Copyright © 2022, Muhammad Iqbal Khan, all rights reserved

You are free to redistribute this book in pdf format. If you make use of any part of this book you must give appropriate credit to the author. You may not remix, transform, or build upon the material without permission from the author. You may not use the material for commercial purposes

تړون

ډاکټر يار محمدمغموم ،ډاکټرپروېزمهجور او د سليم رازصېب

چې زۀ يې دعلم قدردان يم

ډاکټراسماعيل ګوهر، پروفېسرخليل الرحمان او د اخترجاوېدخان

په نومونوچې په ما ډېر ګران دى

اقباله دا مې دے تصوير دغزل
نقطه نقطه سم په وېختۀ تېروځم

دا فېصله شوه په صبا اقباله
غزل له اېښى چا خالونه ډېر دى

تغزل

١

ستا په دروغو کښې کمے رانغے
زما په ژوند کښې پسرلے را نغے

د اتلانو په دې خاوره ولې
لا په نظر مې يو سړے رانغے

د اباسين چپو نه ساه وښاتۀ
عمرونه وشو چې لنډے رانغے

په انتظار ده لېلٰي لارې څاري
څوک په کوڅه کښي ليونے رانغے

چې حنائي لپې ئې جام کړے راته
بيا هغه شان مازيګرے رانغے

چې مخامخ دې شو بڼو سترګو ته
په بيرته بيا هغه زړګے رانغے

نۀ خوشامنده نه ئې چل زده دے
د اقبال چرته هم سمے رانغے
۲

سپين مخ مې د يار داسې زلفانو لاندې کړے دے
عن لکه کشمير رانه هندوانو لاندې کړے دے

جنګ د مصلې دے اميان ځان کښې بې ګناه پرې مري
کله نه کابل چې صافانو لاندې کړے دے

ګلونه يې تاله کړل خدائې خبر چې نور لا څه غواړي
باغ ډېرې مودې راسې زاغانو لاندې کړے دے

خبر کړئ مليزي او عېسٰي زي چې لښکر بيا وکړي
سر د مچۍ تلليو انګرېزانو لاندې کړے دے

څنګه خائېنانو ته په ښه نظر کتے شمه
ملک د غريبانو ؤ خانانو لاندې کړے دے

اقبال خپل په فکر او په فن باندې يقين لري
مېدان خوشامندګرو شاعرانو لاندې کړے دے
۳

د کلي نه راغلي د جانان خبره ونه کړه
ما ورسره هم په بل عنوان خبره ونه کړه

هر يو ګل دسته او هار د غاړې جوړول غواړي
چا د تالا شوي ګلستان خبره ونه کړه

هرطبيب راځي راته زخمونه مې په ګوته کړي
يؤ هم لا تر اوسه د درمان خبره ونه کړه

په نوم ئې د مذهب،د قام اؤ ژبې تقسيم کړي دي
چرته تنګ نظرو د انسان خبره ونه کړه

د حق وېنا د پاره د منصور شان حوصله غواړي
ډېرو وخت چې راغے د ايمان خبره ونۀ کړه

زه هم د وختونو په اسيا باندې دل شوے يم
دا بيله خبره ما د ځان خبره ونه کړه

هلته به الزام هم په پښتو اقبال را نه ولي
لاړ به شي دوزخ ته کۀ رضوان خبره ونه کړه
۴

ګېر د حالاتو په بهنور کښې يمه
ارتاؤ د خلقو په نظر کښې يمه

چې موړ په ګېډه په تن پټ نۀ شومه
خوشحاله څۀ به په اختر کښې يمه

زما له سره ځي په څنګ تېروځي
دسپرلي څنګه ره ګذر کښې يمه

ګُور دي ګُورو زلفو سورے نۀ شو
چې پېدا شوې يم په نمر کښي يمه

په نخښه کړې چې غماز دی ورته
زۀ د هغې فهرست په سر کښې يمه

اقباله فېض د پښنې مينې دے
چې مشهور په لر او بر کښې يمه
۵

لکه چې ستورو له فلک په مقام نۀ پرېږدي
دغسې غم مې د دوران په ارام نۀ پرېږدي

سکڼيه ! اوښکې په بڼو راټينګومه ځکه
هيڅ يو پښتون کور نه مېلمه په ماښام نۀ پرېږدي

مينه زاړه شوه اوس يې هغه لېونتوب نيشته دے
خو بام له سره لا عادت د سلام نه پرېږدي

هغه سر تېره لېوني تر خپل منزله رسي
چۀ يو ساعت د پاره خيال د مرام نۀ پرېږدي

خال د رنجو د اننګي په سر مدام جوړه وي
بلال په سرۀغرمه راښکې شي اسلام نۀ پرېږدي

چې غم خوري يې د عوام سره ښودله پرون
نن هم هغه غمخور مرۍ د عوام نۀ پرېږدي

د ازادې يو کم پنځوس کلونه کېږي زمونږ
ښاغلي هغسې لا خوي د غلام نۀ پرېږدي
۶

زۀ د دنيا کومه حصه کښې اوسم
چې همېشه په توره شپه کښې اوسم

د يار نما دښمن کمال ته ګوره
چې په دهوکه باندې دهوکه کښې اوسم

دا اضطراب مې بې سببه نۀ دے
څوک مې سينه د چا سينه کښې اوسم

وطن زما اؤ واک يې غير څخه دے
ګويا د خان ملک حجره کښې اوسم

لاړۀ معکوس شو تهذيبي قدرونه
ښکاري د کاڼي زمانه کښي اوسم

چې بې حسي پکښې عروج باندې ده
زۀ د هغې ښار په کوڅه کښې اوسم

چې ساز مجرم، غل بې ګناه دے پکښې
اقبال په داسې معاشره کښې اوسم
۷

که مې د زړه نۀ شو ارمان پوره
اور دې شي پورې په جهان پوره

څومره نيمګړے په دنيا يمه زۀ
نۀ مې دا زړه شو نه مې ځان پوره

په هر مانځۀ کښې ځکه تا غواړمه
هسې مې کله دے ايمان پوره

که پنډ تړمه بيا هم نۀ مړېږم
ديدن مې ستا دے يو زمان پوره

بله ارزو مې زړه ته څنګه راشي
پکښې ځاے شوے دے جانان پوره

لا د اقبال په دم کښې دم باقي دے
لا خو له تا نۀ دے قربان پوره
۸

حالات هم هغه دي بدلون نه راځي
توره تياره ده صباون نه راځي

سپېرۀ سپېرۀ اؤ مړاوې مړاوې چمن
څنګه سپرلے دے چې ژوندون نه راځي

بې شماره ګرځي مجنونان د پيئو
لېلي حفه ده چې مجنون نه راځي

زۀ په دې خپل ژوندي ضمير څۀ وکړم
نور په دے چم کښې مې سمون نۀ راځي

مخ ته د يار مې ځېر ځېر او نۀ کاتۀ
ګمان مې دا ؤ چې بېلتون نۀ راځي

لا مې د سترګو چينې وچي نۀ دي
له خو د سترګو نه مې خون نۀ راځي

اقبال هغه نشه د مېنې وکړه
چې يې پہ څۀ باندې سکون نۀ راځي
۹

په دې خپي خپي ماحول کښې ژړا څنګه وکړم
د غم په غولي کښې خندا او ګډا څنګه وکړم

چې په افق باندې يو ستورے چرته نه شي ليدے
په دې تيارۀ کښې به اميد د رڼا څنګه وکړم

په ساعت کښې وخاندي په ساعت کښې شونډې بوس نيولے
زۀ د اټکو د ورستو ورځو رضا څنګه وکړم

چې يې وږمه قدرې زمونږ کلي ته نه رارسي
زۀ د هغۀ پسرلي خوشې ثنا وکړم

له خپله غمه يو ساعت له وزګارېږمه نۀ
څوک دې را وښائي چې غم د دنيا څنګه وکړم

د انسانانو څۀ چې خداے درباندې هم مئين دے
په دې کښې ووايه چې زړه ته ګناه څنګه وکړم

په غل چکو سترګو يې زړه زما اقباله يوړو
چې ګوا ه نۀ لرم دعويٰ په اشنا څنګه وکړم

۱۰

ول دې زلفينو لېلٰي چرته دے
شپه ډېره اوګده شوه صبا چرته دے

پراتۀ په انتظار ورته زخمونه دي
کله به راځي مسيحا چرته دے

تۀ چې وائې سپرلې دے څنګه ومنم
وګورئ يو ګل په خندا چرته دے

رورو يې عادت کړم د غم سره
داسې ستم ګر په دنيا چرته دے

يار ته چې سجده مې روا وګرځي
هغه فراح د له ملا چرته دے

هسې دې اقباله پرې باور او کړو
خوب خو اخر خوب ؤ رښتيا چرته دے
۱۱

څۀ نوې لار بـه ماتول غـواړي
مـخ د حــالاتـو بــدلـول غــواړي

جنت زاهده تش په زهـد نـه دے
په چم ګاونډ کښې ژوند کول غواړي

د لېلٰي زلفې ما شوړې جوړې شوې
په مخ يې زلفې سمول غواړي

چې د مغرب نه چپاؤنه کوي
سيلئ په بيرته تمبول غواړي

کنګل نيولې واؤره ويلي به شي
خو لږه وينه تودول غواړي

د جانان نوم چې ځنکدن کښې اخلي
اقبال يې شونډې ښکلول غواړي
۱۲

څۀ وکړم زۀ چې جانان نۀ پوهېږي
په سُود اؤ زيان مسلمان نه پو هېږي

داسې نشه کړې بهنګي لالي ده
وس مې پرې وکړو په ځان نه پوهېږي

څۀ کۀ په ستورو کمندونه اچئ
اوس هـم وحشي دے انسان نه پوهېږي

څـۀ مـنـافـقـه زمـانـه راغـلـلـه
هيڅ څوک د چا په ايمان نه پوهېږي

تۀ چـې هوښيار يې زما څنـګ نۀ کوې
لکه ماشوم دې ارمان نـۀ پـوهېږي

نشته دے څـوک چې ورتـه لار وښايئ
منزل ترې ورک دے کاروان نه پوهېږي

اقبال غـزل کښې تجربې کـړي دي
خو پرې نيمچه اديبان نۀ پوهېږي
۱۳

د عشق غم مې د زعملو جوګــــه نــــۀ دے
غر په شاه باندې د وړلو جــوګـه نــــۀ دے

حال زما ، زما له حـال ځنې ښکاره دے
حال مې چاته د و ئيلو جوګه نۀ دے

غمازان دې راله نور غوږونه نۀ خوري
زما زړۀ د اوړېدولو جوګه نه دے

د لېلٰي د جبين خال حجــرِ اسود شو
د نادار د ښکلولو جوګه نــۀ دے

ستا د غم واؤره پرې نوره نوره کېږې
ابا سين د اوچېدلو جوګه نۀ دے

د اقبال ژوندونه هجر شمکے کړے
چې يو ګوټ د تېرولو جوګه نۀ دے
۱۴

تر څو چې شلېږي به دا ستا د مجبورۍ زنځيـــر
زما بــه وشلېږي اشنا د زنــدګۍ زنځيــــر

داسې په نرم لاس کمڅۍ دې خور ې زلفې کړلې
د زولنو نه لکه اوس راته جوړئ زنځير

د زنځير ويره مې جنون زړه نه پخوا ايستې دہ
روغه په لاس کښې راته هسې به شڼۍ زنځير

هغه انکار ، هغه اقرار ، هغه وعدې د وفا
يوازې ناست يو ځاے کوم کړۍ کړۍ زنځير

پښتون فطرت مې غلامي د چا منلے نه شي
خو ډېر په فخر ګرځوم ستا د يارۍ زنځير

زما يقين دے يوه ورځ به خا مخا ماتېږي
هر څو که کلک دے د انسان د مجبورۍ زنځير

اقبال له ستا د يو وېختۀ نه ازادي ګرانه ده
تۀ ورپسې په تېلو هره ورځ غواړئ زنځير
۱۵

حالات اوس سم دي خو زمونږه مينه هغه نۀ ده
ستا په کرم دي خو زمونږه مينه هغه نۀ ده

تا چې د تلو په وخت کرلي وو په لاره باندې
ګل آ شړشم دي خو زمونږه مينه هغه نه ده

چې ګواښېدل به مې خوراک له ستا د زلفو ماران
لاس کښې مې دم دي خو زمونږه مينه هغه نه ده

زۀ به چې ستاسو چم ته راغلم ټول به کلک پورې شو
ورونه خم دي خو زمونږه مينه هغه نه ده

آ ، منزلونه چې اقباله ډېر بعيد ښکاريدل
په يو قدم دي خو زمونږه مينه هغه نه ده
۱۶

ستا په انتظار مې سترګې ووتې
سوزم په انګار مې سترګې ووتې

ګورمه چې څنګه سر کوي وعده
چپ يم کۀ دا وار مې سترګې ووتې

بيا دې هم د ښار رسم بدل نۀ شو
وختم په دار مې سترګې ووتې

ستا يادونه کم نۀ دي چې هېر دې کړم
ستوري دي په شمار مي سترګي ووتي

هر وختې په سترګو کښې غړېږي مې
ستا د غم په خار مې سترګې ووتې

هسې خو اقباله افلاطون يمه
يار ته په اظهار مې سترګې ووتې
۱۷

شنډې پــه شــاه لاړلې بيـــا وريځې
ولې نــــۀ ووري اخـــــر دا وريځې

ډېـرې پـړقـېږي ډېــرې وغريږي
خو نۀ کړي مونږ سره رښتيا وريــځې

سترګې د زمکې ورته سپينې شولې
اوس هم تېر باسي په صبا ورېځې

فـصــلونه وسو ل ګلان وريژدل
غواړي لا نوره څۀ بها ورېځې

د تورو سپينو سره څۀ دي زمونږ
ښۀ دي چې وورېږي آ،ورېځې

کله بينګړي کله ټيله ته ګورم
وائم کۀ دې خوا شي خطاورېځې

چې طمعه را کړي بيا و نه ورېږي
ورکې شه داسې بې وفا ورېځې
۱۸

تل په لباس يې غولېدلي يو مونږ
ځکه چې ټول له عقله پلي يو مونږ

د مټ د زور زمونږ جهان قائل دے
خو انتشار د کور وژلي يو مونږ

ستمګر دغه همره ډاډه ځکه شو
چې هر ستم وته يې غلي يو مونږ

ځېنو ته ست ځېنې شړ ي دره
ګني د يؤ کور د يو کل يؤ مونږ

تندې دمه کوۀ چې پوخ شي يقين
ډېر سرابونو پسې تلي يو مونږ

چناره سيورې دې په مونږ رانغے
نهال کړې مونږ اؤکړيدلي يو مونږ

عزت په چم ګاونډ کښې پاتې نۀ شو
اقباله خپل د کور ښاغلي يومونږ
۱۹

څنګ چې په نړۍ کښې مسلمان ظلم ته مخ دے
هسې مې زړګې د خپل جانان ظلم ته مخ دے

يا د کشميرۍ جونې څادر دے څيرې ويرې
يا وحشت د لاسه مې ګرېوان ظلم ته مخ دے

ډېره چې دعويٰ څوک د انصاف اؤ د جمهور کړي
د هَغوي د لاسونو نه انسان ظلم ته مخ دے

سنَد مې رقيبانو غمازانو راپسې وکړو
ځۀ به شي تر سره چې ارمان ظلم ته مخ دے

داسې بې شرمي د حوا لوڼړو د را خستې
زهد رانه مه غواړه ايمان ظلم ته مخ دے

اقباله په مظلوم باندې شکلونه دي د ظلم
چرته د چوهدري چرته د خان ظلم ته مخ دے
۲۰

خوي بوي کښې مې يار امريکنے وخوت
وخت چې کله راغے نو پردے وخوت

نيت کۀ د مومن غوندې ائين لرم
زړۀ د رقيب تور دے هندوګے وخوت

څوک مې په فرياد باندې غوږ نۀ نيسي
زړۀ ستم زده مې کشميرے وخوت

مينه مي زاړه شوه ستا ځواني لاړه
بيا مې هم د زړه ارمان زلمے وخوت

ما وئيل چې زه ډېر لېونے يمه
يار زما نه عشق کښې ليونے وخت

وکړۀ زمانې پرې ازمېښتونه ډېر
ستا اقبال سړے ؤ او سړے وخوت
۲۱

په يؤ نظر کښې ي نظر بدل شي
حېران يم خلق څومره زر بدل شي

ډېر کۀ بدلېږي را بدلېږي خلق
بدل به شمه کۀ تور غر بدل شي

زلفو دې زنګ د رقيبانو واخست
پورته کړه شپه چې په سحر بدل شي

راشه د ځان سره سپرلے راوله
چې محرم مې په اختر بدل شي

قسم دے دا سودا هيڅ ګرانه نۀ ده
کۀ ستا وصال زما د سر بدل شي

مونږه حالاتو ته سپارلے دے ځان
زمونږ به څنګه مقدر بدل شي

داسې را الوتې ده سيلۍ اقباله
دلته دلته پاښۀ پاښۀ اکثر بدل شي
۲۲

خېر کۀ جدا جدا کورو کښې اوسو
رقيبه مونږ د يو بل زړو کښې اوسو

زمونږ سوچه مينه سوچه خيالونه
مونږه ساده عالم په غرو کښې اوسو

کله به شي د جوهريانو نظر
مونږه لعلونه په ايرو کښې اوسو

مونږ د چا شال له ګوتې نه دې وړې
نۀ غواړي دا هم چې شړو کښې اوسو

زمونږ به هم وو ډک جامونه نصيب
مونږ د ساقي کۀ چرې پښو کښې اوسو

زردار په مړي تاج محل جوړوي
مونږه ژوندي په اديرو کښې اوسو

اقباله مينه دې په زړۀ کښې ساته
ملک د پښتو دے پښتنو کښې اوسو
۲۳

جانانه ته خپلې هستۍ ته ګوره
زمونږه ډېرې غريبۍ ته ګوره

ستا تقاضې ټولې په سر سترګو خو
زما بې وسه زندګۍ ته ګوره

ويره زما څۀ بې سببه نه ده
تۀ خپل ښائست خپلې ځوانۍ ته ګوره

ښکلې څۀ ښکلې تسلي راکوي
چې دې يادېږمه سپوږمۍ ته ګوره

يوازې ليک ورباندې ستا نامه ده
زما د زړۀ صفا تختۍ ته ګوره

د چا بۀ داسې يارانۀ چرته وي
زما او خپل د غم يارۍ ته ګوره

په سن کښې پاسه د څلوېښتو نه شو
د اقبال مينې لېونئ ته ګوره
۲۴

هيڅ نۀ پوهېږم اشنا څۀ چـــل وکـــــړم
زۀ په خپل ځان اؤ په تا څۀ چـل وکـــــــړم

رانه خوشحاله په يو حال کښـې نــــــۀ ده
زۀ په مزاج د دنيا څۀ چـل وکـــــــړم

زۀ دې اخر په دنيــــــــا دواړو غــــــــــواړم
چې مې قبول شي دعا څه چـــل وکـــــــړم

د محبت په بې قانونــه مـــــلــک کښــــې
يم سزاوار بې ګناه څۀ چـــــــل وکـــــــړم

ځواني ، خاني مې درنه دواړه ځار کــړل
نۀ ښکاري تا ته وفا څۀ چـــــل وکــــــــــړم

چې راوستے نشې جانان ځـــــان ســـــــــره
سپرليه! ستا په ښکلا څۀ چــل وکـــــــړم

اقباله تللي بيــرتـــــه بيــــــا نـــــه راځــــي
نۀ پوره کېږي خلا څۀ چــــــــل وکـــــــــړم
۲۵

مينه کښې مې حال د کراچۍ غوندې خـــراب شو
خپل مې دښمانان شو نۀ تېرېږي ژوند عـذاب شو

زۀ دې د جهاد د فلسفې مخــــــالـف نــــــــــۀ يــم
مري چې په کابل باندې حاصل يې کوم ثواب شـو

دا سورن چنار به يوۀ ورځې ګوره ونـــــــه شـــــي
داسې څو اتواره کۀ په سرۀ وينــه سېـراب شــــو

ځکه مې مدام د هجر اور ته مـــخ کـــــوي دلبــــر
خوښ يې زما زړۀ جوړې په شکل د کبـــاب شــــو

طمعه د خلوص له زر پـــــرستـــو نـــادانـــــي ده
دا در زمانې وشوې په دهر کښې نـايــاب شــــــو

پاتې يې زمانه مطالعـــې د کتـــابـونــــو کــــړې
مخې ته زما چې د اشنا د مــخ کتــــاب شــــــــو

هره يو مصره يې پر له سوزه او لــــه ســـازه ده
ستا عشق د اقبال د زړۀ تارونو ته مضــراب شـو
۲۶

ښه نۀ شو زمونږه د وطن موسم
په برخه جوړي شو دا خړ خچن موسم

څوک د خوشحالئ ټپه به پورته کړي
هر وختې چې وي چرته غمژن موسم

نۀ پوهېږم لاس د مالي څومره دے
يا دلته د ګلو شو دښمن موسم

بيا مې غزلي سترګې رايادې شوې
بيا مې په زړۀ جوړ شو د سخن موسم

په مخ کښې دې سرخي د حيا وينمه
څۀ درته په غوږکښې اووې نن موسم

سترګې د اقبال هډو سړې نه شوې
لاړو بيا دې تېروت د ديدن موسم
۲۷

ډېر به په ګرانه باندې تا هېروم
خو خامخا دې بې وفا هېروم

دا زړۀ مې لوے دے کۀ مې مېنه ډيره
چې دې خطا باندې خطا هيروم

چې يو په شا کړم بل مې مخې ته شي
څنګه به ستا دومره جفا هېروم

ما وئيل ستا په محبت کښې اشنا
زۀ به اخر زۀ به دنيا هېروم

دا د تيارو خدايان په فکر کښې دي
چې څنګه خيال به د صبا هېروم

اقباله همره خوشحالېږي اغيار
چې زۀ مذهب پښتو حيا هېروم
۲۸

کۀ نورو خلقو محبت کړے دے
مونږه د يو بل عبادت کړے دے

په ورستي صف کښې اودريدلے نۀ شو
زمونږ نيکونو سيادت کړے دے

د عزت طمعه د هر چا نه لرو
مونږه د هر سړي عزت کړے دے

څنګه دې بدو تہ اوس بد ووائيم
چې مې ټول عمر ستا صفت کړے دے

زلفې خوارې کړۀ اداګانې وکړه
ما انتظار د قيامت کړے دے

هڅه د مال يې چرته کړے نه ده
اقبال پښتو کړې ده پت کړے دے

۲۹

نن چې بدل غوندې راګوري اخر څۀ قصه ده
دا هوا راغله له کوم لوري اخر څۀ قصه ده

ستاد ديدن پشکال مات نۀ شو په ګړه ګوړه
ولې نيولے شان راوري اخر څۀ قصه ده

ورځ د اختر ده غېږ اشنا ظاهر په مينه راکړه
پټ پټ د خلقو نه مو زوري اخر څۀ قصه ده

نهال کړو مونږ اؤحفاظت د چنار مونږه وکړو
هاړکښې ځائې نه لروپه سیوري اخرڅۀ قصه ده

راته راياده زمانه د ورکوټوالي مې شي
چې پټ پټوني کوي ستوري اخر څۀ قصه ده

خمار موسم او غزونې د ځوانۍ اقباله
خفه زما د غزل توري اخر څۀ قصه ده

۳۰

چې مې په مينه کښې غماز باندې باور کړے دے
لار کښې پخپله د ازغو مې ځان ته کر کړے دے

تارخۀ رښتيا مې په هيچا باندې خواږه نۀ لږي
په چم ګاونډ کښي هر سړي راسره شر کړے دے

روژې په اوږې ګېډه ونيوې غريبو خلقو
خو اهتمام روژه خورکو د اختر کړے دے

په نا پوهۍ باندې بدنام شو هلاکو او چنګېز
نن حد د ظلم سامراج څۀ په هنر کړے دے

چې ستنېدۀ،په مخه تګ دواړۀ اوس يوشان له دي
مونږه په عشق کښې تر هغه ځايه سفر کړے دے

زۀ د هغۀ جانان د کوم کوم احسان ذکر وکړم
چې يې د عشق په هر منزل کښې له ما سر کړے دے

اقباله اوس راته خپل غزل غزل ښکاره شو
چې مې غزل په آ غزل باندې اثر کړے دے
۳۱

چې يې زما له غاړې نۀ خېژي اسان لاسونه
اچول غواړي د رقيب اوس په ګريوان لاسونه

بلبله وېره د ګلچين د ګلچينۍ مۀ کوه
خو د ګلونو نه اخستې دي باغوان لاسونه

څۀ بې حسي د چې اواز مې هم له خولې نۀ خېژي
په سترګو وينمه مرۍ ته را روان لاسونه

غريب به کوم ځاےکښې سرپټ کړي په قرار به څۀ شي
چې په هر ځائے کښې ورپسې دي د اسمان لاسونه

هغه زاړه مينه زما نه مي اشنا مه غواړه
زما طرف ته ډير اوګده شو د دوران لاسونه

په طاعوني مرض د عشق مې طبيب نۀ پوهېږي
زما نبضونو له پکار دي د جانان لاسونه

اقباله ښکلي په ماما او په کاکا مې بولي
اوس خو دې نۀ وهي په زړه کښې مې ارمان لاسونه
۳۲

زۀ په خاطر د ښکلي يار دغه همره زړونه ساتم
چې د يو رنګ خاوند په مخ بې شمار رنګونه ساتم

څۀ وکړم زه لېوني زړه سره چې نه صبرېږي
په ما زيګر کښې اوس هم لارې ګودرونه ساتم

تۀ به راځې زه به شيندمه ستا په لاره باندې
څيرې جولۍ کښې مړاوې مړاوې څو ګلونه ساتم

کۀ نه راځې زما په تا باندې څۀ زور خو نه دے
راکوې طمع له مودو دې کنډاوؤنه ساتم

ماته د بل د درد احساس دغه همره زر ځکه شي
چې زۀ پخپله زخمي زړه کښې خپل دردونه ساتم

دا زه پښتون يم په بيلات باندې زړه نۀ بائيلمه
ګټې تر ګېډې وټړمه سنګرونه ساتم

زمانه دې ته لېونتوب يا کۀ بل نوم ورکوي
چې زيړے نمر يمه ځوانان څو ارمانونه ساتم

د پټېدو نه مخکښې راشه چې ئې ووينمه
هغه چې زه په ويخو سترګو کښې خوبونه ساتم
۳۳

لويه خدايه زۀ ليکم پرې ستا ثنا
په قلم کښې تۀ پېدا کړې زور زما

زۀ بنده يمه ناتوانه توان مې نيشتے
په يو ساه باندې هست په بل فنا

چې کرم نۀ وي د ستا شاملِ حال څو
سرۀ د خاورو نه شي لاندې په بها

شهزادګانو ته کړے کيند کچکول په غاړه
په مسند باندې د شاه کېنئ ګدا

کا ئنات دې پېدا کړے لا محدود دے
محدود عقل به يې څۀ اوباسي معنا

په ذره ذره کښې ستا جلوه ښکاره ده
چې د زړه سترګې لري ليدلے شي تا

څومره حق چې د ستائيلو ربه ستا دے
ملامت دے له اقبال نۀ شو ادا
۳۴

در به شم څۀ چې غمازانو لارې ونيولې
مونږ ته د مينې دښمانانو لارې ونيولې

چرته د عشق د ليوني تندې به بيا ماتېړي
د ښار کوڅه کښې ماشومانو لارې ونيولې

پيغله شوه اوس يې بوسه هغه شان اسانه نۀ ده
مخ ته يې د زلفو ښامارانو لارې ونيولې

نن د راتللو يې اميد جوړې په دې لاره دے
په هر قدم چې ملنګانو لارې ونيولې

زمونږه وران کلي ته پېښه پسرلے نه کوي
هسې بې صبره بوراګانو لارې ونيولې

په داسې حال کښې به کاروان څنګه منزل ته رسي
د کور دلال اؤ رهزنانو لارې ونيولې

په خړه سترګه به مغل خېبر ته ونه ګوري
په صداقت که افغانانو لارې ونيولې

ناوې کېدو جوګه اقباله د پښتو غزل شو
افسوس دے دا چې باباګانو لارې ونيولې
۳۵

په خپلو لاسو مې خپل کور ولوټۀ
لکه اغيار په زور او شور ولوټۀ

هله نه ځان ګڼم اورنګ د دوهې
چې سرو مال مې ستا په تور ولوټۀ

هېچا مې ډيل په چمن کړے نۀ دے
چرته سيلۍ او چرته اور ولوټۀ

د انغري غاړې له پاتې نۀ شو
د تنارۀ په سر يې شکور ولوټۀ

هلته ژوندي به په امان څنګه شي
چرته چې مړے هم د ګور ولوټۀ

باغوان په وينه اوبۀ خور کړے ؤ
زاغانو هغه باغ سمسور ولوټۀ

اقبال په لوټ چې غلے پاتې شو څو
لوټ مارو دغه همره نور ولوټۀ
۳۶

زار د هغې لارې چې کلي ته د يار تلې ده
د مينې ليکه ده چې زړۀ نه تر نګار تلې ده

لارې څارل ، بانې کول ستا د ديدن د پاره
ښه ډېره برخه مې د ژوند په دې بېو پا ر تلے ده

زما اميد يې د راتللو ځکه نۀ ختمېږي
پرون چې تلله د راتللو په اقرار تلې ده

کۀ وارَوې د بڼو غشي دا دې خپله خوښه
نخښه د زړه مې په وړمبي وړمبي ګوزار تلې ده

اقباله درد يې بيا يو خس چرتۀ کم شوے نۀ دے
زړه کښې مې څوکه چې هغه د عشق د خارتلې ده
۳۷

چې مې وليدۀ هغه ښکلې سنګار کښې
تاؤ مي لا زيات شو د ميني په انګار کښي

په جبين کښي يې حېران پاتې شين خال کړم
ستورے څنګه راښکاره شو سپين نهار کښې

په نري سلائي سترګې يې کړې تورې
ښکاري باز له مړَوي کله په ښکار کښي

بې د تيلو ئ شانه کړې توري زلفي زهر لا
زيات وي د سرې مېرې په مار کښې

لېونے چې لېوني حسن اقبال کړو
خود به ناست وي لېونے په لويه لار کښې
۳۸
توره هيلۍ به بانګ ووائي اوس به چې يار وينم
چرته مې سفر دے زۀ په مخه هغه لار وينم

کړے مې کمے بېشے په لوظ کښې خس نۀ دے
په ورځې د قيامت به درته مخ زۀ ابدار وينم

نۀ اوس ستا ځواني ده نۀ زما مستي ده پاتې
ځان خپل په هٰغې نشه اوس هم خمار وينم

ستړي مې اعصاب شو نور بې دمه شوم دلبره
هيڅ ترې نه بود نۀ شو څۀ بې سود انتظار وينم

لا مې ځواني نۀ وه چې اخته د عشق په رنځ شوم
داسې ورځ رانعله چې به زړۀ په قرار وينم

تۀ کۀ څۀ کؤے شې اشنا نو مات کړه دا بندونه
زۀ له ډېره وخته ځان کمزورے بيمار وينم

زړۀ به زما تش شي کۀ په ډاګه مې نارې کړې
هسې هم عالم په افسانه خبردار وينم

نۀ بيا ناروغه اقبال روغ شي لکه مخکښې
نۀ به ستا د کلي ګودر بيا په بهار وينم
۳۹

د فطرت حسن چې خور شي ښائسه کاندي ملکونه
د زړه ښار ته مې رادورمي قافلې شي ستا يادونه*

د پوه ، ماه واؤره کۀ وشوه په جذبو دا ستا مينې
دا اهونه به زما کړي د انډک سونډک بادونه

د اټکو نخښې ښکاره دي طوطکے په ملک کښې ګرځي
وران سېلونه د مرغو شو بې له تا نيشتے خوندونه

ستا د هجر هاړ چي تود شي سوزوي مې د زړۀ للمه
زما سترګې پشکال شي وروي پرې بارانونه

خوښ مې منے ځکه نۀ دے بانې ګرانې د ديدن شي
ښه موسم د پسرلي دے ساګ شينکي ديدنونه

زۀ فنکار يمه ، شاعر يمه غزل ترې جوړومه
لږ دخپل ښائست نه راکړه څۀ ښائسته ښائسته رنګونه

(د قلندر صېب په مصرعه)
۴۰

پس له مرګه که مې راغلې د راتلو نه دې څۀ خېر دے
لکه شمعه په مزار مې ژړېدو نه دے څۀ خېر دے

ساقي زه له تندې مرمه ګوټ زما له پاره نيشتے
ډک خمان دې رانسکور شه د پيالو نه دې څۀ خېر دے

چې مې برخه ويرانه ده دشت کښې خاورې په سر نولم
لوټ چمن دې په خزان شۀ پسرلو نه دې څۀ خېر دے

ماښامے ؤ ماسخوتن شۀ ، ماسخوتن نه مُلا بانګ دے
يار خو رانغے زړګيه ، شوګيرو نه دې څۀ خير دے

ګيله هاغه چانه وکړه چې پوهېږي پرې اقباله
يار بې رحمه بې وفا دے د ګيلو نه دې څۀ خېر دے
۴۱

کۀ دې ښکل کړم خفه کېږې خو به نۀ
ځان پرې غل کړم خفه کېړې خو به نۀ

په څونډي باندې به کومه پورې ګرځې
په مينځ بيل کړم خفه کېږې خو به نۀ

ستا د شونډو د کوثر په طمع طمع
مړ کۀ جل کړم خفه کېږې خو به نۀ

تږ مې ډېر په زاړه لاره د عشق وکړو
لار بدل کړم خفه کېږې خو به نۀ

رقيب ځکه په امان دے ستا مئين دے
اور پرې بل کړم کړم خفه کېږې خو به نۀ

ستا د لبو ، ستا د سترګو ستا له زلفو
نه غزل کړم خفه کېږې خو به نۀ

صبر هيڅ مې پکار رانغے په عشق کښې
توکل کړم خفه کېږې خو به نۀ
۴۲

زما سترګو کښې يو سوال دے وې يې لوله
څۀ نا اشنا غوندې دا خيال دے وې يې لوله

چې مې زړه کښې دے په ژبه مې راځي نۀ
تحرير کړے مې خپل حال دے وې يې ولوله

کۀ په زړه مې ستا د غم ورېځې نۀ وے
مات بيا ولې پشکال دے وې يې لوله

عاشقي ده را پغاړه ميراثه کښې
پوخ مې هر يو استدلال دے وې يې لوله

د بشرے نه حال د زړه راسر ګندېږي
چې خفه دے کۀ خوشحال دے وې يې لوله

تۀ زما د ژوند زما نه پوښتې څه له
ستا په نوم مې انتقال دے وې يې لوله

انتظار د عمر ګران دے عشق کښې سر نه
قائم کړے مونږ مثال دے وې يې وې لوله

د اقبال په وولو ستا د مينې بار دے
را ټيټ شوے لکه دال دے وې يې لوله
۴۳

کۀ پښتنۀ يې زه پښتون نۀ يمه؟
وګوره چاته سر نګون نه يمه

زۀ د لېلٰي سپي ښکلولے نه شم
مجنون نه تېر يم خو مجنون نۀ يمه

که چرته وخت راغے قربان به کړم سر
دومره مئين په خپل ژوندون نۀ يمه

دا ستا د سترګو او د زلفو نه بي
لاندې د هيچا د افسون نۀ يمه

خندا کښي پټ ساتم دردونه د زړه
مۀ ګڼه داسې چې محزون نۀ يمه

پخپله تا د وراني سر يېښے دے
د غمازانو په لمسون نۀ يمه

چې احترام د ازادۍ نۀ لري
پابند د هيڅ داسې قانون نه يمه

زما د ذات زما د قام مسئلې
خلقه سقراط اؤ افلاطون نه يمه
۴۴

ستا په لټون يمه مخونه ګورم
په باغ کښې ګرځمه ګلونه ګورم

تۀ مې د زړه په کورَکي کښې اوسې
زۀ ليونے يمه ملکونه ګورم

عشق مې په لاس کښې ائينه راکړله
حيران دريان دې صورتونه ګورم

شابه نقاب له مخه زر پورته کړه
شوق مې جنون شو شنۀ خالونه ګورم

حاصل د عشق رهنمائي د زما
حاجت مې څۀ دے چې پلونه ګورم

چې ته زما او زۀ دا ستا په ځائې وے
بيا به دې زعم ، نصيحتونه ګورم

چې مړ شم مړۀ به ارمانونه شي ستا
ژوندے اقبال به دې خوبونه ګورم
۴۵

بې له عشقه ژوندون څنګه
يؤ تصوير لکه بې رنګه

عشق کښې سر نه تېرېدے شم
تيريدے نۀ شم له ننګه

که رانجا يم خو پښتون يم
بدلولے نه شم ډنګه

د اشنا د مخ په شمع
سول زده کړه له پتنګه

زړه په مينه باندې رام شي
حاصل هيڅ نه وي له جنګه

په کرم مې زړه صېقل کړه
لرې کړۀ مې له زړه زنګه

د مذهب نوم مې پښتو دے
په يو خم کښې دواړه رنګه

سرمدي ساز دے په عشق کښې
چې نه نے لري نه چنګه
۴۶

ستا د حسن ننداره ده ګلستان کښې
هيڅ هم نشته نور چې ګورم په جهان کښې

ستا د مينې برکت دے نور څۀ نشته
چې دا ستا نخښې ليدے شي راته ځان کښې

ائينه چې راته مخکښې مخکښې نيسي
څۀ به ځايې شي حېراني نوره حېران کښې

ستا تصوير خپل په زړه کښې ليدل غواړم
سر مې ټيټ ځکه نيولے دے ګرېوان کښې

چې مې مرګ دا ستا ديدن له پاره شرط دے
هيڅ کشش نشته دے ماله په حېوان کښې

ما په دير او په حرم کښې لټولې
تۀ دېره مې وې د زړه په بيابان کښې

بهرَور يې چې له مينې نه څوک نۀ شي
يقين وکړه چې اقباله دے تاوان کښې
۴۷

لـــه مــجــازه حــقــيــقــت تــه ورســېــدمـه
ابــتــدا د مــحــبــت تــه ورســېــدمـه

ستا د حسن تماشو کښې داسې ورک شوم
چې ژوندے يمه جنت ته ورسېدمه

چي اهونو کښې يو کېف دے يو سرور دے
دا په عشق کښې کوم حالت ته ورسېدمه

په نصيب کښې به مي کله دا اعزاز وي
کـۀ دې چـرې هـم تـهمت ته ورسېدمه

په غـلـطـه لاره اچـوي غـمـاز مې
په خوارو د يار محلت ته ورسېدمه

د جهان علم به وايم چې حاصل شو
کۀ معنا د انسانيت ته ورسېدمه

دا به لويه کاميابي وي اے اقباله
جو دانه يې کۀ صفت ته ورسېدمه
۴۸

په اخره کښې دا ژوند مې د مزې کړه
بيا را پورې د ځوانۍ بلې لمبې کړه

زۀ د مينې په مذهب يم پېدا شوے
اے ناصحه چرته بل ځائې کښې قېصې کړه

د خوبانو خيال مې نۀ درومي له زړه نه
ګډې وډې مې قبولې دا سجدې کړه

تۀ بۀ څو پورې زما نه مراور يې
اوس منظورې خو د اوښکو مې جرګې کړه

د مرګي نه په ځوانۍ کښې شکست خورمه
را پېدا را کښي بيا ځواني حوصلي کړه

لېونتوب ښه دے سړے له غمه خلاص کړي
هوښيارتوب بيخي عاشق زرې زرې کړه

د اقبال زړۀ ته چې ياد دې کله راشي
لېونے لکه څۀ څيز باندې حملې کړه
۴۹

زۀ کۀ سل قسمه خورمه خو مني نه
له ګنده ذهنونو ووځي ګندګي نه

نفس پرسته يې تلي په خپله تله
ولې نۀ پښتي پُنو او د سسي نه

پاکې مينه کښې د جنس حثيت نشتے
فرشته يا هيجړه جوړ شي د سړي نه

چې د هير هرې رضا باندې رضا شو
رانجا هسې رنګي جوګ پوخ کړو جوګي نه

د دنيا ژوندون دوه ورځې دے اقباله
کړه دعا چې شو يو ځاے پس له مرګي نه
٥٠

اوس بۀ څله د چا يار د چا جانان يم
چې پخپله زيړه پاڼه د خزان يم

زۀ د عشق د بېخودۍ نه بهر نه شوم
په خوراک د تروو ستړے د دوران يم

خلق ولې مې لي ياره ساتي لرې
يار زما په شان اؤ زۀ د يار په شان يم

وصال مرګ دے خاتمه د جستجو ده
کۀ ژوندے يمه ژوندے په دي هجران يم

هيڅ خبر نه يمه له بله رو ګودره
چې ماشوم ومه د عشق په لار روان يم

د چا يو ارمان پوره نه شي ارمان کړي
ماته نۀ ګوري چې ټول ارمان ارمان يم

کۀ د اوسپنې وے رو رو سولېدل به
زنځيرونو کښې د زلفو بنديوان يم

زه اقبال به ګېر چاپېره څۀ نظر کړم
چې پنځه وخته اخته خپل په ځان يم
۵۱

نۀ پوهېږمه چې څنګه مراور جانان پخلا کړم
دا زما په وس کښې نۀ ده چې تمام جهان پخلا کړم

چې مدام په تعاقب کښې مي راخکلي غشي ګرځي
يؤه ورځې به مې ښکار کړه زۀ بۀ څو امان پخلا کړم

سرۀ لاسونه سرۀ لبان دې د يو بل نه زيات قاتل دي
تورې زلفې تېزندۍ کۀ جلاديان چشمان پخلا کړم

اے زما د جانان غمه څۀ دمه خو راته وکړه
چې يو خس هم دمه نۀ کړي ځمه زۀ دوران پخلا کړم

مراور يم کۀ پخله يم اشنا ستا په څۀ وتنه
مجبوري ده دا زما ځکه پخپله ځان پخلا کړم

ستا د زلفو نه مخ غواړم د هندو نه کشمير غوړم
زۀ پاړو د منګرو يم لېوني ماران پخلا کړم

غمازان لاسونه وباسي له مينځه کۀ اقباله
ننواتې په جرګو باندې به زۀ افغان پخلا کړم
۵۲

ژمي شپه د تنها نه يم ستا يادونه راسره دي
کۀ بنديز شو په ديدن دې ديدنونه راسر ه دي

زۀ په بندې ګلئۍ راغلم مخکښې لار نه معلومېږي
مينه ستا زما اسره ده اميدونه راسره دي

په وس هر يو سړے پړ دے زما تانه ګيله نشته
ما له دغه همره بس ده ستا لوظونه راسره دي

رقيبان او غمازان کۀ مې هرڅومره بد خواهي کا
زۀ نازېږم د اشنا محبتونه راسره دي

ارمانونه د هر چا به پوره کېږې قانون نه دے
ګور ته ډک لاسونه وړمه حسرتونه راسره دي

ما په مينه کښې بائللې څۀ يواځې بازي نه ده
په دې لاره کښې ملګري عالمونه راسره دي

زۀ اقبال که ژوندے ښکارم حقيقت کښې داسې نۀ ده
په خوامړيم ستا په عشق کښې خوساهونه را سره دي
۵۳

راځه بند شوي کنډؤنه مات کړو
يا به په مينه کښې سرونه مات کړو

د مينې حق چې له مئينه تروړي
دغه دودونه دستورونه مات کړو

د محتسب نه چې په غلاڅښلے شي
مېخانه ورانه کړو جامونه مات کړو

چې داسې مړاوې په مکېز راګوری
مونږ به توبې او قسمونه مات کړو

چې حق ليکلے حق وئيلے نه شو
داسې دوه ژبي قلمونه مات کړو
۵۴

نۀ پوهېږم چې دا څنګه اضطراب دے
په وصال کښې مې زړه هم لکه سيماب دے

هيڅ د ژوند په حقيقت باندې پوې نۀ شوم
نۀ پوهېږمه چې وېښ يمه کۀ خواب دے

اقراري د خپلې مينې په ګناه يم
کارمې نيشته دےثواب دے کۀ عذاب دے

چې موندلے مې په مينه کښې سرور دے
حاصل کړے کله چا له ميئو ناب دے

په رخسار چې دې د زلفو وېښتۀ راشي
په ائين کښې يې کتے شي پېچ و تاب دے

په فهرست کښې د عشاقو يم د ښکلي
لږېدلے راسره پر د سرخاب دے

رنګا رنګ پکښې خيالونه ستا موجزن دي
دا سينه دہ د اقبال يا کۀ درياب دے
۵۵

دځنکدن په وخت کښې راشه چې اسان شي په ما
دا وروستنے اؤ وړومبنے به دې احسان شي په ما

سر مې په خپلوزانو کېد ه چې دې مخ ته ګورم
سفر د عدم د تيارو يارہ چې روښان شي په ما

ما له دا ستا نظر پکار دے د زړه سره زما
څه کړمه زۀ کۀ دا عالم ټول مهربان شي په ما

کۀ تۀ مې وژنې زۀ دې بيا هم مسيحا ګڼمه
زۀ خبر نۀ يم چې دا ستا څنګه ګمان شي په ما

وائيم که نوم دې واخلي يا دې څۀ خبره وکړي
دا ستا د کلي هر سړے لکه اسمان شي په ما

په يو موهوم غوندې اميد د هجر ژوند تېراوم
چرته نه چرته خو به پېښه د جانان شي په ما

اقباله زۀ څۀ سوداګر نه يم چې ګټه غواړم
هره سودا په محبت کښې دې تاوان شي په ما
۵۶

تغزل چې پکښې نۀ وي غزل نۀ دے
کۀ د ګوړې شربت خوږ دے عسل نه دے

تـــۀ لـــه خپــلو بڼو وپښــتــۀ پـخپله
کوم خوړلے مې ناوک په ګوګل نۀ دے

ننۍ شپــه زمـــا ځکه لا تيارۀ ده
راختلے مې قمر په بورجل نۀ دے

په جونګره کښې ديار سره خوشحال يم
هيڅ پکار مې د مرمرو محل نۀ دے

دا چې زۀ يې غمزده کړم په ټول عمر
ما ليدلے هسې شوخ اؤ چنچل نۀ دے

هره لار اؤ چوراها زمونږ مقتل شو
پاتې ښارکښې ضرورت د مقتل نۀ دے

داسې يار سره اقبال کړې وۀ مينه
چې يو خس په خپلې مينه خجل نۀ دے
۵۷

بيا مې زړۀ نرے شو د غزل فضا جوړېږي ځي
بيا د غزال سترګې غزلي راته يا دېږي ځي

دومره اشاره درله پوره ده کۀ پوهېږي زړه
تلل ي مجبوري ده په شاه ګوري اوودريږي ځي

ستادمينې ډکے مې په زړۀ کښې ښه ښېرازه دے
ستا د ياد شېبې ورباندې راشي او ورېږي ځي

نۀ قاتل پرې پوهه دے نۀ مقتول ته پته ده
کومه تماشه ده چې وطن کښې مو جوړېږي ځي

هره ورځ تجديد راځېنې بيا بيا د وفا غواړي
نۀ ګوري خپل ځان ته چې پخپله په شا کېږي ځي

زۀ خپله پښتو اؤ ته خپله انا نۀ پرېږدې
داسې نۀ خبره به زمونږ مينځ کښې زياتېږي ځي

دا دنيا اسيا ده کۀ لږ فکر ورته اوکړي څوک
هره يو دانه خپله په وار باندې وړېږي ځي

مه ګڼه چې زه اقبال له ستا غمه بې غمه شوم
اوښکې په ژړا ژړا د سترګو مې اوچېږي ځي
۵۸

په هر مخ کښې ننداره د هغه يار ده
خو ليدو لۀ ئ د زړۀ سترګه پکار ده

کۀ سرمد ئ د چړې د لاندې ويــنـــي
منصور کړې تماشه په سر د دار ده

مجنون وليدۀ په سترګو د ليلٰي کښې
څيرې کړې د رانـجـهـا پـوسـکۍ تـار ده

فرهاد غر سورے کوي نـۀ سـتــړے کــيــږي
شريــنــۍ ورتــه مـحـل کــښې انتظار ده

بـلـبـل باغ کښې په هرګل باندې غوړيږي
و پتنګ و ته ښائسته لـمبـــه د نــار ده

کۀ زاهد ئ د تسبو دانه کښې ګوري
د هندو په غاړه بياستــه د زينــار ده

څوک ئ ګوري په جمال څوک په جلال کښې
جـــوړه کــړې هر چا ځان د پاره لار ده

اقبال هيڅ پـۀ حقيقــت اؤ مـجــاز نــۀ دے
ښکاره شوې عاشقي ورته د کار ده
۵۹

ښۀ په غټو غټو ګورمه خوبونه جــوړوم
لېونے يم په هوا کښې محلونه جـوړه وم

هر سړے په دې پوهېږي چې مې برخه ناکامي ده
چې په مخ باندې د اوبو به تصويرونه جوړ وم

نۀ ډکېږي دا زما او ستا تر ميځه جوړې کندې
کۀ هر څومره پرې د پاسه زه پلُونه جوړ وم

په دنيا کښي هر سړے لږيا سامان د خوشحالۍ کړي
يو زه يمه يوازې چې غمونه جوړوم

نۀ صبرېږم ځکه بيا بيا ستا کوڅې لره درځمه
په درتللو د هر ځل نوي زخمونه جوړوم

اقباله په جفا چې د جانان مې زړه دړدېږي
را ټولې کړمه څړکي غزلونه جــوړوم
۶۰

ستا د يادونو دومره زور ولې دے
په غرغنډو مې د زړۀ اور ولې دے

مينه خو ډېرو په دنيا کړې ده
بيا راپسې دغه همره شور ولې دے

تا خو به ســـــر زما په سر ورکؤو
زړه دې زمانه داسې تور ولې دے

ياد قســــــمونه او وعدې کـړه خپلې
خيال دې بدل اؤ نيت دې نورولې دے

په څۀ بهانه باندې به راغلې مخکښې
اوس دې هېر کړے زمونږ کور ولې دے

اقباله خلق خوشحالـېـږي پکــــښې
جهان په ما لکه د ګور ولې دے
۶۱

خلق دې له زړه زما ويستۀ غواړي
دا څۀ لېوني دي رانه څۀ غواړي

ست مې لېونۍ ته د بوسې وکړو
ګرځي چم په چم چې رانه خولۀ غواړي

سېلونه د کارغانو راپسې ګرځي
غوښې د تنزري له مارغۀ غواړي

اول يې بې ديدنه بې وصاله کړم
اوس مې له وطنه هم واتۀ غواړي

جوړه دې ياري کړي ښکلي مخ سره
څوک چې په لمبو کښې سوَزېدۀ غواړي

داسې راته وائې چې ترې صبر شم
وس کښې چې مې نۀ وی هغه دې نه غواړي

ښۀ دے چې ساده دے د اقبال شعر
دا په سادګۍ کښې هم پوهېدۀ غواړي
۶۲
غم د يار او د روز ګار راپسې يؤ شو
سور انګار اؤ تور ښامار راپسې يؤ شو

زۀ تنها به يې تر څو مقابله کړم
کۀ مې يار دے کۀ اغيار راپسې يؤ شو

لېونے د مينې چرته تېښختۀ وکړم
کۀ ځنګل دے او کۀ ښار راپسې يؤ شو

اشتها مې په ساعت ساعت زياتېږي
کۀ يې لب کۀ يې رخسار راپسې يؤ شو

حوصله د ايوبي غوندې پکار ده
کۀ صليب دے کۀ زينار راپسې يؤ شو

په چمن کښې مي هم زړه نه خوشحالېړي
کۀ خزان دے کۀ بهار راپسې يؤ شو

بې له مرګه بله لار نۀ معلومېړي
چې طبيب او زړه بيمار راپسې يؤ شو

زۀ اقبال په بې صبرۍ باندې ګرم نه يم
چي ځواني او هم سنګار راپسې يؤشو
۶۳

زۀ چې خپل اشنا راياد کړم
د غمونو ښار اباد کړم

زۀ د هغۀ ابادي غواړم
د چا مينې چې بر باد کړم

دومره مينه مې په تا ده
ظرف دا نۀ دے چې يې ضباد کړم

ستا نامه دومره خواږه ده
وظيفه کړم کۀ اوراد کړم

ستا د قد په موجودګۍ کښې
په چينار څۀ په شمشاد کړم

ستا د سترګو له نظره
طمعه څۀ به له جلاد کړم

چې بې دمه لاس و ښپې شو
وخته څۀ کۀ دې استاد کړم

هيڅ اثر ورباندې نۀ شي
زۀ کۀ داد کړم کۀ فرياد کړم

زۀ ا قبال لکه رحمان تل
نــوے نـوے اجـتـهـاد کـړم
۶۴

چې خوشبو يې له خولو ځي د لونګو
څۀ سيالي د ښار د جونو د ګل رنګو

چې له ځايه يي لاسونه سرۀ او سپين دي
هغه څه کۀ په نکريزو په اترنګو

زۀ د مينې په خمار باندې خمار يم
پيالې څۀ کړمه د ميؤ اؤ د بهنګو

عمازانو جوړه ورانه ماشوړه کړه
ستا زما چې نۀ خبرۀ باندې جنګو

د تل ګرو سېل په څانګو د چينار کښې
د پيغلوکو د سپرلي په بلو دنګو

چې هر وختې د اهو په شانې رم کړې
کله کله خو ساته خيال د چورنګو

چې د ښکلو نه وفا غواړې اقباله
څۀ اعتبار دے په لوظونو د فېرنګو
۶۵

نۀ غواړې خلق چې پخلا شو دواړه
راځه پخپله چې رضا شو دواړه

زمونږه مينه مثالي مينه وه
د سازشونو ښکار د چا شو دواړه

تۀ بۀ انا زۀ به پښتو پرېږدم
هغه زاړۀ ياران به بيا شو دواړه

نه زه بۀ تا نۀ ته به ما ګرموې
دا به تسليم کړو چې خطا شو دواړه

مونږه د هر ملنګ مدار کړے دے
نخښه د چا د بد دعا شو دواړه

عشق ابتدا عشق انتها ده نو بيا
مونږه په کوم ګناه سزا شو دواړه

اقباله دا به معجزه وګڼم
کۀ ملاقي په دي دنيا شو دواړه
۶۶

څوک دے چې ما او تا په ځان کښې مخ کړي
د ائينو په يو دوکان کښې مخ کړي

چې تۀ خپل مخ زۀ خپل مخ ووينم
مونږه به څوک داسې امکان کښې مخ کړي

ماته په ځان کښې خپل ګناه نۀ ښکاري
دا ستا به څوک په خپل ګرېوان کښې مخ کړي

نوره هم ما وته ښائسته ښکاره شي
چې رانه بل خوا په حفګان کښې مخ کړي

لکه د ګډو ځو بې سوچه پسې
زمونږه څوک هم چې کاروان کښې مخ کړي

دروغ رښتيا به زما ستا معلوم شي
کۀ چرې مونږ په لوے مېدان کښې مخ کړي

مقصود يې تۀ سجده هم تا ته کؤي
اقبال چې هرځائے په هرشان کښي مخ کړي
۶۷


ستا هر اشنا سره بيا بيا خبرې
چې راسره ګډې کړي ستا خبرې

د وصال شپه کښي تر سحره پورې
نۀ خلاصېدې به ستا زما خبرې

درېغه چې بيا هغه وختونه راشي
کؤلې تا اورېدې ما خبرې

زۀ ستا په مينه باندې ساه اخلمه
کېخودې تا په غوږ د چا خبرې

زړه مې هروخت د وينواوښکې ژاړي
ياران مې غواړي د خندا خبرې

دا لېوني پېريان د عشق اقباله
نۀ اوري د پير او د مُلا خبري
۶۸

بې وفا د پاره څۀ او څۀ مې وۀ کړۀ
خو منکر دے چې مې هيڅ ورله ونۀ کړۀ

زۀ لۀ هر څۀ تېروتمه څو څو واره
ټپسان د زړۀ په غوښو مي ماړۀ کړۀ

چې حيا مې مثالي وه په عالم کښې
د هوس ډک نظرونه مې ساړۀ کړۀ

سراپا جوړه مې خپله اختجاج شوه
د چپتيا مهرونه پورې مې خلۀ کړۀ

چې ژوندے لاش يې زما سېزۀ په اور کښې
چم ګاونډ ورسره ټول لرګي واښۀ کړۀ

چې دا هسې ناسورونه دي چاپېره
خپل زخمونه يې د زړۀ راته واړۀ کړۀ

مضامين چې کوم د نظم وۀ اقباله
د غزل په پېرايه کښې مې خواږۀ کړۀ

(پس منظر يوۀ داسې مېرمن چې خپل د نشائي خاوند په خاطرئ دوۀ ځله حلاله
قبوله کړه خو خپل يې نۀ شو، د ماشومانو پالنه په جاړو پونجه کوله)
۶۹

د ځوانۍ تصوير مې ستا سترګو کښې ښۀ دے
بډها مخ مې اشنا ستا د ښودو نۀ دے

اوسېدۀ غواړمه ستا زړۀ کښې مدام زۀ
زۀ ويرېږم چې بد نۀ شې اخر زړۀ دے

زيړ بخن شو اؤ رڼا يې کړله کمه
ځي پرېوځي نمر بيخي په سر د غرۀ دے

څومره ښکلې څۀ رنګينه زمانه وۀ
له بلبله پسرلے د هېرېدۀ دے؟

نمر پرست د نمر په لوري لوري مخ وړي
زما عشق نۀ پۀ ښاتۀ نه پرېواتۀ دے

اقبال هغه شان لا ستا خوبونه ويني
کۀ وړۀ وړۀ د بډها اسمان په پلۀ دے
۷۰

لږ غوندې ګورمه چې څنګ تېرېږي
بغېر له ياره په کوم رنګ تېرېږي

خوله ئې هر وخت ې له خندا ډکه ده
خو ما سره همېش په جنګ تېرېږي

ستا د سينو د منجرو خوشبوي
لکه څوک باغ کښې د لونګ تېرېږي

دا دنيا چا پورې نيمګړې نۀ ده
کۀ څوک ګدا دے که اورنګ تېرېږي

عشق تقاضا کوي د خيال د قدم
ګرانه کړه ده په ګړنګ تېرېږي

شمع وباسي ورپسې نوے سر
څۀ چې تېرېږي په پتنګ تېرېږي

د ډډو لاندې مې ازغي دي اقباله
ښکاره بېشکه په پالنګ تېرېږي
۷۱

چې په هر څۀ کښې جانان راته عيان دے
ځکه ما وته تمام جهان جانان دے

زۀ ئې ستا سترګو کښې وينمه جانانه
حقيقت دے کۀ مجاز دے کۀ ګمان دے

يؤ ساعت زما له خياله بهر نۀ ئې
د وصال خوند پېدا کړے مې هجران دے

رهبري مې هيڅ د خضر پکار نۀ ده
چې په زړۀ باندې مې ليک نام و نښان دے

شمع رويه نقاب پورته کړه له مخه
زما سترګو پېدا کړے تاب و توان دے

چې له مانه دومره ډېره مينه غواړي
په ائين کښې ئې کښي ليدلے جوړې ځان دے

په مزه مزه چو نټي کړه خوارې زلفې
د اقبال خاطر کړه جمع پرېشان دے
۷۲

زما اؤ ستا څۀ لېونۍ مينه وه
د دوه روحونو پخوانۍ مينه وه

لکه چې يو بل له مودو پېژنو
وخت په لحاظ که اوسنۍ مينه وه

پورته کېدۀ به طوفانونه هر دم
کله چې موج اؤ په ځوانۍ مينه وه

په تا تره نه په ګړنګ حيصاره
له سره تېره غرسنۍ مينه وه

وخته هوښيار شوې لاړې تېروتلې
دا خو زمونږ د نا دانۍ مينه وه

نور دي چې اقباله بيا بيا مينه کوي
زما اول اخرنۍ مينه وه
۷۳

بغېر له تا مې تېر اول زده کړۀ
دغه ماشوم مې غلول زده کړه

باغچه مې کړه نهال په زړه دننه
زخم د زړۀ مې خنده ول زده کړه

زلفې يې ځانګي نرۍ مله نه کته
ځوانان په دار يې خېژول زده کړۀ

پېغلوکې سترګه تورَوي په هنر
په غرونو اور يې لګول زده کړۀ

خلقو تا ما ښائي په ګوته باندې
ښه ده چې يار مې پېژندل زده کړۀ

شوخي اقباله په ځوانۍ کښې ښې شي
غزل دې دا څنګه وئيل زده کړۀ
۷۴

زلفې په زمکه ځان پسې راکاږي
د ميئن زړۀ باندې چړې راکاږي

د زړونو لوبه بز کشي ګنې کۀ
داسې ناترسه په حملې راکاږي

چې څوک خبر دي ستا دعشق له تاوه
ليکې په پوزه د توبې راکاږي

ستا د صفا صفا انکار نه ورستو
څۀ مې دا ستا تر دروازې راکاږي

اقباله ماتې په نصيب د غليم
پښتون پتنې په حوصلې راکاږي
۷۵

يو داسې ملک ته لاړې چې هيچا نه پېژندلے
زۀ تانه زاريدلې تۀ زما نه زارېدلے

پښتو وې نۀ مذهب وې ، نۀ رسمونه ، رواجونه
د هر سړي خپل ژوند وے چا عرض پرې نۀ ساتلے

د سيند دپاسه جوړ وے د ياقوتو د مرمرو
يو ښکلے شيش محل وے پکښې مونږه اوسېدلے

يو باغ وې د ګلونو پکښې ټال وې د رېښمو
نرے نرے شمال وے مونږه وار وار په زانګلے

نرے نرے باران وې د چينې اواز راتللے
غرق خوب باندې اودۀ وے مونږ چا نۀ وېښولے

يو ښکلې شنۀ مينا وے پکښې سرۀ زاړه شراب وے
جامونه جنګېدلے د يؤ بل په نامۀ څښلے

رنګينې راڼاګانې وے ستا سر مې په سينه وے
د ګوتو په ګومز مې ستا وېختۀ ګومزَولے

اقباله لېونے ئې په خيالي دنيا کښې اوسې
جامه د حقيقت ارمان خوبونو وموندلے
۷۶


تسلي د زړه کومه په دروغو
يؤ ماشوم له غولومه په دروغو

ګورم دا چې ما پسې هم حفا کېږي
يوه ورځي چرته مرمه په دروغو

تۀ په هرقدم هر موړ باندې دروغ کړې
ژوند به څنګه تيراومه په دروغو

ما به ځان سره پخلا نۀ کړې هيڅ کله
کۀ يو ځل مراور شومه په دروغو

چې هر وار جدا کېږدله به اقباله
وې به ئې ډېر زر به راځمه په دروغو
۷۷

دا ئې ما سره دوستي کۀ دښمني ده
چې په توګه مې د موخښي زندګي ده

راکوي اتبار خوري سل سل قسمونه
مګر کړې ئې هر وار خلاف ورزي ده

په هجوم کښي هم د خلقو يک تنها يم
را بخلې ئې څۀ داسې تنهائي ده

يار زما له دې خامۍ نه فائده اخلي
غټ عنصر زما د طبعې بې صبري ده

زۀ دکاڼې نه بت جوړکړمه سجدې کړم
وبال ماله زما خپله اذري ده

اذيت د انتظار راکوې ولے؟
چې دې نۀ راتلۀ جانانه مجبوري ده

له منزله ئې بوتلي همره لا يو
چې هر چا کړې زمونږه رهبري ده

په ساعت ساعت کښې يار مې بدلوي رنګ
ما اقبال هم کړې مېل مېل شاعري ده
۷۸

لږه لږه راسره بې وفائي کړه
پېدا غم سره د زړه مې اشنائي کړه

کۀ يو ځل راباندې غم د هجر راغے
زغم نا اشنا زړه به مې څنګه جدائي کړه

زه منم چې ډير ه مينه باندي ړوند يم
بې له مينې څۀ دعويٰ د بينائي کړه

ګناه ګار راته ښکاره شي دا خپل ځان
يار مې هسې راته پېښه صفائي کړه

زه منونکے بس د هغه يو خدائې يم
چي د واړه خدايانو خدائي کړه

چې راکاږي مې غزاله په لېمو کښې
خدايه ما ئي د کجلو سلائي کړه

هره ورځ چې پکښي له اضافه کېږي
خپل ديدن راته د ملک مي مهنګائي کړه

په خندا کښې دې سپين زر وېشے جانانه
د اقبال بدن په غېږ کښې طلائي کړه
۷۹

ولې ټول ظلم په ما دے
اخر کوم ګناۀ زما دے

ته د زور او زر خاوند ئې
خو پښتو غېرت زما دے

ستا فرېب مکر زده دي
د مړانې نوم زما دے

يو جابر ته تسليم نه شوم
دا نړۍ تاريخ ګواه دے

نن د زول باران که شپه ده
خو صبا له روڼ صبا دے

کۀ زخمي شم وينې وينې
مقدر کښي شکست ستا دے

د مور پيؤ کښي ر ودلے
حميعت او همت ما دے

زۀ د هغه قام وګړے
چې زېږون ئې له دعا دے

ستا سرشت طوطا چشمي ده
ياد سبق مې د وفا دے
۸۰

ژړۍ پکار ده په شيبو نۀ کېږي
سود مې د زړه په اوس په ليدو نۀ کېږي

ښۀ ورستو راشه ولې پوخ راشه
ګرانه اشنا په تلو راتلو نه کېږي

لږي څو ورځو نه چې اور اخلمه
ګذران زما په اسوېلو نۀ کېږي

د باشاهانو کبر مات کړي مينه
دا هاغه در دے په پېسو نۀ کېږي

ښه به وي دا چې شنه لوخړه شمه
زوندون مدام په دودېدو نۀ کېږي

خخ مې د يار سره کړئ يؤ قبر کښې
د ژوندانۀ په څو لمحو نۀ کېږي

لکه د باز غوندې غؤټه پکار ده
تش د ټپس په شپلندو نۀ کېړي

جذبو سره سره عمل غواړي
ګنې يواځې په جذبو نۀ کېږي

توبه يو ځل د نصوحه توبه
د هره ورځې په توبو نۀ کېږي

دا کمزوري ورله نيولې د يار
صبر اقبا ل نه په مودو نه کيږي
۸۱

يؤ وړوکے شان له کور وې ستا زما
محبت پکښې خور وور وې ستا زما

مونږ د يو بل د زړه ژبې پوهېدلے
خو نرے نرے ټکور وې ستا زما

داسې مينه په دنيا چا کړے نۀ وې
په دنيا باندې يؤ شور وې ستا زما

ګډې وډې وې زمونږپه ځان کښې خاوري
څۀ به ښه وے کۀ يو ګور وې ستا زما

لکه زه اقبال په تا باندې چې مړ يم
کاش کۀ يو شان له دا اور وے ستا زما
۸۲

کله اشنا څۀ اؤ کله څۀ بانه
مۀ راځۀ کۀ نه دې مني زړۀ بانه

عمر په بانو باندې تېرېږي نۀ
څو پورې به ساګ شي اوواښۀ بانه

زۀ کۀ لېونے يم دومره هم نۀ يم
ښه پوهېږم کړې چې کله تۀ بانه

اور دې زړۀ کښې نيشته دے زما غوندې
ځکه درته خوړ شي ورېدۀ بانه

هسې ستاسو کور کښې څنګه پاتې شم
څۀ نه څۀ لري خو مېلمانۀ بانه

سُور دے په سرو وينو کښې ځيګر زما
غواړي دې لښکرو له باڼۀ بانۀ

مينې دې اقبال ځوانۍکښې زوړکړمه
هيله غوندې غوړي بيا زاړۀ بانه
۸۳

ډېوې بلې ساتم د اميدونو انتظاره
په مرګ به مې خلاصېږې د عمرونو انتظاره

پېدا مې د ازغو سره رو رو شناسائي شوه
هر څو چې راته ډېر شوې د ګلونو انتظاره

په سترګومې سحر ليدلے نۀ دے چې پېدا يم
حساب به څۀ ساتم د ما ښامونو انتظاره

چې طمع راله راکړي اؤ بيا رانشي نيازبينه
تپوس مۀ کړه د څړيکو د دردونو انتظاره
۸۴

د خپلو بدو منت ما نه غواړي
زما پښتو څومره ارزانه غواړي

د مينې نوم په ژبه هيڅ ګران نه دے
مينه د زړۀ وينه جانانه غواړي

چې زۀ بۀ بدو ته هم بد نه وايم
دا ضمانت ولې زمانه غواړي ؟

څۀ کۀ ئې حال لکه زما غوندې وي
څوک چې وفا د بې وفا نه غواړي

ځان حواله دې طوفانونه ته کړي
ګوهر څوک څنګه په اسانه غواړي

هغه دې ورستو هم يادېږي چرته
مخکښې دې هر وخت چې دعا نه غواړي

چې ځي راځي د رقيبانو چم ته
پوه شوم اوس راسره ورانه غواړي

عقل کښي ولې دې مالي نۀ راځي
چي دا چمن وينه له تانه غواړي

دا خاصيت دے د اقبال د غزل
ژبه پسته زمکه روانه غواړي
۸۵

د غمازانو په لاسونو باندې ښۀ پوهېږم
خو څنګه پوه کړم اشنا په دغې نۀ پوهېږم

په لباده کښې د رنګينو رڼاګانو تيارې
ړوندَول غواړې راله سترګې اوس د زړۀ پوهېږم

تۀ چې هر څو ځله مې وژنې ولې دا هېراوې
چې زه د مرګ نه ورستو هم په ژوندانۀ پوهېږم

بي نيازه ياره دنيا ټوله په يؤ شان مۀ ګڼه
نياز من دې زۀ يمه په هر يو ناز دې زۀ پوهېږم

د عزيز عمر متاع لوټ به پرې اقباله کړمه
څو چې په چم کښي د پې مخو اوسېدۀ پوهېږم
۸۶

ټوله ټوله شپه مې ستا يادونو کښې ژړلي دي
ور کښې مې ژړلي ،په ګوټونو کښې زړلي دي

خوړ زما ګواه دے مېرې هم مې ګواهي کوي
په غرونو مې ژړلي ،په سمونو کښي ژړلي دي

پټې مې ساتلي ناوې اوښکې غير محرمو نه
بړستن کښې مې ژړلي،څادرونو کښې شړلي دي

نيمه نيمه شپه به خپلې مور راوېخ له خوبه کړم
ما اکثر له غمه په خوبونو کښې ژړلي دې

زړۀ به مې چې ډک شو د چمن په لور به لاړمه
ما سره بلبلو په باغونو کښې ژړلي دي

زۀ ډېرې ژاړه باندې اقباله يو نغمه شومه
ما سره مطرب خپلو سازونو کښې ژړلي دي

۸۷

تا د نۀ راتلو چې ضد نيولے دے
ما هم د پښتو سبق وئيلے دے

چا څخه چې زر دي کۀ هر څنګه دي
هاغه سړے دلته کښې ښاغلے دے

نور ئې څيراوي اوس د رفو په نوم
چا چې دا زما ګرېوان شلؤلے دے

دومره عادتونه ئې کۀ هم ښکلي وے
څومره چې مې ښکلے جانان ښکلے دے

اېښې مې سمبال دۀ پکښې ستا مينه
مهر په زړګي مې لګيدلے دے

دومره مې د هجر شپه کښې وژړل
خلقو سحر وې چې ورېدلے دے

تا ته د اقبال کړۀ چې ښکاره نۀ شو
ټول عمر په تا ئې سر شندلے دے
۸۸

خوارۀ مې دي چاپېره ستا يادونه ځائے په ځائے
کرلي لکه وي چې چا ګلونه ځائې په ځائے په ځائے

تۀ مانه څۀ تعريف د خپل حسن کامل غواړې
شاهکار تصوير کښې وي لکه رنګونه ځائے4

په ځائے لا اوس هم ګواهي زمونږ د مينې ورکوي
په ونو دېوالونو ليک نومونه ځائے په ځائے

جنت د مهذب مخلوق د لاسه جهنم شو
وارېږي هر طرف ته سرۀ اورونه ځائے په ځائے

ګناه ګڼمه زه چې مې راځي په خيال کښې هم څوک
مات کړي دي تا ما سره لوظونه ځائے په ځائے

دا پوخ يقين زما دے چې ويستے مې زړۀ نه نه شې
راځي به تاله هم زما يادونه ځائے په ځائے

اقبال هغه اقبال دے چې به مرګ ترې سترګې سولے
وژلے تا پخپله دے ژوندونه ځائے په ځائے
۸۹

زړۀ نه مې خواهش د ژوندون وواتۀ
ژوند مې د وفا په لټون وواتۀ

اوس راته د عقل فکر لار ښائي
حد نه چې مي کله جنون وواتۀ

مرسته هر سړے به د ظالم کوئ
نوے په دنيا کښې قانون وواتۀ

مه مباح کوه ځواني زما غوندې
څۀ به وکړې نن چې پرون وواتۀ

په درد ئې پوهېدۀ کله د ښار خلق
ځکه خو صحرا ته مجنون وواتۀ

شين به شم،تازه به شم،بارداربه شم
له مينځه که زمونږه بېلتون وواتۀ

ډېرې مې حملې په بې وفا وکړې
خويه مې د لاسه صابون وواتۀ

فکر به د کلي کور اقبال وکړي
لږ کۀ چرې ستا له افسون وواتۀ

۹۰

د هر غشي نښا نه يم ولې زۀ؟
له خرده بې ګانه يم ولې زۀ؟

هر طرف دي زما وينې ارزانې
په هر لاس کښې پېمانه ولې زۀ؟

له نفاقه مې هر څۀ دي ښه پوهېږم
بيا هم خور دانه وانه يم ولې زۀ؟

دښمني چې راسره ئې ازلي ده
مړ د هغه په دوستانۀ يم ولې زۀ؟

زغلول پرون ظلمات کښې مې اسونه
نن بې وسه افسانه يم ولې زۀ؟

ډېر تارخه تارخه غمونه مې په زړۀ دي
يؤ خواږۀ شان ترانه يم ولې زۀ؟

چې موندلي مې ترې هيڅ نۀ دي اقباله
پروت په هغۀ اَستانۀ يم ولې زۀ؟
۹۱

نظر نۀ راځي په مخه تيارۀ تيپ دے
اورکيه په يو ګوټ کښې چرته بل شه

ما د ژوند سفر تنها تنها دے کړے
خوند ئې وګورم يؤڅوګامه مې مل شه

چې احساس راته ونه شي پوهۀ نۀ شم
په يؤ موړ رانه په داسې وزن بيل شه

کۀ څۀ نوې لار راوځي له مينځه
زۀ هم لږ غوندې بدلېږم تۀ بدل شه

اعتماد ئې همره دے په خپلو زلفو
په دعويٰ ئې راته وې چې خلاص د ول شه

خاموشي له ډېرو ورځو وه اقباله
نن يې غوږ کښې راته ووې چې غزل شه
۹۲

مرګه دمه وکړه نيمګړي مې کارونه دي څو
لا نا تمامه مې په زړۀ کښې ارمانونه دي څو

زۀ د ژوندون تر هغې برخې رسېدلے نۀ يم
کۀ انصاف وشي پور دنيا ته مې کالونه دي څو

ولجنې زلفې مې ټول عمر د لېلا شانه کړې
شانه مې نۀ کړې پاتې هغه شان ولونه دي څو

چرته خو يو ځل مې په سترګوکښې په غوراوګوره
پکښې ودلي مې رنګين رنګين خوبونه دي څو

مخا مخ کېنه چې دې مخ ته په زور زېر وګورم
په نا پوهۍ مې قضا کړي ديدنونه دي څو

دا رنګ مې سوے، سوے لوے¸سوې شونډې ګرځم
تۀ څۀ خبر ئې چې په زړۀ کښې مې اورونه دي څو

زما همزولو چا دنيا او چا آخر وګټۀ
زما د ژوند اثاثه ټوله ستا يادونه دي څو

د غزل ژبه کۀ پوهېږي بس هغۀ پوهېږي
نورې دنيا ته بې معنې غوندې لفظونه دي څو

چا د اقبال په شان له مينه په دنيا کړې ده ؟
قېس او فرهاد هسې فرضي غوندې نومونه دي څو
۹۳

دغه همره غمونو سره څنګه څوک اودۀ شي
جرګه اوکړي د ورځې ټول د شپې مې مېلمانۀ شي

تېره مې ځواني وه چې معلوم دې اصليت شو
څۀ کېدې شي بيا د ورخه تېرې چې اوبۀ شي

نور دې زۀ دروغ ، بې وفائي زغملے نۀ شم
يا بۀ مړ شم زۀ يا به مې صبر خراب زړۀ شي

دا زما يقين دے تۀ به هم په قرار نۀ ئې
خبره د انا ده څۀ چې کېږي اوس دې وۀ شي

ستا لباسي مينه وه تۀ ځکه رانه موړ شوې
مينه چې صادقه وي کېدے نۀ شي ماړۀ شي

دومره مې غزل کښې ستا خبرې د وفا وې
اوس مې غواړي زړۀ چې اور دې پورې په هر څۀ شي

پنځۀ دېرش کاله تېر شو د بتانو عبادت کښې
دا به مې نصيب وي کۀ مائل مې خداے ته زړۀ شي

اوس بۀ چاته نه ګورمه زۀ په خوږو سترګو
څۀ زاړۀ په طمعه دي څۀ نوي به هم ؤشي

اقباله زما شعر زما د زړۀ له تله خېژي
مانه چا په شان تشې خبرې په خولۀ نۀ شي
۹۴

د برټس ډکيا چنار مې نۀ کړې
زړه ځان مې بېلودل خو يار مې نۀ کړې

سر دې شو سپين ږيره زما سپينه ده
ماشوم ئې هغه شان هوښيارمې نۀکړې

بې وفائي ده ستا خمير کښې اخلې
هيڅ د وفا نه خبردار مې نه کړې

په رنګ ښائسته اؤ په عمل بده ئې
د قوتي لعل داني د کار مې نۀ کړې

تانه چې چرته هم ګناه شوے دے
په سر واخست ګناه ګار مې نۀ کړې

ډېره د صبر الله هو مې ووې
زړۀ چپ مې نۀ کړې په قرارمې نۀ کړې

اقبال د زړۀ ټپې ارمان مې دا دے
يؤ ځل په زوره يکه زار مې نۀ کړې
۹۵

د لباسي جانان په خولۀ تېروځم
ساده باده يم په خپل زړۀ تېروځم

د تېروتو مي هډو شمار مۀ کوه
هر ځل دا وائيم بيا بہ نۀ تېروځم

زخم خورده د زمانې د تېغ يم
قدم قدم ئې په لاشۀ تېروځم

د خپل د عشق رهنمائي ده زما
ولې به زۀ د چا په پلۀ تيروځم

نور د هجران د سختو څۀ ووائيم
د اور درياب دې پکښې زۀ تېروځم

تا به خبر د خپلو تلو نه کړمه
زۀ به ټپه شم چې په غرۀ تيروځم

اقباله دا مې دے تصوير د غزل
نقطه نقطه سم په وېختۀ تيروځم
۹۶
د څۀ نه څۀ شو خلق
څومره واړه شو خلق

ورورولي مينه څۀ شوه
ماړۀ ماړۀ شو خلق

د سيا چين د واورې
په شان ساړۀ شو خلق

باطن د زهرو ډک دے
ښکاره خواږه شو خلق

مردار حرام نۀ ګوري
بس په خواړه شو خلق

فېشن په طور مذهب ته
په بدکاتۀ شو خلق

د انسانيت له دائرې
ځي په واتۀ شو خلق

چې سړيتوب وۀ پکښې
هغۀ په تلۀ شو خلق

منډې تيارو پسې دي
څنګه ړاندۀ شو خلق

ګذران د اقبال نۀ کېږي
خلق وائي ښۀ شو خلق
۹۷

زما د هر چا نه بدله لار ده
ما جوړه کړې ځان له خپله لار ده

چې د شانې ځيګر پاره پاره شو
هله يې موندې تر کاکله لار ده

په اخري پړاؤ يې اووې راته
چې ستا يؤه او زما بله لار ده

چې تقاضه مې د بوسې وکړله
د څادر پيڅکه يې چيچله لار ده

چې خوښه ستا ده نو زخمت مه کؤه
ماته معلومه تر مقتله لار ده

مينه زمونږه افسانه جوړه شوه
تا به وې ما به نه منله لار ده

اقباله ليکه يې په مينځ د زلفو
لکه وتلې له ځنګله لار ده
۹۸

نوې قافيې او رديفونه نوي
راؤړه غزل له مې خيالونه نوي

چرته په سترګو کښې زما خړ نۀ شي
رالېږه ماله تصويرونه نوي

څۀ عجيبه غوندې سيلۍ والوته
زوړ اشنا هم زده کړۀ لاسونه نوي

شونډې دې سرې سترګې نرۍ تورې کړه
راباندې پورې کړه اورونه نوي

تۀ هم د باز په شان کورېز کؤه
هر نوے کال غواړي څانګونه نوي

د وفا تورې بې معنې غوندې شو
نــــوے عالـــــــــم مــــــحبتونه نــــــوي

اقبالـــــــه تــــــا پورې حېران يمه زۀ
سترګې زړې پکښې خوبونه نوي
۹۹

دا زۀ ژوندے يمه نۀ مړے يمه
ما مکمل کړه زۀ نيمګړے يمه

نۀ د مزل نۀ د مـــــنزل تعــــــــــين
مينې دې کم طرف ته وړے يمه

څۀ اشاره قدرې په خوب کښې راکړه
پــــــه انتظار انتظار ستـــړے يمه

زۀ تللے وخت يمه واپس نۀ راځم
د خپــله لاســـه دې ورکړے يـــــمه

قدر د مــــړو اؤ د ژوندو نه نفــــرت
زۀ د يـــوداسې قــــام وګړے يــــمه

زمـــــا وجود اقبــــاله کلـــــه منـــــــي
د رقيب سترګـــــو کښې خــسڼے يمه
۱۰۰

ښه شوه چې تهمت راباندې پورې شو
څۀ خو دې نسـبت راباندې پورې شو

وې خوړم دانې غوندې پکښې پکښې
ګوڼ د محبت راباندې پورې شو

ستا د کور عالم راته سم نۀ ګوري
ور دې د جنت راباندې پورې شو

خاورې دې ځواني زما د پاره کړه
پور دې ډېر اوچت راباندې پورې شو

اقبالـــــه مراور په نه خبــــره شــــي
عمـــــر له منت راباندې پـــــورې شـــــو
۱۰۱

د چا نه دې هم نه شي ښه وخـــتونه مرَور
د خــــپلو د پردو شي ترې مـــــخونه مرَور

رېباره يار ته وايه چـــې لـــه دا څـــنګه پښتو ده
د ځـــان په شان دې هم کړي خـــپل يادونه مرَور

تمــامه شپـــه شبنـــم وربانــــدې وشيندي ګوهر
بيا هم نه شـــي پخـــلا ترېنــه ګلونــه مرَور

حېران کۀ دې تصويرته شي ګلاب تعجب مۀ کړه
راغلي مې په خيال کښې دي خيالونـــه مرَور

چې تېر مې شو له حلقه دغــــه ستــــا د هــجر خوند
له ژونـــده يـــې زمـــا کړل ټــول خوندونه مرَور

د برق نخښه زمونــــږه د خـــوارو زارو پټــــے دے
ورېــږي چرتـــــه بـــل ځـــائے بارونونـــه مـــرَور

دنيا د هيــــچا نـــۀ ده بې وفا ده بې وفــا ده
بېګاه صبــا ترې درومــــي عالــــمونه مرَور

په خوب کښې به مې راغلې لږ دمه به ستړے زړۀ شو
څــــو ورځـــــو نه دې ولــــې دي يادونه مـــرَور

اشنا د وصال شپه ده کړه خوږې خوږې خبرې
دا څۀ لــــکه يو فـــرېم کښې تصـــــويرونه مرَور

اقباله ما به مړ کړي که په ټوقو باندې هم
جـــانــــان کــه مانــــه واخستل لاسونــــه مـــــرَور
۱۰۲

سېورے د زلفـو لټومــه چـــرته
غرمه کښې زړۀ دمه کومه چرته

هغه اشنا داسې نا اشنا کړې سترګې
څۀ ئې چې زۀ هډو نۀ ومه چرته

زندګي خوب ؤه هيڅ پرې پوه نۀ شوم
له کومه راغلمه اوس ځمه چرته

انصاف په تا شو بې وفا په عشق کښې
کوم ځائې ولاړ يې اؤ زۀ يمه چرته

اقبــاله بيــرته انــګازې مـــې ګرځـــي
کوکې په دشته کښې وهمه چرته
۱۰۳

نۀ انتظار او نۀ مې آس باقي دے
د دړد يو غلے شان احساس باقي دے

چې ځوابي شومه دا ستــا له دره
محبت اوس په کوم اساس باقي دے؟

کومه بلا ده ګډه شوے ښــار کښې
چې په هر کور کښې لا هراس باقي دے

کله نه کله مې په خوب کښې راشي
دومره مې يار سره تماس باقي دے

اقـــبالــه مــينــــه زمـــــانې وخــــوړه
کۀ څۀ هم ده د خولې لباس باقي دے
۱۰۴

دومره ډېر مې درسره محبت وکۀ
چې د خداې غوندې مې ستا عبادت وکۀ

ما د زړۀ وينې پرې څښکؤلې خپلې
مار بچوړي په اخر کښې عادت وکۀ

دا خو تا په نيمه لار کښې پرېښودمه
غم دې ما سره تر ژوند رفاقت وکۀ

انساني جذبې بې قدره بې معنې شوې
زمونږ وينه کښې ګډون ماديت وکۀ

پـــاســـداري د روايــاتـــو د اقبــالــه
څۀ اثر مې په غزل هم جدت وکۀ
۱۰۵

مينې دې داســــې لـــېونے کــړمـــه
له خپله ځانه ئې پردے کړمه

حالاتـــــــو دغه هــمــره وزورلـــم
هيله ئې زۀ خلقه سړے کړمه

ځائے مې هم ستا سترګو کښې ونۀ موندۀ
د هــــرې ســـترګې ئې ازغے کړمـــه

چې ئې نـــظر د حسن نۀ ماتېدۀ
لوګے ئې ځان ته سپيلنے کړمه

پښې مې د زمکے سر ته نۀ رسېږي
فلــکـــه دومــــره دې ګړنـــدے کړمـــــه

څوک مې د مرګ هډو سودا نۀ ساتي
ولـــې دې زۀ لکـــه مــــېږے کړمـــه

زړۀ د رقيب به په ځان نۀ يخوم
اقبالــــــه تـــــف کـــــۀاســـــوېلے کـــړمــه
۱۰۶

څۀ بې حده تنهائي ده
جوړې ورانه خدائي ده

کۀ چمن دے د ګلونو
خو هوا ئې صحرائي ده

دغه نمر اؤ دې سپوږمۍ هم
کمه کړې ضيائي ده

ما سره شوې عالمه
څۀ نا اشنا بې وفائي ده

هغه زخم مې په زړه دے
چې محال مسيحائي ده

د زړۀ ، زړۀ کښې تېراومه
کۀ څۀ وائېم رسوائي ده

د اشنا له ظلم زوره
اے اقباله دوهائي ده
۱۰۷

سړے خو وي د چا پاره ژوندے
څوک به وي څنګه بې د ياره ژوندے

چې په اوګو د ژوندانۀ بار شي
ورک دې شې داسې نا پکاره ژوندے

نفل دې وکړي نذرانه دې ورکړي
اوس چې واپس راشي له ښاره ژوندے

ورک شو چې ورک شو د مرکز تصور
ستورے خو وي له خپل مداره ژوندے

مينې له ژونده دې ژوندون دے زما
ځکه ساتمه دې انګاره ژوندے

دار ته دې وخېژي اقباله سړے
چاته دې نۀ شي منت باره ژوندے
۱۰۸

يو تصوير زما کمره کښې دے چې زوړ شو
بدلول ئي غواړم زه ، زړۀ مې ترې موړ شو

کۀ دا ما بې وفائي وکړه څۀ لږه
دا دستور د زمانې دغسې جوړ شو

يا دا ستا حسن اوس هغه نه د ے پاتې
يا زما په زړۀ کښې اور د مينې سوړ شو

چې سبب زما او ستا د جدائي دے
نۀ په رنځ باندې اخته شو نۀ په کوړ شو

دا زما سترګې به تاته شي دريادې
کۀ نظر دې چرته سرن او په دوړ شو

اقبال هغه شان ملکال غوندې تند خو دے
کۀ په عقل فکر پوخ لکه نروړ شو

۱۔ سرن اؤ دوړ د هزارې دؤه سيدونه دي۔

۲۔ ملکال اؤ نروړ دواړه د هزارې د سواتي قام تپې دي۔
۱۰۹

نن زما سره د هر چا دښمني ده
نه پوهېږمه چې څۀ راکښي خامي ده

هر طرف ته دا زما وينې بهېږي
دا زما د وينې ولے ارزاني ده

اے د امن د انصاف علمبرداره
خوره کړے دې دا څومره تباهي ده

د چنګېز د هلاکو بربريت دے
د تهذيب دے دغه څنګه ترقي ده

زۀ منم چې رنګ اونسل مې جدا دے
يو رشته مې ورسره خوانساني ده

په جنګونو مسئلې کله حل کېږي
حل د هرې مسئلې روغه راستي ده

بيا جامې دې له انسانه وويستلې
دا په مخه باندې تګ کۀ واپسي ده

زوراور چې دې د کمزوري حق تسليم کړي
اے اقباله بس د امن دا کنجي ده
۱۱۰


څۀ مې د شېخ په ويره ويره زندګي وکړله
فائده کښې پاتې شو هغوي چې رِندګي وکړله

هغه الزام زما په سر باندې بيا هم راغے
اوس پرې خفه يم چې مې ولے بزدلي وکړله

د مينځ خبره چا ته تا نۀ چا ته ما وکړله
ځکه شوه ګرانه فېصله چې چا زياتي وکړله

زما په نيزد مينې حق چا ادا کړے نۀ دے
دعويٰ د مينې په دنيا کښې هر سړي وکړله

په زلزله يا په طوفان به دغه ښار روانېږي
فريادي چغه چوراها کښې لېونې وکړله

د هغه بت په شان له بت اقباله جوړ نه شو
څۀ وشو دا چې مې ټول عمر ازري وکړله
۱۱۱
اشنا مې شو په منتونو عادت
کوزيږي نه سر نه وختونه عادت

خوب په بالخت باندې به راشي څنګه
چې زۀ دې کړم په مړوندونو عادت

روزې تېرې باڼۀ ببر ساته
ځيګر زما دے د زخمونو عادت

ما ئې د سترګو نه څښل دي مدام
نه يم ساقي د شرابونو عادت

تراخۀ وئيل د نا صح څنګه واؤري
چې کومې خولې دي د قندونو عادت

کوڅه کښي مۀ وايه چې نۀ ودرېږم
خېر دے زۀ يم د تهمتونو عادت

چې صبا کېږي زما سترګه لګي
مينې دې کړم د شوګيرونو عادت

چې زخمي کېږي پرې بدن د غزل
نۀ دے اقبال د هغه خيالونو عادت
۱۱۲

زما جانان د ټول جهان جانان دے
په ما يواځې نه په هر چا ګران دے

استعاره، تشبيه له کومه راؤړم
د چا په شان نه څوک ددۀ په شان دے

پخپله عکس اؤ ائينه پخپله
پخپله روح اؤ دے پخپله ځان دے

چې ژبه ګونګ شي عقل ماتې وخوري
يؤ ښکلے خيال دے يؤ ښائسته ګمان دي

چې ئې وفا څۀ پېمانه نۀ لري
دائيم وصال لمحه لمحه قربان دے

نمر اؤ سپوږمۍ ستوري اسمان زمکه
سلو پردو کښې پټ عيان عيان دے

اقباله کوم کار چې اول پکار وۀ
شروع دې کړو خو د وخت تنګ دامان دے
۱۱۳

غواړي چې زړۀ څنګ هغه کړۀ وکړمه
زۀ د وختونو سره څۀ وکړمه

مينه پښتو رانه اوس دواړه نۀ شي
څو په لاشۀ د تيغ به تلۀ وکړمه

لاسونہ ډېر دی زۂ یې نہ پېژنم
دعویٰ پہ چا د ګرېوانۂ اوکړمہ

رقيب تابيا زما د مرګ کړي هسې
پرېږدئ ديدن د اشنا ښۀ وکړمه

چې مې تيارې پرې دکور لرې نۀ شوې
اقباله څۀ په نمر ښاتۀ وکړمه
۱۱۴

څومره ښا ئسته څومره به وې توبه شکن لېلٰي
کۀ وے سمبال چرته زما د خوار وطن لېلٰي

مړاوې رخسار دا وچې شونډې به تازه شي خپله
کۀ لږه ډيره مې خوشحاله شوه په تن لېلٰي

په يؤ نظر ورته اوس ساز او غل ښکارېږي ځکه
چې ده لوټلې اکثر لارو کښې رهزن لېلٰي

هر يوې سترګې ته چې ګورم د هوس ډکه ده
څنګه بې داغه به ساتې خپله لمن لېلٰي

ځان له ګجرې اؤ په اوربل ګلونه کېدي څنګه
چې نا بلده ده ساتلې له ګلشن لېلٰي

دا زه اقبال په انتظار د هغې ورځې يمه
چې د مزدورې نه اخر به شي مېرمن لېلٰي
۱۱۵

ستا په يادونو باندې ساه اخلمه
دېر په زورونو باندې ساه اخلمه

لا انتظار دې د راتلو باقي دے
په اميدونو باندې ساه اخلمه

ديدن دې ګران شوحالات هغه نه دي
په تصويرونو باندې ساه اخلمه

ورانې دنيا کښې ماله هيڅ نشته دے
خپلو خوبونو باندې ساه اخلمه

خپي ماحول چې راله ساه خپي کړي
په غزلونو باندې ساه اخلمه
۱۱۶

څۀ مې د حالاتو بې رحمي وژني
څۀ مې د خوبانو بې رخي وژني

هم راسره دم د خپلولۍ وهي
هم لکه په شان مې د پردي وژني

طمع چې د ژوند کوي نا پوهه دے
چاله چې پخپله زندګي وژني

ستا په شان له چل ول مې زده نۀ دے
ما له خپله ډېره سادګي وژني

مخکښې دې په ول د زلفو مړکړمه
اوس مې ترې نه ياره آزادي وژني

موټې کښي مې ساہ د جادوګرې دے
خوښه ئې ده چې څۀ رنګې طوطي وژني

داسې خوږ دښمن اقباله چرته دے
څومره په خواږۀ کښې عاشقي وژني
۱۱۷

ستا زما په مينځ کښې د عمرونو فاصلې دي
لنډې رانه نۀ شوې د فکرونو فاصلې دي

ما په دغې پوې کړه چې په زړۀ کښې دې اوسېږم
بيا پکښې دا څنګه د کورونو فاصلې دي

د سر به راته څۀ وائي له عزته درته تېر يم
ټولې ستا د خپلو د لاسونو فاصلې دي

ستوري په آسمان باندې خوارۀ دي بې ترتيبه
څومره مناسب دې د خالونو فاصلي دي

زه د خپل تقدير نه ډېر په دغه ګيله مند يم
ليک زمونږه ولې د نومونو فاصلې دي

تۀ جوړَوې يو شان زۀ څه بل شان جوړومه
اوګوره پخپله د خوبونو فاصلې دي

تۀ چې د اقبال نه هره ورځې راتلۀ غواړې
ولې درنه هېرې د ميلونو فاصلې دي
۱۱۸

سترګې دې تورې کړې په زړونو باندې اور ولګيد
مخامخ غرۀ کښې نخترونو باندې اور ولګيد

ستا د وصال باران مودې وشوې چي نۀ ورېږي
د زړۀ پټي کښې په ګلونو باندې اور ولګيد

تاؤ د نظر غواړي چې ويلي شي ګټ شوې واؤره
وچ شو بيخي په دريابونو باندې اور ولګيد

دنګې مانړۍ او محلونه هيچا ونۀ سول خو
دا د وښو لرګو کورونو باندې اور ولګيد

ستا اننګي کښې چي سرخي ئې د حيا وليدۀ
غوټۍ خجل شوې ګلابونو باندې اور ولګيد

کلي کښې هرسړے په خپل رنګ کښې لړلے وينم
ښکاري په ښار کښې په رنګونو باندې اور ولګيد

اقباله خيال ئې هغه شان زما د زړه مېلمۀ دے
ګنې په ټولو اميدونو باندې اور ولګيد
۱۱۹

حالات ښۀ نۀ شو ډېر په صبر انتظار مې وکړو
زۀ څۀ ساده وومه د هر ښکلي اعتبار مې وکړو

نورو سا قي نه په حملو جامونه وتخته ول
په ګوت کښې پاتې شومه ناست چې وار ته وارمې وکړو

خفه خفه فضا مې بيا هم سندريزه نۀ کړه
ګڼي په دشته کښې څو ځله يکه زار مې وکړو

هغه ښائست او رنګيني کومې بلا وخوړل
د رڼاګانو ښار ته کوم ملنګ ازار مې وکړو

زۀ په ژوندون باندې اشنا دومره ميئن خو نۀ يم
هم دغه عذر پاتې نه شي چې تلوار مې وکړو

دلته کۀ غرۀ نه سيند وباسي چاته نۀ ښکاريږي
دلته کښې هر سړے بس دا وائي چې کار مې وکړو

اقباله کم مې دي ياران د دښمانانو لښکر
چې مې زړۀ راغله په مخ باندې اظهار مې وکړو
۱۲۰

ستا امانت کښې خيانت کومه
څو ورځې بل ځائې محبت کومه

د ا وښکو څۀ اثر په کاڼي باندې
څۀ لا حاصله عبادت کومه

جام کښې بې واره مې ساقي اړوه
صبر بۀ بيا په بل ساعت کومه

ځوانه ځواني اؤ دواړه يک يواځې
ګرم نۀ يم زۀ کۀ شرارت کومه

زما اشنا هغې نه ډېر ښائسته دے
هر څومره ډېر ئې چې صفت کومه

هم راکوي په هر قدم غمونه
هم راته وائي چې عنايت کومه

اقباله څوک چې په عزت پوهېږي
زۀ د هغو خلقو عزت کومه
۱۲۱

نۀ پوهېږ م ولې مې د خيال دروازې پورې دي
نۀ غزل نۀ نظم شوم ټول کال دروازې پورې دي

ما په دنيا غوښتې دغه ستا سترګې ملالې دي
څۀ سودا مې نشته کۀ د مال دروازې پورې دي

وينم رقيبان چې ستا د کور په لوري ځي راځي
يو يواځې ماته دې دېوال دروازې پوري دي

را ئې کړو کچکول په لاس اول ئي بې پښتو کړمه
اوس راته دا وائي چې ځۀ د سوال دروازې پورې دي

چا د خپل ماضي نه حاصل کړے چې سبق نۀ دے
ګوره چې هغو باندې د حال دروازې پورې دي

زړه زما روښانه ستا د مينې په بڅري دے
بل لکه يو کور کښې دے مشعال دروازې پورې دي

څۀ کۀ مور او پلار په ما نامه د اقبال کېښوده
څۀ داسې اقبال چې د اقبال درازې پورې دي
۱۲۲

يار به زما شې هيڅ صورت نۀ ښکا ري
مړانے دومره مې قسمت نۀ ښکاري

اميده ! دومره دهوکې مۀ راکوه
چې حقيقت هم حقيقت نۀ ښکاري

اے د تقدير د سازولو ربه
کېدے شي تاته محبت نۀ ښکاري

مينه مې حد ته خپل ورسېده
فرق فاصلې اؤ د قربت نۀ ښکاري

چې بې له ياره ئې ژوندے اقباله
دادې په عشق کښې څۀ همت نۀ ښکاري
۱۲۳

ته نه ئ نو بل څه له
زړه مجبور کړم خپل څه له

ګل ته هر سړے ګوري
تا راته کتل څه له

خړ سيلا ب د عشق يوړو
روغ ورته دنګل څه له

لوظ د ديدن کوي
شرط راته اجل څه له

زلفي ئې شانه کړلې
پښي ته مي دا ول څه له

نيشتے سخن فهمه څوک
اقبال شم غزل څه له
۱۲۴

شابه زر کوه رادرومه وَ جانانه
ساه مې راغے تر حلقومه وَ جانانه

انتظار نه مې نظر په چاؤدو شو
انتظار به وي تر کومه وَ جانانه

خوش نصيبه يمه زه په مامئين ئ
غواړم څۀ به له مقصومه وَ جانانه

زۀ د خپلې رسوائې نه ډېر ورېږم
ما وباسه له هجومه وَ جانانه

زۀ اقبال څۀ حريص نه يمه شاکر يم
بس يو ګوټ غواړم له خُمه وَ جانانه
۱۲۵

لاس راکه و جانانه ما د سينه پورې باسه
ويريږم له طوفانه ما له سينه پورې باسه

هر چا وته چې ګورمه په خپلو خولو ډوب دے
هر څوک دے پرېشانه ما له سينه پورې باسه

محرم زما د زړه ئې محرم زما د حال
هيڅ پټ نۀ دي له تانه ما د سينه پورې باسه

اخستے مې د عشق په ګرانه لاره نن قدم دے
لار ورکه نۀ شي مانه ما له سينه پورې باسه
۱۲۶

کلي ته ځمه د جانان جانان
نعرې وهمه د جانان جانان

څوک دے چې ما وته به لار وښائي
پل لټومه د جانان جانان

زما د حاله نا خبره نه دے
کوڅه کښې مرمه د جانان جانان

ډېرو خواږو نه مې پرې شونډي انخلي
نوم زوتومه د جانان جانان

اقباله مينه مې لا عشق نه دے
څنګه به شمه د جانان جانان
۱۲۷

زمونږ د کلي نخــــښې غــــورزيدلـــــيدلي ديـــوالونه
کــاږۀ واږۀ ولاړ دي څـــه شيلــــيدلي ديــــوالونه

خـــورې پــــرې د چامبېــــل زېـــلې رعشې پـــري د ګلونو
نظره شــو چېــــتر کښـــې لــــمبېدلي ديوالونه

څۀ لاندې ئ راغلي څۀ په کډو ترينه لاړل
ماتم کـــوي لــږيا دي زنګيــــدلي ديوالونه

مونږ ډېر بلها د ويـــر ي تعويـــوزونه ورله وکړل
لا هغه شان بوګنېږي ويريـــدلي ديوالونه

د هغو نه به ښا ئست زمونږ د کلي کله هېر شي
هر چا چې هم زمونږه وو ليد لي ديوالونه

د يو ځاے نه سيمنټ د بل نه ګټه نړيدلې
ليو ګانو لکه وي زمونږ خوړلي ديوالونه

چې دغه زلزله وه نو قيامت به وي له څنګه
چې غرونه نړيدل به څه کاږلي ديوالونه

يادونه به د پلار او د نيکۀ له کومه راوړم
هر څومره کۀ پاخه وکړمه ښکلي ديوالونه

خبره د څه نوره د دېوال خبره نه ده
اقبال چې نيمه شپه کښې دي ژړلي ديوالونه
۱۲۸

زۀ په خاطر د ښکلي يار دغه همره زړونه ساتم
چې د يو رنګ خاوند په مخ بې شمار رنګونه ساتم

څۀ وکړم زه لېوني زړه سره چې نه صبرېږي
په ما زيګر کښې اوس هم لارې ګودرونه ساتم

تۀ به راځې زه به شيندمه ستا په لاره باندې
څيرې جولۍ کښې مړاوې مړاوې څو ګلونه ساتم

کۀ نه راځې زما په تا باندې څۀ زور خو نه دے
راکوې طمع له مودو دې کنډاوؤنه ساتم

ماته د بل د درد احساس دغه همره زر ځکه شي
چې زۀ پخپله زخمي زړه کښې خپل دردونه ساتم

دا زه پښتون يم په بيلات باندې زړه نۀ با ئيلمه
ګټې تر ګېډې وټړمه سنګرونه ساتم

زمانه دې ته لېونتوب يا کۀ بل نوم ورکوي
چې زيړے نمر يمه ځوانان څو ارمانونه ساتم

د پټېدو نه مخکښې راشه چې ئې ووينمه
هغه چې زه په ويخو سترګوکښې خوبونه ساتم
۱۲۹

مينه مې بيخي د فلسطين مسئله جوړه شوه
نۀ حل کېږي ګرانه او سنګين مسئله جوړه شوه

اخستے يهودي رقيب، انګرېز غماز په مخه يم
مقدس يار بيلول غوړاي د دين مسئله جوړه شوه

ما ډيلے ګڼه د يار د ذړه ښار مې بيجنګ وخوت
دنيا کړلو تر مينځ ديوال د چين مسئله جوړ ه شوه

په شان کښې د خدايانو کله کله ګستا خي وکړم
په دار مې خېژوي چې د توهين مسئله جوړه شوه

کۀ ځان ورته حلال کړمه يا واچوم کوهي ته زۀ
په مينه مې بيا هم نۀ کړي يقين مسئله جوړه شوه

اقباله زۀ په زمکه يم جانان مې په اسمان کښي دے
وصال ئې د اسمان او د زمين مسئله جوړه شوه
۱۳۰

زړه مې له تانه نۀ صبرېږي ماته لار وښايه
ژوند به زما څنګه تېرېږي ما ته لار وښايه

ما د هر دم سره قدم دې ستا په لور اخستے
منزل مې ولې نه غوڅېږي ما ته لار وښايه

په ګڼو لارو کښې مې ورکه کړله لار د مرام
هغه چې ستا در ته راسېږي ماته لار وښايه

مينه پښتو راته خواږه دواړه د يو بل نه دي
د انتخاب به څۀ چل کېږي ماته لار وښايه

اقباله ويره مې د غېرو نه په زړه کښې نه شي
خنډان مې خپل لار کښې جوړيږي ماته لار وښايه
۱۳۱

په هر ځل په نوي رنګ کښې دې زه ستايم
خيال مې بل طرف ته نه ځي که ئې بيايم

ستا د حسن جلوې هر خوا ته خوارې دي
جوړه شوې تماشه په تماشا يم

زه د ستا د وجوود برخه تۀ زما يې
اصليت يو په صورت باندې جدا يم

مونږ په يو بل ميئن زيات يو له بله
نۀ پوهېږم چې مجنون کۀ لېلايم

هر ښائسته صورت دا ستا راته ښکارېږي
د نظر فرېب مې نه دے ښه بينا يم

نورښائسته راته ښکاره دا کائنات شو
رسېدلے چې مقصد اؤ په معنا يم

د اثر راته د ”يون“ ښکاري اقباله
چې په زمکه د بابا غزل سرا يم
۱۳۲

ما له خپلې پښتو زار کړه خپله مينه
خبردار مې له ايثار کړه خپله مينه

چې د زړه په ځائې مې ورېدۀ د عقل
ما بلد په نوې لار کړه خپله مينه

د دنيا اؤ د اشنا غم روغه وکړه
چې قابل مې د روزګارکړه خپله مينه

په نظر کښې مې د خلقو مکرم کړه
چې مې شمعه په مزارکړه خپله مينه

د پښتوکالي مې رنګ رنګ پرې انبار کړۀ
لکه ناوې مې سنګار کړه خپله مينه

چې پښتون وي پښتو هر څه نه اول ده
ما اقبال شاته ګوزار کړه خپله مينه
۱۳۳

څو به په لارو کښې جوړېږي غرونه
اخر خو چرته به سر کېږي غرونه

لږيا دي څوک ورسره لوبې کوي
دا ما وتاته چې ښکارېږي غرونه

موندې ټيکونه په بيکړوکښې شي
چې اباسين ته ولاړېږي غرونه

د سپرلي نخښې نښانې نيشه دے
چې په راتلو ئ سينګارېږي غرونه

ستاميدانونه جوړې ستابه خوښ وي
ماله مدام زما يادېږ ي غرونه

چې لېونے ئې کړمه وائي راته
د لېونو ځنې ويرېږي غرونه

اقبال پېدا په هغه غرونوکښي دے
لا د فېرنګ چې نه هېرېږي غرونه
۱۳۴

دا سورن چنار مودې نه وينه غواړي
د لېلا جبين مجنون نه مینہ غواړي

د وختونو سترګې برندې را ليدے شي
حادثه راسره بيا سنګينه غواړي

د ماسکو د واشنګټن ښکلي به څۀ کړم
پښتون زړه مې باګرامي حسينه غواړي

په مجملو يې تېروتے څو څو وار يم
زړه مې دا ځل له خبره سپينه غواړي

نور مې هيڅ په وس کښې نشته دے غريب يم
مينه ډېره ده کۀ څوک هم مينه غواړي

زۀ اقبال ورته فرهاد وئيلے نۀ شم
چې بغير له کوه کنۍ شرينه غواړي
۱۳۵

ګمان مې نۀ کېږي چې بيا به هغه يار ووينم
زړۀ نا قراره !تا به هم زۀ په قرار ووينم

قفس کښې بند وزرې ماتې له نعرو پاتې يم
څنګه اميد ولرم زۀ چې به بهار ووينم

اوس مې دَ ستا د راتلو لارې ته کاتۀ پرېښي دي
يقين مې نشته چې به تا په زاړه لار ووينم

نۀ به ستا حسن نۀ زما ځواني به پېر وکړي بيا
نۀ به دا زۀ درته په سوال ستابه انکار ووينم

اقباله کم نۀ دي له اوره ئې زاړۀ يادونه
چي کله راشي ځيګر وريت په سور انګار ووينم
۱۳۶

هيڅ کمال نۀ دے زما ستا عنايت دے
چې بخښلے دې دا درد اؤ محبت دے

زۀ ديدن او وصال غواړمه د يار خپل
شېخه ستا د پاره لوے انعام جنت دے

د شرابو ګوټ کښې نشته شراب خوره
چې د عشق په مدهوشۍ کښې کوم لذت دے

پند به ستا ناصحه څۀ په ما اثر کا
ما د عشق د پير نه کړے طريقت دے

چې په سلو پردو ځان ساتي مستوره
شوق زما سېوا کوي کۀ ئې صفت دے

ستا له نومه بې مې هيڅ هم زده نۀ دي
دا زما ذکر اذکار اؤ عبادت دے

اقبال خوښ ځکه صحرا اؤپه ځنګل يم
له مجنونه ورته پاتې وراثت دے
۱۳۷

ستا له کو څې نه بې ديدنه ځمه
تشه جولۍ وړم له ګلشنه ځمه

زۀ دې د بل په غېږ کښې نۀ شم ليدے
مخ سر انعاړم له وطنه ځمه

مجنون فرهاد ورته حېران پاتې دي
د عشق په کومه لار ازغنه ځمه

زما په باب ئې ورته څه ووئيل
رېبار له بيا بيا په پښته ځمه

د حسرتونو جنازې اقباله
قاتله بيا دې هم مننه ځمه
۱۳۸

زۀ هر يو خيال اشنا له تا نه اخلم
څوک څۀ خبر دے څو په ګرانه اخلم

په ما تور تم شي چې تا نۀ وينمه
رڼا دا ستا له مخ روښانه اخلم

زما نمر مخے يار شغلې خورَوي
پور به زۀ ولے د صبا نه اخلم

زمانه لاړه د وصال تېر وتۀ
خوندونه اوس دې له هجرانه اخلم

خوراک ګبين او له لشو نه ويره
په تهمتونو دي جانانه اخلم

تندر پرېوځي راورېږي ګلۍ
اقبال قياس ئې د خندا نه اخلم
۱۳۹

زمونږ مينه د اوس نۀ ده د صدوده
د روحونو داقرار اؤ د وعدو ده

د ازل نه ستا په مخ باندې مئين يم
په عدم کښې مې ليدلې ستا ښکالو ده

ستا ښائست سره تلمه ښائستونه
ته ميعار ئې زمانه د بدلېدو ده

چې غواص نۀ وي د عشق د سمندر څوک
درد انه کله په لاس ئې د راتلو ده

رسوائي له وېرې نۀ ګورم و تاته
د زړۀ مينه بالا تر له تماشو ده

د اقبال غزله کوم خوا ته روان ئېل
ډېره ښکلې دې موندلې دا ورشو ده
۱۴۰

دوباره به بيا د نوي سره ځوان شم
کۀ د ستا د غاړې هار شمه پېزوان شم

ستا رخسار اؤ ستا د شونډو ګلابونه
چې دې ووينم خا لصه ګلستان شم

چې دې خيال راشي زما د زړۀ کنډر له
د پېرس د ښارپه شان له ابادان شم

د هجران له تاؤه زېلې مې شوې وچې
را ژوندے به دې د وصل په باران شم

کۀ مې ستا په قدمونو کښې ځائې بيا موند
د عالم په سر به پاس لکه اسمان شم

معلومېږي اصليت ته مې سفر دے
زۀ له هرې نقطې تا وته روان شم

مدعا د هر دعا مې ده اقباله
چې زما جانان زما زۀ د جانان شم
۱۴۱

هغه يار سره مې يو ځل ملاقي کړه
بيا فلکه ! رضا خپله دې باقي کړه

زما تنده د زعم نه بهر کېږي
بس يو ګوټ قدرې عطا راته ساقي کړه

تۀ خپله پښتو نۀ پرېږدې زۀ خپله
څوک به ختمه دا زمونږه ناچاقي کړه؟

چې دنيا ئې راکوي د بدنيتۍ نه
هغه زهر خاصيت کښې ترياقي کړه

تورې زلفې سرۀ لبان د جانان ستائم
دا زما مينه رنګينه افاقي کړه

چې مجنون وته حېران ګوته په خولۀ شي
د اقبال دغه هومره ډېره مشتاقي کړه
۱۴۲

ستا انتظار کښې ډېوې بلې ساتم
په هره لار کښې ډېوې بلې ساتم

زۀ پرې پوهېږم چې تۀ نۀ راځې اوس
په کوم اعتبار کښې دېوې بلې ساتم

کۀ تۀ راځې چې لار خطا نۀ کړې
د زړۀ په ښار کښې ډېوې بلې ساتم

ودانه ستا د تلو نه ورستو نه شوه
په وران ديار کښې ډېوې بلې ساتم

زما د اوښکو چراغان ته ګوره
څنګه هر تار کښې ډيوې بلي ساتم

اقباله مړ زړۀ اؤ يادونه د يار
لکه مزار کښې ډيوې بلې ساتم
۱۴۳

ستا له نامې ځنې ختمونه کوم
د اوښکو هر وختې ګوټونه کوم

د نا کرده جرم اقرار مې وکړو
تر څو به زۀ وضاحتونه کوم

تۀ مې د مينې انتها وګوره
په خوب کښې هم درته غږونه کوم

بل ښکلے ځائے مې زړۀ کښې نۀ شي موندے
درسره سل ځله لوظونه کوم

په عشق کښې رو رو دودېدمه مخکښې
اوس راته ښکاري چې اورونه کوم

سېل به منزل ته رسېدلے وي خپل
اقباله ز ۀ چې څو څانګونه کوم
۱۴۴

خيال کښې مې راشه غم زما نه هېر کړه
د بېلتانۀ تورتم زما نه هېر کړه

دا چې دا زۀ پکښې ژوندون تېراوم
د ظالمانو چم زما نه هېر کړه

په خندا جوړ کړه رخسارونه ګلاب
دا د خزان موسم زما نه هېر کړه

بې حوصلې شومه همت راکړه
د زمانې ستم زما نه هېر کړه

ما اقبال وباله سرداره نبي (ص)
کۀ دے کشمير عجم زما نه هېر کړه
۱۴۵

يار زما پرې پوه نۀ شو چې مې څۀ غوښتۀ
ما ئې مينه کښې د حد نۀ تېرواتۀ غوښتۀ

مينه ستا هم عاميانه وۀ تۀ هم عام وې
ما په مينه کښې څۀ خاص خبره کړۀ غوښتۀ

پرېشانه مې خپل جمع خاطر کړو
په سينه مې چې زلفان خوارۀ وارۀ غوښتۀ

در کوؤ مې درله ځائې د ذړۀ په کور کښي
تا په سترګو کښې د خلقو اوسېدۀ غوښتۀ

اوښکې راغلې په بڼو مې شوې حيصارې
پښتنو دغه همره کله غوزېدۀ غوښتۀ

اوس دې زړۀ نۀ غواړي ځکه نۀ راځې تۀ
توره شپه کښې به راتللې چې دې زړۀ غوښتۀ

هغه عمر د اقبال نه دے غمازه
بس د يار مخ تۀ ئې لږ غوندې کاتۀ غوښتۀ
۱۴۶

ستا فراق کښې چې مړ نه يم دروغژن يم
تُو زما په ژوند د وچې لافے ژن يم

نۀ مجنون غوندې له غمه لېونے شوم
نۀ تېشه باندې سر مات لکه کوهکن يم

خورمه څښمه اودۀ کېږم له ماښامه
نۀ رانجها درپسې ورک له خپل وطن يم

پروانے غوندې نثار په شمعه نه شوم
تن پرور بلبل په شان بس د ګفتن يم

معشوقې کۀ وفا ونۀ کړي ګرم نۀ دي
چې عاشق يم په وفا هم مختورن يم

دا خو وګوره زما په قبر راشه
پاسېدلے به ولاړ په سر کفن يم

داسې وخت ؤ چې اقبال ؤ او وصال ؤ
داسې وخت دے چې لېوال ئې د ديدن يم
۱۴۷

دا د چا په مخ مفتون دے زما روح
له ازله په لټون دے زما روح

عمر تېر شو په ښائست باندې موړ نۀ شو
ما راوړې څۀ قارون دے زما روح

ستا د ناز او د غمزې نه څۀ خبر دي
ليوني بولي مجنون دے زما روح

ستا په هجر کښې مې خوب او ارام څنګه
چې مدام په مېږه تون دے زما روح

هسې نۀ ده چې پخپله په داحال دے
د يو ښکلي په لمسون دے زما روح

په پښتو کښي به د ميني له ما اوځي
هم له مانه زيات پښتون دے زما روح

مشغوله ئې چرته بل ځائے ده اقباله
جدا مانه په ژوندون دے زما روح
۱۴۸

دغه همره ډېر دا ستا عکسونه دي
حېران د آئينو ورته مخونه دي

نمر دے کۀ سپوږمۍ ده اؤ کۀ ستوري دي
د واړو ستا ښائست نه ښائستونه دي

زۀ په تا مئين يم څۀ کمال نۀ دے
ښکلي د هر چا د زړۀ سرونه دي

څۀ خو داسې راز دے چې ښودۀ غواړي
نور نور چې تخليق کښې جهانونه دي

دا دنيا دے ځائے د محبت ميني
دا بل کړي چا دلته اورونه دي

مينه دے خوراک اؤ اغوستن زما
مينه کښې حاصل راته علمونه دي

لوستي ئې د عشق چې فلسفه نۀ وي
ګران ورته اقباله ستا شعرونه دي
۱۴۹

ډېر ډېر ارمانونه به په زړۀ يوسم
وَشومه فلکه! نوربه څۀ يوسم

وروځې دي ليندې باڼۀ نيزي غشي
سم کۀ په ځيګر باندې کاږۀ يوسم

تنده به زما د عمر ماته شي
يؤ ځل کۀ لبانو له دې خولۀ يوسم

ناز کوه په ما چې نازبردار دې يم
رنګا رنګ نازونه به دې زهٔ يوسم

وژني کۀ پرېدي مې دائې خوښه ده
زۀ ورله کفن هم به چاړۀ يوسم

کله دا نصيب اقبال راوړے دے
خاؤرې به جولۍ کښې ستا د پلۀ يوسم
۱۵۰

زړۀ مې چې مړ شو هر ارمان مړ شو
زما د پاره ټول جهان مړ شو

اوس دې راتله نۀ راتلۀ يو شان له دي
زړۀ کښې مې اور چې د هجران مړ شو

اوس نۀ ئې پېژنم نۀ ما پېژني
زما د څۀ چارې جانان مړ شو

دې مختصر غوندې ژوندون ته ګوره
چاته چې ګورم په سامان مړ شو

بل څۀ شے مړ شو اؤ کۀ مړ نۀ شو
دنيا په مخ باندې انسان مړ شو

تپوس به کېږي چې دې څۀ کړي دي
د سل کالو زوړ کۀ ځوان مړشو

حورې جنت کښې پرې سندرې وائي
اقبال د مينې په ايمان مړ شو
۱۵۱

په وار تيري فصل وشي باران څۀ
اوس په مرګ کۀ زما راشي جانان څۀ

چې راوالوځي بادونه د صرصر
کۀ څوک وکري په باغ کښې ګلان څۀ

د عشق غم مې زړۀ ژوندي وجود کښې مړ کۀ
په مړ زړۀ کښې به ټوکېږي ارمان څۀ

مرګه سترګه مې له تانه کله سوزي
د عمري رنځور وتنه په ځان څۀ

چې خواهش د ډوبېدو د سړي خپل شي
راته ښائي دا زورونه طوفان څۀ

په تنکۍ مينه جدا يې کړم له ياره
نور ظلمونه به په ما کړه اسمان څۀ

ما اقبال لره کشش چې پکښې نشته
کۀ هر څو نه هم ښائسته شي جهان څۀ
۱۵۲

ستا د ديدن سوال له رقيبه کوم
دا اخري چاره طبيبه کوم

د خپله لاسه ما پۀ ځان ورانه کړه
ګيله به څله له رقيبه کوم

زما په ژوند کښې سليقه نيشته دے
څۀ چې کؤمه بې ترتيبه کوم

هر څه چې کېږي ځم د يار کلي ته
ټوقه په ځان باندې عجيبه کوم

زما خبرې وته غوږ نۀ نيسي
غږ کۀ هر څومره له قريبه کوم

په دار پنځه وخته اقباله خېژم
ويره به ولې له صليبه کوم
۱۵۳

د مينې غم مې شو د زعم نه بهر
وتختم چرته د عالم نه بهر

ليتکي مې ډېر د اميدونو بل کړل
نۀ شوم د هجر د تور تم نه بهر

ما وې بدل به وي حالات چرته
ماحول هم هغه دے د چم نه بهر

پروت به وي پړمخې زما په شان له
کار ته چې لاس اچوي دم نه بهر

پوره کولے ستا احکام نۀ شي
چرته اقبال نۀ کړې کرم نه بهر
۱۵۴

تا مې په خوب کښې هم راتلۀ پرېښودۀ
تا راسره هر څۀ په څۀ پرېښودۀ

سپرلو په دې لارو اوس څلۀ راځئ
باغ کښې ګلونو غواړېدۀ پرېښودۀ

تنکۍ غوټۍ زما د زړۀ مړاوې شوه
بلبل د ذړۀ مې چغېدۀ پرېښودۀ

زما کاتۀ ورباندې ښۀ نه لږي
ما هغه لارو ته کاتۀ پرېښودۀ

چې زندګي مې بې معني شوه راته
ما په هر څۀ باندې پوهېدۀ پرېښودۀ

مينه د خلقو په نظر سپکه شوه
مجنون په ښار کښې اوسېدۀ پرېښودۀ

اقباله څۀ کړم اختر شوقدر
نم مې د سترګو اوچېدۀ پرېښودۀ
۱۵۵

نۀ هغه شکل نه صورت پاتې دے
حېران يم بيا هم محبت پاتې دے

په انتظار مې سترګې سپينې کړلے
اوس انتظار د قيامت پاتې دے

د مړي چانه نيمګړتيا نه وي څه
زما له تا ولے حاجت پاتي دے

هجر د يار يمه پخوا وژلے
د نوم ژوندي کښې څه طاقت پاتې دے

اقباله عشق کښي مې هر رنګ وليده
رادې شي اوس چې کوم افت پاتې دے
۱۵۶

اوس تصوير دې هم په ګرانه رايادېږي
زما ستا د بېلتانۀ عمرونه کېږي

بس يو خيال دے چې زما زړۀ کښې اوسېږي
زړۀ که ډېر هم صبر اومه نه صبرېږي

چې په باد باندې هم شلېږې تار د زلفو
د عاشق نه تپوس اوکړه کله شلېږي

څنګه رنځ دے نه ترې مرمه نه رغېږم
رو رو زهر مې په وينه کښې خوارېږي

خپله مينه واپس واخله ځنکدن دے
کوزاوي بار له بېړۍ نه چې ډوبېږي (داستادقمرخيال)

ورتو کړو غوښو بوئې دې په سيلۍ کښي
چرته غوښې د عاشق د زړۀ ورتېږې

د اقبال د خيال نيلے هر خوا ته زغلي
خو ستا مينه لکه بين ورته غږېږي
۱۵۷

لا مې هغه شان د زړۀ په کور کښي تا کړې
هسې نه چې ځنکدن کښې مې خطا کړې

سپين بانګې به شکرانه کښې مُلا د رکړم
د مجاز مينه به څنګه مې روا کړې

ښکاري ځان راته په هر شکل کښي وړ يم
زنګون مات کړه راسره شرع په چا کړې

ما کړ ه سپينه جامه خپله تکه توره
لکه سپين باز مې له هر توره صفا کړې

هغه سترګې چې به ته ترې ځارېدلې
هغه سترګې مې خدائې تا وته بلا کړې

داسې چارې په کافر چا کړې نه دي
لکه هر ساعت چې ته اشنا په ما کړې

د اقبال دله آرام درله عنقا دے
ور په غاړۀ ئې د هسې دلربا کړې
۱۵۹

اے د ښکلو ښکليه د ښکلا نه دې در زار شم
ستا د مخ په شمعه پرواني غوندي نثار شم

هسې رنګې ما کړه فرېفته د مخ په ګل دې
چې باغ کښې سوخته دل بلبل په شان له په چغار شم

خوښ يم تر لمن پورې مجنون څيرې ګرېوان زۀ
نۀ غواړمه دا چې افلاطون غودې هوښيار شم

ښکليه ستا د هجر د وصال معنا يوه ده
خضر شم واصل کۀ د منصور غوندې په دار شم

رنګ مې شا مدام د ذړه په وينو سره لبان وې
تڼاکې په سينه دننه پټ لکه انار شم

کله نه چې کړے مې دے ګوټ د عشق د ميؤ
نۀ کېږې اثر راباندې ډير هم کۀ مېخوار شم

زاهده نه غولېږمه په حورو په غلمانو
پرېږدمه اصل او د نقل طلبګار شم

اقباله ګمراه شوې د غماز د لاسه ډير يم
دا به مه نصيب وي چرې اوس هم که په لار شم
۱۶۰

حالاتو کړم په صبرېدو مجبوره
زۀ او د داسې مجبورو مجبوره

پرون ئي واک د زلفو ما څخه وۀ
نن ئي د يؤ تار د ويختو مجبوره

بادشاه دا ستا بادشاهي تا څخه ده
چې امزري کړې د پيشو مجبوره

بعضو سرونو ته شملې لېواله
بعضې سرونه د ټوپو مجبوره

ستا په هجران کښې مې بهېږي اوښکې
لکه چې غوښې په لمبو مجبوره

په دښمانانو به مې پښې اېښې وې
ارمان کۀ نۀ وې د رشتو مجبوره

اقباله دا عقده مې حل نۀ کړله
ګل ئي کړو ولې د ازغو مجبوره
۱۶۱

عشقه اوس خو مې ځان پرېږده
زوروره نا توان پرېږده

د پښو لاندې مې زمکه
لږ په سر مې اسمان پرېږده

سېورے نۀ غواړم د زلفو
د وښو مې سائبان پرېږده

په عشق ګېډه نۀ ډکېږي
ما لائق د دوران پرېږده

څه ناخواله شان مسکۍ شه
هسې خړ پړ ګمان پرېږده

قبله درسته کړه خپله
غم زما د ايمان پرېږده

چرته بل ځائے کښې سُود ګوره
ما اقبال په تاوان پرېږده
۱۶۲

داسې مراور شوې چې په عمر کښې اوس نۀ راځې
ساه چې مريض ورکړه نو طبيبه بيا به څۀ راځې

زۀ چې کله ښکلې بشره وينمه يا ګل وينم
هر چا نه اول اشنا په سترګو کښې مې تۀ راځې

خدايه تۀ قادر ئي ماته هغه منظر اوښائي
کله چې په مرګ به مې دا ته په ژړېدۀ راځي

وايه د بل چا زړۀ دې هم داسې غوڅ غوڅ کړےدے
څنګه چې په ما ، په خټکي لکه چاړۀ راځې

نن داقبال زړۀ څۀ عجيبه شان پرېشانه دے
د يار د کلي باده په دې لوري ولې نۀ راځې
۱۶۳

په خاطر د ښکلي يار
د رقيب شوم منت بار

کۀ تور غر وم دغرور
ابا سين شوم نګونسار

دناسور زخم به روغ شي
نۀ رغيږي مي پرهار

خپل پردي ثبوتوي مې
بې ګناه يم ګناه ګار

د ژوندون پښتنه مۀ کړه
لکه خوله وي د بيمار

تر مطلبه يارانه ده
بې مطلبه نيشتے يار

کۀ مې لوڼه کۀ ځامن دي
د رشتو شومه ويزار

خاتمه مې خطا نۀ کړې
په نامه د هغه رو ايئدار

لکه پاڼه په نري باد
د اقبال زړۀ ناقرار
۱۶۴

دې نه مړ ښۀ يم کۀ دا ګناه له ما شي
چې مې ستا په شان مينه په بل چا شي

کۀ د سرو ګلو بستر دے زۀ ئي څۀ کړم
ما د پاره سر ئي سکروټې بې له تا شي

چې ئي زړۀ زما په اه وبکا خوږ شي
نيمه شپه مې توراڼکه هم نوا شي

مينه پرېباسي ځوانان د زړۀ له برمه
د نيم زالي ورته څۀ تاب به زما شي

زړۀ مې غواړي سر د يار په پښوکښې کېدم
خفه کېږي نو خفا دې پرې مُلا شي

څوک به څۀ ګيله له هاغه يار وکړه
له بې دله چې دلبر زيات په وفا شي

کۀ دې خوږ اشنا د لارې دے اقباله
چې تقدير درنه خفه دے څۀ به ستا شي
۱۶۵

ستا نظر زړۀ له زما په هسې رنګ وړي
لکه باز ښکاره له پيلے چې په چنګ وړي

د کږو وروځو کمان ته دې حېران يم
چې پناه نښې پسې څنګه خدنګ وړي

د ګل رخ مينې کۀ تور کړمه تور ښۀ يم
له پښتونه به مېدان څنګه فېرنګ وړي

کړم راجمع په خوارو دولت د صبر
ټوقو توقو کښې له ما ئي شوخو شنګ وړي

په جاګير زما د زړۀ د يار خاني ده
خوشحالي رانه په شکل د قلنګ وړي

دروازې مې د يار پورې وليدلې
د حاتم له در خالي کاسې ملنګ وړي

اقبال مست دے د هغي مستې په مينه
ليوني ياران به هسې ورله بهنګ وړي
۱۶۶

دومره مه مهروبانېږه چې سر نۀ شي
سپک دا خپل ځان درته خپل په نظر نۀ شي

په کاسه کښې به په خپل مقدار پرېوځي
په هر سر خو د هما څۀ ګذر نۀ شي

چې د خاورو نه زر جوړ کړي دا هنر دے
زر چې خاورې بې هنر کړي هنر نۀ شي

له هغه ځايه ما ښام کښې ګډه انعاړه
کوم ځائې فرق د انسان ځيناور نۀ شي

تۀ چې زلفې خوروې نو دومره پام کړه
څۀ بۀ کيږي کۀ په خلقو سحر نۀ شي

د ټمڼ په توګه زړۀ اقبال نيولے
يو ګوزار چې دې خطا هم دلبر نه شي
۱۶۷

هسې نه چې بې اعتباره مې اعتبار کړې
د آسمان نه مې په زمکه راګوزار کړې

زما سترګو کښې دا ستا هغه مقام دے
چې په وينځو به لېلا شيرينه شمار کړې

رقيبانو ته مې د سترګې کته نۀ شي
ښکاره مۀ کړه پټ کۀ هر ستم نګار کړې

چرته جوړ نۀ شي سبب د رسوائي ستا
چې په ورۀ کښې په خبرو مې حيصار کړې

د رسمونو ديوالونه کۀ پرې نۀ وځي
وايه څو پورې زما به انتظار کړې ؟

پرېواتۀ دي له ګړنګ اخر اقباله
تږ چې تۀ د ژوندانۀ په کومه لار کړې
۱۶۸

فلکه! ولې مې له خپله ياره بيل ګرځوې
لکه پرکار په شا ن له سر راباندې تل ګرځوې

زړۀ مې دے درمن لږېدلے د کال دولس مياشتې
ترس دې نۀ شي د غمونو پرې غوبل ګرځوې

د دښمنۍ په نوعيت دې نۀ پوهېږمه زۀ
چې نا ممکن وي کوم هغه زما منزل ګرځوې

طمع به څو د بچ کېدو په زړۀ کښې زۀ ولرم
راښکلي غشي راپسې چې د اجل ګرځوې

په طوفانونو کښي راګېره ده کشتۍ مې د ژوند
نۀ ډوبوې اؤ نۀ په لوري د ساحل ګرځوې

دا زۀ اقبال دې د ستم نخښه يوازې يمه
کۀ په دې حال کښې څوک زما غوندې هم بل ګرځوې
۱۶۹

لکه زۀ په تا مئين يم داسې تۀ شې
چې خبر مې لږ په حال مئن زړه شې

روغو خلقو ته جهان واړه روغ ښکاري
چې پخپله په ژوندون کښې دړمن نۀ شې

مهجورانو پورې بيا به خندا نۀ کړې
کۀ رنجو غوندې د عشق په غرګي وړۀ شې

تـــرهېدلے رانــــه ګـــرځي اهــــو چشــــــمه
نۀ پوهېږم چې اشنا به مې په څه شې

پروادار د زمانې د ستم نۀ يم
يؤ ېواځې کۀ دا تۀ راسره ښۀ شې

د عشق غم په خوشحالۍ به بدل نۀ کړې
کۀ اقبال غوندې خبر ئې په خواږۀ شې
۱۷۰

په همت او په هنر به وخت غلام کړې
ور ګوزار بۀ ئي کمند په اوچت بام کړې

کائنات دے تا د پاره پېدا شوے
دا په تا ده چې بۀ څنګه تههِ دام کړې

ښه اؤ بد ئي درته وښودل د لارې
خوښه ستا ده چې اوس تۀ څنګه اقدام کړې

کۀ املونے دې سرکښه نفس ته واچؤو
هله ځان به دې لائق د احترام کړې

د غفلت نه به وګړے څۀ بېدار کړې
چې خبرې ورته جام اؤ د خيام کړې

سترګې سپينې د اقبال په انتظار شوې
صبا کله د تيارو به اختتام کړې
۱۷۱

په کوم مخ باندې مئين چې زړۀ زما دے
په هم واړه مخونو کښې زېبا دے

چې له مخه ئي آفتاب مهتاب شرمېږي
داسې مخ ليدلے بل کله دنيا دے

ددې مخ په حقله دا دعويٰ زما ده
نه به راشي نۀ تېر شوې تېر پخوا دے

د مخونو په دنيا کښې کمے نشتے
خاصيت کښې دغه مخ يؤ دے يکتا دے

نور مخونه دغه مخ له مخه راغلل
ګرځېدلے د مخونو سبب دا دے

د اقبال د سترګو نُور دے له دې مخه
نۀ ئي شپه باندې څۀ کار نۀ په صبا دے
۱۷۲

چې دې زلفې کړې شانه دانه وانه
مارغۀ ښکېل شو فرزانه دانه وانه

ساقي مے او د مينا حاجت مې نشتے
زۀ په عشق يم مستانه دانه وانه

خوشنودي د ښکلو ګرانه ده وي ځکه
په ګل پرخه روزانه دانه وانه

د لباس په خندا نا اخلي پېوندونه
چې د زړۀ شي دردانه دانه وانه

د پې مخو په کتو اقبال ګرم نۀ دے
خور دے حسن جانانه دانه وانه
۱۷۳

چې په ځۀ دلبر له مانه مړه خواه شو
نن صبا داسې ليدے شي بې پرواه شو

محبت کښي ئي ګرمي نۀ محسوس کېږي
تش د خولې راسره پاتې رسم وراه شو

شرارت دے د غماز چې ته خفه شوے
کۀ سرزد رانه په مينه کښې ګناه شو

جدائي د اشنا ، وخت د ځنکدن وۀ
زۀ ولاړ وم يار له سترګو مې پناه شو

دا زما ګونه شوه ځکه تکه توره
چې د زړۀ نه ورته سم لوګے د آه شو

د تهمت يؤ تور به څۀ اثر پرې وکړه
د اقبال وجود خو درست تخته سياه شو
۱۷۴

دا مطلب وه ستا غمازه حاصل ستا شو
زړه دې يخ شو چې له ما دلبر جدا شو

کۀ د يار له رسوائۍ نه ويرېدلے
يقين وکړه کۀ مې خس خطر له چا شو

چې په هيڅ صورت نوم نااخلي د مړېدلو
دا کوم اور دے چې په زړۀ زما لوسيا شو

کہ دا فرق زما ستا د عمر نۂ وے
تسلہ کښې بہ شک من زړګے زما شو

لږو ورځو کښې لۂ دې ھم خبر شې
یار دې کیند کچکول پہ غاړہ کړو ګدا شو

اقبال دومرہ خو کمزورے پہ چا نۂ وۂ
چې مئین شو نو کمزورے پہ دنیا شو
۱۷۵

خپل د مينې له انجامه خبر نۀ يم
لکه ړوند له بله ګامه خبر نۀ يم

مسافر يمه د مينې په وطن کښې
د منزل او له مقامه خبر نۀ يم

هر يو در او هر يو بام ته حېران ګورم
ستا له در اؤ ستا له بامه خبر نۀ يم

ما په مينه کښې سبکي کنځل ليدل دي
د انعام او له اکرامه خبر نۀ يم

لکه شپه چې د هوسۍ په مېږه تون وي
يؤ ساعت هم له ارامه خبر نۀ يم

ما اقبال باندې د غم توره تيارۀ ده
له سحر او له ماښامه خبر نۀ يم
۱۷۶

ښکلي ځان سنګاره وي کله يو رنګ کله بل رنګ
زما زړۀ پري ښکاره وي کله يو رنګ کله بل رنګ

تورې زلفې ئي خورې کړې ول په ول ولونه جوړ شو
پکښې ما حيصاره وي کله يو رنګ کله بل رنګ

کړې غماز سر خبرې هم رقيب سره خندېږې
زما ازاره وي کله يو رنګ کله بل رنګ

کله شونډې راته سرې کړي کله سترګې راته مړې کړي
داسې ما خماره وي کله يو رنګ کله بل رنګ

درنګ کښې وائي چې درځمه درنګ کښې نا وکړي اقباله
ژوند زما په داره وي کله يؤ رنګ کله بل رنګ
۱۷۷

ستا غمونه ياره شو زما خوراک
سرې لمبې شوې د هجران زما پوشاک

ډانګورۍ باندې د ا ستا د يادو ګرځم
پاتې نۀ شو په وجود کښې زما ژواک

هغه کس به لا په څۀ باندې خېراز شي
چې په زړه کښي کړي زما غوندې پسخاک

د دنيا د خلقو نه يم ګيله مند زۀ
زۀ دل شوې يم په ژرنده د افلاک

زۀ د عشق په ملنګۍ کومه فخر
د خانۍ مې پرې بېللي د اِملاک

سر اوچت کړه د اقبال ننداره وکړه
ستا کوڅې له دي راغلے ګرېون چاک
۱۷۸

زړۀ زما په هسې شان کړو ستا نظر شق
لکه تندر چې سينه کړي د حجر شق

په ژړا رانه خواږه ياران بېزار شول
په باران کښې خطر زيات شي له کمر شق

کۀ هزار مرهم پټۍ، په طبيب کېږدي
نه رغېږي بې وصاله مې ځيګر شق

په هر لوري مسلمان د ظلم ښکار دے
دغه توره شپه به کله کړي سحر شق

د فرهاد مټو کښي زور د عاشقۍ وۀ
په تنها صورت ځکه کړو لوے غر شق

چې تندي کښې د چا يا ر نۀ وي اقباله
په وهلو بي ګناه به کړي خپل سر شق
۱۷۹

چې په سرو باندې د مينې مې شو غل پېښ
کاروبار کښې د ژوندون مې شوخلل پېښ

د اخلاص په لار د يار سره روان وم
زړۀ مې وچؤد هغه وخت چې شو په چل پېښ

بې وفا نه څوک چې چې طمعه د وفا کړي
په اميد کښې د نيشکر به شي په نل پېښ

د يار مخکښې مې حيا نه ژبه ګونګ شي
زۀ به څنګه ورته حال کړم د زړۀ خپل پېښ

د غمونو د عشق څۀ بۀ درته شمارم
چې د يؤ د پاسه بل شي بل په بل پېښ

آزادي د اقبال ګرانه ده تر مرګه
ستا زلفينو ورته هسي رنګ کړو ول پېښ
۱۸۰

دا چې تا کړمه دلبره هم آغوش
اوس مې خداے د پاره نۀ کړې فراموش

طغياني به دې کړې هېره اباسينه
کۀ مې ووينې د اوښکو د سيند جوش

چې نوش کړي مې شراب د محبت دي
له هغې ورځې راغلے نۀ دے بيا هوش

څۀ لټکي ، څۀ منګور خوارۀ زلفان دي
ډک د زهرو دې همېش ځانګي په دوش

سرۀ لاله دې قطار کړي دي اوربل کښې
کۀ عسکر دي په ځنګل کښې سرخپوش

ستا د کور شپه په اقبال باندې شوګير وي
ستا د پښو ښکالو ته وي همه تن ګوش
۱۸۱

پرې به نۀ ږدمه د يار کوڅه په وس
کۀ دښمن مې شي د ټول جهان اولس

زۀ منکر نۀ يم چې غېږ او خوله ئي راکړه
کمه نۀ ده فاصله د عشق او نفس

کۀ ئي وګورې په شان صورت کښې يؤ دي
شو په خوي باندې بالا باز له ګرګس

هغه سترګې به غړېږي شاه د پاره
چې پریوتے پکښې وی د مينې خس

څوک چې نيمه شپه د يار له غمه ژاړی
درد پېدا یې کړی فریاد لکہ جرس

اقبال څۂ بہ ھغہ یار نہ ګیلہ اوکړی
چې اشنا ئي وي هر څوک کس ونا کس
۱۸۲

مينه دې ورتلۀ په ژاژ
زړۀ دې پرېښودۀ په ژاژ

ړوند مې وۀ باتور د زړۀ
خود به انخته په ژاژ

ما په نا پوهئ د زړۀ
ټوکي کړۀ خوارۀ په ژاژ

مۀ پښته غمخواره مې
څۀ مې کؤل څۀ په ژاژ

ما غوندې د بل مۀ شه
هجر، سملاستۀ په ژاژ

د اور پېزار په پښو غواړي
مينه، تېريدۀ په ژاژ

څۀ وکړ ي اقبال غريب
ګفت یې واړئ تہ په ژاژ
۱۸۳

ښکلے يار چې راسره وي څنګ په څنګ ناست
د بادشاه غوندې په تخت يم هغه دنګ ناست

د ديدن نمړۍ ئي واچوه کچکول کښې
د مودو نه دې په در دے يو ملنګ ناست

دا خوشبو ستا بدن ده نه پوهېږم
کۀ د بوټي خوا کښې يمه د لونګ ناست

يار د ورځو په ليندو په بڼو غشيو
زړونه اولي پنج وخته په حال د جنګ ناست

حسن هسې ئي ډاډه لکه ملک خان
غواړي مينه رانه خپله د قلنګ ناست

عشق مې هر هډوکې مات کړو چې پوهېږم څو
زۀ اقبال وم ناخبره په ګړنګ ناست
۱۸۴

راګويان لکه تصوير يم په خوله چپ
زۀ د يار د غم تصوير يم په خوله چپ

تورې زلفې ئي خداے ماته زولنۍ کړي
د عمرونو پرې اسير يم په خوله چپ

لېونې مينې دي داسې کانې اوکړې
سودائي غوندي دلګير يم په خوله چپ

په داغلو باندې ستور هم فرياد وکړي
يار داغلے په ضمير يم په خوله چپ

ما په خوب کښې خوب ليدلے دوصال وۀ
ارزومند ئي د تعبير يم په خوله چپ

د ناترسو خوبرويانو عدالت کښې
زۀ اقبال ولاړ تعزير يم په خوله چپ
۱۸۵

ګران شو زمونږ د ملاقات سبب
ورانوي هر ځل له حالات سبب

نۀ مې اشنا په منختونو راغے
نۀ شو زما ډير مناجات سبب

دازړۀ مې ستا دے ژوند به هم ځارکړم
کۀ چرته جوړ شو د سوغات سبب

زعم په روا په ناروا دواړه کړم
کۀ شي په ما د التفات سبب

له تا به هېروي زما نۀ هېرېږي
د مينې آ، د شروعات سبب

مړ چې اقبال له ډېره غمه نۀ دے
ديدن يې ستا دے د حيات سبب
۱۸۶

لويه خدايه زۀ ليکم پرې ستا ثناء
په قلم کښې تۀ پېدا کړې زور زما

زۀ بنده يمه ناتوانه توان مې نيشتے
په يو ساه باندې شم هست په بل فنا

چې کرم نۀ شي دا ستا شاملِ حال څو
سرۀ د خاورې نه شي لاندې په بها

شهزادګانو ته کړې کندکچکول په غاړه
په مسند باندې د شاه کېنئ ګدا

کائنات دې پېدا کړے لا محدود دے
محدود عقل به څۀ اوباسي معنا

په ذره ذره کښې ستا جلوه ښکاره ده
چې د زړۀ سترګې لري ليدے شي تا

څومره حق چې دې ستائيلو ربه ستا دے
ملامت دے له اقبال نه شو ادا
۱۸۷

وريځې شته دے خو باران نيشته
ښکلي که ډېر دي خو جانان نيشته

اے نويہ کاله ! راغلے يار رانغے
په ما دې يو ذره احسان نيشته

هر يو ارمان مې ستا ارمان وخوړۀ
ستا نه بغېر مې بل ارمان نيشته

سرو مال دواړه عاشقۍ کښې داؤ کړه
مينه خو مينه ده تاوان نيشته

د سترګو تور د زړه ټکور وم د چا
اقباله اوس هغه ياران نشته
۱۸۸

ډيوه بله کړه جانانه توره شپه ده
زه نا اشنا يم له زندانه توره شپه ده

لار د تېختې چرته نيشته دے ويرېږم
تمبې پورې له هر خوا نه توره شپه ده

کۀ رسېږي هغه ستا لاسونه رسي
نور بې وسه دے جهانه توره شپه ده

نه درهم اونه دينار راڅخه شته دے
په اسره ستا فيض رسانه توره شپه ده

زه اقبال يمه کمزورې کم همته
ګرانه لار مې کړي اسانه توره شپه ده
۱۸۹

ډېره ډېره اوکړه زړۀ د اشنا مينه
بې وفا ده بې وفا ده د دنيا مينه

چې انجام ئې نا کامي ده په هر حال کښې
هيڅ کله دې داسې نشي زما مينه

مقتدي لکه رحمان د مجنون نه يم
د دنيا له خلقو غواړم جدا مينه

په بدل کښې ستا د دومره ډېرې مينې
څوک به څومره اوکړي ياره په تا مينه

زه ميئن يم په يو داسې مخ نايابه
چې هر څوک ګڼي زمونږه روا مينه

د ازل په ورځ چې وېش کېدۀ د مينې
په نصيب کښې زما راغله بلها مينه

شېخه خپلې د دانې حساب ساته تۀ
بې حسابه دَ اقبال کړې الله مينه
۱۹۰

وخته! نور عېشونه درنه نۀ غواړم
حق درنه زه خپل د ژوندانۀ غواړم

صف د ځناورو ته مې مۀ دهيکه
انسان يمه انسان پاتې کېدۀ غواړم

جام او د مينا نه ناخبره يم
تندې له يو څو ګوټه اوبه غواړم

ټول عمر مې تېر په نا روغتيا کښې شو
بس دے اوس طبيبه رغېدۀ غواړم

لور د بادشاه څۀ خبر کړمو نه
اقباله کټوري له زاڼو زه غوړم
۱۹۱

زه چرته لاړ شم ستا له دره و جانانه زما
ړوند يمه کوڼ يم نا خبره و جانانه زما

روح مې د مينې اقرار تا سره هالۀ کړې وه
چې نه مې بويي وه نه بکره و جانانه زما

غماز وهلې راپسې بډې پنځه وخته دي
ارغړوي مې له کمره و جانانه زما

په خالي لاس په خالي جېب باندې مې څوک قبلوي
دنيا ده ټوله بازيګره و جانانه زما

چې ستا روضه، او شين ګنبد په سترګو اونۀ وني
اقبال پېدا نه وے له سره و جانانه زما
۱۹۲

د دوران نمر نېزه وار شو لږ د زلفو سورې وکړه
و اشنا خطا مې وار شو لږ د زلفو سورې وکړه

په صحرا کښې مې سفر دے تنده دم په دم زياتېږي
سرابونو زيات شمار شو لږ د زلفو سورې وکړه

ما په خپلو لاسو نال کړو خصمانه مې ورله وکړه
د بل غولي کښې چينار شو لږ د زلفو سورې وکړه

د هجران پنجې پخې شوې د وصال اميد ختمېږي
په مرګي باندې تلوار شو لږ د زلفو سورې وکړه

د اقبال دا دوزخي ژوند د هيچا په برخه مه شه
هر ساعت انګارانګارشو لږ د زلفو سورې وکړه
۱۹۳

زه حېران يم چې دا څهٔ دي
کۀ څۀ دي هم که څهٔ نهٔ دي

خوب په وېخه باندې وينم
که دا ټول خلق اودهٔ دي

د راتلو مقصد مې څه دے
دې نقطې ته رسېدهٔ دي

چې زه راغلمه له کومه
اوس مې کوم طرف ته تلهٔ دي

څه انجام اغاز مې هم شته
که دائره کښې چورلېدهٔ دي

په بل شکل کښې ښکاره شم
دا مې څنګه ورکېدهٔ دي

حقيقت د ژوندون څه دے
ګران په دې باندې پوهېدهٔ دي

په اوبو بـــــــــــاندې اقبـــــــــــــــــاله
يو تصوير شـــــــــان جوړېــدهٔ دي
۱۹۴

بې ستـــا لـــه دره زه کوم در تـــه لاړ شــــم
اووايــه تـــه راتــه چې چـــرتـــه لاړ شــــــــم

زمـــــــــا د زړه لـــــــه درده تــــــــــه خبـــر ئې
څنګـــه بــــــه زه بــــل چــــاره ګر ته لاړ شم

صحرا کښې ورک لکه د څاڅکي نه شم
ارمـــــــان مې دے چې سمندر ته لاړ شم

نـــا قـــراري مې هــغــه يــــو شــــان لـــه ده
سمې تـه لاړ شـمــه کـــه غــر تـــه لاړ شـــم

هـــــغــــــه ذره اقـــــبــــالــــــه وځـــلېـــــدے
چې يــو نــظــر نـــورِ نـــظـــر تـــه لاړ شــــم
۱۹۵

مه رپېږه سترګې جانان نهٔ ر اځي
څنګه يقين وکړم ګمان نهٔ راځي

لاړل ارمانونه حسرتونه شو
په دې سوې سوراړه باران نهٔ راځي

ولـې څـارم لارې نـه پـوهـېـږمـه
شړ شو کنډاؤنه کاروان نهٔ راځي

هر چرته چې ځمه رانه مخکښې ځي
تېخته مـاله ستا لـه ارمان نـهٔ راځي

راشــه چــې داخـلــق داسـې نــهٔ وائي
زمکې لــه دلبــره اسـمــان نــهٔ راځي

کـوم طـبـيـب لـه ورشـمـه اقـبـالـه زهٔ
چا له مې د خوږ زړه درمان نهٔ راځي
۱۹۶

هر يو خيال مې ستا په خيال غزل غزل دے
چې دې حسن بې مثال غز ل غزل دے

دا په سپين مړوند د سرو زرو وښے دے
که هلال دے د شوال غزل غزل دے

رامات شوے مې له سترګو ستا له غمه
دا د اوښکو پشکال غزل غزل دے

دشتې غرونه په طلب دې لټومه
د اهو په شان دې چال غزل غزل دے

تورو زلفو تورو سترګو په سبب دې
درست ختن او ټول بنګال غزل غزل دے

څه یې سوز دے د ځيګر او څه ښائست ستا
چې ديوان پرې د اقبال غزل غزل دے

(د زر جان مداخېل د رديف غزل غزل منت بار يم)
۱۹۷

د اشــنــا قــصـــه زاړه شــوه څــه نــااشنــا خـبــرہ وکــړه
ما تـــه لـــوږه تـنــد ه ستـــايــــه دا زماخـبــږه وکـــــړه

څو بـه سـتـرګې د شــيـرنـې د لــېـلٰـي زلفي به ســتـــائــې
پــه دروغـــو نـــــه غــولــېـږمـہ رښتـيـا خـبــره وکــــړه

تۀ کۀ مرې د چا د پاره کۀ دا ستـا د پـاره مـري څـوک
دا خــو ستـــا د مسـتۍ غــم دے د دنيــا خـبـره وکــړه

پـه تـکـرار د زلفـو شـونډو دا غـوږونه مې پاښـۀ شـو
څه نـا اشنا مـوضـوع پېـدا کـړه څـه نـا اشنا خبـره وکـړه

مظـلـومـانو لـه ورکـړي چې ظـالـم سمـاج دي بيـابيـا
د هــغــه ژور زخــمــو نــو د دوا خـبـــره وکـــړه

د چــا ګـلـو نــه زړه ډک دے ورتــه نــه ګـــوري پــه سـمـه
څــوک ازغــو بـانـدې سورې شــو د ژړا خبــره وکــړه

ستا خبرو کښې اقباله ماته خپل عکسونه ښکاري
مـــاتــه بيــا خبــره وکـــړه مــاتــه بيــا خبــره وکـړه
۱۹۸

په وخت کښې نه ځائېږم په چکــر کښــې نــه ځــائېـــږم
زه د زامـــانې پــــه هــيــڅ څـــــادر کښـې نــــه ځـــائېـــږم

ضد مې د موسٰي دے چې ديدار راځيني غواړي
ولې نــه پــوهېــږې چــې پـــه غـــــر کښې نۂ ځــائېــږم

هغه سمـندر نـــه يــم چــې بـــه بند شــم پـه کـوزه کښـې
خور وور کائنات يـم پــه نــظر کښـې نـه ځـائېــږم

رنده خيال دے خام دے مينا ماته جام دې توے کړه
زهٔ هغـہ نشـه يـــم چـــې پــه ســـر کښـــې نـــه ځـــائـېـــږم

څنګــه بـــه محــدود د لا محــدود احـــــاطـــــه وکـــــړي
عشــــق يمہ اے عــقــلہ تــصــور کښــې نـــه ځــائـېــږم

هر ځاے مې ظهـور دے خـو د ذړ ه ستـرګـې پېدا کـړه
جمات کښې نه ځــائېــږم پــه منــدر کښــې نــه ځـائېــږم

تصوير مې کــړه اقــبــالـــه پــه زړګــي کښــې دې دنـنـه
زه هــغــه ښــائست يــم چــې منـظــر کښــې نـه ځــائېــږم
۱۹۹

اے پـــــرده نشيـنــــه وايـــــــــه دا کــــــومـــــــه ادا ده
اوسې مــې پــه زړه کښـې خــو لۀ ستـرګو مــې حيــــا ده

شـمــعـــې پــــروانـــې ســــره دا عـــدل دے کـــه ظـــلــــم
پټه په فــانـــوس شـــــوې خــــــوره کــــــړې دې رڼـــــا ده

چې نشت وومه مئين دې په خپل ځان باندې هالۀ کړم
چې هست شومه ښکاره نه راځې وفـا ده کــه جـفـــا ده

کله به مـې څنـګـــه بــه مــې ستـا وصـال نـصـيـب شــي
شپه ده او کـــه ورځ پــــــه زړه زمـــــا دغـــــه ســـــودا ده

مــا تــه خو خبـــرې مـــې داشــــنا مـــې کـــــړه رېبـــاره
ويـــــــره د دوزخ نـــــــه د جنت مـــــــې تـــــمنـا ده

څوک د خپل مئين د بدو خيال کولے نه شي
ستا چې څه رضا ده هم هغه زما رضا ده

زه په هر يو ښکلي مخ کښې نخښې د يار وينم
ځکه په چمن کښې په هر ګل مينه زما ده

ستا په ترخ کښې مري اقبال له تندې ساقي جانه
وېش دے هر طرف ته د رندانو غلبلا ده
۲۰۰

په يو خس غوندې هــوا دې زنـدګـي ده
تــــا ګڼلــې څــــه دنيــــا دې زنــــدګــي ده

يو ساعت کښې په خندا دې زندګي ده
بل ساعت کښې پـه ژړا دې زنـــدګـي ده

خــاتــمــه دې پــه يــوه څيــرۀ د نمـر شـي
لـــکـــه پـــرخـــه د صبـــا دې زنــدګــي ده

د چـــارپـــايـــو ، ځنـــاورو پـــه مثــال ده
کـــه د نـفـس پــــه رضــا دې زنــدګــي ده

دومــره نــاز او تـکبـر دې دا په څه دے
چې د بل چـا پــه عـطـــا دې زنــدګــي ده

دومــره زړه ورسـره مــــه تــــړه غـــافـــلــه
چې پـــوهـيــږې بــې بـقــا دې زنـدګي ده

ما اقبال تـه يوه ټـوقه غـونـدې ښـکاري
تـــا ګڼــلــې چـــې رښتيــا دې زنـدګي ده
۲۰۱

هغه مسته مې بېګاه په پالنـګ راغــلـــه
د مستۍ نه مې دنيا په غورځنګ راغله

هوش حواس ئې په بوســه لـه مـانـه يـوړل
د شراب وه پيالــه کـــه د بـهنــګ راغــلــه

موسيقار بـه کــلــه هســې نـغـمــې وکــړي
د امـېـل او د پـائـلـو پـــه شــړنــګ راغلــه

توره ډال مې ورتـه کېښـودۀ تسليم شـوم
چــې زمــا ســره د مينـې پــه جنـګ راغلـه

خوشحالـي مې هـغــه وختــې ديــدنـي وه
چې کونتره د زاړۀ بـاز پـه چنــګ راغـلــه

کـله يــار تــه کلــه ځــان تــه حېــران ګــورم
شهزادګۍ نن په دونهه د ملنــګ راغـلــه

ووۀ رنګونو کښې تقسيم شوه رڼا سپينه
ګل رنګينه هسې شان او په رنګ راغلــه

د عشق اور نه دې خلاصې اقبالـه نشتــے
په نـصـيـب دې نــصـيبـه د پتنــګ راغلــه
۲۰۲

خوب کښې هم نه پخلا کېږي مراور يار
راته داسې دے وهلے مې سنګر يار

چې د زړه ورته تمامې مخ کښې کېدم
داسې کله به مې راشي برابر يار

غماز هسې رنګ خوره بد ګماني کړه
حقيقت نه نۀ خبرېږم نۀ خبر يار

بدنا مي عشق کښې کېده وه هغه وشوه
اوس د څه نه لري زړه کښې مې خطر يار

څه د مرګ نه به تېرې راسره وشي
خو تړلے ورته نه شي جوړې سر يار

هغه پېغله دې کږه له خياله ګرځي
چې ولاړ ورته په شاه وي لکه غر يار

مه شر مېږه مه ويرېږه سودا مه کړه
د اقبال غوندې پېدا به نشي نر يار
۲۰۳

مــــه وايــــه چـــې ښــکــلــو ســـره مينـه مـــې ګــنــاه دے
سل ځـلـہ قـــبــول دغــــہ ګــنــــاه پــــه هــــرې ســــزا دے

پېـــدا دي نـــظـــارې لـــه د چمــن ښـــائستہ ګـــلـــــونـــه
دا ښـــائسـته ګــلونـــه خـــو ښـــائســت ددې دنـيـــا دے

مــا جــوړ کــــړې ځـــان له مئين زړه پــخــپـلـــه نــــه دے
نه زما پــه زور دے څـــــه او نـــــه مـــې پــــه رضــــا دے

سرۀ شراب،ساقي ځواني چې درې نشې يو ځاے شي
کاڼے دے زړه نه دے چې په وس کښې هم لـه بيـا دے

ډکـــې پـيـــالــې راوړه د شـــرابـو ســاقـي نـــوش کـــړم
تانــګ دے نــن زمـــا نـــه مـحــتسب دے نـــه مـــلا دے

اوس زمـــــا پــــه غــــاړه بــــانـــــدې اچــــوي قـبـــول دے
کـــــړے اشــــــارت د نــقـــــاب لانــــدې راتـــــه چـــا دے

وبــه بـــخښــــي مــاتــــه دا د عشــق ګـــنــاه اقــبـــالـــه
دا سبــــق يـــــاد کــــړے د ازل لــــــه استـــاده مــــــا دے
۲۰۴

زما چمنه ستا نصيب کښې خزان څو پورې دے
لوټ شوے بې درېغه د زاغانو دوران څو پورې دے

پرهر پرهر زخمي زخمي شوې زړه په خپلو غشو
دا په لاسونو د اغيار کښې کمان څو پورې دے

نجومي وګوره د لاس کرښې په غور زما
په دشمنۍ کښې راسره چې اسمان څو پورې دے

ما چې ليدلي دي حالات چرته ښه شوي نه دي
وپښتم څوک د ښه کېدلو امکان څو پورې دے

مونږه پۀ وينو اوبه خور کړو د پردو پټو
زمونږ د مشر ګاڼه شوے ايمان څو پورې دے

اوږي روحونه نه مړېږي که دنيا هم اوخوري
په خولو وينو د خورانو تالان څو پورې دے

څوک چې راځي بډې راکاږي پکښې لوبې کوي
اقباله ملک زما د لوبو مېدان څو پورې دے
۲۰۵

که ګذار دې له نظره زه اشنا کړم
زه به هم چرته څوک بل ښکلے پېدا کړم

راشه دواړه دغه نوې مزه ګورو
ته څوک يار کړه زه به نوې محبوبا کړم

که زمانه زيات دې زړه ته څوک نزدې شو
خنډ به نه جوړېږم لار به دې صفا کړ م

دا زړه کُليه ده اوس نۀ لاګُو کېږي
چې دا ته به کړې جفا ز ه بہ وفا کړم

زه په مينې کښې قائل د جبر نه يم
ته زما رضا کوه زه به دا ستا کړم

د عمل نه بغېر عمر نه تېرېږي
لېونے يم چې خبرې په هوا کړم ؟

يويشتمه ده صدۍ چې پکښې ژوندکړم
نه مجنون يم نه خبرې د لېلٰي کړم

رواياتـــو نه باغـــي نه يم اقبالـــــه
حقيقت نه به تر کومه پورې غلا کړم
۲۰۶

يخ دې شو زړګے کۀ زمانې څۀ کسر پاتې دے
هر ستم په ما اوکړه چې ستا په نظر پاتې دے

دومره په اسانه دا د مينې پېريان کله ځي
لا په نيمبولا مُلا بهادره اثر پاتې دے

اوله مې په کاڼو باندې خس هم صرفه اونۀ کړې
څۀ اوشو کۀ مات دے په اوګو باندې سر پاتې دے

هره ورځې باټ کړي په رنجو باندې کاږۀ باڼۀ
زړۀ سورے سورے شو وائي وار د ځيګر پاتې دے

زېرے دې رانۀ وړۀ همېشه د غم خبر راوړې
راوړه وَ رېباره اوس چې کوم يو خبر پاتې دے

زلفې يې خورې کړې په سپين مخ ماوائيل داولې
وې خندل کعبه باندې د حبشو لښکر پاتې دے

زېله مې اوباسي نۀ پوهېږمه اقباله زۀ
ولې دې دنيا ته چې زما نه خطر پاتې دے؟
۲۰۷

غم د يار چې له روزګاره وويسته
ليونے خلقو له ښاره وويستمه

ما د زړۀ په بدل زړه غوښته نادان وم
زر پرستو له بازاره وويستمه

ستا ديدن له ډېر دورغ رښتيا مې وکړۀ
عاقبت ئې له اعتباره وويسته

ياد ګيرنه د منزل به مې بيا بيا کړه
زه ملګرو له قطاره وويستمه

ما خو ګل نۀ شوکاؤ تش بوياؤ مې
مالي ولې له ګلزاره وويستمه

يوه ورځ به جلۍ کړم راز به فاش شي
کۀ اشنا غم له اختياره وويستمه

تيارو کندو ته به پرېوځم اقباله
ښکلي يار کۀ له مداره وويستمه
۲۰۸

جانان مې راته ښائي تصويـــرونه رنـــګ په رنــــګ
د مينې مې پاسي زړه کښې موجونه رنګ په رنګ

په اصل کښې يوې خاورې نـه واړه را ټــــــوکـيــــږي
راوړي پسرلي چې دي ګـلــونــــه رنــــګ پـــــه رنــګ

بنياد ئې ترنم دے چې په زړه باندې اثر کا
جوړ کړي مطربانو دي سازونه رنګ په رنګ

د زړونو څه مجال دے چې به پاتې شي په وس کښې
پلؤ د لاندې کېږي سترګکونه رنګ په رنګ

ميخوار خو د نشې سره مطلب دے ساقي جانه
انواع انواع شراب دي او رنګونه رنګ په رنګ

نور هيڅ نشتے په هرڅه کښې مې يار دے ګېرچاپېره
پرېوځي په دهوکه کښې عالمونه رنګ په رنګ

اقباله په کثرت کښې د وحدت روح نمايان دے
د زړه په سترګو ګوره منظرونه رنګ په رنګ
۲۰۹

ما د دنيا له غمه خلاص کړه د جانان خياله
غيږ کښې مې واخله يو ساعت له مهروبان خياله

زه د دوران په غرمو وريت شوم چرته وتختمه
خورشه په ما د تورو زلفو سائبان خياله

نوې غوټئ نوي ګلونه را کښې وټوکه وه
د سترګو مخې نه مې لرې د خزان خياله

مغل اشنا که ډير په حسن باندې خپل نازيږي
ما زده کړې سرکوزي نه ده افغان خياله

هسې هم داغ د بدنامۍ مې په لمن پورې شو
اوس خو د زړه نه زما اوځه د جهان خياله
۲۱۰

ما خپله مينه خپلې ژبې نه خپل زړه ته کړه
اوس هيله پيغلوکې مې پردې ته کړه کالۀ ته کړه

کج مې په مرۍکښي شو پيدا نمرمخي يار پسې
سجده مي نمرپرست غوندي ښاتۀ اؤ پريواتۀ ته کړه

هر سړي خندا به لا اُ لټا راپورې وکړله
ماچې د خپل زړه قيصه به لوے ته کړه واړۀ ته کړه

يار راسره نه غوتۀ د ژوند سفر په مخه نور
څه له به ګيله مې دې کښې دۀ ته کړه هغۀ ته کړه

ډوبه چې زرتاج شوه د جيحون تندو موجونو کښې
وينځه وه ا قباله پايه مينې ئې اوچته کړه
۲۱۱

ښه دے هغه خلق چې د زړه مني
مينه عقل يو بل سره نۀ مني

سل خبرې زۀ به د يار ومنم
يو خبره يار کۀ زما وۀ مني

اوس هيله اميد مي پيدا شوے دے
اوس هيله مې ځان ته لږ کاتۀ مني

ستړے شومه بت ته په سجدو باندې
نه پوهيږم دا کافر به څۀ مني

ستا له حسنه څنګه سترګې پټې کړم
ستا حسن له مور پيد ا ړاندۀ مني

عار نۀ دے اقباله مرور يار له
وربه شم کۀ خولۀ کښي مې واښۀ مني
۲۱۲

ستا د ستم انتها نۀ ده شوې
لا خاتمه مې د ساه نۀ ده شوې

چې هيڅ ارمان دې د زړۀ پاتې نۀ شي
وکړه چې کومه جفا نۀ ده شوې

اوږې زما سپکې له دې بارا دي
لۀ تانه چرته وفا نۀ ده شوې

ډيرو ګناه د محبت کړے دے
ما غوندې چاته سزا نۀ ده شوې

په يو آمد کښې ټول غزل ليکمه
يوه مصرعه چرته بيا نۀ ده شوې
۲۱۳

بې له مينې بل يو کار مې زده نۀ دے
دنيا څۀ وکړم روزګار مې زده نۀ دے

هيڅ سودا مې په شاهانو باندې نۀ شي
خو دې ښکلو ته انکار مې زده نۀ دے

تۀ چې داسې تغافل کړې اشنا واؤره
زۀ به مړ يم انتظار مې زده نۀ دے

روايات مې پښتني خپل عزيز دي
لاس لباس بيخي د ښار مې زده نه دي

تۀ زما د زړۀ پۀ ژبه باندې پوې شه
د بلبل غوندې چغار مې زده نۀ دے

د سولۍ په سر به چغه کړم اقباله
محبت نه استغفار مې زده نۀ دے
۲۱۴

د اشنا غم راسره مل دے زۀ يواځې يمه
ګرم د زړۀ مې پرې محفل دے زۀ يواځې يمه

مينه اوس خلق د مړې ګيدې سندرې بولي
د زمانې دستور بدل دے زۀ يواځې يمه

هره ورځ خيژي په سولۍ راسره يو يو ارمان
د ارمانونو مې مقتل دے زه يواځې يمه

څوک مې شمله څوک مې پيزارڅوک مې څادرتختوي
ميراث ته هرسړے مې غل دے زۀ يواځې يمه
۲۱۵

څنګه    صبر    شم    له  تانه
وا   زما    ښاېسته     جانانه

بې صبري   مي   لا زياتيږي
وخت   زما   نۀ    شو درمانه

د ا    د  عشق    نشه   ظالمه
نۀ      کوزيږي      په    اسانه

چې راياد مي  کله    تۀ شې
اشنا  ورک  شم     له    څانه

ما   غوندې    خانه    خرابه
تا  ليد لے     دے     اسمانه

کله   کله     ستا      خوبونه
توره شپه    کاندي    روښانه

مشغوله   د    دوه      مئينو
شعر  خوږ   کړه   د    حلوانه

مخ ښکاره کړه   له    سحابه
په    اقبال    وکړه     احسانه
۲۱۶

وخت   مختفر   شو او  کارونه   ډير  دي
زما  په   غوټه کښي   خيالونه   ډير   دي

سترګي    وړي   دي    ځايو لے   نه    شي
دنيا   ده       لويه   او   رنګونه   ډير   دي

له   تانه   بيا   مي   هم    بيللي    نه    ده
تا له   خوښي   ماله    غمونه    ډير    دي

زما   ازاد    روح     يې     منلے   نه   شي
بندي خانه   ده    او    بندونه     ډير    دي

لا  مي ستا نيم خال  هم  ستائلے  نه    دے
لا   ددي   ستورو     جهانونه    ډير        دي

دا    فيصله   شوه      په      صبا      اقباله
غزل  له   چا   ايښي   خالونه    ډير   دي
۲۱۷

ما به   څوک   کړه   هغه   يار   سره   يو   ځل   مخ
چې   په   سترګو  کښي   يې   وګورمه   خپل مخ

ګرځيدلے     سمه     غر    باندي     کم    نۀ   يم
ما   ليدے   داسي   بل   نۀ   دے    کاکل   مخ

هره   ورځ چي ستا  غمونه     داسي      زور   کا
يو   ورځ    به    خامخا    کړم    د    ځنګل    مخ

بې لۀ تا مرم کۀ تۀ   لاس په لاس کښې راکړې
يقين    وکړه    و     به    نيسم   د    اجل     مخ

اقبال    هلته    ورته    پاتې   حق   حيران    شو
چې   د   ښکلي    يار  يې    وليدۀ    بدل    مخ
۲۱۸

دا زما نظر وه چې دا تۀ مې بينظير کړې

داسې مصور وم نا ليدلے مي تصوير کړې

ولاړ ورته حيران مې دي رقيب اؤ غماز دواړه

دا رنګې مورچې د عشق په توره مې تسخير کړې

سوچ هم ورته نۀ رسي نوري اؤ د ناري
څۀ داسې کارنامې په نوم د خټو دې خميرکړې

ښاي د موټي خا ورې عظمتونه رنګ په رنګه
کله اسماعيل مې کړې اؤ کله مې شبير کړې

څوک هم چې دا ستا په محبت کښي شريک نۀ کړم
پاک د ائينې په شان د خيريه مي ضمير کړې

څنګه به ګناه سترګو اؤ زړۀ ته اقبال وکړه
تۀ چې ورته ځان خپل د ګل نه هم قجير کړې
۲۱۹

عشق يمه اے حسنه زۀ تول دي د نظر يمه
خاوره يم بيشکه زۀ عظمت نه خپل خبر يمه

زمکې اسما نونو‘ غرونو چا هم غاړه کښي نۀښوه
ځاے مي کړي په زړۀ کښي خپل زۀ هغه ځيګر يمه

پاتې حق حيران راته دا واړه عالمونه شو
اور ته مي ور ودنګل عشق يم بې خطر يمه

چا هم معلوم کړے مي تراوسه لا پاياب نۀ دے
موج يمه ‘غلئ يمه‘ خور وور سمندر يمه

څومره چې د شمعې په شان سر رانه پري کيږي ځي
لا پري تازه کيږمه زۀ يو داسې سر يمه

د ورځي د ازل د څښو اثر اقباله کله ځي
ورک خمار خمار يمه مست يم قلندر يمه
۲۲۰

حسن عشق پيدا کۀ بيا يې ځان باندي مئن کۀ
غم يې پري انبار کۀ په دړدونو یې ډړمن کۀ

وې ښوده جلوه ورته نقاب د لاندې پټه
وې سيزه په اور باندې بيرون یې لۀ وطن کۀ

قيس نه یې مجنون کۀ د صحرا شګې یې چاڼ کړې
ملوک یې کۀ بهرام یې کۀ ورسر یې په ختن کۀ

بلبل ته نظاره يې په ګلونو کښې ښکاره کړه
سوخته يې په ځيګر کۀ نغمه ګر ئ دچمن کۀ

راز يې ورته اوښودۀ خو ټول يې روښان نۀ کۀ
لار د شرعې ګوري درويزه یې د محزن کۀ

اسباب يې پيدا کړي ورله ټول وۀ له ازله
عشق غريب مجبوره خامخا یې پرې تورن کۀ

تير به يو ساعت هم بې لۀ ياره پکښي نۀ کړم
هر څومره ښايسته کۀ یې فردوس يا یې عدن کۀ

اوس خو پس و پيش مۀ کوه زر راشه جانانه
اوس خو غاسلانو مې خاکي وجود کفن کۀ

ګنج ومه اقباله پټ او پټ به شمه پاتې
څوک هم خبر نۀ شو چې یې غر زما مسکن کۀ
۲۲۱

ساقي ډوب مې کړه د مئيو سمندر کښې
مۀ پريباسه مې د خم پيالې چکر کښې

ما اؤ يار کښې د سُتور فاصله نۀ وه
خامخا مې لټوۀ په بحر و بر کښې

تير شو عشق د حقيقت لۀ سرحدونو
عقل انختے دے لا هغه شان خبر کښې

بيخودي چې په خودئ کښې مې بدل شوه
مُلا خوند دې پاتې نۀ شو په کوثر کښې

هغه يار خو مې په هر ګل کښې جلوه کا
کۀ خلل دې نۀ وه خپل چرته نظر کښې

طبيبان مې دي علاج ته نۀ ګوا ښيږي
ساه دې اوخيژي زما د يار په در کښې

اقبال هله د دنيا ليلا ته شاه کړه
چې مجنون نه يې جنون زيات شو په سر کښې
۲۲۲

ما په زړۀ کښې محبوبې له قلا ساز کۀ
رسد ګران مې د رقيب اؤ د غماز کۀ

مظلو متيا مې هيڅ د سوې پکار نۀ شوه
اوس مې خوي عشق کښې د باز او د شهباز کۀ

کج نهاد بانۀ یې ځکه سم ويشته کا
ما د خپل د زړۀ په موخه تيرانداز کۀ

ټول نازونه یې زما په زمکه خخ کړۀ
چې مې ټول عمر د چا په سر به ناز کۀ

څۀ فريا د اؤ څۀ ګيله به لۀ چا وکړم
چې پيدا دې هر ستم لره جواز کۀ

خاورو لاندې شوې هغه بشرې اقباله
چې به یې ما وته په جي قربان اواز کۀ
۲۲۳

حسن وجود وګنه عشق سیورے دے
بې لۀ حسنه عشق بې معني تورے دے

عشق په سترګو ړوند دے منزل نۀ ويني 
حسن رهنما دے حسن لورے دے

په برخه يې غمونه کړاونه دي
عشق غريب راوړے په مخ ستورے دے

کله بت خانې کله کعبې ته ځي
څه وکړمه زړۀ سره دوه کورے دے

پاڼه د اقبال رو رو زيړيږي ځي
شوے پرې دا ستا د زلفو سیورے دے
۲۲۴

حسن لاس کښې مې سر کړے رباب راکۀ
ورسره یې هم د مينې کتاب راکۀ

لۀ ازله يار جدا کړمه لۀ ځانه
ډړديدلے یې څۀ داسې عذاب راکۀ

عمر تير شو پوهه نه شوم په تعبير څه
ژوند یې ما لره په مثل د خواب راکۀ

په محفل کښي یې مقصوده آراي وه
جام یې ماله د مستۍ و شراب راکۀ

لا راغلے هډو نۀ وۀ چي بيا تير شو
مختصر غوندې یې وخت د شباب راکۀ

په صحرا کښي پسې ګرځم سوے لوے
په قدم قدم ئ داسې سراب راکۀ

د هر چا زړۀ داسي هر ګل سره انخلي
کۀ يوازې ئ زړۀ ماله خراب راکۀ

يو یې شرط د پاس کيښود اقباله
بل د پوهي نه بهر یې نصاب راکۀ
۲۲۵

زمکه مې د زړه لۀ ازل سوې کړه سيرابه
راشه چرته جوش کښې د رحمت لويه دريابه

مينه مې اخلې فرشتو ده په خمير کښې
مرمه بې لۀ عشقه لکه کب بغير لۀ آبه

عاشق يمه ناصحه عاشقۍ سره مې کار دے
په دغي باندې نۀ يم چې درياب شوم کۀ کريابه

مينه سري لمبې دي په هر حال کښې سوزول کا
د چا هم خاطر نۀ کا چې پيري ده کۀ شبابه

خلق وائ غم د عاشقۍ پرې غلطيږي
ما چرته پيدا نۀ کړل دا هسې رنګ شرابه

وژلۀ دې پکار دي د اقبال زړۀ ناقراره
هسې خاصيت به څنګه لاړ شي سيمابه
۲۲۶

قيد د خپلو د خوبونو جزيرې يم
په طوفان د سمندر ذرې ذرې يم

چې ئ کار نيشتے رڼا اؤ په تيارۀ څۀ
زۀ مشعال خو مشعال د اديرې يم

د ققنس غوندې لۀ ځانه لمبه اخلم
زۀ د خپل د زړۀ په سوز ايرې ايرې يم

رسيدۀ مي د شها اوربل ته ګران دي
د لاله غوندې ګل شوے په ميرې يم

چې ځواني وه د ليلٰي د سترګو تور وم
اوس په سپينه ورځې کم لۀ کا سيرې يم

دا په مے ککړې شونډې اؤ سرې سترګې
خيجولے ځا ر دې شم په غرغرې يم

مشرانو ته مې قام شمله په سر کړه
ښه مضبوط په حوا له د شجرې يم

خوشحال ولې په سرونو خپل نازيږي
زۀ سلطان يم غلام نه چې بې شمېرې يم

په نسب باندې څۀ فخر دے اقباله
چې سواتے يم د اوګۍ د هزارې يم
۲۲۷

اغيار تر منځه کۀ راښکل ده ليکه
مونږه له زړۀ کله منل ده ليکه

اوبه ډانګونو باندې نه بيلېږي
چا کۀ په خيال کښې هم ټاکل ده ليکه

نن کۀ په منځ صبا په ډډه به شي
ستا په رضا ستا د اوربل ده ليکه

هغه نقطې ته رسېدل غواړي
د مشاطې نه چې شلېدل ده ليکه

ځکه حالا تو کښې بدلون رانغے
مونږه ټول عمر ټکول ده ليکه

لږ غوندې زلفې يې په مخ راوسټې
تا د کاذب په اسمان ليدل ده ليکه

خيال د اقبال پابند د ليکو نۀ دے
خيال کښې يې بيا ولې راغل ده ليکه
(په ډېورنډ لائن )
۲۲۸

ځان دې اوليکم کۀ زړۀ دې اوليکم
تۀ پخــپــله وايـــه څۀ دې او ليکم

قد ته صنوبر کۀ سروه اووائم
مست لکه د زرکې تلۀ دې اوليکم

شونډې دې راټولې د ګلاب غوټۍ
څاڅي ترې امرت کۀ خواږۀ اوليکم

څنګه به خبر له زړۀ او ځانه شم
مړاوې شرابي کاتۀ دې اوليکم

چا سورے سورے کړمه په زړۀ باندې
وروځې کۀ کاږۀ باڼۀ دې اوليکم

ولے برے يو نۀ سمه زۀ اقبال
ډېر به دې ليکي چې زۀ دې او ليکم