Keyboard shortcuts

Press or to navigate between chapters

Press ? to show this help

Press Esc to hide this help

فصیح الزبان

ما د قاضی ګل مشکل کشاءِ طالبان ډېر مخکښی لیدلے ؤ ۔ د کتاب املا او د چاربېتو د لیک چوکاټ ځما پہ زړۂ کښې پېوست کړہ کہ خداے موقع را اوبخښلہ زہ بہ د قاضی ګل چاربیتہ د چاربېتې پہ چوکاټ کښې لیکم ۔ خو د کتاب د ډېر قدامت پہ سبب بہ پورہ کتاب چې د سر پاڼې ھم روغې وی پہ لاس نہ راتۂ ۔ کتاب ۱۹۳۷ء کښې چاپ شوے دے چې د چاربېتې اولنے چاپ کتاب دے ۔ او چاربېتې پکښې د نثر غوندې انداز کښې لیک دی او د املا غلطیانې پکښې ھم ډیرې زیاتې دی ۔ دا مسئلہ خداے دې خوشحالہ ساتی پروفیسر ډاکټر خلیل الرحمٰن حل کړہ، ھغۂ مالہ مشکل کشاء طالبان راولېږۂ چې پہ دوو حصو کښی ؤ خو ځما کار پرې کېدۂ ۔ پہ ډیوہ رېډیو باندې چې پہ چاربېتہ پروګرامونہ کېدل ډاکټر اسمعیل ګوھر او ډاکټر خلیل الرحمٰن پہ قاضی ګل غږېدلی وو ، خو د قاضی ګل د قد مطابق نہ ۔ ما پہ خپل کتاب چاربېتہ پوھنہ کښې دغہ ھمرہ ذکر کړے ؤ چې د چاربېبې حسن احمدین طالب او عبدﷲ استاد څخہ دے خو قادر الکلامې د قاضی ګل پہ برخہ دہ ۔ کلہ چې ما مشکل کشاء طالبان د تدوین پہ غرض لوستل او لیکل شروع کړو پہ ما ښکارہ شوہ

چې قاضی ګل د چاربېتې د ټولو نہ لوے شاعر دے ، څوک ھم د چاربېتی پہ علم ثقالت ، تدقیق او د مضامینو پہ فراونې کښې د قاضی ګل ھمسری نہ شی کولے ۔ ثقالت تدقیق او مضمون افرینی د چاربېتې خوبی دہ ، قاضی ګل باقاعدہ د درسِ نظامی عالم نۂ ؤ ۔ خو دھغۂ اوښے مولوی ګل زمان المعروف د ټکرۍ ملا صاحب او خورے مفتی خلیل الرحمٰن باقاعدہ عالمان وو ۔ د ھغوي صحبت او د مطالعې د کثرت پہ سبب ډېرہ پوھہ یې لرلہ ۔ قاضی ګل خپل تعارف پہ کتا ب کښی ډېر ځایہ کړے دے کلہ پہ حروفو کښې او کلہ د ابجد د اعداد پہ شکل کښې پہ صفحہ ۱۸ در سبب تصنیف کښې لیکی

محمد سندی اصل ځما نوم دے
عثماڼی دے اصلی ځما نسب

کۂ د اصل مې تپوس کړې زہ ملکال یم
پہ تکرۍ کښې قاضی ګل مې دے لقب

پہ صفحہ نمر ۴۰۲ پہ یوہ چاربېتہ کښې د ابجدو پہ حساب خپل نوم داسي ښائی

یو سل څلور کړہ شمار کېدہ پرې دوہ سوہ لپاسہ

څلور سوہ دی نورہ

دی لس شېتۂ پورہ دېرش ورسرہ کہ د اخلاصہ

لس شمېرہ پسې نورہ

څوارلس سرہ اتۂ سوہ حساب کہ د ابجد

ټول جمع ځما جانہ وۂ

(۷) حرفہ پورہ دی ځما نوم دا یې عدد

خبر شہ واؤرہ مانہ

معلوم کہ ځما نوم عثمان نوم مې دے د جد

پہ اصل ملکال ځوانہ

اوسېږم پہ ټکرۍ کښې شعر جاری مې تر چلاسہ

شورش مې پہ ھر لورہ

پہ صفہ ۴۰۶ باندې مصرعې دی

؂ قاف دال د رِ سرہ یو ځاے کړہ

ت عېن لام ی ورسرہ وشمېرہ مئینہ

؂ دا وۃٔ حروف بہ برابر شی

ھلہ بہ نوم ځما ترې جوړ پہ حساب شی نہ

لہ دې نہ “ قدرت علی “ جوړیږی خو دلتہ د مغالطې یو سبب جوړیږی چې قاضی ګل خپل نوم محمد سندی ھم ښائی او قدرت علی ھم د قاضی ګل خپل نوم څہ دے ؟

امانﷲ امان د برہ شینګلو پہ پہ دریو صفحو خپل تحقیق وړاندې کړے دے چې د قاضی ګل نوم قدرت علی دے ۔ محمد سندی د قدرت علی کشر ورور چې پہ قاضی ګل باندې مشھور ؤ قدرت علی دغہ د محمد سندی لقب قاضی ګل ځان لہ تخلص وګرځو ۔ امان د قاضی ګل پورہ شجرہ نسب ښودلے دے او قبر مقام ھم پہ ګوتہ کړے دے تاریخ پېدائش ۱۸۶۸ ء ورکړے دے د قاضی ګل زمانہ دومرہ لرې نہ دہ مونږ د امان پہ تحقیق باندې تکیہ کولے شو ۔

پہ صفحہ ۲۹۴ باندې قصیدہ دہ چې ابیات ورتہ لیک دی

اوس خپل نوم لیکمہ نورہ ، اول سل پسې څلورہ
پسې دوہ سوہ فی الفورہ دی راغلی مکمل

ورپسې سوہ څلور دی راغلی پہ دا طور
لس شپېتۂ ورپسې نور دېرش پہ دې پسې دی بل

لس پرې نور کہ برادرہ پہ رستی سر لب شکرہ
ځما نوم بہ شی تر سرہ اوۂ (۷) حروفہ جمع کل

دا حساب دے د نجومہ ، دلتہ ماچې کہ مرقومہ
ځما نوم کہ ترې معلومہ کشر رور مې قاضی ګل

ق = ۱۰۰

د = ۴

ر = ۲۰۰

ت = ۴۰۰

ع = ۷۰

ل = ۳۰

ی = ۱۰

لہ دې حساب نہ ھم قدرت علی جوړیږی او د ابجدو اعداد ۸۱۴ د چاربېتې او ابیاتو نہ یو شان اخذ کېرې پہ صفحہ ۳۳۰پہ یوہ بلہ قصیدہ بیان در حالات ِ څوارلسمې صدۍ کښې ھم دغہ اعداد او قدرت علی ښودلے دے چې وۂ (۷) حروفہ لری او محمد سندی پہ اتۂ(۸) حروفہ باندې مشتمل دے ۔

د قاضی ګل د پلار نوم حمزہ علی ، قام ملکال سواتے ، علاقہ ټکرۍ ضلع بټګرام ھزارہ دہ ۔ پہ مشکل کشاء طالبان کښې ۶۴ چاربېتې دې یولس بګتو او لوبو او یو نظم تہ ھم چاربېتہ لیک دی ۔

چاربېتې بګتو لوبو سرہ آبیات ، رباعیات ، مناقب صوتونہ ھم موجود دې چې پہ کومو کښې پند ، د فقھې مسائل ، اخلاقیات او عشقیہ شاعری شوې دہ ، خو قاضی ګل تہ ځانګړے حثیت د ھغۂ چاربېتہ بخښی ۔قاضی ګل د چاربېتې ټول کورونہ مثنوی ، مربع ،مثمن ، مستہزاد ، معشرمجاز ، کړہ بندہ او یوہ چاربېتہ ھزاروالہ دہ استعمال کړی دی . ھزارې والہ د مربع چاربېتې وران شکل دے ۔ځنې شاعران قصداً یا د ناپوھۍ نہ پہ چاربېتہ کښې کمے زیاتے اوکړی خو مثنوی ،مربع ، مثمن مستہزاد ، معشر مجاز او کړہ بندہ دا شپږ اقسام داسې قالب دے چې تخفیف شوې چاربېتې ھم پہ دغہ قالب کښې ځائېږی او پہ دغہ عوامی اھنګ کښې وئېلے کېدے شی ، د چاربېتې استادانو نورہ دین اخون ، احمدین طالب ، قاضی ګل ، علی حېدر ، ملنګ جان او دجمشېد د ټولو چاربېتې پہ دغہ شپږو کورونو کښې دی۔ د یو چاربېتې د قسم پېژندګلو د چاربېتې چوکاټ او د عوامې اھنګ نہ کېږی ۔ د چاربېتې اھنګ او جوړښت د چاربېتې د قسم تعین کوی ۔ د چاربېتې مذکورہ نومونہ د چاربېتې د کړې جوړښت پہ نظر کښې ساتلے شوے دے ۔ دغہ جوړښتونونہ خلق د مخکښې نہ روشناس دی ۔ پہ پوھېدو کښې اسانی دہ ۔

  1. مثنوی د چاربېتې ھغہ کور دے چې سر یې پہ څلور مصرعو مشتمل وې چې کلہ پہ نیم سر اوئیلے شی دوہ مصرعې لری ۔ کړہ کښې د مصرعو تعداد مقرر نہ دے خو د څلورو مصرعو نہ بہ کمې نہ وی د مثنوی نظم پہ شان پہ دوہ ھم قافیہ مصرعو پہ وړاندې بېولے شی د مثنوی چاربېتې کړہ کښې د مصرعو تعدادمتعین نہ دے او جوړ (یا رتیب ) دوئیمې او څلورمې مصرعې سرہ دسر تړلے کېږې ۔ پہ کتاب کښې صفحہ ۳۶۶ چې دطوطی مرثیہ دہ او صفحہ ۴۲۵ باندې عشقیہ چاربېتہ دہ مثنوی چاربېتې دی۔

  2. مربع ددې کور چاربېتو سر پہ دوہ مصرعو مشتمل وی چې کلہ پہ نیم سر اوئیلے شی یو مصرعہ لری مثالونہ موجود دی کړہ یې څلور مصرعې لری ربع پہ عربۍ کښې څلور تہ وائی ځکہ ورتہ مربع اوئیلے شو ۔ رتیب د کړې پہ څلورمہ مصرعہ سر سرہ لږی پہ مشکل کشاء طالبان کښې پہ صفحہ ۴۶ ، ۱۲۵ ، ۱۲۶ ، ۱۲۹ ، ۱۳۱ ،۱۳۹ ،۱۴۲ ، ۱۸۵ ، ۲۷۹ ، ۳۰۲ ، ۳۰۲ ، ۳۱۱ ، ۳۲۷، ۳۳۰ ، ۳۳۲ ، ۳۴۷ ، ۳۵۱ ، ۲۶۱ ، ۳۶۳ ، ۴۲۳ او ۴۲۹ باندې دویشت (۲۲) چاربېتې موجود دی ۔ چی موضوعات یې د رسول کریم صفت ، فقہ او معمې دې

  3. مثمن ددې چاربېتو سر پہ څلورو مصرعو مشتمل وی چې کلہ پہ نیم سر اوئیلے شې دوہ مصرعې لری کړہ یې څنګہ چې د نوم نہ ښکارہ دہ اتۂ مصرعی لری ۔ طاقې پہ ځان کښې او جفتې پہ ځان کښې ھم قافیہ وی د کړې وومہ مصرعہ دسر اولنۍ اودرئیمې سرہ او اتمہ مصرعہ د دوئیمې او د څلورمې مصرعې ھم قافیہ وی ۔ پہ کتاب کښې پہ صفحہ ۴۰۶ ، ۴۱۰ ، ۴۱۲ ، ۴۲۵ باندې څلور چاربېتې موجود دی۔ چې موضوعات یې یوہ عشقیہ ، صفت رسول کریم ، توصیف ِجنت او یوہ خپل وصیت دے ۔

  4. مستہزاد ددې چاربېتو بېت لکہ د مستہزاد نظم پہ شان اولنۍ مصرعہ اوږدہ او دوئیمہ لنډہ وی سر پہ څلورو مصرعو مشتمل وی اولنۍ مصرعہ اوږدہ دوئیمہ لنډہ درئیمہ اوږدہ او څلورمہ لنډہ وی ۔ کږہ اتۂ مصرعې لری طاقې اوږدی او جفتې لنډې وی ۔ کړہ یې سر سرہ پہ وومہ اوږدہ مصرعہ او پہ اتمہ لندہ مصرعہ سرہ تړلے شی ۔ پہ مشکل کشاء طالبان کښې مستہزاد څلور چاربېتې ص ۲۹۶ ، ۴۰۰ ، ۴۱۹ او ۴۲۶ باندې دې ۔ ترتیب سرہ صدوصی مسئلہ ، عشق ، د ابجدو پہ حساب نوم کلے نسب ښودل او پہ څلورمہ چاربېتہ کښې د باری تعالیٰ پہ سترګو د لیدو حال او معمہ دہ

  5. معشر مجاز ددې کور د چاربېتو سر دوہ مصرعې لری چې پہ ځان کښې ھم قافیہ نہ وی ۔ کړہ پہ لسو مصرعو مشتمل وی اتۂ مصرعې حقیقتاَ وی او د سر دوہ مصرعی پہ ھرې کړہ کښې بیا بیا تکراریږی پہ دغہ سبب ورتہ معشر مجاز وئیلے شوی دی

پہ کتاب کښې ددې چاربېتو تعداد دویشت دے پہ ص ۲۸ پہ چار بیتہ کښې د کتاب د غرض وغایت او یوہ معمہ دہ چې د جنازی سرہ دہ ، پہ ص ۶۸ پہ چاربېتہ کښې د اولیاؤ د کرامت بیان دے او پہ ص ۸۱ د قران قاعدہ دہ چې پکښې یو قارې لہ پارہ ھر څۂ موجود دې کمال یې پکښې کړے دے ډېرہ دقیقہ او درنہ چار بېتہ دہ

نورو چاربېتو کښې د فقھې مسائل دې درنې او دقیقې چاربېتې دی ۔ چې د قاضی ګل د علم او استادۍ سړے قائل کوی ۔

  1. کړہ بندہ ددې چاربیتو سر څلورو جزونہ لری اولنے او دوئیم لنډ درئیم اوږد او څلورم بیا لنډ وی ۔ددې چار بېتو تعداد پہ مشکل کشاءِ طالبان کښې پہ ص۲ ۹ ، ۱۰۰ ، ۱۴۵ ، ۱۵۵ ، ۱۹۲ ، ۲۵۴ ، ۲۶۲، ۳۱۶ ، ۳۷۴ نھہ (۹) دے ددې چار بېتو جوړښت کښې فرق موجود دے ، دغہ لږ ډېر جوړښت کښې فرق خلق پہ مغالطہ کښې واچوی چې د چاربېتو اقسام د دوہ پنځوسو نہ زیات دے ۔ خو دا ټولې چاربېتې د یو سر لاندې وئیلے کېدے شې او اھنګ د ټولو پہ عوام کښې یو دے معیار یې عوامی اھنګ دے ھنر مندان ھائیکو او د غنی خان بې وزنہ بې بحرہ شاعری ھم وائیلے شی ۔ پہ موضوعاتو پہ لحاظ بالترتیب فقھہ ، د رسول کریم اوصاف ، فقھہ، د دنیا پہ سر مخلوقات، بابا ادم د اولاد بیان او د دنیا جغرافیہ ، د جنت او د جنت نھرونو بیان او یو عشقی چاربېتہ چې روانی یې لا جوابہ دہ

  2. قاضی ګل دوہ ھزاروالې چاربېتې لیکلې دی چې یوہ ص ۳۹۰ باندی دہ بلہ نواب رستم خان د شملائ پہ صفت کښې وئیلے شوې دہ ۔ دا د

مربع چاربېتې لږ بدل شکل دے چې اوس پہ ھزار او شانګلہ کښې ښہ ډېر زیاتہ وئېلے کېږی ۔ ځما د وېنا پشتۍ لہ پارہ “د تور غر چاربېتہ” وګورئ ۔ دا او مربع پہ ځان کښې دومرہ نیزدې چې مربع د ھزاروالې او ھزار والہ د مربع پہ اھنګ وئیلے کېدے شې ۔ ھزار والې د قاضی ګل نہ ورستو ارتقا موندې دہ ۔ د قاضی ګل پہ چاربېتو کښې زنځیرۍ نیشتے ۔ یاد دې وی چې زنځیرۍ پخپلہ بل کور نہ دے دا پہ ھر کور کښې وئیلے کېدے شی ۔ دقاضی ګل پہ ھر ہ چار بیتہ کښې یو نوې مسئلہ یو نوے موضوع چېړی چې د تکرار سبب نۂ جوړیږی دفقھې موضوعات د قاضی ګل د خوښې موضوع دہ د ھغۂ اکثر چاربېتې پہ دغہ مسائلو دې ۔ ھغہ چاربېتې لہ یو داسې ډرامائی او د قیصي رنګ ورکړی چې دقاری تجسس زیات کړې۔ قاری پہ شوق وې چې دچاربېتې اختتام بہ څنګہ وی ۔ قاضی د چاربیتې تر منځہ د کتاب حوالہ اوصفحہ ښائی چې د تحقیق انداز دے چې بل یو شاعر څخہ نیشتہ ۔ قاضی چاربېتې او شاعرۍ نہ د علم د خورولو او د درس ورکہ ولو کار اخستے دے ۔ چاربېتتہ د غزل پہ شان دتغزل او د نظم پہ شان د ابھام او ګہرائی مطالبہ نۂ کوی ۔ ھر موضوع پہ خپلہ لمنہ کښې ځایولے شې ۔ د قاضی ګل پہ چاربېتہ کښی عمرانیات لکہ د رفیع ﷲ پہ غاړہ ټوپک ، د ټاکوټ دخان د توپې غرب ، د انګرېز دیوانی ، د خلقو دټکرۍ ملا صاحب نہ د مسائلو تپوس لہ راتلل او د ملا صاحب مھمان نوازی دا ټول زمونږ د ثقافت برخہ دہ ۔ لہ دې نہ علاوہ پہ نورو چاربېتو کښې لکہ پہ صفحہ ۷۴ د قران مجید قاعدہ پہ دې کښی د حروفو تعداد ، وقفونہ ، مدات سجدې ضمې وغیرہ وغیرہ د یو قران قاری لہ پکښی ټولہ رھنمائی موجود دہ ۔ پہ صفحہ ۲۳۷باندې د ادم علیہ سلام د پېدائش چاربېتہ دہ چې پکښې یې د درېو راویاتو تفصیلاً ذکر دے ۔ پہ صفحہ ۲۵۳ بلہ چاربېتہ کښې د دنیا د ټولو ملکونو ذکر دے او د دنیا جغرافیہ دہ پکښې ۔

یوہ چاربېتہ پہ صفحہ ۳۳۷چې پکښې ددې دنیا پہ مخ چې څومرہ اونې دی د ھغو شمار دے ۔ څرخہ ، رباب ،ګړیال وغېرہ وغیرہ باندې معمې غرض پہ چاربېتہ کښې دومرہ علم پروت دے چې سړے ورتہ ګوتہ پہ خولہ پاتې شی ۔ دا د قاضی ګل شپېلېټی دہ ، پہ شعر کښې دومرہ علم بیانول اسان کار نۂ دے دا د بل یو شاعر ھم د وس کار نۂ دے ۔ خو د قاضی ګل پہ چاربېتہ کښې د عشقیہ چاربېتو ھم کمے نیشتے کلہ چې د ھغہ د عشقیہ چاربېتې سړے وګوری سړے داسې ګڼی چی قاضې د دغہ مېدان شھسوار دے ۔ پہ صفحہ ۳۶۱باندې چاربېتہ دہ

“ طوطی لہ مانہ مرور ځی “ چې دخپل ځوی پہ مرګ یې وئیلې دہ نہ ورستو د قاضی ګل پہ شاعرۍ باندې یوہ غمژنہ فضا خورہ شی او درنو چاربېتو وئیلو تہ غاړہ نہ ږدی ۔ اولنۍ وینا یې شوخی لری پہ صفحہ ۴۱۹باندې چاربېتہ دہ چې پکښې یې وصیت کړے دے لہ دې سرہ د قاضی ګل د عقائدو ډیرہ ښہ پتہ لږی او دخپل مرګ یې ښہ نقشہ راښکل دہ او داسې لږی لکہ د جنازې پہ کټ پروت دے او دا بیان کوی ۔د قاضی ګل نہ ورستو ګڼو شاعرانو د قاضی ګل پہ لارہ د تلو کوشیش کړے دے خو دقاضی ھمرہ علم ، قادر الکلامی او فصاحت چا نۂ درلود

لکہ شمروز ګلابی ھم خپل وصیت کړے دے

چې اوباسئ مې لہ کورہ نہ ډولۍ
کلیمہ راتہ شروع کړئ د شھادت
ماتہ مہ وھئ پردو خپلو جلۍ
مالہ اوسپارئ پہ دین د پاک حضرت

دا بلہ چاربېتہ ھم د قاضی پہ زمکہ دہ

ډیر ګناہ ګاریم یا نبی لاس پہ محشر راکہ
پل صراط سرہ ابِ کوثر راکہ
ډیر ګناہ ګار یم

د تراوړو محمحد جان ملا کوشیش کړے دے

مرہع چاربیتہ دہ پہ نیم سر

شاګردہ راشہ ګورہ مسئلہ د کتاب (دوہ ځلہ )
(۱)
شاګردہ راشہ ګورہ ما برسېرہ کړلہ فقہ
مو ر ځوی پہ نکاح واغستہ پہ حکم د رازقہ
پخپلہ زہ عامی یم لہ ملا اوکړہ تحقیقہ
مور پہ ځوی روا دہ پکښې نیشتہ دے عذاب

پہ مشکل کشاء طالبان کښې رباعیات ھم موجود دی خو دا ھغہ رباعیانې نہ دې چې د کومې مونږ تعریف کوو چې دا پہ څلور مصرعو مشتمل وی او مخصوص بحر لری ۔ دا اولسی رباعیات دې د شاعر خپلہ خوښہ دہ چې ھر څومرہ مصرعې یې اولیکلې ۔ د قاضی ګل پہ رباعیاتو کښې پند ھم د ے او عشق ھم ابیات خالصتاً پند د پارہ استعمال دی ۔

پہ مشکل کشاء طلبان کښی څلور صوتونہ ھم موجوددی ۔ دا ښځینہ سندرې دی چې زنانہ یې د خوشحالۍ پہ موقع وائی او طرزونہ یې ورسرہ ھم ښودلی دی ۔ قاضی ګل پخپلہ مجلسی شاعر ؤ چې پخپلہ دوہ درې ځلہ یې ذکر کتاب کښې کړے د ے ۔ ټولہ وینا د مجلس پہ انداز کښې لیکلې دہ یعنی ھغہ صوت چې مجلسی د ترنم وئیلو دوران کښې ورسرہ زیاتوی خصوصاً د ‘ہ ‘ اضافہ ۔ د قاضی ګل د چاربېتہ د لوستو نہ قاری او پوھان اندازہ لګولے شی چې د چاربېتې پلار څوک دے ؟

بیا دومرہ علم او قادر الکلامی یو ځاے کېدل څہ ناممکن غوندې خبرہ ښکاری ۔ قاضی ګل پہ چاربېتہ کښې یو جداګانہ حثیت لری او یو شاعر ھم دھغۂ پہ دے مېدان کښې ھم سری نۂ شې کولے ۔ ھغہ حقیقت پسندہ شاعر دے پہ خیالی دنیا کښې ورک نہ دے ۔ ھغۂ چې کومہ عشقییہ او تخیلاتی شاعری کړې دہ نو دا ېې ښودلی دی چې دا فیلډ ھم د ھغۂ دسترس نہ بھر نہ دے او پہ دې کښې ھم قاضی ګل پہ اولنی صف کښې ولاړ دے ۔ پہ صفحہ ۳۷۲ زلفې دې ماران ، ځانګی پہ صدر جینۍ

زہ لکہ مجنون ستا پہ دیدن پسې بیماریمہ
سوے پہ انګار یمہ

پہ ص ۴۰۶

نن مې ولیدہ خارو پہ بام ولاړہ
پہ اوربل یې قطار کړی سرۂ موران
محرابی ورځې کږې امان تری غواړہ 
پہ لمبو یې ستی کړی عاشقان

نورې ډېرې چاربېتې او بګتۍ لوبې قاضی ګل د رواجی شاعرۍ ھم استاد ثابتوی ۔

قاضی ګل سرہ ځما پہ ډیرو مسائلو اختلاف دے ۔ ډېر مسائل د اصول فقھې مطابق نہ دی لکہ دا یوہ مسئلہ بہ مثال پہ طور بہ واخلو چې یو سړی څلور ښځې دی یوہ حائضہ دہ بلہ پہ نفاس کښی دہ درئیمہ لنګون پہ حالت کښې او څلورمہ پہ ځنکدن کښې پہ سړی باندې شھوت زور شہ اوس بہ دے خپل مطلب څنګہ پورہ کوی ۔ دے پہ شرح کښې د ځنکدن مېرمن سرہ دا عمل جائز ګڼی ۔ خو ځما تر معلوماتو چې دا صورت پېدا شی د ښځې د پتون نہ دا کار اخستلے شی د شھوت نہ پرې خلاصے موندلے شی ۔پہ ص ۲۸۶ باندې چاربېتہ دہ پہ شرمخ لہ بیزې نہ پېدا کېدل یا دسپی د بیزې وطی کول او بیاتری د سپی او د بیزی پہ شان مکس بچی پیدا کېدل د سائنس د جېنېټک نظرې (تھیوری )نفی دہ ۔ دا ھډو ممکن نہ دہ ګنی بیا پہ رمو کښې بیزو بہ ګډان او ګډو بہ پیسان راوړل ۔ پہ صفحہ ۲۵۳ باندې چې پہ چاربېتہ کښې کوم جغرافیائی معلومات دې پہ ځنې نور کښې ھم د موجودہ وخت معلوماتو سرہ سمون نۂ خوری خو پہ مذھبی نقطہ نظر سرہ پکښې ډیر معلومات خوندی دی لکہ د اوداسۂ فرائض د مونځ فرائض او نور ډیر څۂ دی ۔ د قاضی ګل مشکل کشاء طالبان د شاعرۍ جواز پېدا کوی چې د شاعرۍ نہ مخکښې ھم فوائد اخستے شوی دی او اوس ترې ھم اخستے کېرې ۔ شاعری یوازې د حظ اخستو او د وخت ضائع کولو شے نہ دے دا پہ ابتدا کښې او اوس ھم د کار څیز دے ۔ کوم خلق چې شاعری دوخت زیان ګڼی دقاضی ګل شاعری د ھغوی پہ مخ څپېړہ دہ۔

ډاکټر محمد اقبال خان

۹ اګست ۲۰۱۸ ء