حافظ او علی خان

دحافظ او د علی خان دواړہ د ھشنغر دوآبې سرہ تعلق لری ۔ دواړہ ھم عصر د مختلف سبک شاعران دی ۔ حافظ سبکِ خراسانی سرہ تعلق ساتی ۔ پہ سبکِ خراسانی کښې د شاعر زیات زور پہ معنیٰ مقصد او عبرت آموزۍ باندې وی ۔ علی خان د سبکِ ھندی پیاوړے غړے دے ۔ پہ سبکِ ھندی کښې تشبیھ در تشبیھ ، استعارہ، استعارہ بعید ، ابھام او مشکل پسندۍ خپلولے شی ۔ د شعر پہ ظاھری حسن باندې زور وی ، د خواصو شاعری دہ، عام او کم لوستے خلق ترې حظ نۂ شی اخستلے ۔ خو بیا ھم پہ حافظ او پہ علی خان کښې څۂ قدرونہ مشترک دی ۔ حافظ او علی خان دواړہ عالمان دی ۔ د دواړو پہ شاعرۍ کښې د عربۍ استعمال ډېر دے ۔ د حافظ غزل دے چې پہ دریو ژبو کښې دے عربی ، فارسی او پښتو د غزل څو اشعار وګورئ

اَیّھَاَ الغَافِلُ واز درد عشق بیخبری
نۂ لرې خیال د محبوبا در ھوا سیم وزری
لاَ تَصِلُ بلاَ وَسِیلَۃٍ بہ منزل دوست
پنځوس څوکۍ پہ لار کښې شتہ وسیلہ پنج ببری

دعلی خان دوہ شعرونہ

اشرف تور کالبد د جسم انسانی شۂ
تا ور اوبخښۂ خلعت د کرمنا
اھل علمو تہ سلام د علی خان دے
خصوصاً بیا من یتبع الھدیٰ

د حافظ نظم

اے داعی ھادی برھانہ پہ دیدار مې مشرف کړہ
نورانی بدرِتابانہ پہ دیدار مې مشرف کړہ

او د علی خان نظم

اے پہ حق د حق رھبرہ لاس د رب د پارہ راکړہ
ھم تر کل مخلوقات غورہ لاس د رب د پارہ راکړہ

دواړہ نظمونہ یو شان جوړښت یو بحر لری او دواړہ د نبی ؏ پہ شان کښې دی

د علی خان غزل دے

چې د خیال پہ لاسو تن د دلبر نیسم
د ھلک پہ دود پہ لاس کښې قمر نیسم

تورې زلفې سپین رخسار ورڅخہ غواړم
ځکہ خداے تہ لاس پہ شام وسحر نیسم

چرې اوښکې مې لاھُو نۂ کہ وېرېږم
پہ ژړا کښې ځکہ دواړہ بصر نیسم

پہ نرمۍ بہ رقیب خپل کړے نۂ وی
ځکہ بوټے د شرغشی زړور نیسم

عاقبت بہ مې غارمۂ د ھجر وریت کا
د اہ چتر بہ تر کومہ پہ سر نیسم

د کوڅې ګوټ بہ دې پرې نۂ ږدم رقیب تہ
افریدے شوم و مغل تہ خېبر نیسم

چې مې اوساتې د سپی رقیب لۂ شورہ
زۂ فقیر چې استانہ ستا د در نیسم

چې د پلۂ خاورې ئې باد راباندې راوړی
ھغہ خاورې بہ ئې پہ مښک وعنبر نیسم

وائیم اوس بہ د ھمزولو سرہ راشی
پہ ھر ځائے ورتہ د لوبو ګودر نیسم

چې ئې بوی د زلفو شتہ مناسب نۂ دی
چې بہ پوزې تہ د مښکو مجمر نیسم

زړۂ چې اوسوزی لا ښہ تازہ پختہ شی
پہ سکرو د ھجر ځکہ ځیګر نیسم

ستا و غاښو تہ څنګہ جوھر وائیم
ړوند خو نۂ یم چې بہ دُر پہ بعر نیسم

ستا د در فقیری ماتہ غنیمت شۂ
خاورې خټې بہ ئې پہ سیم وپہ زر نیسم

سودائی کہ ھمت ناک کہ دیوانہ یم
چې د عشق و درنو پېټو تہ سر نیسم

چې زر زر کہ خرام زرکې غوندې رود تہ
د ګودر غاړہ بہ ھر نمازدیګر نیسم

دم د بخت مې ئې پہ زلفو اثر نۂ کا
بې ھنرہ یم چې مار پہ ھنر نیسم

چې نۂ بار د حسن کوږ نۂ ازار خوږ کہ
موۓ کمر تہ ئی شم حېران شم کمر نیسم

کہ یو ګوټ شراب د خپلې جوټې راکړې
ھر یو څاڅکے بہ ئې پہ جامِ کوثر نیسم

کہ خلاص نۂ کړمہ دلې لہ شورو شرہ
علی خان بہ دې لمن پہ محشر نیسم

د غزل دا شرط پہ دې غزل نۂ منطبق کېږی چې غزل د شعرونو تعداد بہ دیارلسو زیات نۂ وی دلتہ نولس دی خو انداز ئې د غزل دے ځکہ ورتہ غزل لیکم ۔

د حافظ غزل

زۂ چې زلفې پېچ وخم د دلبر نیسم
د جلاد و تېرو تورو تہ سر نیسم

چې سرې سترګې سُور پېزوان سرۂ لب رایاد کړم
د اتش پہ سرو سروټکو ځیګر نیسم

چې مې کېوزی خیال پہ زړۂ د کږو وروځو
د کږو مونېش تہ زړۂ برابر نیسم

لونګین ئې تور ښامار سینہ ئې ګنج دے
ګنج بہ ھلہ شی حاصل چې اژدر نیسم

د دوبین ګمان پہ ما مۂ کړہ نادانہ
چې بہ بې د یار لہ درہ بل در نیسم

نمر زما دیار لہ مخہ نور موندلے
زۂ بہ څۂ لہ و بل مخ تہ نظر نیسم

چې پېغام ئې د اشنا پہ رښتیا راوړۂ
د رېبار ګفتار تہ سمع و بصر نیسم

کہ ساقی یو جرعہ لہ جامہ راکړہ
خم خانہ بہ ئې پہ حوضِ کوثر نیسم

پہ خندا بہ لب کُشاد غنچہ د مراد کړم
کہ ژړا عادت پہ وخت د سحر نیسم

کہ باد پہ ما غبار دکوڅې راوړی
بلا تر بہ ئې لہ مښک وعنبر نیسم

کہ د یار لطف خفی راباندې نۂ وې
د اغیار لارہ بہ څو پہ ھنر نیسم

پہ فرېب مې لرې باسی لہ نګارہ
د پدُول خبرې څنګہ باور نیسم

لہ سُرورہ مې جارباسی و ثُبور تہ
بد سګال بہ سخت پہ ورځ د محشر نیسم

چې یې جد زمونږ خارج کړو لہ جنتہ
لوے دښمن بہ راندہ یو جادوګر نیسم

زۂ حافظ بہ ورسم د یار تر څنګہ
کہ رسوم د مصطفیٰ پہ سیر نیسم

د حافظ فرح سرور د یار وصال دے
کہ پہ جنت الفردوس کښې مقر نیسم

دا غزل پہ وولسو اشعارو مشتمل دے خو آنداز ئی د غزل دے ۔ ضروری نۂ دہ چې د قصیدې د ټولو اشعارو خیال پہ یوہ نقطہ مرکُوز وې خو اکثریت د یو خیال وضاحت کوی ۔ پہ غزل کښې ھر شعر جدا اکائی وی ۔ ھر شعر خپلہ جدا پورہ معنیٰ ورکوی ۔ کہ د دواړو غزلو پہ لفاظۍ باندې غور اوکړے شی تر ډېرہ حدہ پورې یوہ دہ ۔ پہ zغزلو کښې ډېر اشعار داسې دی چې مجاز او حقیقی دواړہ معنې ترې راوځی ۔ دا پہ قاری باندې دہ چې ھغہ کوم طرف تہ مائل دے ۔