عرضداشت

د غرېزې علاقې شاعر ادیب تہ معلومہ دہ چې کتاب چاپ کول ھغوی لہ پارہ څومرہ ګران کار وۂ ۔ ددې اندازہ اسماعیل ګوھر تہ “د ھزارې ګلونہ“ او ماتہ د ”رښتنې جذبې“ د چاپ پہ دوران کښې شوې دہ ۔ پہ ھزارہ کښې پښتون کاتب دستیاب نۂ وۂ ۔ اول د کاتب املا سمول بیا پروف ریډنګ کول ، پہ ھر دوئمہ درېمہ ورځ پہ کاتب پسې ښار تہ تلل دا زھرہ چاؤدے کار وۂ ۔ ګوھر زرۂ خوړے شی خو زۂ شاعری ښہ ډېرہ کولے شم خو زړۂ نۂ شم خوړے ۔ شاېد چې د پښتو ادب پہ تاریخ کښې لۂ مانہ زیات شعری اصناف چا پکار راوستی وی او زیات غزل لیکلے وی , زیات موضوعات چېړلی وی ۔ ما د رښتنې جذبې د چاپ نہ ورستو توبہ ویستلې وہ ۔ دا خو د ماډرن تېکنالوجی برکت دے کمپېوټر راغے اسماعیل ګوھر زما د پښتو ماھیې کتاب “کوکې” کتابت اوکړو او چاپ شو ۔ کلہ چې د کمپیوټر نہ خبرہ لېپ ټاپ تہ شو نو ما ھم پہ یوہ ګوتہ کمپوزنګ زدہ کړو او ګوذارہ روانہ شوہ ۔ زۂ چې د کمپیوټر پہ استعمال باندې لږ ډېر پوھہ شوم پہ دې خبرہ اورسېدم چې د کتاب پہ کاغذ چاپ کول زړہ خبرہ دہ ۔ دا کمپیوټر ، لېپ ټاپ یا موبائل د دنیا د ټولو نہ لویہ لائبریری دہ ۔ د غرۂ پہ سر پہ صحرا کښې پہ ھر مقام څوک ھم څۂ ھم لوستلے شې ۔ ځکہ مې دا پاڼہ واخستہ او نمېر نوم مې ورلہ خوښ کړو ۔ د نمېر تعلق زمونږ د سیمې دنګو دنګو غرونو سرہ دے ۔ دا ګل خو یو ښائستہ ډېر زیات دے او بل چې پہ غر کښې سړے ډېر اوږے شی خوړے ھم شی ۔ دا پاڼہ نور ملګری ھم مفت پکار راوستے شې خو شرط معیار او د بورډ منظوری دہ ۔ د بورډ ممبران

ډاکټر اسماعیل ګوھر ، ډاکټرخلیل الرحمٰن او اختر حیات

محمد اقبال خان