Copyright © 2026, Muhammad Iqbal Khan, all rights reserved
You are free to redistribute this book in pdf format. If you make use of any part of this book you must give appropriate credit to the author. You may not remix, transform, or build upon the material without permission from the author. You may not use the material for commercial purposes
فصیح الزبان
ما د قاضی ګل مشکل کشاءِ طالبان ډېر مخکښی لیدلے ؤ ۔ د کتاب املا او د چاربېتو د لیک چوکاټ ځما پہ زړۂ کښې پېوست کړہ کہ خداے موقع را اوبخښلہ زہ بہ د قاضی ګل چاربیتہ د چاربېتې پہ چوکاټ کښې لیکم ۔ خو د کتاب د ډېر قدامت پہ سبب بہ پورہ کتاب چې د سر پاڼې ھم روغې وی پہ لاس نہ راتۂ ۔ کتاب ۱۹۳۷ء کښې چاپ شوے دے چې د چاربېتې اولنے چاپ کتاب دے ۔ او چاربېتې پکښې د نثر غوندې انداز کښې لیک دی او د املا غلطیانې پکښې ھم ډیرې زیاتې دی ۔ دا مسئلہ خداے دې خوشحالہ ساتی پروفیسر ډاکټر خلیل الرحمٰن حل کړہ، ھغۂ مالہ مشکل کشاء طالبان راولېږۂ چې پہ دوو حصو کښی ؤ خو ځما کار پرې کېدۂ ۔ پہ ډیوہ رېډیو باندې چې پہ چاربېتہ پروګرامونہ کېدل ډاکټر اسمعیل ګوھر او ډاکټر خلیل الرحمٰن پہ قاضی ګل غږېدلی وو ، خو د قاضی ګل د قد مطابق نہ ۔ ما پہ خپل کتاب چاربېتہ پوھنہ کښې دغہ ھمرہ ذکر کړے ؤ چې د چاربېبې حسن احمدین طالب او عبدﷲ استاد څخہ دے خو قادر الکلامې د قاضی ګل پہ برخہ دہ ۔ کلہ چې ما مشکل کشاء طالبان د تدوین پہ غرض لوستل او لیکل شروع کړو پہ ما ښکارہ شوہ
چې قاضی ګل د چاربېتې د ټولو نہ لوے شاعر دے ، څوک ھم د چاربېتی پہ علم ثقالت ، تدقیق او د مضامینو پہ فراونې کښې د قاضی ګل ھمسری نہ شی کولے ۔ ثقالت تدقیق او مضمون افرینی د چاربېتې خوبی دہ ، قاضی ګل باقاعدہ د درسِ نظامی عالم نۂ ؤ ۔ خو دھغۂ اوښے مولوی ګل زمان المعروف د ټکرۍ ملا صاحب او خورے مفتی خلیل الرحمٰن باقاعدہ عالمان وو ۔ د ھغوي صحبت او د مطالعې د کثرت پہ سبب ډېرہ پوھہ یې لرلہ ۔ قاضی ګل خپل تعارف پہ کتا ب کښی ډېر ځایہ کړے دے کلہ پہ حروفو کښې او کلہ د ابجد د اعداد پہ شکل کښې پہ صفحہ ۱۸ در سبب تصنیف کښې لیکی
محمد سندی اصل ځما نوم دے
عثماڼی دے اصلی ځما نسب
کۂ د اصل مې تپوس کړې زہ ملکال یم
پہ تکرۍ کښې قاضی ګل مې دے لقب
پہ صفحہ نمر ۴۰۲ پہ یوہ چاربېتہ کښې د ابجدو پہ حساب خپل نوم داسي ښائی
یو سل څلور کړہ شمار کېدہ پرې دوہ سوہ لپاسہ
څلور سوہ دی نورہ
دی لس شېتۂ پورہ دېرش ورسرہ کہ د اخلاصہ
لس شمېرہ پسې نورہ
څوارلس سرہ اتۂ سوہ حساب کہ د ابجد
ټول جمع ځما جانہ وۂ
(۷) حرفہ پورہ دی ځما نوم دا یې عدد
خبر شہ واؤرہ مانہ
معلوم کہ ځما نوم عثمان نوم مې دے د جد
پہ اصل ملکال ځوانہ
اوسېږم پہ ټکرۍ کښې شعر جاری مې تر چلاسہ
شورش مې پہ ھر لورہ
پہ صفہ ۴۰۶ باندې مصرعې دی
قاف دال د رِ سرہ یو ځاے کړہ
ت عېن لام ی ورسرہ وشمېرہ مئینہ
دا وۃٔ حروف بہ برابر شی
ھلہ بہ نوم ځما ترې جوړ پہ حساب شی نہ
لہ دې نہ “ قدرت علی “ جوړیږی خو دلتہ د مغالطې یو سبب جوړیږی چې قاضی ګل خپل نوم محمد سندی ھم ښائی او قدرت علی ھم د قاضی ګل خپل نوم څہ دے ؟
امانﷲ امان د برہ شینګلو پہ پہ دریو صفحو خپل تحقیق وړاندې کړے دے چې د قاضی ګل نوم قدرت علی دے ۔ محمد سندی د قدرت علی کشر ورور چې پہ قاضی ګل باندې مشھور ؤ قدرت علی دغہ د محمد سندی لقب قاضی ګل ځان لہ تخلص وګرځو ۔ امان د قاضی ګل پورہ شجرہ نسب ښودلے دے او قبر مقام ھم پہ ګوتہ کړے دے تاریخ پېدائش ۱۸۶۸ ء ورکړے دے د قاضی ګل زمانہ دومرہ لرې نہ دہ مونږ د امان پہ تحقیق باندې تکیہ کولے شو ۔
پہ صفحہ ۲۹۴ باندې قصیدہ دہ چې ابیات ورتہ لیک دی
اوس خپل نوم لیکمہ نورہ ، اول سل پسې څلورہ
پسې دوہ سوہ فی الفورہ دی راغلی مکمل
ورپسې سوہ څلور دی راغلی پہ دا طور
لس شپېتۂ ورپسې نور دېرش پہ دې پسې دی بل
لس پرې نور کہ برادرہ پہ رستی سر لب شکرہ
ځما نوم بہ شی تر سرہ اوۂ (۷) حروفہ جمع کل
دا حساب دے د نجومہ ، دلتہ ماچې کہ مرقومہ
ځما نوم کہ ترې معلومہ کشر رور مې قاضی ګل
ق = ۱۰۰
د = ۴
ر = ۲۰۰
ت = ۴۰۰
ع = ۷۰
ل = ۳۰
ی = ۱۰
لہ دې حساب نہ ھم قدرت علی جوړیږی او د ابجدو اعداد ۸۱۴ د چاربېتې او ابیاتو نہ یو شان اخذ کېرې پہ صفحہ ۳۳۰پہ یوہ بلہ قصیدہ بیان در حالات ِ څوارلسمې صدۍ کښې ھم دغہ اعداد او قدرت علی ښودلے دے چې وۂ (۷) حروفہ لری او محمد سندی پہ اتۂ(۸) حروفہ باندې مشتمل دے ۔
د قاضی ګل د پلار نوم حمزہ علی ، قام ملکال سواتے ، علاقہ ټکرۍ ضلع بټګرام ھزارہ دہ ۔ پہ مشکل کشاء طالبان کښې ۶۴ چاربېتې دې یولس بګتو او لوبو او یو نظم تہ ھم چاربېتہ لیک دی ۔
چاربېتې بګتو لوبو سرہ آبیات ، رباعیات ، مناقب صوتونہ ھم موجود دې چې پہ کومو کښې پند ، د فقھې مسائل ، اخلاقیات او عشقیہ شاعری شوې دہ ، خو قاضی ګل تہ ځانګړے حثیت د ھغۂ چاربېتہ بخښی ۔قاضی ګل د چاربېتې ټول کورونہ مثنوی ، مربع ،مثمن ، مستہزاد ، معشرمجاز ، کړہ بندہ او یوہ چاربېتہ ھزاروالہ دہ استعمال کړی دی . ھزارې والہ د مربع چاربېتې وران شکل دے ۔ځنې شاعران قصداً یا د ناپوھۍ نہ پہ چاربېتہ کښې کمے زیاتے اوکړی خو مثنوی ،مربع ، مثمن مستہزاد ، معشر مجاز او کړہ بندہ دا شپږ اقسام داسې قالب دے چې تخفیف شوې چاربېتې ھم پہ دغہ قالب کښې ځائېږی او پہ دغہ عوامی اھنګ کښې وئېلے کېدے شی ، د چاربېتې استادانو نورہ دین اخون ، احمدین طالب ، قاضی ګل ، علی حېدر ، ملنګ جان او دجمشېد د ټولو چاربېتې پہ دغہ شپږو کورونو کښې دی۔ د یو چاربېتې د قسم پېژندګلو د چاربېتې چوکاټ او د عوامې اھنګ نہ کېږی ۔ د چاربېتې اھنګ او جوړښت د چاربېتې د قسم تعین کوی ۔ د چاربېتې مذکورہ نومونہ د چاربېتې د کړې جوړښت پہ نظر کښې ساتلے شوے دے ۔ دغہ جوړښتونونہ خلق د مخکښې نہ روشناس دی ۔ پہ پوھېدو کښې اسانی دہ ۔
-
مثنوی د چاربېتې ھغہ کور دے چې سر یې پہ څلور مصرعو مشتمل وې چې کلہ پہ نیم سر اوئیلے شی دوہ مصرعې لری ۔ کړہ کښې د مصرعو تعداد مقرر نہ دے خو د څلورو مصرعو نہ بہ کمې نہ وی د مثنوی نظم پہ شان پہ دوہ ھم قافیہ مصرعو پہ وړاندې بېولے شی د مثنوی چاربېتې کړہ کښې د مصرعو تعدادمتعین نہ دے او جوړ (یا رتیب ) دوئیمې او څلورمې مصرعې سرہ دسر تړلے کېږې ۔ پہ کتاب کښې صفحہ ۳۶۶ چې دطوطی مرثیہ دہ او صفحہ ۴۲۵ باندې عشقیہ چاربېتہ دہ مثنوی چاربېتې دی۔
-
مربع ددې کور چاربېتو سر پہ دوہ مصرعو مشتمل وی چې کلہ پہ نیم سر اوئیلے شی یو مصرعہ لری مثالونہ موجود دی کړہ یې څلور مصرعې لری ربع پہ عربۍ کښې څلور تہ وائی ځکہ ورتہ مربع اوئیلے شو ۔ رتیب د کړې پہ څلورمہ مصرعہ سر سرہ لږی پہ مشکل کشاء طالبان کښې پہ صفحہ ۴۶ ، ۱۲۵ ، ۱۲۶ ، ۱۲۹ ، ۱۳۱ ،۱۳۹ ،۱۴۲ ، ۱۸۵ ، ۲۷۹ ، ۳۰۲ ، ۳۰۲ ، ۳۱۱ ، ۳۲۷، ۳۳۰ ، ۳۳۲ ، ۳۴۷ ، ۳۵۱ ، ۲۶۱ ، ۳۶۳ ، ۴۲۳ او ۴۲۹ باندې دویشت (۲۲) چاربېتې موجود دی ۔ چی موضوعات یې د رسول کریم صفت ، فقہ او معمې دې
-
مثمن ددې چاربېتو سر پہ څلورو مصرعو مشتمل وی چې کلہ پہ نیم سر اوئیلے شې دوہ مصرعې لری کړہ یې څنګہ چې د نوم نہ ښکارہ دہ اتۂ مصرعی لری ۔ طاقې پہ ځان کښې او جفتې پہ ځان کښې ھم قافیہ وی د کړې وومہ مصرعہ دسر اولنۍ اودرئیمې سرہ او اتمہ مصرعہ د دوئیمې او د څلورمې مصرعې ھم قافیہ وی ۔ پہ کتاب کښې پہ صفحہ ۴۰۶ ، ۴۱۰ ، ۴۱۲ ، ۴۲۵ باندې څلور چاربېتې موجود دی۔ چې موضوعات یې یوہ عشقیہ ، صفت رسول کریم ، توصیف ِجنت او یوہ خپل وصیت دے ۔
-
مستہزاد ددې چاربېتو بېت لکہ د مستہزاد نظم پہ شان اولنۍ مصرعہ اوږدہ او دوئیمہ لنډہ وی سر پہ څلورو مصرعو مشتمل وی اولنۍ مصرعہ اوږدہ دوئیمہ لنډہ درئیمہ اوږدہ او څلورمہ لنډہ وی ۔ کږہ اتۂ مصرعې لری طاقې اوږدی او جفتې لنډې وی ۔ کړہ یې سر سرہ پہ وومہ اوږدہ مصرعہ او پہ اتمہ لندہ مصرعہ سرہ تړلے شی ۔ پہ مشکل کشاء طالبان کښې مستہزاد څلور چاربېتې ص ۲۹۶ ، ۴۰۰ ، ۴۱۹ او ۴۲۶ باندې دې ۔ ترتیب سرہ صدوصی مسئلہ ، عشق ، د ابجدو پہ حساب نوم کلے نسب ښودل او پہ څلورمہ چاربېتہ کښې د باری تعالیٰ پہ سترګو د لیدو حال او معمہ دہ
-
معشر مجاز ددې کور د چاربېتو سر دوہ مصرعې لری چې پہ ځان کښې ھم قافیہ نہ وی ۔ کړہ پہ لسو مصرعو مشتمل وی اتۂ مصرعې حقیقتاَ وی او د سر دوہ مصرعی پہ ھرې کړہ کښې بیا بیا تکراریږی پہ دغہ سبب ورتہ معشر مجاز وئیلے شوی دی
پہ کتاب کښې ددې چاربېتو تعداد دویشت دے پہ ص ۲۸ پہ چار بیتہ کښې د کتاب د غرض وغایت او یوہ معمہ دہ چې د جنازی سرہ دہ ، پہ ص ۶۸ پہ چاربېتہ کښې د اولیاؤ د کرامت بیان دے او پہ ص ۸۱ د قران قاعدہ دہ چې پکښې یو قارې لہ پارہ ھر څۂ موجود دې کمال یې پکښې کړے دے ډېرہ دقیقہ او درنہ چار بېتہ دہ
نورو چاربېتو کښې د فقھې مسائل دې درنې او دقیقې چاربېتې دی ۔ چې د قاضی ګل د علم او استادۍ سړے قائل کوی ۔
-
کړہ بندہ ددې چاربیتو سر څلورو جزونہ لری اولنے او دوئیم لنډ درئیم اوږد او څلورم بیا لنډ وی ۔ددې چار بېتو تعداد پہ مشکل کشاءِ طالبان کښې پہ ص۲ ۹ ، ۱۰۰ ، ۱۴۵ ، ۱۵۵ ، ۱۹۲ ، ۲۵۴ ، ۲۶۲، ۳۱۶ ، ۳۷۴ نھہ (۹) دے ددې چار بېتو جوړښت کښې فرق موجود دے ، دغہ لږ ډېر جوړښت کښې فرق خلق پہ مغالطہ کښې واچوی چې د چاربېتو اقسام د دوہ پنځوسو نہ زیات دے ۔ خو دا ټولې چاربېتې د یو سر لاندې وئیلے کېدے شې او اھنګ د ټولو پہ عوام کښې یو دے معیار یې عوامی اھنګ دے ھنر مندان ھائیکو او د غنی خان بې وزنہ بې بحرہ شاعری ھم وائیلے شی ۔ پہ موضوعاتو پہ لحاظ بالترتیب فقھہ ، د رسول کریم اوصاف ، فقھہ، د دنیا پہ سر مخلوقات، بابا ادم د اولاد بیان او د دنیا جغرافیہ ، د جنت او د جنت نھرونو بیان او یو عشقی چاربېتہ چې روانی یې لا جوابہ دہ
-
قاضی ګل دوہ ھزاروالې چاربېتې لیکلې دی چې یوہ ص ۳۹۰ باندی دہ بلہ نواب رستم خان د شملائ پہ صفت کښې وئیلے شوې دہ ۔ دا د
مربع چاربېتې لږ بدل شکل دے چې اوس پہ ھزار او شانګلہ کښې ښہ ډېر زیاتہ وئېلے کېږی ۔ ځما د وېنا پشتۍ لہ پارہ “د تور غر چاربېتہ” وګورئ ۔ دا او مربع پہ ځان کښې دومرہ نیزدې چې مربع د ھزاروالې او ھزار والہ د مربع پہ اھنګ وئیلے کېدے شې ۔ ھزار والې د قاضی ګل نہ ورستو ارتقا موندې دہ ۔ د قاضی ګل پہ چاربېتو کښې زنځیرۍ نیشتے ۔ یاد دې وی چې زنځیرۍ پخپلہ بل کور نہ دے دا پہ ھر کور کښې وئیلے کېدے شی ۔ دقاضی ګل پہ ھر ہ چار بیتہ کښې یو نوې مسئلہ یو نوے موضوع چېړی چې د تکرار سبب نۂ جوړیږی دفقھې موضوعات د قاضی ګل د خوښې موضوع دہ د ھغۂ اکثر چاربېتې پہ دغہ مسائلو دې ۔ ھغہ چاربېتې لہ یو داسې ډرامائی او د قیصي رنګ ورکړی چې دقاری تجسس زیات کړې۔ قاری پہ شوق وې چې دچاربېتې اختتام بہ څنګہ وی ۔ قاضی د چاربیتې تر منځہ د کتاب حوالہ اوصفحہ ښائی چې د تحقیق انداز دے چې بل یو شاعر څخہ نیشتہ ۔ قاضی چاربېتې او شاعرۍ نہ د علم د خورولو او د درس ورکہ ولو کار اخستے دے ۔ چاربېتتہ د غزل پہ شان دتغزل او د نظم پہ شان د ابھام او ګہرائی مطالبہ نۂ کوی ۔ ھر موضوع پہ خپلہ لمنہ کښې ځایولے شې ۔ د قاضی ګل پہ چاربېتہ کښی عمرانیات لکہ د رفیع ﷲ پہ غاړہ ټوپک ، د ټاکوټ دخان د توپې غرب ، د انګرېز دیوانی ، د خلقو دټکرۍ ملا صاحب نہ د مسائلو تپوس لہ راتلل او د ملا صاحب مھمان نوازی دا ټول زمونږ د ثقافت برخہ دہ ۔ لہ دې نہ علاوہ پہ نورو چاربېتو کښې لکہ پہ صفحہ ۷۴ د قران مجید قاعدہ پہ دې کښی د حروفو تعداد ، وقفونہ ، مدات سجدې ضمې وغیرہ وغیرہ د یو قران قاری لہ پکښی ټولہ رھنمائی موجود دہ ۔ پہ صفحہ ۲۳۷باندې د ادم علیہ سلام د پېدائش چاربېتہ دہ چې پکښې یې د درېو راویاتو تفصیلاً ذکر دے ۔ پہ صفحہ ۲۵۳ بلہ چاربېتہ کښې د دنیا د ټولو ملکونو ذکر دے او د دنیا جغرافیہ دہ پکښې ۔
یوہ چاربېتہ پہ صفحہ ۳۳۷چې پکښې ددې دنیا پہ مخ چې څومرہ اونې دی د ھغو شمار دے ۔ څرخہ ، رباب ،ګړیال وغېرہ وغیرہ باندې معمې غرض پہ چاربېتہ کښې دومرہ علم پروت دے چې سړے ورتہ ګوتہ پہ خولہ پاتې شی ۔ دا د قاضی ګل شپېلېټی دہ ، پہ شعر کښې دومرہ علم بیانول اسان کار نۂ دے دا د بل یو شاعر ھم د وس کار نۂ دے ۔ خو د قاضی ګل پہ چاربېتہ کښې د عشقیہ چاربېتو ھم کمے نیشتے کلہ چې د ھغہ د عشقیہ چاربېتې سړے وګوری سړے داسې ګڼی چی قاضې د دغہ مېدان شھسوار دے ۔ پہ صفحہ ۳۶۱باندې چاربېتہ دہ
“ طوطی لہ مانہ مرور ځی “ چې دخپل ځوی پہ مرګ یې وئیلې دہ نہ ورستو د قاضی ګل پہ شاعرۍ باندې یوہ غمژنہ فضا خورہ شی او درنو چاربېتو وئیلو تہ غاړہ نہ ږدی ۔ اولنۍ وینا یې شوخی لری پہ صفحہ ۴۱۹باندې چاربېتہ دہ چې پکښې یې وصیت کړے دے لہ دې سرہ د قاضی ګل د عقائدو ډیرہ ښہ پتہ لږی او دخپل مرګ یې ښہ نقشہ راښکل دہ او داسې لږی لکہ د جنازې پہ کټ پروت دے او دا بیان کوی ۔د قاضی ګل نہ ورستو ګڼو شاعرانو د قاضی ګل پہ لارہ د تلو کوشیش کړے دے خو دقاضی ھمرہ علم ، قادر الکلامی او فصاحت چا نۂ درلود
لکہ شمروز ګلابی ھم خپل وصیت کړے دے
چې اوباسئ مې لہ کورہ نہ ډولۍ
کلیمہ راتہ شروع کړئ د شھادت
ماتہ مہ وھئ پردو خپلو جلۍ
مالہ اوسپارئ پہ دین د پاک حضرت
دا بلہ چاربېتہ ھم د قاضی پہ زمکہ دہ
ډیر ګناہ ګاریم یا نبی لاس پہ محشر راکہ
پل صراط سرہ ابِ کوثر راکہ
ډیر ګناہ ګار یم
د تراوړو محمحد جان ملا کوشیش کړے دے
مرہع چاربیتہ دہ پہ نیم سر
شاګردہ راشہ ګورہ مسئلہ د کتاب (دوہ ځلہ )
(۱)
شاګردہ راشہ ګورہ ما برسېرہ کړلہ فقہ
مو ر ځوی پہ نکاح واغستہ پہ حکم د رازقہ
پخپلہ زہ عامی یم لہ ملا اوکړہ تحقیقہ
مور پہ ځوی روا دہ پکښې نیشتہ دے عذاب
پہ مشکل کشاء طالبان کښې رباعیات ھم موجود دی خو دا ھغہ رباعیانې نہ دې چې د کومې مونږ تعریف کوو چې دا پہ څلور مصرعو مشتمل وی او مخصوص بحر لری ۔ دا اولسی رباعیات دې د شاعر خپلہ خوښہ دہ چې ھر څومرہ مصرعې یې اولیکلې ۔ د قاضی ګل پہ رباعیاتو کښې پند ھم د ے او عشق ھم ابیات خالصتاً پند د پارہ استعمال دی ۔
پہ مشکل کشاء طلبان کښی څلور صوتونہ ھم موجوددی ۔ دا ښځینہ سندرې دی چې زنانہ یې د خوشحالۍ پہ موقع وائی او طرزونہ یې ورسرہ ھم ښودلی دی ۔ قاضی ګل پخپلہ مجلسی شاعر ؤ چې پخپلہ دوہ درې ځلہ یې ذکر کتاب کښې کړے د ے ۔ ټولہ وینا د مجلس پہ انداز کښې لیکلې دہ یعنی ھغہ صوت چې مجلسی د ترنم وئیلو دوران کښې ورسرہ زیاتوی خصوصاً د ‘ہ ‘ اضافہ ۔ د قاضی ګل د چاربېتہ د لوستو نہ قاری او پوھان اندازہ لګولے شی چې د چاربېتې پلار څوک دے ؟
بیا دومرہ علم او قادر الکلامی یو ځاے کېدل څہ ناممکن غوندې خبرہ ښکاری ۔ قاضی ګل پہ چاربېتہ کښې یو جداګانہ حثیت لری او یو شاعر ھم دھغۂ پہ دے مېدان کښې ھم سری نۂ شې کولے ۔ ھغہ حقیقت پسندہ شاعر دے پہ خیالی دنیا کښې ورک نہ دے ۔ ھغۂ چې کومہ عشقییہ او تخیلاتی شاعری کړې دہ نو دا ېې ښودلی دی چې دا فیلډ ھم د ھغۂ دسترس نہ بھر نہ دے او پہ دې کښې ھم قاضی ګل پہ اولنی صف کښې ولاړ دے ۔ پہ صفحہ ۳۷۲ زلفې دې ماران ، ځانګی پہ صدر جینۍ
زہ لکہ مجنون ستا پہ دیدن پسې بیماریمہ
سوے پہ انګار یمہ
پہ ص ۴۰۶
نن مې ولیدہ خارو پہ بام ولاړہ
پہ اوربل یې قطار کړی سرۂ موران
محرابی ورځې کږې امان تری غواړہ
پہ لمبو یې ستی کړی عاشقان
نورې ډېرې چاربېتې او بګتۍ لوبې قاضی ګل د رواجی شاعرۍ ھم استاد ثابتوی ۔
قاضی ګل سرہ ځما پہ ډیرو مسائلو اختلاف دے ۔ ډېر مسائل د اصول فقھې مطابق نہ دی لکہ دا یوہ مسئلہ بہ مثال پہ طور بہ واخلو چې یو سړی څلور ښځې دی یوہ حائضہ دہ بلہ پہ نفاس کښی دہ درئیمہ لنګون پہ حالت کښې او څلورمہ پہ ځنکدن کښې پہ سړی باندې شھوت زور شہ اوس بہ دے خپل مطلب څنګہ پورہ کوی ۔ دے پہ شرح کښې د ځنکدن مېرمن سرہ دا عمل جائز ګڼی ۔ خو ځما تر معلوماتو چې دا صورت پېدا شی د ښځې د پتون نہ دا کار اخستلے شی د شھوت نہ پرې خلاصے موندلے شی ۔پہ ص ۲۸۶ باندې چاربېتہ دہ پہ شرمخ لہ بیزې نہ پېدا کېدل یا دسپی د بیزې وطی کول او بیاتری د سپی او د بیزی پہ شان مکس بچی پیدا کېدل د سائنس د جېنېټک نظرې (تھیوری )نفی دہ ۔ دا ھډو ممکن نہ دہ ګنی بیا پہ رمو کښې بیزو بہ ګډان او ګډو بہ پیسان راوړل ۔ پہ صفحہ ۲۵۳ باندې چې پہ چاربېتہ کښې کوم جغرافیائی معلومات دې پہ ځنې نور کښې ھم د موجودہ وخت معلوماتو سرہ سمون نۂ خوری خو پہ مذھبی نقطہ نظر سرہ پکښې ډیر معلومات خوندی دی لکہ د اوداسۂ فرائض د مونځ فرائض او نور ډیر څۂ دی ۔ د قاضی ګل مشکل کشاء طالبان د شاعرۍ جواز پېدا کوی چې د شاعرۍ نہ مخکښې ھم فوائد اخستے شوی دی او اوس ترې ھم اخستے کېرې ۔ شاعری یوازې د حظ اخستو او د وخت ضائع کولو شے نہ دے دا پہ ابتدا کښې او اوس ھم د کار څیز دے ۔ کوم خلق چې شاعری دوخت زیان ګڼی دقاضی ګل شاعری د ھغوی پہ مخ څپېړہ دہ۔
ډاکټر محمد اقبال خان
۹ اګست ۲۰۱۸ ء
مشکل کشائ طالبان
نوشتم این مسائل چیدہ چند
کند مشکل کشا بر طالبانے
زفقہ نقل کردماین ہمہ را
بطرز چاربېتتہ بر لسانے
زتصنیف مصنف قاضی است این
کہ دارو موضع ټکری مکانے
دعا کن طالبان تو درحق من
چو مکتوبم بخوانی بر زبانے
کہ الحمدﷲوالمنہ مسائل چیدہ ازکتب فقہ کتاب قاضی ګل المسمیٰ بہ مشکل کشائ طالبان از تصنیف
اګر پرسی تو اصلی مصنف را
بدان قدرتی علی خادم جہانے
جدم عثمان قوم ما است ملکال
بود نعمان مرا پشتبانے
مزین کردہ ام این روضۂ دا
باسم قاضی برخوردارنے
ہدار ای دوست از بہرﷲ
کہ ګرودرو زیم کامل ایمانے
جناب فخر الشعرأ قدرت علی عرف قاضی ګل ټکروی ھزاروی سرحدی غفرلہُ
کاتب: مولوی شمس الاسلام
علاقہ: دیر
عرض
الحمدلللہ و کفیٰ وسلام علی عبادہ الذین اصطفےٰ اما بعد پس طالبانو شوق مندو او عالمانو ارجمندو تہ دې واضحہ وی چې دا کتاب فی نفسہ اګر چې تااخر زمانی سرہ موخر دے ۔ لیکن پہ اعتبار د مضمون آراۓ او دلکشاۓ د ناظرینو لۂ ډېرو مولفاتو نہ مقدم دے ۔ پہ دې کښې لہ پارہ د پښتو ژبو عالمانو کۂ چرې نایابہ او نادرې مسئلې دي نو لہ پارہ د عوامو پښتنو پہ رنګا رنګ اوزانو سرہ قسما قسم غزلې ، چاربېتې ، صوتونہ او مصرعې دي کۂ پہ صورت کښې سبق د مجاز ښکاری خو پہ معنیٰ کښې بې مثلہ استاز د حقیقت دے ۔ غرض دا چې کۂ اور او اوبۂ بہ چرې چایو ځائے نۂ وی لیدلی نو پہ حکم د خداوند تعالیٰ صنائع بدائع مؤلف شکر سعیہ وبورک لہ فی تالیفہ پہ ډېرې عرق رېزۍ او پہ اعلیٰ پېمانې سرہ دلې دی او لۂ پارہ د عاشقانو او اوبہ د تشنہ لبانو د دانایې جمع کړی دي ۔ شاید چې داسې تالیف بل چرتہ موجود وی ﷲتعالٰی دې مولف او مستخرج د مسائلو لرہ دې سرہ قاریئنو او سامعینو او کل مومینو پہ خپل رحمت اوبخښی ۔ او دا کتاب پہ خپل احسان سرہ پہ لاس د ھر خاص وعام کښې ورسوی ۔ انہ بکل فضل جدید و علیما یشاءُ
قدیر وھم نعم المولٰی ونعم النصیر ننګ اسلاف الحاج مفتی خلیل الرحمٰن ھزاروی ټکروی غفرلہ ولوالدیہ ولجمیع المسلمین ۔
در سبب تصنیف کتاب
د کتاب بیانہ وم درتہ سبب
غوږ پرې کېدہ چې خبر شې پہ مطلب
کار ھمہ کېږی پہ حکم د خاوندہ
لیکن جوړ ولہ سبب کړی زما رب
سبب دا یې رب جوړ کړے ؤ یارانو
اندېښنې مې شولې زور پہ زړۂ اغلب
یو مریض راتہ پہ کور کښې پروت ؤ جان
ہ فریادونہ بہ یې کول پہ روزو شب
تصور سرہ مې زړۂ ذرې زرې شۂ
اندرون مې شۂ تک تور لکہ د کب
د ملکونو حکیمان مې ټول پرہ کړل
بیا نۂ موند یو حکیم د خپل مطلب
ناعلاجہ لۂ مریضہ شوم دوستانو
حوالہ مې د مریض اوکړہ پہ رب
اندیښنو سرہ مې زړۂ پارہ پارہ شۂ
ټونډ بہ پروت ومہ پہ کټ لکہ عقرب
بیا مې ځان لہ دا سودا پہ زړۂ کښې اوکړہ
جوړہ ومہ یو کتاب ښکلے عجب
دټکرۍ(۱) ملا صاحب تہ مې عرض اوکړو
راتہ ښایہ مسائل عجب عجب
لوے عالم دے ھم صاحب الکرامت دے
لا ثانی دے رب ورکړے دے منصب
لۂ حاتمہ پہ سخا کښې دے سیوا دے
سیال نیشتہ پہ عجم نہ پہ عرب
رب ورکړے ولہ نر فرزند پہ کور کښې
ھم ھغہ دے ښہ عالم صاحب ادب
پہ دعا د پلار یې موندې درجہ دہ
پہ لس دولس کالہ سر یې شۂ مطلب
پہ نامہ خلیل الرحمٰن دے مسمیٰ دے
ھمېش ګوری کتابونہ روزوشب
دے زما خوھر زادہ ځوی مې د خور دے
فتاوې یې راپرہ کړې واړہ سب
مسئلې یې مالہ ولیکلې ورورہ
پس لہ ھغہ می شروع کړو دا کسب
دا مې جوړہ لہ یوہ جوړہ مشغولا کړہ
پرې لږیا شومہ لیکۂ مې روزوشب
مسائل د فقې ډېر مې پکښې درج کړۂ
ملایان بہ یې پوھېږی پہ مطلب
دعا ماتہ کړئ لاس پورتہ کړئ یارانو
چې مې لولئ دا کتاب پہ ژبہ لب
پہ دعا ستاسو کۂ خلاص شم لہ غضبہ
مختورن ډېر ګناہ ګار یمہ درب
کۂ د اصل مې تپوس کړې زۂ ملکال یم
پہ تکرۍ کښې قاضی ګل مې د ےلقب
محمحد سندی اصل زما نوم دے
عثماڼی دے اصلی زما نسب
بل لیدلے مې عجب یو ځِناور دے
دوہ ذکرہ دي ورکړی ولہ رب
پہ فارسۍ کښې سوسمار ګوہ ھندی دہ
عربۍ کښې ورتہ خلق وائی ضب
ګجرمن دہ پہ ترکۍ کښې یې نوم دادے
سراسر مې کړۂ بیان کل واړہ سبب
سن نولس سوہ ووۂ دېرش(۲) ؤ لۂ پاسہ
عیسوی چې مې پورہ کړو دا کسب
دیارلس سوہ شپږ پنځوس(۳) ؤ پرې لپاسہ
سن زمونږ د محمد شاہِ عرب
نور مې بند دفکر اس کړو لۂ ګردشہ
بېرتہ کش مې کړو پہ لاس ولہ جلب
اے کاتبہ چې یې لولې یا ئ ګورې
خطا لر کړہ رب لوے دې کړہ منصب
قاصر فکر دے زما مۂ کہ کنځل تۂ
بل پہ زړۂ مې د غم دوند پروت وی اغلب
(۱) ټکرۍ پہ ضلع بټګرام کښې دہ د ټکرۍ ملا صاحب چې نوم یې حاجی ګل زمان صاحب ؤ دے پہ دغہ علاقہ څۂ چې پہ بھرنو سیمو ھم یاد ؤ ۔ او د علم فقې راوی یادېدۂ ډېر متقی او پرھېز ګارہ او سخی بھادر عالم باعمل ؤ ۔ د منصف اساذ ؤ او دھغۂ د خور خاوند ھم ؤ د کتاب د چاپ کېدو نہ مخکښې پہ کال (۱۹۳۴ء) کښې حق تہ رسېدلے ؤ ۔
(۲) د کتاب د چاپ نېټہ ۱۹۳۷ ء د سن ھجری پہ حساب ۱۳۵۶ ھ
تحمیدی بېتونہ
پہ نامہ د ھغہ خداے مې دا بیان دے
چې یو نوم یې پہ نومونو کښې رحمان دے
شریک نۂ لری پہ خپلې باشاھۍ کښې
د وزیر د وزارت نہ څۂ حېران دے
پہ اوبو یې دغہ زمکہ غوړَ ولې
بې لہ ستنو یې ټینک کړے دا اسمان دے
پہ زمین او پہ اسمان چې څۂ اشیاء دي
پہ وخت وخت دے د ھر یو روزی رسان دے
ھر یو شی تہ برابر وخت پہ وخت رسی
کۂ میږی دی کہ ملخ دی کہ انسان دے
یو بندہ وی بل بندہ وتہ محتاجہ
دے نہ چاتہ څۂ محتاجہ نہ حېران دے
لۂ مشرقہ نمر راخیژی ځی مغرب تہ
تۂ وینې ھمېشہ درومی روان دے
ورځ پہ شپہ کښې ننہ باسې شپہ پہ ورځ کښې
لہ ګندہ پلیتو ابو جور کړے انسان دے
ښہ جوسہ یې ولہ جوړہ نورانی کړہ
بل ددې خبرې کلہ د چا توان دے
خپل خلقت تہ فکر وکړہ
بنیادمہ ولې کاندې تکبر ډېر دې عنوان دے
د نیکی بدل نیکی دہ بد د بدو
ستا لہ پارہ پہ قیامت کښې جوړ میزان دے
څو بہ تۂ پہ دې دنیا لھو لعب کړې
تېر دې عمر لکہ بحر ځی روان دے
قاضی ګلہ ځان پوې ښہ لہ ھغہ خاک کا
چې مسکن دې بیا پہ خوشی بیابان دے
دخداے ډېر شکر پہ دې باندې اوباسہ
چې شفیع دې محمد آخر زمان دے
چاربېتہ
سر
مشکل کشاء مې نوم ددې کتاب کہ مقررہ
حېران شی ورتہ پاتې چې یې واؤری سامعان
(۱)
حېران شی ورتہ پاتې چې واؤری زمارورہ
عجبې مسٔلې دی عجائب دی پکښې باسہ
درې سوہ دی اتۂ شپېتۂ پورہ پکښې وګورہ
لیکلې مسٔلې می برابر ښہ پہ اخلاصہ
لغتونہ حکایات پکښې شتہ دے سېوا نورہ
قاعدہ د قرآن پند د څوارلسمې صدۍ باسہ
مجاز ھم څۂ چار بېتې پکښې درج دي لب شکرہ
مشکل کشاء مې نوم ددې کتاب کہ مقررہ
شوقین د اخستلو ددې وینم طالبان
حېران شی ورتہ پاتې چې یې واوری سامعان
(۲)
شوقین ددې ھلہ شی چې واوری دا خبرې
تقریر کوم اکسیر یمہ خادم د عالمانو
عجیبې مسئلې مې درج کړې دی نادرې
ټکرۍ ملا صاحب راتہ ښودلې دی یارانو
د شعر پہ رشتہ کښې مې پئیلې ملغرې
زړۂ باغ بہ ورتہ شی پہ اورېدو د عاشقانو
سودا بہ یې شی پېدا کہ دا مې اوښکې لہ نظرہ
مشکل کشاء مې نوم ددې کتاب کہ مقرر ہ
وئیلے ھر رتیب مې دے تللے پہ میزان
حېران شی ورتہ پاتې چې یې واوری سامعان
(۳)
وئیلے ھر رتیب مې ترتیب ښہ برابر دے
پټ مخ راوتہ لہ کورہ پټ مخ وہ دا روانہ
ځان ما کہ ورتہ سم چې مې راغلے پرې نظر دے
ما وکړہ پہ ولاړې پہ ښہ شوق سرہ جانانہ
چې څوک راتہ زانی وائی ھغہ غل د پېغمبر دے
لہ مورہ وہ پېدا بیا مې پہ مور کښې کړہ پنھانہ
پہ خپل لاس مې بیا کېښوہ پہ شکم کښې د مادرہ
مشکل کشاء مې نوم ددې کتاب کہ مقررہ
دہ لختہ د چندنړو لکہ نمر د بر اسمان
حېران شی ورتہ پاتې چې واوری سامعان
(۴)
وہ لختہ د چندنړو یوہ پېغلہ زما جانہ
پہ ګېدہ کښې د مور کړہ امیدوارہ پاک خاوند
پہ ګیډہ کښې د مور ترې نہ ولد پېدا شۂ ځوانہ
دائی شوہ ھغہ مور ښہ یې سمبال کہ بند پہ بند
ددې خبرې غواړمہ کامل جواب لہ تانہ
بغېر جوابہ خلاص بہ رانۂ شې پہ سوګند
یا لاس پہ کناټی کېدہ غوږ ونیسہ لہ سرہ
مشکل کشاء مې نوم ددې کتاب کہ مقررہ
یا جنګ د قاضی ګل تہ تندے نیسہ دا زمان
حېرا ن شی ورتہ پاتې چې یې واوری سامعان
مسئلہ بطورِ مصرعہ
تۂ مې وینې زۂ دې نہ وینمہ
دا زۂ دې وینمہ تۂ مې نۂ وینې مئینہ
یَا مَن یرانی ولا آراہُ
لم ذ ا اراہ و لا یرانی
قالہ ابن العربی نفحات الانس بنقل الخ
چاربېتہ
سر
نہ بہ ژوندے یم نہ بیا پہ ما اختر راشی
نہ ہہ دنیا تہ محمد نبی سرور راشی
(۱)
نہ بہ ژوندے یم نہ بہ ھغہ دوران ووینم
نہ بہ نبی سرہ جوړۍ څلور یاران ووینم
نہ مسافر بہ پہ لنګر کښی د عثمان ووینم
نہ پہ دلدل باندې بہ سور علی حېدر راشی
(۲)
نہ پہ جھان بہ د علی د تورې شور ووینم
نہ بہ جنډې داسلام باندې کور پہ کور ووینم
نہ پریشانہ بہ کافر زۂ لور پہ لور ووینم
نہ بہ حمزہ صاحب مېدان لہ برابر راشی
(۳)
نہ بہ حمزہ صاحب پہ جنګ کښې د مېدان ووینم
نہ بہ لښکرې د بادشاہ نوشېراوان ووینم
نہ بہ ګھستم غوندې د دھر پھلوان وینم
نہ بد غضبہ بہ پہ دوی پسې اشقر راشی
(۴)
نہ بد غضبہ بہ اشقر پسې دوبار ووینم
نہ بہ کافر ددوی لہ مخہ تار پہ تارووینم
نہ بہ پہ سترګو د جھان ھغہ سردار ووینم
نہ د بلال د خولې بہ ﷲ و اکبر راشی
(۵)
نہ بہ بلال سرہ بہ دوی پہ جماعت ووینم
نہ بہ یې پہ قتل دکافرو شجاعت ووینم
نہ بہ یې د ګوتې مبارکې اشارت ووینم
نہ بہ زمین تہ دوبارہ دغہ قمر راشی
(۶)
نہ بہ دوبار زمکې تہ کوزہ دا سپوږمۍ ووینم
نہ بہ ھغہ بشرې صفا لکہ ھګۍ ووینم
نہ لہ انګرېزو نہ ازادہ بہ درګۍ ووینم
نہ بہ د روم د بادشاہ فوز پہ امبر سر راشی
(۷)
نہ بہ فوزونہ داسلام پہ دې وطن ووینم
نہ پہ ارام بہ لہ غمونو خپل بدن ووینم
نہ بہ بھار شی چې ګلونہ پہ ګلشن ووینم
نہ بہ قاضی لہ د مھرویو څۂ خبر راشی
(۸)
نہ بہ قاضی دوبارہ بیا ھغہ ځوانان ووینم
نہ بہ لہ ملکہ نہ ورک شوی ھلکان ووینم
نہ بہ خلیل رفیع یو ځاے پہ خپل مکان ووینم
نہ بہ واپس لہ کلکتې نہ برابر راشی
(۹)
نہ بہ واپس لہ کلکتې نہ دغہ دواړہ شی نہ
نہ بہ لہ ماسرہ جوړۍ غاړہ پہ غاړہ شی نہ
نہ بہ دغم تیارۂ زما دزړۂ نہ لاړہ شی نہ
نہ بہ پرېوتے نمر پہ بېرتہ ماځیګر راشی
(۱۰)
نہ بہ پریوتے نمر فی الحال زۂ پہ اسمان ووینم
نہ د خلیل د والد روغ بہ زۂ چشمان ووینم
نہ بہ یې پہ لاس کښې بیا درود د خپل قرآن ووینم
نہ بہ عېنېن و لہ ھغہ تلے نظر راشی
جمع مسائل فقھیہ بطور چاربېتہ(کور معشر مجاز)
شوہ ښځہ پرې طلاقہ کۂ چا اووې لا الہ
کافر بہ شی بېشکہ کۂ یې شک کړو پہ وحدت کښې
(۱)
کافر بہ شی بېشکہ کہ چا اووې نہ دے یو رب
مقام بہ یې سجین شی پہ دې اوکہ اعتبارہ
پرہ پہ علماو د عجم شہ د عرب
پخپلہ بہ پہ دې مسئلہ تۂ شې خبردارہ
خبرہ مې شروع کړہ عجائبہ د مطلب
د زړۂ پہ غوږو واورہ ځان لہ رانہ ولې قارہ
زۂ پروت پہ کتاب کښی مې کولہ مطالعہ
شوہ ښځہ پرې طلاقہ کۂ چا اووې لا الہ
پہ ھغہ کښې مې لیدلے داتقریر پہ عبارت کښې
کافر بہ شی بېشکہ کہ یې شک وکړو وحدت کښې
(۲)
پہ ھغہ کښې مې لیدلې عجائبہ مسئلہ دہ
ھغہ کومہ توکاڼہ د ہ چې تېرہ شی شکم تہ
ماتېږی پرې روژہ ماپرې کړې تسلہ دہ
کہ تېرہ یې صائم کړی پری بہ وځی کوھی د غم تہ
پخپلہ مې لیدلې اشتباہ مې حوالہ دہ
لہ ھغې نہ مې کہ نقل زر مې لاس کړو خپل قلم تہ
دروغ کہ درتہ ښکاری تپوس اوکہ لہ ملا
شوہ ښځہ پری طلاقہ کۂ چا اووې لا الہ
ھغہ کومې اوبۂ دي سیال یی نیشتہ پہ جنت کښی
کافر بہ شی بېشکہ کہ یې شک کہ پہ وحدت کښی
(۳)
ھغہ کومې اوبۂ دي راتہ اوښایہ اخونہ
مثال د ھغوی نیشتہ پہ آخر نہ پہ دنیا کښې
جواب یې پورہ راکړہ ګنی بائیلې بہ غاښونہ
جدا شہ ځان لہ کېنہ تصور اوکہ پہ دا کښې
د شعر پہ کوڅو کښې مې ډېر یاد دي مثالونہ
چې واوری سامعان واړہ مجلس شی پہ سودا کښې
د شعر ګنج راکړے لاالہ غنی ﷲ
شوہ ښځہ پرې طلاقہ کہ چا اووې لا الہ
وئیل مې دي سنګین پہ مسائلو حقیقت کښې
کافر بہ شی بېشکہ کہ یې شک کہ پہ وحدت کښې
(۴)
وائيل مې دي سنګین بل ھغہ کومہ دہ عورتہ
چې یې اووې کلیمہ د محمد آخرزمان
طلاقہ پہ خاوند شی پہ نزد د شریعتہ
پہ ټولو کتابونو کښې یې کړے دا بیان
نکاح کہ تړې بل سرہ دہ خلاصہ لہ عدتہ
فی الحال ھغہ ګھړۍ ھغہ زمان
جاھل بہ دا ګمان کوی چې وائی څۂ بلا
شوہ ښځہ پرې طلاقہ کہ چا اووې لا الہ
ھُښیار بہ ورتہ ناست وی مطلب اخلی پہ فکرت کښې
کافر بہ شی بېشکہ کہ یې شک کہ پہ وحدت کښی
ھُښیار بہ ورتہ ناست وی ھغہ کوم سړے دے رورہ
یو ورځ بہ سفرانہ مونځ کہ پہ بل ورځ د مقیم
سړے کہ وی پہ کور کہ وی بھر لہ خپلہ کورہ
پہ دا شان مقرر کہ مونځ پہ دۂ غنی رحیم
تر ورځو مھینو بہ یې کوی دے پہ دې طورہ
عجبې مسئلې دي قیمتی درِ یتیم
قاضی غواړی پہ مخ د محمد رسول ﷲ
شوہ ښہ پرې طلاقہ کہ چا اووې لا الہ
صفا لہ خپل ربہ مانړۍ ښکلې پہ جنت کښې
کافر بہ شی بېشکہ کہ یې شک کہ پہ وحدت کښی
(۵)
قاضی کۂ جنت غواړې چې یې درکړی رب ودود
پہ ځان کښې لیا قت د جنت واچوہ پخپلہ
پنځۂ وختہ سر کېدہ خپل مولا تہ پہ سجود
لہ نفس او لہ شېطان سرہ پتنہ اوکہ کاملہ
میثاق پہ وعدہ تلۂ کہ رب وائیلی با العقود
ھیچرتہ بہ خالق لہ وعدې خپلې نہ کہ بلہ
بس تاسرہ وعدہ د جنت کړې دہ مولا
شوہ ښځہ پرې طلاقہ کہ چا اووې لا الہ
کہ دا عمل دې نہ وی شې تور مخ بہ پہ قیامت کښې
کافر بہ شی بېشکہ کہ یې شک کہ پہ وحدت کښی
رباعی
پہ کتاب کښی مې لیدلے دا خبر
کۂ چا اووې کلیمہ د پېغبر
پہ څلورو مذھبونو بہ کافر شی
شفاعت بہ یې ونۂ کږی پاک سرور
څو ژوندے بو ی بہ ځی ترې د مردارې
کہ اوکہ لہ فانی دنیا سفر
لاس تړلی ملائک بہ یې روان کړی
کړی داخل بہ یې پہ کندہ دسقر
د جنت بُوی بہ پہ دۂ باندې حرام شی
نہ بہ اوڅښی اوبۂ صافې د کوثر
پہ دوزخ کښې بہ کړیږی تل تر تلہ
اوبہ نۂ خوری د جنت خواږۂ ثمر
قاضی ګلہ پنځۂ وخت کہ دا سوالونہ
پہ دربار کښې د مولا غنی اکبر
چې دې اوساتی لہ ھغہ کلیمې نہ
چې وائیلہ بہ نبی خېرالبشر
جمع مسائل فقھیہ بطورِچاربېتہ(کور معشر مجاز)
شوہ ښځہ پرې طلاقہ کۂ چا اووې دا خبرہ
چې یو مې دے خالق اومنی ټول پېغمبران
(۱)
چې یو مې دےخالق اومنی ټول حقوق درب
طلاقہ بہ پرې ښځہ شی پہ دې سرہ فی الفورہ
د فقې کتابونہ راپرہ کہ واړہ سب
پہ ھغې کښې دا بیان دے تۂ پخپلہ یې اوګورہ
ټکرۍ ملا صاحب لہ رب ورکړے دے منصب
اوباسی مسائل لہ فتاؤ نہ پہ شپہ تورہ
سحر چې نمر اوچت شی ماتہ اوښائی پہ ھنرہ
شوہ ښځہ پری طلاقہ کہ چااووې دا خبرہ
ښکارہ دے پہ ھر ملک لکہ غمے د سلیمان
چې یو مې دے خالق اومنی ټول پېغمبران
(۲)
ښکارہ پہ ھر وطن دے لوے ولی د کرامت دے
پہ لاس کښې یې د نفی د اثبات تیرۂ خنجر دے
ھیڅ وختې فارغ نۂ دے شب و روز پہ عبادت دے
قرآن لولی ھمیش دورد یې کسب ماځیګر دے
غلام ولہ ورکړے پاک مولا پہ خپل قدرت دے
خلیل یې دہ نامہ عابد ددۂ نورالبصر دے
مرکز د علماؤ د عجمو سراسر ہ
شوہ ښځہ پرې طلاقہ الخ
جاری یې مسائل شو پہ ډیلی پہ ھندوستان
چې یو مې دے خالق الخ
(۳)
جاری یې مسائل شو یو ورځ دا یې کوؤ شمارہ
د یو کس څلور ښځې پہ نکاح کښې وې دلبندہ
خاوند یې وې څلور واړہ طلاقې یئ پہ قار
تپوس کوم د فرضو پہ جواب کښې شولې بندہ
چې فرض دي څو رکعتہ پہ شپہ ورځ کښې پہ تلوار
جدا جدا یې اووې راتہ اوښایئ سرګندہ
یوې ووائیل چې شل دي برابر مې پہ نظرہ
شوہ ښځہ پرې طلاقہ -------------
دوَیمې وئیل ؤلس دی پہ حکم د رحمٰن
چې یو مې دے خالق ------------------
(۴)
دې دوہ و جواب ورکہ د درېمې راغے وار
وې پنځلس دی رکعتہ باقی نۂ دی زیات و کم
رابعې وئیل یو لس دی پہ حکم دغفار
جواب ورکہ پورہ لہ کتابہ سرہ سم
حېران پہ دې خبر یم خطا مې ورتہ وار
شاعرہ جواب راکړہ پہ زړګی مې پروت دے غم
ددې څنګہ صورت دے ما کړہ پوھہ لب شکرہ
شوہ ښځہ پرې طلاقہ ---------------
چې ووہ لس رکعتونہ شپہ او ورځ کښې دی عیان
چې یو مې دے خالق ----------------
(۵)
چې ووہ لس دی رکعتہ ښځو اووې کم او زیات
طلاق پرې واقع نۂ شو دې کښې اوښایہ سبب
ھغہ کوم یو واجب دی پکښې اوکہ احتیاط
شل کم دی څلور سوہ نور لہ دوی سرہ واجب
اګر کہ نیت یې نہ وی قطعہ کړے لہ سفرہ
ښوہ ښځہ پرې طلاقہ -----------------
ھغہ مانځ ګوذار ښایہ سلام نیشتہ پرې ھیڅ شان
چې یو مې دے خالق ------------------
(۶)
ھغہ کوم مانځ ګوذار دے چې بہ نہ ګرځئ سلام
بغېر سلامہ مونځ بہ یې کامل اورسی سرتہ
ھغہ کوم مسافر دے چې فرض مونځ بہ کوی تام
څلور رکعتہ واړہ کۂ وتلے وی سفر تہ
دا مونځ بہ کوی دے پورہ ھمیش علی الدوام
فاضلہ ضرور اورسوہ دا مسئلہ سرتہ
قعدې دوارہ پہ دۂ باندې دی فرض مقررہ
شوہ پرې ښځہ پرې طلاقہ ----------------
ھغہ کوم یو سړے دے راتہ ښایہ دا زمان
چې یو مې دے خالق -----------
(۷)
ھغہ کوم یو سړے دے نہ مقیم نہ مسافر دے
سرګندہ مسئلہ دہ پہ شامی کښې یې وګورہ
ھغہ کوم مانځ ګوذار دے چې فرض مونځ پرې مقرر دے
څلور واړہ رکعتہ بہ دے ډک کہ زما رورہ
ھغہ کوم یو سړے دے اقتدا ولہ ضرر دے
مقیم پسې بہ نہ کہ مطلقاً دے پہ ھیڅ طورہ
جدا بہ مونځ کوی کۂ وی سحر کۂ ماځیګرہ
شوہ ښځہ پرې طلاقہ -----------------
کافر شہ قاضی ګلہ تہ پہ عېب د مسلمان
چې یو می دے خالق -----------------
کافر شہ قاضی ګلہ واورہ دا کلام د ربہ
مروا دی خداے وئیلی پہ قرآن کښې کراماً
عېب مۂ ظاھرہ وہ د چا پرېږدہ دا کسبہ
پہ ښہ اواز بہ واورې پہ قیامت کښې سلاماً
کہ توان دې ورتہ کېږی د مظلوم سرکہ مطلبہ
پس غواړہ لہ مولانہ مقام ښکلے مقاماً
مومنہ تہ خبر شہ چې پېښ نہ کاندې ضررہ
شوہ ښځہ پرې طلقہ کہ چا اووې دا خبرہ
خدمت د مسلمان کہ چې نصیب دې شی ایمان
چې یو مې دے خالق اومنی ټول پېغمبران
رباعی
چې سحر اووائی آذان مومنہ پاسہ
ثناء وایہ د رحمان مومنہ پاسہ
اودس اوکہ مخ او لاس دې ښہ صفا کہ
مونځ پسې لولہ قران مومن پاسہ
نفس ،شیطان دې پاښۂ دواړہ دښمنان دی
ولې اؤرې د شیطان مومنہ پاسہ
نیکۂ ستا یې لہ جنتہ دے ویستلے
تا بہ ھم کہ سرګردان مومنہ پاسہ
دنیا ښہ دہ د اخر ګټہ دلې شی
توښہ اوکہ د خپل ځان مومنہ پاسہ
لږ ساعت دے نن صبا لہ بہ ترې لاړ شې
بیا بہ ھلتہ کړې ارمان مومن پاسہ
لمبہ بلہ د عمل ځان سرہ واخلہ
د لحد دے تور مکان مومنہ پاسہ
قاضی ګلہ خلق پرېږدہ ځان ژاړہ
درنہ لاړل ھمراھان مومنہ پاسہ
چاربېتہ(مربع)
نہ بہ ژوندے یم نہ بہ بیا تلے ساعت راشی
نہ بہ دنیا تہ محمد نبی حضرت راشی
(۱)
نہ بہ ژوندے یم نہ بہ بیا ھغہ دوران ووینم
نہ بہ بادشاہ د دواړو کونو پھلوان ووینم
نہ بہ صدیق نہ بہ عمر نہ بہ عثمان ووینم
نہ بہ علی پہ دلدل سور مھیب صورت ووینم
(۲)
نہ بہ علی پہ دلدل سور جنګ تہ تیار ووینم
نہ پہ کفارو بہ یې ګوذار د ذو الفقار ووینم
نہ بہ تېر شوے عمر بېرتہ بیا دوبار ووینم
نہ پہ ھوا دسلیمان تخت بہ اوچت راشی
(۳)
نہ بہ زۂ تخت د سلیمان بن داؤد ووینم
نہ د دېوانو بہ پہ سر اېښے موجود ووینم
نہ بہ یې بیا حیات پہ حکم د درود ووینم
نہ بہ یې ھغہ ګوتہ پہ لاس د بادشاھت راشی
(۴)
نہ بہ ھغہ ګوتہ پہ لاس د بادشاہ بل ووینم
نہ بہ دارا شاۃجھان او سجاول ووینم
نہ بہ دا قدرې میمونہ طالع خپل ووینم
چې بہ خلیل کتاب پہ ترخ تر جماعت راشی
(۵)
نہ بہ خلیل کتاب تہ بیا پہ مطالعہ ووینم
نہ بہ ذھین د ھغہ پہ مثل بل ملا ووینم
نہ بہ ټوپک پہ اُوګہ بیا رفیع ﷲ ووینم
نہ د قاضی زړۂ لہ پټۍ بہ د صحت راشی
(۶)
نہ د قاضی پہ زړۂ پټۍ بہ د ارام ولږی
نہ بہ د دواړو جوړۍ بیا پہ خپل مقام ولږی
نہ بہ مطلب زما د زړۂ پہ سرانجام ولږی
نہ بہ ارام مې لہ غمونو پہ صورت راشی
رباعی
یې ژوندے بہ پہ جھان تر کومہ پورې
لہ مرګی بہ یې امان تر کومہ پورې
څو بہ دا خرید فروخت کوې نادانہ
چلوې بہ دا کاروان تر کومہ پورې
دحلالو دحرامو تپوس نۂ کړې
درنوې بہ بار پہ ځان تر کومہ پورې
نن دې باغ د ځوانۍ نوے دے پہ خېز کښې
شین بہ وی دغہ بوستان تر کومہ پورې
د پیرۍ خزان عبث بہ دې دا باغ کہ
بیا بہ ورستو کړې ارمان تر کومہ پورې
لہ چشمانو بہ دې ورک دغہ نظر شی
ټیټہ ملا بہ یې روان تر کومہ پورې
عاقبت بہ دې سورے دمرګ نشتر کہ
تۂ ژوندے بہ یې جاودان تر کومہ پورې
قاضی ګلہ آخر مرګ بہ دې مېدہ کہ
تہ بہ یې خوشحال خندان تر کومہ پوې
شب وروز د خپل مولا ثناء صفت کہ
چې دې ګرځی دا لسان تر کومہ پورې
رباعی
ھمېشہ کوہ ګریان پہ شان دنوح
رود د اوښکو کہ روان پہ شان د نوح
شب وروز رب الرحیم تہ پہ ځارۍ شہ
پس بہ بچ شې لہ طوفان پہ شان د نوح
کۂ دې خپل ځوی شہ بد فعلہ بد عملہ
پرېږدہ لکہ کنعان پہ شان د نوح
اے بندہ رب پېدا کړې بندګۍ لہ
عبادت کہ د رحمان پہ شان دنوح
شب و روز د رب ذکر کښې مشغول شہ
خپل خفہ کہ نفس شیطان پہ شان د نوح
د دنیا نہ سفر حق دے نظر اوکہ
د عقبیٰ جوړ کہ سامان پہ شان د نوح
قافلې دې د یارانو اکثر لاړې
تۂ ھم غور اوکہ د ځان پہ شان د نوح
د عمل کشتۍ کہ سازہ قاضی ګلہ
چې مشکل دې شی اسان پہ شان د نوح
رباعی
بندہ ګورہ دﷲ فضل وکرم
چې ښائستہ صورت یې درکہ غنچہ فھم
دوہ دیریش غاښہ دې پہ خولہ کښې برابر دی
کہ دا نہ وې تا بہ نہ کہ خوراک سم
د روزۍ خواږۂ پہ غاښو اخستے شی
چې غاښ نہ وی کہ پولا خورې وی شړشم
بل یې عقل فکر تا لرہ درکړے
کار ھغہ کوہ چې شرعې تہ وی سم
د شیطان وئیلی مۂ اؤرہ ځان بہ ډوب کړے
شب وروز دے درتہ دا کافر اړم
تعبدار بہ د شیطان ورستو ارمان کہ
پہ صراظ اېښوے نۂ شی سم قدم
بل تہ څہ لہ نصیحت کړې قاضی ګلہ
بس کړہ تہ مۂ کړہ نور سېل د لنډی چم
چاربېتہ مستانہ (بګتۍ)
دې بګتۍ تہ چاربېتہ مستانہ عنوان ورکړلے شوے دے ۔ ما مخکښې ھم وضاحت کړے دے چې د مربع چاربېتې او د بګتۍ جوړښت یو دے د ا د کړې سر تہ د رجوع او د مزاج نہ پېژندے شی ۔ بګتۍ پہ یوہ مصرع سر تہ رجوع کوی او مزاج یې لطیف وی ۔
مستہ پہ مستې زنې بیا شنکی خالونہ وھی
زلفې یې ټالون وھی
(۱)
مستې پہ مستې زنې جوړ د رنجو خال کہ
ګورہ ورتہ ځان یې سمبال کہ
مستې ښکارہ چې لہ محلہ مخ مشال کہ
بل پہ عاشق یې اور فی الحال کہ
مستہ پہ تور اوربل د عطرو غوړ لاسونہ وھی
زلفې یې ټالونہ وھی
(۲)
مستې پہ تور اوربل لړۍ د ستارو ایښې دی
مستې پہ نخرو ایښې دی
مستې خالونہ د کجلو پہ ابرو اېښې دی
مستې پہ رو رو اېښې دی
مستہ پہ مستو ګوتو مست ګرم طبلونہ وھی زلفې
زلفې یې ټالونہ وھی
(۳)
مستې پہ مستو ګوتو ګوتې د بازار کړلې
جوړې پہ سنیار کړلې
مستې کنګڼ کښې ملغلرې ښہ قطار کړلې
دولس یې پہ شمار کړلې
مستې پہ مستہ سینہ پروت امېل سرخونہ وھی
زلفې یې ټالونہ وھی
(۴)
د مستې مستہ سینہ زۂ د ګلو باغ ووینم
خوږ پکښې دماغ ووینم
مستې سرہ پہ پالنګ غاړہ غړۍ زاغ ووینم
خپل پہ زړګی داغ ووینم
مستې پہ مستو اننګو موزی چکونہ وھی
زلفې یې ټالونہ وھی
(۵)
د مستې سرۂ اننګی سرې شونډې رېړۍ ساتی
ښکلې پہ لړۍ ساتی
مستہ سینہ کښی دوہ انار د سین کړۍ ساتی
مستې ملنګ کہ قاضی ګل ځکہ طبلونہ وھی
زلفې یې ټالونہ وھی
رباعی
نن مې اولیدہ خارو مخ نورانی
پېچ و خم زلفي پہ شان د درانی
تور اوربل یې د رابعہ پہ شان اودلے
نوې خېز کښې وہ راغلې د ځوانی
نیمہ شپہ پسې د غلا پہ طور روان شوم
خارو وېخہ شوہ پہ ماشوہ ګمانی
بد غضبہ شوہ راپورتہ لۂ پالنګہ
راګوزار یې کړۂ څو کاڼی سل منی
پہ لا چارہ راروان شومہ پہ بېرتہ
شوم پہ چغو زۂ پہ شان د لېونی
قاضی ګلہ کۂ وصال د مستې غواړې
د روپو ورکہ دلال لہ ھمیانی
بې دلالہ دلبر نۂ مومې ھیڅ کلہ
پہ دلال بہ دې مشکل شی اسانی
مصرعې
بد بویہ مرګہ خداے دې ورک کہ
چرتہ زما داسرې ؤ ورک دې کہ نہ
کہ زۂ خبر وے چې بیلتون دے
ما بہ جانان د لاس نیولے ګرځہ ونہ
چاربیتہ رندانہ (چاربېتہ نۂ دہ بګتۍ دہ)
مستې خارو پہ خمارو سترګو ویشتل کوې تہ
بې اورہ سېزل کوې تۂ
(۱)
سترګې ګولۍ غشی مژګانہ
دواړہ کږې ورځې کمانہ
ھمیش پرې وژنې عاشقانہ
خال پہ ابرو د نندارو ھمیشہ تل کوې تۂ
بې اورہ سېزل کوې تۂ
(۲)
خال دې وھلے پہ جبین کښې
ثانی نۂ ووینم پہ چین کښې
ھمیشہ ګورې پہ ائین کښی
پہ چپترو زلفو خارو عطر مښل کوی تۂ
بې اورہ سېزل کوې تۂ
(۳)
تورې دې زلفې ښامارانہ
چیچل کوی پہ ھر زمانہ
پہ اور دی اوسل عاشقانہ
تلۂ دکنجرو پہ رو رو قدم ایښول کوې تۂ
بې اورہ سېزل کوې تۂ
(۴)
قدم چې کېدې پہ عنوانہ
د زړګی خونہ مې کرې ورانہ
لوګی مې خېژی لہ دھانہ
د کټارو سټ د تېرو پہ قاضی ګل کوې تۂ
بې اورہ سېزل کوې تۂ
یوہ چاربېتہ د مستۍ ( دا ھم بګتۍ دہ )
مستہ نباتې شونډې سرې پہ پانو رنګ ساتی
غاړہ کښې لونګ ساتی
(۱)
مستې پہ غاړہ کښې امېل
پروت پہ سینہ یې کوی ټېل
زۂ یې پہ مینہ شومہ ښکېل
دواړہ کږې وروځې لیندۂ باڼۂ خدنګ ساتی
غاړہ کښی لونګ ساتی
(۲)
دواړ کږې وروځې کمانہ
تورې باڼۂ غشی مژګانہ
مدام پرې وژنی عاشقانہ
دواړہ منګلې د عشق پہ وینو رنګ ساتی
غاړہ کښې لونګ ساتی
(۳)
سرې یې منګلې سرې یې نوکی
لکہ بدرۍ ځی پہ سلوکی
ھمیش لۂ غمہ وھم کوکې
سرۂ نارنجان د پېښور دواړہ اننګ ساتی
غارہ کښې لونګ ساتی
(۴)
سرۃ اننګی زنہ یې قند
خال یې د وروځو پہ پېوند
مستې وھلے دے د خوند
پہ تور اوربل کښی زېړ ګلونہ رنګ پہ رنګ ساتی
غارہ کښې لونګ ساتی
(۵)
تور یې اوربل مخ یې چراغ
سپینہ سینہ یې شاھی باغ
زما پہ زړۂ یې جوړ کہ داغ
قاضی پہ خود سوے صورت لکہ پتنګ ساتی
غاړہ کښې لونګ ساتی
چاربېتہ
(دا ھم چاربېتہ نۂ دہ دا بګټۍ ما پہ مجلس کښی اورېدې دہ پہ کتاب کښې بې ترتیبہ لیک دہ سمہ لاندې لیک دہ )
زلفان مې د جانانہ ، زلفان مې د جانانہ
ځنګېږی پہ سپین مخ وھی ټالونہ ھر زمانہ
(۱)
ګوچې دی د انګورو زلفا ن یې دی مارونہ
ځنګېږی پہ سپین مخ باندې مدام وھی ټالونہ
ستی دې کړم محبوبې پہ زړګې مې پرھارونہ
جوړ کړی تا صنم لوګی مې خېژی لہ دھانہ
ځنګېږی پہ سپین مخ وھی ټالونہ ھر زمانہ
(۲)
زړګے مې رېز مرېزہ ، زړګے مې رېزمرېز ہ
تۂ لور یې د بادشاہ نوې راغلې پہ خېزہ
ثانی دې چرتہ نیشتہ کږہ ځې لہ مکېزہ
سور ټیک پہ تندی پلوشې کہ ھرزمانہ
ځنګېږی پہ سپین مخ وھی ټالونہ
(۴)
سور ټیک دی لکہ نمر ، سور ټیک دې لکہ نمر
ځلیږی پہ تندی کښې پلوشې کہ ماځیګر
ثانی بدرۍ د چین یې اوتر ټکہ وم سر
پہ مثل د مجنون اوښکې مې څاڅی پہ ګریوانہ
ځنګېږی پہ سپین مخ وھی ټالونہ ھر زمانہ
(۵)
مجنون دې کړم صنمې، مجنون دې کړم صنمې
غوڅ غوڅ پہ کټارو اندرون پہ زړۂ قلمې
کچکول بندی پہ غاړہ زۂ ګرځم چم پہ چمې
داستا د دیدن خېر غواړم لۂ پاک سبحانہ
ځنګېږی پہ سپین مخ وھی ټالونہ ھر زمانہ
(۶)
دیدن دې کړہ انعامہ ، دیدن دې کړہ انعام
ھمېش لکہ دروېش درتہ ولاړیم لاس پہ نامہ
قاضی کښې بل څۂ نیشتہ خالص دے ستا غلامہ
تنخواہ کښې ورکوہ سرۂ اننګی دې نارنجانہ
ځنګېږی پہ سپین مخ وھی ټالونہ ھر زمانہ
رباعی
نن مې بیا زړګے پہ لوری د دلبر لاړ
مسافر د لوې لارې پہ سفر لاړ
نہ موټر ؤ نہ جھاز نہ یې ھمراہ ؤ
یک تنھا ګړندے پہ مثل د کونتر لاړ
دحبیب د باغچو دیدن لہ تلے
زر پناہ شۂ لکہ نمر د ماځیګر لاړ
خدایہ تۂ ھم دا جوسہ مې پسې بوزې
ډېر خوشحال یم کۂ پہ لارې رانہ سر لاړ
کۂ ددوست د کوڅې خاورې مې رانجۂ شوې
ښہ پوھیږم چې خطر مې د محشر لاړ
ھغہ چا چې مې دوستی لۂ دوستہ اوکړہ
یقین اوکړہ چې جنت لہ برابر لاړ
یو ورځ بہ پہ جھان داسې غوغا شی
قاضی ګل د تکرۍ ګور تہ لاس پہ سر لآړ
بلہ مستانہ چاربېتہ (بګتۍ )
پہ لنډہ زنہ شنۂ خالونہ مستې تا اېښی دی
مرګ لہ دې زما اېښی دی
(۱)
پہ لنډہ شنۂ خالونہ اېښی تادی
نن تازہ کړی دې پہ مرګ پسې زما دی
صفت دې اؤرم صفتونہ دې رښتیا دی
پہ تور اوربل دې ستارې جداجدا اېښې دې
مرګ لہ دې زما اېښی دی
(۲)
پہ توراوربل دې ستارې کړلې قطارې
تورې دې سترګې دواړہ وینم ناغېدارې
تلۂ د کنجرې کړې کږہ وږہ پہ لارې
لۂ ډېرہ کبرہ دواړہ لاسہ دې پہ ملا اېښی دی
مرګ لہ دې زما اېښی دی
(۳)
دواړہ منګلې د عاشق پہ وینو سرې ساتی
سپینې یې مټې ایرانۍ تورې تېرې ساتی
پرې چړاؤ کړې ښہ ګجرې د ھزارې ساتی
عجیبہ ښکلی غمی تا پکې زېبا اېښی دی
مرګ لہ دې زما اېښی دی
(۴)
سینہ دې تخت دے دواړہ تی دې شھزاد ګانہ
امېل پرې پروت دے خوند کوی پہ ھر زمانہ
کوز لۂ نامۂ کولے نۂ شمہ بیانہ
پہ زرغونې پڼې دې نن کټوری بیا اېښې دی
مرګ لہ دې زما اېښی دی
(۵)
بغدادۍ جوړہ کړہ کونرہ درنہ مور
پہ قاضی ګل دې لمبې پورې کړې دې اور
ځان پہ تا وژنی ژوند یې نۂ دے پکار نور
سرومال دواړہ یې پہ تا باندې فدا اېښی دی
مرګ لہ دې زما اېښی دی
رباعی
پہ جبین دې شنۂ خالونہ تازہ بیا کړل
ښہ پوھېږمہ چې مرګ لہ دې زما کړل
دواړہ زلفې چې دې غواړې کړې پہ عطرو
پہ شانہ دې ترینہ تور ماران بنا کږل
تورې سترګې چې دې تورې کړې خمارې
نوی ماتہ دې غمونہ را پېدا کړل
حریری شونډې دې سرې کړلې پہ پانو
خخ سیخونہ مې زړۂ دلربا تا کړل
چې امېل دې پہ سینہ سم کہ محبوبې
مہرویان دې تل پہ مخ کښی خپل رسواکړل
د بې صبرۍ چاربېتہ (بګتۍ)
دخداے لہ پارہ جینۍ نورې نېټې بیا مۂ کوہ
ماتہ نن صبا مۂ کوہ
(۱)
د خداے لہ پارہ سپینہ خولہ رالہ سېرۍ راکہ
جختہ پہ غېږ کښې رالہ خپل ملا نرۍ راکہ
زۂ یم ملوک سرۃ اننګی لکہ بدرۍ راکہ
عاشق پہ تایمہ محبوبې شک پہ دا مۂ کوہ
ماتہ نن صبا مۂ کوہ
(۲)
عاشق پہ تا یم غرضی دې د دیدار یمہ زہ
ځکہ خدمت کښې ملا تړلے دې د پلار یمہ زہ
پہ جدائې لۂ خپلہ ژوندہ نہ وېزار یمہ زۂ
د سینې تخت دې ځاے د ملاستې د بل چا مۂ کوہ
ماتہ نن صبا مۂ کوہ
(۳)
سینہ دې تخت دواړہ تی دې شھزادګان جینۍ
حکم کوې پرې ھمېشہ پہ ھر زمان جینۍ
دواړہ دې لېچې سپینې تورې ايران جینۍ
عاشق پرې مری لہ محلہ ښکارہ دا مۂ کوہ
مات نن صبا مۂ کوہ
(۴)
عاشق پرې وژنې دواړہ سترګې دې ګولۍ دی نہ
تورې دې زلفې پہ سپین مخ دلۍ دلۍ دی نہ
سل دې واړې پہ خدمت کښې سھېلۍ دی نہ
لور د بادشاہ یې نور ستم پہ ما ګدا مۂ کوہ
ماتہ نن صبا مۂ کوہ
(۵)
لور د بادشاہ یې سھیلۍ درسرہ سل ووینمہ
سپینہ دې خولہ ښہ صراحی غاړہ غندل ووینمہ
تورې دې زلفې پہ سپین مخ زہ الول ووینمہ
دقاضی ګل سرہ پہ خولا شہ مدعا مۂ کوہ
ماتہ نن صبا مۂ کوہ
رباعی
ھسې مرم پرې توروې تور چشمان څۂ لہ
تاووې دواړہ د زلفو ماران څۂ لہ
کږې وروځې دې لیندې باڼۂ دې غشی
مرګ پسې مې جوړوې بل کمان څہ لہ
لۂ جبین دې شغلې د افتاب خېژی
تورې شپې لہ غواړې بل چراغان څہ لہ
اننګی دې دواړہ سېب د پېښور دی
منړې غواړې د کشمیر ھر زمان څہ لہ
دواړہ لېچې دې مصرۍ تورې تېرې دی
تورې غواړې د یمن د ایران څہ لہ
د نامۂ غوټۍ دې مښکِ بې بھا دہ
د ختن مښک تپوسې پہ دکان څہ لہ
د قاضې پہ مخ د اوښکو تل باران دے
پشکال کښې غواړې نور نور باران څہ لہ
چاربېتہ ( بګتۍ )
ایښي خالونہ دې پہ لنډہ زنہ تور جینۍ
سوے دے دې پہ اور جینۍ
(۱)
ایښی خالونہ دې سرګندہ
د کږو وروځو پہ پېوند ہ
زۂ دې پہ مینہ شومہ بندہ
لکہ مجنون لېونے ګرځمہ سر تور جینۍ
سوے دې پہ اور جینۍ
(۳)
لکہ مجنون ھمېش کړېږمہ
تاپسې شامدام ژړېږمہ
نن صبا مرم نۂ پاتې کېږمہ
ژوند مې باقی بې لہ تا نہ دے پکار نور جینۍ
سوے دې پہ اور جینۍ
(۴)
خوښ پہ ژوند نۂ یم بې لہ تانہ
رنګ مې شۂ زېړ لکہ زعفرانہ
پہ زړہ مې دے دغہ ارمانہ
یو ځلہ شولې ستا پہ سپینہ سینہ سور جینۍ
سوے دې پہ اور جینۍ
(۵)
یو ځلہ زۂ غاړہ غړۍ شوے
پہ پالنګ تا سرہ جوړۍ شوے
یو ځاۓ اودۂ یو ګړۍ شوے
بیا مې کۂ سترګې خوری چنجی رضا پہ ګور جینۍ
سوے دې پہ اور جینۍ
(۶)
قاضی ګل ستا دے طلب دارہ
ستی د عشق پہ انګارہ
لکہ طوطی کوی چغارہ
ځکہ یې شعر شۂ جاری پہ وطن خور جینۍ
سوے دې پہ اور جینۍ
یوہ عجیبہ چاربېتہ پہ کرامت داولیآؤ کښې پہ دې کښې څۂ شک نۂ دی کول پکار کۂ د اولیاو د داسې غوندې کرامتو نہ ځان خبرول غواړی نو د نفحات الانس د قلائد الجواھر او او د مکتوبات د امام ربانی مجد الف ثانی مکتوب صفحہ (۲۱۰) لس لپاسہ دوہ سوہ دہ جلد اول اوګورہ نو پس بہ دې یقین د اولیاوپہ کرامتونو راشی واﷲ موافق الملھم للحق ۱۲ ننګ ۴۴۴ ټکروی ۔
چاربېتہ (معشر مجاز)
پېدا یو شھزادہ شۂ پہ فارس کې زما رورہ
عجیبہ دا قیصہ دہ ځان خبر کہ لہ دې حالہ
(۱)
پېدا یو شھزادہ کہ خداے پہ تېرہ زمانہ کښی
ښائست ولہ ورکړے ؤ الھی پرودِ ګارہ
ھر شے یې ؤ موجود دولت ؤ ډېر پہ خزانہ کښې
مھران وو کۂ لعلونہ ملغلرې وې بېشمارہ
څوارلس کالہ پلار ساتلے ؤ پہ تھخانہ کښی
لہ ھغې نہ یې بھر کہ کور اباد کہ ولہ پلارہ
مېلمہ یې لوے بابا شۂ د سختن قدرت تہ ګورہ
پېدا یو شھزادہ الخ
تیارہ یې ډوډۍ کړہ لہ ھر قسمہ ښہ سنبالہ
عجبہ دا قیصہ دہ الخ
(۲)
تیارہ یې ډوډۍ کړہ چې بابا اوخوړ طعام
بیا یې اووې شھزادہ تہ څۂ شے اوغواړہ لہ مانہ
لہ مخے شھزادہ ورتہ زر اوکہ دا کلام
څۂ شے مې پکار نۂ دے چې زۂ اوغواړم لہ تانہ
یوې خبرې خیال دے مې پہ زړۂ کښې شامدام
عجبہ تماشہ راتہ ښکارہ کہ مھربانہ
بابا ولہ لہ مخې جواب ورنہ کہ فی الفورہ
پېدا یو شھزادہ الخ
روان شۂ تری نہ بېرتہ لاړ بغداد تہ دم درحالہ
عجبہ دا قیصہ دہ الخ
(۳)
څو شپې ورځې شوې تېرې شھزادہ مړ شہ دلبرہ
پلار اسپارۂ مولاتہ نوریې نۂ ؤ باقی ژوندہ
پېدا د روم بادشاہ کرہ شۂ ځوے نورالبصرہ
پہ دغہ شپہ چې مړکہ شھزادہ غنی خاوندہ
قائم ؤ پہ دنیا آخر ښہ ځوان شۂ برادرہ
وادۂ ولہ پلار اوکہ ښادی اوکړہ ډېر پہ خوندہ
اوس راغلمہ پہ بېرتہ د فارس قیصہ کړم نورہ
پېدا یو شھزادہ الخ
چې مړ شۂ شھزادہ تېرہ مودہ شولہ څو کالہ
عجبہ دا قیصہ دہ الخ
(۴)
چې تېرہ شوہ مودہ راغلۂ څو تنہ فقیران
بادشاہ تہ وئیل چې شھزادہ راتہ ښکارہ کہ
مونږ ایښے امانت ورڅخہ خپل ؤ څۂ سامان
ھغہ تری نہ اوس غواړو څوک سړےپسې پرہ کہ
بادشاہ وې ھغہ مړدے ورک یې شۂ نام ونشانہ
بیا کلہ بہ دے مونږتہ راښکارہ کہ خپل بشرہ
پېدا یو شھزادہ الخ
زھیر شو فقیران خفہ روان شو لہ دې کورہ
پېدا یو شھزادہ الخ
راوان شو لہ دې ځایہ روم تہ بوتلل ذوالجلالہ
عجبہ دا قیصہ دہ الخ
(۵)
داخل چې شو پہ روم د بادشاہ ځوی تہ شۂ نظرہ
بلکل ورتہ ښکارہ شۂ د فارس شھزادہ ښکلے
تپوس یې تری نہ اوکړو مونږ پہ دې کہ اوس خبرہ
زمونږ امانت کوم ځاۓ دې ایښې دے ساتلے
لہ مخې شھزادہ اوکہ جواب پہ ښہ ھنرہ
ورځئ فارس کښې پروت دے مادے ھلتہ کښې منډلے
واپس دوبارہ راغلل دوبارہ تر پلار او مورہ
پیېدایو شھزادہ شۂ الخ
بادشاہ یې کہ خبر سراسری لہ دغہ حالہ
عجبہ دا قیصہ دہ الخ
(۶)
باشاہ چې شۂ خبر دننہ لاړ شہ پہ تلوارې
خبر یې ولہ مور کړہ ھم یې ښځہ لہ قیصې نہ
پرتې زمونږ ځوی باندې تورې خاورې دی انبار
زړګے مې فقیرانو کہ نن ډک د وسوسې نہ
دوی درې واړہ شو روان سامان جوړ یې کہ دلارې
دروم پہ طرف تلل ځان یې ډک کہ پسېنې نہ
چې ورسېدۂ روم تہ رومیان خبر شو پہ ھر لورہ
پېدا یو شھزا دہ شۂ الخ
چې وې لیدۂ ھلک درې واړہ ډېر شو پرې خوشحالہ
عجبہ دا قیصہ دہ الخ
(۷)
چې وې لیدۂ ھلک راغے سلام لہ د مادرہ
د مور سلام یې اوکہ ھم د پلار پہ څو څو شانہ
د روم بادشاہ فی الحال کہ لہ دې حالہ چاخبر ہ
دے راغے وې زمادے دا فرزند د ملک سلطانہ
شپږ تنہ دعوہ ګیر د ھلک اودرېدۂ پہ سرہ
دوہ ښځی دوہ یې ميندې دوہ پلرونہ پہ مېدانہ
چاپېرہ عالم ټول شۂ خبردار پہ دغہ شورہ
پېدا یو شھزادہ شۂ الخ
د ټولو بہ ثبوت پرې تېرېدۂ پہ ښہ کمالہ
عجبہ دا قصیہ دہ الخ
(۸)
قاضیانو حکیمانو پرې دا اوکہ مصلحتہ
راځئ چې دے حلال کړو دا جګړہ بہ شی خلاصہ
فی الحال یې کہ دننہ شھزادہ پہ یو ګنبتہ
پیسۂ یې و تړلے پہ ګنبت دننہ خاصہ
پیسۂ کہ حلال پہ تادۍ زر ھغہ ساعتہ
شوہ وینہ راروانہ لہ سوری بھر شوہ خلاصہ
دا شپږ واړہ پہ وینہ شو نسکورہ
پېدا یو شھزادہ شۂ الخ
بېخودہ وو پراتۂ نیمہ ورځ شږ واړہ پر کالہ
عجبہ دا قیصہ دہ الخ
(۹)
قیصہ شھزادہ اوکړہ د قاضیانو پہ حضور
ما غوښتې لہ بابا وہ عجیبہ خبرہ ښکلې
دۂ کړے وی سوال سوال یې مولا تہ شو منظور
نن ځکہ عجابئې ماتہ دا را پېښې شولې
قاضې د اولیاؤ پہ کار مۂ کوہ مذکور
بدلیږ ی پہ دعا ددوې لیکلې د ازلې
د دواړو شۂ فرزند قیصہ تمامہ شولہ نورہ
پېدا یو شھزادہ ښۂ پہ فارس کښې زما رورہ
راوې ښکہ لہ ګنبتہ شو پرې شپږ واړہ خوشحالہ
عجبہ دا قیصہ دہ ځان خبر کہ لہ احوالہ
رباعی
پہ لمبو مې د اور سېزی جانان ولې
ازار اخلی د عاشق ھر زمان ولې
پہ زړګې کښې مې د غم غشی ولاړ دی
سمہ وې راپسې غشی مژګان ولې
پہ غمزہ دې د عېنېنو ھسې مرمہ
توروې بیا پہ کجلو چشمان ولې
تورې زلفې دې سیاہ ماران چیچل کا
مرګ پسې مې غواړې نور ښاماران ولې
بې زېورہ لۂ بدرۍ نہ ھم سېوا یې
پہ زیور ستړی کوې زرګران ولې
پہ جھان کښی دې ثانی د جھان نیشتہ
تپوسې نور د ملکونو خوبان ولې
د سینې باغچې دې سپړدی دی ګلونہ
پہ اور سوی ترې شړې بوراګان ولې
د ځوانۍ باغ دې راغلے دے پہ خېز کښې
ما غریب پرې نۂ ساتې تۂ باغبان ولې
قاضی ګل درتہ ولاړ لاس پہ نامہ دے
تہ یې ځان تہ نہ بلې شتابان ولې
رباعی
خبردار لہ ھر چا سرہ حساب شتہ
برابر ھم پہ غریب ھم پہ نواب شتہ
د نیکۍ بدل نیکی د بدو بد دی
کاتبان دواړہ لیکی دې لہ کتاب شتہ
چې یو ځل کړې سر پہ تور لحد دننہ
ښہ پوھېږم لازم تاباندې جواب شتہ
پہ جواب کښې کہ خطا یوہ ذرہ شوې
ملائک بہ دې وھی ډېر دې عتاب شتہ
د جھنم لاپاسہ پروت پل صراط دے
دے لہ تېغ نہ تېرۂ پېچ وتاب شتہ
کم بختان بہ ترې لوئیږی سر دلاندې
تېرېدۂ پرې د ھرچا پہ شتاب شتہ
مومنانو لہ جوړ کړے خداے جنت دے
رنګا رنګ پکښې مېوې ښائستہ عناب شتہ
کافرانو لہ جوړ شوے سخت سقر دے
لہ ھر قسمہ ګرم یخ پکښی عذاب شتہ
کۂ تمامہ دنیا ستا زېرفرمان شی
نن صبا ددې شاھۍ لہ انقلاب شتہ
پہ نامہ د خداے کہ ورکړې څۂ غریب لہ
احسان مۂ کړہ پرې ډېر تالہ لوې ثوابشتہ
قاضی ګلہ پہ دې ډېر شکر اوباسہ
چې شفیع دې محمد دوست د وھاب شتہ
یو څو نادرې مصرعې
د پلار ځانګو مې ځنګولہ
ناساپہ غږ شو چې نیکۂ دې پېدا شونہ
د پلار نیکہ تہ مې بابا وې
تحقیق مې کہ پلار مې نیکۂ دبابا ونہ
رسول نوسے دبابا ادم دے
ډېر مقدم ظاھر دنیا تہ اخر ونہ
ددې خبرې جواب راکہ
پہ بسمﷲ کښې الف ولې حزف شۂ نہ
ددې خبرې جوب راکہ
با یې پہ سین مقدم ولې کړہ مئینہ
رسول نوسے د بابا ادم ؤ
رښتینی دا دہ رسول نیکۂ د ادم ونہ
رباعی
رنګ مې زېړ لکہ زعفران اوښکې مې څاڅی
چې یو غم دفعہ کوم بل راتہ پاسی
زمانہ راسرہ ھسې پہ حسد شوہ
تېرۂ غشے مې پہ زړۂ کښې ننہ باسی
ټول ھمزولی مې بېلتون کړۂ تورې خاورې
نن صبا لہ بہ ما ھم پسې کېباسی
ښہ ساعت وی عمر خوږ دوړوکوالی
چې ھمزولی سرہ یو ځاے کېنی پاسی
پہ لکونو کہ روپۍ ورپسې ورکړمہ
تېر ساعت بہ بېرتہ څوک رااوجارباسی
پہ ورځ ژاړم وایم شپې لہ بہ ارام وی
ټولہ شپہ مې تصور خوب نہ اوباسی
قاضی ګلہ پہ ھغې خلقو مۂ غولېږہ
ظاھر سپین پکښې عمل یې د خناس یی
کړہ بندہ چاربیتہ
سر
صنم لاس کښې دې ائین ، پکښې ګوری شنۂ خالونہ
سرې دې شونډې کړې لعلونہ ھار پہ غاړہ دې لونګ
زۂ دې اوسمہ نادرې
(۱)
(ا) زۂ دې اوسمہ خارو ، خال دې اېښے پہ ابرو
عجیبہ د نندارو سیال دې نیشتہ پہ زمین
صنم لاس کښې ائین
(ب) سیال دې نیشتہ د جمال ، شین پہ لنډہ زنہ خال
بل پہ سر دې کہ سور شال د سرو ټیک سرۂ تعویذونہ
پکښې ګورې شنۂ خالونہ
د سرو ټیک د سرو دړۍ ، دی پراتۂ لړۍ لړۍ
(ج) یو لہ بل سرہ جوړۍ لاس دې سرۂ کړۂ پہ ھات رنګ
ھار پہ غاړہ دې لونګ
(ح) لاس دې سرۂ کړۂ پہ عناب ، مخ دې پړق کہ دافتاب
ترینہ لرې کہ حجاب چې بېخودکړې جن بشرې
زۂ دې اوسمہ نادرې
(۲)
راښکارہ کہ مخ افتاب ،جینۍ لور یې دنواب
اوګټہ پہ ما ثواب راکړہ خولہ کښی انګنبین
صنم لاس کښې ائین
راکړہ خولہ کښی لب شکرې، سور مې کہ پہ سپین صدرې
راتہ سم کہ برابرې دواړہ لېچې بالختونہ
پکښې ګورې شنۂ خالونہ
دواړہ لېچې کہ د لاندې ، سور مې کہ پہ سینہ باندې
کہ یو ځل راتہ اوخاندې ورک مې کہ د زړګی زنګ
ھار پہ غاړہ دې لونګ
ورک بہ شی زما ارمان ،کہ یو ځلہ تۂ جانان
کړې ملګرے مې د ځان سرہ اوکړې ماسرہ خبرې
زۂ دې اوسومہ نادرې
(۳)
راسرہ اوکړہ یاری ، وامې ورہ منت ځاری
ورکہ مانہ کړہ خواری اوګورہ پہ روڼ جبین
صنم لاس کښی دی ائین
اوګورہ شہ پہ خندا ، کرم کړہ پہ ما ګدا
شاہ مدام مې دہ سودا وائیم ستا دعشق بېتونہ
پکښې ګورې شنۂ خالونہ
ستا کوم ثناء صفت ، رب درکړے دے عزت
نہ دہ دا څۂ مناسب چې کوے راسرہ جنګ
ھار پہ غاړہ دې لونګ
شہ لہ ماسرہ پہ خولا ، پټ د خلقو نہ پہ غلا
نیمہ شپہ مې اوبلہ سور پالنګ لہ پہ ھنرې
زۂ دې اوسومہ نادرې
بو یې ځہ تۂ پہ ماښام ، سینہ سپینہ کړہ انعام
زۂ ملوک یم د شام تۂ ثانی بدرۍ د چین
صنم لاس کښې دې ائین
تہ جمالہ ښاپېرۍ ، سینہ سپینہ ملا نرۍ
د سرو ځانګې زنځیرۍ پہ جبین وھی ټالونہ
پکښی ګورې شنۂ خالونہ
تورې زلفې دې ځېلۍ دی پہ مخ پرتې دلۍ
سل دې ښکلې سھېلۍ کړی ناچونہ رنګ پہ رنګ
ھار پہ غاړہ دې لونګ
قاضی ګل غریب فقیر ، ستا لہ لاسہ کوی ویر
سپینہ ورکہ تہ جاګیر ورتہ اوکہ نېک نظرې
زۂ دې اوسومہ نادرې
مصرعې
لۂ تا قربان شمہ قرآنہ
ستا پہ لوستو مې زړګے پاک لۂ غمہ شینہ
لۂ تا قربان شمہ قرآنہ
ستا پہ لوستو مې ټول غمونہ شاتہ شینہ
لۂ تا قربان شمہ قرآنہ
ستا تلاوت بہ بختور خلق کوینہ
چاربېتہ قاعدہِ قرآن (کور معشر مجاز)
شاګردہ راشہ ګورہ ما برسېرہ کہ قران
استاذہ ما خبرکہ سراسر لہ زېرو زورہ
(۱)
شاګردہ راشہ ګورہ ما برسېرہ کہ کلام
یوکم دېش یې حرفونہ دېرش پہ شمار یې سپارې دی
اولہ سپارہ شولہ شروع پہ الف لام
ترې مخکښې فاتح دہ د مومن پکښې دېرې دی
راغلې نزول شوې پہ رسول علیہ السلام
پہ سورہ بقرہ کښی ګورہ څۂ خوږې قیصې دی
دې تلی ختم شوې پہ دریمہ یې مکان
شاګردہ راشہ ګورہ ما برسېرہ کہ قران
سورہ الِ عمران پہ دې پسې دے لب شکرہ
اساذہ ما خبر کہ سراسر لہ زېرو زورہ
(۲)
پہ پورتہ څلورم سورت نساء کوم شمار
پنځم یې مائدہ دے پہ شپږمہ یې دے حد
جدا جدا یې ښائیم ترې جوړیږی لوے قطار
پہ جمع څوارلس سل شُو نازل پہ محمد
شپږ سوہ آیاتونہ شږ شپېتۂ شپږ ھزار
څوارلس پکښی سجدې دې تۂ اونۂ کاندې رد
پہ پورتہ د مدونو کلیمو کوم بیان
شاګردہ راشہ ګورہ الخ
پہ شمار پکښی دی لس وقف غفرانہ برادرہ
استاذہ ما خبر کہ الخ
(۳)
څلور سوہ شپږ دېرش او اویا زرہ کلیمې دی
خبر ترې حافظان دی سراسر لہ ھرہ بابہ
یو زر وۂ سوہ یو اویا مدونہ ھم پکښې دی
عاقلہ فکر اوکړہ ځان خبر کہ لہ حسابہ
پنځہ حروف لیدلی ماپکښې د قلقلې دی
تنوین ساکن پسې چې یرملون راشی احبابہ
ادغام غنہ کہ دواړہ وائی جمع قاریان
شاګردہ راشہ ګورہ الخ
لر بې غنې ویل شی یمون پوزہ کښې لہ برہ
استاذہ ماخبر کہ الخ
(۴)
تنوین ساکن پسې چې حلقې راشی سامعانو
اظھار ھلتہ کېږی ښہ پہ جا ر لولئ قرأت
باقی چې پسې راشی نور حرفونہ عزیزانو
اخفا ھلتہ کېږی رو لوستے شی عبارت
څلور شفوے اکثر وائی دوہ پکښې یارانو
پہ شونډو کښې وئیل شی ما یې کړے دے کثرت
رو رو مې لټوؤ مایې معلوم کہ امتحا ن
شاګردہ راشہ ګورہ الخ
وقفونہ پکښې شتہ دے تېرېدو کښې یې خطرہ
استاذہ ما خبر کہ الخ
(۵)
ط وقفې مطلق دے تېریدو کښې یې خطر دے
م وقفې لازم دے اودرېږہ پرې نۂ شې تېر
ج وقفې جائز دے پہ دې ټول عالم خبر دے
بل حکم پکښې نیشتہ وګرځہ پہ سوات بونېر
س وقفې موخصص زما راغلے پہ نظر دے
ز ل باندې تېرېږہ وائی جمع قاریان
شاګردہ راشہ ګورہ الخ
وقفہ کۂ چرې راشی تېرېدۂ کہ پہ ګذرہ
استاذہ ما خبر کہ الخ
(۶)
مدونہ پہ درې حرفو راځی واؤرہ زمارورہ
پہ واؤ او پہ الف یې دادرې حروف علت دی
مدونہ دی دوہ قسمہ کېدہ غوږ مۂ کوہ شورہ
یو قصر بل طویل دے حافظان پرې ښہ عادت دی
طویل دی پہ درې قسمہ پہ کتاب کښې یې اوګورہ
لیکلی کاتبانو ځاۓ پہ ځاے پہ خپل محلت دی
جدا جدا یې ښائیمہ کوم درتہ بیان
شاګردہ راشہ ګورہ الخ
تفصیل بہ یې ښہ اوکړم کہ طویل دی کہ قصرہ
استاذہ ما خبر کہ الخ
(۷)
د قصر علامہ دادہ تہ یې زدہ کہ برادرہ
الف ساکن وړومبے ترې زورھمېش لہ دے لرینہ
یا واو ساکن وی مخکښې ترې ضمہ وی مقررہ
یا یې ساکن وی اول ترې زېر ځانلہ دا ساتینہ
تور مد وائی ھغې تہ غوږ پرې کېدہ شہ خبرہ
الف ساکن وړومبے ترې زور ورستے ھمزہ لرینہ
ھمزہ ورسرہ ھغہ کلیمہ کښې وی عیان
شاګردہ راشہ ګورہ الخ
پہ بلہ کلیمہ کښی ھغہ تہ سور وائی پسرہ
استاذہ ما خبر کہ الخ
(۸)
قاعدہ ھغہ یوہ دہ خیال ھمزہ تہ کوہ یارہ
ھغہ تہ ضروری وائی خبر دې کم لہ حالہ
الف ساکن وړمبی یې زور ورستے د ساکن شمارہ
یا یې ساکنہ وی وړمبۍ ترې زېر وی ښہ سنبالہ
یا واؤ ساکن وی مخکښې ترې ضمہ وی برقرارہ
څلور واړہ پورہ شو ماترې بس کړۂ زما لالہ
تنوین ساکن پسې کہ چرتہ با اوکہ مکان
شاګردہ راشہ ګورہ الخ
دوی میم باندې بدل کہ بلہ مۂ کوہ خبرہ
استاذہ ماخبر کہ الخ
(۹)
پہ میم ساکن کښې درې قاعدې دی زما جانہ
اخفا اظھار ادغام درې واړہ یو ځاۓ کښې ھمدم دی
کہ میم ورپسې راشی کړہ ادغام ھلتہ کښې ځوانہ
کہ با ورپسې راشی د اخفا کول یې سم دی
کہ واو ورپسې راشی پہ کوم ځاے پہ کوم مکانہ
ضرور ورپسې تہ کہ د اظھار علامہ ضم دی
خطاکہ شی لۃمانہ تۂ یې سم کہ مھربان
شاګردہ راشہ ګورہ الخ
کوشیش پکښې ښہ اوکہ وې باسہ لہ نظرہ
استاذہ ما خبر کہ الخ
(۱۰)
کہ نور حرفونہ راشی د اظھار کول سبب دے
بغېر لہ با تنوینہ ماد لرہ پہ زړۂ مدام
پنځم مدِ لین وائی د قاریانو دا مذھب دے
ساکن حرف علت وی ترې وړومبے د زور مقام
شئ خوف کښې اوګورہ چې مثال څۂ عجب دے
دریم صېف ورسرہ کہ درتہ ښایٔمہ مقام
ځایونہ نور دی ډېر خالی مې کہ عیان
شاګردہ راشہ ګورہ الخ
پہ شمار درې پنځوس زرہ درې څلوېښت دوہ سوہ زورہ
استاذہ ما خبر کہ الخ
(۱۱)
پہ دغہ شان ضمې ورسرہ ھم اوکہ عدد
نھہ دېرش زرہ او دوہ اتیا پنځہ سوہ کسرې دی
دری لکہ دوہ ایشت زرہ نور شپږ سوہ یې دے حد
نور لس شپېتۂ لہ پاسہ د حروفو یی پرې دی
شدونہ پکښی دولس سوہ دوہ پنځوس امد
یو لک پنجاہ ھزار شپږ سوہ یو اتیا نقطې دی
پنځلس معانقې داولینو دی بیان
شاګردہ راشہ ګورہ الخ
اتلس آخرینو دی وئیلی سرتر سرہ
استاذہ ما خبر کہ الخ
(۱۲)
اتۂ څلویښت ھزارہ اتنیم سوہ دویشت نور
الف پکښې راغلی ما یې کړې ښہ شمارہ دہ
یولس زرہ اتۂ ویشت څلور سوہ مۂ کړہ شور
دبا پکښې راغلی ما یې کړې نندارہ دہ
یولس سوہ یوکم سل د تا لیکلے کور
یو زر دوہ سوہ شپږ شپېتۂ ثا پکښې پورہ دہ
دی دولس او شپېتۂ دوہ سوہ درې زرہ جیمان
شاګردہ راشہ ګورہ الخ
بل دیارلس سوہ نھہ شپېتۂ درې زرہ حا غورہ
استاذہ ما خبر کہ الخ
(۱۳)
دوہ زرہ څلور سوہ شپاړس خا کړې دېرہ دہ
پنځہ زرہ شږ سوہ درې څلویښت ځایہ دے دال
څلور زرہ شپږ سوہ درې کم سل د ذال ګېرہ دہ
اتۂ سوہ وۂ کم یولس زرہ رې سنبال
زې یو زر پنځہ سوہ لس اتیا ځایہ ښکارہ دہ
نو کم نھہ سوہ پنج زرہ پکښې سین پہ کمال
دوہ نیم سوہ درې زرہ درې لہ پاسہ شین عیان
شاګردہ راشہ ګورہ الخ
دوہ زرہ دیارلس ځایہ صاد پکښې دے مقررہ
استاذہ ما خبر کہ الخ
(۱۴)
وۂ سوہ لہ پاسہ شپږ سوہ یو زر ځایہ ضاد ګورہ
شپږ کم اتیا لہ پاسہ دولس سوہ ځایہ طا دہ
اتیا لہ پاسہ دوہ سوہ دوہ زرہ د عېن کورہ
اتۂ زرہ څلور سوہ یو کم سل ځایہ فا دہ
څلور لس اتیا زرہ عېن شل ځایہ زما رورہ
دہ دوہ څلویښت لہ پاسہ اتہ سوہ ځایہ ظا دہ
شپږ زرہ اتہ سوہ دیارلس ځایہ قاف روښان
شاګردہ راشہ ګورہ الخ
نھ نیم زرہ دویشت ځایہ کاف پکښې اکثرہ
استاذہ ما خبر کہ الخ
(۱۵)
دېرش زرہ څلور سوہ دوہ دېرش ځایہ لام ښکاریږی
شل زرہ شپږ نیم زرہ پنځہ دېرش ځایہ کښې میم
شل زرہ پنځنیم زرہ شپېتۂ ځایہ نون یادیږی
شل زرہ شپږ نیم زرہ شپږ دیرش ځایہ واؤ مقیم
ھا نولس زرہ لس شپیتۂ مقامہ معلومیږی
لام درې زرہ وۂ سوہ شل ځایہ مۂ کړہ بیم
پنځویشت زرہ نھہ سوہ نولس ځایہ جان
شاګردہ راشہ ګورہ الخ
دی د غر مقامہ مې معلوم کړہ برادرہ
استاذہ ما خبر کہ الخ
(۱۶)
شپږ سوہ آیاتونہ شپږ شپېتۂ دی شپږ ھزار
او شپږ شپېتۂ پکښی منسوخ دی ما کړے یې تحقیق دے
زر وعد زر وعید زر مثالونہ دی پہ شمار
زر امر زر دنھی زر قصص کار مې دقیق دے
پنځہ سوہ حل د حرمت داخل دی برقرار
یوسل د رب مذکر ھر مومن پکښی غریق دے
بصری پکښی دوہ سوہ سپاړس شپږ زرہ دی خان
شاګردہ راشہ ګورہ الخ
کوفی پکښې شپږ دېرش دوہ سوہ شپږ زرہ تر سرہ
استاذہ ما خبرکہ الخ
(۱۷)
دوہ نیم زرہ اتیا ځایونو کښې ﷲ دے
کہ غواړی څوک ثبوت ورتہ بہ ښایم کتابونہ
تکرۍ ملا صاحب ھمیشہ پروت پہ مطالعہ دے
د ھر دقیق سوال ورتہ معلوم دی جوابونہ
ملیان ورتہ قاریږی پہ دۂ فضل د ﷲ دے
ددۂ د مسائلو چا جوړ نۂ کړۂ حجتونہ
قاضی خدمت یې ښہ کہ لہ خېرو یې ساتہ ځان
شاګردہ راشہ ګورہ الخ
ھیچرتہ بہ سپور نۂ شې کہ پہ تایې وی نظرہ
استاذہ ما خبر کہ
کذا فی بستان العارفین ابی اللث السمرقندی ۱۲ننګ اسلاف خلیل الرحمٰن الټکروی غفرلہُ بقلم خود ۔
حرفونہ ۲۹ ، سپارې ۳۰ ، الف لام ، فاتحہ ، بقرہ ،آل عمران، نساء ، مائدہ ، سورتونہ ۱۱۴ ، آیاتونہ ، ۶۶۶۶ سجدې ۱۴ ، وقف غفران ۱۰ کلیمات ۷۷۴۳۶ ، حروف قلقلہ ۵، مدآت ۱۷۷۱ ، کسرات ۳۹۵۸۲ ، ضمات ۵۳۲۴۲ ،شدات ۱۲۵۲ ، فتحات ۵۳۲۴۲ ، الف ۴۸۸۷۲ ، معانقہ ۱۵ ، دیګر ۱۸ ، نقات۱۰۵۶۸ ، بأ۸ ۱۱۴۲ ، ت ۱۱۹۹ ،ث ۱۲۷۶ ج ۳۲۷۳ ،ح ۳۹۷۳ ، خ ۲۴۱۶ ، دال ۵۶۴۳ ، ذال ۴۶۹۷ ر ۱۱۷۹۳ ، ز ۱۵۹۰ ، س ۵۸۹۱ ش ۲۲۵۳ ، ص ۲۰۱۳ ض ۱۶۰۷ ،ط ۱۲۷۴ ، ظ ۸۴۲ ع ۹۴۰۲۰ ، غ ۲۲۰۸ ، ف ۸۴۹۹ ،ق ۶۸۱۳ ، ک ۹۵۲۲ ، ل ۳۰۴۳۲ م ۲۶۵۳۵ ن۲۵۵۶۰ واؤ ۲۶۵۳۶ ، ھ ۱۹۰۷۰ ل۳۷۲۰ ی ۲۵۹۱۹ ۔
چاربېتہ ( کور کړہ بندہ )
سرګندہ مسئلہ دہ ، د فقې لہ دفترہ
مور پہ ځوی روادہ ناروا دہ پہ نمسې
لاړ شہ راوړہ کتابونہ
(۱)
ھغہ کوم حوض دے ھوښیار ، چې ډک وی زمایارہ
وی پلیت شہ خبردارہ ماپرې کړې تسلہ د ہ
سرګندہ مسئلہ دہ
اوبۂ ېې شی پاک ، پکښې نیشتې ھیڅ باک
بیا کړہ تری نہ خوراک عالمانو کړلہ غورہ
د فقې لہ دفترہ
کتابونو بین صاف ، پکښې نیشتہ اختلاف
ځان تہ وائې کہ صراف څوک دې تېر نہ باسی
روادہ پہ نمسی
ھغہ کومہ والۂ جانہ ، د اوبو ډکہ روانہ ،
دہ پلیتہ واورہ مانہ څوک پرې نہ کہ اودسونہ
لاړ شہ راوړہ کتابونہ
(۲)
چې پاکې یې اوبۂ شی ، لائق د اؤ داسۂ شی
ھیڅ شک شبہ پرې نۂ شی پہ کتاب مې حوالہ دہ
سرګندہ مسئلہ دہ
تہ پرې اوکہ اعتبار دروغ نۂ دے دغہ کار
وګورہ نورالانوار ما ویستلے لہ نظرہ
د فقې لہ دفترہ
ھغہ کوم کوھے دےجانہ ، چې پلیت شی واورہ مانہ
ھغہ دم ھغہ زمانہ یو بوکہ ترې اوباسی
ناروا دہ نمسی
پاک شی ھغہ فی الحال ، پکښې نشتہ قېل و قال
عالمانو پہ کمال ماتہ کړی بیانونہ
لاړ شہ راوړہ کتابونہ
(۳)
ھغہ کومہ ښځہ رورہ ، ما خبر کړہ مہ کړہ شورہ
امامت پسې فی الفورہ کول فرض معاملہ د ہ
سرګندہ مسئلہ دہ
ھغہ کوم تکبیر د مورِ وی ،لۂ مانځۂ سړے پرې اوځی
کوزدې واچّولې وروځې ولې نہ کوې خبرہ
د فقې لہ دفترہ
ماخبر کہ لہ تقریرہ ، سر ھوا مۂ ځہ ګاګیرہ
اوس بہ لرکړم درنہ ږیرہ کہ نصرت یې کہ بسی
ناروادہ پہ نمسی
پورہ غواړمہ جواب ، رالہ راکہ پہ شتاب
ګنی کم بہ دې خراب خوشی مۂ کړہ مجلسونہ
لاړ شہ راوړہ کتابونہ
(۴)
ھغہ کوم سړے دے ځوانہ ، دوہ یې ښځې واورہ مانہ
ما خبر کہ لہ بیانہ غم پہ زړۂ مې زلزلہ دہ
سرګندہ مسئلہ دہ
یوې ورکړہ چالہ دود ، لہ سینې خپلې موجود
ھیڅ یې ونۂ کړو پرې سود بلہ اووتہ پسرہ
د فقې لہ دفترہ
بلہ اوتہ لہ کورہ ، شوہ طلاقہ زمارورہ
پہ خاوند باندې فی الفورہ اوس لہ کورہ یې اوباسی
ناروادہ پہ نمسی
ھغہ کوم مال دے پسرہ ، وی زکوٰۃ پرې مقررہ
کال پرې تېر شی سرتر سرہ ھیڅ ترې نہ شی نقصانونہ
لاړ شہ رواړہ کتابونہ
(۵)
وی موجود پہ خپل لاس ، لہ زکوٰۃ دے شی خلاص
پروت پہ زړہ کښې مې اسواس څۂ عجبہ فېصلہ دہ
سرګندہ مسئلہ دہ
نہ پرې قرض وی دچا پور ، نہ حاجت نہ یې څہ نور
ھسې پروت وی پہ خپل کور عجیبہ دہ دا خبر ہ
د فقې لہ دفترہ
ھغہ کوم یو دے صلوٰۃ د سړی اودس شی مات
دے پرې خلاص شی لہ فسات مونځ یې سرتہ اورسی
ناروا دہ پہ نمسی
کہ اودس کښې یې سلام ، کہ پہ دواړہ لورہ تام
مونځ یې نہ شۂ سرانجام دا پری اوشو فسادونہ
لاړ شہ راوړہ کتابونہ
(۶)
ھغہ کوم فقیر دے جانہ ، لہ کتابہ دہ عیانہ
اخلی قرض پور بہ چانہ حج کول پرې اِلادہ دہ
سرګندہ مسئلہ دہ
حج لہ ځی بہ دے ضرور ، کۂ لہ قرضہ وی چُور چُور
زړۂ مې دنہ شۂ ناسور دې خبرو کړم اوترہ
دفقې لہ دفترہ
ما کہ پوھہ پہ دې حال ، جواب غواړمہ فی الحال
پروت پہ زړۂ مې د غم جال ورتہ فھم مې نۂ رسی
ناروا دہ نمسی
ھغہ کومہ دہ عورتہ ، شہ خبرلہ حقیقتہ
پہ یو ورځ پہ یو ساعتہ چې اخلی درې مھرونہ
لاړ شہ راوړہ کتابونہ
(۷)
څلور ښځې د یو کس ، نۂ وې زیاتې کمې لس
شریعت کښې دی دا بس یوہ دوی کښې حائضہ دہ
سرګندہ مسئلہ دہ
د دویمې زنکدن ، روح ددې ؤ پہ رفتن
تلہ پہ نېت د بل وطن لہ دنیا یې کہ سفرہ
د فقی لہ دفترہ
دریمہ بند وہ پہ نفاس ، پورتہ یې ؤ لہ کورہ لاس
ورتہ ښہ کوہ تۂ قیاس کہ دې فکر اورسی
ناروا دہ پہ نمسی
څلورمہ پہ لنګون ، ناست وہ حال ِزبون
ویرہ وہ پرې د بېلتون د رب ګورہ قدرتونہ
لاړ شہ راوړہ کتابونہ
(۸)
دا سړے شۂ کری کور ، راغے ننوتۂ پہ کور
د شھوت پرې راغے زور مخکښې داسې معاملہ دہ
سرګندہ مسئلہ دہ
اوس بہ کومې سرہ کار ، د جماع کوی بپار
ما کړہ پوھہ مۂ قارېږہ حال یې وایہ برادرہ
د فقی لہ دفترہ
یو سړی خرڅ کہ خپل پلار ، ھیڅ پرې نہ شۃٔ ګناھګار
پہ شریعت د روئیدار قرض د مور پرې راوباسی
ناروا دہ پہ نمسی
مولا مریئے کہ ازاد ، ورسرہ یې اوکہ امداد
سر یې شۂ د زړہ مراد ورستو بیا خرڅ کہ اخونہ
لاړ شۃ راوړہ کتابونہ
(۹)
سړے بیا موند چا پہ خوړ کښې ، غوښہ یې خس نۂ وہ پہ دړ کښې
ؤ ډوب شوے پہ لوے چړ کښې دغہ بلہ ګوشمالہ دہ
سرګندہ مسئلہ دہ
شناخت بہ پہ کوم شان کوی جمع عالمان
ما خبر کہ دا زمان چې دا ښځہ دہ کہ نرہ
د فقې لہ دفترہ
شرط یې کېښودہ خاوندہ ، لہ مریئی سرہ دلبندہ
تا بہ خلاص کمہ لہ بندہ کہ دا سرتہ اورسی
ناروا دہ پہ نمسی
شرط یې سرتہ شۂ فی الحال ، مریئے بند ؤ پہ خپل حال
څۂ سبب ؤ وایہ حال راتہ ښایہ دلیلونہ
لاړ شہ راوړہ کتابونہ
(۱۰)
سړے راغے لہ سفرہ ، مخکښې ؤ لید یو پسر ہ
و رتہ یې اووې داخبرہ دغہ بلہ سلسلہ دہ
سرګندہ مسئلہ دہ
اے ھلکہ زما رورہ ، زما ښځہ دہ ستا مورہ
لاړ شہ پلار تہ وایہ کورہ ځوی دی راغے لہ سفرہ
د فقې لہ دفترہ
دغہ داسې مسائل دی ما چې دلتہ کښې لیکل دی
سم د ستنہ کښې منډل دی وخت بہ څوک تېرباسی
ناروا دہ پہ نمسی
د ټکرۍ ملا دے نمر ، پہ دۂ فضل د اکبر
دغہ ټولې سراسر دۂ یې کړی حسابونہ
لاړ شہ راوړہ کتابونہ
(۱۱)
یو سړی ھمیانۍ ډکہ ، دروپو تړلې کلکہ
ورکړہ ښځې لہ ھلکہ دا مې تاتہ حوالہ دہ
سرګندہ مسئلہ دہ
ورپسې اوکہ قسم ، کہ دې څیرې کړہ صنم
یا دې غوڅہ کړہ قلم یا دې پرانستہ لہ سرہ
دفقې لہ دفترہ
بیا طلاقہ یې پہ ما ، کۂ دې ونۂ خکلې دا
رایې غلہ پہ زړۂ سودا دا بہ څنګہ اوباسی
ناروا دہ پہ نمسی
د ټکرۍ ملا صاحب راوباسی عجائب
قاضی ګل یې دے نائب څوک بہ ورکړی جوابونہ
لاړ شہ راوړہ کتابونہ
(۱۲)
مسائل یې کړہ بیان ، ملغلرې د ایران
خوند کوی پہ لب دھان خوزیدلې مې پرې خولہ دہ
سرګندہ مسئلہ دہ
ټکرۍ ملا دے ګل رب پرې کړے فضل خپل
نیمہ شپہ کښی پاسی تل د پالنګہ لہ بسترہ
د فقې لہ دفترہ
اول وکړی تھجدونہ ، پستہ کہ د رب ذکرونہ
ورستو ګوری کتابونہ مسائل راوباسی
ناروا دہ پہ نمسی
قاضی ګل لکہ غلام ، ھمېشہ کوی سلام
وی ولاړ پہ صبح شام ترېنہ غواړی مضمونونہ
لاړ شہ راوړہ کتابونہ
مصرعې
ګوتې قلم تہ پہ ژړا شوې
خط بہ باقی وی مونږ بہ تورې خاورې شُو نہ
ارمان بہ وکړې وخت بہ تېر وی
ګور بہ اندېر وی ستا بہ عمر پکښې وی نہ
بیان در نعت رسول صلیﷲ علیہ والہ وسلم
اول حمد وایم د پاک غنی احد
بیا درود پہ محمد محمود احمد
ښہ درود پہ محمد اخر زمان دے
چې لارېب دے شفیع یوم المیزان دے
چې دنیا تہ را ښکارہ کہ پاک اکبر
اور شۂ پورې پہ کافرو سراسر
پہ ازمېښت سرہ چې اوکہ اشارت
شوہ دوہ نیمہ سپوږمۍ ھغہ ساعت
د لولاک تاج یې پہ سر اېښے سبحان دے
اباد ټول ددۂ پہ مخ واړہ جھان دے
دے بادشاہ د دواړو کونو پېغمبر
چې څوک شۂ لہ دۂ منکر ځی بہ کافر
پہ قیامت کښی بہ ھر څوک نفسی نفسی کہ
دے بہ رب تہ د خپل امت زاری کہ
دے بہ رب تہ کہ د امت زاری
دوی لہ پارہ بہ کوی ډېرہ خواری
ملائک دی کہ مرسل کہ انبیاء دی
کہ اصحاب د رب دوستان کہ اولیاء دی
ټول بہ ھلتہ کښې ددۂ سترګو تہ ګوری
ددې واړو بہ زمونږ نبی غمخور ی
ھمېشہ کوم سوال لېل النھار
ستا پہ در کښې الھی پروردِ ګار
کہ پہ مخ د محمد خېرالبشر
راتہ عفو کہ ګناہ مې سراسر
ګناہ ګار یمہ بې مثلہ بې مانندہ
رب تل د خپل عملہ یم شرمندہ
قاضی اوباسہ پہ دې شکر درب
چې شفیع دې دے نبی شاہ عرب
قیصہ پېدائشِ نورِ نب نبی صلیﷲ علیہ(توصیفی چاربیتہ)
قدرت لرې خاوندہ ، پېدا دې پاک حبیب کہ
ددۂ لہ برکتہ شو قائم زمکہ اسمان
اتۂ واړہ جنتونہ
(۱)
پیدا شو یو شجر ہ ، پہ حکم د اکبر ہ
غوږ کېدہ برادرہ
د ھغہ شو مقرر څلور ښاخونہ وو سرګندہ
قدرت لرې خاوندہ
شجرۃ الیقین ، د ھغې شو نوم معین
پہ حکم د متین
حجاب پکښې تیار دملغلرو دې عجیب کہ
پېدا دې پاک حبیب کہ
فانوس د مروارید ، تیار کہ پاک حمید
ھغہ ګړۍ جدید
داخل یې پکښې نور کہ د نبی اخزمان
شو قائم زمکہ اسمان
کوَہ بہ یې پکښې ذکر ، خپل رب تہ یې ؤ فکر
ډېر اوخکۂ یې شکر
پورہ یې پکښې تېر کړ لس شپېتۂ زرہ کالونہ
اتۂ واړہ جنتونہ
(۲)
تیار یې کہ فانوس ، پہ شکل د طاؤس
پہ ھغې ونہ محبوس
بیا جوړہ ائینہ یې لہ حیا کړہ بند پہ بندہ
قدرت لرې خاوندہ
طاوس پہ مخکښې جانہ ، دا یې کېښوہ واورہ مانہ
غوږ کېدہ مھربانہ
طاوس تہ یې نطر ښائستہ پورہ پہ ښہ ترتیب کہ
پېدا دې پاک حبیب کہ
لہ شرم لہ حیانہ ، سجدہ اوکړہ نور ځوانہ
پنځہ ځلہ جانانہ
لہ ھغې نہ مقرر کہ مونځ پہ مونږ غنی رحمان
شو قائم زمکہ اسمان
پاک رب اوکہ نظر ہ ، دې نورتہ برادرہ
قصہ واورہ دلبرہ
حیا نہ یې خولې سمې پہ مخ شولې رودونہ
اتۂ واړہ جنتونہ
(۳)
د سر خولې نہ رورہ ، پېدا شو ملک ګورہ
غوږ کېدہ مۂ کړہ شورہ
قائم بہ تر قیامت پورې وی د ھغوی ژوندہ
قدرت لرې خاوندہ
لہ مخہ ھغہ دم ، کرسی لوح و قلم
عرش ھم ورسرہ سم
د نمر سپوږمۍ زینت یې لہ ھغې خولې نصیب کہ
پېدا دې پاک حبیب کہ
ھم ستوری اسمانونہ ، اسمان کښې کل څیزونہ
لۂ جوړ شو اخونہ
د صدر دخولې نہ یې پیدا شو عالمان
شو قائم زمکہ اسمان
پېدا ترې علماء شو ، کل واړہ انبیاء شو
جمیع شھدا ء شو
صالح ورسرہ ټل دی دې کښې مۂ کوہ شکونہ
اتۂ واړہ جنتونہ
(۴)
د وروځو د خولې نہ ، مومن بچی نردی نہ
خبر شہ د قیصې نہ
دمہ شہ دلتہ کېنہ چې یې ښہ واورې دلبندہ
قدرت لرې خاوندہ
غوږونو نہ یھود ، پېدا کړۂ رب ودود
انګرېز کړۂ موجود
مجوس کافر نور چې د ھر یې بد نصیب کہ
پېدا دې پاک حبیب کہ
لہ پښو نہ زمکہ تامہ ، پکښې اشیاء تمامہ
مولا کړہ سرانجامہ
بیا حکم اوشہ نمر تہ چې اوګورہ دا زمان
شو قائم زمکہ اسمان
نظر یې پہ ھر لورہ دۂ اوکہ لور پہ لورہ
ھغہ ساعت فی الفورہ
پہ ھر طرف ؤ نور ورتہ ولاړ پہ ښہ مضمونہ
اتۂ واړہ جنتونہ
(۵)
یو نور ؤ د حېدر ، دویم د ابو بکر
بل نور ؤ د عثمان ورتہ ولاړؤ بند پہ بندہ
قدرت لرې خاوندہ
چې اولید دغہ کار ، زمونږ نبی سردار
بیا کېناست پہ قرار
اویا زرہ کالونہ یې ذکر عنقریب کہ
پېدا دې پاک حبیب کہ
پېدا کل انبیاء شو ، لہ دوی نہ ورستو بیا شو
پہ دغہ نور شېدا شو
نظر یې اوکہ نورتہ شو پېدا یې ارواحان
شو قائم زمکہ اسمان
دوی ټول کلیمہ خوان شو ، پہ ذکر د سبحان شو
پہ ھغہ دم ګویان شو
وایۂ یې لاالہ پکښې یې یاد کړۂ دوہ نومونہ
اتۂ واړہ جنتونہ
(۶)
بیا جوړ شۂ یو قندیل ، پہ حکم د جلیل
لہ پارہ د خلیل
عقیق وو احمری بل څۂ شے نہ ؤ پہ سوګندہ
قدرت لرې خاوندہ
بھر پکښې یو شانہ ، ښکارېدۂ بہ ترې انسانہ
پکښې نۂ ؤ نقصانہ
بیا کوز یې پکښې نور د محمد لبان زبیب کہ
پېدا دې پاک حبیب کہ
بیا جوړ یې شہ صورتہ ، ښائستہ پہ ښہ زینتہ
ګورہ د رب قدرتہ
ولاړ ؤ پہ قندیل پہ مانځہ بہ ھر زمان
شو قائم زمکہ اسمان
د ټولو ارواحانو ، چاپېرہ ترې یارانو
ګردش کوہ ځوانانو
تسبیح بہ وئیل تېر شو زر زرہ کالونہ
اتۂ واړہ جنتونہ
(۷)
پس امر اوکہ رب ، دا جوړ یې کہ سبب
راجمع یې کړۂ سب
نظر اوکړئ دې نور تہ چې پرې تاسو شئ خورسندہ
قدرت لرې خاوندہ
د چا چې پہ نظر راغے د نبی سر
ھغہ شۂ مقرر
ښکارہ یې پہ دنیا باندې بادشاہ عادل غریب کہ
پېدا دې پاک حبیب کہ
چې مخ یې چا پسرہ ، لیدلے دے اکثرہ
غوږ کېدہ برادرہ
پہ دے یې کېښو نوم امیر عادل شہ د سلطان
شو قائم زمکہ اسمان
ھر چا یې چې چشمان ، لیدلی ھغہ آن
ھغوی شو حافظان
پرې فضل د رب اوشو تل لولی قرانونہ
اتۂ واړہ جنتونہ
(۸)
چا وروځې ھغہ وختہ ، ولیدلې شۂ نېک بختہ
خاوند د تاج وتختہ
مولا پرې فضل کړے دے جنت تہ یې قریب کہ
پېدا دې پاک حبیب کہ
لیدلی چا غوږونہ پہ ښہ وجہ اخونہ
خبر شہ لہ مضمونہ
پہ واعظ دمولا بہ یې ږدی ھغہ انسان
شو قائم زمکہ اسمان
ھر چا چې یې اننګہ ، لیدلی وی خوش رنګہ
خوشبویہ تر لونګہ
ښائسہ پہ دنیا کښې نۂ ېی د عقل بہ یې حدونہ
اتۂ واړہ جنتونہ
(۹)
چا یې پوزہ مبارکہ ، لیدلې دہ نازکہ
خبر شہ ترې ھلکہ
ھغہ یې کہ طبیب عطر فروش یې کہ سرګندہ
قدرت لرې خاوندہ
لیدلی چا لبانہ ، پہ سترګو وی جانانہ
غوږکېدہ مھربانہ
ھغہ یې کہ وزیر پہ وزارت یې عندلیب کہ
پېدا دې پاک حبیب کہ
چې چا د نبی فمہ لیدلے وی صنمہ
ھمېش بہ وی صائمہ
ښائستہ بہ یې غاښونہ چا لیدلی وی بې شانہ
شو قائم زمکہ اسمانہ
لیدلے چا لسان وی ، قاصد بہ د سلطان وی
ھمېش بہ دے روان وی
پہ منځ دبادشاھنو کښې کوی بہ مجلسونہ
اتۂ واړ جنتونہ
(۱۰)
لیدلې چا مرۍ وہ ، غټہ کہ نرۍ وہ
خپل رب تہ پہ زارۍ وہ
ھغہ یې مؤذن واعظ ناصح یې کہ سرګندہ
قدرت لرې خاوندہ
لیدې یې چا ږیرہ ښائستہ پہ مخ قجیرہ
د ھغې بدرِ منیرہ
جھاد بہ کوی تل دے یې ورکونکے د رقیب کہ
پېدا دې پاک حبیب کہ
چې سټ یې چا دلدارہ لیدلے ی زما یارہ
خبر شہ برخردارہ
ھغہ یې پہ دنیا کښې مشھور کړل تاجران
شوقائم زمکہ اسمان
چې چا یې بازوګانہ ، لیدلی ھر انسانہ
خبر شہ لہ بیانہ
ھغہ بہ پہ دنیاکښې کہ د نېزو تورو جنګونہ
اتۂ واړہ جنتونہ
(۱۱)
لیدلے وی چا ښے لاس چا ؤ پہ ښہ اخلاص
غوږ کېدہ پہ دې بحث
ھغہ بہ دنایانو کار کوی ھمېش پہ خوندہ
قدرت لرې خاوندہ
لیدے یې لاس چپ ، چا دے سترګې رپ
سرونہ بہ کہ کپ
قاتل بہ د اولس جلادیې بدنصیب کہ
پېدا دې خپل حبیب کہ
چا چې د ښی لاس کف، پہ سترګو کہ ھدف
صراف بہ جھان وی ھم نقش کړی ھر شان
شو قائم زمکہ اسمان
پہ کف یې د کنړ ید ، د چا نظر امد
ھغہ کہ پاک صمد
ماسل شہ د رشو جوکی بہ شاہ لہ انبارونہ
اتۂ واړہ جنتونہ
(۱۲)
چی چا لاسونہ دواړہ ، لیدلی وی ھمغاړہ
ھغہ بہ وی کل واړہ
ښکارہ بہ وی دنیا کښې عجیبہ سخی سرګندہ
قدرت لرې خاوندہ
چا شاہ یې دلاسونو ، د دواړو اندامونو
لیدلی د بندونو
ھغہ یې پہ دنیا جوړ بخیل پہ ښہ ترتیب کہ
پیدا دې پاک حبیب کہ
چا شاہ یې ښی لاس ، لیدل دہ خېر الناس
ویرېږہ لہ خناس
ھغہ یې پہ دنیا کښې کہ رنګ رېز پہ کل جھان
شو قائم زمکہ اسمان
د ګس لاس دشاہ ، چا کړې تماشہ
لږ خوالہ مې راشہ،
ھغہ بہ بازار کښې د لرګو اخلی قنجونہ
اتۂ واړہ جنتونہ
(۱۳)
ما بس کړۂ لہ بیانہ ، نور نۂ لرمہ توانہ
سامع ورتہ شہ ځوانہ
پېدا کل مجودات شو د نبی پہ مخ سرګندہ
قدرت لرې خاوندہ
دقائق الآخبار ہ ، راوړ دے دا ګفتارہ
تۂ وکہ پرې اعتبارہ
قاضی پہ ښہ ترتیب سرہ سم ھر یو یې رتیب کہ
پېدا دې پاک حبیب کہ
تاج ورکۂ د لولاکہ نبی لہ ﷲ پاکہ
پہ ھر علم ادراکہ
ورکړے ولہ رب ؤ پوھېدۂ پہ ھر زبان
شو قائم زمکہ اسمان
نبی لہ برکتہ ، زۂ غواړمہ جنتہ
لہ ربہ دا ساعتہ
کۂ لاړے مدینې لہ ھلتہ تېر مې کړے کالونہ
اتۂ واړہ جنتونہ
نعت
تۂ یې بېشکہ نبی محبوبِ سبحانی
جھان شۃٔ ستا لہ لہ مخہ کل واړہ ټول نورانی
(۱)
تۂ یې محبوب د احد
مئین پہ تا دے بې حد
جنګ دې اوکہ د اُ حد
مړۂ شول کافر ارمانی
(۲)
تاج د لولاک یې درکہ
ستایې اوچت پہ سر کہ
مولا پہ تا نظر کہ
ځکہ دې نیشتہ ثانی
(۳)
جبرائیل راغے تالہ
شپہ د معراج وہ لالہ
لاړې د رب رضا لہ
ؤ زمونږنبی سېلانی
(۴)
پہ بوراق تلې خوشحالہ
دیدن د پاک ﷲ لہ
سلام لہ راغلۃٔ تالہ
واړہ ملک اسمانی
(۵)
قاضی ګل ستا کہ صفت
غواړی لہ ربہ جنت
کۂ تۂ پرې اوکړې شفقت
منګل پرې ږېدہ جېلانی
(۶)
جېلانی پروت پہ بغداد
د ھر چا کاندې امداد
سربہ مې شی د زړۂ مراد
کنہ محبوب سبحانی
چاربېتہ
جوړښت یې د چاربېتې دے خو اھنګ د چاربېتې نۂ دے (نظم )
رسۍ ددېن د پاک رسول ونیسہ یارہ
چې دې قبول شی سوال پہ در کښې د غفارہ
(۱)
رسۍ د دین پاک سرورہ نیسہ محکمہ
کړہ لہ شېطانہ خطر ځہ پہ لار سمہ
زکوٰۃ اوباسہ برابرہ خلاص شې لہ غمہ
قول د نبی کہ قبول بچ بہ شې لہ نارہ
(۲)
رسول زمونږ دی وئیلی چې لہ امت وی
خلاص بہ ھغہ څوک پہ قیامت وی
خاص نعمتونہ بہ پرې ھر ساعت وی
داخل جنت کښې بہ شی مومی بہ دیدارہ
(۳)
داخل جنت کښی بہ شی چې صادقان وی
د نبی دین تہ کیدی غاړہ ښہ مسلمان وی
مونځ تہ تړلې ملا ولاړ سوال د ایمان وی
دلا الہ اوکړی شپول چاپېر بې وارہ
(۴)
لا الہ وائی شامدام ورځ شپہ پہ زورہ
لہ نھیاتو کوی فام نہ حرام خورہ
لولی ھمېش د رب کلام چې شپہ وی تورہ
پہ احادیثو وی مشغول پرېږدی بپارہ
(۵)
پہ احادیثو کښی لږیا وائی درودونہ
د رسول ښہ نوم پکښی ستائی کہ صلٰوتونہ
د عالمانو پہ مرضیٰ وی نہ غيبتونہ
اواز تہ غوږ نہ ږدی د ډول تل وی کنارہ
(۶)
څوک چې پہ لاړہ مستقیم وی ځی بہ جنت لہ
چې یرہ نہ کړی د رحیم ځی ضلالت لہ
قاضی ګل ګرځی پہ اقلیم جنګ د غېرت لہ
وایې غستہ زغرہ پہ سر خول مرګ تہ تیارہ
نعت
رسول کو خدا مت کہو رسول خدا نہ دے
لیکن خدا کے نور سے رسول جدانہ دے
رسول کو خدا مت کہو لارېبہ ھے نبی
وہ نہین مسلمان چې یې یقین پہ دا نہ دے
رفت است بر سماء محمد آخرزمان
تا لا مکان برفت زما شک پہ دا نہ دے
رازونیاز تھوړی سی ھی رات مین کیا
بس دېکھے جلالېن کہ څوک خبر پہ دا نہ دے
نمسے دے د ادم ادم نیکہ ٔ دے ددۂ خپل
نیکۂ دے د ادم ادم ددۂ دادا نہ دے
لقب اُسی کا شد محمد اخر زمان
لیکن انہی سے پہلے کس پېدا نہ دے
قاضی بګیر دامن خېرالوریٰ آمین
بھتر ازوصفادہ دیګر کس ردا نہ دے
مومن دے ھغہ کس چې یې قبول کہ ددۂ دین
ھمېش ددۂ صفت کہ بل پہ څۂ سودا نہ دے
چھوړو مومنہ دنیا کو اخر تېرا سفر ھے
پہلے سفر سے چھوړو تېری زیان پہ دا نہ دے
قاضی کہ مے کند صفتِ شاہِ عربی
خیر خوا درِاوست د بل در ګدا نہ دے
مرقوم دا صفت شۂ د نبی خېر الاُمم
سن تېرہ سو چھ ونجہ ھے لہ دې سېوا نۂ دے
چاربېتہ
یو لک څلیرشت زرہ زیاتو کم پېغمبران
څرګندې معجزې د محمد اخرزمان دی
(۱)
څرګندې معجزې د محمد خېرالبشر ہ
غوږ کېږہ عاقلہ چی خبر دې کړم لہ بحثہ
یو ورځې یو یو کافر علی لہ راغے برابرہ
ځامن دې رالہ راکہ پہ مخ د خېر الناسہ
ډېر تنګ یم لہ قرضہ راتہ اوږے دے ټبرہ
د خداۍ لہ پارہ شېرہ راسرہ اوکہ اخلاصہ
چې خرڅ یې پہ بادشاہ کړم ترنہ واخلمہ مھران
یو لک څلیرشت زرہ زیاتو کم پېغمبران
دوہ شتہ دے ستا ځامن چې ما لیدي دا زمان دی
څرګندې معجزې د محمد اخرزمان دی
(۲)
دوہ شتہ دے ستا ځامن زما بہ سر شی پرې غرضہ
ددې اجر بہ درکړی پہ قیامت کښې ذوالجلالہ
لہ قرضہ ھمېشہ مې پہ زړګی پروت دے مرضہ
اورېدۂ مې دے نوم ستا دسخا راغلمہ تالہ
قرضداری مې پہ در کښې پنځہ شږ ناست ھرہ ورځہ
لہ خولې نہ سپکې سپورې راوباسی زما لالہ
نو علی صاحب لہ باغ شہ خپل کور تہ راروان
یو لک څلریشت زرہ زیاتو کم پېغمبران
بی بی تہ وې فقییر دے ژاړی تر ددۂ چشمان دی
څرګندې معجزې د محمحد اخرزمان دی
(۳)
بی بی ویل فقیرہ ځوی مې ولېږہ دننہ
چې لږ یې دیدن اوکړم ښہ جامې ولہ در بر کړم
پہ ګېډہ یې ماړۂ کم طعام وخوری د ھر څۂ نہ
کړم سترګې ولہ تورې شنۂ خالونہ یې برابر کړم
سر ښہ ولہ ګومنځ کړم خیری لرې کړم لہ دوی نہ
زما درسرہ لوظ دے پہ نامہ دخداے بہ یې درکړم
کافر ھلکان ولېږل دننہ ھغہ زمان
یو لک ځلریشت زرہ زیاتو کم پېغمبران
دسګیر کافر روان کړل ملائک پہ ھاې سوران دی
څرګندې معجزې د محمد اخر زمان دی
(۴)
ژړل بہ ملائکو کافر ډېر کوہ پرې جور
پناہ یې لہ مکې کړل پہ وھلو یې کړہ ستومانہ
خوشحالہ ؤ پہ زړۂ کښې دا کافر لہ مخہ تور
وې راکړی لات منات رالہ پہ لاس دی دشمنان
اخر خبر ہ دا دہ چې داخل یې کړۂ پہ کور
رنګ زېړ سفر وھلی سوی لوی شھزادګان
کور ښځې ورتہ وې چې داد کوم چمن طوطیان
یو لک څلیرشت زرہ زیاتو کم پېغمبران
وې راوستی مې ځامن د شېرعلی شېر پھلوان دی
څرګندې معجزې د محمحد اخرزمان دی
(۵)
راوستی مې نمسی د محمد خېرالابرار دی
اوس بیایم چې یې خرڅ کړم رسوم یې تر شمشادہ
ولاړ یې سپایان وو غلامانو خریدار دی
لہ ھغی بہ روپۍ واخلم سر بہ کړمہ د زړہ مرادہ
زمونږ قام قبیلہ سراسر دوی تہ پہ قار دی
ناکہ د بادشاہ لور دہ ادم خوری لکہ کمادہ
بادشاہ تہ یې حاضر کړل دې کافر ھغہ زمان
یو لک څلیریشت زرہ الخ
شمشاد وې نۂ یې اخلم خوار زبون دا ھلکان دی
څرګندې معجزې الخ
(۶)
شمشاد وې نۂ یې اخلم کافر ډېر پہ زړۂ زھیر شۂ
پہ بېرتہ شہ روان شہ شھزادګانو تہ پہ قار
وۂ ورځې بہ دوی تلۂ راتلۂ کار داسې د تقدیر شۂ
نو بند شو غلامان بادشاہ ددوی شۂ طلبګار
خبر چې لۂ دې کارہ نہ بیا دا کافر خنزیر شۂ
قیمت ددوی اووې پہ لکونو ډېر بېسیار
باد شاہ ورکہ قیمت ولہ څلویښت زرہ مھران
یو لک څلریشت زرہ الخ
حاضر یې کړل دربار تہ وزیران ترې پہ پرسان دی
څرګندی معجزې الخ
(۷)
وزیر اوکہ تپوس تاسو د کوم وطن طوطیان یئ
مور پلار راتہ خپل خایئ راښکارہ کړئ نیکۂ خپلہ
لہ رنګہ معلومېږ ئ څوک پہ اصل شھزادګان یئ
نسب راتہ ښکارہ کړئ پہ رېښتیا و شئ قایلہ
ددی کافر پہ لاس کښې څنګہ بند پہ دا زمانہ یئ
راوستی پہ ټګۍ یئ کہ ورکړې یې دہ بیعہ
دوی وې مونږ نمسی یوُ د نبی اخرزمان
یو لک څلریشت زرہ الخ
علی زمونږ پدر دے عرب ټول یې پہ فرمان دی
څرګندې معجزې الخ
(۸)
شمشاد چی شہ خبر شہ بد غضبہ دم در حالہ
وې ځامن دی د علی دستی یې وژننئ جلاتیانو
وزیر ویل بادشاہ ناکې لہ اولېږہ فی الحالہ
کۂ وی دوی دروغژن وینې بہ توې شی د خورانو
رښتیا کہ وی نمسی د محمد صاحب جمالہ
ناکہ بہ کړی خداے جوړہ تاسو واورئ سامعانو
فی الحال یې حوالہ کړل د ناکې ھغہ زمان
یو لک څلریشت زرہ الخ
تمامہ شپہ لہ وېرې لہ ناکې نہ ھاې سوران دی
څرګندې معجزې الخ
(۹)
چربانګ کښې لاس یې پورتہ کړل پہ در کښې دخپل رب
خاوندہ مونږہ خلاص کړې تہ لہ دې تورې بلانہ
نیکۂ یې خپل یاد کہ چې بادشاہ ؤ د عرب
وې رسېږہ مونږہ خلاص کړہ تہ لہ دې سختہ زندانہ
ناکہ بدہ بد شکلې تورہ ګېدہ یې وہ د کب
شوہ روغہ پہ دعا ددوی کوټہ شوہ پرې روښانہ
سحر بادشاہ خبر پہ حال د لُور شۂ حق حېران
یو لک څلریشت زرہ الخ
قاضی ایمان یې راوړۂ وې رشتینی ھلکان دی
څرګندې معجزې الخ
(۱۰)
قاضې ایمان یې راوړۂ شہ پورہ دا راویت
دوی رواړۂ پېشکشونہ شاھزادګانو لہ بېسیار
ګویا پہ کلیمہ شو دوی د پاک نبی حضرت
روان یې شھزادګان کړل دمکې پہ لویہ لار
خبر چې پاک نبی شۂ د شمشاد پہ حقیقت
ددوی مخې لہ راغے ډېر یې اوکہ دار مدار
شمشاد ویل رسولہ بېشک ستا دین دے روښان
یولک څلریشت زرہ الخ
تور مخ بہ ځی دوزخ لہ چې تانہ روګردان دی
څرګندې معجز ې الخ
چاربیتہ (نعت )
کور مربع
رسول تہ خدا مہ وایہ رسول خدا نہ دے
لیکن د رب لہ نورہ نہ رسول جدا نہ دے
(۱)
پېدا کہ رب لہ نورہ زمونږ پېغمبر
دروغ پہ دې کښې نشتہ تاسو اوکړئ پرې باور
پېدا ددۂ لہ مخہ تول جھان شۂ سراسر
قسم کوم پہ دا چې دا قسم خطا نہ دے
(۲)
قسم خورمہ پہ دا چې نزول شوے پرې قران دے
راوړے جبرائیل ولہ پہ میاشت د رمضان دے
شفیع زمونږ بېشکہ محمد اخرزمان دے
کافر بہ ځی دنیا نہ چې قائل پہ دا نہ دے
(۳)
کافر بہ ځی دنیانہ دے حبیب دے د رحمانہ
پہ شپہ کښې د معراج ختلے ؤ تر لامکانہ
یو لک څلریشت زرہ زیات وکم پېغبرانہ
دټولو مقتدا دے څوک یې مقتدا نۂ دے
(۴)
دے وی بہ مقتدا د دغہ ټولو پہ قیامتہ
پہ طمعہ وی دۂ تہ سراسر واړہ امتہ
رب کړے پہ یٰس او طہ ددۂ صفتہ
زۂ شمېرم ھغہ ورک چې پرې جان فدا نۂ دے
(۵)
زۂ شمېرم ھغہ ورک چې یې پرېښے ددۂ دین دے
تور مخ بہ ځی دوزخ لہ د کافرو ځاے سجین دے
قاضی چې یې صفت کوی ددۂ پہ دۂ یقین دے
رسول د رب مقبول دے دروغژن پہ دا نہ دے
چاربېتہ
پہ دنیا کښې عجب ځاے دے مشرف د مدینې
زړۂ تللے نن لہ مادے پہ طرف د مدینې
(۱)
پہ دنیا کښی عجب ځاے پکښې سردار پروت دے
ترې چاپېرہ د یارانو جوړ قطار پروت دے
پرې لہ پاسہ زرزری شال د بازار پروت دے
درېغہ اومې لیدے ما ھغہ صدف د مدینې
(۲)
درېغہ لاړلې زہ اومې کړے سلام د مدینې
ټول کارونہ مې د حج کړے سرانجام د مدینې
زۂ مېلمہ شولے پہ وخت کښې د ماښام د مدینې
امامت کېدے داخل شولے پہ صف د مدینې
(۳)
امامت کېدے داخل شوے ما صلواۃ اوکړے
د روضې د پاک رسول مې ملاقات اوکړے
خدمتونہ مې لہ حدہ ولہ زیات اوکړے
روضہ ښکل می کړے پہ شونډو د سلف د مدینې
(۴)
روضہ ښکل مې کړے پہ شونډو زہ دیرہ شولے
د ګوتۍ پہ شان روضې نہ زۂ چاپېرہ شولے
خادمانو کښې خادم یې زہ ھم شمېرہ شولے
کوز مې زړہ تہ باد ھوا شولے رفرف د مدینې
(۵)
د احد د شھیدانو نہ قربان شولے
روح مې ھلتہ د جوسې څخہ روان شولے
سلامت مې پہ اخرکښې خپل ایمان شولے
رانجۂ ما کړلے دسترګو خال د کھف دمدینې
(۶)
لاړے ھلتہ مدینې کښې پہ فریاد شولے
د رسول پہ مخ حاصل مې د زړۂ مراد شولے
د وطنہ خپلہ لاړے پہ ھېواد شولے
ځاے د سترګو مې ھمېش شولے ھدف د مدینې
(۷)
ځاے دسترګو مې روضہ شوے ما دیدن کړلے
پہ خدمت مې ھلتہ ستړے خپل بدن کړلے
صفتونہ مې د پاک نبی د تن کړلے
قاضی ګل دروضې ښکل کړے ھر طرف د مدینی
چاربیتہ
مدا م مې پہ زړہ پروت دلیدو خیال د مدینې
چاپېرمې لہ زړګی شوہ مینہ جال د مدینې
(۱)
ھمیشہ مې پہ زړګی ھغہ ګلذار پروت دے
چې پکښې د دواړو کونو شھر یار پروت دے
شامدام د رب پہ ذکر دے بېدار پروت دے
کلہ ھېر بہ مې لہ زړۂ شی زرین شال دمدینې
(۲)
ربہ بو مې ځې یو ځل خاک د یثرب لہ تۂ
ھغہ ښکلې باغیچې مکان عجب لہ تہ
ښہ دیدن د شھنشاہ شاہ عرب لہ تہ
پہ دیدن مې کہ سېراب پہ ښہ جمال د مدینې
(۳)
پہ دیدن د خپل حبیب مې ښہ معمور کہ تہ
کل غمونہ لہ زړګی نہ زما دور کہ تہ
دغہ سوال مې پہ دربار کښې خپل منظور کہ تہ
غرضی یې د دیدن یمہ لېوال د مدینې
(۴)
غرضی یې د دیدن دا مې ارمان دے نہ
تل ولاړ می پہ زړګی ھغہ مکان دے نہ
پہ سپین مخ مې اوښکې ځی لکہ باران دے نہ
چې اورېدے مې صفت دے پہ کمال د مدینې
(۵)
چې اورېدے مې صفت دے زۂ مجنون شومہ
مرضی پہ سخت مرض زہ د طاعون شومہ
د ھجران پہ چړو غوڅ کل اندرون شومہ
حکیمانو کوئ ماتہ قیل وقال د مدینې
(۶)
قیل و قال د مدینې پہ ما شکر لږی
زۂ بہ جوړ شم پہ روضہ کۂ مې نظر لږی
ولہ ځمہ کۂ مې کالو سر سفر لږی
ځان لہ ګورمہ ملګرے پوخ دلال د مدینې
(۷)
ځان لہ ګورمہ ملګرے څوک رھبر مې شی
ھم نفسہ ھم قدمہ ھم سفر مې شی
ھم پہ طبعہ پہ مجلس کښې برابر مې شی
قاضی ګلہ پہ ځان فرض او ګڼہ خیال د مدینې
چاربېتہ
دا مې دےارمان یوځلہ لاړې مدینې لہ زہ
ښکل کړمہ پہ شونډو د حضرت پاکې روضې لہ زہ
(۱)
دا مې ارمان دے یو ځل لاړې ھغہ باغ لہ
راغللے خوشبو د ھغہ ګلو مې دماغ لہ
ومې کړے خدمت څۂ ھغہ بل چراغ لہ
وونیم پہ سترګو ھغہ ښکلې منارې لہ زہ
(۲)
وونیم پہ سرګو زہ ھغہ ثانی جنت لہ
بو مې ځې خاوندہ د روضې پاکې خدمت لہ
لاړې پہ ژوندونی د رسول نبی زیارت لہ
ھلتہ شوے دفن رانغلے بیا ټکرۍ سپېرې لہ زہ
(۳)
ھلتہ شوے دېرہ باب الرحمت مې شوے مقامہ
ھر سحر کولے مې سلام د دل ارامہ
پاتې عمر ټول مې ھلتہ تېر شولے تمامہ
لاړے پہ ژوندونی د طائف ھغہ مېرې لہ زہ
(۴)
ارمان کلہ بہ وونیم پہ سترګو ھغہ ګلزار
خاورې بہ رانجۂ کړم د نبی لوے دلبار
ختم مې درود کړے ورتہ ھلتہ پہ بار بار
ښکل کړمہ پہ لبو د حرم شنې دروازې لہ زہ
(۵)
تل پہ دې امید کښې پہ ما شپې ورځې تېرېږی
شاہ د مدینې ھغہ رونق مې نہ ھېرېږی
زړۂ مې مسافر ھرہ ګړۍ ځی روانیږی
پہ خوب کښې یادَ وم د شھنشاہ ھغہ پنجری لہ زہ
(۶)
پہ خوب کښې یادومہ ربہ ما ورتہ قریب کړې
ما د مدینې پہ باغیچو کښې عندلیب کړے
شاہ دمدینې دیدن زما غریب نصیب کړې
لاړ ے د اُحد شھیدانو تماشې لہ زہ
(۷)
لاړې د اُحد پہ شھیدانو مې سلام اوکړے
سوال مې ھغہ ځاے کښې د خپل د زړہ مراد اوکړے
پټ مې د عالمو نہ شیطان سرہ جھاد اوکړے
کلہ مدینہ کښې کلہ تلے د ښار کعبې لہ زہ
(۸)
کلہ مدینہ کښې کلہ تلے بېت الحرم تہ
کلہ کلہ تللے د صفا مروا دیدن تہ
کلہ قاضی لاړے سراندیب ځاے د ا دم تہ
کلہ تلے لوستو لہ دقران فاطمہ زھرہ لہ زہ
بیان در صفتِ ابوبکر صدیق
ابو بکر صدیق ؤ د دین مشالہ
صادق یا ر ؤ د نبی خاص زما لالہ
د اسلام صبح وصادق ؤ دمېدہ لے
ھر مظلوم ددۂ د لاسہ ؤ خوشحالہ
مخاطب ځکہ صدیق شہ پہ جھان کښې
چې یې صدق رسېدلےؤ تر کمالہ
پہ اسلام کښی چې د ھر چانہ سابق شہ
تر ھمہ عالم فائق کہ ذوالجلالہ
محبت یې پہ نبی ؤ بې حسابہ
ورتہ تېر ؤ سراسر تر سرومالہ
شب و روز بہ د نبی څخہ دے ناست ؤ
غوږ یې ؤ د نبی پہ قېل وقالہ
د رسول لہ ګفتګو یې بل څۂ نہ
کړہ خو ددۂ امر تل بہ ؤ خوشحالہ
لہ نبیانو مرسلانو څخہ کم ؤ
نور بھتر تر کل عالم ؤ زما لالہ
د اسلام پولہ مدام وہ لہ دۂ ټینګہ
اراستہ پہ ښہ یقین ؤ زما لالہ
د باطل د حق فاروق ؤ دے ھمېش
دغہ فضل پہ دۂ کړے لایزالہ
ھمېش پہ حق ګویا ؤ تل تر تلہ
لہ باطلہ مبرا ؤ با کمالہ
دۂ چراغ د دین کہ بل پہ کل جھان کښې
حق باطل سرہ یې بیل کړل دم درحالہ
بیان در صفتِ حضرت عمر
دوئم یار ؤ عمر صاحب د زور
ضبط کړے یې وطن ؤ لور پہ لور
پہ دۂ ټینګہ وہ د دین پولہ مدام
سراسر یې اباد کړے ؤ د دین کور
پہ اسلام چې ارجمند کہ پاک سبحانہ
بیلول یې حق باطل سرہ پہ زور
دے رب پہ فاروق کہ مخاطب
عدل حق ددۂ پہ شان بہ اوکړی نور ؟
شوہ د ظلم خونہ ورانہ پہ جھان کښې
ستم ورک شہ لہ جھانہ لور پہ لور
دے سایہ د کردِګار ؤ پہ عالم کښې
د عاجز مظلوم پہ حق ؤ لکہ مور
دورہ دار ددۂ پہ ھروطن ؤاړ وو
فاسقان ترې نہ ھمیش لہ وو پہ شور
ملک د روم ؤ کہ د شام فتح شہ ټول
ھر سرکښ بہ ورتہ سر ایښو نسکور
پہ ھر ملک کښې ددۂ د دین شمع کړہ بلہ
اسنبول ایران توران ورسرہ نور
د کفارو یې ویستلے بېخ بنیاد ؤ
مدام دے ؤ د نبی د دین غمخور
عاقبت دے مشرف پہ شھادت شہ
دنیا یې پرېښوہ د عقبیٰ لاړ شہ پہ لور
یتیمان ترې یاران پاتې شولو ټول
څو مودہ یې پسې ویر کہ کور پہ کور
بیان در صفتِ حضرت عثمان غنی
درئیم یار ؤ عثمان صاحب وقار
ؤ پہ یاد د رب مشغول لېل و نھار
ھمېشہ لکہ د ګل خولہ یې غنچہ وہ
پہ ښہ خوی خصلت عسل ؤ نیک کردار
چې بہ چا لہ دۂ سرہ جفا کړہ
ډېرہ پہ بدل بہ یې نېکی کړلہ آشکار
لہ شرینې ګفتګو یې وہ خولہ ډکہ
ھر ګز نہ بہ کوہ دۂ مظلوم تہ قار
کہ یې ډېر مال و دولت بې حسابہ
د نبی سرہ ولاړ ؤ زارو زار
د لښکر بندوبست ټول ددۂ پہ لاس ؤ
ھمګې کار ؤ ددۂ پہ سر انبار
مال کۂ ھرچاتہ دے خوږ پہ دې دنیا کښې
ددۂ نہ ؤ پرې تعلق اوکړہ اعتبار
دۂ پہ مال پورې زړۂ تړلے نہ ؤ
خو عاشق ؤ د نبی پہ ښہ دیدار
ربہ تہ پہ برکت ددې یارانو
راتہ سپک کړې پېټے دروند دګناہ بار
بیان در صفتِ حضرت علی صاحب
څلورم یار علی صاحب ؤ جانہ
یک تنھا بہ ؤ پہ جنګ پسی روانہ
ذوالفقار بہ یې پہ غاړہ ؤ ھمېش دے
ښکارہ ؤ لکہ نمر پہ کل جھانہ
عالی ذات ؤ عالی قدر عالی شانہ
ؤ علی ددین مشال ماہ تابانہ
دۂ خپل ځانہ سر ہ وو دنګلی
پہ تنګسیہ کښې لہ رسولہ ؤ قربانہ
چرتہ ګران بہ شہ مھم جنګ د کفارو
دے پہ امر د نبی بہ شہ روانہ
مرتضیٰ سند دعلم مشھور ؤ
پرې کوہ بہ یې د کافرو سر د شانہ
پہ کفارو بہ یې جوړہ زلزلہ کړہ
چې بہ سور شہ پہ دلدل ھغہ زمانہ
ذوالفقار بہ یې چې واچوۂ اوږې تہ
پہ کفارو بہ چړق پریوت لہ اسمانہ
پہ سخا کښې لاثانی ؤ زما رورہ
د سخا ساری یې نہ ؤ پہ جھان
حد یې نیشتہ د صفت نہ پورہ کېږی
کہ زہ جوړ کړمہ سالم پورہ داستانہ
خدایہ تۂ پہ برکت د چار و یارو
عفوہ کل زما ګناہ کړې مھربانہ
سوال جواب راتہ اسان کړې د ملکو
زنکدن کښې رانہ اوشړې شیطانہ
د صراط پہ پل مې تېر د باد پہ څېر کړی
د میزان تول مې سیوا کړې د ھر چانہ
مصنف او کاتب یو ددې کتاب دے
غوږ پرې کېدہ چې خبر شې لہ بیانہ
وۂ حروفہ برابر کہ خبردار شہ
چې سیوا پرې نہ کړې نور واؤرہ لہ مانہ
اتۂ سوہ څوارلس (۸۱۴) نور کہ پرې لہ پاسہ
د ابجدو پہ حساب شاہِ خوبانہ
پستہ تاتہ بہ معلوم شی زمانوم
قاضی ګل مې کشر رور دے عالی شانہ
د ھغہ نوم پکښې لیکم نہ لیکم خپل
مشھور دغہ کتاب شہ پہ ھغہ ځوانہ
رباعی در صفتِ امام ابو حنیفہ نعمان
چا چې زړہ کښی د نعمان د مذھب داغ ایښے دے
مښک د ختن عطر فلېل یې پہ دماغ ایښے دے
حق دی څلور واړہ مذھبونہ زہ قائل یم پہ دا
ددۂ مذھب پکښې ګل لکہ د باغ اېښے دے
دے پہ کل واړہ امامانو کښې بھتر وونیمہ
ځکہ نوم یې نبی بیا امتی چراغ اېښے دے
د پاک نبی سرہ راغلې مھمانی وہ دۂ لہ
قدم لہ نازہ یې پہ عرش باندې فراغ اېښے دے
پہ باغیچو کښې طوطیان ګلونہ زېړ بویوی
مختور شہ پاتې چې پہ څنګ ترې قدم زاغ اېښے دے
باغ د تصنیف وګورہ مثل او مانند نیشتہ
چا یې خوند واخست چاپرې خوشی خپل دماغ اېښےدے
اصل باغوان یې د ټکرۍ ملا صاحب وونیمہ
پہ بیل بیل ګل یې د روپۍ پہ شان سولاغ اېښے دے
ملایان ټول ورتہ قاریږی پشی شاہ ګورېږی
مخامخ ھر یو ورتہ لاس پہ نام اېښے دے
قاضی خدمت کہ د ټکرۍ ملا صاحب پہ مینہ
رب پہ سینہ کښې د فضل چراغ اېښے دے
غزل در بیان صفتِ نعمان
ټینګ پہ مذھب د نعمان شہ ھوښیارہ
شی بہ پہ سختہ کښې تالہ پکارہ
ټینګ پہ مذھب شہ تۂ روزو شب شہ
مۂ کوہ ځان لہ د وھابیانو جدا لارہ
حق دی ټول واړہ کل څلور واړہ
دے دے پہ ټولوکښې ښکارہ ګل نوبھارہ
ټول وو دوستان د خپل رحمان
دے کہ چراغ رسول د امت د پارہ
نبی معراج لہ تۂ د رب راز لہ
ھلتہ دوی دواړو لہ خوانچہ شوہ تیارہ
وکہ پرسانہ رسول جانانہ
څوک دے خاوندہ چې لہ ما شہ ھمکنارہ
رب وې حبیبہ دادہ عجیبہ
دا نګہبان ستا د امت دے خدمتګارہ
ډېر شہ خوشحالہ رسول فی الحالہ
غواړی قاضی ددوی پہ مخ دیدارہ
چاربېتہ( کور مربع )
حروف بیانہ ومہ د قرآن سراسری
میزان د قران ګورہ پکښې ښکلے دے قاری
(۱)
میزان د قران ګورہ پہ ھغې کښې یې شمارہ دہ
څرګندہ علامہ د ھر سورت پکښې ښکارہ دہ
قاریانو خواری کړې تر حدہ ښہ پورہ دہ
ښودلی ایاتونہ کہ کوفی دی کہ بصری
(۲)
ښودلی ایاتونہ خالی نیشتہ یو سورت
الف لام بہ پکښې وی ما یې کړے دے کثرت
نقطې نہ خالی نہ دہ د رب دې کښې دے حکمت
یو ب کہ ښکارہ چې بلہ نہ وی دوباری
(۳)
یو ب کہ ښکارہ پہ کوم سورت کښې دہ اخونہ
یوہ یوہ ت ث ښکارہ کہ راتہ اوښایہ ځایونہ
ج یو یو دے راغلے ډک پرې لس دی سورتونہ
پنځۂ ځایہ راغلې ح پہ حکم د باری
(۴)
پنځو سورتونو کښې مې ح دہ پہ نظر
یوہ یوہ راغلې دہ پہ دې اوکہ باور
پہ دیارلسو ځایونو کښې رب خ کړہ مقرر
څلور ځایہ یو دال دے ما لیدلے دلبری
(۵)
څلور ځایہ دال یو یو اتہ ځایہ کښې دے ذال
ر یو ځاے مقرر زا نھہ ځایہ پہ کمال
سین درې ځایہ ما لیدلے ښہ سنبال
پنځۂ ځایہ کښې شین ؤ خولې ختلے د قاری
(۶)
پنځہ ځایہ کښې شین لس ځایہ صاد مې دے لیدلے
لس ځایہ ضاد وګورہ پہ بیل بیل سورت کښې ښکلے
ط دیار لس ځایہ ښکاری ظ لس ځایہ عېن ختلے
څلورو سورتونو کښې عېن ګورہ مشتری
(۷)
څلورو سورتونوکښې یو عین عین دے جانانہ
پہ شپاړس سورتونو کښې غېن کړے دے مکانہ
وۂ ځایہ ف اوګورہ تۂ پخپلہ مھربانہ
اتۂ و سورتونو کښې ق یو نور ګوذاری
(۸)
پہ ق پسې راغلے دے ک درې ځایہ دلبندہ
خالی بہ سورۃ نہ مومي لہ لامہ یو پہ ژوندہ
میم یو پہ یو سورت کښې زۂ پہ دې خورمہ سوګندہ
ن دوہ ځایہ وګورہ پہ نظر کښې مې ښکاری
(۹)
خالی لہ واوہ نیشتہ کہ پرہ کړې ټول کلام
څلور ځایہ ھ ګورہ پہ درې ځایہ قینچی لام
ھمزہ پہ نھہ ځایہ ځانلہ کړے دے مقام
یا دوو سورتونو کښې یو مکان لری
(۱۰)
ښکارہ ھغہ سورت کہ چې پکښی لری یو زېر
بل ھغہ سورت ښایہ چې یو پېښ وی نہ وی ډېر
ددریؤ پښیو اوښایہ سورت بد شولے ګېر
قاضی کوی مجلس کوی ګذار د منګری
(۱۱)
قاضی لہ جواب ورکہ څلور پېښہ راښکارہ کہ
شپږ پېښہ درتہ ښایم بل سورت کښې نندارہ کہ
وۂ دی پہ بل سورت کښې قران واړہ راپرہ کہ
اخر سورت وګورہ مدام رب تہ کړی زاری
چاربېتہ( کور مربع )
عجبہ مسئلہ مې پہ کتاب کښې ولیدلہ
د ځوی نسبی خور پلار پہ نکاح کړہ زما دلہ
(۱)
د ځوی نسبی خور پلار پہ نکاح کړہ یم حېران
یو کس او څلور ښځې تلۂ پہ لارې وو روان
چې یو قدم یې کېښود یوہ خلاصہ شوہ جانان
چې بل قدم یې کېښود شوہ طلاقہ پہ دۂ بلہ
(۲)
چې بل قدم یې کېښود شوہ دریمہ پرې طلاقہ
حېران شہ کروکور زړۂ یې لہ غمہ شہ مالاقہ
چې کېښود څلورم شوہ څلورمہ پرې طلاقہ
طلاق شوې څلور واړہ جدا شو لہ یو بلہ
(۳)
چې کېښود یې پنځم قدم بیا ټولې پہ نکاح شوې
پہ لارې تلہ یو ځاے دوی یو لہ بلہ پہ خندا شوې
سبب یې راتہ ښایہ دا پہ څۂ سبب روا شوې
ما پوھہ کہ پہ دې مسئلہ شتہ ورپسې بلہ
(۴)
ما پوھہ کہ پہ دې ھغہ بل کوم حکم دے جانہ
راوؤ نارواؤ کښې دے کېږی پہ یو شانہ
ویستلی مې د لویو فتاؤ نہ دا بیانہ
جواب یې رالہ راکہ مۂ کوہ خبرہ بلہ
(۵)
جواب یې رالہ راکہ ټپس پریوت پہ کټوۍ کښې
حملہ یې کړہ مردار شۂ اور لہ پاسہ پہ ھنډۍ کښې
دا غوښې شوې پلیتې کہ بہ یې خورو مونږ پہ کانډۍ کښې
خبر مې کہ لہ حالہ تپوس اوکہ یو لہ بلہ
(۶)
خبر مې کہ حالہ سړے مونځ کښې داخلیږی
چې فرض دي کہ سنت دی اول کوم یو بلہ کېږی
بغېر پټکیہ مو نځ پہ کوم دلیل مکروھہ کېږی
امام لہ وائی ضرور دی د پګړۍ تړل پخپلہ
(۷)
امام لہ وائی ضرور دی بل تۂ دا راتہ اوښایہ
سړی پہ ډکہ خولہ سرہ قے وکاندی نېک رایہ
اودس یې پرې مات نہ شو دا سبب راتہ اوښایہ
پہ ګوتو یې جوړ نۂ کړې کتاب وګورہ پخپلہ
(۸)
پہ ګوتو یې جوړنۂ کړې ھغہ کومہ ښځہ جانہ
ولد ترې نہ پېدا شۂ وینہ لاړہ ترې بې شانہ
نفاس پرې باندې نشتے نہ پرې غسل دے جانانہ
پرتہ مې وہ سودا پہ زړۂ ددې خبرې ګلہ
(۹)
پرتہ مې دہ سودا بل ھغہ کومہ ښځہ رورہ
چې اوکړل دې جماع کېدہ پرې غوږ دا حکم ګورہ
واجب پرې غسل نہ شۂ سبب اوښایہ فی الفورہ
تپوس د مسئلې کړم نور مې نشتہ سودا بلہ
(۱۰)
تپوس د مسئلې کړمہ ھغہ کوم دے رجل
چې وې کړل جماع لہ ښځې خپلې پہ کور خپل
نہ غسل پرې واجب شۂ نہ پہ دۂ شتہ دے لمبل
اوباسی مسائل خلیل پہ ورځ کښې پورہ سلہ
(۱۱)
خلیل الرحمٰن فاضل خور زادہ د قاضی ګل دے
اوباسی مسائل پورہ پہ شمار پہ ورځ کښې سل دے
بل کسب ددۂ نیشتہ کتابونہ ګوری تل دے
د رب فضل پرې شوے پلار یې تل دعا کولہ
چاربېتہ( کور کړہ بندہ )
ټکرۍ ملا صاحبہ ، تل ګوری کتابونہ
اوباسی مسائل لہ فتاؤ نہ رنګ پہ رنګہ
راوی د کل عجم دے
(۱)
راوی دے بې نظیرہ ، ډېر خوږ یې دے تقریرہ
ھر ګفت یې دلپزیرہ
نور چشم یې خلیل دے راوباسی غرائبہ
ټکرۍ ملا صاحبہ
خلیل و الرحمٰن جانہ ، نور چشم یې دے ځوانہ
کامل ښہ مسلمانہ
پہ نیمہ شپہ پاسی کوی خپل نفل تھجدونہ
تل ګوری کتابونہ
زما خواھرزادہ دے ، لہ رنګہ شھزادہ دے
فاضل ښہ ازمودہ دے
شروع چې پہ قرات کہ غوڅوی د زړګی زنګہ
اوباسی رنګ پہ رنګہ
شروع چې پہ قرات کړی ، اواز لږ شان اوچت کړی
سامع لہ پہ فکرت کړی
ادا یې عجائبہ پرې درب فضل کرم دے
راوی د کل عجم دے
(۲)
لیکی تل مسائلہ ، پخپلہ بہ قائلہ
پرې تۂ شې زما دلہ
سامع شہ ورتہ واورہ ګفتګو یې عجائبہ
ټکرۍ ملا صاحبہ
شل تنہ وو پہ شمارہ ، تېمم اوواھہ یارہ
مانځہ تہ شو تیارہ
ناساپہ اوبۂ اوموندې دې یو سړی اخونہ
تل ګوری کتابونہ
اودس د ټولو مات شہ ، کہ یو باندې غم زیات شہ
دا کار د احتیاط شہ
تپوس د مسئلې کړم راسرہ او نہ کړې جنګہ
اوباسی رنګ پہ رنګہ
بل سل روپۍ یو کس ،کړې پټې پہ ھوس
خبر شہ پرې اولس
د لاس پرېکول پرې نیشتہ پہ شرعہ څہ پرې غم دے
راوی د کل عجم دے
(۳)
روپۍ پټې کړې جانہ، دا عرض واورہ لہ مانہ
سړے اجنبی ځوانہ
شبہ پکښې ھیڅ نہ وہ خاص د غلا ؤ دے طالبہ
ټکرۍ ملاصاحبہ
دے خلاص پہ څۂ سبب شہ ، پہ دې کښې مې مطلب شہ
دا کار خو ډېر عجب شہ
ھغہ کومہ منی دہ چې وائی پاکہ د اخونہ
تل ګوری کتابونہ
زمونږ پہ مذھب پاکہ ، پکښې نیشتہ ھیڅ باکہ
بې غسل کہ خوراکہ
ھغہ کوم مسلمان دے چې توکاڼہ یې بدرنګہ
اوباسی رنګ پہ رنګہ
توکاڼہ یې دہ پلیتہ ، خولہ پاکہ د میّتہ
داخل شہ پہ مسیتہ
ملا نہ تپوس اوکہ یو سړی کړے قسم دے
راوی د کل عجم دے
(۴)
سوګند د سړی دا دے ، کتاب کښې ھوېدا دے
لیدلے داسې مادے
خاوند اوکړل طلاق پہ حق د ښځې شہ غاصبہ
ټکرۍ ملاصاحبہ
جماع بہ کړم لہ تانہ ، سرہ لہ دجۍ جانہ
خبر شہ لہ بیانہ
بغېر دجۍ مې کړی دی طلاق پہ درې شرطونہ
تل ګوری کتابونہ
دجۍ کہ دې پہ سر کړہ ، پہ دې باندې باور کړہ
لہ حالہ ځان خبرکہ
طلاقہ یې پہ ما اوځہ لہ کورہ ھغہ درنګہ
اوباسی رنګ پہ رنګہ
ھغہ کوم شھادت دے ، کتاب کښې حکایت دے
ما کړے ښہ فکرت دے
چې وائی مسلمان قاضی یې ردکړی ھغہ دم دے
راوی د کل عجم دے
(۵)
کافر چې شھادت جانہ ، پہ ضد د مسلمانہ
چې اووائی واورہ مانہ
منظور ېې کړي قاضی ظاھر دہ بې مناسبہ
ټکرۍ ملا صاحبہ
دی سل مطھرا تہ ، نہ کم پکښې نہ زیاتہ
ماکړے احتیاطہ
بیل بیل راتہ اوښایہ تۂ اوکږہ بیانونہ
تل ګوری کتابونہ
ھغہ کوم د مال حساب دے ، پورہ چې پرې نصاب دے
مطلب مې د جواب دے
کال تېر شہ نہ پرې فرض شہ زکٰوۃ پاکوہ زنګہ
اوباسی رنګ پہ رنګہ
نہ قرض پرې دچا پورہ ، نہ ؤ حاجت یې نورہ
حېران یم زما رورہ
ھمېش پہ تصور یم شب وروز راباندې غم دے
راوی د کل عجم دے
(۶)
ھغہ کوم پوست دے ګلہ ، ادم خنزیر نہ بلہ
څرمن دہ زما دلہ
ضرور پرې مباحت دے نۂ پاکیږی اے صاحبہ
ټکرۍ ملا صاحبہ
ھغہ کوم بول دی پاکہ ، چې نیشتہ پکښې باکہ
ما پوھہ کہ چالاکہ
جواب یې درنہ غواړم ولې زوړند دې کړل غوږونہ
تل ګوری کتابونہ
جواب پہ ښہ ھنرہ ، تۂ راکہ برادرہ
د ټولو سرترسرہ
سړی اوواھہ تېمم دوہ جنازې اوکړې ملنګہ
اوباسی رنګ پہ رنګہ
یوہ اوشوہ ښہ کشادہ ، دویمہ شوہ بربادہ
خبر شہ لہ مرادہ
تیمم یې ھغہ یو ؤ پکښې څہ عېب پټ عدم دے
راوی د کل عجم دے
(۷)
ھغہ دہ کوم ورځ ، کہ شین وی کہ وریځ
شہ پوھہ پہ غرض
چې سورے یې لا پہ مثل پہ شلینو نۂ اقربہ
تکرۍ ملا صاحبہ
شلصت درې سوہ رکعاتہ ، لازم شی د صلاتہ
پہ ھر مومن نیک ذاتہ
ادا یې کړی اول لہ دغہ وختہ پہ مضمونہ
تل ګوری کتابونہ
دا ټول دمازیګر وی ۔ پہ دوی چې مقرر وی
کہ ښځہ وی کہ نر وی
سودا یمہ اخستے خخ پہ زړہ کښې مې خدنګہ
اوباسی رنګ پہ رنګہ
دوہ روڼہ لہ یو پلارہ ، یو ځلہ شو بیمارہ
کارونہ د غفارہ
پہ یو ماسپخین اومړۂ پہ زوال کښې یې کار تم دے
راوی د کل عجم دے
(۸)
بعید وو لۂ یو بلہ ، بې مېچہ زما دلہ
مشرق مغرب تہ ګلہ
میراث بہ کوم یو اخلی شو پہ یوځلہ غائبہ
ټکرۍ ملا صاحبہ
ھغہ وینځہ جانانہ ، ما پوھہ کہ سلطانہ
پہ موت د ملا ځوانہ
لازم پرې ګرځول شو د یو کال پورہ مونځونہ
تل ګوری کتابونہ
ھغہ کوم مانځ ګوذارہ ، رکعتہ دوہ پہ شمارہ
پکښې وکړی دا کارہ
سجدې یې شپاړس وکړې زما رورہ پہ یو درنګہ
اوباسی رنګ پہ رنګہ
ھغہ کوم یو انسانہ ، پہ مونځ ولاړ جانانہ
سجدہ پرې راغلہ ځوانہ
رکوع یې خالې اوکړہ د سجدې نہ خلاص بې غم دے
راوی د کل عجم دے
(۹)
سجدہ د تلاوت ، بل دلتہ حکایت
معلوم کہ حقیقت
مشرق مغربہ پورې نکاح اوشۂ پہ غائبہ
ټکرۍ ملا صاحبہ
سړی تېرې میاشتې شپږ ، کار اوګورہ د صمد
پېدا شہ ترې ولد
نسب یې شہ لہ چانہ ما کہ پوھہ پہ مضمونہ
تل ګوری کتابونہ
معلوم یې کہ نسب ، چې خبر شم پہ مطلب
دا کار شوے عجب
جواب یې رالہ راکہ چې مې زړۂ پاک شی لہ زنګہ
اوباسی رنګ پہ رنګہ
قاضی باندې خور سایہ ، د خپل فضل پرې خدایہ
فردوس جنت لہ یې بیایہ
پہ مخ د رسول غواړی جنت عمل یې کم دے
راوی د کل عجم دے
چاربېتہ(کور کړبندہ )
سړے ؤ مسلمانہ ، وادۂ یې کړہ انګرېزہ
حاملہ شوہ پہ حکم د خاوند غنی ستارہ
قیصہ واورہ ھوښیارہ
(۱)
حاملہ کړہ خاوندہ ، قیصہ واورہ دلبندہ
نیزدې راغلہ مودہ د لنګانۂ مړہ شوہ اخونہ
خبر شہ لہ مضمونہ
خبر شہ لہ تقریرہ ، پہ بند شولہ اسیرہ
د چا پہ ادیرہ بہ یې خخوې کوم پرسانہ
سړے ؤ مسلمانہ
سپارې بہ پہ څۂ طورہ ، تپوس کومہ رورہ
یو وینځې خپل مولا اغستے ؤ وشو ولد
کارونہ د صمد
دا ښار تہ لاړہ دلہ ،مولا نہ شوہ غافلہ
یو کس تہ یې وئیل نوې راغلې یم پہ خېزہ
وادۂ یې کړہ انګریزہ
ما واخلہ پہ نکاح ، پہ دې مې دہ صلاح
را وې بلۂ قاضی چې نکاح یې اوکړو ګلعذارہ
قیصہ واورہ ھوښیارہ
(۲)
قاضی او کہ نکاح ، د دواړو پہ صلاح
ددوی د دواړو کور شہ قاضی لاړ پہ بېرتہ کورتہ
قیصہ واورہ پہ پورتہ
مولا د وینځې مړشو ، پہ خاورو کښې خړ پړ شو
عدت بہ تېروی کہ نہ تپوس اوکہ ملا نہ
سړے ؤ مسلمانہ
کامل غواړم جوابہ ، لہ تانہ پہ شتابہ
بل یوړې یو سړی جامې دھوبی لہ داکہ رنګ
اوس مالہ پہ دادرنګ
پنځہ شپږ ورځې پس ، دے راغے پہ ھوس
دھوبی تہ وائیل زما جامې راکہ رنګرېزہ
وادۂ یې کړہ انګرېزہ
دھوبی شۂ پرې منکر ، زہ نہ یمہ خبر
سړے ترې نہ پہ بېرتہ روان پہ زړہ ازارہ
قصہ واورہ ھوښیارہ
(۳)
لس شل ورځې شوې تېرې ، لا کمې زیاتې ډېرې
دھوبی ولہ جامې رنګ کړې ښہ سنبال
خاوند یې کہ خوشحال
دھوبی وې دا پہ سرعت ، حق راکہ داساعت
خاوند د جامو وې راځہ چې شرعہ اوکړو ځوانہ
سړے ؤ مسلمانہ
دا حق ددۂ رسېږی ، کۂ ھسې دے وائیږی
زہ ډېر پہ تصور یم ماخبر کہ لہ دې حالہ
تل پروت یم بې مجالہ
ګندګی کومہ یادیږی ، چې بې اوبو پاکیږی
جګړې تہ ځان ټینګ کہ خلاص بہ نہ شې پہ ګرېزہ
وادۂ یې کړہ انګرېزہ
مولا او مر َیے دواړہ ، پہ لارې تلۂ ھمغاړہ
مرہ یے یې شۂ مولا او مولا حکم بردارہ
قصہ واورہ ھوښیارہ
(۴)
ملا پہ جماعت کښی ، ؤ ولاړ پہ امامت کښی
ناساپہ یو سړی د کروړې اوکہ ګوذارہ
پہ خپلې موزہ یارہ
مونځ پاتې شہ یارانو ، سرہ لہ مقتدیانو
ھمېش پہ تصور یم ما خبر کہ لہ بیانہ
سړے ؤ مسلمانہ
یو ښځہ بل خاوند ، ودۂ وو ډېر پہ خوند
لہ خوبہ چې بېدار شو منی یې بیا موندلہ رورہ
شو دواړہ کری کورہ
اوس غسل مقرر دے ، پہ ښځہ کہ پہ نر دے
جواب یې رالہ راکہ ھواګیر مہ ځہ سرتېزہ
وادۂ یې کړہ انګریزہ
جواب پہ ښہ ھنرہ ، تہ راکہ برادرہ
د فقے مسائل دی پہ بربادو یې مہ شمارہ
قصہ واورہ ھوښیارہ
(۵)
ھغہ کوم یو صلٰوۃ دے ، پہ شمار چې دوہ رکعات دے
پکښې دی شل سجدې ترې نہ خبر دی عالمانہ
غوږ کېدہ زما جانہ
غوږ کېددہ پہ تقریرہ ، لہ ما نۂ شې زھیرہ
دا صافې مسئلې دی ما خبر کہ لہ بیانہ
سړے ؤ مسلمانہ
ما پوھہ سراسر کہ ، فی الحال مې اوس خبر کہ
قاضې وئیل کوی پاښۂ لہ منځہ دکتابہ
تل تختی ترې غرابہ
قاضی شعر رنګین دے ، ھر لفظ یې سنګین دے
د شعر باغیچہ یې نن راغلې دہ پہ خېزہ
وادۂ يې کړہ انګرېزہ
غوږ کېدئ عزیزانو ، زما ښائسہ یارانو
ددۂ باغچې لہ خوندہ څۂ خو ځان کړئ خبردارہ
قصہ واورہ ھوښیارہ
(۶)
کارونہ د خاوند ، یو ښځې یو فرزند
راوړ دوہ سرونہ څلور سترګې وې پہ شمار
پہ حکم د غفار
حېران یمہ پہ دا کښې ، ھمېش یم پہ سودا کښې
میراث بہ یې د یو وی کہ بہ دوہ اخلی زما جانہ
سړے ؤ مسلمانہ
کفن بہ یې ھم رورہ ، وی یو کہ دوہ اوګورہ
د فقې کتابونہ ټول د سېلمې را پرہ کہ
دا حال راتہ ښکارہ کہ
دا حال راتہ اووایہ ، تل یمہ پہ ھوی ھایہ
تپوس دمسئلې کوم نہ غواړمہ اِستیزہ
وادۂ یې کړہ انګرېزہ
دوہ تنہ پہ مانځۂ کښې ، اودۂ شو اوداسۂ کښې
مونځ اوشو دوی لہ یو بلہ نشہ وو برخودارہ
قصہ واورہ ھوښیارہ
(۷)
خومان درې پہ سمامہ ، پراتہ وو پہ مقامہ
پہ یو کښې وو غوړی بل د شودو ډک ؤ تر سرہ
عجبہ دا خبرہ
پہ دریم کښې سرکہ ځوانہ ، پرتہ وہ پہ ښہ شانہ
تیارۂ کښې تری یو لوخے خاوند ډک کہ مھربانہ
سړے ؤ مسلمانہ
دۂ جمع کړہ را ټول ، کہ ډک یې یو کنډول
رڼا کښې یې کاتۂ پکښې منږک پروت ؤ مردارہ
خاوندیې ناقرارہ
پہ دې کار کښی غمژن شہ ، پہ زړہ باندې دړدمند شہ
منږک یې کہ ګوذار پہ زمکہ پریوت ريزمریزہ
وادۂ یې کړہ انګریزہ
د درې واړو خومانو څۂ حکم دے یارانو
کوم یو پکښې پلیت دے سړے پوھہ کړئ پہ کارہ
قصہ واورہ ھوښیارہ
(۹)
دا کوم سنت دے رورہ ، پہ شان د فرضو ګورہ
چې پریږدی داسنت فرض بہ یې اونۂ شی ھیڅ کلہ
تعجب مۂ کوہ ګلہ
قاضی چې کہ تقریر ، ډیر ګران یې دے تعبیر
ټکرۍ ملا صاحب باندې دے فضل د رحمانہ
سړے ؤ مسلمانہ
پراتۂ ډېر کتابونہ ، دی دۂ څخہ اخونہ
مدام شب وروز کاندی مطالعہ دغہ یې کار دے
پرې فضل د غفار دے
اوباسی مسائل دے ، پہ ورځ کښې پورہ سل دے
ھمېش ځی قاضی ګل ترې نہ ددې کوی دروېزہ
وادۂ یې کړہ انګرېزہ
ټوکړې دا ښہ زېبا دې ، اېښودې دلتہ ما دی
دا ګز دا یې قیمت پورہ پنځہ سوہ دینارہ
قصہ واورہ ھوښیارہ
چاربېتہ(کور معشر مجاز)
کافر یمہ بېشکہ مسلمانۍ کښې مې شک نیشتہ
لہ مور سرہ څمبلم شب وروز دغہ مې کار دے
(۱)
کافر یم بې شبې مسلمانی مې ښہ کرہ دہ
ھمېش پہ لا الہ یم مذھبی یم د نعمان
لۂ خدایہ زینار غواړم دا مې زړہ کښې ترارہ دہ
لہ قھر امان راکړې تہ رحیم یې ھم رحمٰن
ھغہ کوم مسلمان دے چې یې ذبحہ ناکرہ دہ
څۂ شے چې کړی حلال حرام یې بولی عالمان
د شعر پہ دقیقو کښې بل لہ مانہ زیرک نیشتہ
کافر یم بې شبې الخ
د شعر معاملو کښې ھمیشہ زما بپار دے
لہ مور سرہ څمبلم الخ
(۲)
د شعر پہ کوڅو کښې ډېرې یاد زما لتې
ھغہ دې جواب راکہ چې کہ ځان تہ اشارت
سړی پہ رمضان کښې خپلہ ښځہ کړہ وطی
نہ پرې ګنھګار شہ نۂ پرې راغے کفارت
بې ذبحې غوښې خورمہ کہ یې راکہ څوک رتی
لہ خدایہ ښځې غواړمہ بې نکاح پہ ھر ساعت
تربور پہ انبور وژنم زما لاس کښې ټوپک نیشتہ
کافر یم بې شبې الخ
رتیب مې دے سنګین الفاظ مې پوخ د پلک ګوذار دے
لہ مور سر څمبلم الخ
(۳)
رتیب مې دےسنګین سړے ؤ پہ جنابت کښې
سحر یې غسل اوکہ پری ادا کړل پنځہ مونځہ
سحر مونځ یې اونۂ شہ څلور اوشو امامت کښې
غوږ کېدہ کہ عاقل یې ځان خبر کہ لہ رموزہ
څلور تنہ ولاړوو مونځ یې کہ پہ جماعت کښې
سفر نہ سړے راغے غمزدہ اوچ لکہ دروزہ
اواز یې پہ دوی اوکہ پہ وئیل کښې یې شک نیشتہ
کافر یم بې شبې الخ
شوې ښځې پرې طلاقې دا پری نوے غم انبار دے
لہ مور سرہ څمبلم الخ
(۴)
شوې ښځې پری طلاقې جماعت بہ ھم ورانېږی
سړے ؤ پہ مانځہ ولاړ پہ خوشی بیابان کښې
خپل مونځ کہ ادا لہ ھغہ ځایہ روانیږی
ناساپہ یوسړے بل راښکارہ شہ ھغہ آن کښې
ددې سړی د مونځ حال بہ د ھغہ نہ معلومیږی
چې اوشو کۂ اونۂ شۂ حېران یم پہ دې بیان کښې
دا بحث ډېر باریک دے ورتہ فھم ادراک نیشتہ
کافر یم بې شبې الخ
ھغہ سړے پوھېږی چې عالم ذھین ھوښیار دے
لہ مور سرہ څمبلم الخ
(۵)
د فقې مسئلې دی عالمان پہ دې پوھېږی
یو کس پہ جنابت کښې سحر راغے جماعت لہ
اودس یې خالی اوکہ پہ مانځہ باندې اودرېږی
خپل مونځ یې کہ ادا ؤ یې شۂ زیبا جنت لہ
قاضی پہ وینا عام خلق ھیڅ کلہ نہ پوھېږی
ددې لہ پارہ ځی مدام د پیر بابا زیارت لہ
د شعر پہ دریاب کښې مې پہ شان لہ سمک نیشتہ
کافر یم بې شبې الخ
جواب کہ چا پورہ راکہ بې شکہ چې شعار دے
لہ مور سرہ څمبلم الخ
(۶)
ھغہ دے کوم یو مونځ چې قضا شہ د سړی نہ
قضا ورباندې نیشتہ دے دې خلاص دے لہ عذابہ
ګبین چې شی پلیت بیا یې څنګہ پاکوینہ
ښہ فکر پکښې اوکہ جواب راکہ لہ کتابہ
بل مړ شہ یو سړے وارثان جمع شو پہ مینہ
زوجہ د مړی راغلہ دوی تہ یې اووې دا جوابہ
لږ صبر تاسو اوکړئ پہ حمل کښی مې شک نیشتہ
کافر یم بې شبې الخ
کہ ځوی مې اوشہ اخلئ مال زما پکښې څہ کار دے
لہ مور سرہ څمبلم الخ
(۸)
کہ لُور مې اوشوہ اخلم بہ حصہ درسرہ سمہ
اتمہ دہ زما نیمہ د لُور زما رسېږی
درې تنو ؤ مرېے اخستے یو ځاے کښې صنمہ
یو وې ازاد یې پس زما لہ مرګہ خوشحالېږی
دویم مرے ازاد کہ ھغہ دنګ پہ ھغہ دمہ
دریم ؤ چپ ولاړ پہ دې کښې څنګہ حکم کېږی
لہ کنزہ دے بیان پکښې دروغ یو رنجک نیشتہ
کافر یم بې شبې مسلمانۍ کښې مې شک نیشتہ
زر اوکہ فېصلہ ساکت جګړہ کوی تیار دے
لہ مور سرہ څمبلم شب وروز دغہ مې کار دے
رباعی
ماتہ ښہ دہ ھغہ ملا سمہ دې نہ شی
چې درب پہ عبادت کښې خمہ نہ شی
ړندې ښہ دی ھغہ سترګې څہ پکار دی
چې شپہ ورځ کښې پہ قرآن خرمہ نہ شی
پہ غوږونو باندې کوڼ ښہ دے یارانو
چې پہ واعظ د ملا یې سمعہ نہ شی
ھغہ ژبہ دې پہ خولہ کښې ھډو نہ وی
چې پری رب تہ ښہ ثناء ھردمہ نہ شی
لہ ھغو پښو سړے شل ښہ دے چې شل وی
چې پہ نیک عمل پسې کړمہ نہ شی
ھغہ زړہ دې پہ ګوګل کښې ھډو نۂ وی
چې تصدیق پہ خپل ایمان ګل فمہ نہ شی
ظاھر بل تہ نصیحت کړم ځان تہ وایم
ګناہ ګار یم نیک عمل مې جمع نہ شی
چې ایت لا تقنطو دے خداے وائیلے
امیدوار یم زما قطع طمع نہ شی
قاضی ګل تہ تل دعا کوئ یارانو
چې د رب لہ ښہ دیدار محرومہ نہ شی
مصرعې
دغہ تحریر چې زما ګورې
د خداے لہ پارہ لاس دې پورتہ کہ مئینہ
دعا پہ حق کښې زما اوکہ
ډېر ګناہ ګار یم کہ پرې خلاص لہ ګناہ شمہ
چاربیتہ(کور معشر مجاز )
ټولے د مسافرو تۂ پہ لارې ؤ روان
پرې وخت د مانځہ راغے زریې اوکړل اودسونہ
(۱)
پرې وخت د مانځۂ زر یې جوړ کہ جماعتہ
را جمع شو مانځہ تہ ورتہ ځان کہ یې سنبال
یو مخکښې یې امام کہ ورستو یې اوکہ اقامت
غوږ کېدہ کہ عاقل یې شہ خبر لہ قېل و قالہ
یوۂ پہ مقتدایانو کښې د پاتې اوکہ نیتہ
د ټولو مونځ فاسد شو عجیبہ دہ دا محالہ
زۂ پروت وم پہ کتاب پکښې مې بیا موند دا بیان
ټولے د مسافر و الخ
لہ ھغې نہ مې کړۂ نقل دلې یو څو سوالونہ
پرې وخت دمانځہ راغے الخ
(۲)
شپږ تنہ تلۂ پہ لارې پہ سفر کښې ھمراھان وو
یو دوی کښې نارینہ ؤ پنځہ ښځې وې جانانہ
اسواس یې زړۂ کښې نہ ؤ تلہ پہ لارې دوی روان وو
چا اوکہ ترې تپوس چې دا دې څۂ لږی اے ځوانہ
یوہ دہ زما ښځہ دوہ مې خوېندې عزیزانو
دا دوہ دی زما وینځې چې راکړې دی رحمان
پنځہ واړہ دی خوېندې دا سړے شو حق حېران
ټولے د مسافرو الخ
د یو مورہ پېدا دی پکښې مۂ کوہ فکرونہ
پرې وخت د مانځہ راغے الخ
(۳)
بل ورکړې یو سړی لہ چا دوہ خوېندې یو ہ مور
نکاح یې ورلہ اوکہ ښہ پہ شرع برابرہ
سړی درې واړہ بوتلې پرې اباد یې کہ خپل کور
عجبہ مسئلہ دہ شہ مې فکر لروبرہ
ھلک حلال زادہ چرتہ راوړے ؤ خپل مور
وې پلار مې مور نکاح کړہ ما خطبہ لوستہ دلبرہ
د ھغې نہ زہ پہ دې خبرہ لا شومہ ډېر ګران
ټولے د مسافرو الخ
پہ زړہ کښې مې لہ غمہ راولاړ شولو سیخونہ
پری وخت د مانځہ الخ
(۴)
بل داسې مسئلہ مې پہ کتاب کښې ولیدلہ
غوږکېدہ کہ عاقل یې چې خبر دې کړم لہ بحثہ
سخر مړ شہ ھغہ درنګ ښځہ پہ زوم طلاقہ شولہ
زوم ژاړی کوی ویر ښځہ یې نۂ راځی پہ لاسہ
درې ښځې پہ یو کور کښې وې دادہ مسئلہ بلہ
سړی لہ ورایہ ولیدہ یو دبام د پاسہ
قسم یې زړہ کښې اوکہ ورتہ ډیر شہ قھروانہ
ټولے د مسافرو الخ
کہ لور مې وی ختلی پہ مخ وربہ کړم سوکونہ
پرې وخت د مانځہ الخ
(۵)
کہ ښځہ مې ختلې وی زۂ کړم بہ یې طلاقہ
لہ قھرہ جوشېدہ لکہ تنورکښې بل کہ اور
کہ وینځہ می ختل وی تل بہ ژاړی لہ فراقہ
زۂ کړم بہ یې ازادہ شی بہ خلاصہ لہ ضررہ
راننوتۂ دے کورتہ سحر وخت ؤ د اشراقہ
تپوس ترې نہ اوکہ د درې واړو پہ حضورہ
دې ښځو ټولو اوکہ اشارت پہ خپل خپل ځان
ټولے د مسافرو الخ
سړے یې حق حېران کہ ولہ نہ راځی فکرونہ
پرې وخت د مانځہ الخ
(۶)
دې ھرې وې چې زہ ختلې وم پہ بام
چې تہ مې ولیدلې زہ شوم غولی تہ راخکتہ
دے وراغے ملالہ زر اوې پرې سلام
دا حال کہ بیان کہ یې خبر لہ حقیقتہ
اوس ښځہ کړم طلاقہ کہ د لور کار کړم تمام
کہ وینځہ کړم ازادہ راتہ پېښ شہ دا علتہ
ملا بہ اوس لہ مخې ورتہ څہ کوی بیان
ټولے د مسافرو الخ
دا سختې مسئلې مې سراسر کړلې بیتونہ
پری وخت دمانځہ الخ
(۷)
سړے جنابتی پہ جماعت کښې شہ داخل
پہ بېرتہ پہ وتو سرہ دے پاک شہ دم در حالہ
ھغہ کوم یو اندام دے چې فرض نہ دی وینځل
نہ مسحہ پرې روا دہ ما کہ پوھہ زما لالہ
جوسہ کښې دوہ اندامہ راتہ نور معلومېدل
کل فرض یې وینځل دی کلہ مسحہ ښہ سنبالہ
ما پوھہ پہ دې حال کہ دې فکر رسی جان
ټولے د مسافر الخ
د دغہ مسائلو واړہ ډک دی کتابونہ
پرې وخت د مانځہ الخ
(۸)
بل اوکہ یو سړی قسم چې دا مرییے بہ رورہ
خرڅ نہ کمہ ھیڅ کلہ ما پرې کړے دے سوګندہ
بیا خرڅ یې پہ بازار کہ حیلہ جوړہ کړہ فی الفورہ
طلاق یې ښځہ نہ شوہ سبب ښایہ بند پہ بندہ
دوہ ښځې حاملې خوشې کوټہ کښې واورہ ګورہ
شوې لنګې یوې لُوردویمې ځوی کہ راسرګندہ
بېخودہ وې پرتې چې شوې پہ خو د ھغۃ زمان
ټولے د مسافرو الخ
جګړہ یې کړہ جوړہ پہ ھلک جینۍ اخونہ
پرې وخت د مانځہ الخ
(۹)
جګړہ یې کړہ جوړہ دا بہ څنګہ فېصلہ شی
تیارۂ وہ کوټہ خوشې څوک پرې نیشتہ خبردارہ
دا ځوے بہ اوس د کومې ښځې حوالہ شی
رنځور پہ زړہ چور چور پروت یم لہ دې غمہ بیمارہ
دا بحث چې شروع شی حاضران پہ زلزلہ شی
ټکرۍ ملا صاحبہ پہ ملایانو کښې سردارہ
اوباسی مسائل ملغلرې د ایران
ټولے دمسافرو الخ
نا پوھہ شاعران بہ یې کلہ اوکړی جوابونہ
پرې وخت د مانځہ الخ
(۱۰)
بل دا مې پہ کتاب کښې اولیدہ مسئلہ بلہ
یو کس دوہ یې پلرونہ دے پېدا حلال زادہ ؤ
بل لاړ شہ یو سړے لہ خپلہ کورہ ښارتہ ګلہ
چې راغے کورتہ ښځې سرہ بل څوک استادہ ؤ
د سترګو پہ لیدو ښځہ پہ دۂ طلاقہ شولہ
نکاح یې اوکہ بل سرہ دے پاتې غمزدہ ؤ
قاضی چې ګفتګو کوی حېرا ن شی سامعان
ټولے د مسافرو تۂ پہ لارې ؤ روان
غوږ کېدہ کہ عاقل یې تری نہ واخلہ مطلبونہ
پرې وخت د مانځہ راغے زر یې اوکړل اودسونہ
چاربېتہ(کور معشر مجاز )
شاګردہ واورہ دا دی عجیبہ مسئلې نورې
استاذہ ما خبرکہ سراسر اوکہ بیان
(۱)
شاګردہ یو سړی پہ جماعت کښې ماسپخین
سنت یې څلور اوکړۂ بیایې ادا کړہ څلور فرضہ
څلور فرض یې اوشو پہ دی تہ اوکہ یقین
سنت یې ادا نہ شو دے پرې خلاص نہ شو لہ قرضہ
اودس یې ھغہ یو بیا یې اونہ کړو تعین
سودا یې راپیدا شوہ پہ زړګی مې جوړ شہ درزہ
پہ شان د لیونی دې مسئلوکړم کری کورې
شاګردہ واورہ دا الخ
پہ مزی کښې د شعر زۂ پیم در د ایران
استاذہ ما خبرکہ الخ
(۲)
بل اوکہ یوسړی ښځې تہ دارنګہ قسم
ضرور بہ کوم ښځې لہ تا سرہ جماع
پنځہ مونځہ بہ زہ کړم لہ امامہ سرہ سم
پکښې بہ یو نہ کړمہ ھرګز ښځې قضا
د ورځې غسل اوبہ نہ کړم دا مې دے قسم
دا جاھل سړے دے ټولہ کہ خپلہ رضا
ددې سړی پہ کور کښې شب وروز یمہ غمخورې
شاګردہ واورہ دا الخ
ھیڅ فکر نہ راځې پہ دغہ کار یمہ حېرانہ
استاذہ ماخبر کہ الخ
(۳)
بل اوکہ یو سړی قسم چې زہ بہ تلاوت
پہ نن ورځ کښې بہ اونہ کړم وعدہ مې لہ خدایہ
پنځہ مونځ بہ زہ کوم پورہ پہ جماعت
معلومہ ظاھر دا شوہ دا خبرہ دہ بې ځایہ
اوس جوړ کہ ملا حیلہ تہ دې لہ پہ سرعت
قھر مہ کوہ تہ ماتہ دبکې مہ کړہ لہ ورایہ
معلومہ درتہ دہ کہ بہ یې اوس کتاب کښې ګورې
شاګردہ واورہ دا الخ
تلوار کوہ تادی مېدہ پہ لارې یم روان
ا ستاذہ ما خبر کہ الخ
(۴)
تلوار کوہ تادی مې دہ بل اوشہ داسې کار
یو کس ښځې تہ اووئیل چې تہ کہ نېزہ نېغہ
مونږ دواړہ بہ څملو پرې لہ پاسہ پہ قرار
زما پہ قول کښې ګورې چې تہ اونہ کړې دریغہ
طلاقہ یې پہ ماکہ چرې تا اوکہ انکار
تېرہ نېزہ پېدا کہ دنګہ دا رسی تر مېغہ
چې داسې څوک جاھل وی خدایہ تہ یې کړې سرخورے
شاګردہ واورہ دا الخ
حیلہ دې جوړوی اوس دې اړم وی طالبان
استاذہ ماخبرکہ الخ
(۵)
حیلہ دې جوړوی بلہ یوہ ښځہ زما رورہ
ددې دوہ خاوندان وو پہ شرعہ برابر ہ
سملاستہ بہ دوی سرہ د ورځې پہ شپہ تورہ
ویستلې مې دہ دا مسئلہ ھم خپل نظرہ
بل ناستہ یوہ ښځہ وہ پہ لویہ لار کښې ګورہ دہ
دغہ لارې تۂ یو ځوان پہ دې شو برابرہ
تپوس یې ترې نہ اوکہ ولې ناست یې زما خورې
شاګردہ واورہ دا الخ
وې کنډہ یم غریبہ د خاوند کوم پرسان
اسټاذہ ماخبر کہ الخ
(۶)
دوی دواړہ غرضیانو سرہ وتاړۂ نکاح
لہ پاسہ یې کاتۂ یو سړے بل راغے یارانو
ھغۂ تری تپوس اوکہ ښځې یې ولې حال تباہ
وې کنډہ یم غریبہ غرضی یم د خاوندانو
ھغۂ ورسرہ ھم تازہ کہ عقد د نکاح
لہ پاسہ دریم بل پرې راغے واورئ سامعانو
ھغۂ سرہ ھم دغہ کار اوکہ دې کور خورې
شاګردہ واورہ دا الخ
د درې واړو جګړہ شوہ قاضی لہ شو روان
استاذہ ما خبر کہ الخ
(۷)
قاضی بہ پکښې اوس څہ رنګې حکم کوی ځوانہ
خبر مې پہ مطلب کہ کړم زرې زرې دې ښځې
فساد یې راوچت کہ ونخاتۂ پرې ښہ ځوانانہ
خاوندہ پېدا نہ کړې پہ دنیا کښې داسې ښځې
قاضی شہ کری کور لہ دغہ غمہ پریشانہ
پہ زړۂ یې سودا راغلہ اوچ تیلے شو د بروزې
لہ داسې ښځو ځان اوساتئ مہ کېنئ ورپورې
شاګردہ واورہ دا الخ
قاضی پہ وینا نہ پوھیږی بې علمہ شاعران
استاذہ ما خبر کہ الخ
(۸)
ھغہ کوم وارثان دی چې میراث یې نہ رسېږی
کہ ځوے وی کہ پلار وی کہ یې رور وی عزیزانو
وائی جمع کتابونہ لہ میراثہ محرومیږی
راغلے دغہ حکم فتاؤ کښې دے یارانو
څلور تنہ لہ ټولو کتابونو معلومیږی
ما پوھہ کړئ پہ دې کښې سبب څہ دے سالکانو
تپوس د مسئلې کوم بیان اوکہ فی الفورې
شاګردہ واورہ دا الخ
ما پوھہ سراسر پہ دې تقریر کہ دا زمان
استاذہ ماخبر کہ الخ
(۹)
بل مړ شہ یو سړے درې تری نہ لوڼہ شولې پاتې
بل نۂ ؤ میراث خور څوک بغېر لہ دخترانو
درې ځایہ یې تقسیم کہ حصې نہ وی کمې زیاتې
حصې دوہ یوې یوړې یوہ بلې سامعانو
دریمہ یې کړہ محرومہ ټکؤ تندے میراتې
قاضی ولہ فېصلہ اوکړہ پہ ھسې رنګ یارانو
وې درې واړہ یې لوڼہ راپېدا لہ یوې مورې
شاګردہ واورہ دا الخ
یوہ چې شوہ محرومہ دې کښې اوښایہ نقصان
استاذہ ما خبر کہ الخ
(۱۰)
دویمې حصې دوہ واخستې اوښایہ سببَ
رنځور پہ زړہ چور چور پروت یم لہ دې غمہ بیمارہ
ټکرۍ ملاصاحب لہ رب ورکړے دے منصبَ
اوباسی مسائل ښہ ملغلرې د بازارہ
چاپېرہ ملایان دی ورتہ واړہ بد غضبَ
پہ مخہ ھر یو وائی صاحب ستا یم خدمتګار
خوارۂ یې مسائل شو تر ډیلی او تر لاھورې
شاګردہ واورہ دادی عجیبہ مسئلې نورې
قاضی دعا یې اخلہ لہ خېرو یې ساتہ ځان
استاذہ ما خبر کہ سراسر اوکہ بیان
رباعی
علم ھسې لوے دولت دے پہ دنیاکښې بې زوالہ
پہ دنیا کښې بہ بل نۂ وی داسې مالہ
عمر ټول کہ یې لولې لالا سېوا کېږی
ورځ تر ورځ ترقی کہ کال تر کالہ
خزانې سرہ ضرور څوکۍ پکار وی
پکښې وېرہ وی د وړو دشوم شغالہ
علم ھسې لوے دولت دے پہ دنیا کښې
رھزانان ترې بېرتہ تختی پہ دنبالہ
بې لہ علمہ سړے مہ شمېرہ سړو کښې
ځنګلې حېوان یې بولہ د جبالہ
چې د علم ھیڅ حصہ ورڅخہ نہ وہ
سړے سپک دے د کوڅې لہ مات سفالہ
سړی توب سړے پہ علم سرہ مومې
عزتمند شی کہ پہ عمر وی خورد سالہ
قاضی ګلہ طلب فرض ګڼہ دعلم
کړہ کوشیش پکښې تر خپل طاقت مجالہ
چاربېتہ(کور مربع )
کامل بہ مسلمان شې کہ کافر شوې لہ اخلاصہ
تربور تہ کینہ چرې لہ سینې نہ مہ اوباسہ
(۱)
کامل بہ مسلمان شې کہ کافر شوې زما رورہ
تربور تہ پہ سینہ کښې کینہ تل ساتہ بې سیارہ
پہ ټوقہ درتہ نہ وایم پہ دې اوکہ اعتبارہ
پہ سترګو مې لیدلې بېړۍ لاندې دریاب پاسہ
(۲)
پہ سترګو مې لیدلې ځوی اغستې خپلہ مور
نکاح یې وتړلے ګرځوہ ٔ بہ یې لور پہ لور
پہ شرعہ برابر وہ مخ یې نہ ؤ چاتہ تور
لیدلې مسئلہ مې دہ لیکلې پہ قرطاسہ
(۳)
لیدلې مسئلہ مې لور اغستې وہ خپل پلار
نکاح مې ؤ تړلے پرې راضی ؤ پروردیګار
عشرت بہ یې کاوۂ ھمیشہ تل لېل و نھار
اولاد شہ ترې پېدا بھر لہ شمارہ لہ قیاسہ
(۴)
اولاد شہ ترې پېدا اوس پرې اباد دے کل جھان
فرقې شوې پکښې جوړې څوک یھود څوک نصرانیان
یو لک څلریشت زرہ زیات وکم پېغمبران
بھتر د واړو سر ابو القاسم دے خېر الناسہ
(۵)
بھتر د واړو سردے د بی بی فاطمې پلار
ھمېش بہ ورسرہ ناست وو څلور یاران پہ شمار
پہ ډډہ ګرځېدۂ بہ ترې پہ وېرہ کښې کفار ہ
صفا یې مدینہ کړلہ لہ کفرہ لہ لباسہ
(۶)
صفا یې مدینہ کړلہ اوس ھلتہ یې مکان دے
چاپېرہ لکہ بحر ولہ ځی خلق روان دے
پېدا ددۂ مخہ سراسر واړہ جھان دے
قاضی لمن یې جختہ کلکہ اونیسہ پہ لاسہ
(۷)
قاضی لمن یې اونیسہ چې خلاص شې لہ دوزخہ
خاوندہ پہ امان کړې ھم لہ ګرمہ ھم لہ یخہ
ماڼۍ دې شہ نصیب دجنت ستا چې وی ھغہ خوښہ
پہ ټولو کښې بالا وی بلہ نہ وی پرې لپاسہ
(۸)
مرد یکی شخص ارزومند مالے بسے
دو پسرے داشت یکی عم و دیګر خال
خالش پسرعم و عمش پسرے خال
ای قاضی ومفتی چہ حکم ست درین مال
چاربېتہ(معشر مجاز)
شاګردہ غوږ پرې کېدہ مسئلہ دہ د میراث
استاذہ ما خبر کہ سراسر لہ حقیقتہ
(۱)
شاګردہ غوږ پرې کېدہ یو سړے مړ شۂ میرات
نہ یې لور وہ نہ یې ځوے نہ یې ښځہ وہ دلبندہ
ګټلےپہ خوارۍ ورڅخہ پاتې شہ بیسا ط
پرتې ډکې تېلۍ د اشرفو وې بند پہ بندہ
اوچت یې جنازہ کړہ ورپسې وېش شۂ سقاط
بیا یې وسپارۂ مولاتہ نور یې نہ ؤ باقی ژوندہ
راټول میراث خوارۂ شوپہ دولت یې کېښود لاس
شاګردہ غوږ پرې کېدہ مسئلہ دہ د میراث
یو ترۂ بل یې ماماؤ پہ دولت جوړہ شوہ انختہ
اشتاذہ ما خبر کہ سراسر لہ حقیقتہ
(۲)
یو ترۂ بل یې ماما میراث خوارۂ وو دغہ دواړہ
ماما یې ځوے د ترۂ ؤ ترۂ پېدا ؤ لہ ماما نہ
دوی ورغلل ملا لہ سرہ ودرېدل ھمغاړہ
دا شرعہ زمونږ اوکہ حال یې کہ ورتہ بیانہ
ملا پہ دې خبرہ د زړہ خونہ شوہ ویجاړہ
دا سختہ مسئلہ دہ فېصلہ یې شولہ ګرانہ
زہ پروت وم پہ کتاب پکښې مې بیاموندۂ دغہ باس
شاګردہ غوږ پرې کېدہ الخ
باطل مې وئیل نہ دی زہ وئیل کړم بې علتہ
استاذہ ماخبرکہ الخ
(۳)
باطل مې وئیل نۂ دی دا دولت بہ یی د چاوائې
رنځور پہ زړۂ چورچور پروت یم خبر مې کہ لہ حالہ
بل مړشۂ یو سړےڅلور یې ښځې وې نېک رائې
ښائست ولہ ورکړے رب ښائستہ وې بې مثالہ
ژړل بہ یې خاوند پسې پہ ویر باندې لږیا وې
راوې بالۂ قاضې چې مونږ لہ اووېشہ دا مالہ
قاضی ورتہ د فکر پہ زنګون کېښودۂ راس
شاګردہ غوږ پرې کېدہ الخ
څوک ډېرې کړې خوشحالہ چالہ یې ورکړہ سختہ لتہ
استاذہ ماخبر کہ الخ
یوې لہ یې مھر میراث ورکہ سامعانو
دویمہ یې لہ دواړو کړہ محرومہ پہ زړۂ چور
درئمې لہ مھر ورکہ حصہ ورنۂ کړہ یارانو
خفګان ورباندې راغے شوہ بې شانہ پہ ضرور
څلورېمې لہ یې حصہ ورکړہ مھر نہ لری دوستانو
قاضی ولہ فېصلہ اوکړہ پہ ھسې رنګ دستور
څلور واړہ ښځې وې حېران یم پہ دې قیاس
شاګردہ غوږ پرې کېدہ الخ
ھمېش پہ تصور یمہ لہ دغہ عدالتہ
استاذہ ماخبر کہ الخ
ھمېش پہ تصور یم ما خبر کہ لہ اسرارہ
رتیب مې دے سګین الفاظ مې واړہ سیم و زر دی
نوکر د پیر بابا پہ نوکرانو کښې مې شمارہ
ویستلی مې پہ فکر د صدف د منځ ګوھر دی
پرہ یم پہ وطن کښې پہ شغال کوم ګوذارہ
د قاضی ژبہ تېرہ دہ لکہ څوکہ د الماس
شاګردہ غوږ پرې کېدہ الخ
برے بہ ترې یونسی د رسول لہ برکتہ
استاذہ ما خبرکہ الخ
(۶)
برے بہ ترې یونسی رب ورکړے دے قوتہ
د شعر پہ دقیقو کښې یې ډېر یاد دی مثالونہ
ټکرۍ ملا صاحب لہ رب ورکړے دے طاقتہ
اوباسی مسائل د بدخشان ښکلی لعلونہ
شاعر خیال کوہ چې مې دجنګ اونۂ کړې نیتہ
لہ ماسرہ بنېر بابا کوی پورہ اخلاص
شاګردہ غوږ پرې کېدہ مسئلہ دہ د میراث
د ھغہ لہ برکتہ بہ زہ نہ شم بې عزتہ
استاذہ ما خبرکہ سراسر لہ حقیقتہ
چاربېتہ(کړہ بندہ)
چې نؤ نہ دې کہ سوال ، چې شتہ دے در بہ نۂ کړم
عبث مۂ کړہ شوګیرې ځہ اوچتې کہ دېرې
(۱)
مطلب بہ دې تر سر کړم ، چې شتہ دے در بہ یې نہ کړم
عبث مہ کوہ منت ، زما نیشتہ دے طاقت
زما نیشتہ دے توانہ ، چې درکړم سرۂ لبانہ
صورت مې امانت نہ دے پوھېږم پہ دې حالہ
چې نؤ نہ دې کہ سوالہ
صورت مې شۂ رنځور ، ھمېش پہ ما ضرور
وتے نۂ شم لہ کورہ کتہ پوندې مې شوې سرې
ځہ اوچتې کہ دېرې
(۲)
صورت مې بې ارام وی ، ھر رګ کہ ھفت اندام وی
پہ دې حال کښې چې راشی پہ ما باندې دا مرض
شہ پوھہ پہ غرض
شہ پوھہ پہ مضمون ، خوږیږی مې لړمون
دا ستا زما تر منځ راشی بیلتون ورک شی وصالہ
چې نؤ نہ دې کہ سوالہ
جدا شو لہ یو بلہ ، قصہ واورہ ګوګلہ
لہ عطرو شی مې سپورې تورې زلفې چپترې
ځہ اوچتې کہ دېرې
(۳)
محبوبې ما خبر ، پہ حال کہ سراسر
څو ورځی شپې بہ وی داستا زماتر منځہ فصل
چې بہ نہ یو دواړہ وصل
چې بہ نہ یو پہ پا لنګ ، یو ځاے کښې څنګ پہ څنګ
تر کومہ پورې ګرځم بہ زھیر ہہ زړۂ ملالہ
چې نؤ نہ دې کہ سوالہ
تر کومہ پورې غمہ ، پہ ما بہ وی صنمہ
پنځہ وختہ کومہ ستا دیدن پسې پېرې
ځہ اوچتې کہ دېرې
(۴)
اکثرې ورځې لس ، خبر دے پرې اولس
اقلې ورځې درې دی پہ کتاب کښی مې لیدلې
رسول زمونږ وئیلی
رسول کړے فرمان ، دے مونږ تہ پہ داشان
پہ دغہ ورځو شپو کښې مې نزدې را نہ شې خوالہ
چې نہ ؤ نہ دې کہ سوالہ
ما اوښود درتہ حد ، پورہ مې کہ عدد
بیا پس لہ ھغې چیچہ مې دواړہ شونډې چوارې
ځہ اوچتې کہ دېرې
څلویښت ورځې دی نورې ، پہ ھغې کښې مې ھم رور یې
دا دومرہ سختې اېښې پروردیګار دی پہ زنانو
ښہ واورئ مومنانو
پہ ھغې کښې مې پلارہ ، ځہ کېنہ پہ قلارہ
ھرګز بہ درتہ اونۂ ښېم د زنې دسر خال
چې نہ ؤ نہ دې کہ سوال
ھرګز بہ تالہ در ، نہ کړم د زنې سر
قاضی ګل کوی مجلس اوسی یې کړې ګرمې نغارې
ځہ اوچتې کہ دېرې
رباعی
مدام ژاړمہ د خپل قسمت پہ باب کښې
سرنګون پروت یم د اوښکو پہ سېلاب کښې
سر مې پورتہ لہ زنګونہ چرې نۂ شۂ
لکہ بطہ خورم غوپې د غم دریاب کښې
لکہ بطہ پہ اوبړۍ پسې پرہ یم
عاقبت بہ مې غوپہ پہ ګرداب کښې
داسې داسې خلق ډوب پہ دې غولۍ شۂ
چې بہ یې خوب کہ پہ رېښمو پہ کمخاب کښې
لکہ طفل ھرطرف تہ مې حملې دې
ھرڅہ اچؤم پہ دې شکم خراب کښې
ھیڅ توخہ د نېک عمل مې جمع نہ کړہ
ھمېش پروت یم د غفلت پہ حال خراب کښې
پہ وعدہ زہ د میثاق استوار نہ شوم
چې قالو بلیٰ مې اووې پہ جواب کښې
بې حجتہ مې وعدہ کړہ خپلہ ماتہ
مخ تورن یم پہ مخ د رب وھاب کښې
پہ قیمت کښې بہ زہ څہ کړم زما ربہ
درسول پہ مخ مې عفوہ تقصیرات کړې
اختہ کړے یمہ نفس شېطان عذاب کښې
د ایمان لہ بې خېرۍ مې پہ امان کړې
دغہ سوال مې پہ در خپل کښې مستعجاب کړې
څہ عېبونہ چې دی ټول موجود دی ماکښې
مګر فضل وینم لوے ستا پہ جناب کښې
د ایات لا تقنطو یمہ پہ طمع
قاضی ګل ډوب کہ د کوثر پہ حباب کښې
<<<<fix me>>>
چاربېتہ(کورمعشر مجاز)
جنابت کښې مونځ کوم دا مې عادت دے
کومہ سوال لہ پُردیګارہ د ایمانہ
(۱)
جنابت کښې مونځ کوم دا مې روزګار دے
کہ راضی مې شی خاوند غنی ستارہ
ھمېش غواړم ترې نہ سوال مې د زینار دے
شتہ یو نوم یې پہ نومونو کښی قھارہ
لہ عذابہ یې چې امان وی پاک کفاردے
ما لیدلے دا بیان پہ شېخ عطارہ
ھر کہ ایمن ازعذاب حق بود
نیست مومن کافر مطلق بود
پہ ھغہ کسانو پاک حرام جنت دے
جنابت کښې مونځ کؤم دا مې عادت دے
پہ دوزخ کښې ولہ شتہ دے سخت مکانہ
کومہ سوال لہ پُردیګارہ دایمانہ
(۲)
پہ دوزخ کښې بہ داخل شی پاک کافر دے
کہ چا اووې کلیمہ د پېغبر
دغہ حال پہ کتابونو کښې ظاھر دے
ما لیدلې د نبی د خولې خبر
بې اودسہ مونځ کوم کامل مې پیر
نہ تېمم وھم پہ شرعہ یم برابر
ھر رتیب مې یو لہ بلہ نہ اوچت دے
جنابت کښې مونځ کوم دا مې عادت دے
پہ اسلام کښې مې ھیڅ نیشت دے نقصانہ
کوم سوال لہ پُردِ ګار دایمانہ
(۳)
پہ اسلام کښی مې ھیڅ نیشتہ خنډوخارہ
بې لہ ذبحې غوښہ خورمہ عاقلانو
بې نکاح ښځې غواړم لہ پردیګارہ
کلہ مومم بخت مې مل نہ دے یارانو
نمر خاتۂ د مانځۂ لرم اختیارہ
رب دې سر کړی دا غرض زما دوستانو
چا چې کړے پہ ھغوی درب رحمت دے
جنابت کښې مونځ الخ
خدایہ سر مې دا غرض کړې پہ اسانہ
کوم سوال لہ پردیګارہ الخ
(۴)
خدایہ سر مې دا حاجت کړې کوم سوالہ
جنتونہ رالہ راکړې پہ عقبیٰ کښې
پہ زړۂ لیک مې د رسول شرین جمالہ
پہ محشر کښې مې ھم ھغہ پېشوا کړی
پہ بندیانو کښې یې نۂ وینم مثالہ
تا پخپلہ دی وئیلی چې لو لا دے
ختم شوے پہ دۂ باندې نبوت دے
جنابت کښې مونځ الخ
اېښے شوے دے پرې نوم آخر زمانہ
کوم سوال لہ پردیګارہ الخ
(۵)
اېښے شوے دے پرې نوم خېر الانامہ
تجلې ددۂ د نور ځی پہ ھر لوری
ھمیشہ دې وی پہ دۂ صلوٰت سلامہ
اصحابان یې دی پہ شان د اسمان ستوری
لا الہ کښې یادَوم علیٰ الدوامہ
کہ مې بوځی د جنت تر ساړۂ سیوری
قاضی ګل باندې ھمیش د غم قیامت دے
جنابت کښې مونځ کوم دا مې عادت دے
ځکہ ځی مې پہ سپین مخ اوښکې بارانہ
کوم سوال لہ پردیګارہ د ایمانہ
رباعی
کہ دې سل کالہ پہ کور اوشې پورہ
اخر مرګ بہ دې ہہ سر کېدی ارہ
وړاندې ورستو فکر اوکہ کہ ھوښیار یې
د مجلس یاران دې لاړۂ ښہ کرہ
تورو خاورو سرہ خاورې شو کہ وینې
بیا بہ رانۂ شی پہ بیرتہ دوبارہ
تېرېدۂ پہ قبرستان د مړو اوکہ
لہ تا شتہ پکښې ځوانان ښائستہ کرہ
نور پند او نصیحت تہ حاجت نیشتہ
دغہ پند او نصیحت تلہ پورہ
وار پہ وار وینې یاران در څخہ درومی
پہ ځوانانو شولہ ډکہ ادیرہ
چې دې مړشی څوک حرص دې لا سیوا شی
ھیڅ دې نۂ شی لہ مرګیہ خطرہ
ټولہ شپہ تۂ د غفلت پہ خوب اودۂ یې
ورځ کړې تېرہ پہ رباب پہ چوتارہ
تل پہ بډو رشوتونو پسې ګرځې
عمل نۂ کړې د عالم پہ ګفتارہ
غم د دین او د ایمان درسرہ نیشتہ
شب وروز یې پہ دنیاپسې پرہ
غوږ دې اېښے پہ سرود د مطربانو
ھمیش ګرځې د ډمانو غلو سرہ
تل مغرور ګرځې ګورې پاس اسمان تہ
پہ مخ کوزہ کړې د خیال شملہ خورہ
خزانہ دې د قارون کړہ ځان لہ جمع
دﷲپہ نوم ترې نہ ورکئ زرہ
چې فقیر پہ دروازہ کښې اواز اوکړی
ډیس راوخلې تہ پہ جنګ شې ورسرہ
د فقیر لہ پارہ ھیڅ پہ کور کښې نہ وی
د امیر لہ پارہ ھر څہ وی پورہ
د ظالم پہ مخکښې لاس پہ نام ولاړ یې
د مظلوم پہ پرھر نہ ږدې جبېرہ
د ظالم پہ مخکښې ژبہ دې وی ګونګہ
د مظلوم پہ حق کښې تېزہ شی تېرہ
د عالم زاھد پہ لوری قدم نۂ ږدې
ترې پہ ټیګی ان کہ راشی در کرہ
کہ عالم درتہ سر خوږ کړی نۂ یې اورې
کہ حافظ کړی درتہ ختم سیپارہ
د مرګې خطر دې خس پہ زړۂ کښې نیشتہ
عاقبت بہ دې پہ خاورو شی دیرہ
مات مغزی بہ دې پہ تور لحد کښې کېدی
ملائک بہ تالہ راشی دوہ پورہ
سوال جواب بہ درنہ غواړی خبردار شہ
پہ جواب کښې کہ خطا شوې یوہ زرہ
پہ وھل بہ دې ھریو ھډوکے مات کړی
قدر شی د نېک عمل بہ درښکارہ
قاضی ګلہ خلق پرېږدہ خپل ځان ژاړہ
پہ غوثانو پہ اولیاؤ شہ پرہ
قیصہ دونې داسلام بطورِ چاربیتہ(کور معشر مجاز )
یو ونہ پہ دنیا کښې مې لیدلې معتبرہ
بنیاد سټہ یې نیشتہ د مېوې دے پکښې زور
(۱)
یو ونہ پہ دنیا کښې مالیدلې دہ یارانو
عجب یې غنچې دی عجب شتہ پکښې ګلونہ
ښہ فکر ورتہ اوکړئ غوږ پرې کېدئ سامعانو
ھر ملک تہ ددې تلی دی خوارۂ وارۂ ښاخونہ
اورېدۂ دا خبرہ مې د فقې لہ ملیانو
چې څوک تری نہ انکار شو پرې بہ ډک شی دوزخونہ
زۂ پروت پہ مطالعہ وم دا مې راغلہ پہ نظرہ
یو ونہ پہ دنیا کښې الخ
بل داسې بوټے نۂ وینم باغونو کښې سمسور
بنیاد سټہ یې نیشتہ د مېوې دےپکښې زور
(۲)
بل داسې بوټے نہ وینم باغونو کښې ګلابہ
قامت صورت یې نیشتہ دہ عجبہ سایہ دارہ
طوطیان پکښې چغار کہ ترې پہ څنګ ګرځی غرابہ
خزان ورباندې نیشتہ ھمیشہ دہ مېوہ دارہ
کہ وخوړہ مېوہ یې چا پکښې دے ډیر ثوابہ
عاقلہ فکر اوکړہ ځان خبر کہ لہ اسرارہ
قیصہ مې شروع کړې رسوم بہ یې تر سرہ
یو ونہ پہ دنیا کښې الخ
د پاڼو د بندونو یې شمار اوس کومہ نور ہ
بنیاد سټہ یې نیشتہ الخ
(۳)
د پاڼو د بندونو یې معلوم نۂ دے عدد
پنځ ګلہ ښکارہ دی پنځہ نور دی وخت پہ وختہ
شپېتۂ پکښې لا نور دی تۂ یې اونۂ کاندې رد
ملا اوتړہ مظبوطہ بویول یې دی ډېر سختہ
شل دېرش ګلہ پورہ کہ چې بند شې د صمد
دریاب کښې لامبو زدہ کړہ شی پکار بہ دې نیک بختہ
د ھغې دریاب ماڼګے شہ چې پکښې دی دیرش ګودرہ
یو ونہ پہ دینا کښې الخ
بھېدلے دغہ سیند دے پہ دنیا کښې لور پہ لورہ
بنیاد سټہ یې نیشتہ الخ
(۴)
بھېدلے دغہ سیند دے حافظان پرې پورې وځی
لعلونہ راوباسی مرجوڼیان نحویان لہ وېخہ
مومن کہ پرې ډوبیږی ترې پہ بېرتہ نہ جاروځی
لامبو پکښې وھی لکہ پہ ډنډ کښې پرېوځی مېخہ
کم بخت ھغہ سړے دے چې پہ بېرتہ ترې جاروځی
دۂ نہ دہ لا لیدلې د منکر نکیر تور بېخہ
ارمان بہ ھلتہ اوکړې چې ودرېږې پہ سرہ
یو پہ دنیا کښې الخ
جنت کښې بہ پرې حرام شی خوږې ولې څلور
بنیاد سټہ یې نیشتہ الخ
جنت کښې بہ داخل ھغہ څوک چې صادقان وی
تابع د شریعت وی تلاوت یې وی قرآن
ھمېش پہ الاﷲ وې امتې د اخر زمان وی
څلور مذھبہ حق دې غورہ وینم د نعما ن
قاضی ھغہ عمل مہ کړہ چې ستا پکښې نقصان وی
خاوند تہ پہ زارۍ شہ سوال کوہ ترې د ایمان
مانځۂ پسې پاسہ چې چرګ اواز کوی سحرہ
یو ونہ پہ دنیا کښې ما لیدلې معتبرہ
پہ دې چې برابر وې ھغہ مې دے د اخر رور
بنیاد سټہ یې نیشتہ د مېوې دے پکښې زور
جمع مسائل فقھیہ بطور چاربېتہ(کور معشر مجاز)
شاګردہ واورہ دا دہ عجیبہ مسئلہ بلہ
استاذہ ما خبرکہ لہ سراسر دې قیصې نہ
(۱)
شاګردہ یو سړے پہ لارې تۂ ؤ مسافرہ
ناڅاپہ برابر شۂ پہ ادېرہ د مردګانو
تازہ شوی قبرونہ درې ددۂ شو پرې نظرہ
یو خځہ ورتہ ناستہ وہ ژړل یې عزیزانو
تپوس دے سړی اوکہ خورې ولې یې حال بترہ
دا مړی ستا څہ لږی ویر کوې د غریبانو
دا ښځہ ورتہ اوس قصہ لہ مخې کوی خپلہ
شاګردہ واورہ الخ
دا یو دے ځما ځوے پۍ مې ورکړی لہ سینې نہ
استاذہ ما خبر کہ الخ
(۲)
دایو دے ځما ځوے ھم مې رور تہ شہ خبر
پېدا مې دے لہ پلارہ دروغ نۂ وایمہ رورہ
دا بل مې دےخاوند زۂ ترې پېدا ھم مې پدر
دا بلہ مې دہ بن زہ ترې پېدا ھم مې دہ مورہ
دا درې واړہ شو مړۂ سورے ځما شو پرې ځیګر
حېرانہ پاتې شوم پہ ډېرانۂ لہ پلار او مورہ
دا درې واړہ مې داسې اقارب وو یو لہ بلہ
شاګردہ واورہ الخ
اوس ناستہ ویر کومہ یم وتلې د لانجې نہ
استاذہ ما خبر کہ الخ
(۳)
اوس ناستہ پہ قبرونو یم ددوی کومہ ویر
لہ پلارہ امیدوارہ شوم کوم درتہ سوګندہ
حاملہ شوم لہ پلارہ دا بہ لیک ؤ د تقدیر
لہ ما نہ چې پېدا شۂ ھغہ مې رور دے کہ فرزندہ
سړی چې دا خبرہ واورېدلہ شۂ زھیر
د دواړو پښو نہ ګېر شہ د فکر پہ کمندہ
پرہ پہ عالمانو شہ تپوس کہ لہ یو بلہ
شاګردہ واورہ الخ
وتلی دېر عالم پہ دې سودا لہ معاملې نہ
استاذہ ما خبر کہ الخ
(۴)
دا څہ عجیبہ کار دے ھم یې ځوے ھم ېی رور
عاقل کہ ځان تہ وائې ما خبر کہ لہ دې حالہ
دوئیم قبر یې بن دہ د سر کن ھم یې دہ مور
درئیم قبر یې پلار دے ھم خاوند کہ ذوالجلالہ
د دې کار پہ بھبود مې باندې پوھہ کہ فی الفور
ښہ فکر پکښی اوکہ جواب راکہ پہ کمالہ
حېران یم چې دې ښځې پرې خولہ څنګہ خوزولہ
شاګردہ واورہ الخ
ویستلې عالمانو دا دلوې فتاوې نہ
استاذہ ما خبر کہ الخ
(۵)
بل داسې شے مې اولید چې لری دے شپږ صفتہ
پنجې یې د ازمری سترګې د بد پہ شان ځلېږی
اواز پکښې خر دے ښہ موجود بلا علتہ
سړے چې ورتہ ګوری سپېرۂ رنګ یې معلومېږی
دے سټ یې د ھاتی پہ شان غټ شوے پہ قدرتہ
ھګۍ یې لہ شړشمو نہ نرۍ راتہ ښکارېږی
پہ ھر وطن موجود دے ما لیدلے دے پخپلہ
شاګردہ واورہ الخ
الفاظ مې دے سنګین بھر لہ ټوقي مسخرې نہ
استازہ ما خبر کہ الخ
(۶)
الفاظ مې دے سنګین بلہ عجبہ دا خبرہ
یو کس دوہ یې فرزندہ وو راوړی پہ یو ورځې
یو راوړ دۂ د ښځې پہ بل لنګ شہ دے پسرہ
سودا مې را پېدا شوہ اوچ تیلے شوم د بروځې
اوس دا راتہ اوایہ چې دے ښځہ دے کہ نرہ
تپوس د مسئلې کوم نور مې نیشتہ ھیڅ غرضې
فېصلہ یې صفا اوکہ دا خبرہ دہ مشکلہ
شاګردہ واورہ الخ
ھمېش پہ تصور یم لہ دغہ معاملې نہ
استاذہ ما خبر کہ الخ
(۷)
ھمېش پہ تصور یم ما خبر کہ برادرہ
رتیب مې دے سنګین وئیل کومہ لہ کتابہ
کاملہ مسئلہ دہ دروغ نہ دہ داخبرہ
ښہ فکر پکښې اوکہ طمع دار یم د جوابہ
وائیل د قاضی ګل دی ملغلرې سرتر سرہ
دا سختې مسئلې مې کړۂ بېتونہ پہ حسابہ
قاضی دغہ قصہ پہ یو ګھېنټہ کښې اولیکلہ
شاګردہ واورہ دا دہ عجیبہ مسئلہ بلہ
خوږہ لږی پہ خولہ کښې د بازار د امرسې نہ
استاذہ ما خبر کہ سراسر لہ دې قیصې نہ
جمع مسائل فقھیہ بطورِ چاربېتہ( کور معشر مجاز )
نن جوړہ سلسلہ د مسائلو کړہ خلیل
خاوندہ توفیق راکړې چې اوکړمہ بیان
(۱)
خاوندہ توفیق راکړې چې اوک٘ړمہ تقریر
ھغہ کوم یو سړے دے پہ مانځہ ولاړ ؤ یارہ
ایات یې د سجدې واورېد پہ غوږو ښہ ګاګیر
سجدہ پرې لازم نہ شوہ څہ سبب ؤ برخوردارہ
ھغہ کوم یو عمل دے راتہ اوښایہ کثیر
چې مونځ پری نہ ماتېږی کہ پہ مونځ کښې وشی یارہ
ھغہ کوم یو کلام دے راتہ ښایہ د جلیل
نن جوړہ سلسلہ الخ
چې مونځ پری فاسېدیږی دے کلام د پاک رحمٰن
خاوندہ توفیق راکہ الخ
(۲)
ھغہ کوم منفرد چې پہ ھېرہ یې سلام
دۂ اوګرځوہ مونځ یې شہ فاسد زما دلبرہ
ھغہ کوم مونځ دے واورہ واجب پہ خاص وعام
قضا یې دہ حرامہ ددې مونځ نور البصرہ
ھغہ کوم کار حرام دے لہ مانځہ بھر نېک نام
پرې مونځ نہ فاسدېږی کہ پہ مونځ اوشی اندرہ
ھغہ کوم یو سړے چې پہ سفر ښځہ یو میل
نن جوړہ سلسلہ الخ
لہ کورہ وخکے نہ شی کہ یې مھر ادا کړی جان
خاوندہ توفیق راکہ الخ
(۳)
لہ کورہ یې بوتلې نہ شی دا څنګہ دے صورتہ
ھغہ کوم یو سړے دے مونځ یې اوکہ پہ صحرا کښې
قسم یې اوکہ کړے دے مونځ ما پہ جماعتہ
حانث دا سړے نہ شۂ سبب اوښایہ پہ دا کښې
ھغہ کوم یو شے دے ښایہ قاضی بې ضرورتہ
پہ زور لہ خپل خاوندہ خرڅوی حېران یم داکښې
قوی دا خبرہ پکښې نیشتہ قال وقیل
نن جوړہ سلسلہ کړہ الخ
ھغہ کوم یو سړے دے چې اقرار اوکږې پہ ځان
خاوندہ توفیق راکہ الخ
(۴)
اقرار پہ خپلې خولې سرہ وکړی دغہ کس
پہ شرعہ ضامن نہ شہ نہ پري راغے ھغہ مال
خبرې یې وکړې ښہ پہ ھوش نہ چې عبث
نہ دے ؤ دیوانہ لہ دغہ غمہ یم ملال
یو غل وکړلہ غلہ پہ تورہ شپہ ښہ پہ ھوس
خاوند لہ یې دکور ورکړۂ طلاق نہ بہ واے حال
خاوند د مرګ لہ وېرې پہ قسم اونہ کہ ډھیل
نن جوړ سلسلہ الخ
غل ورکړلو طلاق پہ تورہ شپہ ھغہ زمان
خاوندہ توفیق راکہ الخ
(۵)
خاوند اوکړو طلاق اوس بہ څۂ کوی تدبیر
دا مال پہ څہ ھنر پہ بېرتہ راولی تر لاسہ
یو کس راغے ژړل یې یو سړی تہ کوی ویر
زما پہ ځاے ضامن شہ ما لہ دې غمہ کہ خلاصہ
سړی ضامنت اوکہ پہ وئیل د ھغہ فقیر
قرضداری لہ یې روپۍ ورکړې لہ کورہ پہ اخلاصہ
اوس نہ بہ غواړې مال اخر چې دے اصیل
نن جوړہ سلسلہ الخ
ضامن څہ ګناہ ګار ؤ چې پرې راغے دا نقصان
خاوندہ توفیق راکہ الخ
(۶)
ضامن څہ ګناہ ګارؤ ما کہ پوھہ پہ مطلب
سړی اوکړہ ھبہ خپل ذی رحم محرم تہ جانہ
رجوع یې صحیح کېږی دې کښې اوښایہ سبب
لیدلے مې پہ لویو فتاؤ کښې دا بیانہ
قاضی تہ مسائل ښا ئي د ټکرۍ ملا صاحب
د بل سړې نہ وینمہ ددې خبرې توانہ
طاقت ولہ ورکړے دے خاوند غنی جلیل
نن جوړہ سلسلہ الخ
مرکز د علماؤ لکہ بحر دے روان
خاوندہ توفیق راکہ الخ
(۷)
مرکز د علماؤ پہ دۂ فضل دے درب
قران لولی ھمېش درود یې کسب مازیګر دے
ددۂ پہ شان لہ نہ وینم د بل سړی منصب
ضرور ذوالکرامت دے خاص د خضر پرې نظر دے
(دوہ مصرعې موجود نہ دی )
پہ دې ارضہ کښې نہ وینم عالم ددۂ مثیل
نن جوړہ سلسلہ الخ
ښکارہ پہ خراسان دے لکہ نمر د بر اسمان
خاوندہ توفیق راکہ الخ
(۸)
ښکارہم پہ خراسان لکہ نمر دے پلوشې کہ
مدام وی ورتہ ناستې غرضیانو ډلې ډلې
اول راوړی طعام مېملہ موړ پہ ښہ ھنر کہ
بیا اوکړې ترې تپوس چې راغلے یې ولې ولې
غرض د مسئلې مې دے پہ دې باندې باور کہ
صفت مې اورېدلے تہ مې کلہ پېژندلې
سورش د مسائلو دې شہ خور تر رودنیل
نن جوړہ سلسلہ د مسائلو کړہ خلیل
لائق د مدینې یې ټکرۍ نہ دے ستا مکان
خاوندہ توفیق راکہ چې یې اوکړمہ بیان
رباعی
اے غافلہ اخر دا دنیا فانی دہ
لہ ھر چانہ پاتې شوې ارمانی دہ
کہ ابادې ښې بنګلې کړې منقشې
عاقبت کښې دې برخہ ویرانی دہ
عاقبت کښی بہ یو موټے شې د خاورې
کہ د ګل پہ شان جوسہ دې نورانی دہ
کوږ پټکے بہ دې لہ سرہ ارتاؤ شی
کہ دې دا ساعت بې حدہ ښہ ځوانی دہ
کہ دشپې در کرہ وی سحر لہ نہ وی
ھمیشہ دې پہ ظاھر دبکہ رانی دہ
پہ عاجزو رحم نہ کوې ناترسہ
پہ مظلوم دې ھمیشہ خشم رانی دہ
پہ ھغہ لارہ ھیڅ کلہ قدم نہ ږدې
چې رسول درتہ ښودلې رحمانی دہ
مظلومانو تہ تۂ شامدام بد ګورې
پہ عالم دې ھمیشہ بد ګمانی دہ
قاضی ګلہ اوسنی ھسې ځوانان دی
چې رسۍ ھر یو نیولې شیطانی دہ
پہ ځوا نانو کښې خو ځوان عبدالغفار دے
چې د خداے پہ نوم پریښودې یې خانی دہ
جېل خانہ یې د انګریز کړہ قبولہ
څو څو ځلہ پہ دۂ شوې دیوانی دہ
جمع مسائل فقھیہ بطورِ چاربېتہ(کور معشر مجاز)
راځہ مومنہ سېل کہ پہ بازار د ملغلرو
پېسې دې نہ خر سېږی وېړیا اخلہ مسلمانہ
(۱)
پېسې دې نہ خرسېږی ھغہ کوم سائل دے رورہ
چې کلک د سوال پہ شی شی مالک نہ شی اخستلے
وی پړ ورتہ مالک پہ نزد د شرعې زما رورہ
سائل ورتہ پہ شرعہ برابر وی ازمېئلے
کاملہ مسئلہ دہ پہ اشباہ کښې یې وګورہ
پخپلہ مې دا حکم فتاؤ کښې دے لیدلے
بیان دے مذھبی نہ دے بیان د جادوګرو
راځہ مومنہ الخ
ھغہ کوم یو غاصب دے چې غصب وکړی جانہ
پېسې دې نہ خرسېږی الخ
پہ غصب سرہ مال لہ یو سړی واخلې پہ زور
بیا بېرتہ یې ادا کړی خپل مالک تہ امانتہ
زرہ ترینہ نہ پرنږدی غاصب ځان لہ پہ کور
دہ غاړہ یې نیولې نۂ شۂ خلاص لہ ضمانتہ
ھغہ کوم یوسړے دے چې امانت کېدی پہ کور
ضائع ترې امانت شې دے دے پړ پہ شریعتہ
مالک تہ بہ دا مال ادا کوی پہ سیم و زرو
راځہ مومنہ الخ
ھغہ کوم مشتری دے چې شفیع ورتہ لہ ځانہ
پېسې دې الخ
شفیع بېعہ خپلہ رور تہ ورکړہ پہ خپل لاس
شفعہ یې پہ ھیڅ رنګې ترې نہ نۂ شولہ باطلہ
ھغہ کوم مسلمان دے چې عاقل بالغ وی خاص
چې اوائی بسم ﷲ ذبحہ کړی شے نہ شی حلالہ
ھغہ یو کوم سړے دے چې شے کړی ذبحہ پہ اخلاص
بغېر د خپل خاوند د اجازې نہ زما لالہ
ضامن خاوند تہ نہ دے کۂ دا مېخہ کۂ ډنګر ؤ
رازہ مومنہ الخ
ھغہ کوم ځاے مسجد کښې دے چې پاک دے زما جانہ
پېسې دې الخ
(۴)
ځاے پاک دے پرې مکروھہ دے مونځ اوس بہ څۂ چل کیږی
ھغہ کوم لوخے پاک دے چې مباح الاستعمال دے
سرہ لہ دې اودس کول پہ دې مکروھہ کیږی
اؤرېدے مې لہ لویو لویو عالمانو دغہ قال دے
ھغہ کوم یو سړے دے چې ګوذار ترې اولږی
مضروب مړ شی نیم دیت لازم پہ دۂ فی الحال دے
کہ روغ شہ دا مضروب دیت تام پرې مقرر ؤ
راځہ مومنہ الخ
عجبہ مسئلہ دہ دې خبرو کړم حېرانہ
پېسې دې الخ
(۶)
عجبہ مسئلہ دہ ھغہ کوم سړے دے ګلہ
چې غوږ پرې کړی لہ چا دیت پنځہ سوہ دینارہ
قرضدارے یې شو دے پہ دۂ لازم شولې پخپلہ
ضرور بہ ورکوی دے غوږ پرېکړی لہ ھوښیارہ
کہ سر ترې نہ غوڅ کہ دی پنځوس خالی بدلہ
د غوږ دی پنځہ سوہ د سر دغہ پنځوس شمارہ
اولاد ؤ د ادم مؤنث کہ مذکر ؤ
راځہ مومنہ الخ
ھغہ کوم یو سړے دے چې څوک مړ کړی مھربانہ
پېسې دې الخ
(۶)
ھغہ کوم یو سړے دے چې څوک او وژنی پخپلہ
لازم پرې یو دیت شہ نور پرې نیشتہ دلارمہ
کہ پاتے ترې ژوندے شہ دا خبر واورہ بلہ
څلور دی پرې دیات ورکوی بہ یې کل تامہ
ھغہ حکم د شرعې راتہ اوښایہ فاضلہ
ادم نہ تر قیامتہ پورې یو شان دے تمامہ
پہ ټولو انبیاؤ مرسلانو برابر ؤ
راځہ مومنہ الخ
حکمونہ ټول بدل کړل محمد اخرزمانہ
پېسې دې الخ
(۷)
حکمونہ ټول بدل کړل محمد خېرالبشرہ
بغېر لہ دغہ حکمہ چې دے پاتې تر قیامتہ
سړی اوکړۂ طلاق چې ھګۍ نۂ خورم برادرہ
د چرګ ھګۍ بہ اونۂ خورم ھیڅ کلہ مدامتہ
بیا راغے پہ لستونړی د یو کس ددۂ نطرہ
ھر شے چې ستا پہ لاس دے زہ بہ خورم بلا علتہ
طلاق پہ دې اوکړۂ دا سړے څوک ځیناور ؤ
راځہ مومنہ الخ
سړی لاس کښې نیولې ھګۍ وہ ھغہ زمانہ
پېسې دې الخ
(۸)
سړی کړی طلاق پہ واړہ لوریہ برابر دی
کہ خوری ھګۍ کہ نہ خوری ښکېل د غم پہ زولنو شۂ
ملا جوړہ حیلہ کہ دا غمونہ ستا پہ سر دی
تمام مجلس پہ طمع دے ستا خولې تہ پہ کتو شہ
بل کړی یو سړی طلاق پہ دې شان پہ دې ھنر دی
چې زہ بہ کړم خداے لہ عبادت پہ ګفتګو شۂ
یو داسې عبادت پہ داسې وخت کښې لب شکرو
راځہ مومنہ الخ
چې داسې عبادت پہ داسې وخت کښې بل انسانہ
پېسې دې الخ
(۹)
چې داسې عبادت پہ داسې وخت کښې بل رجلہ
کؤلےرب لہ نہ شی زہ بہ یې کړمہ داسې وختہ
بل ښځہ یو سړی طلاقہ کړہ پہ خولہ خپلہ
کہ زہ یم دوزخی پہ ما طلاقہ دہ عورتہ
جنګ جوړ سرہ دښځې د خاوند شہ لہ یوبلہ
خاوند تہ ښځې اووئیل کوسا ھغہ ساعتہ
خاوند اوکړل طلاق کہ شوم کوسا ستا پہ خبرو
راځہ مومنہ الخ
وړوکے دے ھلک لا یې د ږیرې نہ ؤ امکانہ
پېسې دې الخ
(۱۰)
وړوکے دے ھلک اوس بہ څنګہ کړی تدبیر
طلاقہ یې شوہ ښځہ کہ نکاح یې لا باقی دے
چاپېرہ شہ د بل سړی نہ سخت دغم زنځیر
طلاقہ یې کړہ ښځہ پہ دې طور د ے طلاقی دے
مېرمنې مالہ پوخ کړہ ښہ طعام ښکلے قجیر
چې من مالګہ پکښې وی زړہ می داسې مشتاقی دے
طلاقہ یې پہ ما کہ د نمک پکښې اثرؤ
راځہ مومنہ الخ
چې بل منګی یې اوخورم دا طعام پہ دغہ شانہ
پیسې دې الخ
(۱۱)
پہ دې پسې مې بلہ مسئلہ دہ پہ نظر
پہ یو ښار کښې پہ یو سړی ماښام دہ روژہ فرضہ
پہ نورو خلقو نیشتہ ماښام خلاص دی سراسر
لہ دې کارہ حېران یم جوړ مې شہ پہ زړګی درزہ
یو کس لہ یو سړی نہ تپوس کہ پہ خپل ھنر
ستا څو میراث خوارۂ دی دے میراث پہ تا قرضہ
سړے ورتہ کوی لہ مخې شمار ټول د اکثرو
راځہ مومنہ الخ
دوہ ستا دی ماشو ګانې دوہ نیاګانې زما جانہ
پېسې دې الخ
(۱۲)
دوہ ستادی پاپوګانې دوہ دې خوېندې شوې څلور
دوہ ښځې ستا خپلې دغہ لس مې حقداران دی
حېران یمہ لہ غمہ پہ زړہ شومہ کرو کور
اخستے اندېښنو چاپېرہ واړہ سامعان دی
صورت درنہ ددي مسئلې غواړمہ فی الفور
قاضی غوړی جواب نن حیصار کړی شاعران دی
کہ چا یې صورت جوړ کہ یم خادم یې د چیترو
راځہ مومنہ سېل کہ پہ بازار دملغلرو
د ټکرۍ ملا صاحب دی مسائل درِ اېرانہ
پېسې دې نہ خرسېږی وېړیا اخلہ مسلمانہ
جمع مسائل فقھیہ بطورِچاربیتہ(کور معشر مجاز)
خلیل کړلې برسېرہ المارۍ د جوھرو
اوباسی ترې لعلونہ رنګ پہ رنګ د بدخشان
(۱)
اوباسی ترې لعلونہ رنګ پہ رنګ ښہ قیمتی
راځہ مومنہ اخلہ شی پکار بہ دې نېک بختہ
پہ دې پسې پندونہ کہ ھمېش خلق زېاتی
پہ کور دننہ مومې ولې نااخلې اے بد بختہ
ھغہ کومې اوبۂ دی لہ حوض پاکې میراتی
چې څښل یې ناروا دی راتہ اوښایہ لہ وختہ
ھغہ کوم یو سړے ؤ چې پہ مانځۂ ښہ برابر ؤ
خلیل کړلې برسیرہ الخ
چې ښی طرف تہ وګرځو سلام ھغہ زمان
اوباسی ترې لعلونہ الخ
(۲)
چې ښی طرف تہ یې وګرځو فاسد یې مونځ شہ رورہ
چې کڼ طرف تہ وګرځو زکوٰۃ پرې راغے جانہ
چې پورتہ یې اسمان طرف تہ او کاتۂ فی الفورہ
لازمہ پرې روژہ شوہ ھغہ دم ھغہ زمانہ
چې شاتہ یې وکاتۂ تری نہ ازاد شہ مریئے وګورہ
چې کېناستۂ پہ زمکہ لازم حج شہ پری جانانہ
چې مخې تہ یې کړے ھغہ دم خپل نظر ؤ
خلیل کړلې برسېرہ الخ
حرامہ شوہ پرې ښځہ دا سړے شو سرګردان
اوباسې ترې لعلونہ الخ
(۳)
حرامہ شوہ پرې ښځہ څلور تنہ وو ھم سفرہ
یو دوی کښې نارینہ ؤ څلور ښځې ښہ سنبالہ
چا اوکہ ترې تپوس چې حال دې وایہ برادرہ
دا ښځې ستا څۂ لږی ما خبر کہ لہ دې حالہ
دا دوہ دی زما ښینې ھم پېدا مې لہ پسرہ
دا بلہ مې دہ خوښې ھم مې انګوردہ زما لالہ
اخستے یم سودا کړم سودائی دغہ خبرو
خلیل کړلې برسېرہ الخ
ما پوھہ پہ دا حال کہ دا مطلب کہ راعیان
اوباسی ترې لعلونہ الخ
(۴)
ما پوھہ پہ مطلب کہ ھغہ کوم سړے دے رورہ
چې حج کښې اغوستې وې مخیطې جامې ښکلې
دا کار بې ضرورت ؤ دۂ کړے راشہ ګورہ
روا پرې بند کارونہ د احرام وو زما لالہ
ھغہ کوم یو سړے دے چې پہ یو کال کښې فی الفورہ
دوہ حجہ یې برابر کړہ پہ خپل صورت پخپلہ
ھغہ کوم یو سړے دے چې قرض د ر وپو زرو
خلیل کړلې برسېرہ الخ
دائن تہ حق ادا شہ پہ دۂ پور دے ھغہ شان
اباسی ترې لعلونہ الخ
(۵)
دائن تہ حق ادا شو یوہ ښځہ وہ غاسلہ
دې غسل ورکوہ بہ زنانہ مړی لہ ھمېش
ناڅاپہ ورتہ سختہ واقعہ پېښہ شوہ بلہ
لاس ورکہ جخت صورت د مړی کښې خوېش
لاس ونخت ددې ښځې پہ نارو شوہ یولہ بلہ
اوس څہ چل بہ کوی جواب راکہ زرۂ مې رېش
مړوند بہ یې پرېکوی پہ اېرانو تورو خنجرو
خلیل کړلې برسېرہ الخ
کہ بل بہ څہ ھنر کہ راتہ اوکہ دا بیان
اوباسی ترې لعلونہ الخ
(۶)
کۂ بل بہ څہ ھنر کہ ھغہ کوم ښار دے دلبرہ
شپېتۂ پکښې کوټې دی ښہ ابادې مزدارې
پہ دېرشو کښې رڼا دہ ښہ ښکلې برابرہ
پہ دېرشو کښې تیارۂ دہ تکہ تورہ ګلعذارې
پہ تیارو کوټو کښې یو کوټہ دہ لب شکرہ
لہ زرو ښارو غورہ دہ پہ ما اوکہ اعتبارې
کہ پېښ پہ ھغہ کوتہ شوې محتاج نہ یې د سیم زرو
خلیل کړلې برسېرہ الخ
داخل کہ پہ درون شوې شی نصیب بہ دې ایمان
اوباسی ترې لعلونہ الخ
(۷)
نصیب بہ دې ایمان شی پورہ کوم شے دے اوښایہ
نیم شے کوم دے پہ دې مطلب مې پوھہ سراسر کہ
نہ شے کوم دے عاقلہ دا جواب راتہ اووایہ
پہ زړہ کښې مې سودا دہ ما لہ دې حالہ خبر کہ
سړی خپلې ښځې تہ قسم اوکہ نیک رایہ
ما کړے دے طلاق ښځې پہ دې باندې باور کہ
څو تا لہ ماسرہ شروع نہ وی کړې پہ خبرو
خلیل کړلې برسيرہ الخ
کہ ما کړلې خبرې یې طلاقہ ھغہ آن
اوباسی ترې لعلونہ الخ
(۸)
دې ښځې ورتہ وې څو تا اونۂ کړلې خبرې
څۂ شے زما پہ ملک دے ټول لہ مانہ دې ازاد وی
بل راغے یو سړے خاص جماعت لہ مازیګرې
غوږ کېدہ ځان خبر کہ د زړګی بہ یې چہ مراد وی
درې ناست وو عالمان فتاوې لاس کښې وې اکثرې
دۂ اوکہ پرې اواز خبرې لرې پہ ھېواد وې
ما کړے دے زړۂ کښې مې شک دے لب شکرو
خلیل کړلې برسېرہ الخ
خبر نہ یم چې مې کړی دی کہ نہ یمہ حېران
اوباسی ترې لعلونہ الخ
(۹)
یوہ ورتہ وئیل پہ تا لازم نہ دی طلاق
ورځہ بې غمہ کېنہ کوہ خپل عېش وعشرتہ
دوئیم ورتہ وئیل چې تۂ رجوع تہ شہ مشتاق
رجوع تہ اوکہ ښځې تہ ورځہ پہ دا ساعتہ
درئیم ورتہ وئیل اوس ورلہ ورکہ یو طلاق
ورستے اوکہ رجوع چې شی خبرہ بې علتہ
دا قول د علماؤ د درې واړو برابرؤ
خلیل کړلې برسېرہ المارۍ د ملغلرو
قاضی غواړی جواب شاعر سم کہ ورتہ ځان
اوباسی ترې لعلونہ رنګ پہ رنګ دبدخشان
جمع مسائل فقھیہ بطورِچاربیتہ(کور معشر مجاز)
سېف المقلدین کښې راوړے دا بیان
عالم د څو خبرو کا لہ وینځې تپوسونہ
(۱)
عالم کړے تپوس ؤ د ھارون رشید پہ مخکښې
وہ وینځہ د امام صاحب سردار د امامانو
عالم پہ خپل ھنر سرہ یو څو خبرې اوخکې
اوس مخکښې فائدہ ګورہ پہ خدمت کښې د نېکانو
دې وینځې لہ افسوسہ توې لہ سترګو کړلې اوښکې
امام تہ یې وې رارسہ درنہ ماتہ کړم سګانو
بې پلارہ کوم سړے دے پېدا کړے پاک رحمان
سېف المقلدین کښې راوړے الخ
بې مورہ پېدا شوې کومہ ښځہ دہ اخونہ
عالم د څو خبرو الخ
(۲)
بې مورہ کومہ ښځہ ھغہ کوم قبر دے ښایہ
چې مړی ګرځولے ؤ خپل ځاے پہ ځاے مېرمنې
چې مړی ګرځولو یو بل شے ھغہ زر ښایہ
اول کښې د لرګی بیا ذی روح شۂ جانہ منې
اول کښې د لرګی بل حال د ھغہ سړی وایہ
چې مونځ یې کړے ؤ نہ پہ زمین ؤ پاک دامنې
نہ پاس ؤ دے ختلے چې یې کړے ؤ پہ اسمان
سېف المقلدین کښې الخ
مېر منې راتہ اوښایہ څلور قسمہ اورونہ
عالم د څو خبرو الخ
(۳)
یو اور خوړل ھم څښل کہ ھم خبرې دلارمې
دوئیم لہ دواړو کارو بې پرواہ دے لب شکرې
درئیم کوی خوراک پہ څښلو مری واورہ نېک نامې
چارم څښی اوبۂ ډیر خوراک نۂ کوی دلبرې
ھغہ شے چې خوږ دے لہ ګبینہ ګل اندامې
تېرۂ لہ تورې څہ دے راتہ ښایہ پہ ھنرې
ھغہ څہ شے ښایہ چې لذت دے یو زمان
سېف المقلدین کښې الخ
درې ورځې خو شالیدہ ځان خبر کہ لہ مضمونہ
عالم د څو خبرو الخ
(۴)
آرام د ؤو ورځو دے خبر شہ ماہ جبنې
ھغہ کوم حق دے ښایہ چې کافر تہ ھم پہ سر شۂ
ھغہ کوم یو سړے دے راتہ ښایہ ګل رنګینې
چې مونځ یې کہ سحر نظر پہ وینځې برابر شۂ
حرام وو پرې کاتۂ ھغہ ګړۍ ورتہ شیرینې
چې مونځ یې ماسپخین کہ بیا پہ وېنځې یې نظر شۂ
حلالہ وہ پہ ھغہ سړی پکښې نہ ؤ نقصان
سېف المقلدین کښې الخ
چې مونځ یې مازیګر کہ بیا حرامہ وہ اخونہ
عالم د څو خبرو الخ
(۵)
چې مونځ تہ ماښام دې سړی بیا کہ ځان تیار
دا وینځہ پرې حلالہ وہ پہ ټولو مذھبونو
چې وخت د ماسخوتن شہ پاسېد مونځ پسې دوبار
حرامہ وہ پہ دۂ ګېر شۂ د غم پہ کمندونو
سحر وخت د مانځۂ شۂ سړے پاسېد پہ قرار
حلالہ وہ پرې وینځہ پہ څلورو کتابونو
عجبہ دا قیصہ دہ ماکہ پوھہ دا زمان
سېف المقلدین کښې الخ
د زړۂ خوشحالی څہ دہ راتہ وایہ دا حالونہ
عالم د څو خبرو الخ
(۶)
د زړۂ خوشحالی څہ دہ قېدخانہ دہ قبر ښایہ
مرګ څہ دے د ژوندون ماکہ خبر د ګلو لختې
ھغہ کوم دے مرض چې یې دارو نیشتہ اووایہ
ھغہ کوم یو دے شرم چې ھیڅ وخت نہ ځی نېک بختې
ھغہ کوم ځیناور دے دم در حال راتہ نمایہ
د وۂ قسمہ ځیناورو پکښې رنګ دے پہ زړۂ سختې
جواب یې پورہ راکہ دا سوالونہ کہ عیان
سېف المقلدین کښې الخ
قاضی وائی چې وینځې پورہ ورکړۂ جوابونہ
عالم د څو خبرو الخ
(۷)
اوس ویځہ کہ تپوس عالم یې ګېر دغم پہ جال کہ
د فرضو فرض څہ دی راتہ اوښایہ فاضلہ
فرض څہ دی پہ اول د فرضو کښې یې سوال کہ
ھغہ کوم فرض دی وایہ ماخبر کہ ترې عاقلہ
ټول فرض ورتہ محتاج دی وینځې دغہ ورتہ قال کہ
ھغہ کوم فرض دې ښایہ لہ ھرفرضو دی شاملہ
ھغہ کوم دی سنت داخل پہ فرضو کښې دی جان
سېف المقلدین کښې الخ
ھغہ کوم دی سنت پرې کاملېږی فرض اخونہ
عالم د څو خبرو الخ
عالم یې حق حېران کہ ولہ رانغے جواب
شورہ شرمند پاتې شہ پہ مخ د ټول عالم کښې
قاضی دا بیان کړے لہ پارہ د ثواب
ھمېش شب و روز پروت د طالبانو دے پہ غم کښې
پہ اصل دے ملکال ټکرۍ ټوټہ دہ د پنجاب
ستوګنہ پکښې دے کوی پہ سر د لنډی چم کښې
خادم دے دټکړۍ ملا صاحب پہ ھر زمان
سېف المقلدین کښې راوړے دا بیان
ددۂ پہ دعا سر بہ یې د زړۂ شی مطلبونہ
عالم د څو خبرو کہ لہ وینځې تپوسونہ
جمع مسائل فقھیہ بطورِ چاربیتہ(کور معشر مجاز)
یو داسې شے مې اولید نہ یې غوښہ نہ یې وینہ
خوراک یې اور اوبۂ دی ګړندے ځی لکہ باد
(۱)
خوراک یې اور اوبۂ دی بل سړے پہ دۂ اړم دے
جلب یې دے نیولے ددۂ جخت پہ خپل لاس
پہ اشارت درومی ځی ھر یو طرف تہ سم دے
رضا کہ د خاوند کہ وی چپہ کہ پہ راس
نارې لکہ د خرۂ وھی ھمېش پہ ھر قدم دے
څلور پښې دی ګردې لکہ پل د جرندې خاص
دې ډډې دا پښې غواړی سیلۍ تل لہ سړی نہ
یو داسې شے مې اولید الخ
لہ مخې نہ تختہ چې یې وینې پہ ھېواد
خوراک یې اور اوبۂ دی الخ
(۲)
بل دا څہ شے دے وایہ نہ یې غوښہ نہ یې دم
جواب بہ خپل خاوند لہ پورہ ورکړی د خبرې
ھغہ کومہ مرغۍ دہ ھګۍ نہ اچوی ھیڅ دم
تل کېږی ددې خېز لکہ د ښځو لب شکرې
ددې خبرې تل مې دہ سودا پہ زړګی غم
سړی ضمانت اوکہ شاھدان پرې برابرې
پہ شرعہ بیا نہ رسی دغہ حق لہ دې سړی نہ
یوداسې شے مې اولید الخ
ددې څنګہ صورت دے ماکہ پوھہ پہ مراد
خوراک یې اور اوبۂ دی الخ
(۳)
ھغہ څہ شے دے ښایہ نہ یې غوښہ نہ یې خون
دۂ منډې وې وھلې پہ دو دو لکہ د مار ہ
ھغہ کوم روح دے رورہ چې ؤ مړ حال یې زبون
بل روح پرې ژوندے شوے ؤ پہ حکم د غفارہ
ھغہ کوم یو قاصد ؤ چې لېږلے ؤ بې چون
نہ انس ؤ نہ ؤ جن نہ فرشتہ وہ زما یارہ
راغلے لہ اسمانہ ؤ لہ پاسہ تر زمینہ
یو داسې شے مې اولید الخ
څو عمر څو یې قد ؤ د ادم زړہ مې کہ ښاد
خوراک یې اور اوبۂ دی الخ
(۴)
څو عمر د ادم څومرہ یې قد راتہ اویہ
وصی یې څوک نیولے ؤ پہ وخت د مرګ کښې رورہ
پہ خوالہ غورزولو نہ د موسیٰ سیند تہ وایہ
رودلی وو څو مودہ پۍ د سینې دخپلې مورہ
بیا کوم دریاب تہ وغورزوۂ دا حال راتہ نمایہ
څہ نوم ددې دریاب راتہ بیان اوکہ فی الفورہ
ھغہ دوہ څیزہ ښایہ نہ یې غوښہ نہ یې وینہ
یو داسې شے مې اولید الخ
جواب یې ؤ ورکړے د خبرې ښہ ازاد
خوراک یې اور اوبۂ دی الخ
(۵)
جواب یې ؤ ورکړے یو سړی کړے قسم
غوږ کېدہ کۂ عاقل یې چې خبر شې پہ مطلبہ
کۂ ښځې وړۂ خلاص شو تا خبر کړم ھغہ دم
طلاقہ یې پہ ما قسم مې دے کړے پہ ربہ
یا اوکړې اشارت یاپہ کاغذ یې کړې رقم
یا اووائې جواب چاتہ اوځې بہ ھغہ شبہ
د زړۂ پہ غوږو واورہ پہ دې تہ اوکہ یقینہ
یو داسې شے مې اولید الخ
کۂ اودې کړہ خبرہ ځان بہ خپل کاندې برباد
خوراک یې اور اوبۂ دی الخ
(۶)
سېف المقلدیی کښې دغہ ټولې مسئلې دی
یقین اوکہ پہ دې تہ ښہ یې وګورہ فاضلہ
پہ سترګو مې لیدلې ما پرې کړې تسلې دی
راکړے ؤ خلیل ښہ مې کتلے دے پخپلہ
پنځہ سوہ پہ درې پنځوس صفحہ کښې حوالې دی
قاضی ھلہ لیکی چې سودا قطعہ کړی پرې خپلہ
الفاظ یې دی پاښۂ پہ دښمن سخت لکہ سنګینہ
یو داسې شے مې اولید نہ یې غوښہ نہ یې وینہ
ترخو خلقو تہ تریخ خواږو خوږ لکہ کماد
خوراک یې اور اوبۂ دی ګړندے ځی لکہ باد
تفسیر دآیاتِ قرانې قصہ پېدائشِ ادم علیہ السلام بطورِ چاربیتہ(کور معشر مجاز )
خاوند پہ خپل قدرت اوکہ ملکو تہ فرمان
ادم پېداکومہ خلیفہ پہ زمکہ خپلہ
(۱)
ملکو وې خاوندہ مونږہ ستا کوو خدمتہ
ھمېش ستا پہ ثناء یو شب و روز علی الدوام
ادم بہ تۂ پېدا کړې دوی بہ تل کوی علتہ
پہ قتل بہ لږیا وی یو د بل سرہ مدام
خاوند ولہ جواب ورکہ لہ مخې پہ قدرتہ
پہ دې زۂ ښہ پوھېږم ستاسو علم وینم خام
ادم لہ پوھہ ورکړہ ھغہ دم ھغہ زمان
خاوند پہ خپل قدرت الخ
پہ ھر شی یې عالم تۂ پہ ښائستہ وجہ کاملہ
ادم پېدا کومہ الخ
(۲)
پہ ھر شی یې عالم کہ بابا علیہ السلام
بیا دۂ اوکہ تپوس لہ ملائکو زما رورہ
د ھر شی بیان اوکړئ بیل بیل ښاېئ راتہ نام
جواب یې رالہ راکړئ درنہ غواړمہ فی الفورہ
ملک ورتہ د مخې نہ شو واړہ لاس پہ نام
زمونږ علم پرې نیشتہ نہ طاقت لرو نہ زورہ
پہ ھغہ شی پوھېړو چې مونږ تہ کړې عالمان
خاوند پہ خپل قدرت الخ
بې ستا لہ فضلہ نیشتہ مونږ څخہ بلہ خبرہ
ادم پیدا کومہ الخ
(۳)
بیا اوکہ رب تپوس د بابا ادم نہ ھغہ دم
ادم ورتہ د ھر شی نوم بیان کہ زما جانہ
بیل بیل ورتہ اوښود کہ غنم وو کہ شړشم
بیا اووې ملائکو تہ زمونږ غنی رحمانہ
ما تاسو تہ وئیلی وو لہ دې نہ مقدم
پہ غېبہ عالم علم مې زیات دے د ھر چانہ
قبضہ کښې مې ھر شے دے پناہ دے کہ عیان
خاوند پہ خپل قدرت الخ
زما دہ بادشاھی نیشتہ شریک راسرہ بلہ
ادم پېدا کومہ الخ
(۴)
زما دہ بادشاھی زما پہ ګفت کوئ عمل
سجدہ اوکړئ ادم تہ سراسر لہ څېلمې واړہ
سجدہ اوکړلہ ټولو بابا ادم تہ پہ یو ځل
شیطان ترې انکاری شہ تری نہ وغړولہ غاړہ
لعنت پرې رب نازل کہ لعنتی شہ د رب غل
پہ برخہ یې دوزخ شہ دوزخی خونہ ویجاړہ
چاپېرہ بہ وی دۂ نہ پہ دوزخ کښې کافران
خاوند پہ خپل قدرت الخ
اړم دے مومنان غُلئ سودا یې نیشتہ بلہ
ادم پېدا کومہ الخ
(۵)
راټولہ یې کړہ خاورہ ترې نہ جوړ یې کہ ادم
سر جوړ ددۂ لہ خاورو شہ دبېت المقدسہ
فی الحال ورسرہ جوړ شہ نورانی مخ ھغہ دم
صفا وہ پاکہ خاورہ لہ جنتہ نہ خالصہ
غاښونہ یې جوړشوی لہ کوثرہ وو صنم
ښے لاس یې لہ کعبې نہ کینړ پېدا ؤ لہ فارسہ
پښې جوړې شوې لہ خاکہ نہ د ملک د ھندوستان
خاوند پہ خپل قدرت الخ
ھډوکی یې جوړ شوی وو لہ غرونو زما دلہ
ادم پېدا کومہ الخ
(۶)
شاہ یې جورہ لہ عراقہ لہ طائفہ ژبہ سازہ
زړۂ جوړ ؤ لہ فردوسہ نہ خبر شہ ښځې ځوانہ
عينېن یې لہ کوثرہ کړۂ پیدا ﷲ بې نیازہ
دوئیم روایت دے زۂ کوم درتہ بیانہ
سر جوړ کہ د کعبې نہ لہ دھنایې سینہ سازہ
شاہ ګېډہ یې جوړ شوی دې لہ ھندہ زما جانہ
لاسونہ یې لہ مشرقہ لہ مغربہ یې پښې جانان
خاوند پہ خپل قدرت الخ
عورت یې رب جوړ کړے ؤ لہ خاورې د بابلہ
ادم پېدا کومہ الخ
(۷)
درئیم روایت دا دےغوږ پرې کېدہ شہ خبر
سر جوړ د بابا ادم خولہ یې لہ ومې زمکې رورہ
سټ جوړ یې لہ دوئمې لہ درٔیمې یې صدر
رابعې نہ یې لاسونہ کړل تیار ولہ فی الفورہ
شاہ ګېدہ لہ پنځمې نہ جوړ شوی وو اکثر
رانونہ کوناټی یې لہ شپږمې واورہ ګورہ
پنډۍ او پښې یې جوړې وې لہ وومې مھربان
خاوند پہ خپل قدرت الخ
درې واړہ راویتہ مې لیدلی دی پخپلہ
ادم پېدا کومہ الخ
(۸)
بیا روح تہ حکم اوکہ زمونږ رب پہ ھغہ دم
داخل پہ پہ بابا دم شہ لہ طرفہ د دماغہ
دوئیم روایت وائی چې داخل یې کہ پہ فم
دوہ سوہ کالہ سر کښې ؤ قائیم د روح چراغہ
بیا پس لہ ھغې نہ سترګو تہ راکوز شہ ګل صنم
نظر اوکہ ځان تہ جوسہ یې اولیدہ فراغہ
ؤ ټول وجود یې خټہ نہ وہ غوښہ لاانسان
خاوند پہ خپل قدرت الخ
چې نور مې کہ بیان قصہ پرې ډېرہ اوږدېدلہ
ادم پېدا کومہ الخ
(۹)
رب اووئیل ادم تہ پہ جنت کښې سکونت کہ
چې څہ دې غواړی زړۂ ھغہ شے خورہ ځان کہ پرې موړ
بغېر لہ دغہ اونې مہ پکښې څہ خیانت کہ
کہ اودې خوړہ دا لہ ظالمانو بہ شې جوړ
شېطان ورتہ وئیل د دغہ اونې قرابت کہ
کہ اودې خوړہ دا زړګے بہ ھلہ شی ستا سوړ
شیطان ولغزوۂ امر یې مات کہ د سبحان
خاوند پہ خپل قدرت الخ
خارج شہ لہ جنتہ رب جدا کړل لہ یو بلہ
ادم پېدا کومہ الخ
(۱۰)
خارج شہ لہ جنتہ پہ دۂ راغللہ خواری
څلوېښت کالہ یې کړے ؤ طواف د عرفات
حوا او ادم دواړو باندې راغلہ لآ چاری
مولا پہ یو بل باندې کہ جوړ د دیدن قات
دوی دواړو بہ کولہ شب وروز رب تہ زاری
خاوند عفہ اوکړې مونږ نہ اوشو ګناہ زیات
بیاپستہ کړلو یو ځاے دواړہ ھلتہ پاک رحمان
خاوند پہ خپل قدرت الخ
قائم شو پہ دنیا جنت شہ پاتې زما دلہ
ادم پېدا کومہ الخ
(۱۱)
شہ پاتې ترې جنت دارِفانی ددوی مسکن شہ
اولاد شہ ترې پېدا څہ نصاریٰ څہ مرسلان شو
چاپېرہ پرې اباد سراسری واړہ وطن شو
څلور مذھب حق دی څہ شیعہ څہ یھودیان شو
قاضی لہ ډير غمہ نہ تک تور شیرین بدن شو
چې یاد می شی پہ مخ ې شی د اوښکو رود روان
خاوند پہ خپل قدرت اوکہ ملکو تہ بیان
د ھر سړی سفر دے ځان خبر کہ ترې غافلہ
ادم پېدا کومہ خلیفہ پہ زمکہ خپلہ
رباعی
کہ دې سل کالہ پورہ اوشی پہ کور
آخر ځې بہ تورو خاورو لہ د ګور
کہ د اوسپنو قلاع لہ ځان چاپېر کہ
خلاص بہ نۂ شې پہ منت مال او زور
کہ دې تخت د سلېمان پہ شان اوچت ځی
دا فلک بہ دی ارتاو کاندی نسکور
آخر تلۂ تورو خاورو لہ نادانہ
څو بہ ګرځې د ھوا پہ نیلۍ سور
عاقلانو خوار ھغہ شو پہ دنیا کښې
چې خوړلے یې پردے مال وی پہ زور
قاضی ګلہ د ټګانو زمانہ شوہ
پلار پہ ځوی باندې ټګی کہ رور پہ رور
چاربیتہ(کور کړہ بندہ)
دنیا کښې مخلوقات ، دی ډیر عجائبات
یو داسې شے مې اولید چې شتہ دے دوہ ذکرہ
پہ دې اوکہ باور
(۱)
دوہ دۂ سرہ ذکرہ ، موجود ښہ برابرہ
چې دوی کښی زنانہ دوہ یې فرجہ وی اخونہ
خبر شہ لہ مضمونہ
ھګۍ دا وار پہ وار ، اتیا اچئ پہ شمار
معلومہ راتہ ښہ دہ ما یې کړے احتیاطہ
دنیا کښې مخلوقاتہ
ھګۍ چې دا پورہ کړی ، پہ خاورو یې فنا کړی
رواړوی پرې خاورې کړی یې پټې سرترسرہ
پہ دې او کہ باورہ
(۲)
څلوېښت ورځې پہ شمار ، وی خاورې پرې انبار
بیا پس ھغې ورځو نہ بچی پکښې پېدا شی
پہ حکم د رب راشی
بیا راشی پسې مور ، وی دوی تہ کروکور
دا اوخوری دې بچو لہ ځان پرې ښہ موړ کړی میراتہ
دنیا کښې مخلوقاتہ
لہ دې نہ چې شی پاتې ، روان شی ځی پہ ماتې
ویستلے دا بیان دے عالمانو لہ نظرہ
پہ دې اوکہ باورہ
(۳)
بیا نہ کوی خوراکہ ، ځان ښہ موړ کړی بیباکہ
بیا نۂ کوی خوراک باد یې خوراک سیلۍ ھوادہ
روزی د ھغې دا دہ
اوبۂ څکی د شبنم ، ھمېش پری دغہ غم
پنځۂ سوہ کلونہ یې دے عمر کم و زیاتہ
دنیا کښې مخلوقاتہ
دا عقل لری ډیر ، د شمار لہ حدہ تېر ،
بل ھېر یې غلبہ دی پکښې دادے لوے ضررہ
پہ دې اوکہ باورہ
(۴)
خطا کۂ خپل کور دا پہ بلہ شی روانہ
خبر شہ لہ بیانہ
دھغې وجھې غم خورې ، ډېرہ غټہ دا ګوری
پہ ھغې کښې ډېرہ اوکړی دا د وجھې لہ احتیاطہ
دنیا کښې مخلوقاتہ
چې اوځی بھر راشی ، د کور چې پرې سودا شی
ھغې ډېرې تہ ګوری ولہ زغلی برابرہ
پہ دې اوکہ برابرہ
(۵)
یا ونہ غټہ جانہ ، دا ګوری واورہ مانہ
د ھغې ونې پہ وېخ کښې ځان لہ جالہ برابر کړی
ھغې تہ بیا نظر کړی
پہ مینځ د دواړو پښو کښې ، کۂ تېرہ شی پہ تلوکښې
سړے کاندی نامرد اوځی لہ نرو داوقاتہ
دنیا کښې مخلوقاتہ
یا اوپړسیږی ډېرہ ، د ګوډی شی پہ سېرہ
دا عېب پکښې موجود دے ځان خبر کہ برادرہ
پہ دې اوکہ باورہ
(۶)
بل دایې دے عادتہ ، ماکړے دے فکرتہ
پورہ چې څلوېښتمہ ورځ شی دا واړۂ کول
یو څاڅکے د بول
د بولو راتہ حد ، معلوم نہ دے عدد
ما نہ دے کړے نور ورسہ دومرہ اختلاطہ
دنیا کښې مخلوقاتہ
عجیبہ دا ځیناور دے ، پہ رنګ کښې سپېرۂ خر دے
پخپلہ بہ دے تاسو وی لیدلے یو نظرہ
پہ دې اوکہ باورہ
(۷)
یو شے بل پہ داشان ، موجود دے پہ جھان
دھغۂ ھم دوہ فرجہ دوہ ذکرہ برابر دی
پہ حکم د اکبر دی
کہ اوچیچی انسانہ ، راوړنې شې شېطانہ
دارو یې دہ توکاڼہ د سړی خپلہ نېک ذاتہ
دنیا کښې مخلوقاتہ
کہ پورې کړی څوک لاړہ، سختی د زھرو لاړہ
دا شے فی الحال مړ کہ پہ اوبو نۂ شې اندرہ
پہ دې اوکہ باورہ
(۸)
داخل کہ پہ اوبو شی ، دا شے سړے پہ تلو شی
شی مړھغہ ګړۍ روح تری نہ واخلی پاک رحیم
شی پیخ دے پہ غلیم
شی پېخ دے پہ دښمنہ، چې څیرې کړی څرمنہ
دا سوال مې کړہ قبول ربہ کومہ مناجاتہ
دنیا کښې مخلوقاتہ
دښمن تہ یې کړې پېخ ، چې اوې باسی وېخ
داسوال زما قبول کړې تہ پہ در غنی اکبرہ
پہ دې اوکہ باورہ
(۹)
راوړے دابیانہ ، کتاب کښې دے عیانہ
پخپلہ یې وګورہ رسالہ چې صېدیہ دہ
ھغې کښې دا ښکارہ دہ
ھغې کښې دے دا بحثہ ، لیکلے پہ قرطاسہ
راوړے دے دا بحث ھم عجائب المخلوقاتہ
دنیا کښې مخلوقاتہ
دروغ نہ دے دا کار ، تہ اوکہ اعتبار
ثبوت راڅخہ شتہ ښہ کتابونہ برابرہ
پہ دې اوکہ باورہ
(۱۰)
ویستونکے یې ددې کار ، ذھین دے ښہ ھوښار
یو کم سل نھہ سوہ برابر کہ پہ حسابہ
معلوم کہ نوم جنابہ
یو زر نھہ شپېتۂ دی ، نور دې سرہ پراتۂ دی
ددغہ څیز دے نوم پہ عربۍ فارسۍ نېک ذاتہ
دنیا کښې مخلوقاتہ
معلوم کہ نوم د څیز ، پہ خپل عقل تمیز
فارسی عربی دواړہ راتہ ښایہ پہ ھنرہ
پہ دې اوکہ باورہ
(۱۱)
ابجدو پہ حسابہ ، ماجوړ کہ نوم احبابہ
عاقل کہ ځان تہ وائې راتہ اوښایہ دا نوم
او دا شخص کہ معلوم
د څیز ھم نوم عیان کہ ، تہ ماتہ یې بیان کہ
فارسی عربی دواړہ مې کړۂ جمع دلتہ تاتہ
دنیا کښی مخلوقاتہ
قاضی لہ رب قوت ، ورکړے دے طاقت
ټکرۍ ملاصاحب دعا یې چتر ځی پہ سرہ
پہ دی اوکہ باورہ
(۱۲)
لہ دې کہ پہ بل طور ، حساب کہ غواړې نور
عربۍ فارسۍ نومونہ کړہ راجمع پہ ابجدہ
قدرت لرې صمدہ
کہ اوشمارې فی الحالہ ، ماما بہ کړې خوشحالہ
درې سوہ لس شپېتۂ عدد ترې طرحہ کہ جلاتہ
دنیا کښې مخلوقاتہ
ویستونکے د بیان ، نامدار خلیل رحمان
اعداد ددۂ د نوم دې لہ باقی سرہ ھمسرہ
پہ دې اوکہ باورہ
چاربېتہ(کور کړہ بندہ )
ددی زمکې لہ پاسہ ، اولاد د بابا ادم دے
ادیم دے ددې نوم زہ یې کوم درتہ بیان
خبر ترې عالمان
(۱)
دوئیم نوم یې بسیط دے ، مخلوق یې ډېر پلیت دے
پہ طمس نامہ مشھور دی ھمېش غوښې خوری د ځانہ
غوږ کېدہ زما جانہ
ھمېش څښی خپلې وینې ، کہ تورې وی کہ سپینې
قصہ می کړہ شروع لګوم بہ یې پہ والناسہ
ددې زمکې لہ پاسہ
درئیم نوم یې ثقیل دے ، مخلوق پرې د جلیل دے
مخونہ او لاسونہ یې زمونږ نہ لږ شان ښکلی
پښې د غویو زغلی
غوږونہ یې د غوایانو ، دی خولې یې د سګانو
وېختۂ پرې برابر لکہ د ګډو پہ شان سم دی
اولاد بابا ادم دی
جامہ یې ھم ھغہ دہ ، پہ تن چې ښکارہ دہ
دسترګې رپ کښې نہ دی بې فرمانہ لہ سبحانہ
دی اوړونکی د فرمانہ
طاعت کوی درب ، ھمیش پہ روز وشب
ولاړ پہ عبادت دی ھر ساعت پہ ھر زمان
خبر ترې عالمان
(۲)
څلورم نوم یې بطیح دے ، کتاب کښې ښہ صحیح دے
مخلوق یې پہ حلھام نامہ یاد کړی دی وھابہ
معلومہ لہ کتابہ
معلومہ دا خبرہ ، دہ ماتہ سرتر سرہ
راځہ دمہ شہ کېنہ چې خبر دې کړم لہ بحثہ
ددې زمکې لہ پاسہ
نہ یې شتې سترګې قدم ، پہ دې خورمہ قسم
څانګونہ یې پہ مثل د خطاّ مارغۂ سنګ خوارہ
قصہ واورہ ھوښیارہ
ګوګړو پکښې ګټې ، پرتې دی غټې غټې
ھمېش لہ ګرم شوے پہ ھغہ ګټو جھنم دے
اولاد د بابا ادم دے
پنځمې نوم دے حین، پہ ھغې چې دی معین
خشن ددوی نامہ مخلوق پرې دارنګ مقرر دی
جوسو کښې شان د خر دی
درې سوہ دی درازې ، لکۍ ورسرہ سازې
پہ ھغې زمکہ پراتۂ دی غټ ماران لړمانان
خبر ترې عالمان
(۳)
مثال یې د نخترہ ، ډېر غټ دې سرترسرہ
پہ مثل د اوښانو ددوی لوې لوې داړې
امان بہ ترې نہ غواړې
شپږمہ ماسکہ دہ ، دا پلنہ ھم خورہ دہ
حساب یې معلوم نہ دے د بھر لہ شمارہ قیاسہ
ددې زمکې لہ پاسہ
مخلوق دے پہ ختومہ ، کتاب کښې دے معلومہ
پہ حال یې ځان خبر کہ دی یې تور تور بدنونہ
اوړی پنجو کښې څیزونہ
پنجې یې عزیزانو ، پہ شان دی د لېو ګانو
بیان کومہ تاتہ ښہ پہ لاس کښې مې قلم دے
اولاد د بابا ادم دے
پراتۂ دی کتابونہ ، پہ ھغې زمکہ اخونہ
د واړو دوزخیانو تل لیکی پکښې حسابہ
پہ حکم د وھابہ
یاجوج ماجوج چې جانہ ، یادیږی ظالمانہ
پہ ھغوی پسې بہ راشی دوی پہ حکم د رحمان
خبر ترې عالمان
(۴)
بل اومہ چې ثوا دہ ، معلومہ ماتہ دا دہ
ابلیس پکښې دېرہ دے ترې چاپېرہ شیطانان دی
بند کړی پاک رحمان دی
د زمکو کار شہ تامہ ، ښہ طور شہ سرانجامہ
اوس وړاندې د سیندونو حجابونو کوم بحثہ
ددې زمکې لہ پاسہ
چاپېرہ ترې دریاب دے ، بې مېچہ بې پایاب دے
دۂ کړې احاطہ لکہ کونټی اونسې ګوتہ
لار نیشتہ پکښې ؤتہ
نور وړاندې لہ دریابہ ، تیارۂ دہ بې حسابہ
تیارۂ نہ ورستو ګورہ کوہ قاف غر پسې سم دے
اولاد د بابا ادم دے
اویا زمکې دی رورہ ، کوہِ قاف نہ ورستو ګورہ
دا دی د سپینو زرو پړق کوی لکہ د نمرہ
پہ حکم د اکبر
ددوی نہ وړاندې سپکې ، اویا زرہ دی زمکې
داوسپنو ھغہ دی برابرې پہ ښہ شان
خبر ترې عالمان
(۵)
ددوی نہ ورستو شاتہ ، قصہ کومہ تاتہ
اویا زمکې دی نورې ځی خوشبو تری د عنبرو
خلاص نور د دنیا سر ؤ
پہ ھغې کښې ملائک دی ، زر کروړہ کہ یو لک دی
معلومہ راتہ نہ دہ شوہ د زمکو قصہ خلاصہ
ددې زمکې لہ پاسہ
نہ شتے پرې شمس قمر ، د یخ ګرمۍ اثر
لہ ھر څہ دہ بې غمہ ھميشہ دہ پہ یو حال
پرې نہ راځی زوال
کہ لس زرہ کالونہ ، پکښې کوې پندونہ
معلوم بہ حد نہ کړې ترې خبر رب العالم دے
اولاد د بابا ادم دے
لہ ھغې ورستو اخونہ ، پراتۂ دی حجابونہ
لہ ھغې نہ ورستو باد دے مخالف پہ رنګ پہ رنګہ
ھمېش کوی غورزنګہ
د ھغې نہ ورستو مار دے , پہ حکم د غفار دے
چاپېرہ بہ دے پروت تر قیامت پہ داشان
خبر ترې عالمان
(۶)
پیدا کړلې رب زمکې ، کہ لوې وې کہ سپکې
لہ یوې بلې تر منځہ د پنځوسو کالو لار ہ
غوږ کېدہ زما یارہ
دا ټولې خوزېدلې ، ھمیش بہ جړقېدلې
ملک پسې راولېږل لہ عرشہ رب د پاسہ
ددې زمکې لہ پاسہ
د لاندې دوی شو نہ ، خوارۂ یې کړل لاسونہ
دا واړہ زمکې ټول یی قبضہ کړې پہ خپل لاسہ
خبر مې کړې لہ بحڅہ
ددوې د پښو د پارہ ، ځاے نۂ ؤ د قرارہ
لېږلے رب غوایۂ لہ جنتہ پسې سم دے
اولاد د بابا ادم دے
نوم دے د غوایۂ نونہ ، خبر شہ پہ مضمونہ
د ھغۂ غوایۂ پہ سر کښی څلویښت زرہ ښکر پہ شمار
پہ ځاے ځاے دی قرار
پہ دغہ شانې پښې دی ، محکمې ښہ پاخې دی
ولاړ بہ تر ہیامتہ وی منلے یې فرمان
خبر ترې عالمان
(۷)
لہ یو ښکر تر بلہ ، لار شتہ دے اوږدہ ګلہ
پنځۂ سو کالونو پورہ کېږی پکښې پندہ
د چا وی دومرہ ژوندہ
د ھغہ د ٗښپو د پارہ ، ځاے نۂ ؤ د قرارہ
یاقوت اولېرۂ پاس لہ جنتہ سم د لاسہ
ددې زمکې لہ پاسہ
غټوالے ددۂ ډېر دے ، د شمار لہ حدہ تېر دے
پنځہ ٔ سوہ کالونہ کہ پکښې اوکړی پندونہ
پس خلاص بہ شی اخونہ
ددہ لہ پارہ ګټہ ، بیا راغلہ بلہ غټہ
غټوالے یې د زمکو اسمانونوسرہ سم دے
اولاد د بابا ادم دے
صېخور د ھغې نوم دے ، کتاب کښې چې مرقوم دے
دی نھہ زرہ سوری پکښې رب کړی پہ قدرتہ
دا ؤ درب حکمتہ
ھر یو کښې دے دریابہ ، بې مېچہ بې حسابہ
د چا پرې علم نیشتہ پرې پوھېږی بہ رحمان
ترې خبر دی عالمان
(۸)
د ھغې لہ پارہ رورہ ، مھی راغلۂ فی الفورہ
چې نوم دے بھموت سترګې پہ دا شان لہ بلېږی
چې سړے ترې نہ وېریږی
دنیا کښې دریابونہ ، کہ ټول راجمع کړونہ
یوہ سپېږمہ کہ توې کړہ دے خبر بہ نہ شی ناسہ
ددې زمکې لہ پاسہ
مثال د ھغې دا دے ، کتاب کښې ھوېدا دے
یوہ دانہ د غوښتو پرېوځی کوزہ پہ ځنګل کښې
لہ لاسہ پہ جبل کښې
معلومہ راتہ نہ دہ چې ژور کہ رغے کم دے
اولاد د بابا ادم دے
ھمېش کوی دے ذکر ، خپل خداے تہ یې دے فکر
مسجور نومې دریاب دے پہ اسمان کښې پاس اوچتہ
د رب ګورہ قدرتہ
زر مھی دورځې ، راوړی ملک ھر ورځې
سل سل ګزہ اوږدۂ د ھرمھی لکہ نشان
د مھی ګورہ بیان
پہ ښکتہ لہ دریابہ ، ھوا دہ بې حسابہ
پہ کتہ لہ ھوانہ حجابونہ دی بې قیاسہ
ددې زمکي لہ پاسہ
پہ ښکتہ د ھوا نہ ، خبر نہ یمہ ځوانہ
ھغہ بہ پرې پوھېږی چې پېدا کہ دا جھان
خپل دوست اخرزمان
قصہ کوم پہ بېرتہ ، راځم د زمکې سرتہ
ھمېش یم پہ سودا کښې شب و روز راباندې غم دے
اولاد د بابا ادم دے
پنځۂ سوہ کالونہ ، کہ اوکړې پرې پندونہ
پس ھلہ بہ تہ اورسې لہ قافہ تر بل قافہ
یقین اوکہ صرافہ
نور وۂ اقلیمہ تامہ ، دا زمکہ دہ تمامہ
راوړے کتابونو سراسر دے دا بیان
ترې خبر دې عالمان
(۱۰)
اقلیم اول اے جانہ ، حبش دے واورہ مانہ
اقلیم دوئیم حجاز دے چې پہ واړو کښې بھتر دے
پروت دې کښې پېغمبر دے
مکہ مدینہ دواړہ ، ګوچین ماچین ھمغاړہ
بل شتہ دے حېدر اباد او بمباۍ پہ پہ دې کښې خاصہ
ددې زمکې لہ پاسہ
دریم دے ھندوستانہ ، لوے ټولو کښې اے ځوانہ
یو مصر بل فارس کلکتہ برما او افریقہ دہ
کلتن یوہ فرقہ دہ
اقلیم د چین ښکارہ دے ، نېپال لہ دې سرہ دے
سرینګر کابل تبت اوشام خراسان ضم دے
اولاد د بابا ادم دے
اقلیم د روم پنځم دے، اندلس بلخ پکښې ضم دے
خوارزم سمر قند ستنبول جاپان ختن پکښې دی
کتاب نہ معلومیږی
شپږم یاجوج ماجوجہ، ددوی نیشتہ خروجہ
بند کړی تر قیامتہ پورې دی غنی رحمان
ترې خبر دی عالمان
(۱۱)
سدہِ سکندر پہ شمار، یونان فرانس پہ شمار
جرمن ھم ورسرہ دے شپږم اقلیم د احد دے
چې ما کړے عدد دے
اقلیم ؤم د د فېرنګ دے ، پہ ټولو کښې لنډ تنګ دے
ښارونہ یې روس بروس لندن سپېن بلغاردے ناسہ
ددې زمکې لہ پاسہ
سویډن بلجیم دواړہ ، لہ دوی سرہ ھمغاړہ
دا خاص جزیرې د فرنګیانو دی دلبرہ
پہ ما اوکہ باورہ
بعضې جزیرې داسې ، پکښې شتہ دے خاصې خاصې
شپږ میاشتې پکښې ورځ شپږ پکښې شپہ تیارہ ٔ تورتم دے
اولاد د بابا ادم دے
دا ټولې د شمالہ ، طرف تہ زما لالہ
کرہ د زمکې ښائیم مسافت شپږ کروړہ دلہ
شل لکہ کړہ پرې بلہ
دېرش زرہ لہ پاسہ ، دوہ سوہ سل کہ قیاسہ
پہ شمار دغہ میلونہ سراسرمې کړل بیان
ترې خبر دې عالمان
(۱۲)
د ربع مسکون ښائيم ، میلونہ در نمائم
یو کروړ څلویښت لکہ ديرش زرہ دوہ سوہ شلہ
کتاب کښی مې لیدلہ
بعضو خلقو دابیانہ ، دے کړے پہ دا شانہ
یو کروړ شپږ شپېتۂ لکہ نھہ اتیا میلہ دی خاصہ
ددی زمکې لہ پاسہ
دنیا ټولہ دلبرہ دہ، دومرہ سرتر سرہ
راوړے دا بیا ن پہ بدائع کښې دے سرګندہ
لیکلے بند پہ بندہ
پہ قول د حکماؤ ، د ھند د صرفاؤ
دہ ټولہ زمکہ نھہ کنډہ دغہ یې رقم دے
اولاد د بابا ادم دے
لہ یو کنډہ تر بلہ ، پورہ دی سل منزلہ
ھر یو منزل سل دېسہ د ے لیکلے پہ کتاب
خبر لہ حساب
ھر دیس دے سل جوجنہ، پہ دا رنګ جانې منہ
جوجن دے څلور کروہ پہ غیاث کښې دے بیان
دې خبر ترې عالمان
(۱۳)
ھر کروھہ دوہ زر دِنډہ ، څلور لاسہ ھر ډنډہ
لاس نیم ګز تہ وائی شی دی څلویښت ګوتې یارہ
نہ کم دی نہ بېسیارہ
څلور یې دی اطرافہ ، ددې زمکې صرافہ
څلویښت یې کنارې دی پنځہ کہ نور لہ پاسہ
ددې زمکې لہ پاسہ
قلعې لوې لوې ښارونہ ، پکښې چې دی اخونہ
یویشت سوہ دې بغېر قصبو ښارونو
وړو وړکو کورونو
اول اقلیم کښی جانہ ،درې زرہ یو سل ځوانہ
نولس سوہ دیارالس بل اقلیم ورپسې سم دے
اولاد دبابااد م دے
دیارلس زرہ نو صد ، نھہ شپېتۂ یې حد
دی دغہ پہ درئیمہ کښې لوے لوے عظیم ښارونہ
بغېر قصبو اخونہ
نولس سوہ څلوېښتہ ، چارم کښې پاخۂ څلېښتہ
درې زرہ پنځہ سوہ پہ پنجم کښې دی عیان
ترې خبر دی عالمان
(۱۴)
څلور دېرش کہ پرې نورہ ، پورہ شو زما رورہ
درې زرہ پنځۂ سوہ پہ شپږم کښې دی سرګندہ
پہ حکم د خاوندہ
اتۂ سوہ تین ھزارہ ، پہ اوم کښې دی پہ شمارہ
یوکم ديرش دی دریابہ بې چینو ولو اے ناسہ
ددی زمکې لہ پاسہ
ھغہ تہ وائی دریابہ ، خبر شہ لہ حسابہ
چې نہ یې بھیږی اوبۂ قرار وی پہ خپل مقامہ
پہ ځاے ځاے وی ارامہ
دریاب محیط یادیږې ، جھاز پرې نہ چلیږی
څوک نۂ دی ترې خبر پکښې ھمیش تیارۂ تورتم دے
اولاد د بابا ادم دے
شپږ دۂ کښې جزیرې دی ، معلومې پلنې ښې دی
پلن والے د بحرِ محیط څلوېښت زرہ جانہ
فرسخہ واورہ مانہ
قاضی بسکہ فی الفورہ ، اوږدیږی قصہ نورہ
دوات کښې بوجہ کېدہ د قلم اوچ کہ زبان
ترې خبر دی عالمان
دا بیان ټول لہ بدائع الزھور فی وقائع الدھور من ص ۸ الیٰ ص ۱۲ وبٰض بیان فی مجموعہ للفتاویٰ لعبد الحی اللھکنوی ص ۱۰۸ ج ۱۰ وفی خلاصۃ التفاسیر س۲۳ج ۱
بیان در حالاتِ پېدائش زمین بطورِ چاربېتہ( کور مربع )
شاګردہ پېدائش د زمکې واورہ لب شکرہ
استاذہ ما کا خبر کہ لہ دې حالہ سراسرہ
(۱)
اول چې ارادہ اوکړہ خاوند د مخلوقاتہ
پېدا یې کہ قلم ښائستہ کامل پہ احتیاطہ
پنځوس زرو کالونو کښې نہ کم پکښې نہ زیاتہ
لہ سپینې ملغلرې نہ ثابت ښہ برابرہ
(۲)
بیا جوړہ یې تختۍ کړہ لہ یاقوتو پاک رحیم
پس یې راپېدا کړہ کرسۍ عرش چې دے عظیم
بیا باد تہ حکم اوکړو خاوند غنی کریم
اوبۂ کړې پریشانې د دریابونو لرہ برہ
(۳)
اوبۂ کړې پریشانې چې دوی اووھل موجونہ
را اوختې پہ پورتہ را پېدا شو ترې زګونہ
جوړہ زګ نہ ډېرہ یې شولہ حکم د بېچونہ
بیا زګ تہ حکم اوکہ زمونږ رب غنی اکبرہ
(۴)
بیا زګ تہ حکم اوکہ طبقې شوې لاندې باندې
دا وۂ طبقې شوې سازې د ﷲ پہ حکم باندې
دوہ کم شپږ شلې یې غرونہ برابر کړۂ پہ دې باندې
پېدا شوہ پس ھوا اوحوش طیور پرې برادرہ
(۵)
پېدا شو درختان څۂ دخوراک نۂ وو احبابہ
مېوې بہ غورځېدې کتہ پہ زمکہ بې حسابہ
دنیا واړہ ځنګل شوہ دہ معلومہ لہ کتابہ
بیا اوکہ شکایت زمکې ﷲ تہ ناز پرورہ
(۶)
چې اوکہ شکایت زمکې پېدا پرې جن ﷲ کړل
دوی بعضې لہ برېښنا بعضې لہ بادو یې پېدا کړل
اوبعضې لہ ورځې سم غر یې ډک پېدا کړل
اولاد ترې نہ پېدا شہ شروع جنګونہ کړل ضررہ
(۷)
شروع چې یې فساد کہ رب نازل کہ غضب خپل
سخت باد پرې باندې راغے ځاے پہ ځاے ھلاکېدل
تمام شولو پہ مرګ بعضې لہ دوی نہ پاتې شول
بنا د ابادی پس شروع کړہ لب شکرہ
(۸)
شپاړس کروړہ لس لکہ پورہ درې زرہ پہ شمارہ
دوی کړې بادشاھی وہ دومرہ کالہ زما یارہ
پہ دوی پسې پېدا شہ لۂ دریابہ خلق بېسیارہ
نامہ یې بن یادیږی لہ کتابہ مقررہ
(۹)
ھغوی بادشاھی اوکړلہ څو کالہ پہ ارام
بیا جوړ یې کړل جنګونہ لہ یو بل سرہ مدام
پہ دوی پسې پېدا کہ رب لہ اورہ نہ یوقام
قران کښې ذکر شوی جان اوګورہ پہ ھنرہ
(۱۰)
دوی اوکړہ بادشاھی پہ ښہ مضمون سرہ اخونہ
شروع یې شررات کہ پسې پېدا کړل رب اسونہ
جنات یې جزیرو تہ کړۂ پہ حکم د بېچونہ
اسونہ لہ شپږ لکہ پرې تېر ے کړہ اتیا زرہ
(۱۱)
اسونو کہ فسادپېدا کہ رب پسې ادم
درې سوہ شپېتۂ زرہ رګہ یې برابر وجود کښی سم
نھہ پکښې سوری دی چې لہ منځ سرہ دی ضم
تراوسہ پرې قائیم دہ بادشاھی ددوی پسرہ
(۱۲)
دوی اونیو دومرہ زور د نن پہ دې دنیا کښی زما لالہ
ګېنټہ کښې پېدا کېږی لس اتیا زرہ فی الحالہ
پہ ټولہ ورځ کښې لس لکہ اتیا زرہ سنبالہ
پہ ورځ شپہ کښې ساہ اخلی لہ دېرش زرہ اکثرہ
(۱۳)
پہ ھر کال شپېتۂ کروړہ یو اتیا لکہ پېدا شی
شپېتۂ زرہ پرې نور د مور لہ نفسہ را جدا شی
پہ دوی کښې نوی زرہ اولیاء د پاک ﷲ شی
د ھغو پہ مخ ابادہ د ہ دنیا نورالبصرہ
(۱۴)
قصہ مې درتہ تېرہ سراسر کړہ دحیات
پہ ورځ کښې شپږ زرہ مری کل واړہ مخلوقات
غافلہ دنیا پرېږدہ ستا پہ سر وینم ممات
قاضی توبہ تائب شہ ستا پہ وونیم سفر ہ
(۱) دا د بدائع الزھور پہ قول دہ ورنہ دلائل خيرات پہ حاشیہ کښې څلوېښت زرہ د شپې ورځې شمارہ ښائی وﷲ اعلم ۱۲ ننګ ۹۹۹ ټکروی غفر لہ بدائع ص۴۳ شرح دلائل خېرات ص۱۱۳ ج ۳
جمع مسائل فقھیہ بطورٍ چاربیتہ( کور معشر مجاز )
د فقې مسائل دی ملغلرې د دریاب
خلیل یې مرجوڼے دے را اوباسی رنګ پہ رنګ
(۱)
خلیل یې مرجوڼے ھغہ کوم سړے دے ګلہ
چې اوکړی قربانی پاکہ لہ عېبہ دا وی
حلال کړی ښہ څاروے پہ روغ صورت سرہ پخپلہ
بیا اوخوریّ پہ خلقو غریب وی کہ ګداوی
او یې نہ شوہ قربانی دا پہ کتاب کښې مې لیدلہ
سبب پہ دې کښی څۂ دے بیا یې نہ مومی ثواب
د فقې مسائل دی الخ
تپوس دمسئلې کوم راسرہ اونہ کړې جنګ
خلیل یې مرجوڼے دے الخ
(۲)
ھغہ کوم حر اصیل دے چې بالغ وی برابر
بغېر لہ صومہ نیشتہ کفارہ دۂ باندې بلہ
دوئیم جلد د شامی کښې مې لیدلې دا خبرہ
صفحہ شپږ سوہ یو دېرش کښې لیکلې ښہ کاملہ
شامی پسې راواخلہ پکښې اوکہ ښہ نظرہ
یقین بہ ھلہ اوکړې چې یې اووینې پخپلہ
ھغہ کوم رزق دے ښایہ تېر شی ګېډې تہ شتاب
د فقی مسائل دی الخ
خوراک یې بیا روا دے پلیت نہ شہ پہ ھیڅ رنګ
خلیل یې مرجوڼے الخ
(۳)
پنځم جلد د شامی کښې مې لیدلے دا تقریر
صفحہ دوہ سوہ څوارلس کښې لیکلے دابیان دے
ھغہ کوم زمیندار دے پہ دې حال یمہ دلګیر
چې دے زمیندارہ کہ کافر کېږی پہ داشان دے
پنځم جلد د شامی کښې دغہ بحث دے بې نظیر
صفحہ دوہ سوہ درې کښې راوړے دابیان دے
پخپلہ یې وګورہ شک دې اووځی جناب
د فقی مسائل دی الخ
وئیل مې برابر دی لکہ غشے د خدنګ
خلیل یې مرجوڼے الخ
(۴)
ھغہ کوم یو سړے چې کامل وی مسلمان
څاروے د قربانۍ وی پاک صفا لہ ھرہ عېبہ
ونۂ شوہ قربانی ددۂ پہ حکم د رحمان
لازمہ شوہ پرې بلہ دے کوی بہ یې بلا رېبہ
خوراک یې ناروا دی دۂ لہ وائی عالمان
اوباسی بہ روپۍ بلہ بہ اخلی دے لہ جېبہ
پنځم جلد د شامی کښی یې لیکلے دے حساب
دفقی مسائل دی الخ
صفحہ دوہ سوہ شپږ یشت کښې وګورہ ابنګ
خلیل یې مرجوڼے دے الخ
(۵)
ھغہ کوم یو سړے دے راتہ ښایہ ګل صنم
چې مال یې لرہ ډیر ولہ ورکړے ؤ رب طاقتہ
بیا اوکہ دے سړی پہ دې تمیز سرہ قسم
چې زہ یمہ بې مالہ ځما نیشتہ دے دولتہ
حانث پہ دې خبرہ باندې نشتہ ھغہ دم
مبسوط وګورہ جلد دولسم ښہ پورتہ کتہ
پہ لس شپیتہ صفحہ یې لیکلی د کتاب
دفقی مسائل دی الخ
عجبې مسئلې دی غوڅوی د زړګی زنګ
خلیل یې مرجوڼے الخ
(۶)
ھغہ کوم یو پیسۂ دے چې دے بې ذبحې حلال
خوراک یې دے روا ھر مسلمان لہ ځما رورہ
بې ذبحې بہ یې خورې پکښې نیشتہ قیل وقال
پنځم جلد د شامی کښې لاړ شہ دا مسئلہ ګورہ
صفحہ دوہ سوہ درې کښې لیکلې پہ کمال
کتاب نور وړاندې ورستو تہ پہ دې پسې مہ ګورہ
ھغہ کوم یو غنی دے چې دے ډېر لری تراب
دفقی مسائل دی الخ
صلوٰۃ پرې واجب نہ دے د عید مصر کښې ھیڅ رنګ
خلیل یې مرجوڼے الخ
(۷)
مبسوط کښی دا بیان دے دولسم جلد کښی سرګندہ
صفحہ دہ نولسمہ پکښې وګورہ فاضلہ
ھغہ کوم یو دے شرمخ چې حلال دے دلپسندہ
جائز یې دے خوراک ھر مسلمان لہ ځما دلہ
پنځم جلد د شامی کښې یې تہ وګورہ فرزندہ
صفحہ دوہ سوہ پندرہ کښی قائل بہ شې پخپلہ
سپی وطی کړہ بیزہ حکم بہ دا ؤ د وھاب
د فقی مسائل دی الخ
بچی شہ ترې پېدا سر یې د سپیو پہ بد رنګ
خلیل یې مرجوڼے الخ
(۸)
جوسہ یې نورہ ټولہ د مور پہ شان وہ برادرہ
اواز پکښې د سپی ھم د بیزې ؤ عزیزانو
خوړہ یې غوښہ ھم واښۂ نورالبصرہ
ګاہ څښلې یې اوبۂ ګاہ یې څټلې یارانو
پنځم جلدد شامی کښې مسئلہ دہ معتبرہ
صفحہ دوہ سوہ پندرہ کښې لیکلې عالمانو
خوراک یې دے روا کۂ ناروا پکښې عذاب
دفقې مسائل دی الخ
جواب یې پورہ راکہ ما کہ پوھہ پہ دا درنګ
خلیل یې مرجوڼے الخ
(۸)
سړی پہ دې شرطونو خپلہ ښځہ کړہ طلاقہ
نکاح یې ولہ اوکہ بل سړی سرہ دلبندہ
دوئم سړی کړہ وطی ښائستہ ښہ پہ اشتیاقہ
نکاح یې نۂ ماتېږی لہ دويم څخہ شوہ بندہ
پنځہ سوہ پنځہ اتیا صفحہ ګورہ اوراقہ
دوئیم جلد د شامی کښې لیکلې بند پہ بندہ
پہ ھغې کښې دہ سرګندہ لکہ ښکاری چې افتاب
دفقې مسائل دی الخ
نکاح یې روا نۂ دے د وړمبی سرہ ھیڅ رنګ
خلیل یې مرجوڼے الخ
نکاح یې روا نہ دے څو حاملہ نہ شی ځوانہ
ھغہ ښځہ ښکارہ کہ چې دا کنډہ لہ شوھر شی
نکاح یې روا نہ دے بیالہ بل سرہ جانانہ
دا بند بہ تر ھغې وی چې یې روح لہ تن بھر شی
دوئیم د جلد د شامی کښې یې لیکلے دا بیان
اتۂ لہ پاسہ شپږ شلې صفحہ مې پہ نظرشی
پہ ھغې کښې مې لیدلې صفحہ نۂ کړې انقلاب
د فقې مسائل دی ملغلرې د دریاب
وئیل د قاضی ګل دی ګفتګو یې دہ لونګ
خلیل یې مرجوڼے دے رااوباسی رنګ پہ رنګ
چاربېتہ(کور مربع)
عجبې مسئلې دی ملغلرې د ایران
لیکم ددې لہ پارہ چې مشکل کمہ آسان
(۱)
لیکم ددې لہ پارہ خاوند وې ښځې تہ رورہ
کہ نن شپہ تا طلاق لہ ما طلب کړۂ واورہ ګورہ
کہ ما طلاق در نہ کړۂ خبروم پہ دې طورہ
پہ درې شرطہ طلاقہ یې پہ ما واورہ بیان
(۲)
دې ښځې ورتہ وې کۂ ما طلب نۂ کړۂ لہ تانہ
پہ نن شپہ کښې طلاق نو خبروم دې لہ بیانہ
څۂ شے چې ځما ملک دے ټول ازاد دې وی لہ مانہ
غمژن یمہ پہ دا صورت یې جوړکہ دا زمانہ
(۳)
غمژن یمہ پہ دې پہ یو سړی پرېوتہ مار
لہ ځانہ دہ ارتاو کہ پہ بل چا یې کہ ګوذار
دوئیم سړی ارتاو کہ زر درئیم تہ پہ تلوار
درئیم سړے یې او چیچۂ مړ شہ ھغہ زمان
(۴)
درئیم سړے اوچیچۂ ضامن شۂ یو کۂ دواړہ
کتاب کښې یې وګورہ بند کوم یو شولہ غاړہ
ځما پہ دې خبرہ شوہ د زړۂ خونہ ویجاړہ
سودا یمہ اخستے ورک مې کہ د زړۂ ارمان
(۵)
سودا مې دہ پہ دې کښې ښکاری وغورزوۂ جال
اونخت پکښې مھے خېټہ یې ډکہ وہ د مال
حرام دے دغہ مال پہ نیزد د شرع کہ حلال
پنځم جلد د شامی کښې یې راوړے دا بیان
(۶)
صفحہ دوہ سوہ څوارلس کښې لیکلی ځما دلہ
کتاب پسے راواخلہ تہ یې وګورہ پخپلہ
پہ دې پسې لیدلې مې دہ دا مسئلہ بلہ
یو ښځہ شولہ لنګا دوہ یې راوړل ھلکان
(۷)
راوړی دوہ ځامن وو یوې ښځې شاہ پہ شاہ
مخلوق شہ پرې راجمع دوی کولہ تماشہ
د دواړو منځ کښې نۂ وہ جدائی یوہ لاشہ
یو مړ ؤ بل ژوندے حکم بہ دا ؤ د رحمان
(۸)
یو مړ ؤ بل ژوندے ؤ دا بہ یې لیک وۂ د تقدیر
اوس څۂ رنګې کوې بہ د خخولو یې تدبیر
ما پوھہ پہ مطلب کہ یم پہ زړۂ باندې زھیر
قاضی پہ ګفتګو باندې پوھېږی عالمان
(۹)
قاضی پہ ګفتګو خاوند وې ښځې تہ پخپلہ
څو تا خبرې نہ یي کړی لہ ماسرہ اولہ
کہ ما اوکړې خبرې یې طلاقہ پہ درې ځلہ
دا ښځہ اوس لۂ مخې ورتہ خپل کوی بیان
(۱۰)
دې ښځې ورتہ وې کۂ څو تا اونۂ کړلې خبرې
لہ ما سرہ وړمبۍ زۂ بہ اونۂ کړمہ ھیچرې
کہ ما وکړې وړمبۍ زۂ خبروم دی سراسرې
لۂ مانہ دې ازاد وی سراسر واړہ سامان
رباعی
ربہ څنګہ بہ اوباسې ساہ لہ مانہ
چې پہ ګل کۂ پہ منګل پاکہ سبحانہ
ملائک بہ پہ ښہ شکل راشی مالہ
پہ جوسہ بہ وی دیوان کۂ عالمانہ
پیالہ مالہ بہ د مستو میو راکړې
کۂ بہ اوڅښمہ متیازې د شیطانہ
جبین غوټہ بد غضبہ بہ ښکارہ شی
کہ پہ لاس بوی ګلونہ د جنانہ
چې چاپېرہ کړی لہ ما څلور دیوالہ
پکښې وغورزوی ما غریب ناتوانہ
زېرے مالہ بہ د خوب د ناوې راکړې
کۂ بہ تل یم تر قیامتہ پہ لړزانہ
د صراط پہ پل بہ څہ رنګہ تېرېږم
چې بہ پاتې شم کہ مخکښې د ھر چانہ
قافلې چې د یمین شمال شوې جوړې
زہ غریب بہ یم پہ کوم طرف روانہ
رقعہ چې د عمل مې راښکارہ کړی
چې ښادی بہ شی پہ ما کہ بہ خفګانہ
پہ کوم وخت چې بہ تلل شی د نېک و بد
پہ نظر مې بد سېوا دی لہ ھر چانہ
زاد مې نیشتہ د نېکۍ عمل مې کم دے
ستا کرم تہ امیدوار یمہ رحمانہ
قاضی ګل تہ ھغہ ستخې کړې اسانې
تہ پہ مخ د محمد اخر زمانہ
چاربیتہ صدوسی مسئلہ(کور مستہزاد )
وولس شنۂ خالونہ صنم کېدہ پہ ابرو
ھمېشہ علی الدوام
دیارلس ورسہ ضم کہ لړۍ د ستارو
چې لائق شې د انعام
(۱)
دیار لس ورسرہ ضم کہ پنځۂ ګلہ د ګلاب
کېدہ تہ پہ اوربل
پنځۂ دانې یاقوت ورسرہ ضم کہ پہ حساب
ځان لہ جوړ کہ زینت خپل
پنځۂ دوپټې سازې برابر کہ پہ حساب
چې شې لور د سجاول
څلور زنځیرہ کېدہ د اوربل پہ کنارو
لہ پنځمې کوہ فام
(۲)
څلور لعلونہ واخلہ ځان لہ تہ د بدخشان
چې ثانی یې نہ وی چرتہ
څلور ورسرہ کېدہ ملغلرې داېران
لہ پنځمې تختہ بېرتہ
شپېتۂ راوغواړہ ځان لہ غمی د ھندوستان
کہ سختیۍ دې رسی سرتہ
وۂ پہ تندی کېدہ کټورۍ د زرو سرو
چې ھر څوک دې کہ سلام
(۳)
درې کېدہ مرورید سوچہ امېل کښې رنګ پہ رنګ
چې کوی پہ سینہ ټېل
درې سازې کہ ګوچې ورسرہ ښکلې د لونګ
چې ثابت دې شی امېل
شپږ نیم شلې کالی جوړ کہ ډک ترې نہ تونګ
لہ ھر قسمہ مېل پہ مېل
پہ وخت وخت یې ږدہ تہ داوربل پہ کنارو
چې مطلب کړې سرانجام
(۴)
حاصل بہ کړې مطلب کہ تہ پورہ کړې دا زیور
ځانلہ ښہ د ګلو لختې
پنځہ وختہ یې ځان څخہ ساتہ ښہ برابر
شی پکار بہ دې نېک بختې
صبا چې دې ھمزولې شی راجمع سراسر
پہ ھر چا بہ راشی سختې
پہ ټولو کښې بہ ځې دنګہ غړۍ د نندارو
ځائے مومے دارام
(۵)
پہ ټولو کښې بہ ځې لکہ بدرۍ ثانی د چین
کہ پہ ما اوکړې عمل
ولاړ بہ درتہ وینځې غلامان وی ماہ جبین
پہ خدمت کښې ھمېش تل
قاضی نور خلق پرېږدہ زړۂ دې خپل لکہ سنګین
غور دې اوکہ خپل
صبا چې پاتې نہ شې سوے لوے پہ مېرو
شرمندہ پہ اژدھام
صدوسی مسئلہ بطورِابیات
سل او دېرش دې ځما جان داسلام ښہ مسائل
پہ تا فرض دی واورہ د ملا نہ زدہ کول
دېش روژې دې ځما دلہ دېرش یې نېتہ ښہ کاملہ
ځان محکم کہ ورتہ خپلہ ډېر نیول یې دی مشکلہ
څلور شتہ دے مذھبونہ څلور شتہ پېړۍ اخونہ
څلو شتہ دے کتابونہ پہ انبیاؤ بہ راتلل
محمد لہ عبدﷲ نہ پېدا کږے پاک سبحانہ
ؤ عبدالمطلب د رسول خاص نیکۂ خپل
د عبدالمطلب پلار ؤ ھاشم شہ خبردارہ
عبد مناف د ھاشم پلار سراسر بیان شو کل
تورات راغے پہ موسیٰ انجیل راغے پہ عیسیٰ
پہ داؤد زبور نما محمد لہ قران خپل
پنځۂ فرض داودس درې پہ غسل کښې ھوښیارہ
درې تېمم کښې برخودار ہ یو یې نېت دوہ یې وھل
پنځۂ فرض د اودس دادی لاس او ږیرہ پہ تا دی
کړل سر دمسحہ جدا دی ھم د پښو کوہ وینځل
پلېتی د بدن جانہ لر کول غسل کښې ځوانہ
اوبۂ درې ځلہ سلطانہ پوزہ خولہ کښې اچول
فرض پنځۂ تکبیرہ یارہ پنج بنا د اسلام شمارہ
دیارلس فرض نېک کردارہ پہ مانځۂ کښې جمع کل
جنازې څلور تکبیرہ درتہ ښائیم دلپزیرہ
بل د ذبحې دے امیرہ دغہ واړہ پنځہ شول
کلیمہ داسلام سر دے مونځ روژہ پرې مقرر دی
د غنی زکوٰۃ پہ سر دے بل د حج دی پرې کول
د مانځۂ فرض دلبرہ دیارلس واورہ سرترسرہ
لہ مانځۂ نہ دی بھرہ صرف وۂ چې ما وشمارل
تن جامہ دې پاکہ تہ کہ د عورت پټول ښہ کہ
څلورم نیت د مانځہ پنځم وخت دی پېژندل
پاک ځاے وګورہ فی الحالہ د مانځۂ دپارہ واورہ
مخ کعبې تہ دم درحالہ پہ تا فرض دی ګرځول
پہ مانځۂ کښې داخلېدل دې قرائت نېغ اورېدل دی
ھر رکوع سجدہ کول دی لہ مانځۂ نہ دی وتل
بل قعدہ آخری ګلہ پہ تا فرض دی کولہ
مسئلہ دہ ښہ کاملہ خلاصہ کښې مې لیدلہ
رکعتونہ د صلوٰۃ ټول وۂ لس دی نېک ذاتہ
پہ شپہ ورځ کښی وائیم تاتہ فرض دا مې اوشمېرل
صفتونہ د ایمانہ دی وۂ کل اے مسلمانہ
پہ آمنت بﷲ جانہ کښې دی دا واړہ داخل
اوس خپل نوم لیکم نورہ اول سل پسې څلورہ
پسې دوہ سوہ فی الفورہ دی راغلی مکمل
ورپسې سوہ څلور دی چې راغلی پہ دا طور
لس شپېتۂ ورپسې نور دېرش پہ دې پسې دی بل
لس پرې نورکہ برادرہ پہ رستی سر لب شکرہ
نوم ځما بہ شی تر سرہ اوہ حرفونہ جمع کل
دا حساب دے د نجوم دلتہ ما چې کہ مرقوم
ځما نوم کہ تری معلوم کشر رور مې قاضی ګل
صدوسی مسئلہ بطورِچاربیتہ(کور مربع )
سل دېرش مسئلې زدہ کہ چې کامل شې مسلمان
بغېر لہ دې نہ وېرہ دې زہ وینم د ایمان
دیرش صومہ دېرش یې نېتہ شپېتۂ داشو پہ حسابہ
څلور دی مذاھب څلور پېړۍ څلور کتابہ
پنځۂ فرض د اودس درې تېمم کښې دی جنابہ
یو نیت دے دوہ یې ضربہ سراسر کوم بیان
(۲
درې فرض د تېمم دی پنځۂ بنا د اسلام
پنځۂ تکبیرہ فرض دی یاد لرہ پہ زړہ مدام
فرض دیارلس پہ مانځۂ کښې دری پہ غسل کښې تمام
ؤلس رکعتہ فرض پہ شپہ او ورځ کښې دی عیان
(۳)
دی ؤلس دا رکعتہ د ایمان دی وۂ صفتہ
سل دیرش مې برابر کړۂ شہ خبر لہ حقیقتہ
چې یاد دې نۂ کړل دا بیا بہ نۂ اومومے جنتہ
پہ ورځې د قیامت بہ دې دوزخ تہ کړې روان
(۴)
پنځۂ فرض پہ اودس کښې درتہ ښائیم برخوردارہ
ونځل د ښپو لاسونود مخ مسحہ د سر یارہ
پنځم خلال د ږیرې سراسر ورسرہ شمارہ
بنا داسلام سر دکلیمہ دہ پاک سبحان
(۵)
بل مونځ دے بل روژہ زکوٰۃ حج ورسرہ رورہ
پنځہ مې برابر کړۂ کوم پورتہ قصہ نورہ
څلور پہ جنازہ کښې دی تکبیرہ راشہ ګورہ
پنځم تکبیر د ذبحې ترې خبر دی عالمان
(۶)
فرض دیارلس پہ مانځۂ کښې وۂ خارج شپږ داخل دی
تن پاک او جامعہ پاکہ د صورت خپل پټول دی
ځاے پاک ورلہ پکار دے مخ قبلې تہ ګرځول دی
بل نېت دے د مانځۂ وخت پېژندل پہ ھر انسان
(۷)
داخل د مانځۂ فرض ؤلس درتہ ښائیم شہ خبر
قیام دے قرات رکوع سجدہ ښہ برابر
اخرہ قعدہ رورہ بل سلام دے مقرر
سېز دہ مې برابر کړل درتہ واړہ پہ دا شان
(۸)
پہ غسل کښې درې ښائیم ځان خبر کہ لہ مضمونہ
وینځل د پلتۍ خولہ پوزہ درې ځلہ اخونہ
پہ دې پسې وۂ نور دی د ایمان ښہ صفتونہ
امنت و باﷲ وایہ پہ ھغې کښې دی عیان
(۹)
تورات پہ موسیٰ راغے انجیل راغلے پہ عیسیٰ دے
زبور پہ داؤد باندې لېږلے پاک ﷲ دے
فرقان نزول زمونږ پہ محمد رسول ﷲ دے
قاضی لمن یې نیسہ چې نصیب دې شی ایمان
رباعی
مبارک د ھغۃ چا دې دا احسان وی
چې پرې کړے زمونږ رب غنی رحمان وی
وخت پہ وخت ادا کوی پنځۂ مونځونہ
پنځۂ وختہ تلاوت یې خپل قران وی
زکوٰۃ اوباسی صفا لہ خپلہ مالہ
ورکړی ھغہ چا لہ څوک چې مسکینان وی
روژہ نسې پہ حقوقو برابر ښہ
تراویح او تلاوت چې رمضان وی
حج لہ لاړ شی ښہ ارکان د حج ادا کړی
د دنیا دولت کہ ډېر یې پہ نقصان وی
اقاربو سرہ مینہ محبت کہ
والدېنو تہ ھمیش پہ جی قربان وی
حق ګڼی د حقدارانو پہ ځان خپل
ھغہ دروند ګڼی چی څوک یې حقداران وی
پہ عاجزو یتیمانو تل شفقت کہ
خېراتونہ نہ یې مدام پہ ھرزمان وی
مستقیم د شریعت پہ لارې درومی
تعبدار نہ دخپل نفس نہ شیطان وی
مذھبی خاص د نعمان وی لب شکرہ
اُمتی د محمد آخرزمان وی
قافلې چې د یمین شمال شوې جوړې
انشا ﷲ دا سړے بہ ډېر شادان وی
د صراط پہ پل بہ تېر د باد پہ څېر شی
لکہ برق بہ ګړندے د بر اسمان وی
قاضی ګلہ ستا طالع ممنون نہ وینم
چې پہ تا ېې داسې فضل ھم احسان وی
رباعی
پہ ھغہ چا د رب لوے وینم غضب
چې بہ خوری د پردے مال پہ روز وشب
مظلومان ازار وی پرې خوشحالیږی
وائی خاوند یمہ د زور د لوے منصب
زیات پہ دې خبرہ دے ډېر تکبر کہ
چې ظالم یې مشھور کہ خلق لقب
پردی قتل لہ ساتلی نوکران وی
ولہ اخلی بہ ټوپک عجب عجب
پہ پردۍ زمکہ پہ ښځہ حیصار نہ وی
سېزی ټوپ دلۍ پردۍ دا یې کسب
غرباؤ سرہ ټوقې مسخرې کہ
وی دښمن د علماؤ بې ادب
لار دخداے اود رسول نہ ګڼی حقہ
د شېطان یې جخت نیولے وی جلب
پہ ظاھر یې ھمېشہ تسبېح پہ لاس وی
پټ بہ دے کوی ګوذار لکہ عقرب
قاضی ګلہ پہ دې ډیر شکر اوباسہ
چې زور دا رنګہ در کړے نہ دے رب
چاربېتہ( کورمربع )
مومنہ لاالہ پہ ژبہ ھر زمان ونیسہ
رسۍ ددین د محمد اخرزما ن ونیسہ
(۱)
مومنہ وایہ لا الہ پہ دې بہ جنت مومې
دنګې ماڼۍ ښہ مزې دارې ځاے اوچت بہ مومې
شہ تعبدار د شریعت پہ دې عزت بہ مومې
پیرخانہ ځان لہ پہ دنیا کښې عالمان ونیسہ
(۲)
لہ عالمانو سرہ مینہ ډیر شفقت کوہ تہ
کہ توان دې کېږی ھمېشہ ددوی خدمت کوہ تہ
پنځہ وختہ پہ خپل قران کښې تلاوت کوہ تہ
د بد ګوې د عالمانو نہ زبان ونیسہ
(۳)
د عالمانو پہ غیبت کښې دې ضرر وینمہ
ستا دایمان لہ پارہ دغہ کښې خطر وینمہ
زہ وارثان یې د پاک دین د پېغمبر وینمہ
کہ مسلمان یې سخت دښمن لعین شېطان ونیسہ
(۴)
شېطان دښمن کہ خداے ویلی و لا تتبعو
خطوات الشیطان دے ایات وعتصمو
بحبل ﷲ جمیعا واورہ ھم ولا تبعو
زړہ کہ صفا لار د رسول او رحمان ونیسہ
(۵)
زړہ کہ صفا پہ پنج بنا ښہ برابر اوسہ تہ
زکوٰۃ اوباسہ لہ خپل خدایہ پہ خطر اوسہ تہ
د لیس البرو پہ معنیٰ باندې خبر اوسہ تہ
واړہ حقوق ددې ایت فرض پہ ځان ونیسہ
(۶)
خاص پہ دوئیمہ سپارہ کښې دا ایات بہ وینې
رُبع څخہ بہ پہ نظر مې مقاما ت بہ وینې
حق د صلوٰۃ او دزکوٰۃ او دخېرات بہ وېیې
د ورکړو ځاے ذوی القربیٰ او یتیمان ونیسہ
(۷)
بل مسٰکین وابن السبیل ورسرہ دواړہ وینم
د سائیلنو پہ حق ستا نیولې غاړہ وینم
حقونہ ډېر پہ دې ایات کښې جمع واړہ وینم
فائدہ د ځان د قاضی ګل دغہ بیان ونیسہ
چاربېتہ(کور مربع )
مومنہ مونځ دې پنځ وختہ کوہ بھانې مہ نیسہ
زړہ دې صفا کہ د تسبحو ھسې دانې مہ نیسہ
(۱)
زړہ دی صفا کہ پہ میثاق کښې دې وعدہ کړې دہ
تا د خپل رب سرہ پخپلہ ښہ پخہ کړی دہ
لہ ارواحانو سرہ جمع دې سجدہ کړې دہ
پہ وعدہ خپلہ باندې تلہ کہ مېخانې مہ نیسہ
(۲)
پہ وعدہ خپلہ باندې تلۂ کہ چې لہ اورہ شې خلاص
سحر مانځۂ پسې پاسہ چې اوچوې زړہ د خناس
پہ ھفتہ وارہ دې ھمېشہ وینځہ دغاړې لباس
چې اذان اوائی ځہ مانځۂ لہ بت سونې مہ نیسہ
(۳)
چې اذان اووائی ځہ مانځۂ لہ امامت اوکہ تہ
ورستو ملا پسې اودرېږہ اقامت او کہ تہ
حضور دې خپل ښہ برابر کہ پستہ نېت اوکہ تہ
رجوع شہ خداے تہ پہ زړګی کښې کارخانې مہ نیسہ
(۴)
رجوع شہ خداے تہ ډیر پہ عجز ترې سوالونہ کوہ
کہ لاس دې رسی شامدام تہ خېراتونہ کوہ
لہ مسافرو سرہ ډېر ډېر مددونہ کوہ
ترک کہ حرام پردۍ پہ ترخ کښې ھندوانې مہ نیسہ
(۵)
ترک کہ حرام چې پہ جنت کښې تل سيلونہ کوې
حورو غلمانو سرہ یو ځاے صحبتونہ کوې
دقاضی ګل پہ وېنا تہ کہ عملونہ کوې
مۂ کړہ غیبت د خلقو پټې درخانې مہ نیسہ
(۶)
مہ کړہ غیبت چوغلی بدہ دہ پہ حق دا کړی
څوک چې کوی ضرور بہ ځان خپل پہ اور اولړی
د چوغلخورہ ھندو غورہ دےکتل وی چړی
کہ مسلمان یې د ھندوانو بت خانې مۂ نیسہ
(۷)
کہ مسلمان یې د اخر کہ ځان لہ طمع لري
د عالمانو پہ وئیل بہ ھمېش سمع لرې
لہ پردی مالہ بہ زړګے ھمېشہ جمع لرې
تل توضع کہ سر تہ خپلې سرانې مہ نیسہ
رباعی
پہ دنیا کښې څوک خالی نیشتہ لہ غمہ
کہ څوک وی ھغہ بہ نہ وی بنی ادمہ
ھر سړی باندې د غم پنډوکے دروند دے
وائی پہ ما کړے زیاتے دے وچاؤ دمہ
څوک لہ غمہ د اولادہ کرو کور دے
څوک وائی خدایہ دا بہ کوم ځاے مړومہ
څوک پہ سرو لوټو ارام خوب لہ نہ مومی
څوک پہ سور پالنګ وائی ورګو اوخوړمہ
څوک د یو ګډوزی زمکې ارزو مند دې
چا اباد کړۂ پرې ښارونہ بې قلمہ
څوک ړاندۂ دی تل ھمسا پہ لاس روان دی
څوک دوربین غواړي وائی لرے سائي کومہ
څوک پہ دواړو لېنګو شل محتاج د بولو
څوک سوارۂ پہ اسونو ګرځی خوش خورمہ
څوک وربشې پہ مړہ ګېډہ نہ مومی
څوک وائی ګرم دی غنم زہ پرې جوړې مرمہ
قسم قسم مخلوقات درب جلیل دی
دوی کښې یو زۂ خالی نہ وینم لہ غمہ
قاضی ګلہ بس کہ نور ګوشہ نشین شہ
د حرص دې کہ راټولہ خورہ لومہ
چاربېتہ(کور کړہ بندہ)
جنت کښې څلور نھرہ ، بھېدلی ځما یارہ
راځی لہ کومہ ځاے دی راونې پہ کوم لور
شتہ رنګ پہ رنګ څلور
(۱)
څلور دی رنګ پہ رنګہ ، دزړہ غوڅوی زنګہ
یو دہ اوبو بلہ شودہ دی ځما جانہ
تک سپینې واورہ مانہ
دریمہ کښی عسل دې ، بې مثل بې مثل دی
راوړے دا بیان دے لہ دقائق الاخبارہ
جنت کښې څلور نھرہ
پہ بلې کښې شراب دی ، پہ حکم د وھاب دی
بھېدلې دا ولې د ھر مومن دی کور پہ کور
شتہ رنګ پہ رنګ څلور
(۲)
د دھہ د میم لہ کورہ ، خبر شہ ځما رورہ
وتلې دا ولې دی پہ قدرت د رب رحیم
سورے دے منځ د میم
ګنبت دے پہ طوبٰی کښې ، اوچت دے پہ ھوا کښې
د ھغې پہ سر کښې یو کوزہ د زر نګارہ
جنت کښې څلور نھرہ
د ھغې کوزې نہ جانہ ، راځی پہ کتہ ځوانہ
داخل شې پہ ګنبت خبر نۂ یم پورتہ نور
شتہ رنګ پہ رنګ څلور
(۳)
داخل چې مومنان شی ، جنت کښې بہ الحان شی
خالی پہ ورځ بہ ورکہ الھی رب الاربابہ
لہ ھغې ولې نہ ابہ
بیا وربہ بہ کہ عسل ، خاوند پہ فضل خپل
څښی بہ مومنان پورہ پہ ورځې د اتوارہ
جنت کښې څلور نھرہ
دوہ شنبہ چې یادیږې ، شودۂ بہ څښلے کېږی
پورہ پہ سہ شنبہ بہ مومنان شی شراب خور
شتہ رنګ پہ رنګ څلور
(۴)
چې اوڅښی دوی شرابہ ، شی مست بہ بې حسابہ
ھوا تہ بہ ځان جوړ کړی شی اوچت بہ ھغہ ان
پہ حکم د رحمان
د زرو کالو پند ، دوی اوبہ کړی یو درنګ
پہ مخہ بہ یې راشی یو عظیم غر برخودارہ
جنت کښې څلور نھرہ
اوبۂ د سلسبیل ، چې ورکہ رب جلیل
پہ ھغہ غرۂ بہ داخل کړی مومنانو لہ فی الفورہ
شتہ رنګ پہ رنګ څلور
(۵)
د مښکو دے دا غرہ ،خوشبویہ لب شکرہ
وې ورځ بہ چار شنبہ چې رب ورکہ دغہ ماء
دوی وابہ لوزی بیا
زرکالہ پہ ھیواد ، دوی ځی بہ لکہ باد
پہ یو ساعت کښې خلاصہ بہ دا لار شی ځما یارہ
جنت کښې څلور نھرہ
پہ مخ کښې یو مقام دے ، خوشبویہ دل ارام دے
ماڼۍ دی مزې دارې بوی ترې خېژی پہ ھر لور
شتہ رنګ پہ رنګ څلور
(۶)
پرتۂ پکښې تختونہ ، خوارۂ دی پرې فرشونہ
دا جوړې لہ لہ یاقوتو زبر جدو نہ دی کل
کتاب کښې مې لیدل
شراب د زنجبیل ، ورکړی بہ رب جلیل
څښی بہ مومنان پرې بہ نشہ شی لہ یو وارہ
جنت کښې څلو نھرہ
زر کالہ بہ باران ، دعنبرو وری جانہ
وریځ بہ تکہ سپینہ پکښې خال بہ نۂ وی تور
شتہ رنګ پہ رنګ څلور
(۷)
کالی ورسرہ سم ، وریږی بہ ھردم
بیا ووری جواھر بہ پہ زر کالہ مقرر
پہ حکم د اکبر
سرہ لہ دې دانې نہ ، خبر شہ د قصې نہ
وی حورہ مقرر بہ د ھر مومن لہ پارہ
جنت کښې څلور نھرہ
بیا دوی پہ ھوا شی ، پہ حکم د مولا شی
زر کالہ بہ پورتہ پسې پند اوکاندی نور
شتہ رنګ پہ رنګ څلور
(۸)
مھمان بہ د ﷲ شی ، لہ چا چې رب رضا شی
داخل بہ شی دا ټول پہ بېچاؤڼو د ھمېشوالی
کہ خان وی کہ کولال وی
شراب ښہ مزېدار ، ورکوی بہ پاک غفار
د مښکو بہ پرې مھر لږېدلے وی لہ وارہ
جنت کښې څلور نھرہ
دا ورځ جمعې جانہ ، بہ وی واورہ لہ مانہ
قاضی قصہ اوږدیږی بس کہ مہ کړہ بیان نور
شتہ رنګ پہ رنګ پہ څلور
چاربېتہ جمع فقھیہ مسائل(کور معشر مجاز)
راوړے دا بیان پہ جواھرہ کښې لب شکرہ
صائیم پہ مړہ ګېډہ غوښہ او خوړہ بې شانہ
(۱)
صائیم پہ پہ مړہ ګېدہ غوښہ اوخوړہ حلالہ
لازم پرې باندې نہ شۂ کفارت څہ ؤ سببہ
ھٰغہ کوم یو شے دے ښایہ ماخبر کہ دم درحالہ
چې لږ اوخوری صائیم پرې کفارت دے بې سببہ
کہ ډېر اوخوری صائیم لہ کفارۃ خلاص دے لالہ
جواب غواړم پورہ دا خبرہ دہ عجیبہ
ھغہ څنګہ صورت دے چې صائیم ؤ یو بشرہ
راوړے دا بیان الخ
حلالہ پخښہ غوښہ تېرہ ستونی تہ کړی جانہ
صائیم پہ مړہ ګېډہ الخ
(۲)
روژہ یې ماتہ نۂ شوہ نہ پری راغے کفارتہ
پہ دې کښې څہ سبب دے ماکہ پوھہ ځما جانہ
بل مړ شۂ یو سړے د دغہ څنګہ دے صورتہ
یو ښځہ یو یې اوښے دغہ دوہ وو وارثان
دا اوښے رور د ښځې ؤ نہ یې نسب ؤ شراکتہ
نیم مال یې واخست ښځې نیم اوښی واورہ مانہ
پہ نیزد شرع اوکہ دوی تقسیم نور البصرہ
راوړے دا بیان الخ
صورت د دغې جوړ کہ ما کہ پوھہ دا زمانہ
صائیم پہ مړہ ګېډہ الخ
(۳)
صائیم پہ مړہ ګېډہ ھغہ کوم صورت دے رورہ
ث جیم خ پکښې نیشتہ ز ش ظ ف ورسرہ دہ
پہ بل سورت کښې جمع پہ یؤہ ایات کښې ګورہ
معلومہ لہ کتابہ عالمانو تہ ښکارہ دہ
ھغہ کوم یو صورت دے ما خبر کہ ترې فی الفورہ
شمارہ یې د حروفو لہ نبیانو برابر دہ
ابجدو پہ حساب عدد یو لک څلوریشت زرہ
راوړے دا بیان الخ
ھغہ کلیمې ښایہ دو ہ موجود دی لہ قرانہ
صائيم پہ مړہ ګېډہ الخ
(۴)
ھغہ کلیمې ښایہ چې معکوسې کاندی دواړہ
حروف الُول شی پکښې نہ راځی ضررہ
وړمبے حرف ورستی کړی ورستی مخکښې داسې دواړہ
معنیٰ عبارت دواړہ پہ خپل ځاے وی برابر
ښہ فکر پکښې اوکہ دې نہ مہ غړوہ غاړہ
معلوم کہ دا ځایونہ پہ قران کښې برادرہ
سېف المقلدین کښې مې لیدلې داخبرہ
راوړے دا بیان الخ
شپږ سوہ پنځۂ دېرش صفحہ کښې ګورہ مھربانہ
صائیم پہ مړہ ګېدہ الخ
(۵)
شپږ سوہ پنځۂ دېرش صفحہ کښې ګورہ دوم دے باب
معلوم بہ دغہ کار شی سراسر درتہ فاضلہ
ددې خبرې ھم رالہ پورہ راکہ جواب
ګناہ د قتل زیات دے د زناؤ کم دے دلہ
د قتل مقرر کړۂ دوہ شاھدان غنی وھاب
زناؤ لہ څلور دی مقرر وینې پخپلہ
پہ دې کښې څہ سبب دے دا خبرہ کہ ظاھرہ
راوړے دا بیان الخ
سودا یمہ اخستے ورک مې کہ د زړہ ارمانہ
(۶)
سودا یمہ اخستے بل ھغہ کلیمہ ښایہ
اول سر دے دکفر پہ ورستی کښې شھادت دے
کہ اووائی اول سر ورستے اونہ وائی نېک رایہ
کافر بہ شې بېشکہ ورتہ ما کړے فکرت دے
قاضی کہ ګفتګو مسئلې اخلی لہ پوخ ځایہ
ټکرۍ ملا صاحب ډېر لوے ولی ذوالکرامت دے
قران لولی ھمېش درود یې کسب ماځیګر ہ
راوړے دا بیان پہ جوھرہ کښې لب شکرہ
بل ځاے عالم نہ وینمہ پہ ملک د خراسانہ
صائیم پہ مړہ ګېدہ غوښہ اوخوړہ بې شانہ
فتاویٰ حامدیہ ص ۳۰۹ج ۲
رباعی
مہ کوہ لہ چا سرہ بیان د زړہ
ترھغې پورې چې کېږی توان د زړۂ
د زړۂ صدق دې ښہ محکم جندرہ کہ
چې دې بلہ ورځې نہ یي ارمان د زرۂ
کہ دې یار وی ښہ عزیز پہ زړګی پورې
ورتہ اونہ ښاې تہ مېدان د زړۂ
ناګھانہ بہ د ھغہ چرتہ څوک یاروی
کړی ھغۂ تہ بہ احوال عیان دزرۂ
لوے ضرر بہ درتہ پېښ کاندی یوځلہ
تر قیامت بہ دې وی ارمان دزړۂ
کہ تندے پہ ګټو اووھې لہ غمہ
نہ راځی پہ بېرتہ تېر کاروان د زړۂ
کہ لہ دوستہ جدائی د دوستۍ اوکړې
را بہ نہ شی بیا پہ لاس نقصان دزړۂ
بل تہ مہ کوہ ګیلې کہ حال دې اووې
پټ پخپلہ اوساتہ بوستان د زړۂ
ژبہ خپلہ پہ قابو کښې کہ پخپلہ
چې بلہ ورځې نہ یی ارمان د زړۂ
لہ اولہ شونډہ اوګنډہ عاقلہ
چې دې اونہ وینی څوک دلان د زړۂ
قاضی ګلہ قلم کېدہ مازیګر دے
اوکہ مونځ چې دې شی باغ روښان د زړۂ
اسانی لہ ربہ غواړہ ځنکدن کښې
چې دې یو نسی ستا ایمان د زړۂ
رباعی
چا لہ ورنہ کړې پہ لاس مھار دزړۂ
او نہ کړې لہ چا سرہ ګفتار د زړۂ
کہ پہ تا زور د غمونو اندېښنو شی
سپک بہ نہ کړی څوک لہ تانہ بار د زړۂ
کہ ساتې ځان د اولس د بدو ردو
ھرګز اونہ ښاې چاتہ لار دزړۂ
مشورہ د خداے فرض کړې پہ قران کښې
لیکن پاتې نہ دے اعتبار د زرۂ
کہ دې دوست وی پہ دوستۍ کښې دی ډیر خاص وی
ورتہ مہ ښکارہ کوہ بازار دزړۂ
اوسنی یاران ھمہ واړہ ټګان دی
نہ وینم سلو کښې یو غم خوار د زړۂ
پہ ظاھر بہ وائی ستا پہ غم غمژن یم
پټ بہ رو رو پرې کوی ستا تار د زړۂ
د لړم پہ شان ګوذار پہ لکۍ کاندی
پټ بہ ستا وی اندرون ښامار د زړۂ
ځان لہ کېنہ پہ ګوټ کښې عبادت کہ
کہ خپل نہ بربادہ وې سینګار د زړۂ
د دنیا رورۍ یارۍ واړہ عبث دی
شھادت پہ وحدت کړہ اقرار دزړۂ
بې لہ دی نہ بلہ غورہ سودا نیشتہ
لا الہ الا ﷲ کہ کار د زړۂ
قاضی ګل د ھغہ خلقو خدمت ګار دے
چې ھمېش یې لا الہ بپار د زړۂ
چاربېتہ معمہ(کور مربع )
یو داسې شے مې اولید پنځۂ پښې اتۂ یې پرہ
پہ شمار یې دوہ غوږونہ یو یې نوک دے برادرہ
(۱)
یو داسې شے مې اولیدۂ پنځہ پښې لری یارانو
پہ شمار یې دوہ غوږونہ یو یې نوک برادرانو
دا نوک یې دے داوسپنې مظبوط ښہ عزیزانو
غوږونہ د څرمنې ماویسلې لہ نظرہ
(۲)
غوږونہ د څرمنې دوہ پرتې دی ورتہ بیاستې
تور سرې زنانہ ورڅخہ وی پہ څنګ کښې کښې ناستې
یوہ روپۍ قیمت لری د زرو کار کښی راستې
د مړو ژوندو پردہ دہ پکښې ډېر لری ھنرہ
(۳)
د مړو ژوندو پردہ دہ ھمېشہ کوی پندونہ
پہ زمکہ باندې ګرځی پہ ھوا نہ ځی اخونہ
بېلتون ورپسې ګرځی ورکوی ولہ سرخونہ
ګردش کوی ھمېش نہ ستړے کېږی پہ سفرہ
(۴)
بل داسې شې مې اولید شل یې غوږہ دی پہ شمار
سینہ خېټہ کښې پلن دے نرۍ ملا لکہ د مار
شل رګہ پہ وجود کښې برابر لری قطار
خوږې کوی خبرې پرې مشغول دے زندہ سرہ
(۵)
د چا لہ شلو کم وی دوہ درې غوږہ کہ حسابہ
پہ دا شان لہ رګونہ ورسرہ لری احبابہ
قاضی وئیل پاښۂ کہ لہ منځہ د کتابہ
شاعرہ پاسہ ځہ لہ مخې لرې شہ ډنګرہ
(۶)
بل دا راتہ اوښایہ څلویښت سرہ حېوانات دی
څلوېښت سېرہ ترې لشی نہ کم پکښې نہ زیات دی
څلور سیرہ د مېښې ښہ پورہ پہ احتیاط دی
غوا نیم سېر پۍ کوی پکښې نور نیشتہ لرو برہ
(۷)
بیزې نہ پاؤ پۍ لشی خپل خاوند علی الدوام
څلویښت سېرہ پورہ کہ څلوېښت سرہ کل تمام
د مېښو د بیزو د غواؤ کار کہ سر انجام
څو مېښې دې پکښې څو دې بیزې څو دی ډنګرہ
(۸)
څو میښې پکښې دی څو بیزې څو پکښې غوا دی
باطل مې وئیل نہ دی پہ کتاب کښې لیدل ما دی
چاپېرہ سامعان ددې خبرې پہ سودا د ی
کہ فکر دې رسېږی راتہ وایہ زرتر زرہ
تعداد د اشیاؤ مذکورہ ۷ مېښې ۲۸ سیرہ پۍ ۱۵ غوا ۷ نیم سېرہ پۍ ۱۸ بیزې ۴نیم سېرہ پۍ
سوالات بطورِ چاربېتہ(کور مربع )
درې تنہ تلۂ پہ لارې دوہ وې ښځې یو ؤ نرہ
دا ښځې دواړہ پورې پہ کالو وې برابرہ
(۱)
درې تنہ پہ لارې غوږ پرې کېدہ ځما یارہ
ښہ فکر پکښې اوکہ ځان خبر کہ لہ اسرارہ
عجبہ مسئلہ مې پہ کتاب کښې کړہ اظھارہ
دروغ نہ ویم علمہ زہ روان یمہ پہ شرعہ
(۲)
دوغ نہ ویم علمہ ما وئیل ورتہ اے ځوانہ
کہ تہ نہ خفہ کېږې یو تپوس کوم لہ تانہ
دا ښځې تا سرہ څوک دی حال وایہ مسلمانہ
وې یوہ دہ ځما مور چې پہ نکاح مې د پدرہ
(۳)
یوہ دہ ځما مور بلہ مې ښځہ دہ دلبندہ
دوی دواړہ خویندې دی زہ پرې اوکمہ سوګندہ
د یو مورہ پېدا دی دیو پلار د شاہ لہ بندہ
باور اوکہ تہ پہ ما دروغ نہ دہ دا خبرہ
(۴)
باور اوکہ پہ ما چې راغلۂ درې تنہ لہ پاسہ
یو دوی کښی نارینہ ؤ دوہ وې ښځې سم د لاسہ
روان پہ خپلې لارې لہ چا یې نہ کوہ اسواسہ
ما اوکہ ترې تپوس چې حال دې وایہ برادرہ
(۵)
ما اوکہ ترې تپوس وې غوږ کېدہ برادرہ
یوہ دہ ځما ښځہ دایوہ مې څکہ ترورہ
دوی دواړہ خویندې دی قصہ اوږدہ دہ پورتہ نورہ
زہ یې نشمہ کولے ما بیان کړہ مختصرہ
(۶)
زہ یې نشمہ کولے بلہ دا واورہ لہ مانہ
یو ورځ پہ شام او روم کښې دا قصہ نقل شوہ جانہ
قاضی روژہ نیولې باغ تہ لاړ شہ ناګھانہ
شاتوت وخوړ قاضی پرې ګناھګار نہ شۂ دلبرہ
(۷)
شاتوت اوخوړ قاضی روژہ یې یادہ وہ یارانو
څہ ھېر ولہ نہ وہ غوږ پرې کېدئ سامعانو
روژہ یې ماتہ نہ شوہ سبب څہ ؤ ھوښیارانو
وئیل د قاضی ګل دی پہ کنډہ ختلی زرہ
(۸)
بل داسې شے مې اولیدۂ چې بې دمہ بې دم دے
خوراک یې جوار غنم دی د اوبو لختے پرې سم دے
پہ یو پښہ باندې ګرځی داولس ورباندې غم دے
پنډۍ سر یې لیدلی ما پہ شمار یې دېرش وزرہ
چاربېتہ جمع سوالات(کور مربع)
ما ونیو یو مارغۂ سړو بادشاہ د کل جھان
غوږ کېدہ کہ عاقل یی چې خبر شې پہ بیان
(۱)
ما و نیو مارغۂ چې دوہ یې څانګہ دېرش وزرہ
نرۍ څلور بڼې پہ ھر وزر کښې مقررہ
راغلے پہ دنیا دے نزول شوے پہ سرورہ
باور تہ پہ ما اوکہ ترې خبر دی عالمان
(۲)
باور تہ پہ ما اوکہ پہ ھوا نہ ځی یارانو
تل پروت پہ جماعت کښې استعمال د مومنانو
چې چا استعمال نہ کہ دے ھغہ لہ دوزخیانو
پہ ورځې د قیامت بہ مخ تورن وی کافران
(۳)
پہ ورځی د قیامت بہ ھر سړے نفسی نفسی کہ
د ذات تپوس بہ نہ کړی د عمل بہ تسلی کہ
خانان کہ فقیران دی دوی بہ ټول خداے تہ زاری کہ
جنت د ھغو ځاے دے چې لوستل وی قران
(۴)
جنت د ھغو ځاے دے چې تلاوت یې څوک کوینہ
پنځۂ وختہ خپل مونځ ملا پسې ادا کوینہ
پنځہ بنا د دین چې نیت روژہ واورہ جنینہ
رازغلی جماعت لہ ملا اووئي اذان
(۵)
رازغلی جماعت لہ خاص مومن چې محبت خان دے
مولادې برے ورکړی پہ دښمن پسې روان دے
صفت کہ قاضی ګل غریب بندہ د ہاک سبحان دے
خاوندہ فضل اوکړې پرې روزی یې کړې ایمان
(۶)
بل داسې شے مې اولید د مولا پرې نیشتہ دس
خبر مې قوی دہ نہ چې وایمہ عبث
ښہ فکر ورتہ اوکہ دروغ نہ وایم یو خس
مطلب بہ ترېنہ اخلی پہ مجلس کښې ھوښیاران
(۷)
مطلب بہ ترې نہ اخلی عاقلان بہ پوھېږی
ھغہ کوم یو سړے دے چې لہ ښځې حاملېږی
چې حمل پہ ګېدہ شی لہ خولې یې ہېدا کېږی
پېدا چې شی لہ پلارہ وی پہ ھغہ دم روا ن
(۸)
پیدا چې شی پلارہ ھغہ دم کوی خبرې
پہ منځ د بادشاھانو کښې جواب وړی لرې لرې
مطلب وړی پورہ پکښې نہ وائی لرې و برې
چې څہ دی ورتہ اووې ھغہ وائی کاتبان
بیان پہ حالات د څوارلسمې صدۍ کښې
خلق فاجران شوفاسقان غور دایمان څہ کوی
بلی ډمان پہ ډېر عنوان څوک واعظان څہ کوی
ډمان څلور بلی پہ کور ورتہ مور خور ګډوی
ځوی د کنعان شہ ھر انسان د پلار فرمان څہ کوی
مور تہ کنځل فحش زبان د ھر چا تل وینمہ
بولی سګان دوی خپل پدران حقداران څہ کوی
سونډی پہ سرکہ برابر خطونہ اخلی اکثر
د نفس شېطان شو تابعان لار درحمان څہ کوی
ږیرہ کہ چټ لہ ویخہ کټ اوباسی پټ لہ مخہ
د ږیرې زیان ښائی عالمان دا کافران څہ کوی
شۂ پرې کافر خلق اکثر چې زہ نظر کومہ
نۂ ګڼی زیان ګناہ د ځان محشر میزان څہ کوی
کتاب قصص ورڅخہ لس دغہ یې بس وینمہ
حدیث روښان د شاہ جھان ښائستہ قران څہ کوی
نوے شۂ کال بدل شۂ حال شوہ څوارلسمہ صدۍ
خوار نېستګاران شو امیران حیا ایمان څہ کوی
ګټی دولت پہ ھر حکمت کہ یې عزت پہ درومی
غېرت ایمان حیا د ځان دا نااھلان څہ کوی
نہ ګڼی حق د مونځ مطلق نہ د سبق څہ پہ ځان
مدرسہ خوان شو یسران اوس قران خوان څہ کوی
نیشتہ صلوٰۃ نیشتہ زکوٰۃ نیشتہ خېرات ځکہ نن
د دین ارکان شولو پنھان نن یې نشان څہ کوی
فرض عدم شو دغہ دم خلقو قسم ترې کړے
ستړی ملیان شو جاھلان درب فرمان څہ کوی
واجب سنت پہ دا ساعت د چاعادت وینمہ
کلیمہ خوان شو روګردان مذھب ایمان څہ کوی
روزی یې قات شۂ نن صلوٰۃ خلقو زکوٰۃ پرېښے دے
پالی یاران کوی غنیان خوار فقیران څہ کوی
څوک مجوسیان څوک رمضانیان څوک اختریان وینمہ
خلق شہ بې ایمان پرېښو قران اوس تھجد خوان څہ کوی
پل ِصراط ځاے د احتیاط پرې مخلوقات بہ درومی
بې نمازیان بہ کہ ارمان ھلتہ ارمان څہ کوی
مخ بہ یې تور سوے پہ اور خکتہ نسکور بلېږی
کہ نن زمان وی بھادران ھلتہ نران څہ کوی
ھلتہ عزت پہ اصلیت نہ پہ دولت موندے شی
نېک عملان بہ وی شادان رب بادشاھان څہ کوی
ورک شہ ملت د دین عزت نہ شریعت شتہ چرتہ
تابعداران ددین ایمان مسلمانان څہ کوی
بعضې څښی بنګ اووھی لنګ ځانګی ملنګ ولہ ځی
ډېر ګمراھان کړی جاھلان قلندران څہ کوی
ورځ د اختر دہ مقرر د پاک اکبر د ثناء
فعل د شېطان کاندی راوان لار د رحمان څہ کوی
ګډښځې نر اوځی بھر ډولکی پہ سر غږوی
رضا دځان کہ شيطانان اختر شعبان څہ کوی
ایمان خراب کاندی تراب ځان لہ عذاب زیاتوی
خپل سودو زیان نفع نقصان دا جاھلان څہ کوی
فضلِ عظیم کړے کریم درِیتیم دے اختر
خرۂ ناپوھان ناشناسان درِیګان څہ کوی
خپل نوم نما بہ کړمہ بیا پہ انتھا د ابیات
وۂ حروفان لیکی منشیان باقی بیان څہ کوی
سوہ اتۂ څوارلس پراتۂ لپاسہ شتہ وینمہ
ټول حسابیان کہ دا بیان نور نجومیان څہ کوی
دغہ یې حد دے دابجد نورہ عدہ نیشتہ دے
پوھہ ملیان او عالمان پرې جاھلان څہ کوی
کتاب والی مالک اصلی قدرت علی دے خلقہ
دا یې بیان ټکرۍ مکان نور مالکان څہ کوی څہ کوی
آبیات پند بہ عوام الناس
ستا د ثناء او دصفت ربہ امکان نیشتہ دے
تہ یې رازق د ھر مرزوق بل دچا توان نیشتہ دے
پہ بیل بیل وخت رسوې تہ ربہ روزی ھر چاتہ
ھم یې پہ حفظ کښې ساتې بل نګھبان نیشتہ دے
چې یې تمامہ کړې روزی ھم یې عدد د انفاس
بیا یو قدم ایښل پہ زمکہ د حېوان نیشتہ دے
درود وئیل پہ ھر رسول ما پہ ځان فرض ګڼلی
ھرڅوک دې وائی پہ وئیلو کښې نقصان نیشتہ دے
یو لک څلویرشت زرہ زیات وکم مرسلان
پکښې ثانی د محمد اخر زمان نیشتہ دے
قران راوړے ستا لہ لوریہ جبرائیل ؤ پہ دۂ
خلق ترې منکر شۂ څوک عامل ستا د قران نیشتہ دے
خلقو پرې اېښے دے قران پہ مدرسو اختہ دی
کار د انګرېزو زدہ کوی بل یې ارمان نیشتہ دے
د نصاراؤ پہ لباس ھر سړے فخر کوی
مہ کړہ تعجب کۂ ظاھر مونږ کښې عیسیان نیشتہ دے
خالی پراتۂ دی جماعتونہ مدرسو تہ شو ټول
د خپل ملت او د مذھب څوک طلبان نیشتہ دے
څوک چې صفا اوساتی ږیرہ نورانی پہ خپل مخ
سیکھ ورتہ وائی لر شہ دلتہ کښې سیکھان نیشتہ دے
ساتی سونډی د ھلکانو ښې مندرۍ پہ غوږو
اوږۍ د بعضعو خالی دی نہ پسران نیشتہ دے
ډول یې جوړ کړے دزنانو سراسر پہ زلمو
دغہ دستور خاص پہ مذھب کښې د نعمان نیشتہ دے
ساتی سونډی سرہ لہ برېتو ږیرې چټ خرییّ دوی
وائی کتابونو کښې د ږیرې څہ بیان نیشتہ دے
خریّل د ږیرې چې ګناہ نہ ګڼی چټ کافر شی
خلق خراب شۂ پہ نظر مې مسلمان نیشتہ دے
نہ ګڼې بد زنانہ بډو تہ حرامې وائی
لږیا پرې دوی دی یوسړے ترې پہ امان نیشتہ دے
بډو رشوت کښې پہ زرګونو بہ روپۍ ورکوی
د حج لہ پارہ پہ وطن کښی څوک غنیان نیشتہ دے
بل د ناحق شھادت وائی پہ ډلہ سرہ
ټول دروغژن دی څوک رښتنی شاھدان نیشتہ دے
پہ دوہ روپۍ پرېکوی سر دسړی پہ ډیرہ مینہ
وائی زہ بھادر یم نور لہ مانہ بھادران نیشتہ دے
وائی نارینہ یم مرګ مې اوکہ ډېر پرې فخر کوی
ځان پرې کافرکړی دي کافر لرہ جنان نیشتہ دے
پہ ناراؤ یو لہ بلہ سرہ ډلې کوی
مرګ یې مردار شی ځکہ نن څوک شھیدان نشتہ دے
وادۂ بہ جوړ کہ زنانہ پکښې سندرې وائی
دزنانؤ پہ اوچت اواز لوستل قران نیشتہ دے
پرہ پہ ملک شی د لختو کنجرو غور بہ کوی
ګڼی پېغور چې پہ وادۂ کښې مې ډمان نیشتہ دے
مستورہ جونہ بہ بې سترہ کړی د ډم پہ مخکښې
شو بې غېرتہ غېرتی نر چرتہ ځوان نیشتہ دے
تل بہ ولاړ وی پہ خدمت کښې د ډمانو مخکښې
د عالمانو پہ خدمت کښې یو انسان نیشتہ دے
د سرانګو باجو اواز بہ پرې شکرې لږی
څوک اورېدونکی د حدیث اود قران نیشتہ دے
لار درسول او دخداے خلقو پرېښې دہ نن
تابع د نفس شو طلبدار څوک د ایمان نیشتہ دے
اسلام یې پرېښے عالمانو تہ کنځل کہ خلق
بې لہ ملیانو یې پہ ملک کښې دښمنان نیشتہ دے
صفا څادر ؤ د اسلام خلقو رېز مرېز کہ
حامی د دین د محمد اخرزمان نیشتہ دے
کېنہ عالم سرہ د کفر علامہ دہ دغہ
چې کړی عالم سرہ کینہ پکښې ایمان نیشتہ دے
دوہ تنہ کېنی شریعت تہ چې حق وائی قاضی
پړ بہ کنځی قاضی غریب کښې څہ نقصان نیشتہ دے
د خداے لہ پارہ دې اونوې ملا اخلې بډې
ځان تہ خداے وائی دې کافر لرہ جنان نیشتہ دے
ملا چې اوائی اذان ځان کہ مانځۂ تہ تیار
د اقامت لہ پارہ ورستو مقتدیان نیشتہ دے
یواځې مونځ کہ امامان پہ جماعت کښې ګورہ
دنورو فرض ګڼل د مونځ څہ حق پہ ځان نیشتہ دے
سلو کښې یو بہ کوی مونځ وظیفہ خپلہ کوی
جوګی را یې بولی خلق بل یې ګمان نیشتہ دے
خلقو شروع کړلو رسمونہ طریقې رنګ و رنګ
دین یې خپل پرېښود شو ړاندۃٔ روغ یې چشمان نیشتہ دے
لور خور بہ ورکړی څکہ توب اوکړی پہ ډېرہ مینہ
ورستو ترې دومرہ دولت غواړی چې امکان نیشتہ دے
کوی تپوس د ورځو شپو بعضې کہ ښې بعضې رد
دغہ تپوس پہ دین زمونږ د مسلمان نیشتہ دے
ځان تہ بہ وائی مسلمان غلہ جوګی پہ ھندو
بعضې جوګی پہ نمر ښاتۂ بلی ګزران نیشتہ دے
خولہ بندول پہ رمضان کښې مونږ فرض ګڼلی
باقی حقوق پہ مونږ فرض د رمضان نیشتہ دے
نہ سرسایہ نہ تراویح نہ تلاوت د قران
فحش ویل بند دی زمونږ بل ګفت پہ زبان نیشتہ دے
څوک د چرسو دشرابو بنګو فعل کوی
فقیر یې بولی نور لہ دۂ نہ ګمراھان نیشتہ دے
نن زنانہ ورڅخہ ناستې ډلې ډلی مدام
ګوټ لہ یې بیائی ستر دۂ نہ د یو خان نیشتہ دے
د مکر ذکر کوی پټ مخ بہ ګرځی ھمېش
دروغ بہ وائی زیات لہ دۂ نہ کاذبان نیشتہ دے
بد عملی زمونږ پہ زور شوہ ډېر پہ ویرہ کښې یم
بعضې نہ وائیم نور خالص څوک مسلمان نیشتہ دے
قاضی توبہ پہ استغفار شہ نېک عمل کوہ تہ
عاقبت مرګ دے ستا پہ ځان د مرګ ګمان نیشتہ دے
اخر بہ پاتې دا دنیا لھو لعب شی لہ تا
ټول عمر ژوند د یو حېوا ن پہ دې جھان نیشتہ دے
تکرۍ بہ پاتې شی لہ تا پټ مخ بہ ځې پہ کفن
لہ دې سفرہ نہ خلاصے د یو انسان نیشتہ دے
ابیات بطورِ نصحت ګفتن
دنیائې کارو بار پرېږدہ څہ بقا نہ وینم
زۂ تر قیماتہ ځلېدونکے مخ د چا نہ وینم
ځانلہ کہ جمع خزانې او دولتونہ کاندې
ځان سرہ وړے زہ دولت بیا د ھیچا نہ وینم
کہ بادشاھت دې پہ لاس راشی اوچہ لمدہ ھمګی
د سلېمان پہ شان لہ تخت دې پہ ھوانہ وینم
ھغہ فنا شۂ لہ فانی دنیا نہ لا ړ پہ ارمان
نام و نشان یې د شاھۍ پہ نن صبا نہ وینم
پہ باد شاھت بہ ھیڅوک موړ نہ شی د بحر وبر
زہ لہ قارونہ دولت مند پہ دنیا بل نہ وینم
تش اتیازرہ یې کنجیانې پہ اوښانو تللې
د خزانو دومرہ کنجۍ زہ د بل چا نہ وینم
څہ شۂ قارون څۂ شۂ ھغہ مال و دولت د ھغۂ
زہ تر قیامت یې خلاص لہ ویرہ لہ وېنا نۂ وینم
مال خو ھغہ دے چې ورکہ د ﷲ پہ نامہ
کہ شہ قبول ھغہ دولت دے نور یې ستا نہ وینم
خالی بہ یوڅې یو کفن لہ ځانہ برخہ د ځان
نور ځان سرہ اوړې یوہ روپۍ د چا نہ وینم
یو لک څلویرشت زرہ زیات وکم مرسلان
زہ مساوی د محمد رسولﷲ نہ وینم
تاج د لولاک ولہ پہ سر باندې خپل رب ایښے ؤ
زہ ھغہ ښکلے بشرہ سروہ خوش نما نہ وینم
څوک چې ھغۂ لہ دین غېر ځی ځان بہ بیائی اور لہ
بغېر لہ دغہ دینہ بل دین کښې رڼا نہ وینم
زمکہ اسمان اوچہ لوندہ غر دے کہ سم دے ھمہ
د ھغۂ مخ شولو پېدا اوس مصطفیٰ نہ وینم
ھر څہ یې پریښو پہ ځاے ځاے ترې نہ رخصت شو نبی
زہ لاتراوسہ پسې ورانہ دا دنیا نہ وینم
څلور یاران بہ چاپېرہ ناست وو زمونږ د نبی
یو ابوبکر بل عمر بل مرتضیٰ نہ وینم
عثمان غنی بہ ورکوؤ مال پہ نامہ د ﷲ
دھغہ پہ شان لہ سخی نن زہ یو بادشاہ نہ وینم
دا چې مې شمار کړل وار پہ وار لہ دې دنیا نہ لاړل
بېرتہ راتلونکی تر قیامتہ پورې بیا نہ وینم
ښائست ګلونہ د چمن د خارو لاندې شُولو
ددې اسمان چا پورې یو زرہ پرواہ نہ وینم
کہ څوک ترې ځی کہ پرې راځی ددۂ پرې څہ پرواہ دہ
د چا پہ تلو ررتلو ددۂ څہ نمګړتیا نہ وینم
نہ چا پورې زړ ګے تړی نہ چا سرہ مینہ لری
زہ یې دچا پہ مرګ پہ زړہ کښې ترس پېدا نہ وینم
بس کہ مہ غولېرہ تہ د دھر پہ لھو لعب
زہ سرتہ شوې ددې دھر یو سودا نہ وینم
ھر څوک غولېږی دا ځما دہ زہ بہ یې خپلہ کړمہ
چا خپلہ نہ کړہ خپلول یې زہ وېړیا نہ وینم
ګوتې ترې اوباسہ عاقلہ طمع قطع کړہ ترې
دا بې وفا دہ زہ یې چا سرہ اشنا نہ وینم
د پلار نیکۂ عمارت ګورہ دا پورہ دے عبرت
لہ دې نہ پورتہ نصیحت زہ بل صفا نہ وینم
د عاقلانو خو پہ لږ اشارت کېږی عمل
ما خو لا ډېر اووې لہ دې زیاتہ وېنا نہ وینم
قاضی دعا غواړہ ھمېش تہ د ټکرۍ صاحب نہ
پہ ملیانو کښې بل داسې لوے ملا نہ وینم
اصیل فقیر دے فقیرۍ کښې یې ھیڅ شک مہ کوہ
درود یې کسب مازیګر بلہ وېنا نہ وینم
کہ چرتہ ناست کہ ولاړ وی کہ پہ لارہ درومی
بې د ﷲ نہ یې پہ خولہ بلہ وېنا نہ وینم
ظاھر یې دور د باشاھت دے کہ دې خيال وی ورتہ
خالی دېرہ یې لہ مېلمنو بېګاہ صبا نہ وینم
اُوچلے نہ تروہ وی دے کہ پہ زرګونو راشی
ډېر لوے سخی دے مساوات یې د سخا نہ وینم
چاربېتہ د درختانو( کور مربع )
شاګردہ یو قصہ درتہ کومہ د درختانو
استاذہ بعضې ونې پکښې شتہ دے تاغوانو
(۱)
شاګردہ متھیہ ګتہ چامبېل سندی جوزان
چنار سپېدار ګیری اولہ لیدلی مې بېشان
دہ ؤلس قسمہ اولہ پہ غیاث کښې دے بیان
څلور قسمہ بټنګ دی ما لیدلی عزیزانو
(۲)
دوہ قسمہ دی غوزان درې مرخڼۍ دی پہ یو رنګ
درې قسمہ شلتالان جمال کوټہ پستہ ښہ رنګ
بل سروې دی کچل اچر سرہ لږی اوچت دنګ
ټانګوان ښائستہ مېوہ دہ پنځہ قسمہ د توتانو
(۳)
نختر پېوچ پنځہ قسمہ کور چار قسم بنجان
بل شتہ دے پستہ وونې شوم لرګی دریم اکلان
بام پوړ برابړو غز د بڼیائی کوم بیان
پلوسہ ګرنډہ ساګوبړہ زور پہ حسنزیانو
(۴)
د بېرې د کیکر د میمم کھټل ورسرہ شمارہ
دوری آم ورسرہ کہ بل ټانګۍ بړسینګہ یارہ
بکیاڼہ برنجان اشاړی درې قسمہ ھوښیارہ
خړوچ دوہ قسمہ درې قسمہ ګلاب زور د خونانو
(۵)
کروړو بوګڼو ګوراچ د جری کوم شمېر
سور لختہ ټوپک لختہ غورېجۂ مماڼہ ډېر
دوہ قسمہ ماڼګیاہ چغچی خرۂ وہ نہ کړې ھېر
څلور قسمہ موجود دی بوټی ښہ د انځرانو
(۶)
تتری چمیارۍ یاد کہ برت شو ملوشنی ورسرہ کہ
غوړاسکی کامبېلہ شوہ ډمبرہ راښکارہ کہ
دوہ قسمہ بریټس پہ مرونډہ یې اجلۍ پورہ کہ
بېکړ لېوغونے یاد کہ غټې وونې د منوانو
مڼې اولوچې دواړہ بخارې لوکاټ کېلې دی
اړی د تورہ پاڼې رتنکاټ ښائستہ کوپې دی
بڼ پاڼہ ګل نمېر بڼ سترہ باټ انځر دلې دی
څلور قسمہ کجورہ انناس پاړبج یارانو
(۸)
چینګاہ دی لاشوړہ بلاړہ ھورمل چلغوزې دی
نارنج ترونج مولسری د منګستان نارنګۍ ښې دی
برړہ بډمېرہ پمچو تاړے مې را یادیږی
پلینہ مانړو ګوند ښہ ونې شتہ د ھملوکانو
(۹)
دوہ قسمہ اریړہ ابنوس لاچی لونګ آملہ دہ
چندڼ ملتاس کېوړہ رامبېل موتی ورسرہ دہ
پیپل زعفران وشمېرہ د کوری ګل ښہ بشرہ دہ
بطم بلسان توب چمکا نکریزہ عزیزانو
(۱۰)
رانځړۂ برچړ وسمہ خسرو د ارګولر مې لیدلي
لاسہ مېزرے نل بانس پہ دوہ قسمہ دی ختلي
اتۂ قسمہ د بېنت بھی د مشت انار دی ښکلي
شابلوط شباب آسبان وونې ھم شتہ دے برادرانو
(۱۱)
سند روس دار شیعان اذاد درخت ضدرو دے رورہ
د لب عشر عصص املی اننګوړی راشہ ګورہ
غبیرہ غرب فلفل قُندق ګے ورسرہ نور ہ
کافور جامن جمنی امرود خوراک د بادشاھانو
(۱۲)
فلیز ھرج اکتملکت لاغیہ لوبان بادام
نیمبو سېپاری پان اشخیص د اماس بوټی دی عام
اجین بېل سنبھالو اخوساج نیم شولو تمام
اسرار ارجوان افلستین پہ ملک کښی د ترکانو
(۱۳)
د زنډې ګلاسیې چینجن زېلې کړم بیان
بل سریخت دسُور ازغی ھرھر دی زور پہ ھندوستان
لاډ ابوہ جرنګہ بوہ پتہ دی عیان
مالټہ چکوترہ سنترہ دا کل وونې ځوانانو
(۱۴)
بوہ ما چم ملټی عود د صلیب وایم دردار
زمی آم لی لس بس شو نور پورہ شۂ دغہ شمار
خلیل ولہ کتلی کتابونہ وار پہ وار
د لویو فتاؤ نہ یې ایستلے دا بیان ؤ
(۱۵)
ایلنۍ جُوری کنړکول چلی مې دہ لیدلې
ببرج راموتنګ ترکنہ نرانګړو وونې ختلې
ننوکا لبنړبکړ و د غنم رنګ ښہ غندلې
ډوډ اھُرنی کیی مور باپتاګہ شتہ دے یارانو
(۱۶)
سرایې ډوکو تومو سُور خټکے دعجب رنګ
خوږہ لکہ شکرہ دہ اوبۂ یې د سنړو رنګ
قاضی خواږۂ وئیل کہ غوڅوی د زړګی زنګ
تقریر یې دے اکسیر مدام خادم د عالمانو
جمع مسائل فقھیہ وغېرہ بطورِ چاربېتہ
یو داسې شے مې اولید عجائب ښکلے بشر لری
دوہ ژبې پہ سینہ کښې لاندې باندې برابر لری
(۱)
دوہ ژبې پہ سینہ کښې یوہ لنډہ دہ ھوښیارہ
بلہ دہ اوږدہ لہ دې قصې شہ خبردارہ
رو رو پہ ھنر سرہ مدام کوی رفتارہ
پېژنی وختونہ ھر ساٰعت دے پرې نظر لری
(۲)
پېژنی وختونہ کۂ سحر وی کۂ ماښامہ
شین وی کہ وریځ وی برابر دے پہ مقامہ
دولس ھګۍ اچوی پہ ورځ کښې شامدامہ
دولس پورہ شپہ کښې عاقلان تری نہ خبر لری
(۳)
دولس ھګۍ شپہ کښې پورہ اچوی پہ شمار
دی شپېتۂ بچی ھرې ھګۍ کښې برخوردارہ
ټول خوارۂ پراتۂ پہ لړۍ لړۍ قطارہ
کاندی اوازونہ نۂ یې خولہ شتہ نہ دے سر لری
(۴)
کاندی اوازونہ دوہ کم اتیا پہ ورځ کښې رورہ
دا رنګہ پہ شپہ کښې ھم کوی پہ زورہ زورہ
ډغہ شے لیدلے ما پہ ښار کښی دلاھورہ
ناستہ دے اوچتہ منارو باندې اکثر لری
(۵)
ناستہ کہ اوچتہ ھغہ کوم صورت دے ځوانہ
ښځہ شولہ مړہ حکم بہ دا ؤ د رحمانہ
ټول مال خاوند یوړو پہ شرعہ مھربانہ
ګورہ فتاویٰ چې پہ ھغې کښې دا خبر لری
(۶)
دادے صورت ښځې وصی کہ خپل خاوندہ
مال یې حوالہ کہ خپل پخپلہ پہ خپل ژوندہ
نیم پہ وراثت نیم پہ وصیت سرہ یې کہ بندہ
پہ ټولو کتابونو کښې دا حکم برابر لری
(۷)
نۂ منم داقول وصیت کلہ روا کېږی
زیات چې لہ دریمې حصې دے نہ صحیح کېږی
ټول مال یې خاوند تہ پہ څہ شان حوالہ کېری
بی علمہ شاعر لہ دې خبرې لاس پہ سر لری
(۸)
بې علمہ شاعر کلہ پوھېږی پہ دا کارہ
دا څنګہ صورت دے ما خبر کہ لہ اسرارہ
ښځہ شولہ مړہ حکم بہ دا ؤ د غفارہ
نہ لری وارث څوک نہ مادر شتہ نہ پدر لری
(۹)
نہ لری وارث بغېر لہ یو خپلہ خاوندہ
درئیمہ حصہ یې ورکړہ د میراث ولہ دلبندہ
دې کښې سبب دے ما کہ پوھہ بند پہ بندہ
شعر کہ قاضی ګل د بنېر غوث پہ دۂ نظر لری
آبیات پند بہ عوام الناس
د خولې مې چغې لہ افسوسہ نہ اسمان تہ خېژی
اوښکې مې پورتہ لہ تلو نہ ځی چشمان تہ خېژی
افسوس افسوس ارمان ارمان دے شنۂ طوطیان خاورې شو
اوس بہ زاغان د زېړو ګلو ګلستان تہ خېژی
خوشی باغونہ بوراګان ترې پہ ارمان تلی دی
غل دری ګوری ګونګټان څہ لہ بوستان تہ خېژی
څانړی پہ کتہ ځې پہ ژمی ژمے کوز تېروی
اوړی لہ بیا راځی پہ پورتہ ځی کوھستان تہ خېژی
دسیام تللو تہ پہ طمع وی چې بیا بہ راشی
د ګورستان تلی بیا کلہ خپل مکان تہ خېژی
د دُور اشنا خبر پہ تار یا پہ کاغذ کښې راشی
د ګور بندی اواز بیا کلہ لب دھان تہ خېژی
دنیا فانی دہ ارمانی عمل د نېک و کوہ
ھغہ عمل مہ کہ چې نفع یې صبا زیان تہ خېژی
تصدیق د زړۂ پورہ ساتہ دغہ کامل ایمان دے
شرعہ تصدیق وائی پہ زړۂ اقرار لسان تہ خېژی
ظاھر پہ خولہ کښې ددې دھر ھر سړے ولی دے
حکم د پلار کلہ منی ځاے د کنعان تہ خېژی
نن یې پرې اېښے دے ھر څوک پہ دنیا خپل اختیار تہ
ارمان بہ وکړی چې بیا پلِ صراط ګران تہ خېژی
د نېک عمل قدر بہ ھلہ در معلوم شی درتہ
چې د زرې زرې دې تلې د میزان تہ خېژی
حب د دنیا پرېږدہ مشغول شہ د رب پہ ثناء
د مال دولت عاشق بہ کلہ لامکان تہ خېژی
د دنیا مینې کہ ژوندے قارون پہ زمکہ کښې خخ
د ډېر دولت ثمرہ ورستو بیا نقصان تہ خېژی
کوم یو نېستګار کړې دعویٰ دہ چې خالق یمہ زہ
د ډېر دولت عېبونہ ټول شیداد ھامان تہ خېژی
پُخوانی څہ کوې اوس وګورہ زمونږ پہ وار کښې
چې د ټاکوټ دخان د توپې غرب اسمان تہ خېژی
مظلومان توفو باندې اولی یرہ یې نہ شی لہ رب
ارمان بہ اوکړی چې پالنګ یې ګورستان تہ خېژی
چې د لحد تمبې شی پورې بیا بہ اوچیچی لاس
ھائے ھوی بہ اوکہ غږ بہ یې کلہ دې جھان تہ خېژی
بل تکبر د ھر سړی پہ حق کښې لوے نقصان دے
پہ تواضع کښې ډېرې نفعې ھر انسان تہ خېژی
قاضی توبہ پہ استغار شہ سوال کوہ دایمان
ھغہ عمل کوہ چې نفع دې ایمان تہ خېژی
قاضی توښہ درڅخہ ھیڅ د نېک عمل نیشتہ دے
ھلتہ بہ څہ کوې عېبونہ دې عیان تہ خېژی
کوہ خدمت تہ د ټکرۍ ملا صاحب پہ مینہ
ذوالکرامت دے پہ دعا یې ډېر جنان تہ خېژی
سن یوزر درې سوہ درې پنځوس لہ پاسہ
چې د قاضی دا ګفتګو دغہ دیوان تہ خېژی
آبیات پند بہ عوام الناس
غافلہ تل دې پہ زړګی د جھان غم پروت دے
چاپېرہ نہ ګورې پہ خارو څو عالم پروت دے
چاپېرہ نہ ګورې چې مور او پلار دې څہ شو خواږۂ
بې عقلہ تاسرہ ھم مرګ یو ځاے ھمدم پروت دے
بابا ادم چې ترې پېدا وو پشت پہ پشت رسولان
نن تورو خاورو کښی بندی ھغہ ادم پروت دے
چې واړہ کونہ یې کړل پېدا پہ مخ زمونږ د رسول
نن مدینہ کښی تورو خارو سرہ ضم پروت دے
حبیب درب رب مئین ؤ پرې د ھر چانہ ډېر
ځکہ صفت یې نن د ھر مومن پہ فم پروت دے
چې حسنېن یې پہ اوږہ باندې سوارۂ ګرځول
ھغہ فنا شۂ خوشے اوس بېت الحرم پروت دے
لہ ھغہ ورستو د یارانو حال تہ ګورہ څہ شو
ورپسې ژاړم چې پہ سترګو کښې مې نم پروت دے
غوث الاعظم چې پہ لکھاؤ پسې تلۃ مریدان
بل مبارک یې پہ اوګو دشاہ قدم پروت دے
ھغہ فنا شۂ لہ فنا دارالبقا تہ لاړۂ
نن پہ بغداد کښې ترې چاپېر عرب عجم پروت دے
خواجہ اجمېر پہ ھندوستان پروت دے چیټۍ ورکوی
پہ دۂ لہ لویہ د مولا فضل و کرم پروت دے
د پیر بابا کرامت ګورہ چې دنیا خوزوی
پہ ټول وطن قلنګ چاپېرہ یې رقم پروت دے
دا چې مې شمار کړل پہ ارمان لہ دې جھانہ لاړل
ھر یو ھدوکے یې لہ خاورو سر سم پروت دے
غافلہ مہ غولېږہ تہ پہ ډول سینګار د دنیا
سترګې رڼا کہ چې پہ مخہ دې تورتم پروت دے
سوال و جواب بہ درنہ غواړی ملائک خبر شہ
د ھغې نہ وړاندې د صراط پل پېچ و خم پروت دے
تېرۂ لہ تیغہ څخہ دے دسر وېختۂ نہ نرے
ترې نہ د لاندې ګرم اور ساز د جھنم پروت دے
بد بختان ټول بہ ترې لویږی وار پہ وار پہ تلۂ کښې
ھر څوک دې ژاړی چې پہ سر یې دا مھم پروت دے
مار لړم نیشتہ دے پہ کور کښې زہ قسم خورم پہ دا
دھر چا خپل عمل پہ ګور کښې مار لړم پروت دے
قاضی تہ عفوہ ددې اوہ کہ کردِګارہ ځما
کہ پہ وئیل کښې یې خطا حرف زیات وکم پروت دے
ډير ګناہ ګار دے طمعدار خدایہ ستا د کرم
اوسی ټکرۍ کښې پہ سر د لنډی چم پروت دے
رباعی
چی رایاد کږم د مجلس یاران زاړۂ
نہ پوھېږم پہ اوبو نہ پہ خواړۂ
پہ صورت مې نرۍ تبہ شی ولاړہ
خخہ شی مې پہ زړګی د غم چاړۂ
لکہ مار سر کوفتہ تاؤ شم پہ کټ کښې
اسویلی کوم د غم ساړۂ ساړۂ
خوږ مجلس بہ یې کوہ ھمېش د مینې
یو دبل پہ دیدن نہ بہ وو ماړۂ
چې بہ غم ښادی شوہ پېښہ پہ یو کور کښې
ټول بہ لاړل ھغہ غم بہ یې ژاړۂ
لکہ لختې د چندڼو صورتونہ
ھر یوہ بہ د خیال کوږ پټکے تاړۂ
د رڼو تورو بہ یې جنګ پہ لوے میدان کہ
تماشو تہ بہ ولاړ وو لوے واړۂ
چې بد خواہ تہ بہ بد نېت شو بد غضبہ
سخت دښمن بہ یې مورچہ کښې اوتاړۂ
ټول لہ خاورو سرہ خاورې شو کۂ وینې
چی بہ یې زړۂ پہ دې دنیا پورې تاړۂ
بختور ھغہ کسان دی ځما رورہ
چی یې ځان پہ ګندګۍ ؤ نہ لاړۂ
کہ لہ ځانہ یې چاپېر څادر د صبر
د حرص کمند یې جخت راونغاړۂ
قاضی ګلہ بل تہ څہ لہ نصحیت کړې
تابیا کلہ نفس شیطان خپل وداړۂ
د دنیا پورې دې جخت دے زړۃٔ تړلے
د مرګی قاصد دې کوم خواؤ شاړۂ
څو بہ تہ لھو لعب پہ دا جھان کړې
آخر ګېر بہ شی د مرګ پہ کواړۂ
یو ورځ بہ تکرۍ کښې دا غوغا شی
قاضی ګل پہ سفر نن ګور تہ لاړۂ
چاربېتہ
پاتې دا نیمګړې دنیا رورہ د ھر چانہ دہ
داچې پاتې شوې لہ سکندر لہ سلېمانہ دہ
(۱)
پاتې دا دنیا دہ ھر سړے بہ ارمانی ترې ځې
ښہ ښکلې بشرې ښائستہ مخونہ نورانی ترې ځی
خوار دی کہ خانان دی د ګلابو خوشبوی ترې ځی
ھر چا کډہ وړې عاقبت تر ګورستانہ دہ
(۲)
ھر چا کډہ وړې عاقبت تر تورو خاورو دہ
سپینہ یې بشرہ کہ پہ دنیا لہ سپینو واؤرو دہ
قد یې سلامت ښہ نرۍ لختہ د انارو دہ
وی ثانی یوسف چې د مخ شمع یې روښانہ دہ
(۳)
وی ثانی یوسف چې د ښائست یې قلې شور وینہ
کاندی پلوشې لکہ د نور د حسن زور وینہ
تل یې سپایان ھمیش پہ سر ولاړ څلور وینہ
کاندی سلطنت سورلی یې تل د اس لہ شانہ دہ
(۴)
کاندی سلطنت وطن یې ټول لہ حکمہ زېر وی
وینځې غلامان ورتہ ولاړ ھمېش چاپېر وی
تلې دبدبہ یې چاپېرہ پہ سوات بنېر وی
نہ عاجزہ کېږی ھرہ نفع بې پایانہ دہ
(۵)
شی بہ عاقبت پہ تورو خاورو کښی دے تور
زیاتہ کہ لہ دې نہ دبدبہ ھم لری زور
بوټے بہ د خړوچو پرې لپاسہ شی سمسور
بسکہ قاضی ګلہ دا دنیا تل لہ ارمانہ دہ
رباعی
پہ زړہ اوخوړم ښامار دبېلتانۂ
چلېدلی پہ ما زار د بېلتانۂ
ھر اندام مې شۂ چور چور زرې زرې شوم
یم غوڅ کړے ذوالفقار د بېلتانۂ
پہ دارو د طبیبانو بہ روغ نہ شم
پروت پہ تبہ یم بیمار د بېلتانۂ
پہ دولت بہ ې نمګړتیا څوک پورہ نہ کہ
ھغہ څوک چې وی لاچار د بيلتانۂ
دوہ یاران پہ یو ځاے نہ پرېږدی ھیڅ کلہ
ھمېشہ دے دا بپار د بېلتانۂ
کور پہ کور ویرونہ کېږی خلق ژاړی
پہ ھر چا چې راشی وار د بېلتانۂ
د قیامت لہ شورو شرہ نہ وېرېږم
ما چې اولیدۂ روزګار د بېلتانۂ
د قاضی زړۂ پہ چړو قلم قلم شۂ
دۂ خوړلے سخت ګوذار د بېلتانۂ
چاربېتہ
ما خورلے پہ تندی دے سخت ګوذار د بېلتون
را چاپېر مې د زړګی نہ شۂ ښامار د بېلتون
(۱)
ما خوړلے پہ تندی نن سخت ګوذار دے نہ
بېلتانۂ کړم کرو کور خطا مې وار دے نہ
راتہ شوے د چا پیر ملا ازار دے نہ
چاپېر راتہ ولاړ دی پېرہ دار د بېلتون
(۲)
چاپېر راتہ ولاړ دی زہ حېرا ن یمہ
د طوطی پہ شان پنجرہ کښې بندیوان یمہ
لکہ طفل د ځانګو پہ ھاې سوران یمہ
د سینې نہ مې ختلے دے سوفار دبېلتون
(۳)
پہ سینہ کښې مې نن خخ دغم نېشتر شۂ نہ
چې د یار د جدایئ پہ ما خبر شۂ نہ
پہ ژړا مې کم لہ سترګو نہ نظر شۂ نہ
چې بندی رانہ روان کہ یار سرکار د بېلتون
(۴)
چې بندی شۂ پہ لحد ھغہ طوطی ځما
د ھجران پہ اور بدن شۂ ټول ستی ځما
پہ دیدن کښې بہ قسمت نہ ؤ زیاتی ځما
لہ قیامتہ سېوا وینم کارو بار د بېلتون
(۵)
سېوا وینم لہ قیامتہ بېلتون ګران دے نہ
ھر سړے ددۂ لہ دستہ پہ لړزان دے نہ
پہ سپین مخ مې د رڼو اوښکو باران دے نہ
پہ ما خېژی د توپکو دندوکار د بېلتون
(۶)
غرب پہ ما شۂ د ټوپکو زہ رنځور شومہ
د خندا د روغو خلقو د تربور شومہ
لکہ اوسپنہ پہ خولہ کښې د انبور شومہ
دقاضی پہ سر سټک وھی لو ھار د بېلتون
مصرعہ
زۂ پہ ډورہ ورتہ ولاړ وم
د جان سپین مخ یې قبلې تہ سمہ ونہ
رباعی
نن بیا پہ زړګی جوړ د غم غوېمنډ دے
پہ چشمانو کښې مې ساز د اوښکو دنډ دے
دھجران پہ کټارو قلم قلم شومہ
رنګ پہ وینو مې سوات کښی الا دنډ دے
کہ لہ خپلہ بختہ تختم نہ خلاصېږمہ
خپل نصیب راتہ نیولے ملاکنډ دے
تل پہ ما باندې د غم باران ورېږی
خوشحال نہ شوم د ښادۍ څادر مې لنډ دے
څوک مې نیشتہ چې خبر مې یار لہ یوسی
احمد جان چې دخولې ھر الفاظ یې کنډ د دے
پہ باګړو کښی یې دېرہ دہ ښائستہ ځوان دے
ښہ ملا دے نہ چې خوشے یو لونډ دے
خداے لہ پارہ لږ مې راشې پہ پوښتنې
سپک لہ ما کړی دروند پہ ما چې د غم پنډ دے
د ښادۍ بېړۍ مې ډوبہ پہ دریاب شوہ
قاضی ګلہ جوړ ټکرۍ ګودر د ھنډ دے
چاربېتہ مرثیہ(کور مثنوی )
طوطی لہ مانہ مرور ځی
کړے یې نیت دے پہ سفر ځی
بیا بہ را نۂ شی سر دوبارہ
اوسوم پہ اور غنی ستارہ
(۱)
بیا بہ را نہ شی پہ سوګند
اوبہ یې نہ وینمہ پہ ژوندہ
ھغہ ښائستہ ګل د نمېرہ
خپل خپلوان ترې نہ چاپېرہ
ھغہ ښائستہ غل د ګلابہ
مولیٰ کہ لاندې لہ ترابہ
پہ مخ مې اوښکې لروبر ځی
طوطی لہ مانہ مرور ځی
پہ مخ مې اوښکې ځی سیدونہ
پہ زړۂ مې جوړ شو پرھرونہ
بېلتانۂ راکہ سخت ګوذارہ
اوسوم پہ اور غنی ستارہ
(۲)
بېلتانۂ راکہ داغ د اورہ
ھمېشہ ګرځم کرو کورہ
نور مې عبث شہ باقی ژوندہ
فضل پہ ما اوکړې خاوندہ
فضل پہ ما اوکړې سبحانہ
پہ ژړا ژاړی سکندر خانہ
لہ غمہ یې غشے پہ ځیګر ځی
طوطی لہ مانہ مرور ځی
نویونہ یې ژاړی پسې ټول
ښائستہ ګلونہ د غانټول
اوښکې یې څاڅی لہ رخسارہ
اوسوم پہ اور غنی ستارہ
(۳)
اوښکې څاڅی پہ مخ رود
پہ ھیچا نہ شی ځما سود
رانہ فناھغہ بشر شۂ
ورپسې غوڅ مې دزړہ سر شۂ
رانہ فنا شۂ ھغہ ګلہ
ښائستہ نرۍ غاړہ غندلہ
ړوند شوم لہ سترګو مې نظر ځی
طوطی لہ مانہ مرور ځی
ړوند شوم پہ سترګو مې تل دوند دے
اوښکې مې څاڅی ګرېوان لوند دے
ماتہ د چا اوشو ازارہ
اوسوم پہ اور غنی ستارہ
(۴)
ماتہ جوړ کړې چا خېرې دی
تل پہ ژړا مې سرګې سرې دی
پہ سخت مرض اوسۂ داورہ
ورپسې ژاړی کلے کورہ
خاوندہ داسې څوک قجیرہ
مہ کړې بد مرض اسیرہ
پہ تختہ غوښې ترې اکثر ځی
طوطی لہ مانہ مرور ځی
قاضی نور بس کہ لہ بیانہ
درنګ زړۂ چوی د محبت خانہ
د ایمان سوال کہ غفارہ
اوسوم پہ اور غنی ستارہ
(۵)
د ایمان سوال کہ لہ خاوندہ
غواړہ ترې خېر د باقی ژوندہ
نورالبصر درنہ رخصت شۂ
مرور تانہ تر قیامت شۂ
مرور تانہ دے روان شۂ
پہ تور لحد کښې بدیوان شۂ
فنا شۂ نمر د ماځیګر ځی
طوطی لہ مانہ مرور ځی
پہ شان د نمر د ماځیګر شۂ
فنا لہ ما ھغہ بشر شۂ
دیرہ یې ګور کښې شوہ قرارہ
اوسوم پہ اور غنی ستارہ
رباعی
راشہ وګورہ کارونہ د بې نیازہ
لاړ پہ مرګ عمر خطاب رکشہ اوازہ
عجیبہ ښائستہ غنچہ وہ دګلابو
ګرځېدہ پہ مکېز لہ ډیرہ نازہ
کہ صفت یې دښائست کړم شم بہ ستړے
سرې یې شونډې نورانی سترګی دبازہ
موریې شب وروز کوی پسی فریادہ
غوښہ یې توې شوہ لکہ موم چی شی ګدازہ
مالہ ھم دی مناسب چې چلم پرېږدم
چې د اور د راخستو شومہ مُتازہ
قاضی ګلہ شب وروز پہ ژړا ژارہ
د دنیا دې پری خطا شو سازوبازہ
بیا بہ نہ مومې ھغہ بشرہ قجیرہ
کہ وګورې قندھار کابل شیرازہ
قاضی ګل د غم مصرعې بہ لکی نورې
دې ساعت کښې یې شۂ بند دفکر بازہ
پہ اخر کښې مونږ یو ځاے کړي خاوندہ
پہ دنیا کښی مې غم اولید بې اندازہ
رباعی
زہ چې وینمہ ګردش د اسمان زر زر
ځکہ ځی مې پہ مخ اوښکې باران زر زر
ماوې تل بہ جوړ خوشحالہ خوشحالی وی
بېلتانۂ راباندې ګډ کہ تالان زر زر
زړۂ مې باغ ؤ د سپرلی پکښې غنچې وې
واړہ توې شولې پہ باد خزان زر زر
دا دنیا دہ یو تالاؤ د اوبو ډنډہ
پرې ډوبیږی د باغونو طوطیان زر زر
وړاندې ورستو فکر اوکہ کۂ ھوښیار یې
ترې نہ تلی دی زمونږ رسولان زر زر
دا چې تلی دی بیا نہ راځی ھیڅ کلہ
لکہ سین چې وی پہ مخہ روان زر زر
عاقبت بہ تورو خارو لہ د ګور ځی
شی خفہ بہ دا خانا ن امیران زر زر
پہ طفلۍ کښی د غمنو پہ دام ګير شوم
ربہ روح مې کہ لہ تنہ روان زر زر
سکندر خان رانہ بندی پہ ګورستان شہ
مور یې ژاړی اوښکې ځی پہ ګریوان زر زر
یو مې رور شۂ رانہ ورک د ھند پہ لوری
درېغہ اومې لیدے ھغہ چشمان زر زر
د ماضی لہ مضارع نہ خبر نۂ یم
ترې نہ لاړل دا زمونږ اشنایان زرزر
قاضی ګل د غم پہ لومہ کښې اسير شوم
ربہ تہ یې کہ نصیب ښہ ایمان زر زر
مصرعې
پہ ھزارہ کشې ټپې تہ د خپل خوږلت پہ سبب مصرعہ وائی یعنی پہ عوامی ژبہ کښې مصری د خوراک یو خوږ شے ۔ دغہ شان د بیت معاملہ ھم دہ بېت پہ عربۍ کښې د شعر نیمې حصې تہ وائی خو مونږ پہ پښتو کښې بېت پورہ شعر تہ وایُو ۔
لیک د تقدیر مې معلوم نۂ دے
چې خوشحالی بہ پہ ما شی کہ تل غمونہ
لیک د تقدیر مې معلوم نہ دے
کہ پېدا شوې دنیا ټولہ وګورمہ
چې پہ میثاق شوې برخې جوړې
ښادی د نورو غم ځما ورسېدۂ نہ
پتنګہ خاورې دې پہ سر شوې
تېل پہ خلاصی شو ډیوہ درنګ ساعت لہ مرینہ
د مور لہ نفسہ پاک پېدا شوم
اوس بہ د مور ګېډې لہ ډک د ګناہ ځمہ
د وجود اونہ می زړہ شوہ
د حرص اونہ مې لا اوس سپړی ګلونہ
صوتِ صواتیان
صوت ښځینہ سندرې تہ وائیلے کېږی ، پہ تور غر کښې اوس ھم د زنانو د خوشحالۍ پہ موقع سندرو وائیلو صوتونہ وائیل وائی ۔ سوات بہ پخوا صوات لیکلے کېدۂ یعنی دا ھغہ سندرہ شوہ چې سواتۍ زنانہ یې وائی ۔
اوړمہ را اوړمہ ، بې لہ جانانہ مالہ خوب کلہ راځی نہ
(۱)
اوړمہ را اوړمہ ، خوب خو لہ یارہ سرہ خوب وی
اوړمہ رااوړمہ ، بې لہ اشنا نہ څہ خوب نہ وی مئینہ
(۲)
اوړمہ را اوړمہ خوب مې د یار پہ لېچہ اوکہ
اوړمہ را اوړمہ اوس د ریښمو پہ بالخت خوند نہ راکوی نہ
(۳)
اوړمہ را اوړمہ خو ب خو ھالۂ د سړی خوب وی
اوړمہ را اوړمہ چې د اشنا پہ سینہ یې ایښی وی لاسونہ
(۴)
اوړمہ را اوړمہ قاضی پنځۂ وختہ داسوال کہ
اوړمہ را اوړمہ خداے دې بې یارہ مسلمان نہ کړې مئینہ
مصرعې
د مور لہ نفسہ ګل پېدا شوم
اوس بہ مور ګېډې لہ تورې خاورې ځمہ
اوس خو دښځو پہ خیال ګرځمہ
ورستے نکاح بہ زۂ لہ مور سرہ کومہ
د نمر خاتۂ مونځ مې ارمان دے
ربہ کہ دا ارمان مې سر تہ کړې مئینہ
قطب نیلاؤ تہ مې مونځ اوکړے
بیا مې کہ سترګې چینجی خوری رضا پرې یمہ
حساب زہ ھغہ مسلمان شوے
چې یې د لاس ذبحہ حرامہ وی مئینہ
صوتِ صواتیان
یہ مورې بېدارہ شہ ، غل مې راغلے سور پالنګ لہ خبردارہ شہ
یہ مورې بېدارہ شہ
(۱)
یہ مورې بېدارہ شہ ، راسرہ غاړہ غړۍ پروت دے
یہ مورې بیدارہ شہ ځما یې وخواړۂ د سرو شونډو سرونہ
(۲)
یہ مورې بېدارہ شہ ، راسرہ غاړہ غړۍ پروت دے
یہ مورې بېدار شہ ، ځما پہ سرو اننګو جوړ شُو پرھرونہ
(۳)
یہ مورې بېدا رہ شہ ، ځان دې لہ قصدہ نہ اودۂ کہ
یہ مورې بېدار شہ ، پردے سړے دے ځما یې مات کړلو ھډونہ
(۴)
یہ مورې بيدارہ شہ ، قاضی بہ پنځۂ وختہ داسوال کہ
یہ مورې بیدارہ شہ ، چی دې شیطان مې ایمان نہ خطا کوی نہ
سروکے پہ ھربند پسې تکرارېږی
چاربېتہ(کور کړہ بندہ)
زلفې دې مارانہ ، ځانګی پہ صدر جینۍ
زہ لکہ مجنون ستا پہ دیدن پسې بیمار یمہ
سوے پہ انګاریمہ
(۱)
زہ لکہ مجنون یمہ ، پروت پہ حال زبون یمہ،
سوے اندرون یمہ ،
سور دې کہ پہ سرو شونډو د سرو زرو پېزوانہ
زلفې دې مارانہ
سور دې ښہ چاګل وینم ، غاړہ دې غندل وینم
ټیک دی پہ اوربل وینم
خور دې کہ لہ خیالہ دی ښائستہ داوڼ پہ سر جینۍ
ځانګی پہ صدر جینۍ
خور دې زرین شال کہ ، ځان دې ښہ سنبال کہ
ملک دې پائمال کہ
تہ غنچہ د ګلو زہ بلبل پہ ھاے کوکارہ یمہ
سوے پہ انګار یمہ
(۲)
زہ لکہ پتنګ یمہ ، تاپسې ملنګ یمہ
ستا پہ تھمت رنګ یمہ
تور دې کجلو اېښے خال پہ زنخدانہ
زلفې دې مارانہ
خال دې پہ زنخ اېښے ، تا پہ ښہ رونق اېښے
ټیک دې لکہ چړق ایښے
سیال دی د جمال پہ جھان نیشتے برابر جینۍ
ځانګی پہ صدر جینۍ
سیال دې پہ زمین کښې ، نیشتہ دے پہ چین کښې
ګورې پہ ائین کښی
تہ د بادشاہ لور یې زہ عاجز خوار زمیندار یمہ
سوے پہ انګار یمہ
(۳)
زہ لکہ ګدا صنم ، تا باندې شیدا صنم
تل مې دا ندا صنم
ستا دوصال سوال کومہ تل لہ پاک سبحانہ
زلفې دې مارانہ
سوال دی د صدر کوم ، تل د رب پہ در کوم
زہ شام وسحر کوم
تہ کہ مولا راکړې ھغہ ورځ بہ وی اختر جینۍ
ځانګی پہ صدر جینۍ
تہ صنم ځما شولې ، غاړہ بیا شولې
ماسرہ پہ خولا شولې
ورک بہ مې طاعون شی ھمېشہ دې طلبدار یمہ
سوے پہ انګار یمہ
(۴)
ورک بہ مې مرض کہ رب ، سر کہ مې غرض کہ رب
ښہ مې چرتہ ورځ کہ رب
تل ځما خوراک شی خارو ستا شیرین لبانہ
زلفې دې مارانہ
ستا لبان زبیب ځما ، کړلے رب نصیب ځما
تہ شولې طبیب ځما
بار بہ دې احسان ھمېشہ وړمہ پہ سر جینۍ
ځانګی پہ صدر جینۍ
بار بہ شی احسان پہ ما ، ستا بہ ھر زمان پہ ما
مہ ږدہ تاوان پہ ما
خولہ کہ رالہ راکړې غرضی ستا د رخسار یمہ
سوے پہ انګار یمہ
(۵)
خولہ کښی اننګ راکہ تہ ، ماملنګ رضا کہ تہ
ورکہ مې سودا کہ تہ
یو ځلہ محبوبې تہ پہ ما شہ مھر بانہ
زلفې دې مارانہ
یو ځلہ مې موړ کہ تہ ، سوے زړہ مې سوړکہ تہ
ماسرہ ځان جوړ کہ تہ
نیمہ شپہ مې بوځہ خپل پالنګ پہ ھنر جینۍ
ځانګی پہ صدر جینۍ
نیمہ شپہ مې غور کہ ، ما پہ سینہ سور کہ
خوشے راتہ کور کہ
وائی قاضی ګل سوال مې منظور کہ امیدوار یمہ
سوے پہ انګار یمہ
(۶)
سوال مې مستجاب کہ ، لرې دې نقاب کہ
مخ راښکارہ افتاب کہ
ځان تہ مې نیزدې کہ خولہ کښی راکہ سرۂ لبانہ
زلفې دې مارانہ
ځان تہ مې قریب کہ ، خولہ کښې لب زبیب کہ
خاص مې خپل حبیب کہ
څو بہ پہ ما اوځی ورځې شپې د غم اکثر جینۍ
ځانګی پہ صدر جینۍ
څو بہ زہ ملال یم ، ګېر د غم پہ جال یم
پروت بہ پہ بد حال یم
زړہ کښی اندرون سوے د عشق پہ سوفار یم
سوے پہ انګار یمہ
مصرعې
بې ذبجې غوښې مې خوراک دے
د بې نکاح ښځو پہ طمع مړ بہ شمہ
کافر بې شکہ بې شبې یمہ
مسلمانۍ کښې شک مہ کوہ مئینہ
ټول نکاحونہ دې برباد دی
نیت دې د مور پہ نکاح کېدہ ښہ بہ وی نہ
کور دې د مور تہ نظر اوکہ
غور دې د لیت کہ بیا بہ تورہ تیارۂ وی نہ
کور دې د مور صفا جارو کہ
صبا بہ پروت یې د ایرو پہ ډېرانونو
کور دې د مور چونہ کاری کہ
رب تہ زاری کہ تری نہ غوړہ جنتونہ
د دوست وئیل مې منظور نہ کړل
چې مخامخ شوم زہ بہ څہ بھانہ کومہ
تور مخ بہ ھلتہ کښی ولاړ یم
کوز کوز بہ ګورم شرمندہ بہ یم مئینہ
تش یې پہ مینہ باندې ډاډ یم
نور مې د یار پہ قول او نہ کړل عملونہ
لکہ چې زہ ترې بې پرواہ یم
داسې کہ یار شی تاترین بہ مې ځاے شی نہ
بګتۍ
نن مې لہ ورایہ د خارو مخ تہ کاتۂ کړی دی
زړۂ مې الواتۂ کړی دی
(۱)
نن مې ورایہ نہ لیدلہ خارو والاړہ
سپینہ خولہ ښہ صراحی غندل یې غاړہ
پہ کجل تورې خمارې سترګې یې دواړہ
پہ سور چار ګل کښې پرې پورہ اتۂ کړې دی
(۲)
سور یې چارګل پہ پوزہ کړے یې پېزوانہ
ټیک لہ دړۍ سرہ یې وینم ھر زمانہ
سپینې یې لېچی سپینې تورې د اېرانہ
ټول عاشاقان یې پہ لمبو باندې راتۂ کړی دی
(۳)
عاشقان ګرځی لېونی د شاہ لہ دستہ
چا سرہ نہ کہ د کرم خبرہ مستہ
کہ ډېر منت کړم نہ راځی ځما پہ مرستہ
مژګان یې غشی لہ سینې ځما ښاتۂ کړی دی
(۴)
مژګان یې غشی د خارو ورځې کمانہ
سترګې ګولۍ پرې باندی وژنی عاشقانہ
زہ ھمېشہ پسې لېږمہ دلالانہ
د تش دیدن یې راسرہ روپۍ شپېتۂ کړې دی
(۵)
قاضی ګل غواړی وصالت د ګل رنګېنې
کہ کوې خوب د لېونۍ پہ مټې سپینی
دوتر ګانہ کہ روپۍ ورکہ تکې سپینې
بې روپو چا د پېغلو جونو سملاستۂ کړې دی
زړۂ مې الواتۂ کړی دی
مصرعې
پہ عرش عظیم باندې لیکلی
دوہ لامہ دوہ میمہ ھمغاړې دې مئینہ
پہ عرشِ عظیم باندې لیکلی
دوہ کافہ دوہ عېنہ پہ یو ځاے کښې مئینہ
کہ میم پہ جیم باندې داخل شی
غېن خو بہ ر شی مدام خ بہ وی مئینہ
شپږ تنہ تلۂ پہ یوہ لارې
یو نارینہ ؤ پنځۂ ښځې وې مئینہ
چا ترې تپوس پہ رو رو اوکہ
حال وایہ ځوانہ دا دې څہ لږی مئینہ
یوہ مې ښځہ دوہ مې خوېندې
دا دوہ مې وینځې خداے راکږې دی مئینہ
دوی پنځہ واړہ ځان کښی خوېندې
لہ یوې مورہ پیدا شوې دی مئینہ
درې تنہ تلۂ پہ یوہ لارې
چا تپوس اوکہ ځان کښې څہ لږئ مئینہ
دایو مې رور او بل مې پلار دے
رور مې د خپلې ښځې ځوے دے مئینہ
پلار مې مېړۂ دے دعورتې
کہ مې قسمت یې پہ ما اوشو فسادونہ
دغہ تحریر چې ځما ګورئ
د خداے پہ نام لاسونہ پورتہ کړئ مئینہ
دعا پہ حق کښې ځما او کړئ
ډېر ګناہ ګار یم چې پرې خلاص لہ ګناہ شمہ
پہ دعا ستا بہ څۂ کم نہ شی
کۂ سوال قبول شی زہ بہ خلاص لہ غمہ شمہ
لیک بہ مې پاتې پہ کاغذ شی
ځما بہ ھرھدوکے خاورې شی مئینہ
ځما پہ ټول مجلس سلام دے
دا مې کلام دے چې غلام د ټولو یمہ
بګتۍ(مذکور )
راپسې مہ ګرځہ لائق مې د یارۍ نہ یې
څلہ ځما غور کوې
کم بختې تہ بدری جمالہ ښاپېرۍ نہ یې
ماتہ چې پېغور کوې
(۱)
راپسې مہ ګرځہ خبر مې کړې لہ وختہ
زہ لویہ شوې یم لہ ھٰغہ چا لہ بختہ
چې بادشاھت کوی خاوند د تاج وټختہ
تہ مساوی ځما د شال د سلارۍ نہ یې
ځان لہ بہ بل کور کوې
(۲)
تہ بیا لہ کومہ یې د تھکال دارباب لورہ
چې دومرہ کبر کوې ناستہ یې مغرورہ
پہ عاشاقانو دې تېرېږی تل ضرورہ
دؤل جوړ کړے دے دښار ھغہ کنجرۍ نہ یې
خال پہ زنہ تور کوې
(۳)
پخپلہ سپک یې ځکہ ماتہ وائې سپکہ
د سپک سړی دې مولا کاندی ګونہ ورکہ
نہ کړم یاری درسرہ پوھہ شہ ھلکہ
تہ خوار سړے یې تحصیلدار د کچرۍ نہ یې
ګېډې لہ قرض پور کوې
(۴)
ما کلہ کړې ستالہ پلار قرضداری دہ
ډېر مې دولت دے معاملہ مې بازاری دہ
پنځہ وختہ را کرہ چایٔو تیاری دہ
دوتر مې ډېر دے تہ خبر مې لہ سېرۍ نہ یې
تہ ګمان د چور کوې
(۵)
زہ دې اشنا یم څہ لہ ماتہ کوې لافې
کېنې مجلس کښې ښې خبرې کوې صافې
ملکال دې نہ منی پکښې نہ لوے صراف یې
تہ قاضی ګل شاعر پہ اصل د ټکرۍ نہ یې
سوې مصرعې زور کوې
بګتۍ
ټیک دې شغلې کہ لکہ ستورے اسمانی
ځما دې خاورې کړہ ځوانی
(۱)
ټیک دې تابان وینمہ ،
پہ ھر زمان وینمہ ،
مخ دې اسمان وینمہ
زلفې دې پېچ و خم پہ شان د درانی
(۲)
ځان دې سنبال کہ نہ
تازہ دې خال کہ نہ
پہ سر دې شال کہ نہ
پہ در دې پروت یم کہ پہ ما مھربانی
(۳)
پہ در دی پروت یم بیمار
لکہ طوطا کړم چغار
سوے د عشق پہ انګار
پہ خولہ کښې راکہ دواړہ شونډې نورانی
(۴)
سرۂ دې لبان د مزې
سپین دې دندان د مزې
سور دې پېزوان د مزې
قاضی لہ ورکہ د سینې باغ امانی
(۵)
قاضی ګل ستا دے غلام
تاتہ ولاړ لاس پہ نام
ورکہ سرې شونډې انعام
دا ستا د سر یې پیر نیولے جېلانی
ځما دې خورې کړہ ځوانی
ابیات
د دنیائې د سود پہ ځاے خلقو ایمان اېښے دے
چې یو مثقال نفع پہ کښې وی روح یې قربان اېښے دے
زہ چې نظر کړم ھر سړے نن زمان اخلی بډې
څہ اوشو کہ نوم یې د عابد ظاھر پہ ځان اېښے دے
څوک پہ تعویز اخلی ھګۍ څوک پرې چرګان ټولوی
چا اوړل د جرندې خپل حق پہ دھقان اېښے دے
ځان تہ وائی بہ مسلمان خوی بہ کوی د ھندو
زینار یې لاندې د خلقې نہ پټ پنھان اېښے دے
سوچہ یې ږیرہ وی ساتلې ښې تسبیح پہ لاس کښې
د اعتبار لہ پارہ یې دغہ یو نشان اېښے دے
پکښی بہ اخلی رشوتونہ دھر چانہ بډې
بل د نا حق شھادت فرض یې پہ ځان اېښے دے
رب رالېږلے د قران د ھدایت لہ پارہ
مونږ د ناحقې قسمونو لہ قران اېښے دے
توبہ توبہ وائی پہ زړۂ کښې نہ شی خطر
ظاھر عادت توبہ پہ خولہ ھر مسلمان اېښے دے
قاضی ډېر خیال کہ چې ابیات چرې غلط او نہ وائې
ستا پہ وطن کښی خلقو نوم فصیح زبان اېښے دے
رباعی نعت
شامدام مې دے ارمان د مدینې
ربہ تۂ کړې ما باغبان د مدینې
خادمانو کښې خادم مې خاص مخلص کړی
د نبی اخرزمان د مدینې
لہ دې خپلہ تورہ ملکہ مې زړۂ تور کړې
ځاے ځما کړې قبرستان د مدینې
شب و روز مې ربہ تاتہ مناجات دی
ما داخل کړې پہ بوستان د مدینې
توان مې نیشتہ دجھاز نہ پیادہ تلے شم
ربہ راکړې د تلو توان د مدینې
ھیڅ پہ در کښې بہ دې کم نۂ شی رحمانہ
کۂ ما بوزې تر مکان د مدینې
مدینہ منورہ ځما مسکن شی
اووینمہ ھر دوکان د مدینې
طواف اوکړم د کعبې پہ څو څو ځلہ
ورک د زړۂ کړمہ ارمان د مدینې
قاضی ګلہ پہ طلب بہ مطلب مومے
دے حدیث د شاۃ جھان د مدینې
تہ طلب کوہ مطلب تہ بہ پرې رسې
در بہ تالہ کاندی توان د مدینې
نعت (چاربېتہ)
کور ھزار والہ
پہ زړۂ مې پروت د مدینې ھغہ ګلذار دے
چې پکښې پروت د دواړو کونو شھر یار دے
پہ زړہ مې پروت
(۱)
پہ زړۂ مې پروت د مدینې دلیدو خیال دے
چې پکښې پروت زمونږ نبی صاحب جمال دے
پہ ھر وطن یې ، دبدبہ لوے یې اقبال دے
فضل پرې کړے زمونږ رب غنی غفار دے
پہ زړۂ مې پروت
(۲)
فضل پرې کړے دے زمونږ غنی رحمانہ
راز لہ د رب ختلې ؤ تر لامکانہ
جبرائیل راغے ، نیمہ شپہ یې کہ روانہ
پہ جلالېن کښې مې لیدلے دا ګفتار دے
پہ زړۂ مې پروت
(۳)
پہ جلالېن کښی مې لیدلے دا تقریر
عرب عجم یې سراسر واړہ جاګیر
چاپېر لہ دۂ ؤ ، د سرو زرو زنځیر
ھر یو بادشاہ ددۂ مخکښې خدمت ګار دے
پہ زړۂ پروت
(۴)
ھر یو بادشاہ ورتہ ولاړ دے لاس پہ نامہ
پہ لوے اختر یې ھمیشہ کوی سلامہ
خلق چاپېرہ ، ورتہ ټولېږی اژدھامہ
رب پہ قران کښی ھمېشہ کړے اظھار دے
پہ زړۂ مې پروت
(۵)
صفت یې شوے پہ یس طہ کښې یارہ
پہ مزمل پہ مدثر کښې برخردارہ
ځایونہ نور ، پہ قران کښی شتہ بې شمارہ
دے پہ کل واړو انبیاؤ کښې سردار دے
پہ زړۂ پروت
(۶)
د ے پہ کل واړو انبیاؤ کښې پېشین دے
ظاھر دنیا تہ ښکارہ شوے اخرین دے
تاج د لولاک ، ولہ پہ سر اېښے متین دے
بېرتہ بہ ورکړی د جنت د دۂ اختیار دے
پہ زړۂ مې پروت
(۷)
داخل جنت تہ بہ کړی څوک چې مومنان وی
خاص برابر پہ شریعت باندې روان وی
کامل پہ دین ، د محمد اخرزمان وی
قاضی کہ غواړې جنت جخت شہ نن دې وار دے
پہ زړۂ مې پروت
(نوټ )د ھرې کړې پہ خاتمہ باندې ټول سر سریان وائی
رباعی
نن یادیږی مې ګلزار د مدینې
پہ زړۂ پروت مې شھریار د مدینې
مدینې لہ لاړی دا مې لوے ارمان دے
ھلتہ شولے خدمتګار د مدینې
د اصحابو پہ قبرونو ګرځېدلے
ښکل روضہ مې کړے بار بار دمدینې
نہ مې زاد د جھاز شتنہ پیادہ تلے شم
نہ معلومہ راتہ لار د مدینې
خدایہ داسې څوک ھمراہ مې را پېدا کړې
چې یو ځاے اوکړو رفتار د مدینې
یو ځل اولیدلے ما پہ دواړو سترګو
ښائستہ ښکلے شیرین ښار د مدینې
د کوڅو خاورې رانجۂ کړم د چشمانو
ګردش اوکړم پہ بازار د مدینې
قاضی ګل سرپہ زنګون اېښے نسکور دے
خخ د عشق پہ سور زار د مدینې
د عاشق دوا صفت د معشوقې دے
قاضی ګل تہ کوئ شمار د مدینې
بګتۍ
لائق مې نہ یې د یارۍ بل بہ څوک یار نسې
څلہ راتہ لار نیسې
(۱)
لائق مې نہ یې د یارۍ
تہ یې وھلے د خوارۍ
مدام پہ تا دی لاچارۍ
زہ یم خانخېلہ تہ بہ لور د زمندار نسې
(۲)
زہ ستا لہ پلار ځنې فی الحال
دوہ ګوڼہ وینم خپل مال
ځان بہ پہ تا کړمہ حلال
پرې بہ دې نہ ږدم کہ وجودمې پہ انګار نسې
(۳)
مستې خبرې کوې
لہ عقلہ لرې کوې
ډېرې نادرې کوې
یاری دې نہ کړم کۂ قران راتہ روئیدار نسې
(۴)
قطعی شېدا یې جینۍ
پہ ما رضا یې جینۍ
لائق ځما یې جینۍ
دا حجوتونہ تہ لہ پارہ د اعتبار نسې
(۵)
نہ یاری ستا کومہ
نہ ستا رضا کومہ
نہ دا سودا کومہ
کہ پہ جولۍ کښې زر روپۍ راتہ پہ شمار نسی
(۶)
بې د روپو کہ اعتبار
د بنېر غوث دے سردار
ستا دسر ځمہ دوبار
سرۂ اننګی بہ قاضی ګل تہ وار وار نیسې
(۷)
لارہ کښې نېغ شوې راتہ
تېرۂ لہ تیغ شوې راتہ
د ژمی میخ شوې راتہ
اوس بہ مې یار شې چې د پیر بابا دربار نسې
څلہ راتہ لار نسې
رباعی
پہ دنیا کښې دې څوک نہ شی قرض دارہ
کۂ ھندو وی کۂ پہ غاړہ یې زینارہ
کنارہ لہ خلقو ځانلہ جدا ناست وی
ھمېشہ یې وی سودا لېل ونھارہ
لکہ واورہ پہ غرمو چې اوبۂ کېږی
داسې غوښې یې توئېږی وار پہ وار
کۂ رور کہ یې عزیز کۂ یې اشنا وی
پہ یوځلہ ترې لہ سیلمې شی ویزارہ
کہ یو لس روپۍ پرتې یې د چا جېب کښی
ھر سړے وائی دا ځما اشنا یارہ
پہ دنیا کښې دې ھیڅ څوک نہ شی بې مالہ
نست مند ځوے پکار نہ وی د خپل پلارہ
پہ غوثانو مې د پښو پوستکے اوخوت
کہ بنېر کۂ بالاکوټ دے کہ چینارہ
د ماڼۍ معصومان ھم رانہ خلاص نہ دی
د جبړۍ بابا لہ ځمہ وار پہ وارہ
قآضی ګل خو نالائقہ سړے نہ دے
مګر ستوری یې د بخت نہ شۂ پکار ہ
پہ دنیا کښې پرې سختې راغلې ډېری
پہ اخر کښې پردہ اوساتې ستارہ
بګتۍ
مژګان دې غشی تېرې وروځې دې کمان د مزې
اولی عاشقان د مزې
(۱)
مژګان دې غشی خدنګ
امېل پہ غاړہ لونګ
سپین د مزې دې اننګ
د زرو سرو دې کہ پہ پوزہ سور پېزوان د مزې
(۲)
سور دې پېزوا ن دلبرہ
سرۂ دې لبان دلبرہ
سپین دې دندان دلبرہ
پہ تور اوربل کښې دې قطار اېښی موران د مزې
(۳)
تور دې زلفان وینمہ
لکہ ماران وینمہ
تور دې چشمان وینمہ
سپینې دې لېچې تیرې تورې د اېران د مزې
(۴)
سپین دې مړوند محبوبې
کوی پرې خوند محبوبې
سپین دې باوُ بند محبوبې
سپین دې پکښې اېښې غمی د بدخشان د مزې
(۵)
قاضی ګل پروت بې مجال
دے ستا لہ غمہ ملال
مھر پرې اوکہ فی الحال
ورتہ بخشیش کہ د سینې سپینې مېدان د مزې
اولې عشقان دمزي
بګتۍ
سپینې دې لېچې اېرانۍ تورې تېرې لېلیٰ
سپینې د ګجرې لېلیٰ
(۱)
سپینې دې لېچې سپینې لېچې د اېران صنم
سپین دې باوُ ګان صنم
سپین پکښې اېښی تا غمی د بدخشان صنم
سپین پکښې موران صنم
سپین دې امېل پروت د سینې پہ منارې لېلیٰ
(۲)
سپین دې امېل وھی پہ سپینہ ټال جینۍ
سپین پکښې ښہ لال جینۍ
د سپینې زنې پہ منځ اېښے دې شین خال جینۍ
سپین مخ دې مشال جینۍ
پہ سپین جبین دې قطار کړې ستارې لېلیٰ
(۳)
پہ سپین جبین دې ستارې لړۍ لړۍ ساتې
سپینې پرې دړۍ ساتې
سپین اننګی دې نارنجان د سین کړۍ ساتې
ښہ سپینہ غړۍ ساتې
سپینې پګړۍ عشقان ځی تر ستا دېرې لېلیٰ
(۴)
سپینې پګړۍ عاشقان ستا شونډې رېوړۍ غواړی
اوس پہ دا ګړۍ غواړی
پلار دې روپۍ سپینې پورہ یو دړۍ غواړی
سپین کالی جوړۍ غواړی
قاضی ګل نہ کوی پہ دې دولت اسرې لېلیٰ
(۵)
قاضی ګل سپینې روپۍ دربہ کړی پہ شمار جینۍ
سپینې پنج ھزار جینۍ
مور سرہ اوکہ مصلحت رضا کہ پلار جینۍ
نہ اخلی دې ازار جینۍ
پرې بہ دې نہ ږدم کہ چا کړم پہ غر غرې لېلیٰ
سپینې دې ګجرې لېلیٰ
چاربېتہ (کور مستہزاد )
نوټ: چاربېتہ پہ نیم سر وائیلې شوې دہ
ستم دې پہ ما زور شۂ ھمېش ګرځم پہ ویجاړہ
جمالې ښاپېرۍ
ستم دې پہ زور شۂ ھمېش ګرځم پہ ویجاړہ
جمالې ښاپېرۍ
(۱)
ستم دې پہ مازور شۂ ځکہ یمہ کروکور
نظر اوکہ صنمې
لنډۍ زنې پہ سر دې خالہ اېښی دی څلور
غوڅ غوڅ زرۂ مې قلمې
سینہ دې باغیچہ پکښې ګلونہ شو سمسور
پہ خیال ږدې قدمې
زہ ستا د در ملنګ یمہ ستا پړے ځما غاړہ
ما اېښې ککرۍ
(۲)
زہ ستا د در ملنګ یم ما بخښلې درتہ سر دے
چې څہ کوې جانانہ
راتللے تالہ نشمہ ظالم دا ستا پدر دے
دلال لېږم مدامہ
خبر نہ راوړی مالہ دلال ځما کافر دے
ما بولی پہ نادانہ
د عشق پہ لمبو سوزم ټول صورت مې شو لتاړہ
ژوندون مې د خوارۍ
(۳)
ژوندون مې شۂ خراب لکہ تراب پروت یم زبون
خبر مې شہ حالہ
زۂ ستا پہ مینہ مست یم لېونۍ لکہ مجنون
تل پروت یم بې مجالہ
ظاھر پہ صورت روغ ښکارم ستی شوم اندرون
سپین مخ دې دے مشالہ
لہ زړۂ نہ مې راځی د عشق سرې لمبې اواړہ
خېژی لہ ککرۍ
(۴)
پہ زړہ کښې مې خوټ کېږی سرې لمبې دی د اتش
ستی مې ټول صورتہ
را اوتې یې پہ سېل لګولی دې کشمش
بې شانہ دې عزتہ
قاضی وائی چاربېتې د ګز لوے یې ترکش
ډک کړے امانتہ
شاعرہ کہ ظاھر شوې کړمہ ماتہ بہ دې داړہ
پہ لاس کښې مې مصرۍ
(۵)
پہ لاس کښی مې مصرۍ دہ ھر رتیب مې ذوالفقار دے
کوم د پلک ګوذار
پہ حکم د ﷲ سرہ ھر شعر مې سور انګار دے
شاعر سېزم پہ نار
راټول شئ شاګردانو اسرائیل یې جمعدار دے
د جنګ لرئ اختیار
شاعرہ سم چلېږہ ژبہ مہ خوزوہ لواړہ
تاؤ کړم بہ دې مرۍ
نیمکۍ
پہ بګتۍ او نیمکۍ کښې فرق دا وی چې د بګتۍ کړې تړلې وئیلے کېری ۔ د بګتۍ د چاربېتی او رتیب پہ لګول کښی فرق وی ، د بګتۍ رتیب چې اولږی د سر اخری مصرعہ تکراریږی او دچاربېتې رتیب یا جوړ چې ولږی ټول سر وئیلے کېږی ۔
د نیمکۍ کړې مصرعې (ټپې) وی ۔ ھر څومرہ مصرعی چې ورسرہ اوئیلے شی وائی دومرہ ټکۍ اوختې ۔ سردار علی ټکر د نیمکۍ داسې تعریف کوی چې سر یې ټپہ وی او کړې ھم ټپہ وی پہ افغانستان کښې ورتہ سروکی وائی ۔
راځہ غاړہ غړۍ شو
کوکۍ مې چیچہ پہ مخ مې جوړ نۂ کړې پرھار
(۱)
ما بہ کوکۍ در کړے نہ وے
لہ موہ یو یې لہ خېرو دې ویرېدمہ
(۲)
ځما پہ مخ دې پرھار جوړ کہ
زہ بہ بخیلې مورتہ څہ بھانہ کومہ
(۳)
مورتہ دې داسې بھانہ اوکہ
چې د منګی سرہ نسکورہ اولوېدمہ
(۴)
دغہ بھانہ دې بھانہ نہ دہ
منګے دې روغ پہ مخ دې راوړل پرھرونہ
(۵)
مورتہ دې داسې جواب ورکہ
منګے پہ خټہ زہ پہ ګټ اولږېدمہ
(۶)
قاضی ورځہ خندا ھوس کہ
چې بې منتہ جانان خولہ درکړہ مئینہ
این صوت بر وزن
کېنہ پاسہ ځم ، ځم ځم درسرہ خونہ دې ورانہ شہ جوګیہ
نیمکۍ
د دیدن قحط شو
اجل مې راغے بند پہ انګڼ شوہ شاہ دننہ
(۱)
ستا د دیدن لختی بھېږی
پہ ما بام پوخہ شوہ لہ تندې پکښې مرمہ
(۲)
اوس بہ دې ټېلوھم دېوالہ
لہ تا پناہ شو د سورکو شونډو سرونہ
(۳)
موزیګی ډېرہ زیاتی اوکړہ
خارو یې بند کړہ عاشقان ازراوی نہ
(۴)
قاضی اوس مرې کہ پاتې کېږې
د دیدن قات شہ
لېونۍ بند شوہ پہ پاخۂ محل دننہ
د دیدن قات شۂ
اجل مې راغے بند پہ انګڼ شوہ شاہ دننہ
د دیدن قات شۂ
این صوت بر وزن
یارہ جانانہ ، پہ سین ګډېږے غورځوې دواړہ لاسدونہ
پہ سین ګډېږے
چاربېتہ( کور مثمن )
نن مې اولیدہ لیدہ خارو پہ بام ولآړہ
پہ اوربل یې قطار کړی سرۂ موران
محرابی روځې کږې امان ترې غواړہ
پہ لمبو یې ستی کړی عاشقان
(۱)
نن مې اولیدہ خارو پہ ډول سینګارہ
پہ یو لاس کښې یې ائین پہ بل کښې سرمہ
تورولہ نرۍ سترګہ ناغېدارہ
ما اوچت ورتہ کتے نہ شو لہ شرمہ
دانداسہ یې وہ راوړې لہ بازارہ
سرہ کولہ حریری شونډہ پرې نرمہ
لہ افسوسہ مې لہ خولې نہ چغہ لاړہ
اوښکی کتہ څڅېدې مې پہ ګریوان
(۲)
اوښکې کتہ څڅېدې مې پہ مخ رودہ
ګل صنم نہ دہ خبر ځما لہ حالہ
بې محبوبې پہ بل چا مې نہ شی سودہ
رب د پارہ ولہ تہ ورشہ دلالہ
دروازہ کښې ورتہ پروت یمہ بېخودہ
ما دې نہ کږی د خپلہ سرو مالہ
د مجنون پہ شان سودا مې شوہ لتاړہ
ھمېش ګرځمہ پہ خشکو بیابان
(۳)
د مجنون پہ شان تندے وھم پہ زورہ
مدام ګرځمہ د بنګو پہ نشہ کښې
بېلتانۂ کہ رانہ پاتې کلے کورہ
زړہ مې ډوب دے د غمونو پہ رشہ کښې
خداے لہ پارہ مې نور مہ سېزہ پہ اورہ
سپینہ خولہ راکہ محبوبې پہ ګوشہ کښی
پہ پالنګ باندې بہ شو غاړہ پہ غاړہ
مېلمستیا کښی رالہ راکہ سرۂ لبان
(۴)
میلمستیا کښې رالہ راکہ سرۂ اننګ
غرضی یم ستا د وصل ګل زيړۍ
پہ سینہ پورې می او نیسہ پسلنګ
کلک مې اوتړہ د زلفو پہ ناړۍ
زہ عاشق یمہ پہ مثل د پتنګ
خولہ کښې راکہ دواړہ سرې شونډې جړۍ
ستا لہ حکمہ بہ اونہ غړوم غاړہ
پہ خدمت کښې بہ دې ګرځم ھر زمان
(۵)
پہ خدمت کښې بہ دې ځان کړمہ رنځورہ
کہ یو ځلہ کړې سینہ راتہ برنډہ
د کابل پکښې پخ شوی دی انګورہ
زہ بورا یمہ راځم ولہ پہ منډہ
پہ قاضی باندې تېرېږی تل ضرورہ
رب دې کہ لہ موزیګی لہ جالہ کونډہ
یا تلی د ترخو زھرو لا لہ راوړہ
یا مې ورک کہ پہ دیدن د زرۂ ارمان
رباعی
نن مې بیا پہ زړګی خخې شوې ارې
چې مې اولیدې د شاہ زلفې خوارې
کږې وروځې یې لندې مژګان یې غشی
د توپچی پہ شان ویشتۂ کہ لۂ بارې
سپین دندان یې مرورید زنہ یې سېب وہ
دواړہ شونډې یې پہ پانو باندې سرې
پہ تندی یې جال د سرو زرو خور کړے
پہ اوربل یې قطار کړې ستارې
نرۍ پوزہ یې پہ مخ پل صراط دے
اننګی یې د بازار دې چوارې
سور پېزوان یې پہ سرو شونډو تجلې کہ
پروت امېل یې دسینې پہ منارې
پہ ښائست کښی وہ ثانی بدری جمالہ
د جمال اواز یې خور تر ھزارې
سرې یې سترګې سرې د زرکې پہ شان نوکې
د قاضی د زړۂ یې پرېکړلې قطرې
شب و روز پسې ژړا کہ لکہ طفل
اوښکې څاڅی مدام ګرځی سترګې سرې
چاربېتہ(کور مثنوی )
صنم د بام پہ سر ولاړہ
ښہ صراحی غندل یې غاړہ
ما ېې لیدلے سپین رخسار دے
زړګے مې ځکہ ناقرار دے
(۱)
ما یې لیدلے سپین اننګہ
پرې پېرې دار دی فېرنګہ
تورې یې زلفې پور پہ پورہ
مخ یې شغلې کوی لہ نورہ
مخ یې شغلې کہ د افتابہ
زړګے مې ځکہ شۂ کبابہ
تالہ درځم ظالم دې پلار دے
زړګې مې ځکہ ناقرار دے
(۲)
تالہ درځم پہ صبح دم کښې
کہ مھربانہ شی کرم کړې
پہ سور پالنګ باندې مې سور کړې
جینۍ کۂ خوشے راتہ کور کړې
پہ سور پالنګ باندې لہ پاسہ
اوخېژوې ما تہ بې اسواسہ
سینہ دې صدر د بازار دے
زړګے مې ځکہ ناقرار دے
(۳)
سینہ دې صدر د کابل دے
تل شرو شور پرې د بلبل دے
پہ ماځیګر چې اوځې باغ لہ
سپینہ کوکۍ ورکوې زاغ لہ
پہ ماځیګر کښې کوی سیلہ
شی درتہ ټول د جونو مېلہ
د حسن شور دې تر قشقار دے
زرګے مې ځکہ ناقرار دے
(۴)
دحسن شور دې خور مخور شۂ
پہ کل جھان باندې دې شور شۂ
ستا پہ تھمت کښې ګرفتار شومہ
د روغو خلقو نہ کنار شومہ
لہ روغو خلقو نہ جدا شومہ زہ
محبوبې ګډ ستا پہ سودا شومہ زہ
قاضی د مستې طلبدار دے
زرګے مې ځکہ ناقرار دے
(۵)
قاضی د مستې طلب پرېږدہ
سپینې کوکۍ یې تہ مہ رېږدہ
د اخر غم اوکہ نادانہ
د رب ثناء وایہ مدامہ
د رب ثناء وایہ پہ زورہ
د دنیاګۍ کارونہ ګورہ
آخر فانی دغہ بازار دے
زرګے مې ځکہ ناقرار دے
رباعی
را پېدا چې محمد اخزمان شہ
ټول جھان ددۂ پہ مخ باندې روښان شہ
د اسلام جنډا یې پورتہ کړہ یو ځلہ
د کفارو ټولے خور عدم پنھان شہ
دوست درب ؤ پہ دوستۍ کښې ورتہ خاص
راز لہ ربہ سرہ یې پاس پہ لا مکان
د اسمان ملک یې ټول راغلۂ سلام لہ
چې ښکارہ ورتہ ددۂ جبین روښان شہ
ادم ؤ ددۂ نیکۂ دے نمسے ؤ
دے نیکۂ ؤ د ادم دا مې بیان شہ
دواړہ لېچې یې ښاخونہ د چندڼو
کمر مویہ پہ قرېشو کښې عیان شہ
ھغہ لاړ ددې جھان پہ سفر شہ
بل د پاتې بیا دکوم یو سړی توان شہ
پند خو دغہ ھمرہ بس دے چې ما اوکہ
څہ حاجت کۂ طویل اوږد داستان شہ
عاقلانو زړګے مہ تړئ ورپورې
آخر پاتې لہ ھر چان دا مکان شہ
یوہ ورځ بہ پہ جھان باندې غوغا شی
قاضی ګل د ټکرۍ نن ګورتہ روان شہ
چاربېتہ
د مدینې ھغہ سردار څہ شۂ
فنا یې شۂ شیرین بشر دغسې
تازہ تر ګل د ګلستان څہ شۂ
پہ سفر لاړ شمس وقمر دغسې
(۱)
د مدینې ھغہ سردار علمہ
لاړ لہ فانی دنیا نہ تېر شۂ
تازہ ؤ ګل د نوبھار علمہ
د تورو خارو لاندې زېر شہ
بیا بہ رانہ شی سر دوبار علمہ
کہ پہ کوشیش یې خلق ډېر شہ
ھغہ شیرین غنچہ دھان څۂ شۂ
کېښود پہ تور لحد کښې سر دغسې
(۲)
بندی پہ تور لحد د ګور شۂ
چې شھنشاہ ؤ د دارېنو نبی
ورڅخہ پاتې کلے کور شۂ
د زړګی سر ؤ د نورېنو نبی
د اصحابانو غم یې زور شۂ
اوښی بہ تللې لہ عېنېنو نبی
ھغہ د پاک نبی زور څۂ شۂ
لاړۂ شہ فنا ګلِ ستبر دغسې
(۳)
بادشاھی پرېښوہ ترې رخصت شہ رسول
لہ دنیا یې داسې ګڼ یوړۂ
ښائستہ یې خيال پہ ښہ عزت شۂ رسول
لکہ یې لختې دچندڼ یوړۂ
لہ خپلہ کورہ پہ رحلت شۂ رسول
دنګ چینارونہ یې د بڼ یورۂ
ابو بکر دوئیم یې عثمان څۂ شۂ
علی حېدر فاروق عمر دغہ سې
(۴)
وار پہ وار لاړۂ ترې یاران د حبیب
خوشې ترې پاتې ھغہ دېرې شولې
چې بہ ھمېش وو ھمرزان د حبیب
ډکې پہ ھغو چې ادیرې شولې
دغسې نور ډېر حبیبان د حبیب
د مرګی دوی باندې نعرې شولې
پہ ھوا تخت د سلېمان څۂ شۂ
پسې سلطانِ سکندر دغسې
(۵)
داسې نور ډېر ترې نہ شاھان تلې دی
عاقلہ فکر ورتہ سم اوکہ تہ
لہ تانہ غورہ ترې ځوانان تلې دی
نن صبا ځې د آخر غم اوکہ تہ
مورو پلار ستا پہ دې ارمان تلې دی
تپوس لہ خلقو چم پہ چم اوکہ تہ
وګورہ ھغہ قاضی خان څۂ شۂ
فنا شۂ نمر د ماځیګر دغسې
چاربېتہ
ما د دنیا پہ سر یو درخت اولیدۂ
پہ سر یې حوض ؤ د اوبو یارہ
ترې نہ چاپېرہ مې یو لخت اولیدۂ
واړہ ادم وو د غفارہ
(۱)
واړہ ادم د پاک ﷲ وو
ترې نہ چاپېرہ ځما رورہ
پہ ھغہ حوض کښې ډوب تر ملا وو
یو دوہ مارونہ سپینکی ګورہ
لہ نورو خلقو نہ جدا وو
پہ سر یې بل اېښے ؤ اورہ
ھغہ حکمت مې واړہ سخت اولیدۂ
ترې نہ شغلې تللې کنارہ
(۲)
ترې نہ شغلې تلې د افتابہ
علیٰ الدوام پہ نصف شب کښې
ترې نہ چاپېرہ وو کبابہ
اونہ ولاړہ پہ یو ډب کښې
دغہ حکمت د پاک وھابہ
حوض یې جوړ کړے پہ خشب کښې
ظاھر دباؤ مې د کم بخت اولیدۂ
پہ سر سړۍ لری دوہ تارہ
(۳)
ظاھر دباؤ کوی فرنګہ
چې پہ دنیا کښې یې مال ډېر دے
مولا بہ دے کاندی بدرنګہ
د اخر غم لہ دۂ نہ ھېر دے
دومرہ بہ څښې پیالې د بنګہ
څو پہ دنیا باندې یې سېر دے
د مومنانو ځاے مې تخت اولیدۂ
دوزخ بہ ډک کاندی کفارہ
(۴)
دوی پہ دوزخ کښې بہ جلۍ کہ
ارمان بہ اوکړی وار بہ تېر وی
دا مال دولت بہ پرې دلۍ کہ
د اور لمبې بہ ترې چاپېر وی
مومن بہ خپلې خوشحالۍ کہ
د دنیاګۍ بازار بہ یې ھېر وی
د قاضی ګل مې خواږۂ ګفت اولیدۂ
زړګے ترې اوړے ګل نګارہ
مصرعې
خلق پہ اونہ کښې مېوہ خوری
ما د مېوې پہ منځ کښې اونہ اولیدلہ
نن مسافر یې غم د ځان کہ
کۂ شې مقیم بیا بہ ھیڅ اونہ کړې مئینہ
د بادشاہ حق پورہ ادا کہ
چې صبا سپور دې ماحصلان نہ کړی مئینہ
کہ ازادی لہ ربہ غواړې
ځان خپل بند پہ کمندونو کہ مئینہ
د ازادۍ درخواست ھلہ کړہ
چې بندیوان پہ جېل خانہ کښې شې مئینہ
رباعی
موندے نہ شی بې خوارۍ د جنت باغ
صفا ځاے د سردارۍ د جنت باغ
څو چې ټولہ شپہ اونۂ ژاړې خپل رب تہ
کلہ شی بہ یې سېرۍ د جنت باغ
جنت ځاے دے د پاکانو متقیانو
موندے نہ شی پہ دولت د جنت باغ
پہ طغیان پہ سرکشۍ بہ بیا نہ مومې
ښکلې حورې ملا نرۍ د جنت باغ
برابر د شریعت پہ لارہ تلۂ کہ
رب بہ درکړې پہ خوارۍ د جنت باغ
قاضی ګلہ د ځوانۍ عمر دې باد کہ
رب نہ غواړہ پہ پیرۍ د جنت باغ
مصرعې
څوک چې لہ بخت لہ تختہ پریوځی
کہ فالودہ خورې غاښ یې دړې غورځوی نہ
څوک چې د بخت پہ تخت قائم شی
کہ سخت سندان غاښو کښې نسی ماتہ وی نہ
کہ دې سر پہ ھر وېختۂ کښې
پہ شمار دوہ سوہ ھنرونہ وی مئینہ
ھنر بہ یو ھم پکار نہ شی
چې دې د بخت ستورے غروب پہ سحاب شی نہ
مرثیہ امام حسېن
نن دوبار شہ راتہ بیا تلے زوړ غم د نبی
نوے شۂ ماتم د نبی
(۱)
نن مې پہ زړۂ جوړہ سودا شوہ
چې را پہ زړۂ مې کربلا شوہ ،
خاص پہ مغزو کښې مې غوغا شوہ
مېدانِ جنګ کښې امتیان وو ھلتہ کم د نبی
(۲)
ګورہ کارونہ د رحمانہ
لہ تندې اوسو معصومانہ
ترې نہ چاپېر شو یزدیان
حسېن یې مړ کہ ھلتہ زړۂ یې کہ قلم د نبی
(۳)
سور یې پہ وینو کہ مېدانہ
ژړل ملکو د اسمانہ
یزید خوشحالہ کہ خپل ځانہ
پہ جګر بندو یې اوکہ ډېر ظلم ستم د نبی
(۴)
سرونہ یوړل شمر شام تہ
لښکرې لاړې خپل مقام تہ
اورسېدۂ وخت د ماښام تہ
مسلمانانو ویر شروع کہ چم پہ چم دنبی
(۵)
د یمن راغللې لښکرې
شام یې کہ ټول زېر وزبرې
پہ تورو او وال ښځې نرې
ټول پسې راغلل تابعدار چې وو کوم دنبی
(۶)
تابعدار راغلل پسې ټول
چاپېر شو شام نہ لکہ شپول
سنبال پہ زغرو ھم پہ خول
قاضی کہ غواړې جنت تلۂ کہ پہ قدم د نبی
(۷)
کہ د چا شک وی پہ زړۂ دا کښې
چې دی دروغ پہ دې وینا کښې
ګوری دې روضتہ الشھدا کښې
کہ مسلمان وی ضرور اوبہ ژاړی غم د نبی
نوے شۂ ماتم د نبی
بګتۍ
کہ پورہ زر کالہ پہ شمار وکړې خانی
اخر بہ شې فانې ورستے سر یې د مرګ دے
(۱)
کہ پورہ زر کالہ پہ شمارہ
بادشاھی اوکړې ځمایارہ
اخر دے تېر د دنیا وارہ
دتور لحد بالخت ځې بہ ارمانی
(۲)
پہ تور لحد کښی بہ شې ګېرہ
څلور دیوالہ بہ چاپیرہ
ھر څہ بہ شې در څخہ ھېرہ
درلہ بہ راشی دوہ استازی رحمانی
(۳)
کوی لہ تانہ بہ پرسانہ
کہ شوې خطا واورہ لہ مانہ
کړی پہ وھل بہ دې ستومانہ
پہ بد عمل بہ ھلتہ وکړې پښمانی
(۴
ګورہ سکندر او سلیمان څہ شول
لہ دې فانی دنیا پہ تلۂ شول
پہ تورو خاورو کښې وراستۂ شول
د ھغوی پہ شان بہ بل بادشاہ نہ وی ثانی
(۵)
قاضی خلق پرېردہ خپل ځان ژاړہ
خېر د ایمان لہ ربہ غواړہ
دنیا فانی دہ اکثر لاړہ
پہ خلاصېدو د لږو ورځو مھمانی
اخر بہ شې فانی ورستے سر یې د مرګ دے
چاربېتہ(کور مستہزاد )
یو سل څلور کړہ شمار کیدہ پرې دوہ سوہ لپاسہ
څلور سوہ دی نورہ
دی لس شپېتۂ پورہ دېرش ورسرہ کہ د اخلاصہ
لس شمېرہ پسې نورہ
(۱)
څورالس سرہ اتۂ سوہ حساب کہ د ابجد
ټول جمع ځما جانہ
وۂ حرفہ پورہ دی ځما د نوم دا ېې عدد
خبر شہ واورہ مانہ
معلوم کړہ ځما نوم عثمان مې نوم د جد
پہ اصل ملکال ځوانہ
اوسېږم پہ تکرۍ شعر مې جاری دے تر چلاسہ
شورش مې پہ ھر لورہ
(۲)
اوسېږم پہ تکرۍ دنګہ مرۍ مې دجانانہ
ثانی بدری جمالہ
اوس ښائیم درتہ نوم غوږ راتہ کېدہ واورہ مانہ
پہ لنډہ زنہ خالہ
اول کښې دی څلویښت لس ورپسې دی مھربانہ
دوہ سوہ دی فی الحالہ
څلوېښت پہ دوو سوو پسی کېدہ سم د لاسہ
پنځوس دې پسی نورہ
(۳)
پنځوسو پسی درې ځما راغلی پہ نظرہ
ابجدو پہ حسابہ
پہ دریو پسی یو پنځوس دی بیا پہ ورستی سرہ
خبر شہ ترې جنابہ
اتۂ حرفہ ځما د یار د نوم دی مقررہ
لیکلی پہ کتابہ
شپږ کم شو څلور سوہ سوا نیشتہ کوزو پاسہ
ټول جمع کړہ وګورہ
(۴)
اوس ښائیم پہ بل طور شاعرہ وکړہ ورتہ فامہ
پہ لاس کښې مې قلم دے
مومن سړے بہ نہ خوری پہ مړہ ګېډہ طعامہ
جانہ ډېر خوراک یې غم دے
سړے ھغہ تہ وائی چې د رب لولی کلامہ
نور ګفت یې خولہ کښی کم دے
پہ نیمہ شپہ کښې پاسی تھجد اوکږی لہ اخلاصہ
زاری کہ رب تہ رورہ
(۵)
پہ نیمہ شہ کښې پاسی رب نہ غواړی خپل ایمانہ
ویرېری لہ قیامتہ
ھرګز نہ شی ازار ددۂ د لاسہ مسلمانہ
لری دا شرافتہ
نہ غلا کہ نہ زنا پہ سمہ لارہ وی روانہ
تابع د شریعتہ
جنت بہ ولہ ورکړې د خپل نیکۂ میراثہ
کړہ بچ بہ یې لہ اورہ
(۶) جنت بہ یې نصیب شی شفاعت د پاک حبیب
امید لرم لہ ربہ
جانان لہ یادہ وی مولا پہ سرو شونډو زبیب
تقویٰ لری عجبہ
راوړے مې لہ ځایہ دے خدایہ کم نصیب
تل ګرځم تشنہ لبہ
قاضی رایادوی د ماضی وخت کہ الغیاثہ
ژاړی د غم د زورہ
مصرعې
قاف دال د ر سرہ یو ځاے کړہ
ت عېن لام ی ورسرہ اوشمارہ مئینہ
دا اوۂ حروف بہ برابر شی
ھلہ بہ نوم ځما ترې جوړ پہ حساب شی نہ
چاربېتہ(کور مربع )
یو داسې شے مې اولید چې درې ګېډې برابر لرې
لس ورسرہ پښی دی شپږ یې سترګې تېز نظر لری
(۱)
لس ورسرہ پښې دی شپږ یې سترګې ځما یارہ
شپږ یې دی غوږونہ ځان خبر کہ لہ دې کارہ
درې یې دی سرونہ تہ پخپلہ یې وشمارہ
یو سر یې خالی دے پہ دوہ و سرو څلور ښکر لری
(۲)
یو سر یې خالی دے پہ دوہ و سرو ښکر څلورہ
درې ورسرہ پوزې ما لیدلې ځما رورہ
درې ورسرہ خولې دی تہ پخپلہ یې وګورہ
بیلې بیلې ژامې تہ غاښونہ برابر لری
(۳)
بیلې بیلې ژامې تہ غاښونہ برابر دی
درې ورسرہ کونې ما لیدلې یو نظر دی
دوہ یې دی لکۍ نہ کم و زیاتې لروبر دی
دوہ یې دی لاسونہ دوہ لرګی پکښې اکثر لری
(۴)
دوہ یې دی لاسونہ ځان خبر کہ لہ دې حالہ
دوہ پکښې لرګی نیولی جخت وی ښہ سنبالہ
بعضی غوښہ مہ خورہ بعضې دہ پہ تا حلالہ
شعر قاضی ګل کہ د بونېر غوث پرې نظر لری
چاربېتہ(کور مثمن )
چې پہ ما باندې شی وخت ساہ ختلو
راتہ وایئی کلیمہ ھغہ زمان
شور ژاړہ مہ کوئ ماتہ پردو خپلو
چې پېالہ را باندې نوش نہ کړی شېطان
(۱)
چې پہ ما باندې شې وخت د ځنکدن
راتہ وائې کلیمہ د شھادت
چې مې روح شی د جوسې نہ پہ رفتن
بیا مې وسپارئ پہ دین د پاک حضرت
چې بھر لہ دروازې مې کرئ بدن
قدمونہ مې شمارئ ھغہ ساعت
رخصت راکړئ بېرتہ نہ یم د راتللو
دعا وکړئ چې نصیب مې شی ایمان
(۲)
چې مې پورتہ قدمونہ کړی ملا
کټ مې یوسئ خکتہ غاړې لہ د خوړہ
واړو لویو راتہ وائې بسم ﷲ
ھلتہ کېدئ پہ ھوارہ زمکہ شړہ
سقاط وانہ خلۍ روپۍ قرض بلا
دې لہ مہ کوئ یو بل سرہ جھګړہ
چې صبا نہ ئې د ھغې د خلاصولو
نن یې ورکړئ ښائستہ کړئ پرې خپل ځان
(۳)
چې مې اوشی جنازہ خلق خوریږی
ترې نہ اوغواړئ بخښنہ ما دپارہ
څوک بہ ښہ وائی څوک بہ ما وتہ قارېږی
نن عاجز دے وې بخښئ د رب د پارہ
چې بدن مې تور لحد وتہ کوزیږی
ګټے کېدئ خاورہ کړئ پہ ما ھوارہ
پاتې ماتہ شئ دنمر تر پرېوتلو
ماښام ځئ ټول خپل کور تہ شئ روان
(۴)
د ماښام غلہ پخہ کړئ پہ حسابہ
لہ حسابہ پخہ نہ کړئ سیوا ډېرہ
اصراف بد دے اوګورئ درب کتابہ
پہ ټولی د مبّذرو نہ شئ شمېرہ
د ثوابہ بہ سېوا کاندئ عذابہ
یاد لرئ دا وصیت مې نہ کړئ ھېرہ
لکی ختم او نہ کړئ پہ لسو شلو
او بہ نہ کړئ ګناہ ګار بہ کړئ خپل ځان
(۵)
لکی ختم دے پہ خپلو لاسو غورہ
پہ ارام سرہ چې واېئی لا الہ
تسبیح واخلئ شروع اوکړئ پرې دسرہ
یادوئ پرې ښائستہ نوم د پاک ﷲ
چې پورہ کړئ پہ خپل عقل پہ ھنرہ
لاس کړئ پورتہ ماتہ وکړئ ټول دعا
پہ دعا کہ شم لائق د جنت تللو
قاضی ګل باندی تور قبر شی روښان
چاربېتہ(کور مستہزاد )
قسم خورمہ پہ دې چې مې لیدلے دے خپل رب
پہ دې سترګو یارانو
عبث خبرہ نہ دہ دا قصہ دہ د مطلب
ښہ واورئ سامعانو
(۱)
قسم خورمہ پہ دې چې مې لیدۂ پہ سترګو خپلو
غوږ کېدہ ګل اندامہ
پہ جی قربان طعام بہ یې پہ خولہ کښې راکولو
سحر ؤ کہ ماښامہ
لبان یې ستړی نہ وو ځما پہ ښکلولو
ھر دم علی الدوامہ
قصہ مې شروع کړې عجائیبہ د مطلب
ښہ واورئ ھوښیارانو
(۲)
قصہ مې شروع کړې ھغہ کوم شے دے اوښایہ
چې رب نہ دے لیدلے
نہ رب لہ ھغہ شتہ دے دا قصہ راتہ نمایہ
مشغول پرې کورو کلے
عبث خبرې نہ کړم نہ وئیل کړمہ بېځایہ
ھر لفظ مې دے تللے
تپوس پہ ملک کښې اوکړہ د عجم ھم د عرب
د ښو ښو عالمانو
(۳)
تپوس پہ ملک کښې اوکړہ یو سړے دوہ یې فرزندہ
راوړی وو یو ځلہ
یو راؤړہ دۂ لہ ښځې قدرت ګورہ د خاوندہ
بل راوړۂ دۂ پخپلہ
جوب یې رالہ راکہ ماکہ پوھہ پہ دې بندہ
بل خواتہ مہ ځہ ګلہ
زړګے مې اندرون کښې شہ تک تور لکہ د کب
لہ دې غمہ دوستانو
(۵)
زړګے مې شہ تک تور لکہ د سکور لہ ډېرہ غمہ
دے ښځہ ؤ کہ نر
ھمېش پہ تصور کښې یمہ ناست سینہ بردمہ
حال وایہ سراسر
جواب یې رالہ راکہ اورہ تاتہ یم پہ طمع
پہ خپل عقل ھنر
قاضی دې پسې ګوری کتابونہ روز و شب
پہ شان د طالبانو
(۶)
یو ورځ پہ لارې تلم شۂ مې ملګرے پېغمبر
یو ځاے مشغولېدو
ناشنا وم لار مې نہ پېژندہ دے مې شو رھبر
جوړۍ بہ سرہ تللو
ورځ تېر شوہ پہ مونږہ راغے وخت د ماځیګر
مانځۂ تہ سمېدلو
منکر شۂ لہ مانځۂ نہ ور مې کہ ولہ یو غرب
ملګرے مې شیطان ؤ
چاربېتہ(کور مربع )
یو داسې شے مې اولیدلس یې پښې پنځۂ یې سرہ
څلورو کښې ساہ شتہ دے پنځم بې دمہ دے دلبرہ
(۱)
څلور کښې ساہ شتہ دے پنځم د مړو سرہ ټل دے
وھلے ملائکو پہ سپېړہ د اجل دے
کہ څوک پہ دې کښې شک کہ ھغہ خاص د رسول غل دے
لیدلے مې پخپلہ نن پہ سترګو یو نظرہ
(۲)
لیدلے مې پخپلہ چې روان و تہ پہ لارې
چاپېرہ خلقو ټولو پرې اواز کړو د مردارې
ښہ فکر پکښې وکہ ځان خبر کہ کۂ ھوښیارې
وئیل مې دی سګین لکہ د غشی برابر ہ
(۳)
وئیل مې دی سګین دوہ تنہ تلہ سرہ ھمغارہ
سړے مخې لہ راغے سوال تہ یې پورت کړلہ غاړہ
خبر مې کړئ لہ حالہ چې څہ لږئ ځان کښې دواړہ
ما پوھہ کړئ پہ دغې قصہ اوکړئ سراسرہ
(۴)
ما پوھۃ کړئ پہ دغہ ستاسو څنګہ دوستانہ دہ
لہ رنګہ معلومېږی د نسب لارہ یوہ دہ
خبر بہ مونږ تا کړو دغہ ګرانہ مسئلہ دہ
عاقل بہ پرې پوھېږی کم عقلان ترې ناخبرہ
(۵)
عاقل بہ پرې پوھېږی دغہ ځوے مې د ماما دے
غېر جنسہ سړے نہ دے پلار یې رور د مور ځما دے
قسم خورمہ پہ دې لہ خپلہ خورہ مې پېدا دے
مونږ داسې اقارب یو لہ یوبل سرہ ھمسرہ
(۶)
مونږ داسې اقارب یو راغلۂ دوہ تنہ د پاسہ
ټقلې یې ویشتلې نیولی یو بل یې د لاسہ
روان پہ خپلہ لار وو لہ چا یې نہ کوہ وسواسہ
چا اوکہ ترې تپوس چې حال دې وایہ برادرہ
(۷)
چا اوکہ ترې تپوس غوږ پرې کېدہ ځما رورہ
دا یو مې سکہ ترۂ دے ھم پېدا مې دے لہ خورہ
خبر مې کړې پہ دې قصہ اوږدہ دہ پورتہ نورہ
زہ یې نہ شمہ کولے ما بیان کړہ مختصرہ
(۸)
زہ یې نہ شمہ کولے قاضی ګل کړے بیان دے
لہ اصل نہ ملکال دے پہ ټکرۍ کښې یې مکان دے
د شعر پہ دریاب کښې د مھی پہ شان روان دے
کہ خولہ کړلہ چا ګډہ ځان بہ کہ زېرو زبرہ
مصرعې
دا تہ مې وینې زہ نہ وینم
دا زہ دې وینم تہ مې نہ وینې مئینہ
بې ذبحې غوښې مې خوراک دے
د بې نکاح ښځو پہ طمع مړبہ شمہ
ھمېش د ښځو پہ خیال ګرځم
چاربېتہ (کور معشر مجاز )
جنابت کښې مونځ کوم دا مې عادت دے
کوم سوال لہ پوردیګارہ د ایمان
(۱)
جنابت کښې مونځ کوم دا مې روزګار دے
راضی تہ مې شې خاوند غنی ستارہ
ھمېش غواړم ترینہ سوال مې د زینار دے
شتہ یو نوم یې پہ نومونو کښې قھارہ
د عذاب یې پہ امان یې پاک کفار دے
ما لیدلے دا بیان پہ شېخ عطارہ
پہ ھغہ کسانو پاک حرام جنت دے
جنابت کښې مونځ کوم دا مې عادت دے
پہ دوزخ کښې ولہ شتہ دے سخت مکان
کوم سوال لہ پوردیګارہ د ایمان
(۲)
پہ دوزخ کښی بہ داخل شې پاک کافر دے
چا چې اووې کلیمہ د پېغمبر
دغہ حال پہ کتابونو کښې ظاھر دے
ما لیدلے د نبی د خولې خبر
بې اودسہ مونځ کوم کامل مې پیر دے
نہ تیمم وھم پہ شرع برابر
ھر رتیب مې لہ یو بلہ نہ اوچت دے
جنابت کښې مونځ کوم دا مې عادت دے
پہ اسلام کښې مې ھیڅ نشتہ دے نقصان
کوم سوال لہ پوردیګارہ د ایمان
(۳)
پہ اسلام کښې مې ھیڅ نیشتہ خنډوخار
بې لہ ذبحې خورمہ عاقلانو
بې نکاح ښځې غواړم لہ پروردیګارہ
کلہ یې مومم بخت مې مل نہ دے یارانو
نمر خاتۂ تہ د مانځۂ لرم اختیارہ
رب دې سر کړی دا غرض ځما دوستانو
چا چې کړے پہ ھغوی درب رحمت دے
جنابت کښې مونځ کوم دا مې عادت دے
ربہ سر کړې دا غرض مې پہ اسان
کوم سوال لہ پروردیګارہ د ایمان
(۴)
ربہ سر مې کړی غرض کوم داسوال
جنتونہ رالہ راکړې پہ عقبیٰ کښې
پہ زړۂ لیک مې د رسول شیرین جمال
پہ محشر کښې مې ھم ھغہ پېشوا کړې
بنیادمو کښې یې نہ وینم مثال
تا پخپلہ دی وئیلی چې لولاک
ختم شوے پہ دۂ باندې نبوت دے
جنابت کښې مونځ کوم دا مې عادت دے
اېښوے شوے دے پرې نوم اخر زمان
کوم سوال لہ پروردیګارہ د ایمان
مناجات
کہ مې اوبخښې مولا څہ بہ دې کم شی
کہ لہ مانہ شی رضا څہ بہ دې کم شی
د ګناہ پټے مې بار پہ تندې پروت دے
کہ لہ دې مې کړی رھا څہ بہ دې کم شی
د دنیا حرص مې دم پہ دم زیاتېږی
کہ مې صبر کړې دوا څہ بہ دې کم شی
محبت مې دبدعت پہ زړہ کښې زور شہ
کہ سینہ مې کړې صفا څہ بہ دې کم شی
روغې سترګې مې ړندې شوې حق نہ وینم
کہ بصر مې کړې بینا څہ بہ دې کم شی
تہ ھادی یې ھدایت راتہ عطا کړې
بند مې لارې کړې خطا څہ بہ دې کم شی
لہ سرودہ سریندو نہ مې زړۂ تور کړې
کړې قران مې مشغولا څہ بہ دې کم شی
ستا د فضل دریاب لوے دے بې پایابہ
کہ پرې ډوب کړې ما ګدا څہ بہ دې کم شی
د دنیا لہ منھیاتو مې زړۂ تور کړې
حقہ لار کړې رانما څہ بہ دې کم شی
رسۍ جختہ د نبی پہ لاس کښې راکړې
کہ مې کړې ھغہ پېشوا څہ بہ دې کم شی
د نبی پہ مخ مې بوزې تر جنتہ
جنت کړې ځما ماویٰ څہ بہ دې کم شی
اوبۂ راکړې لہ کوثرہ ځما ربہ
پہ حرمت د و الضحیٰ څہ بہ دې کم شی
سلسبیل اوبۂ د غر عظیم کہ اوڅښم
ھلتہ ما کړې پہ ھوا څۂ بہ دی کم شی
زنجبیل شراب چې ستا د رحمت نھر دے
د ھغې راکړې بشریٰ څہ بہ دی کم شی پہ
محشر کښی چې راجمع مخلوقات شی
ھلتہ ما نہ کړې رسوا څہ بہ دې کم شی
د میزان تول مې سیوا کړې لہ ھر چانہ
دغہ فضل کړې عطا څہ بہ دې کم شی
قاضی ګل لاس پہ زارۍ نیولی تاتہ
کہ یې نۂ کړې بېنوا څہ بہ دې کم شی
ان ھذہ تذکرہ شرح د مسائلو از قلم فخرالشعراء قدرت علی عرف قاضی ګل ټکروی ھزاروی سرحدی غفر لہ مطبوعہ حمیدیہ پریس پشاور کاتب شمس الرحمٰن اوچوی
چاربېتہ
مشکل کشاء مې د کتاب کہ مقرر ،
حېران شی ورتہ پاتې چې یې واوری سامعان
سوال (۱) راوتہ لہ کورہ پټ مخ شوہ را روانہ
جواب جنازہ
سوال (۲) وہ لختہ د چندڼو یوہ پېغلہ ځما جانہ
جواب مراد لہ ګېدې نہ د مور ګېډہ د زمکې دہ چې پہ دې زمکہ امیدوارہ شوہ او پہ وخت دلنګانۂ کښې مړہ شو او پہ دغہ زمکہ خخہ شوہ
چاربېتہ
حروف بیانومہ د قران سراسری ،
میزان د قران ګورہ پکښې ښکلی دی قاری
سوال (۱) یوہ ب کہ ښکارہ چې بلہ نہ وی دوباری جواب یوہ ب پہ سورۃ تکاثر کښې دہ ت او ث یوہ پہ سورہ کوثر کښې ج یو یو پہ تین ،قدر، زلزال عادیات ، قارعہ، تکاثر ھمزہ قرېش ، تبت ، ناس ۔ ح پہ انشراح ، قارعہ، ماعون ، کوثر ۔ خ پہ انشقاق ، تکویر ،بروج بلہ پہ والتین ، قدر ، قارعہ ، عصر ۔ ھمزہ قریش، نصر ،فلق ناس کښې دے ۔دال پہ انشراح فیل قریش ناس کښی دے ۔ ذ پہ فاتحہ ، والضحیٰ ، قدر ، تکاثر عصر قریش نصر تبت کښې دے ۔ ر پہ کافرون کښې دہ ۔ ز پہ طارق، اعلیٰ ، غاشیہ فجر، شمس ، والتین علق تکاثر کښې دہ ۔ س پہ پہ بیّنہ ، قارعہ ، ھمزہ کښې دے ۔ ش پہ قیامہ،انشراح قدر کوثر ناس کښې دے ۔ ص پہ تطفیف ، والتین ، زلزال ،قریش ، کوثر نصر تبت اخلاص ناس کښې دے
ض قیامہ مرسلات، انشقاق ، طارق ، بروج ، لیل عادیات قارعہ فیل ماعون کښې دے ۔ ط پہ انقطار بلد لیل والضحیٰ ،والتین قدر بیّنہ عادیات
فیل قریش ماعون کوثر تبت کښې ۔ ظ پہ ملک مزمل نباء نازعات عبس
انقطار بروج غاشیہ لیل انشراح کښې دہ ۔ ع پہ قدر کوثر تبت ناس کښی د ے غ پہ قیامہ دھر مرسلات تکویر تطفیف انشقاق بروج اعلیٰ فجر بلد والضحیٰ عادیات نصر تبت فلق کښې دے ۔ ف پہ زلزال عصر کوثر کافرون تبت اخلاص ناس کښې دہ ۔ ق پہ فاتحہ انشراح عصر ھمزہ قریش کافرون اخلاص ناس کښې دے ۔ ک پہ زلزال تبت ناس کښې دے ۔ ل د لام یو سورۃ خالی نیشتہ م پہ نصر پہ کښې ن پہ اخلاص کښې
د و د واؤ نہ یو سورۃ خالی نہ دے لا پہ فاتحہ کوثر قریش کښې دے ھ پہ انشراح کوثر کافرون ناس کښی دہ ۔ ء پہ شمس قدر عادیات تکاثرفیل قریش ماعون کوثر نصر کښې دے ۔ ی پہ کوثر فلق فلق کښی دہ ۔ یو زیر
والہ قل ھودہ ۔ د یو پېخ والہ کوثر دے د دریئو پېخو والہ عصر دے د څلورو پېخو والہ فیل فلق دے د شپږو پېخو والہ دے فاتحہ ، قریش ، نصر دی او د اوۂ پېخو سورۃ ناس دے ۔
چاربېتہ
سرګندہ مسئلہ د فقھې لہ دفترہ
مو ر پہ ځوی روادہ ناروا دہ پہ نمسی
لاړ شہ راوړہ کتابونہ
جواب ددې مسئلې دا دے چې یو سړی یو ښځہ پہ نکاح کړہ ، ددې ښځې یو ځوی پېدا شو او دغہ ښځې یوہ مور ھم وہ ددغہ سړی د وړمبنۍ ښځې نہ یو ځوی ؤ چې د موجودہ ښځې بنزے شو پہ دې بنزی باندې د ښځې مور روا شوہ ځکہ چې ھغہ یې پہ محرماتو کښې نہ دہ ۔ او نمسی باندې چې د لور خپل ځوے دے ناروا دہ
شرح الاشباہ والنظائر ص ۶۰۲ ف ۴ کتاب العتاق فی الالغاز و حېرۃ الفقہ ص
۱۹ و بزازیہ سوال (۲) ھغہ کوم حوض دے ھوښیارہ جواب دے ددې وېخ بہ پہ څلورو اطرافو لس لس وی او سر یې تنګ وی ھر کلہ چې دا حوض ډک شی او څہ ګندګې پکښې پرېوځی د حوض نہ اودس کول او جامې ویځل ناروا دې کلہ چې پہ دې حوض کښې اوبۂ کمې شی او د شرعې مقدار تہ ورسې نو پاکې شې الشباہ ص۵۹۵ ف۴ کتاب بزازیہ الطھارت وبزازیہ سوال (۳) ھغہ کومہ ولہ جانہ دا ھغہ ولۂ دہ چې لیوہ کړې شوې وی او ھغې خټې سرہ ګندګی ګډہ شوې وی ھر کلہ چې دا ولۂ ډکہ راشی نو اودس پرې روا نہ دے خو کلہ چې کمہ او قرارہ شې روا شی الشباہ ص ۵۹۵ فن ۴ کتاب الطھارت سوال (۴) ھغہ کوم کوھے دے جانہ جواب دا دے کہ یو بوکہ د پلیت کوھی د اوبو نہ پہ پاک کوھی تہ پہ غلطۍ سرہ واچولے شی اوس کہ یوہ بوکہ اوبۂ لہ دغہ کوھی نہ ویستلے شی کوھے بہ پاک شی حوالہ ذخائرالاشرفیہ و حموی علی الاشباہ ص ۵۹۵ فن ۴ سوال (۵) ھغہ کومہ ښځہ رورہ ، جواب ھغہ ښځہ د ہ چې قران لولی کہ دې ښځې د سجدې ایات تلاوت کہ ورستو ترې نہ یو سړے وی او د سجدې ایات واوری او دې ښځې پسې اقتدا وکړہ نو صحیح دہ ص ۵۹۷ فن ۴ کتاب الصلوٰۃ سوال (۶) ھغہ کوم تکبیر د مونځ وی جواب دا دے چې مقتدی د امام نہ مخکښې د د مانځہ د افتتاح تکبیر اووائی دے پہ مونځ کښې نہ داخلېږی بیا بہ نېت کوی الحموی ص ۵۶۸ وعدۃ سوال (۷) ھغہ کو م سړے دے ځوانہ جواب دا دے چې دا ھغہ سړے چې یوہ وینځہ پہ اذن د مولا سرہ خپل داسې ځوی چې شیر خوار وی پہ نکاح کړی ، او پس لہ نکاح نہ دا وینځہ ازادہ کړی او دا دقاضی پہ مخکښې خپل نکاح فسخ کړی او دا وینځہ داسې سړے واخلی چې د ھغۂ ښځہ وی او لنګہ وی ۔ دا ښځہ قصداً یا خطاً لاړہ شی ھغہ اولنی ھلک لہ تے ورکړی نو دا ورستۍ ښځہ پہ دې سړی طلاقہ شوہ چې دے د ھلک رضاعی رور وګرځېد ص۶۰۱ فن کتاب ربع الطلاق سوال (۸) ھغہ کوم مال دے پسرہ جواب دا دے دا ھغہ مال دے
چې کال پرې تېر شی دا خاوند دا مال چاتہ اوبخښې او پس لہ بخښانې بیا روجوع وکړی پہ دې صورت کښې پہ وھب او موھوب دواړو باندې زکوٰۃ نیشتہ الشباہ ص(۵۹۹) سوال (۹) ھغہ کوم صلوٰۃ دے جانہ جواب دا دے یو مانځ ګذار د څلورو رکعتو پہ ھېرہ پنځم رکعت تہ پاسی مخکښې د قاعدی نہ پہ قدر د تشھد او سر پہ سجدہ کېدی او بې اودسہ شی پخوالہ پورتہ کېدلو دسر نہ مونځ یې اوشو امام محمحدلیکن پادې سی او خبرې دې نہ کوی او اودس دې وکړی بیا دې کېنی سجدہ سھوا دې وکړی او سلام دې وګرځوی او کہ سر یې لہ سجدې نہ پورتہ کړے وی او پس بې اودسہ شو نو مونځ یې فاسد شو بلاتفاق اوکہ اودس کښې سلام وګرځوی نو مونځ ھم ونہ شو ۔ پنځہ رکعتہ مونځ نیشتہ الاشباہ ص۵۹۷ فن ۴ کتاب الصلوٰۃ سوال (۱۰) ھغہ کو فقیر دے جانہ جواب دا دے دا ھغۃ فقیر دے چې حج پرې لازم شوے
او بیا دغہ مال دۂ نہ لاړ ، دے بہ قرض دار کوې خو حج بہ ضروری کوی الذاخائر و حموی مع الاشباہ ص ۶۰۰ سوال (۱۱) ھغہ کومہ دہ عورتہ جواب دا دے یو ښځہ یو ښځہ حاملہ زوج طلاقہ کړہ حمل یې پہ دغہ ورځو کښې وضع کړو او دغہ خاوند نې ټّل مھر واخستۂ پس لہ وضع یې بل سړی سرہ نکاح وکړو او کۂ ھغہ قبل از دخول طلاقہ کړہ د ھغہ نہ نیم مھر واخست پس لہ طلاقولو یې درئیم سړی سر نکاح وکړو
ورځ یوہ وہ نو درې مھرونہ یې شُو الذخائر و اشباہ ص۶۰۰ و خلاصتہ الفتاویٰ ص ۲۶۵ ج۱۰ سوال (۱۲) څلور ښځې د یو کس جواب دا دے چې د یو کس څلور ښځې وی چې حائضہ وی بلہ نفاسہ وی درئیمہ پہ حال د لنګون وی او څلورمہ قریب الموت بیمارہ پہ دۂ کہ شھوت غلبہ وکړی نو دے بہ جماع د قریب الموت بیمارې سرہ کوی ۔ فتاویٰ ھمایونی ص۳۱۰ ج ۱ سوال یو سړی خرڅ کہ خپل پلار جواب دا دے یو سړی خپل مرییّ لہ یو ښځہ پہ نکاح کړہ او مھر یې مقرر کہ د دغہ ښځې ځوے اوشو او ښځہ مړہ شوہ کہ ځلمی د مولا نہ د مور د مھر مطالبہ وکړہ مولا ورتہ دا پلار چې مریےېی دے حوالہ کہ پہ خرڅولو کښې یې ھیڅ ګناہ نیشتہ اشباہ ص۶۰۴ ف ۴ کتاب العتاق سوال (۱۴) مولا کہ مریے ازاد جواب دا دے یو مولا خپل مریے ازاد کہ ھغہ مریے فی الحال مرتد شۂ او دار الحرب تہ روان شۂ مولا مریے ونیوۂ خرڅ یې کہ نو اعتاق او بیعہ دواړہ صحیح دی اشباہ ص۶۰۲ ف۴ کتاب العتاق سوال (۱۵) سړے بیا موندۂ پہ خوړ کښې جواب ددې مړی دې پوخښتۍ وشماری کہ د دواړ اطرافو برابر وې سړے دے او کہ د کڼ طرف یو کمہ وہ زنانہ دہ
چې غوښہ پرې نہ وی پاتې شوې سوال (۱۶) شرط کېښود خاوندہ جواب دا دے
مولا مریی تہ اووې کہ تا مونځ اوکہ لہ مانہ ازاد یې مریی نېت اوکہ یو رکعت اوکہ او خبرې یې وکړې مونځ فاسد شو مریے ازاد نۂ شو اشباہ ص۶۰۲ ف ۴ کتاب العتاق
سوال (۱۷) سړے راغے لہ سفرہ جواب دا دے یو سړی ځان لہ بل وطن کښې کور اباد کہ سړی خپل وطن تہ د راتلو ارادہ وکړہ پہ څہ سبب دا سړے پاتې شو او ښځہ یې کور تہ را ورسېدہ ښځہ د سړی پہ پلار مئینہ شو ہ او نکاح یې ورسرہ اوکہ ، لہ دې ښځې نہ ځوے او شو پنځہ شپږ کالہ ورستو دا سړے لہ پردېسہ واپس راغے
پہ لارہ کښې یې دا ھلک ولید چا لہ دې قصی نہ خبر کہ نو دا خبرہ یې وکړہ اے ھلکہ ځما رورہ سوال (۱۸) یو سړی ھمیانۍ ډکہ جواب دا دے څی ښځہ دې ھمیانۍ اور تہ واچوی روپۍ بہ ترې خارج شی ښځہ بہ طلاقہ نہ شی اشباہ ص۶۰۲ ف۴ ۔
چاربېتہ
شوہ ښځہ پرې طلاقہ کہ چا اووې لا الہ
کافر بہ شی بې شکہ کہ یې شک کہ پہ وحدت کښې
سوال (۱) کہ چا اووې لا الہ او نورې کلیمې نہ منکر شی نو کافر شی ځکہ چې لا الہ نفی دہ او الہ ﷲ اثبات دے چې کلیمہ د اثبات نہ وائی نو کافر شہ سېف المقلدین ص۶۳۴ ب ۷سوال (۲) ھغہ کومہ توکاڼہ دہ چې تيرہ شی شکم تہ د معشوقې د خولې توکاڼہ چې ژبہ ترې پہ خولہ کښې ونیسی او عاشق یې تېرہ کړی یا چې تار پرې لوند کړی او بیا یې خولہ کښې واچوی او دغہ ویستلې توکاڼہ تېرہ کړی روژہ پرې ماتېږی النظرجوھرہ ص۱۴۴ کتاب الصوم سوال (۴) ھغہ کومې اوبۂ دې سیال یې نیشتہ پہ جنت کښې جواب دا ھغہ اوبۂ دې چې رسول مبارک دخپلو ګوتو نہ د اصحابو د اودس لہ پارہ ویستلې وې یا د عند البعض اوبۂ د زمزم بحث طھارت ص ۵۹۴ ، ۵۹۵ سوال (۴) وئیل مې دې سنګین ھغہ کومہ د عورتہ دا ھغہ ښځہ دہ چې ښځہ مسلمانہ شې او خاوند یې مشرک پاتې شې طلاقہ شوہ پرې عدت تېرول نیشتہ شامې ص ۶۶۶ ج ۱ باب العدت سوال (۵) یوورځ بہ سفرانہ مونځ کہ پہ بل ورځ د مقیم جواب دے چې د یو غلام د دوہ مالکانو شریک وی یو مقیم وی او بل پہ سفر دغہ بہ یوہ ورځ سفرانہ مونځ کوی او بلہ بہ ورځ د مقیم شامی ص ۵۸۸ ج ۱
چاربېتہ
شوہ ښځہ پرې طلاقہ کہ چا اووې دا خبرہ
چې یو مې دے خالق اومنی ټول پېغمبران
سوال (۱) جواب دا دے چې سړے مشرک وی او مسلمان شی او ښځہ یې مشرکہ پاتې شی پہ سړی باندې طلاقہ شوہ سوال (۲) جاری یې مسائل شو یو ورځ دا یې کوہ شمار جواب ددې مسئلې دا دے یوې شل اووی پہ اعتبار د واجبو سرہ بلې وولس درئیمې پنځلس د جمعې د ورځې څلورمې یولس اووې د سفر د ورځې مونځ
ټولو جوابونہ صحیح ورکړل نو طلاق ځکہ واقع نہ شو حېرۃ الفقہ ص۱۳ اردو چاپ و در المختار و درالمختار ص۵۸۸ ج ۱ سوال (۳) ددې مسئلې ډېر طویل جواب دے شامې جلد اول ص ۳۴۴، ۳۴۸ او بیا ۴۲۳ پخپلہ یې وګورئ سوال (۴) ھغہ کوم مانځ ګذار دے چې پورہ بہ کہ صلوٰۃ جواب دا دے دا ھغہ مانځ ګذاردے چې پہ مانځۂ ولاړوی او نېت د اقامت وکړی څلور رکعتہ پورہ مونځ بہ کوی اګر کہ بیا مانځہ کښې د سفر نیت د سفر وکړی خلاصۃ الفتاویٰ ص۱۵۸ ج ۱ فصل ۲۲ صلوٰۃ المسافر شامی ص۵۸۸ ج ۱ سوال (۵) ھغہ کوم مونځ ګذار دے چې بہ نہ ګرځی سلام دا ھغہ مونځ ګزار دے چې خلق پہ مانځۂ ولاړوی چې ھر کلہ پہ اخرہ قعدہ باندې کېنی امام قصداً پہ قھقہ خنداوکړی اودس یې مات شو مقتدیان بہ یې بلا سلام ګرځولو پاسی مونځ یې اوشو شامی ص۴۵۱ ج ۱ باب الاستخلاف سوال (۶) ھغہ کوم مسافر دے چې پورہ بہ کړی صلوٰۃ او قعدې دواړہ پرې فرض دی چې د دوو تنو شریک مریے چې ورځې لہ پارہ د خدمت نہ وی مقرر کړے یعنی تقسیم د ورځو پرې نہ وی ھسې یوہ ورځ یو لہ کار کوی او بلہ ورځ بل لہ دواړہ مولاګان پہ سفر لاړ شی سرہ لہ دغہ مریی نہ یو مولا نېت د اقامت وکړی او بل اونہ کړی نو دا مرېے څلور رکعاتہ مونځ احتیاطاً کوی او قعدې دواړہ پرې فرض دی شامی ص۵۸۸ ج۱ باب صلوٰۃ المسافر
ددی مسئلې یو صورت بل ھم شتہ شامی ص۴۵۰ج۱ باب الاستخلاف و خلاصہ الفتویٰ ص۱۵۸ سوال (۷) ھغہ کوم یو سړے دے نہ مقیم نہ مسافر دے جواب ھغہ عبد رجلېن کما ذکرنا فی المسئلہ اولیٰ شامی باب الصلوٰۃ المسافر ص۵۸۸ج ۵ سوال (۸) ھغہ کوم مونځ ګذار دے فرض مونځ پرې مقرر دے ، څلور واړہ رکعاتہ بہ دے ډک کړې ځما لالہ ۔ جواب دا دے دا ھغہ مسبوق یا لاحق دے پہ رکعتېن چې امام یې خپل خلیفہ کړی او پوھہ یې کړی چې پہ اولینو کښې ما قران نہ دے لوستے کہ دۂ پہ آخرینو کښې قران ولوستہ ھغہ نیابۃً عن الامام ملحقاً شہ لہ اولینو سرہ نو پس پہ دۂ باندې قرات فیما سبق الامام فرض دے کما ھو حکم المسبوق من انہ منفرد فیما یقضیہ انظر الشامی ص ۴۵۰ ج۱ باب الاستخلاف سوال (۹) ھغہ کوم یو سړے دے اقتدا ولہ ضرر دے جواب عبد رجلېن کما فی المسئلۃ اولیٰ شامی باب صلوٰۃ المسافر ص۵۸۸ سوال (۱۰) کافر شہ قاضی تہ پہ عېب د مسلمان جواب دے کافر معنیٰ پټونکے دے شامی کتاب المساقات ص۳۰۳ ج ۵
چاربېتہ
عجیبہ مسئلہ مې پہ کتاب کښې اولیدلہ
د ځوی نسبی خور پہ نکاح کړہ ځما دلہ
سوال (۱) جواب دا دے چې د دوو تنو شریکہ وینځہ وہ ددې وینځې ځوے پېدا شو چې د دواړو شریک ځوے شو پہ دې کسانو کښې یو مړشو ژوندی دھغہ مړ یوہ لور وہ چې پہ نکاح واغستہ پہ شرع جائز دہ قاضی خان ص ۱۸۹ ج۱ باب الرضاع و درالمختار مع رد المختار العبد المشترک ص ۵۴۵ ج ۴ و شامی باب الرضاع ص ۴۴۰ ج ۲ سوال یو کس څلور ښځې تلۂ پہ لارې وو روان جواب دا دے چې یو قدم یې کېښود یوہ مسلمانہ شوہ، چې بل قدم یې کېښود بلہ مسلمانہ شوہ چې درئيم قدم یې کېښود درئمہ مسلمانہ شوہ پہ څلورم قدم څلورمہ مسلمانہ شوہ سړے مشرک ؤ څلور واړہ پرې طلاقی شوې پہ پنځم قدم سړے ھم مسلمان شۂ ټولې پرې حلالې شوې حېرۃ الفقہ اردو ص۲۶ سوال ما پوھہ کړہ پہ دې چې ھغہ کوم حکم دے جواب دا دے کہ یو سړے پہ پہ نېت د حج مسافر شی مونځ بہ قصر کړی او روژہ بہ خوری او کہ د غلا پہ نېت روان شۂ دغہ یو شان حکم دے کما فی اکثر الکتب سوال (۴) جواب یې لالہ راکہ ټپس پریوت پہ کټوۍ کښې جواب دا دے کہ غوښہ پخہ وہ نو غوښہ او شوروا دواړہ پلیت شو او کۂ غوښہ پخہ نہ وی اوبۂ یا شوروا دې توې کړی او غوښہ دې اوینځې او بیا دې پخہ کړی عندہ امام محمد او او امام یوسف اشباہ ص۶۴۸ ف ۷ سېف المقلدین ص فصل ۲ ص۶۴۹ ب ۷ و نفع المفتی ص ۵۷ سوال (۵) بغېر پټکی نہ مونځ پہ کوم دلیل مکروھہ کېږی ددې مسئلې جواب فتاویٰ سعدیہ ص ۵۰ ج۱ او پہ نفع المفتی کښې پہ ص ۸۸ کښې پہ ترک کښې اختلاف دے خو غورہ د عمامې تړل فی الصلوٰۃ دی ۔ سوال (۶) خبر مې کړې لہ حالہ سړے مونځ کښې داخلېږی جواب دا دے چې تکبیر اولیٰ فرض دے او لاس پورتہ کول سنت دی داخلېدل پہ مانځۂ کښې پہ فرض او سنت دواړو سرہ دی اشباہ ، نفع المفتی او حېرۃ الفقہ سوال (۷) سړے پہ ډکہ خولہ سرہ قے اوکاندی نېک رایہ کۂ سړے د خولې نہ چینجی یاماران او غورزوی او د رزق شائبہ ورسرہ نہ وی اودس پرې نہ ماتېږی نفع المفتی ص۲۹ سوال (۸) جوړ پہ ګوتو ھغہ کومہ ښځہ ځوانہ
جواب دا دے یو ښځې ولد د تشی یا نامۂ نہ راوړۂ لمبل پرې فرض نۂ دی (لکہ نن صبا د اپرېشن پہ ذریعہ ) نفع المفتی ص۳۱ و خلاصۃ الفتویٰ ص ۱۹ ج ۱ سوال (۹) پرتہ مې دہ سودا ھغہ کومہ ښځہ رورہ جواب دا دے چې ښځې لہ چارپایہ سرہ جماع او کړہ او انزال او نۂ شۂ غسل پرې نیشتہ نفع المفتی ص ۳۱ و کذا فی النھایہ سوال (۱۰) تپوس د مسئلې کوم ھغہ کوم یودے رجل ، جواب دا دے دا سړے کافر ؤ نو لہ ښځې سرہ خپل جماع اوکړہ او لاړ جماعت تہ کلیمہ یې او وئیلہ وخت د مانځۂ ؤ اودس یې وکہ او مونځ ادا کہ پہ دۂ باندې غسل واجب نہ دے اشباہ ص ۵۹۵ ف ۴ کتاب الطھارت و نفع المفتی ص ۳۳
چار بېتہ
ټکرۍ ملا صاحبہ تل ګوری ، تل ګوری کتابونہ
اوباسی مسائل د فتاؤ نہ رنګ پہ رنګہ
راوی د کل عجم دے
سوال (۱) شل تنہ وو پہ شمار جواب دا دے چې دې سړو تېمم وھلے ؤ ناڅاپہ یو سړے راغے ورڅخہ یوہ کوزہ اوبۂ وې او وې وئیل چې څوک لہ دې اوبو سرہ اودس اوکړئ د ټولوتېمم مات شو نوی سرہ نہ بہ بیا تېمم وھی او کۂ چرې ټولو تہ یې بخښلے وے نو اودس د یو ھم نہ ماتېږی نفع المفتی ص ۳۵ سوال (۲) بل سل روپۍ یو کس جواب دا دے یو سړی سل روپۍ پټې کړې خو دۂ داروپۍ د لسو لسو نہ کمې کمې واغستې لکہ پنځو پنځو شل نوټہ یا نور څنګہ پہ دۂ باندې د لاس د پرېکولو حکم نیشتہ اشباہ مع الحمویص۶۰۳ فی ۴ کتاب الحدود سوال (۳) ھغہ کومہ منی دہ چې وائی پاکہ دہ اخونہ ، ددې جوب دا دے ھغہ منی د حېواناتو بې لہ انسانہ ،د سپی او لہ خنزیرہ نفع المفتی ص ۳۷ سوال (۴) ھغہ کو م مسلمان دے چې توکاڼہ یې دہ بد رنګہ ، جواب دا دے چې توکاڼہ د مړی پلیتہ دہ نفع المفتی من البحر الرائق ص۳۷ سوال (۵) ملا نہ تپوس اوکہ یو سړی کړے قسم دے جواب دادے چې دا ښځہ دې دا دجۍ پہ قبضہ کښې ساتی پہ کور خپل کښې نو طلاق بہ پرې واقع نہ شی او کہ چرې ورکہ یې کړہ طلاقہ بہ شی او کہ دا خاوند یې فی الحال مړ شۂ طلاقہ بہ شی ښځہ بہ عدت د طلاقو تېراوی اشباہ مع الحموی ص ۶۰۲ سوال (۶) ھغہ کوم شھادت دے جواب دا دے چې یو سړے نصرانی ؤ او ښځہ یې مسلمانہ واغستہ دوہ ځامن یې ترې پېدا شو دا ھلکان بالغان شو دا پلار یې مړ شۂ
ځامنو دواړو دا شھادت اوکہ چې زمونږ پلار نصرانی مړدے کہ دوہ نصرانیان پاسې شھادت وکړی چې دا سړے مسلمان شوے ؤ پہ داسې حال کښې د ځامنومسلمانانو شھادت نا منظور او د کافرانو منظور دے اشباہ مع الحموی ص۶۰۶ کتاب الشھادت سوا ل (۷) دي شل مطھراتہ و بعض ذلک ذکرت فی ھامش نور الھدیٰ ج۱ فی الانجاس ص ۱۰ والبحروغېرہ و ذکر فی دار المختار مع الشامی ص ۲۲۹ ج۱ نیغا د ثلاثین مطھرات والائمتہ جواب دا دے یو لکہ اوبۂ پاکې غېر مستعملې شوې پہ عامو کتابونو ذکر شوی دی (۲) دوئیم لکہ قاع اعیٰ نړونکی د پلیتۍ شۂ مائع بھېدونکے شہ طاھر پاکونکی غېر لہ اوبو نہ شہ دې شرطونو ثلاثو
سرہ پہ نیزد امام صاحب او دابی یوسف صاحب لا عندہ محمحد رح لکہ معدن الحقائق کښې راغلی دی ؐ۳۳ ج ۱ نفع المفتی ص۴۷ ۳ دریم اعیٰ مخل پہ موزہ او پہ پڼہ کښې برابر دہ چې پلېتی جسہ دارہ یا غېر جسہ دارہ وی مګر ھلہ چې منی اوچہ وی چې ډېرہ ښہ یې پاکہ کړی قاضی خان ص ۱۳ ج ۱ نفع المفتی ص ۴۷ و معدن الحقائق س۲۳ ج۱ بحث انجاس ۴ فرک اعیٰ ګرول د منی لہ جامو یا لہ بدنہ شوہ اګر چې جامہ ذوطاقین وی یانہ وی مګر ھلہ چې منی اوچہ وی برابر دہ چې د سړی یا ښځې نفع المفتی ص۴۸ او عند البعض ټینګہ وینہ ټیګہ ګندګی ھم پہ فرک سرہ پاکېږی تمر تاشی و حموی ۵ لکہ مسحہ بالتراب یا بالصوف یا بلحشیش اعنی پہ خاورو یا پہ اوبو پہ وخو سرہ مخل پہ ھغہ شی چې کلک اوخویہ وی لکہ سادہ خيخہ غیرہ ګلدارہ تورہ چورکۍ نل وغېرہ شو پلېتی جسہ دارہ وی یا نہ لمدہ وی نفع المفتی ص۴۸ ۶ لکہ مسحہ کول پہ ډېرو ټوکو لمدو سرہ چاپېرہ د پرھر یا د دانې پہ ځاے د حجامت کښې شوہ کہ پہ وینځلو سرہ ضروری کېدہ حموی فالمللتقط و کذا فیالفتینتہ ورسائل الارکان و نفع المفتی ص ۴۲ ، ۴۶ ، ۴۹ و فتح القدیر و فتاویٰ ظھریہ ۷ اور لکہ پہ سر د مذنوحہ کښې شۂ چې لہ وینو پہ سلو سرہ پاک شی یا لکہ پہ تنور کښې پلیتی اوبۂ ولږی اور سرہ ھغہ پاکېږې ، اوسپنہ پلیتہ چې پہ اور کښې واچوی پاکہ شی د پلیتې خټې نہ چې لوخے پوخ کړے شی پاک شی
قاضی خان ، خزانۃ الروایات و نفع المفتی ص ۴۰ ، ۴۶ ، ۴۹ ۔ ۸ بد لیدۂ د شی دذات لکہ شراب چې سرکہ ګړی شی خنزیر یا پہ خر د مالګې پہ کان کښې پریوځی او مالګہ شی رسائل الارکان و نفع المفتی ص ۴۰ ، ۴۹ (۹) کنستل د لرګی یا چول د لرګی پلیت شو فی الاشباہ و حموی نفع المفتی ص ۴۹ (۱۰) کنستل د زمکې پلیت شو چې چې اوکنی او لاندې باندې یې کړی نو پاکہ شی فتویٰ خېریہ ص۱ نفع المفتی ۴۹ (۱۱) تقویر پہ منږک کښې چې پہ غوړو کښې کلہ چې دا غواړ ی چاپېرہ سرسرنہ لرې کړے شې نو پاک شې الحموی و تھذیب القلانسی ونفع المفتی ص۴۹ (۱۱) جریان د اوبو جریان د لکہ پہ پلیت وړکی حوض کښې چې پاکې اوبۂ لہ یو سرہ داخل شی او بلہ سرہ اوځی اګر کہ لږې وی حوض پاک شی رد المختار نفعالمفتی ص۴۹ (۱۳) وېلی کول د قلعې یا د زرو چې ویلی کړی نو پاک شی الحموی و جامعالصغیر للتمرتاشی و نفع المفتی ص۴۹ (۱۴) دې باغت پہ ھغہ څرمنو عُرفامد بوغہ کولې شی بې لہ پوستکې د بنی ادم ،مار او منږک نہ فتح القدیر وغېرہ کښې راغلی دی و نفع المفتی ص ۴۹ (۱۵) ذبحہ صحیح شوہ چې پہ ځاے د ذبحې کښې وی لہ اھلہ د ذبحې نہ چې پس لہ حلالې نہ کہ غوښہ بغېر لہ وینځلو پہ کټوۍ کښې پخہ کړے شی او دغسې څرمن پاکېږی در مختار ونفع المفتی ص۵۰ (۱۶) اوچېدۂ د زمکې او د وښو او دلرګو او د دېوالونو شو پہ نور یا سوری وغېرہ لکہ پہ قدوری وغېرہ کتابونو کښې ذکر شوی دی بحر الرائق و خلاصۃ الفتویٰ نفع المفتی ص ۵۱ (۱۷) غورزول د ډیرو خاورو پہ پلیتو اوبو کښې چې تغیر اوکړی ھر کلہ چې تغیر د اوبو ورک شی نو پہ نیز د ابی یوسف پاکېږی لا عند محمد والصحیح قول محمد رح شرح جامع صغیر و تمرتاشی غمز العیون البصائر و نفع المفتی ص۵۱ (۱۸) ویستل د اوبو د کوھی پلیت نہ چې پہ اوبو کښې پلیت شے پرېوځی نو دویستلو د اوبو سرہ پاکېږی عامۃالنفع و نفع المفتی ۵۱ (۱۹) قسمت کول دپلیتو دانو چې پہ قسمت سرہ ګډې وډې شی نو دا پاکې شې والتحقیق انہ لا یطھرو انما جاز لکل الانتقاع بالشک فیھما اشباہ و نفع المفتی ص۵۳ الا ان الفتویٰ علیٰ قولمحمد فی الحنطہ والکدس فضد طاھر نفع المفتی ص ۴۱ من جامع المضمرات والکبیری ص ۲۳۹ و الشامی ۲۳۹ ۱ (۲۰) وینځل د بعض ځاے پہ جامہ کښې چې ځاے ورتہ معلوم نہ وی او بل ځاے پہ ګمان سرہ اوینځی جامہ پاکہ شی لکہ در مختار وغېرہ کښې راغلی دی و خزانۃ الروایات و خلاصۃ الفتویٰ و نفع المفتی ص۵۳ سوال (۸) ھغہ کوم مال حسابېږی جواب دا دے چې ھغہ مال ھغہ دے چې خاوند تہ یې ځاے نہ وی معلوم ھېر کړے وی یا مال د مھر دښځې پہ لاس کښی موجود نہ وی یعنی قبض کړے نہ وی اشباہ مع الحموی کتاب الزکوٰۃ ص ۵۹۹ ف ۴ سوال (۹) ھغہ کوم پوست دے ګلہ جواب دا دے ھغہ څرمن د مار او منږک چې نہ پاکېږی پہ دباغت سرہ مګر د مارخور پوستکے پاک دے نفع المفتی و شامی ص ۴۲ ، ۴۹ و شامی وکبېری وغېرہ سوال (۱۰) ھغہ کوم بول دی پاکہ جواب دا دے ھغہ بول د خفّاش د پیشو او د منږک چې پہ جامہ ولږی فتح القدیر ، خلاصۃ الفتویٰ ، جامع الرموز ، ونفع المفتی ص ۴۰ ، ۴۱ سوال (۱۱) سړی اووھہ تېمم دوہ جنازې وکړې ملنګہ جواب دا دے چې سړی د جنازې لہ پارہ اودس کوہ نو جنازہ ترې تللہ نو تېم اوواھہ یوہ جنازہ یې وکړہ او بلہ جنازہ لا حیصارہ وہ اوبۂ موجود وې د اودس وخت یې اوموندہ
اودس یې ونہ کہ دوئیمہ جنازہ یې وکرہ دا دوئیمہ جنازہ اونہ شوہ نفع المفتی
ص۳۵ من السراجیۃ سوال (۱۲) ھغہ کومہ د ورځ جواب دا دے چې دا بہ د دجال د ختو ورځ چې بہ د یو کال پہ مقدار درازہ وی او مومنا ن بہ پہ اندازہ اندازہ مونځ کوی پہ دې ورځ بہ ھر مانځ ګوذار شپېتۂ لپاسہ درې سوہ مونځہ د ھر مونځ ګوزار پورہ شی او دا ټول بہ د ماځیګر وی ځکہ چې دکال اتلس شلې ورځې دی نو اتلس شلې ماځیګرہ شو سوال (۱۳) دوہ روڼہ لہ یو پلارہ جواب دا دے چې میراث بہ مغربی رور اخلی ځکہ چې وختونہ د مشرق جانب تہ زر راځې مجموعہ الرسائل الشامی ص۲۴۹ ج ۱ سوال (۱۴) ھغۃ کومہ وینځہ ګلہ جواب دے یوہ وینځہ چې مولا ورتہ وئیلی وی چې تہ ځما د مرګ پس ازادہ یې دا مولا پہ یو ملک کښې او وینځہ بل ملک وی دا مولا مړشی کال اوشی او وینځہ خبر نۂ وی کہ دې پہ سرتور سر مونځونہ کړی وی دا بہ دا ټول د کال مونځونہ قضاګرځوی ځکہ چې د ویځی مونځ پہ سرتورہ کېږې خو دازادې نہ کېږی د یو کال مونځونہ پہ دې فرض دی نفع المفتی ص ۷۵ من بحر الرائق سوال (۱۵) ھغہ کوم مانځ ګوذار چی پہ ورستی رکعت کښې پہ سجدہ یې ملا اورسوہ دوہ سجدې ھغہ شوې بیا ملا سجدہ سھوہ وکړہ څلور شوې بلہ د تلاوت یې وکرہ بلہ یې د سھوې وکړہ وۂ شوې سجدہ سھوا پہ ورستی سر د مانځہ کوی ملا ځکہ دوہ ځلہ وکړہ چې سجدہ د تلاوت یې ورستۍ کړہ او سھوہ یې وړمبۍ کړہ نو پس ولہ یاد شو چې زہ خطا شوم نو بیا ځکہ سجدہ سھوہ
اوکړہ نو سجدې وۂ شوې لہ امام سرہ بیا څلور سجدې پہ دوہ رکعتو کښې ځان لہ بیا دے ھم د ملا پہ شان خطا شو دوہ ځلہ سجدہ سھوہ یې اوکړہ اتۂ شوې یو د تلاوت نھہ سجدې دۂ ځال اوکړې او وۂ لہ امام سرہ جمع شپاړس سجدې شوې
نفع المفتی ص ۷۸ سوال (۱۶) ھغہ دے کوم انسانہ جواب دا دے سړی ایات د سجدې اولوست پہ اخری سر یې سجدہ وہ چې ایات خلاص شۂ دے رکوع لہ لاړ دۂ باندې د تلاوت سجدہ نیشتہ خو شرط دا دے چې ایات سجدې پسې بل ایات نہ وی نفع المفتی ص۱۲۶ خلاصۃ الفتویٰ ۱۴۲ ج ۱ سوال (۱۷) پہ موبائل باندې د امریکې یا پہ جاپان کښې ناست سړی نکاح پہ پاکستان کښې جائز دے شامی ص ۶۸۳
چاربېتہ
سړے ؤ مسلمانہ ، وادۂ یې کړہ انګریزہ
حاملہ شوہ پہ حکم د خاوند غنی ستار ہ
قصہ واورہ ھوښیارہ جواب دا دے چې دا ښځہ بہ پہ جدا ځاے کښې خخوی او مخ بہ یې نمر خاتۂ تہ راولی چې د حمل مخ د قبلې طرف تہ راشی ځکہ چې مسلمان دے نفع المفتی ص ۵۷ اشباہ ، حموی ص ۶۴۸ سیف المقلدین ص۵۳۳ فصل۲ باب ۷ سوال (۲) عدت بہ تېراوی کۂ نہ تپوس اوکړہ ملا نہ جواب دا دے کہ دخول یې کړے وی ما قبل لہ خبرہ عدت بہ نہ تېراوی او کہ دخول یې نہ وی کړے او د مولا د مرګ نہ خبر شوہ عدت بہ تېراوی نفع المفتی ص ۵۷ اشباہ مع الحموی ص۶۴۸ ف ۷ سیف الملدین ۵۳۴ ب ۷ سوال (۳) بل یوړی یو سړی جامې دھوبی لہ دا کړہ رنګہ جواب دا دے کہ دھوبی جامې د منکرېدو نہ مخکښې رنګ کړې وی حق یې او کہ ورستو یې رنګ کړې وی حق یې نہ رسی نفع المفتی اشباہ مع الحموی سیف المقلدین صفھا کما مسئلۃ الاولیٰ سوال(۴) پلیتی کومہ یادېږی جواب دا دے چې پہ شرابو کښې چې مالګہ واچوی پاک شی یا څرمنې لہ دې باغت ورکړی پہ غرمو یې اوچہ کړی پاکہ شې نفع المفتی ص۴۹ شامی ۲۲۹، ۲۳۹ ج۱ سوال (۵) مولا او مریے داوړہ جواب دا دے چې مرېے مسلمان ؤ او مولا کافر چې ھرکلہ د دار الحرب نہ دار الاسلام تہ شو بلا امانہ نو مرېے مولا شۂ او مولا مرېے شۂ اشباہ کتاب العتاق ص ۶۰۲ ف۴ سوال (۴) ملا پہ جماعت کښې جواب دا دے چې ملا د موزو مسحہ ھېرہ کړې وہ ھر کلہ چې دې سړی د پېزار پہ ځاے کښې پہ خپلہ موزہ د لختې ګوذار اوکہ ملا لہ یاد شو چې ماخو د موزو مسحہ ھېرہ کړې دہ مونځ د ټولو مات شۂ حېرۃ الفقۃ ص ۵ سوال (۷) یو ښځہ بل خاوند جواب دا دے کہ منی زيرہ او ګردہ پہ یوځاے پرتہ وہ غسل پہ ښځہ دے او کہ منی سپینہ درازہ پرتہ وہ غسل پہ سړی دے کما ذکرہ فی منیہ المصلےٰ وغيرہ سوال (۸) ھغہ کوم یو صلوٰۃ دے کہ خداے تعالیٰ چالہ طاقت ورکړی او ټول قران پہ دوو رکعتو کښې ختم کړی څلورلس سجدې د تلاوت شوې څلور د دوہ رکعتہ مونځ او دو سجدہ سھوې داسې پہ دوو رکعتو کښې شل سجدی شوې حېرۃ الفقہ ص۵ و نفع المفتی ص ۱۲۶ من السراجیۃ سوال (۹) کارونہ د خاوند یو ښځې یو فرزند جواب دا دے چې دا ھلک اودۂ وی سر دې ولہ اوخوزوی کۂ پہ خوزولو یو سر یې اودۂ پاتې شۂ او بل وېښ شو میراث بہ د دوو تنو اخلی او کفن ھم دا رنګہ او کہ دواړہ بېدار شو میراث او کفن ټول کارونہ د یو کس معین الاحکام ص ۱۶۸ ب ۵۱ او پہ جوھر النفیس شرح درھم الکېس کښې وائی کہ چرې یوې ښځې ولد راوړۂ دوہ مخونہ پہ یوہ جوسہ کښې وو مګر یو مخ یې مخې تہ او بل شاتہ ؤ چې دا سړے مړ شو نو کفن دفن د یو سړی دے او دجنازې مونځ ھم د یو سړی دے اوکہ جوسې ھم دوہ وې متقابلېن وی کہ متدابرین نو حکم یې د دوو دے کفن او مونځ د یو سړی دے او عند البعض کفن یې د یو سړی دی او مونځ پرې دوہ ځلہ فې جواھو النفیس عن فتویٰ ائمۃالعراق سوال (۱۰) دوہ تنہ پہ مانځۂ کښې جواب دا دے یو قصداً اوبل خطاً اودۂ شو قصداً والہ مونځ اونہ شہ او خطاً مونځ اوشۂ حېراۃ الفقہ ص ۲۳ سوال (۱۱)
خمان درې پہ سمامہ جواب دادے منږک دې څیرې کړی چې د کوم شی اثر ترې معلوم شۂ ھغہ پلیت دے حېرۃ الفقہ او پہ کبیر کښې وائی کہ چرې دا سړے لہ دې کنډولہ پہ ډډہ شوے وی او پس یې دا منږک لیدلے وی نو صرف دا کنډول پلیت دے نہ خمان ورنہ آخری خوم پلیت دے او دا ھلہ کہ دا خمان د یو سړی وی کہ د ډېرو وو ھر یو د خپل خم نہ منکر ؤ دپلیتۍ علامہ پکښې موجود نہ وہ ټول پاک دی وﷲ اعلم بالصواب سوال ھغہ کو سنت یادېږی جواب دا دے ھغہ مسحہ د موزو دہ چې سنت دے خو دۂ پہ ھېرہ یا قصداً پرېښودہ فرض مونځ پرې اونہ شو
حېرۃ الفقہ جمع مسائل ۱۲
چاربېتہ
کافر یم بې شھوبې مسلمانۍ کښې مې شک نیشتہ
لہ مور سرہ څمبلم شب و روز دغہ مې کار دے
سوال (۱) کافر یم بې شھوبې جواب دا دے کافر زمیندار تہ وائی خو دلتہ مراد کافر بالطاغوت دے نہ کہ کافر باللہ سوال (۲) د مور سرہ څمبلم لہ مور نہ مراد زمکہ دہ چې د بنی ادم اصیلہ مور دہ ۔ سوال (۳) لہ خدایہ زینار غواړم زینار معنیٰ پناہ دہ
د خداے لہ عذابہ پناہ غواړم (۴) ھغہ کوم مسلمان دے چې یې ذبحہ نا کرہ دہ
مراد ھغہ سړے دے چې حج لاړ شی او پہ حالتِ احرام کښې د اوچوبې ښکار وکړی
شامی ص ۲۳۶ ، ۲۳۸ ج۲ و جوھرہ ۱۸۱ و قدوری وغېرہ سوال (۵) سړی پہ رمضان کښې خپلہ ښځہ کړلہ وطی جواب دا دے سړی پہ رمضان د سفر نېت وکړو ښځہ ورسرہ وہ او پہ لارہ کښې د ښځې سرہ جماع وکړہ بیا یې پہ زړہ کښې پښمانی راغلہ کورتہ واپس شۂ پہ دۂ کفارت نہ راځی سېف المقلدین ص ۵۳۲ ب ۷ فصل ۲ سوال (۶) بې ذبحې غوښی خورمہ کہ څوک یې کړی لالہ رتې مراد د مھی او ملخ غوښہ دہ سوال (۷) لہ خدایہ ښځې غواړم بې نکاح پہ ھر ساعت مراد وېنځې دی
سوال (۸) رتیب مې دے سنګین یو سړی پہ جنابت کښې مطلب دا دے چې سړی مضمضہ ھېرہ کړې وہ د سحر مونځ او نہ شۂ چې بھر راوتہ اوبۂ یې وڅښلې نور مونځونہ یې وشُو حېراۃ الفقہ سوال (۹) څلور تنہ ولآړ وو مونځ یې کہ پہ جماعت کښې جواب دا دے یو سړے ورک ؤ د سړی دوہ ښځې وې ښځو پہ رشوت دوہ ګواھان پېدا کړل ھغوی ګواھی وکړہ چې سړے مړ دے یو ښځہ قاضی پہ نکاح کړہ او بلہ موذن سړے واپس راغے پہ قاضی ، موذن او دوہ شاھدان پہ امامتۍ ولاړ وو چې دے سړې پہ زورہ خبرې وکړې پہ دواړو ښځې طلاقې شوې ، پہ شاھدانو باندې د بادشاہ لہ طرفہ حد نافذ شو مونځ فاسد شو جماعت بہ ورانوی چې سړی لہ اجازې بغېر یې جماعت کړے ؤ حېراۃ الفقہ ص ۶ سوال (۱۰) سړےؤ پہ مانځۂ ولاړپہ خوشی بیابان کښې جواب دا دے دا سړے پہ غرۂ کښې پہ اوبو قادر نہ ؤ ناڅاپہ بل سړے راغے چې ورڅخہ کوزہ اوبۂ وې دې سړې اوبۂ طلب کړي کہ سړی اوبۂ ورکړې اودس دې وکړی بیا مونځ دې وکړی کہ وریې نہ کړې د سړې مونځ اوشو حېراۃ الفقہ ص ۳ سوال (۱۱) یو کس پہ جنابت کښې سحر راغے جماعت لہ جواب دا دے سړے کافر ؤ پہ وخت د صبا دۂ ایمان راوړۂ غسل یې اونہ کہ اودس یې اوکہ او مونځ یې اوکہ د سړی مونځ اوشو حېراۃ الفقہ ص۲ و فی الحموی و اشباہ ص ۵۹۶ سوال ھغہ کو م صلوٰۃ دے چې قضا شی د سړی نہ جواب دا دے دا صلوٰۃ د عیدېنو دے ٰچې کول یې واجب دی او قضا یې حرامہ دہ حېرۃ الفقہ سوال (۱۳) ګبین چې شی پلیت بیا یې څنګہ پاکوی نہ جواب دا دے چې پہ دې ګبین کښې پہ دغہ قدر د ګبین اوبۂ واچوی او درې ځلہ پہ اوچې کړی پاک شی او عندالشخېن پنځمہ حصہ اوبۂ او یو جوش کافی دے قینہ و جامع الرموز نفع المفتی ص ۴۲ نور الھدیٰ ص۱۰ دروغرر و شامی ص ۲۴۴ ج۱ بحث انجاس سوال (۱۴) بل مړ شۂ یو سړے وارثان جمع شو پہ مینہ جواب دا دے یو سړی خپلہ وینځہ بل سړی لہ پہ نکاح کړہ او خاوندد ویځې تہ او وئیل کہ ستا ځوے اوشو نو ستا ځوے بہ ځما مرېے وی او ښځہ بہ ځما وینځہ او لور اوشوہ دا وینځہ بہ لہ مانہ ازادہ شی او لور ھم ځکہ د لور او خپلہ حصہ غواړی او ځوی حصہ ورکہ دہ چې مریے دے حېراۃ الفقہ ص ۱۷
سوال (۱۵) درې تنو غنیانو شریک مرېے واغست مثلاً پہ درې سوہ یو اووئیل کہ زہ مړ شوم لہ مانہ ازاد یې یعنی مدبر کہ دویم فل الحال ازاد کہ دریم ساکت شہ ساکت مدبر بہ نسی پہ ثلث قیمت سرہ قناً یعنی درې سوہ قیمت ؤ سل روپۍ بہ مدبر ساکت لہ ورکړی ضامن او معتق لرہ نسی پہ ثلث قیمت سرہ پہ دا حال کښې چې مدبر وی یعنی دوہ سوہ روپۍ پاتې شوی چې سل ساکت ترې نہ اخستې وې د دوہ سوہ روپۍ بہ درې ځایہ کړے شی د مړی کم درې پېسې اولس آنې ۶۶ روپۍ بہ معتق مدبر لہ ورکوی ضامن دے ھذا کلہ عند الامام لا عندھما کنزالدقائق باب العتق ص ۲۴۴ ج۱ او شامی ص۲۱ ج۳ جمع مسائل ۱۵
چاربیتہ
ټولے د مسافرو تۂ پہ لارې ؤ روان
پرې وخت د مانځۂ راغے زر یې اوکړل اودسونہ
سوال (۱) یوہ پہ مقتدیانو کښې د پاتې اوکہ نیت جواب دادے چې مقتدی مولا ؤ او مرېے امام چې ھرکلہ مولا د اقامت نېت اوکہ مرېے تابع د مولا ؤ نو مونځ د ټولو فاسد شو حېرۃالفقہ ص۵ سوال (۲) شپږ تنہ تلۂ پہ لارې پہ سفر کښې ھمراھان وو جواب دا دے چې یو سړے ؤ چې ھغۂ یوہ وینځہ واغستہ سرہ د دریو لوڼو نہ ھغہ وینځہ یې ځان لہ پہ نکاح کړہ یوہ لور یې ځوی لہ پہ نکاح کړہ چې وینځې بنزۍ وہ پس دوہ لوڼہ د وینځې لہ دغہ سړی نہ پېدا شوې اودا خاوند مړ شۂ دا ځوی د دغہ میت وارث وګرځېد یوہ ورځې دې لہ دغہ جینکو سرہ پہ لارہ روان ؤ چې د وینځو لوڼہ وې چا تپوس ترې اوکہ او دا جواب یې ورکہ حېرۃ الفقہ ص ۸ سوال (۳) بل ورکړې یو سړی لہ دوہ خوېندې یوہ مور جواب دا دے چې دوہ تنو شریکہ وینځہ واغستہ لہ ھغہ وینځې نہ ولد پېدا شۂ داوړو پرې دعویٰ اوکړہ د قاضی پہ مخکښې قاضی یې دعویٰ منظور کړہ دا ھلک د دواړو ځوے شۂ حق د ځوی والی بہ د دواړو نہ اخلی دواړہ مړۂ شو یوہ لور لہ یو نہ پاتې شوہ چې لہ بلې ښځې نہ وہ اویو یې دا ځوے چې د وینځې نہ ؤ او دا دواړہ خوېندې چې د جدا جدا سړو نہ وې ددہ پہ نیزد شرعدواړہ خوېندې وې یو سړې لہ پہ نکاح ورکړې نکاح یې صحیح ؤ ولې فکر اوکہ چې پہ ځان کښې درې واړہ اجنبیانې وې کما فې حېرۃ الفقہ ص۱۱ و قاضی خان باب الرضاع ص۱۸۹ ج ۱ شام باب الرضاع ۵۴۵ ج۴ و در مختار باب العبد المشترک
سوال (۴) ھلک حلال زادہ چرتہ راوړے ؤ خپلې مور جواب دا دے د یو سړی وینځہ وہ او لہ ھغي نہ یې ځوے پېدا شۂ چې دا ھلک ځلمے شۂ دا مور ددې ھلک چې وینځہ وہ دې پلار ازادہ کړہ او نکاح یې ورسرہ وتړۂ او خطبہ د نکاح دې ھلک او لوستلہ حېرۃ الفقہ ص۹ سوال (۵) سخر مړ شۂ ھغہ درنګ ښځہ پہ زوم طلاقہ شولہ جواب دا دے چې یو سړی خپلہ لور مریی لہ پہ نکاح کړہ ھغہ مرېے پہ سفرلاړ او ھغہ سخر یې مړ شۂ چې مولا یې ھم ؤ دغہ جینۍ لہ دې مریی نہ چی د جینۍ خاوند ؤ ازادہ شوہ ځکہ چې د مړی بل وارث نہ ؤ بغیر دلور نہ د مړی لور د خاوند مولا شۂ او خاوند مریے نکاح یې مات شۂ حېراۃ الفقہ ص ۹ سوال(۶) درې ښځې پہ یو کور کښې جواب دا دے چې دا لور دې اووائی چې پہ دې قول کښې احتمال نیشتہ نو حانث بہ نہ شی او دنور دواړو خبر کہ عرض وی حېراۃالفقہ ص۸ سوال سړے پہ جنابت کښې جماعت کښې شۂ داخل سړی غسل اوکہ مضمضہ یې ھېرہ کړې وہ او پہ جماعت کښې داخل شۂ بیا چې بېرتہ راوتۂ د پېزار پہ ځاے کښې کوزہ پرتہ وہ اوبۂ یې وڅښلې د مضمضې پہ ځاے اولږېدې او دے پاک شۂ حېراۃ الفقہ ص ۵ سوال (۸) ھغہ کوم اندام چې نہ وینځلے کېږی جواب دا دے چې ھغہ پښې دې چې مودې د مسحې پورې نہ وینځلے کېږی او ما قبل د مودې مسحہ پرې ناروا دہ حېراۃ الفقہ ص ۸ سوال (۹) جوسہ کښې دوہ اندامہ راتہ نور ھم معلو میږی چې ږیرہ پرې نہ وی وینځل یې فرض دې چې ھر کلہ ږیرہ پری راشی بیا مسحہ کول دی کہ جراعت وی پرې حېراۃ الفقہ ص ۷ سوال (۱۰) بل اوکړۂ یو سړی طلاق چې دا مرېے بہ رورہ جواب دا دے چې نیم دې ھبہ کړی او نیم دې خرڅ کړی نو قسم پرې لازم نہ شو حېراۃالفقہ ص۱۵ و اشباہ مع الحموی ص ۶۰۳ ف ۴ سېف المقلدین ۶۸۵ب ۷ فصل ۲ سوال(۱۱) دوہ ښځې حاملې خوشې کوټہ کښې واورہ ګورہ جواب دا دے چې د دواړو ښځو پۍ دې اوتلې چې د کومې پۍ درانۂ وو ھلک د ھغې دے حېراۃالفقہ ص۹ سوال (۱۲) یو کس دوہ یې پلرونہ دے پېدا حلال زادہ ؤ جواب دا دے دغہ کس د دوو کسو د شریکې وینځې نہ پېدا ؤ حېرۃ الفقہ ص۱۱ سوال بل لاړ شۂ یو سړے لہ خپلہ کورہ تر بازارہ جواب دا دے چې یو سړی ظلاق کړی وو کہ تا لہ فلانی سرہ خبرې وکړې پہ ما بہ طلاق یې سړے بازار تہ لاړ چې واپس راغے ښځې ھغہ سړی سرہ پہ خبرو ولیدہ ظلاق پرې واقع شُو ۔
کما فی عامۃ الکتب الفقہ
چاربېتہ
شاګردہ واورہ دا دی عجیبہ مسئلې نورې
استاذہ ما خبر کہ سراسر اوکہ بیان
سوال (۱) شاګردہ یو سړے پہ جماعت کښې ماسپخین جواب دا دے چې یو سړی د موزو مسحہ ھېرہ کړہ سنت یې وکړۂ بیا د جماعت منډؤ تہ راکوز شۂ پہ منډؤ کښې ګیاہ وہ چې د پہ شبنم یا بارانۂ لہ کبلہ لوندہ وہ لہ ھغې لوند والی سرہ موزې تر شوې فرض یې وشُو او سنت او نہ شول حېراۃ الفقہ ص ۲۳ سوال (۲) بل اوکہ یو سړی ښځې تہ دا رنګہ قسم جواب دا دے چې دا سړے دې د ماځیګر او پہ ماښام ګډ وډ کښې دې خپلې ښځې سرہ جماع وکړی او بیا دې غسل وکړې مونځ د ماښام لہ نو حانث بہ نشی حېراۃالفقہ ص ۱۴ سوال (۳) بل اوکہ یو سړی چې زۂ بہ تلاوت
جواب داے چې دا سړے دې ټول مونځونہ امام پسې وکړی قرائت بہ مُلا کوی دے بہ چپ ولاړ وی حانث بہ نہ شی حېرۃ الفقہ ص ۱۴ سوال (۴) یو کس تہ اووئیل چې تہ نېزہ کړہ نېغہ جواب دا دے چې دا ښځہ دې لہ کتہ نہ پہ کوټہ کښې نېزہ اومنډی چې څوکہ قدرې پہ پورتہ ښکارہ شی چې د ضرر رسولو نہ وی جماع دې پرې وکړی حېرۃ الفقہ ص ۱۵ سوال (۵) حیلہ دې جوړوی بل یوہ ښځہ ځما رورہ دا دوو تنو شریکہ وینځہ وہ لکہ پہ دغہ چاربېتہ کښې پہ دریم نمبر سوال کښې اوګورہ حوالہ د ټولو کتابونو ټولہ معاملہ بہ روښانہ شی حېراۃ الفقہ ص ۱۰ کما فی عامۃ الکتب فقہ سوال (۶) بل ناستہ یوہ ښځہ وہ پہ لویہ لار کښې ګورہ جواب دا دے چې دا ورمبی دواړہ شاھدان شو او ورستے یې خاوند ځکہ چې بغیر د شاھدانو نہ نکاح پہ حکم دشرعې سرہ فاسد دے حېرۃالفقہ ص۱۰ سوال (۷) ھغہ کوم وارثان چې لہ میراثہ محرومیږې جواب دا دے چې یو قاتل رور بل کافر رور بل پہ دار الحرب کښې او بل پہ دار اسلام کښې دواړہ یو لہ بلہ محرومہ دی مریے رور چنانچہ فارسی بان ګوید بېت موانع میراث را میدان چھار رقُ قتلُ اختلاف دین ُ داژ کما فی فرائض شریفی ودیګر کتب میراث سوال (۸) بل مړ شۂ یو سړے درې ترې نہ لوڼہ شولې پاتې جواب دا دے چې سړے مرېے ؤ او درې لوڼہ وې مولا یې اولږېد یوہ لور یې ولہ ازادہ کړہ ھغہ جینۍ مزدوری اوکړہ یې خپل پلار ازاد کہ دې پلار ھم مال اوګټۂ او بلہ لور یې ھم ازادہ کړہ پلار د جینکو مړشۂ پس لہ مرګہ د پلار د پلار مال درې ځایہ کہ ۔ یوې دوہ حصې بلی یوہ حصہ او دریمہ محرومہ پاتې شوہ ځکہ چې وینځہ وہ لا وارثہ پاتې شوہ حېرۃ الفقہ ص۱۴ ؟ جمع مسائل ۸
چاربېتہ
یو کس دوہ خوېندې ورکړې یو سړی لہ برادرہ
قصہ دہ معتبرہ پکښې نیشتہ دے عذاب
جواب دادے یوہ کنډہ ښځہ وہ د ھغې سرہ یوہ لور ھم وہ کنډې ښځې خاوند اوکہ
د ھغہ سړې نہ د ښځې ځوی پېدا شۂ او دھغہ سړی لور لہ وړمبی ښځې نہ ھم وہ
چې پلار یې مړ شۂ دې ځوی خپلې دواړہ خوېندی یو سړی لہ پہ نکاح کړې دغہ دواړہ مذکورہ جینکۍ د ھلک نسبی خوېندې وې خو پہ ځان کښې بېګانہ وې حېرۃ الفقہ ص۱۱ سوال (۲) یوہ ښځہ یو سړی وطی کړہ بې نکاح پہ کور جواب دے چې یو سړی پہ لس روپۍ یوہ ښځہ پہ نکاح کړہ ھر کلہ چې د ځانګو د اچولو وخت راغے اقاربو پہ غلطۍ سرہ بلہ ښځہ پہ ځانګو کښې واچولہ او دې ښځې ھم سکوت اوکہ ټولہ شپہ دې سړی وطی کړہ چې سحر شۂ دا ښځہ د قاضی پہ مخکښې دعویٰ وکړہ دمھر پہ دې سړی پہ شرعی حکم لازم شۂ او کۂ د دغہ ښځې ځوے لہ دغہ جماع نہ او شو نو د میراث حقدار دے او ښځہ باندې عدت لازم دے حېرۃ الفقہ ص ۱۲ شامی ۱۶۸ ج۳ و ص ۶۵۹ ج۲ سوال (۳) بل یوړہ یو روپۍ ښځې لہ کورہ تر بازارہ جواب دا دے چې دا ښځہ لاړہ شې او د قصاب نہ ټولہ ھمیانۍ راوړی او دا سړے پکښې یوہ روپۍ غورہ کړی واخلی نو حانث بہ نہ شی حېراۃ الفقہ ص ۱۳ سوال (۴)
خاوند لہ خپلې ښځې نہ اوبۂ کړلې طلب جواب دا دے چې دا ښځہ دې پہ دې جام کښې زړوکے کتہ کړی اوبۂ بہ اوچې بہ شی قسم بہ واقع نۂ شی ص۱۴ اردو چاپ سوال (۵) بل اووې یو سړی تہ ښځې پوخ کہ څہ طعام جواب دا دے چې دا ښځہ دې پہ کټوۍ کښې شراب واچوی او د ھګو دې پکښې روغې دانې واچوی پخې بہ شی دا سړے بہ وخوری طلاق بہ پرې لازم نہ شی حېراۃ الفقہ ص ۱۴ اشباہ ص۶۱۶ ف ۵ سوال بل اوواھہ تېمم یو سړی ځان کہ تیار جواب دا دے چې دا سړے د خپلې قافلې نہ مخکښې لاړ او لارہ کښې پرې وخت د مانځہ راغے دۂ تیمم اوواھہ پہ مانځۂ اودرېد دۂ لا مونځ خلاص کړے نہ ؤ چې قافلہ راغلہ پہ قافلہ کښې ددۂ اوبۂ وې دقافلې داواز اوریدو سرہ اودس یې مات شو اوس بہ اودس کوی او دنوی سر نہ بہ مونځ کوی حېرۃ الفقہ ص ۲۳ سوال (۷) پېدا چې فاطمہ بی بی لہ مورہ کړہ خاوند
جواب دادے زھرہ یې ورتہ د ډېر حسن پہ سبب وې او د غلاظت نہ ھم پاکہ وہ
حېرۃ الفقہ ص ۲۱ و سيف المقلدین جمع مسائل ۷
چاربېتہ
کامل بہ مسلمان شې کہ کافر شوې لہ اخلاص جواب دا دے مراد کافر بالطاغوت دے نہ چې کافر باللّہ فمن یکفر بالطاغوت و یومن باللہ الخ سوال (۲) تربور تہ لہ سینې نہ کینہ چرې مۂ اوباسہ ولا تتبعو خطوات ِ الشیطان انہ لکم عدومبین سوال (۳) پہ سترګو مې لیدلے د بېړۍ پاسہ دریاب (؟) جواب دا دے ما پہ سترګو قران مجید پہ بېړے کښې لیدلے ؤ (۴) پہ سترګو مې لیدلے ځوی اغستے خپلې مور جواب دا دے مراد د مړې پہ زمکہ کښې خخېدل سوال( ۴) لیدلې مسئلہ مې لور اغستے خپل پلار جواب دا دے ھغہ بی بی حوا ابۍ وہ چې بابا ادم علیہ السلام پہ نکاح کړی وہ جانہ مسائل ۵
چاربېتہ
شاګردہ غوږ پرې کېدہ مسئلہ دہ د میراث
استادہ ما خبر کہ سرہ سر لہ حقیقتہ
سوال (۱) یو ترۂ بلې یې ماما میراث خوارۂ وو دغہ دواړہ جواب ددې مسئلې ډېر ګران او طویل بیان غواړی زہ یې پہ کوتاہ عقل سرہ لیکم چې یوہ کنډہ ښځہ وہ چې نوم یې مریمہ ؤ یو یې ځوے ؤ چې نوم یې احمد ؤ یو یې لور وہ چې نوم یې زېنب ؤ یو بلہ ښځہ وہ چې نوم یې رام جانہ ؤ د ھغې یو ځوے ؤ چې زېد ؤ او بل یې بنزے ؤ چې نوم یې بکر ؤ دا مریمہ زېد پہ نکاح کړہ او زېنب چې وہ د مریمې لور بکر پہ نکاح کړہ او رام جانہ د احمد د مریمې ځوی واغستہ د دواړو ھلکان وشو د بکر ځوے مړ شۂ وارث یې یو د رام جانې ځوے شۂ چې لہ مور طرفہ یې ترۂ او پلار لہ طرفہ د ماما ځوے ؤ نو عمش پسر خال لہ دغہ سرہ اولږېد او د مریمې او زېد ځوےلہ مور لہ طرفہ یې ماما شہ او د پلار لہ طرفہ یې د ترۂ ځوے شہ نو خالش پسر عم لہ دغہ سرہ اولږېد نو میراث د خالش پسرِعم شہ ځکہ چې زېد او بکر روڼہ وواو دے د زېنب ځوے دے خیال او فکر پکښې اوکړہ چې پوھہ شې ما خو خپل طاقت او انتھا درجې کوشیش وکړو او ښہ تفصیل سرہ درتہ اولیکلہ مخکښې ستا خپل قسمت بېت تھید ستانِ قسمت راچہ سوداز رھبر ې کامل ، کہ خضراز آبِ حېوان تشنہ میآرد سکندر انظر الٰی سیف المقلدین ص ۶۴۰ ب ۷ فصل ۲ من عقدۂ وثیقہ سوال (۲) بل مړ شۂ یو سړے څلور یې ښځې وې نېک راې جواب دا دے چې سړی خپل مریی تہ اجازہ اوکړہ چې تہ ځما دغہ دوووینځو سرہ نکاح وکہ نو ھغہ عبد ھغہ دواړ ہ وینځې پہ نکاح کړې پس لہ څہ مودی نہ مولا ھغہ عبدسرہ لہ یو ښځې نہ ازاد کہ
پس لہ ازادلو نہ دغہ عبد نورې دوہ ښځې پہ نکاح کړې یوہ مسلمہ اصیلہ دہ او بلہ کتابیہ دہ څلور ښځې یې برابر شوې دغہ عبد مړ شۂ یوہ ښځہ یې وینځہ ھغہ مھر او میراث دواړہ نہ وړی ځکہ چې رق یو لہ مانعود میراثہ نہ دے او دویمہ معتعقہ دہ
میراث بہ وړی مھر بہ نہ وړی ځکہ چې پہ وخت د نکاح دواړہ مملوک د مولا وو دریمہ چې حرہ مسلمہ دہ مھر او میراث دواړہ بہ وړی څلورمہ کتابیہ دہ مھر بہ اخلی د میراث نہ محرومہ دہ ځکہ چې اختلاف د دینېنو یو لہ موانعاتو نہ دے خفګان او حسد دې دې یو لہ بل سرہ نہ کوی چې دا حکم د خداے او د خداے د رسول دے
بېت
موانع میراث را میدان چھار
رقُ قتل اختلاف ِ دین دار
چاربېتہ
چې نہ ؤ نہ دې کہ سوال
چې شتہ دربہ یې نہ کړم عبث مہ کړہ شوګېرې
ځہ اوچتې کړہ دېرې
این چاربیتہ در برابر حېض و نفاس زنان است
چاربېتہ
پہ جنابت کښې مونځ کوم دا مې عادت دے
کوم سوال لہ پروردګار ہ د ایمانہ
پہ جنابت کښې مونځ کوم جواب دا دے جنابت معنیٰ غریبی دہ سوال (۲) ھمېش غواړم ترې نہ سوال مې د زینار دے جواب دا دے چې زینارہ مطلب لہ زینھار دے یعنی پناھی لہ قھرہ د خدایہ لہ عذابہ یې پہ امان وی پاک کفاردے بېت دے
ھر کہ ایمن از عذاب حق بود ۔ نېست مومن کافر مطلق بود
چا چې اووې کلیمہ د پېغمبر جواب دا دے دوست د رب وې انا رسولﷲ چاووې انا رسول ﷲ نو کافر بہ شی سوال (۴) بې اودسہ مونځ کوم کامل مې پیر دے
جواب دا دے چې یو سړی مونځ کوہ او بې اودسہ شۂ پہ مانځۂ کښې چې تر څو پورې دې سړی خبرې نہ وی کړې پہ مانځۂ کښې حسابېږی حېرۃ الفقہ ص ۶ سوال (۵) بې ذبحې غوښې خورمہ عاقلانو جواب دا دے چې بې ذبحې غوښې د مھی ملخ وغېرہ دی سوال (۶) بې نکاح ښځې غواړم لہ پرورد ګارہ جواب دا دے بې نکاح ښځې وینځې دی سوال (۷) نمر خاتۂ د مانځۂ لرم جواب دا دے مراد مونځ د خانہ کعبې دے یا حالت د ویرې او خوف دے پہ سورلۍ باندې نفل مونځ بې لہ څہ ویرې ھم جائز دے جمع مسائل ۸ کما فی سیف المقلدین ۵۵۲ ب ۷ فصل ۲
چاربېتہ
یوہ ونہ پہ دنیا کښې ما لیدلہ معتبرہ
بنیاد سټھہ یې نیشتہ د مېوی دے پکښې زور
د اسلام د ونې بیان دے لکہ پہ میزان شریعت کښې لیک دے
چاربېتہ
شاګردہ واورہ دا دہ عجیبہ مسئلہ بلہ
استادہ ما خبر کہ سراسر لہ دې قصې نہ
سوال (۱) دا یو دے ځما ځوے پۍ ورکړی مې سینې نہ جواب دا دے چې یو سړی د شپی پہ تیارۂ کښې نوی بول اوکړل لوټہ یې واغستہ اودس یې پرې اوچ کہ لہ دغہ سړی نہ منی خارج شوہ او دغہ لوټې سرہ اولږېدہ لور یې راغلہ بول یې اوکړل او پہ دغہ لوندہ لوټہ یې اودس اوچ کہ ۔ پہ قدرت د رب باندې د ھغې نہ حاملہ شوہ او ځوے یې راوړۂ سوال (۲) یو داسې شے مې اولید چې لری دے شپږ صفتہ
جواب دا دے دا شپږ صفتہ پہ چیندخہ کښې دې سوال (۳) یو کس دوہ یې فرزندہ وو راوړی پہ یو وختې جواب دا دے چې حضرت علی صاحب پہ زمانہ کښې یو سړی خنثی مشکل پہ نکاح سرہ واغستہ چې دواړہ صورتہ یی برابر وو او خپلہ ویځہ یې خنثی لہ پہ مھر کښې ورکړہ پہ قدرت د رب سرہ وینځہ او خنثی دواړہ امیدوارہ شو او ددواړو ھلکان وشو دا خبرہ د علی صآحب مخې لہ لاړہ علی صاحب حکم اوکہ چې پختۍ یې شمار کړئ کہ څلور یشت دی نارینہ دے اوکہ کیڼ طرف تہ یوہ کمہ دہ زنانہ دہ کہ نارینہ وی دا خاوند دې ترې نکاح مات کړی انظر الٰی الحموی مع الاشباہ ص ۵۰۴ ف ۳ من فصول المھمۃ جمع مسائل ۳
چاربېتہ
نن جوړہ سلسلہ د مسائلو کړہ خلیل
خاوند توفیق راکړې چې یې وکړمہ بیان
سوال (۱) ھغہ کوم یو سړے چې پہ مانځۂ ولاړ ؤ یارہ جواب دا دے چې دا سړے مقتدی وی او پہ امام پسې ولاړ ؤ ناڅاپہ یې ایات د سجدې اولوستۂ امام او مقتدیانو ټولو واورېد خو سجدہ کول پہ ھیچا لازمہ نہ شوہ
ځکہ چې دے تابع د امام دے جوھرہ ص ۸۲ باب السجودالتلاوت وکبیری ص۵۴۸ سوال (۲) ھغہ کوم یو عمل دے راتہ اوښایہ کثیر لکہ امام بې اودسہ شی او ځان لہ خلیفہ اونسی یا لہ وجی لہ مار ، لړم او نورو موزیاتو مونځ نہ ماتېرې
خلاصہ کېدانی سوال (۳)ھغہ کوم یو کلام دے راتہ ښایہ د جلیل جواب دا دے چې ھغہ کلام منسوخ دے لکہ تورات ، انجیل او زبور شو نفع المفتی ص۸۶ من البحر الرائق سوال (۴) ھغہ کوم منفرد دے چې پہ ھېرہ یې سلام جواب دا دے دا ھغہ منفرد دے چې غېر محل یې پہ مونځ کښې سلام وګرځوۂ مونځ یې فاسد شو سوال (۵) ھغہ کوم مونځ دے واورہ دے واجب پہ خاص وعام جواب دا دے چې دا مونځ د عیدېنو دے چې واجب دے او قضا ګرځول حرام دی نفع المفتی ص ۱۰۳ او اشباہ ص ۵۹۷ سوال (۶) ھغہ کوم کار دے حرام لہ مانځۂ بھر حرام دے جواب دا دے پردۍ ښځې تہ د شھوت پہ نظر کتل حرام دی او پہ مانځۂ کښې مونځ پری نہ فاسدېږی نفع المفتی من البنایہ ص ۸۴ سوال (۷) ھغہ کوم یو سړے ښځہ یو میل
دا ھغہ ښځہ دہ چې پردے قرض وی پرې چې یې دا قرضداری نہ وی ادا کړې خا وندیې نہ شی بوېلے سوال (۸) ھغہ کو یو سړے دے مونځ اولہ پہ صحرا کښې جواب دا دے چې یو سړے پہ صحرا کښې اذان او اقامت اوکړې او یوازې مونځ ادا کړی د ھغۂ جماعت اوشو ځکہ چې ھغۂ سرہ جن او ملک ودرېږی نفع المفتی ص ۹۴ و اشباہ احکام الجان ص ۵۱۵ سوال (۹) ھغہ کوم شے دے ښایہ قاضی بہ ضرور تہ جواب دا دے ھغہ خرڅول د قران او د مریی مسلم دے لہ کافر بہ یې زور سرہ اخلی او پہ مسلمان بہ یې خرڅوی اشباہ کتاب القضاء ص ۲۰۵ سوال ھغہ کوم یو سړے دے چې اقرار وکړی پہ ځان جواب دا دے چې یو سړے اقرار وکړی چې ما دې ښځې سرہ زنا کړی دی مھر پرې نہ لازمېږې چې څو یې دوبارہ نہ وی وئیلی کہ دوبارہ یې اووئیل د مھر ورکول پرې لازم شو اشباہ فن ۴ کتاب الاقرار ص ۶۰۶سوال یو غل کړې وہ غلا پہ تورہ شپہ ښہ پہ ھوس جواب دا دے چې دا سړے چې د چا غلا شوې وی قاضی تہ دې محلہ او کلے اوښائی قاضی بہ ټول کلے یا محلہ جمع کړی یو یو سړے بہ تېر باسی خاوند د مال نہ بہ تپوس کوی چې دا دے خاوند د مال بہ وائی چې نہ چې کلہ دا غل ددۂ پہ مخہ راغے غلے بہ شی قاضی بہ دغہ سړے اونسی او مال بہ ترې نہ واخلی سیف المقلدین ص ۶۰۱ و ص ۶۰۲ باب ۷ فصل ۲ من التفسیر الکبیر و خیرات الحسان سوال (۱۲) یو کس راغے ژرل یې یو کس تہ یې کؤ ویر جواب دا دے چې مولاباندې دچا قرض ؤ خپل مریی تہ اجازہ ورکړہ چې ځما د قرضدارۍ تہ ضامن شہ ھر کلہ چې مریی لاس ورکہ نو مولا ازاد کہ او مری دغہ قرضداری د ضمانت لا نہ وہ ادا کړې چې ازاد شۂ پس مال یې اوګټۂ او ھغہ قرضداری د ضمانت یې ادا کړہ نو مولا نہ یې دغہ مال نہ رسی زیان پہ مریی د کورہ راغے اشباہ فن ۴ ص ۶۰۵ کتاب الکفالہ سوال (۱۳) سړے اوکړہ ھبہ خپل ذی رحم محرم تہ جانہ جواب دا دے چې یو سړی د زرو روپۍ خپل ھوی تہ اوبخښلې او دا ځوے د دغہ سړی د چا مريے ؤ اوس کہ دا پلار یې رجوع کوی نو کولے شې ځکہ چې مولا اجنبی دے د مولا نہ رجوع صحیح نہ دہ پہ نزد د شرع اشباہ ۶۰۶ ف ۴ کتاب الھبہ جمع مسائل ۱۳ شد ند
چاربېتہ
راځہ مومن سېل کړہ پہ بازار د ملغلرو
پېسې دې نہ خرڅېږی وېړیا اخلہ مسلمانہ
سوال (۱) پېسې دې خرڅېږی ھغہ کوم سائل دے رورہ جواب دا دے یو سړے خپلہ زمکہ بل سړی لہ پہ قلنګ ورکړی او بیا یې ترې نہ پہ سوال وغواړی دا مالک دې زمکې لہ پخپلہ وکری کہ دا د قلنګ خاوند پرې دعویٰ وکړی چې زمکہ ځما دہ نو حکم د شرعې سرہ نہ شی اخستلے اشباہ ص ۶۰۷ کتاب العاریت نور ھم ډېر صورتونہ ددې مسئلې موجود دی انظر فی کتاب العاریہ من الشباہ عن الالغار سوال (۲) ھغہ کوم یو غاصب دے چې دے غصب وکړی جانہ جواب دا دے چې یو سړے لہ چانہ زر روپۍ پہ غصب سرہ واخلی او خاوند دروپو فی الحال مړشی او ځوے یې نابالغہ پاتې شی دا غاصب دغہ روپۍ دغہ ځوی لہ ورکړی نو غاصب لہ ضمانت نہ خلاص نہ شۂ ځکہ چې دغہ ھلک نابالغہ دے دا غاصب بہ تر ھغہ پورې سنبالوی چې دا ھلک بالغ شې او قابل د سنبالولو شۂ اشباہ ص۶۰۹ ف ۴ من الغصب سوال (۳) ھغہ کوم یو سړے چې امانت کېدی پہ کور جواب دا دے چې یو سړے د چا مال پہ غصب یا غلا سرہ واخلی د چا سرہ امانت کړی او دغہ امانتدار نہ ضائع شې پس لہ ھغې خاوند د مال چې د چانہ غلا شوې وہ یا مال پہ غصب تلے
وی خبر شی چې د ھغۂ غصب شوے یا غلا شوے مال لہ فلانی سړی څخہ امانت کړے ؤ او دھغۂ نہ ضائع شوے دے نو کہ مالک د مال لہ دغہ امانت دار نہ طلب کوی نو کولے شی دا مال پہ شرع د غل یا غاصب نہ رسی او دا غل یا غاصب بہ یې د امانت دار نہ غواړی اشباہ ص۶۰۸ من الغصب فن ۴ سوال (۴) ھغہ کوم مشتری دے چې شفیع ورتہ ځانہ جواب دا دے چې دوو تنو شریکہ شړہ زمکہ وہ مګر پہ لاس د یو کښې وہ یو دا خپلہ حصہ لہ چا سرہ بېعہ کړی او ھغہ اغستونکے داسې سړے وکیل کړې چې دا خاوند د شفعې پرې رضا وی او خبر نہ وې چې دا سړے وکیل دے د بل چا نہ بیعہ دغہ شفیع پخپلہ اوکړی او دا زمکہ ورتہ پخپلہ اوسپاری خاوند څہ لہ مودې نہ دا د شفعې خاوند خبر شی پہ وکالہ د دغہ سړی نو دعویٰ پرې اوکړی دعویٰ یې صحیح دہ پہ نیز دشرع اشباہ مع الحموی ص۶۰۸ من الشفعتہ فن ۴ سوال (۵) ھغہ کوم مسلمان دےچې عاقل بالغ وی خاص
جوب دا دے چې یو سړے وی چې څہ شے حلالہ وی نېت د ذبحې اونہ کړی او ھسې بسم ﷲ کړی او ھغہ شے حلال کړې نو ھغہ مذبوحہ حلالہ نہ شوہ بلکہ حرامہ او مردارہ دہ پہ نیز د امامانو سوال (۶) ھغہ کوم یو سړے څہ شے کړی ذبحہ پہ اخلاصہ جواب دا دے چې یو قصاب چارپایہ راولی لہ پارہ د حلالولو او چاړۂ ورپسې تېرہ کوی بل سړے راخلاص شې او ھغہ چارپایہ بغېر د اجازې نہ د قصاب
حلال کړی او قصاب پرې دعویٰ وکړی چې مالہ تاوان راکړہ نو تاوان یې نہ رسی یا پہ زور د پردۍ قربانی حلالہ کړی ضامن نہ دے پہ نیز د شرعې د شامی ص ج ۵ اشباہ من الاضحیہ ص۶۰۹ ف ۴ سوال (۷) ھغہ کوم ځاے دے مسجد چې پاک دے ځما جانہ جواب دا دے چې سړے وې چې مونځ کولو لہ پارہ یو ځاے ځان لہ مقرر کړی او ھمېشہ پہ ھغہ ځاے مونځ کوی نو مونځ یې مکروھہ دے پہ نیزد امامانو اشباہ ص۶۰۹ ف ۴ و در مختار قبیل الوتر و النوافل سوال (۸) ھغہ کوم لوخے پاک دے چې مباح الاستعمال دے جواب دا دے چې یوہ کوزہ وی او قصد اوکړی چې زہ بہ ھمېشہ پہ دغہ کوزہ اودس کوم او بل چا لہ بہ دا کوزہ ور نہ کړم نو دا اودس کول د دغہ سړی پہ دغہ کوزہ باندې مکروھہ دے نفع المفتی ص ۲۴ و اشباہ ص ۶۰۹ و کما فی الذخائر سوال (۹) ھغہ کوم یو سړے دے چې ګوذار ترې اولږی جواب دا دے چې یو سړے دے چې حجام تہ دا اجازت ورکړی دا ځما ځوی سنت کړہ نو ھر کلہ چې حجام چاړۂ د پہ حشفہ د ھلک اولګولہ د ھلک حشفہ یې پرې کړہ کہ دا ھلک مړ شۂ نیم دیت بہ حجام ورکوی ۔ او کہ ژوندے پاتې شۂ ټول پرې لازم شۂ ځکہ چې د جماع نہ پاتې شۂ سرہ لہ زنانو نہ وجھہ د فرق پما بېن د ژوند او د مرګ
کښې دا دہ چې مرګ کښې یې احتمال دے چې سنتولو سرہ حشفہ غوڅہ مړ شۂ
او کہ ھسې مړ دے نو نور شک ورک شۂ محض د حجام فعل پاتې شۂ نو کامل دیت بہ ورکوی کما ذکرہ والاشباہ ص ۱۸۲ ، ۶۰۹ ف ۱ ف ۴ و جوھرہ سوال (۱۰) عجیبہ مسئلہ ھغہ کوم سړے دے ګلہ جواب دا دے چې وړکی بچے لہ مورہ پېدا
کېدۂ ھر کلہ د بچی سر د مور لہ نفسہ نہ بھر شہ کہ یو سړی لہ دغہ بچی غوږ پرې کہ ھرکلہ دا ھلک لوے شۂ او پہ دغہ سړی یې دعویٰ اوکړہ نو پنځۂ سوہ اشرفۍ بہ ورکوی او کہ مړشۂ دغہ قاتل بہ د قاضی پہ مخکښې پنځوس اشرفۍ بہ ورکوی دا قتل پہ دۂ لازم دے پہ حکم د شرعې سرہ دې تہ غرہ وئیلے شی حموی ص ۱۸۹ مع الاشباہ ص ۶۰۹ فن ۴ کتاب الجنیات
سوال (۱۱) ھغۃ کوم سړے دے چې کوم مړ کړی مھربانہ جواب دا دے چی یو سړی اوبۂ ګرمې کړې او د بل سړی پہ سر یې واړولې د پارہ د وژلو کہ دغہ سړے پہ دغہ اوبو سرہ مړ شۂ نو یو دیت پرې لازم دے او کہ ژوندے پاتې شۂ او وېختۂ د سر او د ږېری او خاتۂ غوږونہ یې کانړۂ شو او د سترګو نہ نابینا شو او عقل یې دماغو نہ خارج شو پہ سبب ددې اوبو سرہ نو څلور دیات پرې لازم شو پہ نیزد شرع کما ذکرہ فی الاشباہ فن ۴ ص ۶۱۰ کتاب الجنیات سوال (۱۲) ھغہ کوم حکم د شرع راتہ اوښایہ فاضلہ جواب دا دے ھغہ حکم د ایمان او د نکاح دے یعنی الوطی لا العقدفانہ غېر مصرح حموی ص ۲۲۵ ف ۲ نور حکمونہ ټول بدل رابدل شو پہ سبب د تبدیل د پېغمبرانو سرہ او دا دوہ حکمونہ لہ اولہ تر اخرہ یو شان دی اشباہ مع الحموی ص ۲۲۵ ف ۲ و در مختار کتاب النکاح سوال (۱۳) سړی اوکړہ طلاق چې ھګۍ نہ خورم برادرہ جواب ددې مسئلې دا دے چې ھګۍ دې پہ شکرہ کښې واچوی او ګډہ وډہ دې کړې چې د ھګۍ اثر سامړہ پاتې نۂ شی نو دا سړے دې دا شکرہ اوخوری نو حانث بہ نہ شی او امام صاحب وائی چې دا ھګۍ دې چرګې تہ کېدی چې بچی اوباسی چې قابل د حلاولو شو حلال دې کړی غوښی او شوروا
دې اوخوری نو قسم بہ پرې را نہ شی سېف المقلدین ص ۶۵۳ ب ۷ فصل ۲ سوال (۱۴ ) بل کړی کړی یو سړی طلاق پہ دا شان پہ ھنر دی جواب دا دے چې دا سړے دې حج لہ لاړ شی چې خلقو طواف د کعبې کوہ دا سړے دې کېنی نو ھر کلہ چې خلقو دطواف نہ بس کړۂ دا سړے دې سوال اوکړی او دا خلق دې پہ ډډہ کړی طواف د خانہ کعبې دې ځان لہ اوکړی وۂ ځلہ حانث بہ نۂ شی سېف المقلدین باب ۷ فصل ۲ ص ۵۳۳ والواقح الانوار لا امام الشرانی سوال (۱۵) بل ښځہ یو سړ ی کړلہ طلاقہ پہ خولہ خپلہ جوا ب دا دے چې دغہ سړی نہ دې تپوس اوکړے شی کہ چرې دا کار کړے وی چې ګناہ کبېرہ باندې ددۂ لاس بر شوے وی او دۂ خالص لہ خوف د ﷲ نہ نہ وی کړے دا سړے حانث نہ شو لکہ راغلی دی پہ قول د ﷲ پاک کښې و اما من خاف مقام ربہ و نھی النفس عن الھویٰ فان الجنتہ ھی الماویٰ وقال ﷲ تعالي و لمن خاف مقام ربہ جنتان ط سيف المقلدین ص ۱۱۷ باب ۷ فصل ۲ سوال (۱۶) جنګ جوړ شۂ سرہ لہ ښځې د خاوند شہ لہ یو بلہ جواب دا دے چې ددې سړی غاښونہ دې شمار کړی کہ اتویشت وو طلاق پرې لازم شو او کہ زیات وو قسم پرې نہ لازمېږی سېف المقلدین ص ۶۱۱ ب ۷ فصل ۲ سوال (۱۷) چاپېرہ شۂ بل سړی نہ سخت د غم زنځیر جواب دا دے چې دا ښځہ دې مالګہ دې پہ دېګ کښې واچوی او د ھګۍ روغې دانې دې پکښې واچوی چې پخې شې خاوند دې اوخوری حانث بہ نۂ شی سېف المقلدین ص ۶۱۴ ب ۷ فصل ۲ و خېرات الحسان سوال (۱۸) پہ یو ښار کښې پہ یو سړی ماښام دہ روژہ فرضہ جواب دا دے
چې د سکندریہ ښار کښې یوہ منارہ دہ چې ډېرہ اوچتہ دہ یو سړے ختلے پہ دې منارہ ولاړ ؤ کوز پہ ښار کښې روژہ ماتول روا وو ځکہ چې رڼا ختمہ شوې او پاس پہ منارہ کښې رڼا باقی وہ بدائع الاصنائع ص۸۳ سوال (۱۹) یو کس لہ یو مریضہ کړہ تپوس پہ خپل ھنر جواب دا دے ددې روغ سړې دوہ نیاګانې یوہ د مور مور او بلہ د پلار مور دې مریض پہ نکاح اخستې وې چې د مریض ښځې وې دوہ لوڼہ ددې مریض لہ یوې ښځې نہ وې چې د روغ د مور مور وہ ماشوګانې ھغہ شوی او لوڼہ لہ بلی ښځې نہ وې چې ددې روغ پاپوګانې ھغہ شوې او دوہ نیاګانې ددې روغ سړی اغستې وې یوہ یې پلار اغستې وہ یوہ د مور مور بلہ یې دپلار مور ښځې ھغہ شوې او ددې روغ سړی مور ددې مریض پلار اغستې وہ دوہ لوڼہ د ھغې وې خوېندې یې ھغہ شوې او مریض د پلار لہ طرفہ خوېندې وې نو پس میراث بہ یې پہ دې طور وېشلے کېږی چې د مريض د ښځو ثمن او لوڼو لرہ ثلثان دی چې ھغہ لوڼہ یې ددې روغ سړې ماشوګانې اوپاپوګانې کېږی او د مریض نیاګانو لہ چې د روغ ښځې دی سدس یعنی شپږمہ کېږی او دمریض خوېندو لہ چې د روغ ھم خوېندې دې ما بقیہ مال دے پہ عصوبت سرہ مګر چونکہ پہ مسئلہ کښې کسر راځې او مسئلہ لہ څلویرشتو نہ دہ لیکن صحت یې لہ اتو څلویښتو نہ کېږی نو پس اوہ ویشتہ حصې برابر برابر ورسی او کسر باقی پاتې نہ شی اشباہ مع الحموی ص ۶۱۰ ف ۴ کتاب الفرائض جمع مسائل ۱۹
چاربېتہ
خلیل کړلې برسېرہ المارۍ د جواھرو
اوباسی ترې لعلونہ رنګ پہ رنګ د بدخشان
جواھر عام لفظ دے لعل ، یاقوت ، زمرد وغېرہ تہ وئیلے شی الشامی ص ۱۵ ج ۲ و ص۴۸ ج ۲ سوال (۱) ھغہ کومې اوبۂ دی لۂ حوض پاکہ میراتی جواب دا دے چې یو ھلک وی نابالغہ یا مريے وی او کوزہ لہ بل ځایہ ډکہ کړی او پہ غاړہ د حوض روان وی او ھغہ کوزہ ترې پہ حوض کښې توې شی څو چې ترې نہ دې ھلک یا مرېی خپلہ کوزہ نۂ وی ډکہ کړې نو څښل تری بل سړی لہ ناروا دی اشباہ ص ۴۸۷ ف ۳ بحث احکام الصبیان من الکراھیۃ ص ۶۰۴ ف ۴ سوال ھغہ کوم یو سړے چې پہ مانځۂ ښہ برابر ؤ جواب دا دے چې دې سړی تېمم وھلے ؤ ھر کلہ یې خی طرف تہ سلام یې وګرځو اوبۂ یې ولیدلې تېمم یې مات شۂ اودس پرې راغے مونځ یې فاسد شۂ بیا بہ کوی چې کینړ طرف تہ یې سلام وګرځو نو د تجارت مال یې راغے زکوٰۃ ورکول پرې لازم شو چې پہ زمکہ کېناست حج پرې لازم شۂ چې شاتہ یې وکاتۂ مور او پلار یې دواړہ ولاړ وو او پلار یې د بل سړی مرېے او دغہ سړی اقرب وۂ او ھغہ مولا یې مړ شو او وارث یې بل څوک نہ ؤ مال یې ټول دې سړی تہ پاتې شو نو دا پلار یې ددغہ میت مریے لہ دۂ نہ ازاد شۂ ځکہ چې پلار د ځوی مریے نہ شی کېدے ، اسمان تہ اوکاتۂ میاشت درمضان یې اولیدلہ روژہ پرې راغلہ چې مخې تہ او کاتۂ خواښې یې ناستہ وہ دۂ ورتہ د شھوت پہ نظر وکاتۂ ښځہ پرې طلاقہ شوحېراۃ الفقہ ص ۲۲ سوال (۳) حرامہ شوہ پرې ښځہ څلور تنہ ھمسفرہ جواب دا دے چې یو سړے ؤ یوہ کنډہ ښځہ یې ځوی لہ پہ نکاح کږہ او لور یې ورلہ پخپلہ واغستلہ د ھغہ کنډې نہ د ځوی دوہ جینکۍ پېدا شوې نو دا سړے لہ دغہ کنډې چې یې خواښې ھم وہ او انګور ھم وہ او سرہ لہ دغہ جینکو نہ چې نمسۍ ھم وی او خېنې ھم وې سرہ روان ؤ چا ترې نہ تپوس اوکہ او دا جواب ورکړو سوال (۴) ما پوھہ پہ مطلب کہ ھغہ کوم سړے دے رورہ چې ھغہ نائب د حاجی چې بېخودہ دے بحر الرائق ص ۲۳۸ (۵) ھغہ کوم سړے دے چې پہ یو کال کښې فی الفورہ جواب دا دے دا ھغہ سړے چې ملګرے یې بېخودہ شی او دے دھغۂ پہ ځاے ارکان د حج ادا کړی شامی کتاب الحج ص ۲۰۴ ھغہ کوم یو سړے دے چې پرې قرض تر روپو زرو جواب دا دے چې مدایون مفلس دے او بل سړی قرض د ھغہ ادا کړو بې لہ اجازې د ھغہ نہ نو لہ قرضہ خلاص نہ شو التکمیلہ ص ۳۰۷ ج۲ سوال (۷) دائن تہ حق اداشو یو ښځہ وہ غاسلہ جواب دا دے دا واقع د امام مالک پہ زمانہ کښې پېښہ شوہ دې غاسلې دې مړی تہ قذف او کنځل کړی وو نو مالک صاحب د نورو علماؤ نہ خلاف ؤ دې غاسلې نہ یې پس لہ تپوسہ د کنځلو حد ولګوۂ نو دا ښځہ خلاصہ شوہ ۔ سيف المقلدین ۵۵۹ ب ۷ فصل ۲ من غالیۃ المواعظ سوال (۸) کہ بل بہ څہ ھنر کړی ھغہ کوم ښار دے دلبرہ چې ھغہ میاشت د رمضان دہ چې شپېتۂ وختہ دی ډیرش یې ورځې دی او دېرش یې شپې دی او کوټہ دہ چې لہ زرو ښارو غورہ ھغہ د لېلۃ القدر شپہ دہ سېف المقلدین ص ۵۶۴ ب ۷ فصل ۲ سوال (۹) نصیب بہ دې ایمان شی پورہ کوم شے دے اوښایہ جواب دا دے پورہ شے مسلمان صادق دے چې نیم شی منافق شی کافر دے سېف المقلدین ص ۵۶۵ ب ۷ ّصل ۲ سوال (۱۰) سړی خپلې ښځې تہ قسم اوکہ نېک رایہ جواب دا دے چې سړی طلاق اوکړ ل چې ښځې څو تا ماسرہ خبرې نہ وی کړې کہ ما اوکړې پہ ما بہ طلاقہ یې ښځې لہ مخې نہ اووې کہ ما تاسرہ خبرې اوکړې نو ځما پہ ملک کښې څہ دی لہ ما دې ازاد وی نو دې ښځې خبرې اوکړې دا سړے لہ قسمہ خلاص شۂ او دا سړے دې خبرې اوکړی دواړہ د قسمہ خلاص شو سېف المقلدین ص ۵۸۷ ب ۷ فصل ۲ سوال (۱۱) بل راغے خاص جماعت لہ ماځیګرې جواب دا دے پہ شک سرہ طلاق نہ واقع کېږی څو چې یقین یې نہ وی ځکہ چې یقنی دے او وقوع دطلاقو ظنی او شکی دے نو وایقین لا یزول بالشک او پہ نیزد سفیان ثوری صاحب رجوع کافی دے ځکہ چې طلاق نہ دی واقع شوی لیکن کہ رجوع احتیاطاً وکړی ښہ دہ پہ نیز د قاضی شریک ھم نہ دی واقع شوی او کہ دا سړے پہ قول احتیاطاً عمل کوی او رجوع غواړی نو اول دې یو طلاق ورکړی او بیا دې رجوع وکړی ځکہ چې د رجوع لہ پارہ اولاً د طلاقو وقوع ضروری دا بعینہ دہ دا د ھغہ مسئلې مثال دے لکہ د یو سړی پہ جامو د نرو بولو نری څاڅکی ولږی نہ دې وینځی پاک دی پہ نیز دا مام صاحب ثوری صاحب وائی پاک دی او قاضی شریک صاحب چې د وینځلو لہ پارہ اولاً پلیت شی پس دې وینځی درې واړہ امامان ښہ وائی او مطلب د ټولو یو دے یعنی عدمِ وقوع د طلاقو پہ صورت د شک کښې سيف المقلدین
چاربیتہ
سېف المقلدین کښې راوړے دا بیان
عالم د څو خبرو وکړل لہ وینځې تپوسونہ
سوال (۱) بې پلارہ کوم سړے دے پېدا کړے پاک رحمان جواب دا دے عیسیٰ ابن مریم پېدا شوے ؤ سېف المقلدین ص ۵۴۴ ب۷ فصل ۲ سوال (۲) بې مورہ کومہ ښځہ پېدا شوې دہ اخونہ جواب دا دے بې مورہ بی بی حوا ابۍ پېدا وہ سوال (۳) ھغہ کوم قبر دے ښایہ جواب دا دے ھغہ شکم د مھی ؤ چې یونس علېہ سلام ګرځولے ؤ سوال (۴)اول کښې پستہ ذی روح شۂ جانمنې جواب دادے چې دا موسیٰ علیہ سلام ھمسا وہ کما قال ﷲ تعالیٰ فاذ ھی حیۃ تسعیٰ سوال(۵) اول کښې ؤ بل حال د ھغہ سړی وایہ جواب دا دے چې دا سلیمان علیہ سلام ؤ چې تخت بہ یې ھوا تۂ او مونځ بہ پرې کوہ (۶) میرمنې راتہ ښایہ څلور قسمہ اورونہ جواب دا دے یو اور د جھنم دے چې خوری څښی او خبرې کوی کما قال ﷲ تعالیٰ فالتقو النار اللتی وقودھا الناس و الحھارۃ او خبرې لکہ راغے پہ دې قول د ﷲ تعالیٰ ھل امتلت ھل من مزید او دویم چې خوری او پہ څښو مری ھغہ اور د دنیا دے دریم چې نہ خوری او نہ څښی خالی ھغ تاب د افتاب دے چې پہ زور د حررات سرہ اوبۂ اوچوی څلورم اور نور د قمر دے سوال (۷) ھغہ څہ شے چې خوږ دے لہ ګبینہ ګل اندامې جواب دا دے چې ھغہ مینہ د اولاد دہ سوال (۸) تېرۂ لہ تورې څہ دے راتہ ښایہ پہ ھنرې ھغہ ګفتار د ژبې چې څوک چاتہ فحش اووائی سوال (۹) ھغہ څہ شے دے ښایہ راتہ چې لذت یې یو زمان جواب دا دے د جماع وخت (۱۰) ھغہ کوم حق دے ښایہ نہ کړی انکار ترې جواب دا دے ھغہ مرګ دے سوال (۱۱) ھغہ کوم یو سړے دے راتہ ښایہ ګل رنګینې جواب دا دے چې دې سړی سحر مونځ کوہ د بل سړی پہ وینځہ یې نظر اولږېد حرام ؤ نصف النھار دۂ پہ بیعہ واخستہ چې وې کاتۂ ورتہ جائز ؤ چې د ماځیګر یې کوہ ازاد یې کړہ کاتۂ ورتہ حرام شو پس لہ ماځیګرہ یې پہ نکاح واخسہ کاتۂ ورتہ جائز شو او د ماښام نہ ورستو یې طلاقہ کړہ بیا پرې نظر کول د سړی حرام شو د شٗې یې رجوع اوکړہ سحر حلالہ وہ حېراۃ الفقہ ص ۲۵ اردو چاپ سوال (۱۳) د زړۂ خوشحالی څہ دہ قېد خانہ د قبر ښایہ جواب دا دے چې قېد خانہ د قبر بدعملہ اولاد دے چې پہ دنیا کښې بد عملونہ کوی ضرر یې مور او پلار تہ پہ قبر کښې رسیږی سوال (۱۴) مرګ څہ دے ژوندون څہ دے ما کړہ خبر د ګلو لختې
جواب دا دے چې مرګ د ژوندون نېستی دہ سوال (۱۵) ھغہ څہ دے مرض چې یې دارو نیشتہ اووایہ جواب دا دے چې ھغہ بدخوی دے چې علاج یې نہ شی کېدے سوال (۱۶) ھغہ کوم یو دے شرم چې ھیڅ وختې ترې نېک بختې جواب بد عملہ لور
سوال (۱۷) ھغہ کوم ځیناور دے دم در حال راتہ نمایہ جواب دا دے چې دا ملخ دے چې سر پہ شان د اس دے او ګردن پہ شان د غوایہ او بعضې وائی پہ شان د ھاتی او پر یې پہ شان د نسر او عقاب پښې پہ شان د اوښانو او لکۍ لکہ د مار او ګېډہ پہ شان د لړم او ښکرې پہ شان د ھوسۍ دی سوالات د عالم تمام شد سوال (۱۸) اوس وینځہ کړی تپوس علم یې ګېر د غم پہ جال کہ ، د فرضو فرض څہ دې راتہ اوښایہ فاضلہ جواب دا دے د فرضو فرض معرفت د ﷲ دے سوال (۱۹) فرض څہ دی پہ اول د فرضو کښې د دغې سوال جواب دادے چې پہ اول د فرضو کښې کلیمہ د شھادت دہ چې وائی لا الہ الاﷲ محمد الرسول ﷲ سوال (۲۰) ھغہ کوم فرض دی راتہ اوښایہ عاقلہ جواب دا دے ھغہ اودس دے چې فرض ورتہ محتاجہ دی سوال (۲۱ ) ھغہ کوم فرض دی ښایہ لہ ھر فرضو دی شاملہ جواب دے غسل د جنابت نہ سوال (۲۲) ھغہ کوم دی سنت داخل پہ فرضو کښې دی جانہ خلال د ګوتو سوال (۲۳) ھغہ کوم دی سنت چې پرې فرض کاملېږی جواب دے چې اسلام فرض دے او خطنہ د ھلکانو سنت دی اسلام ھلہ کامل شی جمع مسائل ۲۳
##چاربېتہ
یو داسې شے مې اولید نہ یې غوښہ نہ یې وینہ
خوراک یې اور اوبۂ دې ګړندے ځی لکہ باد
جواب موټر سوال (۲) بل داسې شے دے وایہ نہ یې غوښہ نہ یې دم جواب دے دا دوزخ دے لکہ راغلی دی ھل امتلئت فتقوھل من مزید سېف المقلدین ص ۵۵۳
ب ۷ فصل ۲ سوال (۳) ھغہ کومہ مرغۍ دہ ھګۍ نہ اچوی ھیڅ دم جواب خاپېرک
سېف المقلدین ص ۵۵۳ ب ۷ فصل ۲ سوال (۴) تل مې دہ سودا پہ زړګی غم یو سړے خوار او مفلس مړشی پہ ھغۂ د خلقو قرض وی ځوے یا بل څوک چې کاروبار معاملہ ترې جدا وی قرض خواھانو تہ چې ستاسو زۂ ضامن یم پس لہ څلورو ورځو نہ انکار وکړی پہ شرع ترې نہ رسی عند الامام صاحب خېریہ ص۱۰۱ ج ۲ و جوھرہ ص ۳۱۷ ج ۱ و حامدیہ ص۴۲ ج ۲ وشامی ص ۲۷ ج ۴ و شر وقایہ ص ۱۱۵ ج۳ ونور الھدیٰ ص ۶۵و ۱۸۹ و در غور ص۳۰۰ و خلاصۃ الفتویٰ ص ۳۸۵ و مجموع الفتویٰ ۱۶۲ ج ۲ سوال (۵) ھغہ څہ شے دے ښایہ نہ یې غوښہ نہ یې خون جواب دا دے چې ھغہ ھمساد موسیٰ علیہ سلام وہ لکہ راغلی دی پہ دي قول د ﷲتعالیٰ کښې فاذ ھی حیۃ تسعیٰ سوال (۶) ھغہ کوم روح دے رورہ چې ومړحال یې زبون جواب دا دے چې دا ھغہ غوا دہ چې زمانہ موسیٰ علیہ سلام کښې پہ بنی اسرائیلو کښې یو سړے د ډیر مال خاوند ؤ میراث خورو میراث د پارہ ووژۂ او دعویٰ د مړی یې پہ ټول کلی وکړہ بنی اسرائیل د ټول کلی موسیٰ علیہ سلام لہ راغلۂ او موسیٰ علیہ سلام تہ یې سوال اوکړو چې غل مونږ تہ ښکارہ کړہ موسیٰ علیہ سلام خداے تہ سوال اوکړو
خداے پاک امر اوکړو چې غوا پہ دې رنګ پہ دې شکل او داسې عمر واخلئ حلالہ کړئ او یوہ قطرہ د غوښې پہ دغہ مړی ووھئ دغہ مړے بہ غل پخپلہ اوښائ لکہ راغلی دی و اذ قال موسیٰ لقومہ انﷲ یامرکم ان تذبحو بقرۃ الخ سېف المقلدین ص ۵۵۳ ب۷ فصل ۲ سوال (۷) ھغہ کوم یو قاصد دے چې لېږلے ؤ بېچون جواب دا ھغہ غراب ؤ د ادم علیہ سلام ځوی خپل وژلے رور پہ شاہ ګرځوہ د خخولو چل ورلہ نۂ راتۂ ﷲ پاک ورتہ ملک پہ شکل د غراب رولېږۂ او چل د خخولو یې ورتہ اوښود نو پس یې خخ کړ و سیف المقلدین ص ۵۵۳ ب ۷ فصل ۲ سوال (۸) څو عمر څو یې قد ؤ د ادم زړہ مې کہ ښاد جواب دا دے د ادم علیہ سلام قد شپېتۂ ګزہ عمر نھہ سوہ څلویښت کالہ ؤ سېف المقلدین ص ۵۵۳ ب ۷ ف ۲ سوال (۹) وصی یې څوک نیولے ؤ پہ وخت د مرګ رورہ جواب شیث علیہ سلام سیف المقلدین ۵۵۳ ب ۷ ف۲ سوال پہ خوا لہ غورزولو د موسیٰ سین تہ اووایہ جواب دا دے موسیٰ علیہ سلام
درې میاشتې د مور پۍ رودلی وو پس لہ ھغې نہ د جمعې پہ ورځ سین تہ غوذار کہ سوال (۱۱) بیا یې کوم دریاب تہ یې وغورزودا حال راتہ نمایہ جواب بحر قلزم سېف المقلدین باب ۷ ف ۲ سوال ۱۲ ھغہ دوہ څیزہ ښایہ غوښہ وینہ نۂ لرینہ
جواب دا دے ھغہ زمکہ اسمان دی چې ﷲ پاک وفرمائیل چې اومنئ حکم ځما کۂ ستاسو رضا وی کۂ نارضا نو دوی پہ جواب کښې اووې اتینا طائعین سېف المقلدین ص ۵۵۳ باب ۷ ف ۲ سوال (۱۳) جواب یې ؤ ورکړے یو سړی کړے قسم ددې مسئلې جواب دا دے چې دا ښځہ دې داسې کار وکړی چې دا خاوند یې اودۂ شی نو ګوډی د وړو یا د کندو پورې څادر یا پټکے اوتړی دے چې وېښ شی نو خبر بہ شې او حانث بہ نۂ شی سېف المقلدین ص ۶۲۵ ب ۷ ف۲ جمع مسائل ۱۳
چاربېتہ
یو داسې شے مې اولید عجائب ښکلے بشر لری
دوہ ژبې سینہ کښې لاندې باندې برابر لری
جواب دا دے چې دا ګړیال دے مراد لہ ژبو نہ دوہ ستنې دی او لہ ھګو نہ ګېنټې دی دولس پہ ورځ کښې دولس پہ شپہ کښې او لہ بچو نہ مېنټونہ دی اوازونہ خود ھر څوک اوری سوال (۲) ټول مال یې خاوند یوړو پہ شرع مھربانہ جواب دا دے چې ښځې خاوند خپل وصی کړے ؤ پہ ټول مال سرہ او دښځې نور څوک وارث نہ ؤ کہ بل څوک وارث وی بیا د ثلث وصیت کولے شې جوھرہ ص ۳۲۶ ج ۲ والحامدیہ ص ۳۹ ج۲ سوال (۳) بل دا څنګہ صورت دے ما خبر کہ لہ اسرارہ جواب دا دے چې ښځې وصیت کړې ؤ یو اجنبی سړی تہ پہ نیم مال سرہ نو پس لہ مرګہ بہ دا مال درې ځایہ شی نیم د اجنبی سړی شو او ثلث بہ د خاوند شی او نیم ثلث چې شپږمہ دہ بېت المال شی او خاوند تہ نہ شی ورکولے ځکہ چې رد پہ ذوالفرضو سببیہ و کښې نیشتہ دے مثلاً شپږ روپۍ وې د میراث دوہ وصی واخستې دوہ یې د خاوند شوی چې ثلث دے یو ہ بیا وصی واخستہ ځکہ چې وصيت اول دے او دې ښځې پہ نصف سرہ وصیت کړے ؤ او بل وارث یې نہ ؤ بې لہ زوجہ نو وصیت ځکہ پہ نصف سر صحیح کېږی حامدیہ ص ۳۰۹ ج۲ و جوھرہ ص ۳۴۶ ج ۲ جمع مسائل ۳
چاربېتہ
دنیا کښی مخلوقاتہ ، شتہ ډېر عجائباتہ
یو داسې شے مې اولید چې شتہ دے دوہ ذکرہ
پہ دې اوکہ باورہ
جانور ریست کہ در عربی ضب نام دارد و فارسی سوسمار ګویند و در ترکی کجرامن و در ھندی ګوہ ودر افغانی سمسارہ و دیګر جانورے سقنقور نام دارد ګاھے در اب وګاھے در خشکے سکونت میکند کما ذکر ا فی عجائب المخلوقات ص ۱۳۲ و مستطرف ص ۱۵۷ ج۲ و رصالہ صدیہ ص۲
چاربېتہ
د فقې مسائل دی ملغلرې د دریاب
خلیل یې مرجوڼے دے را اوباسی رنګ پہ رنګ
سوال (۱) خلیل یې مرجوڼے دے ھغہ کو م سړے دے ګلہ جواب دا دے چې یو سړے قربانۍ لہ پارہ غوا و اغستہ او حلالہ کړې لا نہ وہ ھغہ غوا د قربانۍ لنګہ شوہ او بچے یې پېدا شۂ پہ سړی لازم دہ چې دا بچے سرہ لہ مورہ حلال کړی او د بچی قیمت ورکړی او کہ دواړہ کارہ ونہ کړی او دا بچے اوساتی او لوے شی او بل سړے یې قربانۍ لہ واخلی او حلال یې کړی قربانی یې اونۂ شوہ بلہ بہ اخلی او قربانی بہ کوی شامی ص ۲۲۳ ج ۵ کتاب الاضحیہ سوال (۲) ھغہ کوم حر اصیل دے چې بالغ وی برادرہ جواب دا دے چی دا ھغہ حر دے چې سفیہ وی او ولی یې محجورہ کړے وی لہ مالہ خپلہ نہ تصرف دمال تہ یې نہ پرېږدی نو کہ دا سړے ښځې تہ اووائی چې تہ ځما د مور پہ شان یې نو دا ښځہ پہ دۂ حرامہ شوہ کفارہ پرې مریے ازادول دی یا بہ دوہ میاشتې پې در پې دوہ میاشتې روژې نیسی لیکن دا حکم عام دے دغہ حر کہ مریے ازاد کہ نو نہ صحیح کېږی بلکې روژې بہ نسې شامی ص ۶۳۱ ج ۲ باب الکفارۃ سوال (۳) ھغہ کوم رزق دے ښایہ تېر شی ګېډې تہ شتاب جواب دا دے چې یو مارغۂ مھے اونسی او سالم یې ګېډې تہ تېر کړی فی الحال څوک دغہ مارغۂ اونسی او ګېډہ یې څیرې کړی او ھغہ مھے ترې اوباسې روغ ؤ نو خوراک یې حلال دے شام ص ۲۱۴ ج ۵ کتاب الذبائح سوال (۴) ھغہ کوم زمیندار دے پہ دې حال یمہ دلګیر جواب دے چونکې زمیندار د غلې تخم پټوی نو لہ دغې وجھی نہ ورتہ کافر وائی کافر معنیٰ پټونکے شامی ص ۲۰۳ ج ۵ کتاب المساقات سوال (۵) ھغہ کوم یو سړے وی چې کامل وی مسلمان جواب دادے ھغہ ھغہ سړے دے چې څاروے د چا پارہ حلال کړی مګر نیت د ثواب یې نہ وی کړے نو دا قربانی ونہ شوہ ځکہ چې قصد د قربت پہ قربانۍ کښې شرط دے اذافات الشرط فات المشروط شامی ص ۲۲۲ ج۵ سوال (۶) ھغہ کوم یو سړے دے راتہ ښایہ ګل صنم جواب دا دے دا ھغہ سړے دے چې د ھغ پہ چا دین او پہ لاس کښې موجود نہ ؤ او دۂ قسم او خوړ چې زۂ بې مالہ یم مال مې نیشتہ نو حانث نہ شو شامی ص ۱۵۰ ج ۳ من الایمان و مبسوط ص ۷۰ ج۱۲ سوال (۷) ھغہ کوم یو پیسۂ دے چې بې ذبحې دے حلال دا ھغہ پیسۂ دے چې لہ کورہ بھر شې او نیول نہ ورکوی نو پہ ھغہ کښې صرف جرحہ کافی دہ لکہ پہ ښکار کښې شامی ص ۲۰۳ ج ۵ قبیل الذبائح سوال (۸) ھغہ کوم یو غنی دے چې دے لری تراب جواب دا دے دا ھغہ حاجی دے چې پہ مناسکو د حج کښې مشغول وی نو صلوٰۃ العید پری واجب نہ دے مبسوط ص ۱۹ ج ۱۲ سوال (۹) ھغہ کوم یو دے شرمخ چې حلال دے دلپسندہ جواب دا دے دا ھغہ شرمخ دے پہ غرۂ کښې شرمخ بیزہ وطی کړی او شرمخ تری پیدا شی نو حلال دے شامی ۲۱۵ ج ۵ سوال (۱۰) سپی وطی کړہ بیزہ حکم بہ دا ؤ د وھاب جواب دادے چې اول دې ورتہ غوښہ واچوی کہ خوړلہ او واښۂ یې نہ خوړل نو ټول حرام دے او کہ غوښہ او واښۂ یې دواړہ خوارۂ نو بیا دې اووھی کہ اواز دسپی دے نو سپے دے او کہ اواز یې د بیزې وی سر یې حرام دے نور حلال دے او کہ چرې کلمې وې لرے او معدہ یې نہ وو ټول حرام دے او کہ چرې غوښہ یې خوړہ اواز یې د بیزې ؤ او لرے ھم وۂ بیا حرام دے او کہ غوښہ یې نہ خوړہ مګر اواز یې د سپی دے معدہ لرے یې نہ وو نو حلال دے شامی ۲۱۵ ج ۵ سوال (۱۱) سړی پہ دې شرطونو خپلہ ښځہ کړہ طلاقہ جواب دا دے چې ھغہ مفضانہ ښځہ وہ یعنی چې د غټو او نرو بولو لار یوہ شوې وی اګر کہ وطی کړے شوہ خو نہ حلالېږی څو پورې چې حاملہ نہ شی یا زوج ثانی یې مجبوب او معطوع الذکر وی نو تر ھغہ پورې چې دا ښځہ حاملہ نہ شی نو نکاح یې لہ زوج اول سرہ نہ صحیح کېږې ولې چې دا معلومہ نۂ شوہ چې دې سرہ جماع د نرو بولو پہ لارہ اوشو کہ د غټو شامی ص ۵۸۵ ج ۲ سوال (۱۲)نکاح یې روا نہ دے ھغہ کومہ ښځہ ځوانہ جواب دادے دا ھغہ ښځہ دہ چې خاوند یې مړ شی او حمل یې پہ نفس اوچ شی نو بل سړی سرہ نکاح روا نہ دے کما قال ﷲتعالیٰ و اولات الاحمال اجلھن ان یضعن حملھن الخ فتاویٰ ھمایونی ص ۱۲۸ ج ۲ و شامی ۶۵۶ ج ۲ جمع مسائل ۱۲ شد
چاربېتہ
عجبې مسئلې دې ملغلرې د ایران
لیکم لہ دې لہ پارہ چې مشکل کړمہ اسن
سوال (۱) خاوند اووې ښځی تہ رورہ جواب دا دے کہ خاوند ښځې تہ اووې چې انت طالق انشت یعنی تا طلاقہ کړم کہ ښځہ د مخې نہ چپ شی طلاق بہ واقع نہ شی کما فی الخېرات الحسان وسيفالمقلدین ص ۵۸۶ سوال (۲) غمژن یمہ پہ دې پہ یو سړی پریوتہ مار جواب دا دے چې وړمبے سړے نہ دے ضامن ځکہ چې دویم سړی تہ یې ضرر نہ دے رسولے دویم ھلہ ضامن دے چې غورځولو سری یې دریم سړے او چیچۂ کہ فوراً او نہ چیچۂ دویم ھم ضامن نہ دے شامی ص ۳۹۱ ج۵ سودا مې دہ پہ دې ښکاری وغورزو جال جواب دا دے کہ مضروب مال ؤ نو حکم د لقطې دے
او مضروب نہ وی حلال دے شامی ص ۲۱۴ ج ۵ من اذبائح سوال (۴) راوړی دوہ ځامن وو یوې ښځې شاہ پہ شاہ جواب دا دے چې مړ دې پہ خارو کښې خخ کړی او ژوندې لہ دې تے ورکوی ھر کلہ چی دا مړ روست شۂ پخپلہ بہ جدا شی سيف المقلدین ۵۵۹ سوال (۵) قاضی کړہ ګفتګو خاوند وې ښځې تہ خپلہ جواب دا دے ښځې خپل خاوند تہ اووئیل چې څو تا ماسرہ خبرې او نہ کړې کہ ما اوکړې نو پہ ملک کښې چې ځما شے دے لہ مانہ دې ازاد وی ښځې لہ طرفہ خبرې بس شوې دا خاوند خبرې اوکړی پہ دواړو قسم لازم نہ شی سېف المقلدین ص ۵۸۴
جمع مسائل ۵ شد
چاربېتہ
راوړے دا بیان پہ جوھرہ کښې لب شکرہ
صائم پہ مړ ګېډۃ غوښہ اوخوړہ بې شانہ
سوال (۱) صائم پہ ګېډہ غوښہ اوخوړہ حلالہ جواب دا دے د ھومې غوښې پہ خوراک کفارت نہ لازمېږی کم فی الجوھرہ ص ۱۴۴ ج۱ سوال (۲) ھغہ کوم شے ښایہ ما خبر کہ دم درحالہ ھغہ مالګہ دہ جوھرہ ص ۱۴۴ ج ۱ سوال (۳) ھغہ څنګہ صورت وې صائم دے یو بشرہ جواب دا دے چې دا سړے دې غوښې پورې تار وتړی او تر ستونی پورې دې کوزہ کړې او بیا دې د تار پہ ذریعہ رااباسی روژہ پرې نہ ماتېږی
جوھرہ ۱۴۳ و ۱۴۴ ج۱ سوال بل مړ شۂ یو سړے ددغې څنګہ دے صورت جواب دا دے چې یو سړے د پردے مریے ؤ کوئیدن یې اوکړہ نو دې دریمہ حصہ دا خاوند د مولا نہ واغست او دوہ حصې ددې جېنۍ رور واغستې دا مرې د رور او خور شریک شۂ ۳ دریم دا جواب دے چې لحاظ د حقوقو د بندګانو پہ قتل کښې دوہ شاھدان یې قصاص لہ پارہ چې حق د بندہ دے مقرر کړہ ۔ کہ څلور یې مقرر کړے وے نو څلور بہ ډېر کم پورہ کېدل چې نصاب د شھادت پورہ نہ وی نو دوو او دریو شاھدانو کم لہ څلور نہ بہ قصاص نہ ثابت کېدۂ د خلقو حقوق بہ ډیر ضائع کېدۂ پہ خلاف د زناؤ څلور ځکہ مقرر شو چې حق د خداے تعالیٰ دے او حق پہ خداے تعالٰی کښې نقصان اوشی نو ستر یې غورہ دے ۔ لکہ چې فرض مونځ قضا شی جھراً ادا کول د خلقو مخکښې ګناہ دے پټ دې قضا مونځ ادا کوی شامی ص او دغہ رنګہ حکم پہ زناؤ کښې دے چې دې ھم ستر اولیٰ دے ښکارہ زنا ګناہ فاحشہ دے څو چې نصاب نہ وی پورہ پټ بہ پاتې شی سېف المقلدین ص ۶۳۵ باب ۷ سوال (۱۰ ) سودا یمہ اغستے بل ھغہ کلیمہ ښایہ جوب دا دے ھغہ کلیمہ طیبہ دہ چې یوازې لا الہ اووائی نو کافر شی او پہ الا ﷲ وئیلو سرہ لہ کفرہ اوځی او شھادت پہ وحدانیت د خداے تعالیٰ اوشی چې عینِ اسلام دے سېف المقلدین ص ۶۳۴ باب ۷ و فتاویٰ حامدیہ ص ۳۹ ج ۲
معلوم کردن حالات ھر دو ډشمنان کہ کدام
غالب شودو کدام مغلوب نو نو نو طرح کند حساب ابد نا مھاۓ ھر دو مدعیان اګر جفت بماند ھشت و چار نو کم را فتحہ بود اګر طاق بماند مثلاً نو ھفت کم رافتحہ بود و اګر یکی جف بمان و دیګر طاق نو زیادہ رافتح بود واګر نامھاۓ ھر دو برابر بود بماند نو نویا ھشت ھشت یا کم ازین را فتحہ بود ۔ کہ اعداد نام مریض و اعداد نام مادر مریض ۔ اور عدد اس دن کہ جس دن بیمار ھوا تھا بحساب ابجد نکال کر تیس پہ تقسیم کرے جو عدد باقی رھے اوس کو نقوش ذیل مین دیکھے اګر وہ عدد لوح حیات مین لکھا ھے تو امید ھے حیات ھے اګر لوح ممات مین لکھاھے تو امید زندګی منقطع ھے اګر روز بیماری نھین معلوم تو چالیس عدد زیادہ کرلین ۔
دونو نقش یہ ھے
لوح حیات
۳، ۱۷ ، ۱۳، ۱۹ ، ۱۸
۱۰، ۱۵ ، ۱۶ ، ۲۰ ، ۲۶
۱، ۲۸ ، ۱۴ ، ۲۲ ،۰
لوح ممات
۶، ۲ ، ۸ ، ۲۵ ، ۳۰
۵ ، ۹ ، ۱۱ ، ۲۴ ، ۲۳
۴ ، ۷ ، ۱۲ ، ۲۱ ، ۲۷
رباعی در اصل مناجات
لاس پہ نام کوم زاری ولاړ یم تاتہ
کۂ مې اوبخښې باری ولاړ یم تاتہ
پہ ګناہ کښې الودہ یم سرتر پایہ
تۂ مې اوکړې غفاری ولاړ یم تاتہ
د پردې ساتلو بل څوک ځما نیشتہ
تۂ مې اوکړې ستاری اولاړ یم تاتہ
شب وروزمې دغہ سوال دے ستا پہ درکښې
د چربانګ راکړې بېداری ولاړ یم تاتہ
پہ حشر کښې مې مخ تور نہ کړې خالقہ
چې پاسی خلق دوباری ولا ړ یم تاتہ
د کافرو لہ خندا نہ امان راکړې
چې دوزخ تہ ګوذاری ولاړ یم تاتہ
د رحمت ولې دی ھر طرف روانې
کہ پہ ما یې کړې جاری ولاړیم تاتہ
راتہ اونہ ښاې تہ ربہ رحیمہ
دایمان بدہ خواری ولاړ یم تاتہ
پہ ځنکدن کښې مې زبان بند نۂ کړې خدایہ
پہ وحدت یې کړې جاری ولاړ یم تاتہ
د قاضی ګل وسیلہ بې لہ تانہ نیشتہ
تہ مې او کړې غم خواری ولاړ یم تاتہ
نومونہ د علماو چې ددې کتاب تصدیق کوی
(۱) ابوالکلام ملوی عبدالحق صاحب نندیاړ (۲)مولوی شریفﷲ صاحب پوړہ (۳)مولوی خلیل الرحمٰن ټکروی (۴)مولوی محمد نظیف بناړہ (۵) مولوی محمحد الیاس صاحب ډېډل (۶) مولوی عبدالجلال لنډکس (۷) کوھستا ن مُلا صاحب اجمېرہ (۸) مولوی عبداجلیل بټګرام (۹) مولوی میرزمان نندیاړ (۱۰) مولوی عبد المالک اربوړہ (۱۱) مولوی عبدالرؤف قلعہ ترند (۱۲) مولوی طاوس ککړشنګ (۱۳) مولویعبدالرحمٰن بانډہ بالا (۱۴) مولوی عبد القادر بقلم خود (۱۵) مولوی برہ خان ککړشنګ (۱۶) خادم عبدالقیوم ګجبوړی (۱۷) خادم القوم سرورګل ګجبوړی (۱۸)مولوی احمد عفی عنہ فاګوړی (۱۹) مولوی عبد الغفار دیو بندی علاقہ اګرور
ھذا المکتوب صحیحۃ مولوی محمحد یوسف بانیان مولوی احمد شاہ پومنګ ملا صاحب دېشان المکتوبات صحیحۃ فریدﷲ
ما ھو مکتوب فیۃ فھو من الکتب المتدٰولۃ صحیح مصیب احقر العباد محمحد عبدالقیوم جان از جشکوټ
ابیات در صفتٖنواب صاحب بھادر والیٔ شملای
پہ مودې پسې مې جوړ کہ دا کتاب
بیا مې نہ ؤ د چاپ کولو ورتہ تاب
پہ خانونو د وطن زہ خپل پرہ شوم
ھر یو مالرہ واپس راکہ جواب
ناامیدہ شوم ټولو نہ یو ځلہ
حوالہ مې کہ کتاب د پاک وھاب
ما وې تہ یې مسبب سبب یې جوړ کړہ
تہ یې جوړ کړی پہ خپل حکم وھاب
پہ درہ د نندھاړ بیا راروان شوم
شوم مېلمہ پہ شملای کښې د نواب
پہ حجرہ کښې څنګہ ناست مشغولېدلو
سپینکے مخ یې ځلېدۂ لکہ افتاب
سحر مانہ یې کہ تپوس چرتہ راغلے
ما قصہ کړہ ورتہ تېرہ د کتاب
دۂ وې دغہ ځما کار دے زہ بہ وکړم
ماتہ زر ښکاری پہ مثل د تراب
څو پرې لږی ماتہ اوښایہ یو ځلہ
سراسر جمع کړہ ټول واړہ حساب
ماوې زرو نہ تر دولس سو پورې
چې خرچہ شې پس بہ چاپ شی دا کتاب
دۂ وې زرو نہ تر دریو زرو پورې
زہ بہ چاپ کړمہ لہ پارہ د ثواب
ماوې ټول خانان لہ دغہ نہ منکر شو
تہ بہ څہ رنګې کړې چاپ ځما جناب
کوم یو کار چې خان یې بل نہ شی کولے
ھغہ زہ کوم پہ حکم د وھاب
چې لہ نورو سرہ زہ برابر کار کړم
پلارمې نوم څلہ ایښو رالہ نواب
دۂ وې زہ بہ کړم کہ چاپ کہ خالق کاندی
کہ مې اولږی پېسہ پرې بې حساب
بیا بہ نہ مومې سخی ددۂ پہ شان څوک
کہ اوګورې قندھار کابل پنجاب
چې یې ګورئ یا لولئ طالبانو
پہ دعا کښې یادوئ ضرور نواب
ما چې واورېد دا بیان شومہ خوشحالہ
رابېدار شوم ھغہ دم دغم لہ خواب
پہ سینہ ځما طوطی د ښادۍ کېناست
تری نہ والوت سیاہ دغم غراب
قاضی ګلہ لاس پہ دعا کړہ رب تہ پورتہ
خدایہ تہ رستم خان نہ کړې بې حجاب
پہ اخر کښې ورلہ ورکړې جنتونہ
بچ یې تہ کړې د دوزخ لہ سخت عذاب
چاربېتہ(دا چاربېتہ نہ دہ لوبہ یا سندرہ دہ )
پہ کل جھان باندي ښکارہ لکہ افتاب دے
لہ اصل نہ نواب دے حاکم د شملائ
(۱)
پہ کل جھان باندی ښکارہ دے
لکہ د نمر پہ چمکارہ دے
جھان یې ټول پہ نندارہ دے
عادل سخی عجب بندہ د پاک وھاب دے
(۲)
عجب بندہ دے رحمان
دے پہ عاجزو مھربان
پہ دښمن تندر داسمان
ھر یو دښمن ددۂ د لاسہ پہ عذاب دے
(۳)
ھر دښمن ګرځی لکہ سګ
ټوپ غورزوی د خولې نہ زګ
چې نواب تاؤ کړی ورلہ غوږ
ټیټ شہ سرکوز ستا پہ راښکلو کښې ثواب دے
(۴)
دے مېلمنو تہ دسترخوان
دۂ غوړولے ھرزمان
ورتہ ولاړوی نوکران
د چائے دود یې اباسین غوندې دریاب دے
(۵)
کہ زہ پورہ کړمہ دفترہ
پورہ بہ نہ کړمہ تر سرہ
عجب بندہ دے د اکبرہ
پہ قاضی ګل ډېرمھربانہ بې حساب دے
د اصل نہ نواب دے حکم د شملائی
دویم درجہ کښې ابیات در صفت نوب رستم خان
خدایہ تہ کړے رستم خان ګل د صدبرہ
پہ جھان باندې ښکارہ لکہ د نمرہ
د نوح عمر ورلہ ورکړې ځما خدایہ
چې پالی دے غریبان کنډې اکثرہ
د سخا ثانی یې نیشتہ پہ جھان کښې
نن زمان دے د حاتم څخہ بھترہ
د حاتم سخا دہ مادہ اورېدلې
ددۂ کار دے ما لیدلے یو نظرہ
بل عادل ھم نارینہ دے بې حسابہ
د دښمن پہ تندی ږدی تورہ اکثرہ
د پښو لاندې مېدہ لکہ مېږی کړی
دښمنان ددۂ پہ سمہ کہ پہ غرہ
څوک چې دۂ تہ بد پہ بدو سترګو
خدایہ ورک یې کړې لہ سترګو نہ نظرہ
بې عزتہ پہ دنیا نہ کړې خاوندہ
پہ اخر کښې اوبۂ ورکړې لہ کوثرہ
مور او پلار نیکۂ یې اوبخښی خالقہ
سخر او خوښې سراسر واړہ ټبرہ
پہ اخر کښې ورلہ ورکړې جنتونہ
کړہ خوراک یې د جنت خواږۂ ثمرہ
دا کتاب یې ځما چاپ کړو عزیزانو
پرې خرچہ یې کړلو خپل لہ جېبہ زرہ
چې یې ګورئ یا یې لولئ ځما روڼو
پہ دعا کښې رستم خان تہ کړئ نظرہ
خدایہ تہ یې کړی سیکہ جاری پہ ملک کښې
چې سلام لہ یې راځی ھر معتبرہ
د سخا صفت یې څہ اوکړم خالقہ
خدایہ تہ یې پہ ټول حال ددۂ خبرہ
کہ غریب سوال ستا پہ نامہ اوکړی
دے بہ ستا پہ نوم ضرور ورکوی سرہ
قاضی ګل حلقہ بګوش ددۂ غلام دے
کړی دعا ورتہ شام وسحرہ
چاربېتہ( کور ھزاروالہ )
د سخاوت اواز یې خور پہ کل جھان دے
سخی بې مثلہ شملائ کښې رستم خان دے
د سخاوت
(۱)
د سخاوت اوازیې خور پہ کل زمین کښې
ثانی یې نیشتے پہ خطا ختن پہ چین کښې
ورشئ وګورئ ، لکہ ګورئ مخ ائین کښې
لنګر جاری یې پنج وختہ پہ ھر زمان دے
د سخاوت
(۲)
لنګر جاری دے ورکوی دے پولاوُنہ
ښہ صفا غوښې ھم کباب راتۂ سیخونہ
پہ ماسپخین کښې ، ورکوی چاے او کېکونہ
قدر کوی د میلمنو ډیر قدردان دے
د سخاوت
(۳)
قدر کوی خاوندہ تہ یې کړې خوشحالہ
مرتبہ یې ورسوې پورتہ تر کمالہ
ورتہ ونہ ښایې پہ دنیا کښې څہ زوالہ
ډیر لوے سړے دے د ھرچانہ ځار قربان دے
د سخاوت
(۴)
ډېر لوے سړے دے د ھر چاکوی مدارہ
بسکټ کېکونہ یې راوړی لہ بازارہ
مېلمہ تہ کېدی پہ ټوکرو انبار انبارہ
قاضی ګل وائی چې خانانو کښې لوے خان دے
د سخاوت
(۵)
قاضی ګل وائی خدایہ ورکړے جنتونہ
د دښمنانو یې صفا وران کړې کورونہ
چې در در ، ګرځی غواړی خېرونہ
دۂ تہ سم نۂ شی څو اباد چې دا جھان دے
د سخاوت
(۶)
دۂ تہ سم نہ شی ھر سړے پہ تش نوم خانہ
مجلس کښې کېنی دے صفت کوی د ځانہ
کار بہ اونہ کړی ، ھیڅ کلہ یو ددۂ پہ شانہ
دا پہ دۂ فضل د خالق غنی رحمان دے
ډسخاوت اواز یې خور پہ کل جھان دے
سخی بې مثلہ شملائ کښې رستم خان دے
د سخاوت
یو څو مصرعې پہ خدمت د نوب رستم خان کښې
مالہ دې راکړہ بل لہ ورنہ کړې
سوچہ لونګۍ ښہ تاتاری کلاہ مئینہ
مالہ دې راکړہ بل لہ ور نہ کړې
ښہ پراټہ د چینۍ چاۓ حلواہ مئینہ
د کناټو پہ منځ دې کېدم
ښہ تازی اس کاټھی د سرو زرو مئینہ
زۂ تالہ اوکړم زړۂ مې یخ شی
لکہ خدمت چې ځوے د مور او پلار کوینہ
د خداے لہ قھر بہ پرې خلاص شی
چې لېشت لرګے پہ غار خپل منډې مئینہ
ھیڅ ګناہ ګار د رب بہ نہ شې
چې بې نکاح ښځې سرہ کوې خوبونہ
مخ د ھغہ چا دکتو دے
چې دوہ درې ښځې بې نکاح کورکښې ساتی نہ
نکاح بہ ھیڅ کلہ او نہ کړم
د بې نکاح ښځو پہ طمع مړ بہ شمہ