عشقِ مجاز

اقبال ھیڅ پہ حقیقت او مجاز نۂ دے
ښکارہ شوې عاشقی ورتہ د کار دہ

ځنې شاعران ادیبان د مجاز مینې تہ رومان یا رومانیت لیکی خو یاد ساتل پکار دی چې رومانیت پہ یورپ کښې د کلاسکیت خلاف یو تحریک چلېدلے وۂ ۔ دې تحریک د عالمی سطحې ډېر لوے شاعران ادیبان لکہ وړډورتھ ، کولرج ، ګوئټے ، شېلے ،بائرن او جان کیتھ وغېرہ پہ شان خلق پېدا کړی وو ۔ دغہ اثر تر برِصغیر را اورسېد زمونږ د پښتو ادب ئې ھم متاثر کړو پہ پښتو شاعرۍ کښې غنی خان ، اشرف مفتون او عبد الرحیم مجذوب غوندې شاعران ئې پېدا کړۂ ۔ د مجاز مینہ د حقیقی مینې نہ جدا شے نۂ دے ۔ دا ھم جمیل خپل جمال پہ یو ښکلی مخ کښې راښکارہ کړی ۔ د مینې سرچشمہ ھغہ یوہ دہ ۔ پہ عربۍ کښې یوہ معقولہ دہ المجاز القنطرۃ الحقیقت چې د مجاز مینہ د حقیقت دپارہ پوړۍ دہ ۔ دا د مجاز مینہ دہ چې عاشق تہ د حقیقی مینہ سلیقہ او طریقہ ښائی ۔ حافظ دا خیال داسې بیان کړے دے ۔

حقیقی مجازی عشق بدر و ھلال دی
یا دوہ لعل دی پہ خوردۍ پہ کلانۍ

د حافظ پہ کلام کښې ډېر داسې اشعار دی چې د ھغو ھیڅ حقیقی توضیح نۂ راوځی دا جدا خبرہ دہ چې ځنې خلق د خپلې د زبان درازۍ پہ سبب مجاز تہ د حقیقت جامہ اغوندوی ۔ حقیقت دا دے چې عاشق تہ پہ ھر جلال پہ ھر جمال کښې خپل محبوب ښکاری ۔ څنګہ چې ما مخکښې وئېلے دی چې حافظ د قصیدې شاعر دے ھغۂ د عشق پہ ھر کېفیت ھجران ، درد ، غم ، وصال ، باندې جدا قصیدہ لیکلې دہ ۔ پہ دورانِ قصیدہ کښې څۂ بل خیال پکښې وړاندې کړی پہ قصیدہ او غزل کښې دا ګنجائش شتہ دا د نظم پہ شان مسلسل نۂ وی ۔

پہ دې اشعارو غور اوکړئ څومرہ تغزل لری ۔

دیدار

لاس پہ نامہ خوښ یم د خوبانو و تابین تہ
کاندې تواضع سلام ګدا و سلاطین تہ

روغ سلامت زړۂ پہ غمزہ غوڅ کہ سیاہ چشمې
نیشتے صلابت د غوښې ھیڅ تېرۂ سګین تہ

زۂ پہ وصالت پسې صولت د ھجران وینم
ھر ساعت چې اوګورم د عقل و دور بین تہ

یار چې نرم خوږ وی کۂ لږ تریو کہ جبین څۂ شُو
وائی اطبّا نافع دارو و اسکنجبین تہ

یار چې سروِ قد بولی انصاف اوکړہ غافلہ
سروہ بې معنې چوب دے زېبا صورت سمین تہ

تن اوړۂ اوړہ کہ سپین چندڼ پہ سنګ سولېږی
ورسی ھالۂ د ماہ جبینو و جبین تہ

پت د اشنائې چې لہ تا نۂ شلوی تر تلہ
سرومال ړومبے کہ د ھغې ناوې کابین تہ

عشق

چې د عشق لۂ درد سوزی شوریدہ شی
د ارام صبر جامہ ئې پاریدہ شی

اہ فریاد ئې مشغولہ خوراک ئې غم وی
د زړۂ وینې لہ سترګو چکیدہ شی

عاشقی ھلہ کمال تہ اورسېږی
چې مجنون غوندې لہ خلقو بُریدہ شی

د ھوس طاوس ئې پرېوځی لہ پروازہ
چې ښامار د عاشقۍ ترې پېچیدہ شی

چې د عشق د اژدھا پہ خُلہ کښې کېوزی
ګوشت او پوست ئې زھرېلہ کا ترقیدہ شی

پہ یوسف پسې لېمۂ د یعقوب سپین شُو
محبان پہ مھجورۍ کښې کوریدہ شی

باران ھم پہ یو موسم ورېدۂ کاندی
د عاشق اوښکې بې وارہ ورېدہ شی

پہ وصال د شمع ځان سوختہ بریان کہ
پروانہ لۂ خپلہ ژوندہ جُھیدہ شی

عاشق مرګ اختیارہ وی لہ ھجرہ تښتی
دا وېنا لہ دانایانو شُنېدہ شی

د کېول پہ خار بلبل سینی پارہ کہ
مرګ لہ وصلہ سرہ دۂ تہ پسندیدہ شی

عاشق څۂ رنګ صبر اوکہ پہ ھجران کښې
کب د یو دم بې اوبو آرامیدہ شی

دانایان بہ د حافظ شعر معمول کہ
کہ د فکر پہ میزان ئې سنجیدہ شی

ھجر

ھجرانہ تا چې فتنہ اغازہ کړہ
د غم جنبہ دې ماتہ سازہ کړہ

ھغہ د حسن بازار دې خور کړو
پہ اور دې خونہ زما ګدازہ کړہ

مھرې دې بوتلہ و تور لحد تہ
دنیا دې سپورہ لہ مھرونازہ کړہ

چې ذات ئې بد وی خصلت ئې بد وی
ما بدی کومہ لہ تا غمازہ کړہ

لاړ ترې عصمت شۂ ورک ئې دولت شۂ
زلېخہ ھسې مینې موتازہ کړہ

وصال

ما څخہ د حافظ چی کومہ چاپ نسخہ دہ د ھغې د چاپ نېټہ دہ۱۳۵۳ھ داسې ۹۱ کالہ اوشُو ۔ الحاج فقیر محمد عبدالسلام دې قصیدې لمن لیک کوی ۔ چې دا غزل مجاز ښکاری خو پہ دې کښې د حقیقی مینې بیان شوے دے ۔ زما د خداے بخښلی سرہ بېخی اختلاف دے ځکہ چې پہ دې قصیدہ کښې ځنې اشعار داسې دی چې د ھغو خیال ھم د رسول|کریمؐ ذات سرہ بې ادبی دہ ۔ او بیا حافظ د مجاز مینہ د حقیقی مینې تخم ګڼی نو مونږ ولې د ھغۂ ھر شعر د حقیقت پہ معنٰی کښې اخلو ۔

حافظ وائی

مجازی مینہ چې رښتینې وی عجب کمال دے
د حقیقی مینې دولت و عالیشان تہ راغے
و ھغہ زړۂ تہ رحمت د رب قریب وی
چې پږی مینہ د مجاز د حقیقت ږدی

محبوبہ مې خوالہ راغلہ خوب جمالہ
د جنت حورہ مې اواتہ لہ خیالہ

تور ګېسُو ئې اب رانیسې لہ سنبلہ
ابریشم ئې وکاکُل تہ زبون حالہ

پہ شانہ ئې جانانہ زلفې خورې کړې
جان فزا نګھت ئې راوړہ زر شمالہ

پہ سرو شونډو کښې ئې اور دے ھم اوبۂ دی
دواړہ زیست کا پہ یو ځائے کښې بې جدالہ

زنخدان ئې سوړ کوھے د تږو ځاے دے
سېراب درومی لہ دغہ آب زلالہ

سپین ګردن ئې صراحی د سپینو زرو
د عاجز توان ورتہ نیشتہ بې ذوالمالہ

د شکم پوست سپین تھان دے نرے صاف
تمنا ئې شاہ ګدا کہ لہ وصالہ

دوہ پنډۍ ئې سپین بلور یا مرمر دی
دل اوېز اواز ئې خېژی لہ خلخالہ

د محبوب صفت

د ھغې محبوبې څوک برابری کا
چې کل خوبان د حسن چاکری کا

قدامت ئې د شمشاد بوی د چندنړو
شان شوکت د ښاپېرۍ خندا حوری کا

تازګی ئې د غنچې سوز د بلبلو
پہ ګردن د خیال اوږۍ لکہ قُمری کا

نورې جونې لکہ زاڼې پسې قط ځی
دا پہ مخکښې د ھمہ و رھبری کا

د شطرنج اشنا ئې یو دے غورہ کړے
پہ لباس د خُلې د ھر چا دلبری کا

مخا مخ پرې د تھمت سنګرېزی اوری
چې پہ څنګ و یار تہ ګوری ھوښیاری کا

د شین خال صفت بہ څۂ کوم پہ ژبہ
د اوربل د سېوری لاندې سرداری کا

پہ اور اوسوزی مجال زما د صبر
چې راپورتہ برندې سترګې خُماری کا

کږې وروځې ئې کږہ د اختر میاشت دہ
عام وخاص ئې د دیدن طمع داری کا

سرې لمبې مې لہ ګوګلہ را چاپېر شی
چې سُورکے پېزوان پہ پوزہ سٗنیاری کا

لہ خوږو مېوو ئې پُور د سینې باغ دے
پہ څکل درنځُور ورکہ بیماری کا

و پنډو وتہ د عاشق زولنۍ پرېوځی
ورښکارہ چې پنډۍ سپینې مرمری کا
ھغہ حسن چې ستا دے د پرۍ نیشتہ
و جمال تہ دې طاقت د بدرۍ نیشتہ

ھر چې ستا د محبت پہ تُورہ غوڅ شو
د ھغو وېرہ لہ بلې مصرۍ نیشتہ
څوک چې وائی سپوږمۍ د محبوبہ لہ مخہ سمہ دہ
نۂ لری مژګان زلفې سپوږمۍ پہ خوبۍ کمہ دہ

سپینہ خُلہ ئې ګنج دے تورې زلفې ښاماران دی
بلوسی پہ ښامارو مشاطہ پہ زړۂ محکمہ دہ

وایہ ملامت پہ ما ناصحہ صرفہ مۂ کړہ
ھر کلہ بې دردو تہ د عشق طائفہ ګرمہ دہ

تۂ چې ما جارباسې لہ یارۍ د دلنوازې
څوک ددې پہ شان پہ چہرہ ښکلې بې قلمہ دہ

جور د رقیب د خوبا مکر مکېزونہ
بل تھمت د خلقو عاشقی درستہ لہ غمہ دہ

وائی ودان اولس مینہ لہ مینې پېدا کېږی
زۂ ئې پہ اور اوسم محبوبہ ولې بې غمہ دہ

شاباس پہ پوھاړې علی خان تہ ئې مخ روڼ شۂ
ټینګہ شوہ پہ پت کښې لړواہ ئې لہ حشمہ دہ

یو یار چې اونۂ مری پہ بل یار پسې دو بین دے
ګورہ و درخۍ تہ پہ ادم پسې بې دمہ دے

خوار کړم عاشقۍ بل د غماز پہ ډېرو ستړو
ورک شہ سپک غماز بې رحمی کلہ لہ صنمہ دہ

خولې د دروغژنو مولا ماتې کړہ یا ګونګې
وائی پرې دروغ پُور پہ عصمت بی بی مریمہ دہ