یو څو خبرې
اتفاقاً مې لېپ ټاپ کښې پہ حافظ الپوری باندی یوہ ډاکومنټری پہ نظر شوہ چې بختیار خټک لټون ټی وی لہ پارہ جوړہ کړې دہ ۔ د بابا د نواسو معلوماتو او د څۂ نورو ادبی ملګرو خبرو تہ چې غوږ شوم ۔ پہ زړۂ کښې مې راغلہ چې حافظ باندې د خپلې برخې کار کول ضروری دے ۔ پہ حافظ باندې چې ډیوہ رېډیو باندې کلہ پروګرام کېدۂ پہ پېنل کښې شامل وم ۔ د حافظ د شاعرۍ پہ اسلوب باندې ډاکټر یار محمحد مغموم ، ھمایون ھمدرد او راقم الحروف خبرې اترې کړې وې ۔ بیا مې خپل کتاب حسېن ملک پوری(تحقیق اوتنقید) کښې د حسېن او د حافظ لږ شان تقابلی جاج اخستے وۂ ۔ خو لہ دې نۂ وم خبر چې دومرہ تشنګی بہ وی ۔ بختیار بار بار د حافظ د کلام کمی تہ بہ اشارہ کولہ ۔ د شاعر شاعری د مقدار نہ د معیار پہ تلہ تللے کېږی ۔ د غالب دیوان د اردو ژبې د ډېرو شاعرانو پہ مقابلہ کښې ډېر وړوکے دے خو غالب د نولسمې صدۍ د نړۍ د ټولو نہ لوے شاعر دے ۔ بیا د حافظ مشر نواسی فضل الودود حافظ د شاہ جھان او دار شکوہ ھم عصر کړو ۔ خو دې تہ یې نۂ دی کتلی چې حافظ د احمد شاہ بابا د ځوی تیمور شاہ ذکر پہ کلام کښې کړے دے ۔ د شاہ جھان او د تېمور شاہ تر منځہ د عمر ډېر لوے فرق دے ، د شاہ جھان د حکومت دور دے ۱۶۲۸ ء نہ ۱۶۵۸ء پورې او د تېمور شاہ دور دے ۱۷۷۲ء نہ ۱۷۹۳ ء دا تقریباً د یو نیم سلو کالو فرق دے ۔ د حافظ دومرہ ژوند وۂ چې د شاہ جھان پہ وخت کښې ژوندے وۂ او ورستو د تیمور شاہ پہ دور کښې ھم ژوندے وۂ ۔ بل نواسی عبدالباقی د اخون درویزہ بابا د ځوې کریم داد مرید کړو ۔ دا ھم ناممکن خبر دہ ۔ یو ادبی ملګری چې تعلق یې د د حافظ الپورۍ ټولنې سرہ دے د سپین کټہ باز پہ ځاے سپین ګوتې باز اووې پہ یوہ بلہ وډیو کښې د عسرت ورځې چې معیٰ یې دہ د تنګسیا ورځ یعنی د قیامت ورځ پہ ځاے د عشرت پہ ورځی مې واورېدل ۔ زۂ پہ دې نتیجہ اورسیدم چې پہ حافظ باندې تراوسہ د زړۂ نہ کار نۂ دے شوے ۔ چې د حافظ نور څۂ لیک نۂ دے پاتې او د نواسو معلومات ناقص دې کۂ چا د حافظ د نواسو د معلوماتو پہ بنیاد خپل د تحقیق عمارت جوړ کړے دے ۔ ھغہ قابلِ اعتبار نۂ دے ۔ ما څخہ یو ذریعہ پاتې شوہ د حافظ د کلام چاپ نسخہ چې الحاج فقیر عبدالسلام صیب ۹۱ کالہ مخکښې چاپ کړې دہ ۔ د حافظ د کلام قلمی نسخہ ما د بټلو سرور خان د بالخت لاندې لیدلې وہ خو د بټلو د خانانو کورونہ د ۲۰۰۵ء پہ سختہ زلزلہ کښې د خارو ډېرانونہ جوړ شوی وو ۔ د حسېن او د حافظ دواړو قلمی نسخې اوس پہ لاس راتلۂ امکان نۂ لری ۔ راتلونکے نسل د بټلو دخانانو د جی لالہ فېروز خان اوسعدﷲ اېډوکېټ پہ شان ادبی ذوق بہ لری ؟
د عبدالباقی دې خبرہ باندې مې زړۂ ډیر خوږ شو چې فقیر عبدالسلام د مونږ نہ زمونږ د نیکۂ نسخہ پټہ کړہ ۔ ھغۂ دا نسخہ د حکومت پہ زور ستاسو د لاسہ حاصل کړې وہ او بیا پہ دومرہ محنت چاپ کړې دہ ۔ چې خپل وس یې پرې کړے دے ۔ لمن لیکونہ یې کړی دی او د ټولو ګرانو الفاظو معنې یې ورکړې دی ۔ چې لوے زیار دے