عشقِ حقیقی

خلق د خداے او د خداے رسول مینې تہ حقیقی مینہ وائی ۔ ھر ھغہ مینہ چې د ھوس عنصر پکښې شامل نۂ وی ۔ لکہ مور پلار ورور خور اولاد سرہ مینہ وطن سرہ مینہ ، د خپل پیر ، شېخ سرہ مینہ د چا انسان سرہ د خداے دپارہ مینہ چې پکښې څۂ غرض شامل نۂ وی، ددې مینې بدل پخپلہ خداے ورکوی ۔ حقیقی مینې لہ فنا نیشتے ۔د حافظ د کلام اغلبہ حصہ پہ حقیقی مینې مشتمل دہ ۔ دا مونږ داسې وېشلے شُو

حمد

د حافظ پہ کلام کښې باقاعدہ حمد نۂ موندے کېږی خو حمدیہ اشعار ډېر دی

حمدیہ اشعارو یو څو مثالونہ

الف اسم د مولیٰ دے ۔ لا شریکہ بې ھمتا دے
لہ نقصانہ مبرا دے ۔ حق دانا بینا شنوا دے
بې آلاتو کاریګر

ج جناب د لا یزال دے ۔ چې کمال ئې بې زوال دے
لوے ئې فضل لوے نوال دے ۔ شریک نۂ لری بې سیال دے
شاہ ګدا ساتی منعم

و واجد بولہ موجودہ ۔ چې ئې ھست کړې لہ نابودہ
ورځ بہ راشی خود موعودہ ۔ والد تختی لہ مولودہ
ھلتہ مل ددۂ کرم

اے غنی خدایہ رحیمہ ۔ کرم لوے لرې کریمہ
حافظ اوساتہ لہ بیمہ ۔ امان ورکړې لہ رجیمہ
جام د شناخت ئې لرہ سم
کہ اشجار ھم اقلام دریاب مداد شی
کاتبان د مستعان واړہ عباد شی

کلمات د رب بہ تم کاتبان نۂ کہ
پہ لیکلو بہ ئې کل دریاب نفاد شی

بندہ نۂ رسی د رب ثنا صفت تہ
پہ تصدیق دي و امرتہ منقاد شی

کہ ئې حُور قصور شراب طہور یادېږی
دغہ واړہ بہ حاصل د رب پہ داد شی

مناجات

د حافظ پہ کلام کښې ځاے پہ ځاے مناجات موندے شی خو یوہ روغہ قصیدہ مناجات دی

ربہ روزی مې د وصال عید کړې
شک و وسواس مې زړۂ لہ بعید کړې

ستا دې پہ خپلہ خدائې سوګند وی
لیک مې پہ ژبہ پہ زړۂ توحید کړې

چې تنھا پرېوزم پہ تور لحد کښې
کۂ زۂ شقی یم تۂ مې سعید کړې

د روح بېلتون مې لۂ تن چې کېږی
جلیس انیس مې قرآن مجید کړې

پہ رویٔ د واړو پاکو عبادو
امان پناہ مې لۂ ھر وعید کړې

پہ عزت ستا د بزرګو اسماؤ
پاک مې لہ خبثہ دا نفس پلید کړې

د عرش پہ ظل مې پہ لویہ ورځ کړې
رھبر پېشوا مې مخکښې شھید کړی

میزان مې دروند کړې پہ احسان فضل
تېر پہ صراط مې پہ خپل تائید کړې

مقام زما کړې د طوبیٰ سېورے
دیدار مې برخہ نعمت مزید کړې

نوش د کوثر حافظ لہ ورکړې
ربہ نګاہ ئې لہ آب صدید کړې

ډېر زیات جامع مناجات دی د یو مسلمان لہ دې نہ زیات څۂ خواھش کېدے شی ۔

حافظ د آمنت باﷲو ملآئکتہ و کتبہ ورسولہ والیوم الآخر والقدرخیرہ وشرہ منﷲ تعالٰی والبعث بعدالموت شرع پہ اشعارو کښې کړې دہ ۔

نعت

د حافظ پہ کلام کښې باقاعدہ دوہ نعتونہ دی

اے چې پیش تر پیشانو پہ معنیٰ وې
پہ صورت پېدا ورستے بھتر دانا وې
انس و جن ملک طیور وحوش نابود وو
ستا د نور طائر معبود لرہ ثنا وې

او بل نعت دے

کہ تہ غمخور شې پہ عقبٰی زما سرورہ
مشکل بہ واړہ کړی اسان مولا زما سرورہ
خداے راستولے ئې رحمت لطف عالمو لرہ
بې ستا بہ څوک واؤری فریاد ژړا زما سرورہ

حافظ عاشقِ رسولؐ دے د ھغۂ د شاعرۍ ډېرہ برخہ د رسول کریمؐ پہ عشق بنا دہ ۔

د اردو ژبې لوے شاعر غالب وائی

ھر چند ہو مشاھدہ حق کی گفتگُو
بنتی نہیں ہے بادہ و ساغر کہے بغیر

د عشقِ حقیقی او عارفانہ کلام نہ د حافظ شاعری معمورہ پرتہ دہ ۔

چا چې پہ شونډو د ساقی د میُو جام اېښے دے
شناخت د اشنا ئې پہ خاطر دائم مدام اېښے دے

ھغہ نادار چې دارندہ شۂ د عرفان پہ دولت
پہ سلطنت ئې د دارہ د جمشېد ګام اېښے دے

د نازینین د نعلو ګرد مې کړې رانجۂ د سترګو
چې ئې لہ نازہ قدم پاس د عرش پہ بام اېښے دے

د کږو وروځو خیال ئې ګرځی پہ خاطر کښې مدام
ځکہ زاھد محراب سجدې تہ پہ مقام اېښے دے

چرتہ ھوس د باغ وراغ چرتہ سوختہ زړۂ پہ داغ
درد پہ دردمندو پہ بې دردو ئې ارام اېښے دے

کہ ئې تنګدست حافظہ خوښ پہ دا احسان ئې اوسہ
چې پہ سینہ کښې دې رب خپل مجید کلام اېښے دے

دا مقطع درئیم داخلی سند دے چې حافظ د قرآن حافظ وۂ د سترګو نہ ړوند نۂ وۂ

دعویٰ د مینې پہ دروغہ کہ ھغہ کم ھمت
چې ئې پہ یار رغبت بېسیار لہ خپلہ ځانہ نۂ شی

عاشقان ربٰی ارنی وائی پہ څېر د کلیم
صبر قرار ئې یو نفس بې لہ جانانہ نۂ شی
پہ نورانی مہتاب رامۂ شې ظلمانی سحابہ
چې برابر پہ رڼا ځم د خپل حبیب تر بابہ

شاہ مسخّر کړہ د باوُ پہ شرنګ آھُو د صحرا
تۂ ئې پہ دا دلکش اواز نۂ شوې بېدار لۂ خوابہ

صبا چې مښک دې کافور شی خم کمر بہ کېنې
نن سم ولاړ ئې پہ خدمت اوسہ سستی مۂ کړہ شابہ

دھن مې اوچ سینہ مې سوزی د ھجران لہ تندې
د وصالت پہ ساړۂ سیند مې کړہ سینہ سیرابہ
نمر زما د یار لہ مخہ نُور موندلے
زۂ بہ څۂ لہ و بل مخ تہ نظر نیسم

چې پېغام ئې د اشنا پہ رښتیا راؤړۂ
د رېبار ګفتار تہ سمع بصر نیسم
د خوبۍ مثل دې نیشتے پہ عالم کښې
بدر بیا موندہ رڼا ستا لۂ شرفہ

ملک ګشت کہ پہ فلک بشر عاجز دے
تا پہ عرش کرسۍ قدم کېښود اشرفہ

ستا پہ مخ بہ حافظ دُر ګران مایہ شی
بې لہ تا ارزان خسیس دے تر خذفہ
د دیدن بازار ئې ګرم تود چلېږی
چا چې کړې دی د عشق بازارګانۍ

ډک زمین پہ ښو زلمو ګل رنګو جونو
مینې یاد کړو آدم خان او درخانۍ
تۂ مظہر د نور ئې پہ خوبۍ حسن مشھور ئې
کاندی ښکلې حورې ارزو ستا د دیدن لا

حسن دې بازار دے ھر طرف تہ غوړېدلے
کاندی پرې سودا ځوانان دعصر کہن لا