ماصل خان اتش
نوم ماصل خان تخلص اتش کوی ۔ د پلار نوم دے ﷲنور خان ۔ کلے دے د خېراباد کنډ کټی میانۍ تحصیل نوښار ، پہ قام قطب شاھی اعوان دے ۔ تاریخِ پېدائش دے کال ۱۹۵۰ء ، تعلیم اېف اے ذریعہ معاش تجارت دے ۔ نظم او غزل دواړہ لیکی د ځنې مشھورو شاعرانو ادیبانو خاکې ئې ھم لیکلې دي ۔ ادبی تنظیمونہ جوړول او پہ ادبی غونډو کښې پہ شوق سرہ ګډون کوی ۔ انتھائ مینہ ناک انسان دے ۔ د شاعرۍ موضوعات ئې دي رومانیت ملک او قام ژبې سرہ مینہ ، د غزل پہ لیکلو باندې ئې ښہ لاس بر دے ۔
د ګل مسکا چې پہ زړګی کښې پسرلی ځایوی
د ارمانی ژوندون پہ سیمہ مې ازغی ځایوی
ورک د دنیا پہ رنګینو کښې شو سادہ زړګے مې
خود بہ غمونہ ځایوی چې خوشحالی ځایو ی
د زلمی توب احساس مې بیائی د جنون مقام تہ
د خیال دنیا کښې مې خیالونہ لېونی ځایوی
غرونہ ھم اچوی چې انګار ئې د سینې لمبہ شی
ټوټہ زړګی کښې بہ څوک څنګہ اسویلی ځایوی
څنګہ بہ نۂ سوزی پتنګ لوخرہ کیږی بہ نۂ
چې پہ وزرو کښې د شمعې روشنائي ځایوی
څوک چې د ښکلو سرہ مینہ پہ دنیا کښې ساتی
نور بہ بیا څۂ بې لہ دړدونو پہ زړګی ځایوی
اتش چې اونوستل پہ مینہ د خپل خیال بڅری
جذبې بہ څومرہ پہ زړګی کښې اتشی ځایوی
خزانہ مۂ مې رېژوہ د حسرتونو غوټۍ
پرېږدہ چې خاندی مې د ژوند د ارمانونو غوټۍ
لېلہٰ اوس خو مې د ځوانۍ د سپرلی مخ لېدلے
خاؤرې اېرې مې خدایہ نۂ کړې د یادونو غوټۍ
د مرګ سیلۍ د خداے د پارہ چې یې پاڼې نۂ کړې
زما د زړۂ پہ وینو رنګ د سرو ګلونو غوټۍ
سپرلیہ تل پہ چمن اوسہ تازہ تر ئې ساتہ
وی دې مسکۍ د ښکلو ښکلو بھارونو غوټۍ
رقیب مۂ خاندہ زما معصومې مینې پورې
زر دہ چې ګل بہ شی زما د امیدونو غوټۍ
د زړۂ زخمونو کښې بہ ئې پټہ تل ساتم اتشہ
پہ سرو ازغو کښې ټوکېدلې د نازونو غوټۍ