېټہ دہ ۱۰۷۲ ھ دہ ۔ دا ممکن نۂ دہ چې حافظ ۱۰۷۲ ھ نہ څۂ مخکښې میاں کریم داد نہ لاس نیوہ او کړی بیا پہ ۱۲۰۳ھ کښې د تېمورشاہ او فیضﷲ د واقعې ذکر اوکړی ۔دوئیمہ د قصیدې ردیف دے ، ما نیولې لمن ستا دہ دا چې پہ قصیدہ کښې څومرہ بزرګانو ذکر موجود دے ورسرہ ما نیولې لمن ستا دہ لیک دې ۔ دې نہ مونږ دا نۂ شُو اخذ کولے چې حافظ میاں کریم داد نہ لاس نیوہ کړې دہ ۔ رحیم شاہ رحیم چې پہ خپلې مقالہ کښې کوم د پېدائش او د وفات کالونہ ښودلی دی قیاس تہ نیزدې دی ۔ د حافظ دوہ ځامن دی وصال او اولیاء د نواسو یې دعویٰ دہ چې دوي د وصال اولاد دے ۔ د اولیاء ذکر د بابا پہ دیوان کښې څۂ داسې شوے دے ۔ یوځل یې د راتلو ارمان کوی۔
کہ د راتلو خبر پہ ما د اشنا تللی راشی
لکہ پہ ښو پھو صحت د پھر ژلی راشی
اشنا پہ لار د ژوندو تلے رجا نۂ پرېکوم
طوطیان خوږې مېوې د باغ اوخوری نماځلی راشی
کہ تمام علم اولیاء حاصل کا سُود ئې څۂ دے
چې حافظ یوسی ارمان دے پہ ګور نتلی راشی
دا د اولیاء د مرثې نہ څو شعرونہ
ھغہ اشنا چې پہ ماڼې تللے دے رابہ نۂ شی
کہ درست جھان پسې پرہ کړمہ پہ پخولا بہ شی
اشنا مې کوز کړو تور لحد تہ زۂ ښېراز ګرځمہ
د مینې لافې مې دروغ کړلې رښتیا بہ نۂ شی
سپین کټہ باز مې پہ منګُل ناست وۂ ناڅاپہ والوت
کہ درست جھان پسې پرہ کړمہ پېدا بہ نۂ شی
اصلی جوھر زما لہ لاسہ پہ دریاب کښې ډوب شۂ
کۂ ډک سیدونہ پسې وچ کړمہ پېدا بہ نۂ شی
کۂ پہ جھان کښې ښې بشرې د مھرویانو شتہ دے
حافظ بہ ئې څۂ کاندی پہ څېر د اولیأ بہ نۂ شی
دې اشعارو تہ چې اوکتے شې دا ښکارہ دہ چې اولیأ سبق د پارہ ھندوستان تہ تلے وۂ او د حافظ پہ ژوند کښې وفات شوے دے ۔
د بابا نواسی یوہ د قرآن مجید نسخہ ښائی چې دا د بابا د لاس لیک دہ ۔ پہ قرآن مجید باندې ھم د شانګلې د ادبی ملګرو تحفظات دی ۔ استدلال ئې دا دے چې پہ کوم ځاے باندې لیک دی چې دا قرآن مجید د محمد وصال او د محمد اولیأ ورثہ دہ ،د لیک او د باقی عبارت پہ لیک کښې د زمکې اسمان فرق دے ۔ خو دلتہ زۂ یوہ خبرہ کول غواړم ما د بټلو دخانانو پہ کور کښې سرور خان د سعدﷲ اېډوکېټ ورور څخہ د حسېن ملک پوری او د حافظ الپوری قلمی نسخې د ۲۰۰۵ ء زلزلې نہ مخکښې لیدلې وې ۔ د زلزلې پہ دوران کښې پہ بټلو کښې ډېرہ تباھی شوې وہ ډېر کورونہ د خاورو ډېرانونہ جوړ شوی وو۔ د سعدﷲخان مرحوم د کُنډې نہ دا دواړہ نسخې ګډې وډې شوې دی ځکہ چې ھغې اول کډہ اېبټ اباد تہ یوړہ او بیا پېنډۍ تہ خو لہ دې نہ یوہ خبرہ پہ ډاګہ کېږی چې حافظ تہ کاڼہ غُربند غوندې غرئیزہ سیمہ کښې څوک کاتب میّسر وۂ چې د ھغۂ پہ ژوند کښې د ھغۂ دیوان خوشخطۍ سرہ مرتب شو ۔ ګنی د میرعبدﷲ سواتی د دیوان قلمی نسخہ پہ پښتو اکېډېمۍ پېښور کښې د کتو دہ ۔ ځنی پہ تورې سیاھی ځنې پہ شنہ او ځنې پہ سکرو لیک دہ ۔ د شانګلې ادبی ملګری د بابا نواسو لہ د حافظ د لور اولاد ګڼی ۔پہ نېټ باندې د بابا یو بل نواسی بغېر د سوال نہ دا وائیل شروع کړل چې مونږ د اولیأ اولاد یُو زما شکوک ئې پېدا کړل چې دے ولې پہ دې بارہ کښې دومرہ حساس دے ۔ خو دا اوس تحقیق تہ رسول ممکن نۂ دی ۔ ځکہ چې د بابا خاندان څۂ داسی تاریخی خاندان نۂ دے چې چرتہ بہ ئې حوالہ اوموندے شی ۔ دغہ د تا وې ما وې خبرې دی ۔ حافظ د ځوانۍ عمر ښہ پہ مزہ کښې تېر کړے دے ۔ خو د پیرۍ ژوند ئې د عُسرت وۂ ۔
زۂ سېلی طوطی وم پہ خوږو مېوو مې ګشت وۂ
اوس بېنوا ناست یم دھن اوچ خاطر ناشادہ
ملک راتہ فراخ وۂ پېښېدم پہ قدردانو
پرېستم پېرۍ لکہ مردہ لہ لادہ بادہ
اموختہ لکہ طوطی پہ شیرینۍ وم
لکہ زرکہ بنګے خورم پہ نېستګارۍ کښې
ھغہ ھنرمند دانا بالہ شی چې زردار وی
زۂ کہ څہ دانش لرم افلاس مې نادانی شوہ
داسې ګڼ اشعار دې چې د حافظ د ژوند مختلف اړخونہ د سړی پہ مخہ کوی ۔پہ “عندلیب سوات “ کښې چې شېر افضل خان بریکوټی د حافظ پہ حقلہ معلومات ورکړی دی وېنا دہ چې د حافظ بل دیوان موجود دے پہ ھغې کښې د حافظ پہ ځاۓ فقیر تخلص استعمال کړے دے ۔ څنګہ چې ما مخکښې اووئیل چې ما د بټلو خانانو پہ کور کښې سرور خان څخہ د ۲۰۰۵ء د زلزلې نہ مخکښې د حافظ الپوری قلمی نسخہ لیدلې وہ ۔ سرور خان حیات دے دا تصدیق د ھغۂ او د ھغۂ ځوی نہ کېدے شی ۔ زۂ بټلو تہ د حسېن ملک پورې قلمی نسخې پسې تلے وم او د “حسېن ملک پوری تحقیق او تنقید ” پہ صفحہ ۱۳۳ مې دحسېن او ګاونډی شاعر حافظ الپوری عنوان لاندې د دواړو تقابلی جاج اخستے دے ۔ پہ ھغہ قلمی نسخہ کښې حافظ استعمال دے ۔ البتہ پہ خپل یو نظم چې ما څخہ د الحاج فقیر محمد عبدالسلام پہ ذریعہ ۱۳۶۳ھ چاپ نسخہ کښې پہ ۴۰ باندې فقیر استعمال کړے دے ۔
بند داسې دے ۔
زۂ فقیر حقیر مسکین یم ۔ کمینہ تر ھر کمین یم
درویزګر یم ستا لہ خوانہ ۔ پہ دیدار مې مشرف کړہ
پہ نورو مقاماتو حافظ ځان تہ فقیر وئیلی دی خو ورسرہ ئې تخلص حافظ استعمال کړے دے ۔ ځنې ملګری داسې وائی چې حافظ دڅۂ دښمنۍ لہ کبلہ پہ الپورۍ کښې ستوګنہ اختیار کړې وہ لہ دې شعر نہ دُرست ښکاری
سم قامت مې خم کمان د دوست پہ مھجورۍ شۂ
تاؤ شوم لکہ ژۍ پہ جنګ جدل د دښمن لا