حافظ او رحمٰن بابا
مونږ چې واړۂ وو د مشرانو نہ بہ اورېدل چې رحمٰن بابا لو کړے دے او حافظ وږی ټول کړی دی ۔ خو کلہ چې زۂ پہ ادب پوھہ شوم ۔ ما پہ ډیوہ راډیو د غزل پہ پروګرام کښې چې پہ حافظ باندې وۂ وئیلی وو چې حافظ د جدا اسلوب څختن دے ۔ د حافظ او رحمٰن بابا پہ ځان کښې بغېر د یو څو خبرو نہ ھیڅ مماثلت نیشتے ۔ ھغہ خبرې دا دی حافظ عالم دے رحمٰن بابا ھم عالم دے خو د علم پایہ ئې د حافظ برابر نۂ دہ ۔ حافظ صوفې دے رحمٰن بابا ھم صوفی دے ۔ حافظ خلقو تہ پند ونصحیت کوی رحمٰن بابا ھم معلمِ اخلاقیات دے ۔ حافظ پہ سختۍ سرہ د شریعت پابند دے او وائې:
ک کمال د شریعت دے ۔ طریقت کہ حقیقت دے
کہ روزی د چا وصلت دے ۔ ھم د شرع پہ دولت دے
بل رو نیشتہ معتبر
مولانا عبدالقادر د رحمٰن بابا د دیوان د پښتو اکېډیمۍ د نوی چاپ کال ۱۹۸۷ء پہ مقدمہ پہ حوالہ د مېجر راورټی او عبد المجید افغانی پہ صفحہ ۲۷ باندی لیکی ‘’ چې د رحمٰن ګوشہ نشینی ، زھد و تقویٰ او آخر پہ عشق ربی کښې استغراق
ددۂ پہ پہ ھم عصر علماؤ باندې ښہ او نۂ لګېدو ۔ د فنا او د حېرت پہ دې مقام کښې ددۂ نہ فرائض مذھبی پہ سر تہ رسولو کښې کوتاھی راغلہ مونځ ترې پاتې شو “
رحمٰن بابا وائی
د مرزا د ارزانی دعوې پرې اوکړئ
قدر دان د شاعرانو رحمٰن راغے
د روښنیانو ټولہ ډلہ د وحدت الوجود قائلہ وہ ۔ د وحدت الوجود نظریہ پېښ کونکے محی الدین ابن العربی وۂ ۔ او انتھا ئې منصور ابن العلاج وۂ ۔ چې انا الحق ئې اووې
او شریعت پہ دار کړو ۔ حافظ د قصیدي شاعر دے د ھغہ کلام کښې چند غزلي او اکثر قصیدې دی ۔ حافظ خپل آئیډیل فردوسی ګڼی ۔ حافظ د قصیدې ښہ شاعر دے ۔ د امرأو القیس او د متّنبی پہ شان زور دارہ قصیدہ لیکی ۔ دا قصیدہ ئې د نمونې پہ طور اوګورئ
زړۂ مې ظلمت لاندې د ھجران کړو بدن لا
مخ راتہ ښکارہ کړہ تر مہتابہ روشن لا
ستا د ښائست کوکې پہ فارس پہ روم و شام دی
رام شو درتہ کُل خوبان د مصر مدین لا
تورو اثری سترګو ستا ایل آھُو د چین کړو
ښکیل دې عراقیان کرۂ د ھر موۓ پہ پرسن لا
بې شمارہ بازونہ دې د مہر پہ جال بند کړۂ
نۂ شکوې د شناخت طناب پہ زاغ و زغن لا
ستا د لب شکرې تری حلب حجاز طوطیان خوری
او واتۂ زاغان ترې د حبش د دکن لا
څوک چې ګدیان شُو ستا د حسن دروېزہ کہ
خوار ګڼې شاھان د خراسان د ختن لآ
ګل پہ شان ستا چشم ګویا لعلِ بدخشان دی
لب تہ دې حېران دی سرۂ عقیق د یمن لا
در ھلہ ښائست کړہ چې بېرون شې لۂ صدفہ
ستا دندان ساطع دی اندرون پہ دھن لا
دُرې چې ستا دحسن د دولت پہ چا بستہ شی
درومی نګونسار د خسارت پہ روزن لا
سم مجال زما دے چې دې وصف د جمال کړمہ
خوب وړی ستا جمال تہ مھوشان مُزّین لا
ستا د کوڅې ګرد شولې رانجۂ زما د سترګو
زړۂ بہ مې فارغ د غم لہ ګردہ شی تن لا
ریګ د ھغہ لارې چې پرې تا دے ګذر کړے
لعل ګوھر ترې ځار شہ دسرو زرو معدن لا
وصف دې خوبان کہ ھم پہ دل ھم پہ زبان کښې
مدحہ دې شان شان کہ بلبلان پہ چمن لا
جام تہ دې راجع دی رندان واړہ مسلسل دی
خوان تہ دې طامع مرغان د باغ وچمن لا
حسن دې بازار دے ھر طرف تہ غوړېدلے
کاندی پرې سودا ځوانان د عصر کُہن لا
ستا د خم خانې خُماران خلط لہ خلقو ځان کہ
خام ئې دیوانہ بولی دوی پوې پہ ھر فن لا
تۂ مظہر د نور یې پہ خوبۍ حُسن مشھور یې
کاندی ښکلې حورې آرزو ستا د دیدن لا
مخ کہ نمودہ کړې غم بہ ورک لہ غمزدہ کړې
خوار بہ آسودہ کړې خوشہ چین د خرمن لا
لاړل خوش الحانہ بلبلان زاغان انبوہ شول
ځان سپارل بہتر دی د ھجران تر بہمن لا
زۂ خوشبوی د وخت وم پور پہ ګلو خلاص لہ خارہ
شمار کړم کینہ ګرو تر کیکرو ازغن لا
سم قامت مې خم کمان د دوست پہ مہجورۍ شۂ
تاؤ شوم لکہ ژۍ پہ جنګ جدل د دښمن لا
نشتہ مہرې بزم چې مجلس تہ اوکړم عزم
بې اتشہ سوزم د ناقص پہ سخن لا
زړۂ نادان ویجاړ مې پہ معدوم پسې تل ژاړی
تللے عمر غواړی آب د خپل انجمن لا
یاد کہ د یار نۂ یې تۂ ئې یاد لرہ حافظہ
شاہ بیرتہ نۂ ګوری سپاھی تېز کړہ توسن لا
مخ د یار بوستان دے ھر ثمر ترې خورہ حافظہ
خولہ بہ دې خوږہ کہ شرین سېب د ذقن لا
څومرہ زور دارہ قصیدہ دہ ۔ نعت دے د شاعرانو اکثریت د نبی؏ د صفت پہ ځاے خپل د آرزوګانو اظہار شروع کړې خو پہ دې قصیدہ کښې حافظ حد کړے دے
رحمٰن بابا د غزل شاعر دے او پہ غزل باندې ھغہ دومرہ دسترس حاصل کړے دے لکہ چې څوک عام ژبہ کښې خبرې اترې کوی ۔ ګران نہ ګران خیال پہ اسانۍ سرہ بیانولے شی ۔ رحمٰن بابا د حافظ شیرازی نہ متاثر دے ۔ د رحمٰن بابا غزل
کۂ نظر کہ څوک پہ کار د دروېشانو
خود بہ اووېنی وقار د دروېشانو
د حافظ شیرازی ددې غزل
روضہ خُلد بریں خلوتِ درویشاں است
مایہ مُحتشمی خدمتِ درویشاں است
د تاثر لاندې لیکلے شوے دے ځنې شعرونہ خو د حافظ د شعرونو ترجمہ لږی ۔ خو کومہ عاجزی د رحمٰن بابا پہ کلام کښې دہ ھغہ د حافظ شیرازی پہ کلام کښې نیشتے ۔ د رحمٰن بابا دغزل نمونہ وګورئ
ھیڅ ثابت نۂ کړہ چا ددې دنیا وفا
واړہ مینہ کاندی بې وفا پہ دا دنیا
ھر څوک چې دعویٰ پہ دا دنیا کا د خپلوۍ
واړہ باطل وائی دنیا نۂ دہ د ھیچا
دا فلک کُولال دے سازول او ماتول کا
ډېر ئې ما تا غوندې پېدا کړل ھم فنا
ھر سنګ او کلُوخ چې څرګندېږی ددې دھر
واړہ ککرۍ دی څوک د شاہ څوک د ګدا
دام دې ھیڅوک نۂ ږدی د دنیا و رہ ګذر تہ
ښکار بہ اوکړے نۂ شې دسیمرغ او دعنقا
ھر څوک چې ددې فانی نفس وابستګی کا
نۂ بہ شی تړلے پہ زنځیر سرہ ھوا
ماہ دے کہ افتاب دے ھمګی واړہ خراب شی
ګل کہ ھمېشہ وی ھسې نہ تر ابدا
مۂ درومہ رحمٰن پہ خلاف د دانایانو
مینہ د دنیا پسندلې نۂ دہ ھیڅ دانا
د حافظ شعر دے
ھیڅ عاقل پہ عقل نۂ رسی اسمان تہ
عاشقان قدم بالا پہ عرش اوچت ږدی
د رحمٰن بابا شعر دے
پہ یوۂ قدم تر عرشہ پورې رسی
ما لیدلے دے رفتار د دروېشانو
د حافظ شعر دے
چې پہ مخکښې ئې رھبر مجرب نۂ وی
کہ خودرو تر ګړنګ لوئېږی عجب نۂ وی
رحمٰن بابا وائی
بې رھبرہ یون د عشق پہ لارہ ګران دے
دلتہ بویہ چې پیدا کاندی رھبر څوک
د حافظ شعر دے
برګ مېوہ مې توې شوہ د پیري خزان لغړ کړم
تېر لکہ برېښنا شوې د ځوانۍ اُردی بھشتہ
د رحمٰن بابا شعر دے
تورہ ږیرہ مې سپینہ زۂ حېران یم
چې رحمٰن لا بالغ نۂ شوم نۂ عاقل
د حافظ شعر دے
د طلب شھسوار بہ او رسی منزل تہ
کۂ پہ لاس د نابینا ئې جلب نۂ وی
د رحمٰن بابا شعر دے
بې رېبارہ رسېدۂ ویار تہ ګران دی
پہ کوڅہ د مھرویانو رھبر ګورہ
پہ دې کښې شک نیشتے چې رحمٰن بابا دپښتو غزل ډېر لوے شاعر دے ۔ خو حافظ د رحمٰن پہ حقلہ څۂ ھم پہ خپل کلام کښې نہ ٔ دی وئیلی لکہ عظیم بابا او نورو او نۂ ئې د رحمٰٰن بابا پہ زمکہ غزل لیکلے دے ۔ شاذونادر د خیال یو کېدو سبب دا دے چې دواړہ د تصوف د لاری لاروی دی ۔ د یوې نقطی تشریح کولو پہ وخت د دواړو خیالات یو شان شی ۔
نوټ ( چې بحر ، قافیہ او ردیف یو وی یوہ زمکہ ګڼلے کېږی . پہ پښتو شاعرۍ کښې ډېر کم بحرونہ مستعمل دی پہ غزل کښې د اکثرو شاعرانو بحرونہ یو شی ۔ )