د حافظ د شاعرۍ اسلُوب

څنګہ چې ما مخکښې ذکر کړے دے چې حافظ د قصیدې شاعر دے ۔ د غزل او د قصیدی جوړښت یو دے ۔ مطلع ، وسط او مقطع غزل دقصیدی نہ راوتے دے د یوې روایتی قصیدی اجزأ دا دی تشبیب ، ګرېز ، مدح ، حسنِ طلب او دعائیہ ۔ پښتانۂ شعرأ د چا بادشاہ دربار سرہ منسلک نۂ دی پاتې شوی ۔ ھغوی د قصیدې جوړښت خپل کړے دے خو د نورو لوازماتو پرواہ نۂ دہ ساتلی ۔ قصیدہ د عربۍ لفظ دے چې جوړ شوے دے د لفظ قصد نہ ۔ د قصد معنیٰ دہ ارادہ ددې بلہ معنیٰ دہ مغز ۔ قصیدہ د عربۍ نہ فارسۍ خپلہ کړہ او د فارسۍ نہ اردو او پښتو تہ منتقل شوہ ۔ پہ پښتو ژبہ کښې خوشحال بابا اوږدې اوږدې قصیدې لیکلې دی چې پکښې د جنګونو او نور حالات بیان کړی دی ۔ خو پښتو ادب کښې د ډاکټر یار محمد مغموم وېنا مطابق زوردارہ قصیدی د خوشحال بابا د ځوی اشرف خان ھجری دی ۔ حافظ پہ یوې قصیدہ کښې توحید، رسالت ، عشق حقیقی ، عشق مجاز ،پند و نصیحت او خپل دژوند عکس یوځاے کړی داسې یوہ داسې ګل دستہ جوړہ شی چې ھر چاتہ پکښې د خپل د خوښې ګل پہ نظر راځې ۔ د حافظ ډیر علم ، تاریخ دانی او د خداے نېکو بندیانو سرہ مینہ د ھغۂ کلام لہ نورہ جلا او بخښې ۔ دا دوہ قصیدې وړاندې کوم ۔ چې د حافظ اسلُوب پہ مخہ راشی ۔ پہ ھرې یوہ قصیدہ کښې حافظ څومرہ مضامین را نغښتی دی ۔

چا چې د یار لبِ خندان روېٔ زېبا اولیدۂ
د بیابان رېګ ئې خزین د اغنیأ اولیدۂ

زاھدہ څۂ لرہ غرہ ئې پہ دا خپل عبادت
ما د تزویر ټکے دا ستا پہ مصلیٰ اولیدۂ

مُرائی تہ خو بېرون پټ د شېخۍ پہ لباس
ولې درون دې عاری مونږہ د تقویٰ اولیدۂ

دوبین تنګ چشمہ شکایت کوی چې عېش ئې تنګ شی
یک بین مې نغښتے درست د صبر پہ قبا اولیدۂ

صورت ئې دلتہ پہ دنیا زړۂ ئې نھال پہ عقبیٰ
عارف پہ خپل وجود کښې ھم دنیا عقبیٰ اولیدۂ

نبیان خوشنُود وۂ پہ بلا ولیان پرې صبر کاندی
دا نور وګړے مې پہ شور او پہ غوغا اولیدۂ

غافل شاہ نۂ نیسی و بار تہ نفس ښېرازہ ساتی
پہ بارکشۍ کښې مې عارف شکستہ ملا زولیدۂ

لائمہ خود زۂ ملامت یمہ تۂ څۂ لومت کړې
زما عېبونہ لۂ ھغې زیات دې چې تا اولیدۂ

حسود ھنر د ھنرمند نۂ وېني عېب ئې ګڼی
کفارو کلہ نُور جمال د مصطفیٰ اولیدۂ

د یوہ کور سړی څوک بخت اوګټی ځنې خوار شی
دا رنګ حکمت مې د حکیم باری تعالیٰ اولیدۂ

ابو لھب د جھلہ سوزی پہ لھب د اتش
امیر حمزہ مې سرغنہ د شُھدا اولیدۂ

خودبین خپل ځان ګڼی بھتر کاسہ د بخت ئې واوړی
ما کمینہ پہ کمینۍ کښې سربالا اولیدۂ

ستورے د بخت ئې مکّدر شۂ راندہ رُو لہ درګاہ
انا خېر چې ابلیس وې حاصل ئې دا اولیدۂ

اکرامو کل اکرام پرېښے دے فرمان تہ رام دی
چې د میثاق پہ ورځ ئې راست قالو بلا اولیدۂ

دروېشان خېژی د دنیا پہ دښمۍ وعرش تہ
قارون پہ مینہ د دنیا تختِ الثریٰ اولیدۂ

حافظ مۂ کړہ واوېلا فقیری لوے دولت دے
خب د دنیا مې پہ تحقیق سرہ خطا اولیدۂ

دا بلہ قصیدہ اوګورئ

خرد مند اھلِ تمیز ھغہ انسان دے
چې د عېبو لہ ځایونو ګرېزان دے

و امین تہ د خائن نسبت کوے شی
د تھمت ځاے تہ ورتلۂ سپکاوے زیان دے

نېک مردان پہ منزلہ د فرشتو دی
فرشتو پرھېز ساتلے لہ سګان دے

پارسا خپل ستر ساتی بې ستری نۂ کہ
پہ عصمت پہ پردہ پټ مخ د پاکان دے

چې د بل سړی غندنہ کہ و تاتہ
ستا غندنہ بہ ھم وکا بد ګمان دے

غیبت خوی د مخّنثو نامړدانو
چې تحسین کہ د ځوانانو ھغہ ځوان دے

نۂ د دوست نۂ د دښمن سپکاوے وائی
د ھغوی خداے دروند کړے تول میزان دے

خداے ورکړې خوبی څوک اخستے نۂ شی
کینہ ګر کہ کینہ کړی احمق نادان دے

پہ کینہ قابیل شہید خپل برادر کړو
بې بھرہ لہ پاکہ درہ د رحمان دے

پہ بشرو کښې شر دۂ اول خوښ کړے
شرمندہ پہ محشر شمار لہ خاسران دے

کل عذاب د دوزخ نیم شۂ ددۂ برخہ
ھغہ نیم مقسوم پہ واړہ دوزخیان دے

قارون قعر تہ لہ ګنجہ سرہ پرېوت
پہ شامت د کینې بغض خوار مہمان دے

حسودانو د عیسیٰ د قتل نیت کړو
ددوی ځاے درک اسفل دے پہ اسمان دے

سپی لہ څۂ سُود چې د شاہ لمن پارہ کہ
د شاہ ځاے مزّین تخت د سپی ډېران دے

تور زاغان کہ غلبہ اوکہ پہ بازو
باز پہ تېښتہ ارزان نۂ شی زاغ ارزان دے

ھر زېردست چې زبردست تہ ملا بستہ شی
سر پہ سنګ وھی پہ تحقیق دښمن د ځان دے

آزاد خان پہ سرکشۍ کښې سُود بیا نۂ موند
دغہ حال د ھر باغی اھلِ طغیان دے

فېض ﷲ پہ تېمور ځان نېست و نابود کہ
د کرړو د نھنګ جنګ وتہ څۂ توان دے

دانا غم کا د تنګۍ پہ فراخۍ کښې
پہ ګل ناست بلبل فریاد کہ چې خزان دے

ھر ناقص د پیرۍ لاف کہ پیر ھغہ دے
چې راعی غوندې رمہ ساتی پاسبان دے

بې راعی رمہ خوراک شی د ګُرګانو
بې کاملہ حال خراب د مریدان دے

چې ځان پیر کہ بې کاملہ ضال بالہ شی
د خذلان پہ بر ورک شوے سرګردان دے

خودرائې کس کہ پہ دریاب یا پہ ھوا ځی
مچ دے الوزی یا خس پہ اب روان دے

د ابلیس توسن پرې نۂ زغلی حافظہ
پہ وسلہ ئې د توحید تېرۂ سنان دے

د ایمان سلامتی غواړہ حافظہ
غم د نان مۂ کړہ رازق مولا منان دے