پندو نصیحت خواص لہ پارہ
پہ کلاسیکی دور کښې پند شاعرانو د شاعرۍ یوہ حصہ ګڼلې دہ ۔ خو د حافظ پند د نورو نہ مختلف دے ۔ پہ دې کښې خواص او عوام دواړو لہ پارہ سبق موجود دے ۔ د خواص مې مراد ھغہ خلق چې ھغہ سالکان دې او د تصوف د لارې لاروی دی ۔
دوی تہ پہ سپینہ جامہ کښې د ګرګانو د مخ نہ پردہ پورتہ کوی
ضرورت د مرشدِکامل او نصیحت اھلِ سلوک د پارہ
چې پہ مخکښې ئې رھبر مجّرب نۂ وی
کہ خود رو تر ګړنګ لوېږی عجب نۂ وی
د طالب شہسوار بہ اورسی منزل تہ
کۂ پہ لاس د نابینا ئې جلب نۂ وی
کہ تازی د عشق تېزئ تازہ بہ ورشی
پہ دا لار تلونکے د عقل مرکب نۂ وی
د اسلام د امامانو پہ لار درومہ
و مقصود تہ رو بېرون لہ مذھب نۂ وی
چې الفت ډېر شی کلفت نۂ وی پہ میان کښې
ګستاخی د عاشق ترکِ ادب نۂ وی
استحقار د نفس قربت ګڼمہ درګاہ تہ
معزز ددې سګ دوست مقرب نۂ وی
زاغ ټپوس بہ د ھمائے شرف نۂ مومی
څو ئې پاک لہ خبائثہ مخلب نۂ وی
کۂ اکرام لہ دل ارام غواړې نفس رام کړہ
ھیڅ باغی لائق د شاہ د منصب نۂ وی
پہ ھغہ بوستان چې باد د خزان نیشتہ
بلبلان ورځی د زاغ منتخب نۂ وی
ھغۃ مست بہ تر باقی مېخانې ورشی
چې غولېدلے د فانی پہ مشرب نۂ وی
پہ غافل د سحر ګرې حُب غالب شی
غم غرض ئې د محبوب پہ غبغب نۂ وی
عندلیب غوندې بہ والوزی پہ ګلو
چې پہ دام کښې د خناس او خنزب نۂ وی
چې بھرہ د دین بھرام پہ اخر یوړہ
بې د فضل د باری بل سبب نۂ وی
پہ تحقیق د ظالم لار نیشتے وخداے تہ
ھیڅ مذنب دا ھسې یاد پہ غضب نۂ وی
تم ستم دے چې امان موزی لہ ورکړی
مسلمان مامن د مار د عقرب نۂ وی
د نا اھل مور و پلار پہ بد یادیږی
چې ولد ئې پہ نېک نام مقلب نۂ وی
چې عمل علم تقویٰ ادب ئې نۂ وی
د انسان شرف پہ مال او نسب نۂ وی
سفتہ در د حافظ یوسئ جوھری لہ
د کناس پہ مرغلرو مظلب نۂ وی
اونیسہ مرشد چې چې پہ شېطان قوی اسد شې
شېر غوندې ھڼېږہ دښمن دور کړہ لہ اشبالہ
خودرائې نۂ دے پہ خپل رائې کښې سود موندلے
د بادشاہ کارسازی ھم بې وزیر نۂ شی
جاھل پیر پہ پیرۍ مۂ نیسہ نادانہ
نابینا بہ پېش رھبر د بصیر نۂ شی
لہ ناقص بہ مرید څۂ مراد حاصل کا
منکوحې تہ د بار سود لہ صغیر نۂ شی
پہ کشتہ پارہ جست مس تانبہ زر کېږی
پہ سیماب ناکشتہ کار د اکسیر نۂ شی
شرع ورع ټینګہ وہ باور محکم کړہ
د جنت یافت پہ پرھېز وی پہ پیر نۂ شی
پہ وجد کښې ھر خوی چې کوی شېخان معذور ګڼمہ
بې وجدہ خوښ پہ رقص وترپو دندوکار نۂ یم
لہ پرھېزګارو زارېدے چې اندرون تقی وی
چې پہ زړۂ ګرګ وی یار دھغہ پرھېزګار نۂ یم
پند و نصیحت د عام خلائق لہ پارہ
حافظ پہ خواص او پہ عوام دواړو کښې یو شان مقبول دے ۔ حافظ عالم دے د قران مجید حافظ دے ۔ سلوک سرہ وابسطہ دے ۔ ملا ، طالب ، قاری او فقیر دین تہ نیزدې خلق ټول د حافظ سرہ مینہ ساتی ۔ د ھغۂ کلام یاد ساتل او وئیل اعزاز ګڼی ۔ د حافظ شعر د مستوراتو پہ ژبہ راتلۂ ھم بد نۂ ګڼلے کېږی ۔ اکثر بہ بېباکۍ سرہ پہ کورونو کښې وائیلے شی ۔ علمیت او د اولسی ژبې ګډون د حافظ پہ کلام کښې ترڅکون کار کړے دے ۔ د حافظ ځنې اشعارو د متل شکل اختیار کړے دے ۔ پہ جرګو مرکو کښې د حافظ اشعار اکثر اورېدے شی ۔د حافظ د مقبولیت سبب د ھغۂ د پند ونصیحت شاعری دہ ۔ پہ کلاسیکی شاعرانو کښې پند و نصحیت د شاعرۍ لازمی جز وۂ ۔ پہ حجرو کښې د مجلسونو پہ اغاز کښې بہ د پند و نصحیت د اشعارو نہ کېدۂ چې پہ اولس کښې پہ رباعی باندې اوپېژندے شو ۔ عام اولس د رحمٰن بابا غزل تہ د رحمٰن بابا رباعی وائی ۔ حالانکې دا رباعی نۂ دہ ۔ د رباعی خپل مخسوس بحر دے او پہ څلورو مصرعو مشتمل وی ۔
راغلې ستا پہ سترګو د دنیا د حرص لړې
نۂ وېنې چې درومی د عقبیٰ پہ لوری شخړې
عادو وۂ کہ شداد وۂ کہ نمرود کہ دقیانوس وۂ
تور مخونہ لاړل لہ فانی دنیا نیمګړې
شپږ لکھہ کالونہ عزازیل پہ طاعت تېر کړۂ
ونخښت لکہ خر اخر د کبر پہ چقړې
خداے لہ نیستہ ھست کړې پروردہ ئې پہ نعمت کړې
فھم فکر اوکړہ پہ شناخت پہ بندګۍ پړې
عمر دې کوتاہ دے امید لا ترې کوتاہ تر کړہ
ولې طناب اوږد پہ دا لنډ مېدان کښې غړې
خوی د چارپایانو کړې جوثہ دې د سړی دہ
شین بوټے چې وینې لہ ګړنګہ پسې رغړې
چې ئې تل پہ ژبہ تریخ کلام جاری وی
جراعت پہ زړونو کاندی ازاری وی
چې دشنام ئی وی عادت دښمن د خداے وی
ځنکدن ئې پہ شدت پہ دشواری وی
چواړے بہ نېک خصلت سرہ نېک نام شی
پہ بد خوی باندې بدنام سېد بخاری وی
بل پہ سپک نامہ بلل سپکاوے خپل دے
سړے دروند شی پہ ادب وقار د ژبې
و سودا تہ بہ دې ډېر خلق مائل شی
کہ زېبا کړې پېراستہ بازار د ژبې
قند شکرې ورہ وہ لہ دواړو شونډو
تل بہ نۂ وی دا وائیل او وار د ژبې
تلخ ګوی بہ تنګ معاشہ وی حافظہ
شرین ګو بہ مدام خوری اثمار د ژبې
د غفلت لہ خوبہ پاسہ ځان بېدار کا
بنی ادم لہ خداے غفلت لېږلے نۂ دے
ھر عمل چې څوک کوی ھغہ بہ ئې مل وی
د ھغہ بدل خداے بل وئېلے نۂ دے
پاسہ شب خېزۍ پہ طاعت مولا راضی کہ
یوسہ دې عمل زېور بورجل د محبوبہ لہ
جونې د جنت دی اراستہ پہ زېب زینت دی
مھر ئې پورہ کړہ چې مخ روڼے ځې خوبالہ
اوګورہ خپل حال تہ اخر ځاے دې تورې خاورې
پرېږدہ تکبر چې پېدا شوې لہ صلصالہ