د حافظ پہ کلام کښې تلمیحات

د تلمیح لغوی معنیٰ دہ اشارہ شاعر کلہ کلہ پہ خپل کلام کښې اشارې کوی دې سرہ د شعر حسن او پہ معنیٰ کښې وسعت پېدا شی ۔ تلمیح د کلام ښائست دے ۔ ددې دارومدار د شاعر پہ علم او د شعر د وئیلو پہ قدرت باندې دے ۔ د تلمیح ګڼ اقسام دی لکہ تاریخی، عشقی ،مذھبی او سیاسی وغېرہ ۔ حافظ یو لوے عالم ، صوفی عاشق او قادرالکلام شاعر دے ۔ د حافظ پہ کلام کښې تلمیحات ډېر زیات دی ۔ کلہ چې حافظ پہ تلمیحاتو باندې ګوتې پورې کړی دا د قصیدې پرلہ پسې پہ شعرونو کښې موندے شی ۔

یوسف وې ثنا پہ قعر د کوھی کښې
د غم ورځې ئې بدلولې پہ اعیادو

پہ عصمت ئې بستہ ورونہ کشادہ کړۂ
د پاکۍ مسند ئې برخہ لہ اجدادو

مبتلا ئې پہ بلا مھتر ایوب کړو
بال ئې بل فکر قبول نۂ کړو بې یادو

تسبیح وې یونس پہ نفس د ماھی کښې
غفلت نۂ وۂ د ھغو نېکو عبادو

پہ جرجیس جورو جفا اغیارو ډېر کړو
د غضب پہ اور ډېرے شو د رمادو

زکریّا ئې پہ ارہ پارہ پارہ کړو
خاموش نۂ شو لہ اذکارو لۂ اورادو

پہ احیا د شریعت یحییٰ سر کېښود
تل سلام دې وی پہ دا رنګہ نېک زادو

د عیسیٰ د قتل قصد بدانو اوکړو
نبی خلاص شۂ مفسد کېوت اے نامزادو

د دې ھر یو شعر پہ شاہ یو قیصہ پرتہ دہ ۔ اوس دا یو څو نمونې د تاریخی تلیمیحاتو وګورئ

څۂ شو کہ پہ مکر نمرود اوخوت و اسمان تہ
پہ زدہ کړہ عزازیل بہ جبرائیل پہ تمکین نۂ شی
شاہ چې سکندر وۂ درست جھان ئې مسخر وۂ
پیک چې د اجل راغے ځاے نۂ وۂ د استېزې
سپک د نمرود نوم شۂ پہ دې افعالو شُوم شۂ
یاد نوشېروان شۂ د نېکۍ پہ اندازې
عادو وۂ کہ شداد وۂ نمرود کہ دقیانوس وۂ
تور مخونہ لاړل لہ فانی دنیا نیمګړې

پہ دې اشعارو کښې مذھبی تلمیحا ت دی ۔ چې لوے عبرت ترې حاصلېږی ۔ دا ټولې قیصې پہ قص الانبیاء کښې موجود دی ۔

مینې د دنیا قارون ژوندے پہ زمکہ ډوب کړو
دۂ تہ پہ ډېر پند د کلیم پاکہ ژبہ ستړې

مکر د دنیا پہ بلعم ملک تورہ تیارۂ کړو
بل چراغ ئې مړ شو پہ دوستۍ د ګندہ خړې

ډېر عمر طاعت برصیصا کړے اوبو یوړو
نفس شیطان رسوا کړو پہ عصیان جامې ککړې

دا عشقیہ تلمیحات دی چې یو شعر پورہ پورہ قیصې تہ اشارہ کوی او د شعر تشریح کښې خوند او وسعت پېدا کوی ۔

مرګ قاطع نۂ دے رېښتنې محبت لہ
د لدا سرہ لدۍ سر پہ تُربت ږدی

د لیلیٰ پہ زندګۍ مجنون ژوندے وۂ
چې وفات شوہ پرې خپل سر پہ سُرعت ږدی

فرھاد غر پہ تېشہ غوڅ د عشق پہ زور کړو
د صادق عاشق پہ کار خداے برکت ږدی

د بوډۍ پہ چل اجل د فرھاد راغے
شیرنۍ پہ شیرین لب د مرګ شربت ږدی

د یوسف جدائې خوارہ زلېخا کړہ
د وصال دولت پرې بیا زېب و زینت ږدی

بہرام روم پرېښود پہ حب د ګل اندامې
د چین خاک ئې بیچاونړہ پہ تن محنت ږدی

پہ سفر د رخام تلو ملوک خام نۂ وۂ
د عاشق ژړا پہ زړۂ د یار رقت ږدی

د طہرہ د زھرہ مینہ طاری نۂ وہ
خوش ګفتار ئې پہ خاطر کښې طراوت ږدی

پہ پینو پسې پېنی ځنګل پائمال کړو
د یار مینہ پہ مئین قوت ھمت ږدی

د حشم لښکرو ایل پوھاړہ نۂ کړہ
پہ یک بینو د اسمان ملائک نېت ږدی

د ادم د عشق خبر درخو راښکودہ
پہ لحد کښې غېږ پہ غېږ خولہ پہ شفت ږدی